د الکولي څښاکو د مخنيوي خوځښت


د الکولي څښاکو د مخنيوي پلوی خوځښت (په لنډ ډول د مخنيوي خوځښت) يو ټولنيز خوځښت دی، چې له الکولي څښاکو څخه ډډه کول يا يې له کارونې څخه بشپړه ځان ژغورنه پر مخ وړي. په خوځښت کې ګډونوال په عمومي ډول پر الکولي نشه باندې نيوکه کوي يا هغه عقيده پر مخ وړي، چې د شرابو څښل ناروا ګڼي او د خوځښت مشران د خلکو پر روغتيا، شخصيتونو او کورني ژوند باندې د شرابو پر منفي اغېزو باندې ټينګار کوي. یاد خوځښت په عمومي ډول د شرابو يا الکول زده کړې پر مخ وړي او د شرابو د خرڅلاو خلاف د نويو قوانينو د تصويبولو غوښتنه هم کوي، چې ياد قوانين به يا د شرابو د شتون په اړه مقررات وي او يا به يې د بشپړ مخنيوي په اړه وي. د مخنيوي خوځښت د ۱۹ پېړۍ پر مهال او د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې په بېلابېلو هېوادونو او په ځانګړي ډول انګليسي ژبو هېوادونو، سکاندناويا او زياتره پورتستانت هېوادونو کې نامتو شو او په پای کې له ۱۹۱۸ څخه تر ۱۹۲۰ز کال پورې کاناډا کې، ناورې (چې يوازې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۶ز کال پورې په کې راپورته شو)، فنلينډ کې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۳۲ز کال پورې او متحده ايالتونو کې له ۱۹۲۰څخه تر ۱۹۳۲ز کال پورې د الکولي څښاکو د ملي بنديزونو او همدا راز هند کې له ۱۹۴۸ز کال څخه تر اوسه د ولايتي بنديز لامل شو. د الکولي څښاکو د مخنيوي يو شمېر پلوي سازمانونه شته، چې د شرابو او د هغه د کارونې د مخنيوي چارې پر مخ وړي.

پېړۍسمول

د ۱۷ پېړۍ د وروستيو شمالي امريکا کې شراب د نارينه، ښځينه او کوچنيانو لپاره د څښاک، طبابت او جنس په توګه د استعماري ژوند يوه مهمه برخه وه. څښاک په پراخه کچه منل شوي وو او په بشپړ ډول ټولنه کې نغښتل شوي وو؛ که څه هم نشه د زغم وړ نه وه. د کورنۍ تر سره شوې څېړنې له مخې په حيرانونکي ډول د خوځښت زياتره ملاتړي په خپله سخت څښونکي (شرابيان) وو. د شرابو پر وړاندې کړو وړو د ۱۸ پېړۍ په وروستيو کې بدلون پيل کړ. د دې لپاره يو له لاملونو څخه په صنعتي اوښتون کې د رامنځته شويو درنو ماشين الاتو د چلولو لپاره له شرابو څخه ځان ساتونکو (نا نشه يي) کارکونکو ته اړتيا وه. انتوني بينيزيت په ۱۷۷۵ ز کال کې له شرابو څخه د ځان ساتنې وړانديز وکړ. د ۱۷۹۰ز لسيزې په لومړيو کې ډاکتر بنجامين رش “Benjamin Rush” هغه ګواښ وڅېړه، چې د شرابو څښل د هغه ناروغۍ لامل ګرځېدلی شي، چې د ځان اداره کولو د کمښت لامل کېږي او نوموړي له شرابو څخه ډډه کول د درملنې د يوازيني اختيار په توګه ياد کړ. رش په خميره (تخمر) شويو څښاکو کې ګټې هم وموندې، مګر د تقطير شويو الکولي څښاکو کارونه يې وغندله. رش همدا راز د روږدېدنې يا اعتياد په اړه هغه اړيکه يا تړاو په ګوته کړ، چې نشه توب له ناروغۍ، مړينې، ځان وژنې او جرم سره درلود. د “Pompili Maurizio et al” له نظره په دې اړه زياتېدونکې نښې يا شواهد شته، چې د مصرف شويو شرابو له کچې يا حجم څخه پرته هم د څښاکو نمونه د روغتيايي پايلو لپاره اړينه ده. په ټوله کې د شرابو د مصرف او د ناروغيو او ټپونو له ۶۰ څخه د زياتو ډولونو تر منځ سببي اړيکه شته. اټکل شوي دي چې شراب له ۲۰-۳۰ سلنه پورې د ستوني سرطان، د ځيګر سرطان، د ځيګر د التهاب، انسان وژنې، مېرګيو او د موټرو د ټکر پېښو لامل دي. د امريکا له اوښتون څخه وروسته رش د بېلابېلو کليساګانو پر ملايانو باندې غږ وکړ، چې خلکو ته له څښاکو څخه د ځان ژغورنې پيغامونه ورسوي. که څه هم د ځان ژغورنې پيغامونه تر ۱۸۲۰ ز لسيزې پورې امريکا کې په پراخه کچه له پامه غورځول شوي وو. [۱]

تاريخچهسمول

له الکولي څښاکو څخه ځان ساتنه يو له هغو بنسټيزو سپېچلتياوو څخه ده، چې د ارستو په مقاله “Nicomachean Ethics” کې لښتليک شوې ده.

ريښې (له ۱۸۲۰ ز کال څخه مخکې)سمول

د ۱۸ پېړۍ پر مهال د امريکا اصلي کلتورونه او ټولنې له الکولو څخه خورا اغېزمنې شوې وې، چې د بڼکو لپاره سوداګرۍ کې زياتره وخت ورکول کېدل او د بېوزلۍ او ټولنيزې ګډوډۍ (تيت او پرکتيا) لامل شو. د ۱۷۳۷ ز کال په لومړيو کې د څښاکو د مخنيوي امريکايي الاصله فعالانو د شرابو خلاف او په طبيعي يا بومي ټولنو کې د الکولي څښاکو د وېش او پېر د مخنيوي لپاره د قانون جوړونې هلې ځلې پيل کړې. د استعماري دورې پر مهال د پيټر چارټاير “Peter Chatier”، پاچا هېګلر “King Hagler” او کوچني ټرټل “Little Turtle” په څېر مشرانو د له هغو کلتوري بدلونونو څخه د اصلي امريکايانو د ژغورنې په هڅه کې د سوداګريزو توکو په توګه د ګني د شرابو او د مېوې له اوبو څخه د جوړو شویو شرابو د کارونې مخالفت وکړ، چې د دوی په اند ويجاړونکي وو. [۲]

په ۱۸ پېړۍ کې په لويه برتانيه کې د جين په نوم شرابو بوختيا يا کسب “gin craze” و. منځني پوړونه د ښکتنيو پوړونو په منځ کې د پراخه نشې په زياتېدونکي ډول مخنيونکي (منتقدين) وو. د جين شرابو څښل چې درجې يا ترتيب لپاره د منځني پوړ له هيلې څخه هڅول شوي او ښارونو کې د نفوس د ودې له امله پراخه شوي وو، د نيوکه کونکي ملي بحث موضوع شوه. په ۱۷۴۳ز کال کې د مېتودېست کليساګانو “Methodist Churches” بنسټګر جان ويسلي “John Wesley” اعلان وکړ، «چې که څه هم په بشپړ ډول ورته اړتيا ده، مګر څښاکو پلور، پېر او څښاک ټول هغه بدۍ دي، چې بايد مخنيوی يې وشي». [۳][۴]

د ۱۹ پېړۍ د لومړيو متحده ايالتونو کې لا هم شراب د عملي او ټولنيزو دواړو لاملونو لپاره د امريکايي خواړو د يوې اړينې برخې په توګه ګڼل کېدل. له يوه پلوه د اوبو سرچينې زياتره ککړې وې، شيدي تل د لاسرسي وړ نه وې او قهوه او چای ګران بيه وو. له بله پلوه د وخت ټولنيزو جوړښتونو د خلکو لپاره د شرابو نه منل له دې امله نامناسب (بې ادبي) ګڼلې وه، چې خلکو به د ورځې په اوږدو کې يوازې په لږه کچه شراب څښل؛ د ۱۹ پېړۍ په تېرېدلو سره که څه هم د شرابو خورا زيات څښاک او ورپسې نشه کېدنه هغه ستونزې شوې، چې زياتره وخت د کورنۍ د ټوټې کېدلو لامل شوې. د شرابو د څښاک د مخنيوي لومړنۍ ټولنې چې زياتره وخت له کليساګانو سره ملګرې وې، په نيويارک او نوي انګليستان “New England” کې پرتې وې، مګر يوازې يو څو کالونه يې دوام وکړ. يادو لومړنيو ټولنو د منځنيو څښاکو غوښتنه وکړه، چې د همدې له امله يې نوم هم منځلاری يا اعتدال “temperance” دی، مګر له خپلو جغرافيوي سيمو څخه د باندې يې لږ اغېز درلود. [۵]

په ۱۸۱۰ز کال کې کالوين پلويو وزيرانو له شرابو څخه د ځان ساتنې په اړه د مقالو ليکلو په موخه ماساچوسيتس کې له يو دارالعلوم څخه ليدنه وکړه، چې يادې ليکنې دې خپلو جماعتونو ته په تبليغ کې وکاروي. د نه مخنيوي د ځپنې لپاره د ماساچوسيتس ټولنه “The Massachusetts Society for the Suppression of Intemperance (MSSI)” په ۱۸۱۳ز کال کې جوړه شوې وه. يادې ټولنې يوازې د لوړ ټولنيز دريځ نارينه (سړي) ومنل او د شرابو کارونه يانې مصرف کې يې منځلارېتوب وهڅوه. د ټولنې نفوذ په ۱۸۱۸ز کال کې خورا لوړ شو او په ۱۸۲۰ زکال په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې د منځلاري خوځښت (موخه د شرابو د مخنيوي خوځښت ده) پر راتلونکي باندې يې هيڅ د بام وړ اغېز پرېنښود. د منځلارۍ نورې کوچنۍ ټولنې هم په ۱۸۱۰ز لسيزه کې راپورته شوې، مګر د خپلو نږدې سيمو څخه د باندې يې لږ اغېز درلود او خورا ژر بېرته له منځه ولاړې. د دوی لارو چارو د شراب څښلو د مخنيوي په پلي کولو کې لږه اغېزه درلوده او شراب څښل له ۱۸۳۰ز کال څخه تر وروسته مودې پورې په رښتيني ډول زيات شول؛ که څه هم د دوی د عامه ځان ژغورنې ژمنې او ناستې او همدا راز د رسالو پر مخ وړل د شرابو د مخنيوي په موخه د امريکايي ټولنې “American Temperance Society” په څېر د مخنيوي د يو څه اوږدمهاله ټولنو له لورې پلي شول. [۶][۷][۸]

پنسلوانيا کې د شرابو د مخنيوي لومړنۍ ټولنه چې سند يې موندل شوی دی، د “” په نوم وه، چې په ۱۸۱۹ز کال د ديلاوېر سيمې “Delaware County” په “Darby Friends Meetinghouse” کې جوړه شوه. (شلمه مخ، له کورنۍ جګړې څخه د مخه د شرابو د مخنيوي خوځښت، اسا ايرل مارتين؛ د تاريخ او ژوند ليک پي ای مجله، ۱۹۲۵زکال، ۴۹ ټوک، درېيمه ګڼه).

سرچينېسمول

  1. Rutkow, Eric (2012). American Canopy: Trees, Forests, and the Making of a Nation. New York: Scribner. د کتاب پاڼي 56–58, 61. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4391-9354-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Peter C. Mancall, Deadly Medicine: Indians and Alcohol in Early America, Cornell University Press, 1997. کينډۍ:ISBN
  3. Yeomans, Henry (2014). Alcohol and Moral Regulation: Public Attitudes, Spirited Measures and Victorian Hangovers. Policy Press. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781447309932. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Williams, William Henry (1984). The Garden of American Methodism: The Delmarva Peninsula, 1769-1820. Peninsula Conference of the United Methodist Church. د کتاب پاڼې 151. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780842022279. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Engs, Ruth Clifford (2000). Clean Living Movements: American Cycles of Health Reform. Westport, CT: Praeger Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-95994-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hampel, Robert L. (1982). Temperance and Prohibition in Massachusetts 1813-1852. Ann Arbor, Michigan: UMI Research Press. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0835712910. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hanson, David J. (2016-02-11). "Massachusetts Society for the Suppression of Intemperance". Alcohol Problems and Solutions. Sociology Department: State University of New York. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Engs, Ruth Clifford (2000). Clean Living Movements: American Cycles of Health Reform. Westport, CT: Praeger Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-95994-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)