د امریکا په متحده ایالاتو کې پروتستانتېزم

د امریکا په متحده ایالاتو کې پروتستانتېزم د عیسویانو تر ټولو لویه ډله ده چې د هغو ترکیبي ډلې په ټولیزه توګه د دغه هېواد ۴۳ سلنه وګړي (یا ۱۴۱ میلیونه تنه) جوړوي. یو شمېر نور اټکلونه ښيي چې د متحده ایالاتو د نفوسو ۴۸.۵ سلنه وګړي (یا ۱۵۷ میلیونه تنه) پروتستانت دي. ورته مهال د ټولې نړۍ د پروتستانتانو ۲۰ سلنه برخه جوړوي. متحده ایالات د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو زیات پروتستانت وګړي لري. د امریکایي پروتستانتانو یو په دریمه برخه باپتېستان دي. سویلي باپتیست کنوانسیون په متحده ایالاتو کې د پروتستانتانو تر ټولو لویه ډله ده چې د امریکايي پروتستانتانو لس سلنه برخه په کې شاملېږي. د دیارلسو اصلي امریکايي مستعمراتو څخه دولس یې پروتستانت او یوازې مریلنډ په پام وړ توګه کاتولیک نفوس درلود چې د بالتیمور د ارباب د مذهبي تساهل له امله وو. [۱][۲][۳]

د دغه هېواد تاریخ تر ډېره زائر پلرونو (د پلیموت مستعمرې اوسېدونکو) ته اړوندېږي چې د هغوی برونېسټ عقیدې د دې انګیزه برابره کړه څو له انګلنډ څخه نوې نړۍ ته کډه شي. دغه انګلیسي ناراضیان چې اتفاقا پیوریټین – او له دې امله – کالونېستان و؛ د لومړي ځل لپاره په هغه ځای کې چې وروسته په پلیموت مستعمره واوښته استوګن شول. د امریکايي کالونېستانو په میراث تر ډېره د پوهانو، څېړونکو او لیکولانو له خوا ټینګار کېږي او یو شمېر بیا اړباسي څو څرګنده کړي چې متحده ایالات د «کالونېزم پر بنسټ» رامنځته شوي؛ په داسې حال کې چې دې ته هم نغوته کوي چې د اکثریت پروتستانت وګړو پر بنسټ په استثنايي ډول رامنځته شوي. امریکايي پروتستانتېزم له هماغه پیل څخه متنوع و؛ له دې امله چې ګڼ شمېر لومړني کډوال انګلیکان، بېلابېل اصلاح غوښتونکي، لوتریان او اناباپتېستان و. په راتلونکو پېړیو کې دغو لیدلورو د پراخه کچه بیداریو له امله په ټول هېواد کې تنوع وموند. [۴][۵]

پروتستانتان په بېلابېلو فرقو/ډلو وېشل شوي چې عموما د «هغو د اصلي کرښو» یا «انجیلي» کرښو له مخې ډل بندي کېږي، په داسې حال کې چې کېدای شي ځینې یې پیا په هېڅ یو دغو کټګوریو کې شامل نه شي. یو شمېر تاریخي افریقايي – امریکايي ډلې د تورو کلیساو په توګه ډل بندي کېږي. د امریکا په خاوره کې پروتستانتېزم بې سابقه بدلونونه موندلي او په ګڼ شمېر څانګو، ډلو، د ډلو ترمنځ په څو خوځښتونو او هغو ته په اړوندو ډلو وېشل شوی او همدارنګه یې په یو شمېر نورو بدلونونو کې بدلون موندلی. ټولو دغو بدلونونو د تبلیغي چارو له مخې تر نړیوالې کچې پراختیا موندلې.

څانګې سمول

باپتېستان سمول

باپتېستان په متحده ایالاتو کې د پروتستانتانو تر ټولو لویه ډله ده چې د امریکایي پروتستانتانو یو په دریمه برخه جوړوي.

له ۱۸۴۵ زکال وړاندې، ډېری باپتیست کلیساوې په آزاد ډول د یو درې کلن کنوانسیون په توګه یو بل ته اړوندې وې. په دغه کال کې ډېری سویلي کلیسایي ټولګې د سویل له نوي باپتیست کنوانسیون سره چې اوس مهال په متحده ایالاتو کې د ۱۴.۱ میلیون غړو په لرلو تر ټولو لویه پروتستانت ډله ده مل شوې. پاتې نورو غړو یې په متحده ایالاتو کې شته اوسنۍ باپتیست کلیساوې رامنځته کړې چې ۱.۱ میلیون غړي او ۵۰۵۷ ټولګې لري. [۶][۷]

افریقايي الاصله امریکايي باپتېستان چې د سپین پوستو په باپتیست بنسټونو کې نه پرېښودل کېدل، څو ډلې یې رامنځته کړې چې د هغو تر ټولو لویې یې؛ ملي باپتیست کنوانسیون د ۷.۵ میلیونه غړو په لرلو او آزاد خیالی مترقي ملي باپتیست کنوانسیون دی چې د ۲۰۰۰ کلیساو په لرلو سره ۲.۵ میلیونه غړي لري.

یو شمېر نور کوچني جوړښتونه هم شتون لري چې یو شمېر یې په وروستیو کې رامنځته شوي او یو شمېرنور یې اوږده تاریخچه لري چې کالونیست باپتیستان، عامه باپتیستان، بدوي باپتیستان، لرغوني پابند باپتیستان، Two-Seed-in-the-Spirit Predestinarian  باپتیستان، مستقل وګړي او د اومې ورځې باپتیستان دي.

باپتیستان د اوولسمې پېړۍ له پیل راهیسې د شمالي امریکا په یوه برخه کې چې اوس مهال د امریکا متحده ایالات دي مېشت و. دواړه راجر ویلیامز او جان کلارک په خپل وطن کې د مذهبي آزادیو لپاره د هڅو له امله په شمالي امریکا کې د باپتیست عقیدې د بنسټګرو په توګه پېژندل کېږي. په ۱۶۳۹ زکال کې ویلیامز د روډ آیسلنډ په پراویډنس کې د باپتیست کلیسا بنسټ کېښود (په متحده ایالاتو کې لومړۍ باپتیست کلیسا وه) او کلارک هم د روډ آیسلنډ په نیوفورټ سیمه کې د باپتیست کلیسا په جوړولو پیل وکړ چې په نیو فورټ کې لومړۍ باپتیست کلیسا شوه. د یو باپتیست تاریخ پوه په خبره چې په دې اړه یې څېړنه کړې؛ څرګندوي چې «د پېړیو په اوږدو کې په دې بحثونو شتون لرلی چې ایا د پراویډنس یا د نیوفورټ کلیساوې په امریکا کې د لومړنۍ باپتیست ټولګې د ځایګې وړتیا لري او که نه؛ همدارنګه د دواړو ټولګو اړوند کره سوابق شتون نه لري».[۸][۹]

لویې باپتیست فرقې سمول

په متحده ایالاتو کې د مذهبي فرقو لارښود کتاب په متحده ایالاتو کې ۳۱ باپتیست ډلې یا کنوانسیونونه پیژندلي او ښوولي. یو جزیي لیست لاندې شتون لري. (شمېرې د باپتیست نړیوال اتحاد له ویب پاڼې اخیستل شوې او د ۲۰۰۶ زکال معلومات منعکس کوي).[۱۰][۱۱]

  • سویلي باپتیست کنوانسیون: ۴۷،۵۹۲ ټولګې، ۱۴.۱ میلیونه غړي (۲۰۲۰ زکال)[۱۲]
  • باپتیست ملي کنوانسیون، USA، Inc: ۳۱۰۰۰ ټولګې، ۷.۵ میلیونه غړي (افریقايي الاصله امریکایان) (۲۰۱۳ زکال)[۱۳]
  • د متحده ایالاتو باپتیست ملي کنوانسیون، Inc: ۱۲۰۰۰ ټولګې، ۳.۱ میلیونه غړي ( افریقايي الاصله امریکایان)
  • مترقي ملي باپتیست کنوانسیون: ۱۲۰۰ ټولګې، ۲.۵ میلیونه غړي (افریقايي الاصله امریکایان)
  • د تکزاس باپتیست عمومي کنوانسیون: ۴۲۰۰ ټولګې، ۱.۷ میلیونه غړي
  • باپتیست بایبل فیلوشف انټرنشنال: ۳۴۰۰ ټولګې، ۱.۴ میلیونه غړي[۱۴]
  • د امریکا د متحده ایالاتو باپتیست امریکايي کلیساوې: ۵۱۰۰ ټولګې، ۱.۱ میلیونه غړي[۱۵]

لوترنېزم سمول

د ۳.۱ میلیون غړو په لرلو سره په امریکا کې انجیلي لوتري کلیسا (ELCA) تر ټولو لویه امریکایي لوتري فرقه ده چې له هغو وروسته په نوبت سره د میسوري شورا لوتري کلیسا (LCMS) د ۱.۹ میلیونو غړو او د ویسکانسین انجلیي لوتري شورا (WELS) د ۳۴۴۰۰۰ غړو په لرلو لویې لوتري فرقې جوړوي. په امریکا کې د لوتري انجیلي کلیسا او د میسوري د شورا د لوتري کلیسا ترمنځ ډېری توپیرونه له تاریخي او کلتوري عواملو سرچینه اخلي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور یې بیا الهیاتي خصوصیاتو ته اړوندېږي. ELCA د LCMS په پرتله تر ډېره د نړۍ شمولیت په هڅو کې بوخته ده. [۱۶][۱۷][۱۸]

هغه مهال چې لوتریان شمالي امریکا ته راغلل، د داسې کلیساو په جوړولو یې پیل وکړ چې تر ډېره بریده یې پاتې شوې کلیساوې منعکس کولې. یو شمېر ډېرو یې د ۲۰ مې پېړۍ تر لومړیو پورې خپلې مهاجرې ژبې وساتلې. هغوی له خپلو «پخوانیو هېوادونو» څخه د کشیشانو د موندلو په هڅه کې و څو په امریکا کې دروحانیونو د روزنې لپاره نمونه رامنځته کړي. بالاخره په ډېری برخو کې علمیه مدرسې او کلیسايي کالجونه په شمالي امریکا کې د لوتري کلیساوو د خدمت په موخه رامنځته شول چې په پیل کې یې دغو ټولګو ته د خدمت په موخه کشیشان چمتو کړل.

LCMS د پروس له جبري اتحادیې څخه له جرمنیو کډوالو سرچینه اخیسته چې په سنت لوئیز کې استوګن شوي و؛ چې په ۱۸۴۷ زکال کې د هغو له تاسیس راهیسې دوامداره تاریخ لري. LCMS په شمالي امریکا کې د لوتري کلیسا دویم لوی بنسټ دی (۲.۰ میلیونه غړي). دغه بنسټ د یوې کلیسا په توګه ځان د سپېڅلي کتاب پر دوکتورینو او د لوترېزم په تاریخي اعترافاتو باندې په وفادارانه پایبندي باندې ټینګار کوونکی بولي. د سپېڅلي کتاب د ټولو برخو په کره لوستلو باندې د LCMS د یو شمېر رهبرانو  ټینګار د دې لامل وګرځېد د ۱۹۷۰ مې لسیزې په وروستیو کې پراختیا ومومي او په خپل نوبت سره د لوتري انجیلي کلیساو د ټولنې د رامنځته کېدو لامل وګرځي چې اوس مهال د ELCA برخه ده.

سرچينې سمول

  1. "In U.S., Decline of Christianity Continues at Rapid Pace". Pew Research Center. 2019-10-17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gallup, Gallup. "2017 Update on Americans and Religion". Gallup. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. The Calvinist Roots of the Modern Era by Aliki Barnstone, Michael Tomasek Manson, Carol J. Singley
  5. The Faiths of the Founding Fathers by David L. Holmes
  6. SBC Summary of denominational statistics American Baptist Churches U.S.A.
  7. "2020 Southern Baptist Convention Statistical Summary" (PDF). Lifewayresearch.com. Lifeway Research. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Newport Notables Archived 2007-09-27 at the Wayback Machine.
  9. Brackney, William H. (Baylor University, Texas). Baptists in North America: an historical perspective. Blackwell Publishing, 2006, p. 23. ISBN 1-4051-1865-2
  10. Atwood, Craig D., Frank S. Mead, and Samuel S. Hill. Handbook of Denominations in the United States, 12th ed. Nashville, TN: Abingdon Press, 2005.
  11. [۱] Archived April 15, 2009, at the Wayback Machine.
  12. "2020 Southern Baptist Convention Statistical Summary" (PDF). Lifewayresearch.com. Lifeway Research. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "National Baptist Convention - Envisioning the Future Exceptionally - About Us". www.nationalbaptist.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. 2019 Texas baptists annual meeting
  15. SBC Summary of denominational statistics American Baptist Churches U.S.A.
  16. "Summary of Congregational Statistics as of 12-31-2020" (PDF). Evangelical Lutheran Church in America. December 31, 2020. د لاسرسي‌نېټه January 20, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "LCMS Inc. Annual Report- 2020". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "WELS annual report". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)