په دې ځای کې د المان له فلسفې څخه موخه يا خو په الماني ژبه کې فلسفه يا  د المانيانو فلسفه ده، ډېره متنوعه او له پېړيو راهيسې د «ګوت فرايډ ولهيم ليبنز» څخه نيولې بیا د «ايمانويل کانت، جورج ويلهلم فريډريک هيګل، ارتور شوپنهاور، کارل مارکس، فريدريک نيچه،مارټين هايدرګر او لودويګ ويتګنشتاين» په وسیله تر معاصرو فيلسوفانو پورې په فلسفه کې په تحليلي او لويې وچې روايتونو دواړو کې مرکزي حيثيت لري. «سورن کيرکګارد (يو ډنمارکي فيلسوف) ډېر ځله د الماني (یا الماني» فلسفې په ارزونه کې شمېرل کېږي، ځکه چې هغه له الماني مفکرينو سره زیات تعامل درلود.[۱][۲][۳][۴]

اولسمه پېړۍسمول

ليبنيزسمول

«ګوتفريد ولهليم ليبنيز» (۱۶۷۶ – ۱۷۱۶ز کلونه)هم فيلسوف او هم رياضي پوه و چې تر ډېره بريده يې په لاتيني او فرانسوي کې لیکل کړي. «ليبنيز» له رينه ډيکارټ او بوروک سپينوزا سره يو ځای، د اولسمې پېړۍ د تعقل د سترو درې پلويانو څخه يو و. د ليبنيز آثارو همدا راز د اوسني منطق او تحليلي فلسفې اټکل کړی و، خو د هغه فلسفه هم علمي روايت لور ته ګوري، په کومه کې چې د تجرباتي شواهدو پر ځای، لومړيو اصولو يا لومړيو تعريفونو په اړوند د استدلال  له مخې پايله اخستل کېږي.

ليبنيز د خپلې نيک فالۍ خوښونې له امله مشهور دی – د هغه « Théodicée» د نړۍ د ظاهري خاميو لپاره د توجيه پيدا کولو په هڅه کې دا ادعا وړاندې کوي چې دا د نورو ټولو شونتيا لرونکو نړۍ ګانو له منځه تر ټولو غوره ده. دا بايد تر ټولو غوره شونې او تر ټولو متوازنه نړۍ واوسي، ځکه چې دا تر ټولو ځواکمن او تر ټولو پوه خدای پنځولې ده، چا به چې يوه نېمګړې نړۍ نه وای پیدا کړې، که چېرته هغه يوه ښه نړۍ پېژندلای يا يې د شتون امکان وای. په حقيقت کې، هغه ظاهري خامۍ چې په دې نړۍ کې پېژندل کېدای شي، بايد په هره ممکنه نړۍ کې موجدې وی، ځکه په بل حال کې به خدای د داسې يوې دنیا تخليق غوره کړی وای چې له دې خاميانو څخه خالي وه. [۵]

ليبينزهمدا راز د «موناد» په نوم د خپل اند له امله شهرت لري، لکه چې په « Monadologie» کې ښودل شوی دی. مونادونه د ماوراء الطبيعة پولو لپاره هماغه څه دي چې اتومونه د فزيکي ښکارندي لپاره دي. دا د رنه ديکارټ او نورو د میخانیکي حجروي فلسفې له ټولګو سره پرتله کېدای شي. مونادونه د کايناتو وروستي عناصر دي. مونادونه د لاندې ځانګړتياوو لرلو سره «د هستې مهمې بڼې دي: دوی تلپاتې، نه تحليليدونکي، انفرادي، د خپلو قوانينو تابع، غېر متقابل او هر یو يې له مخکې څخه منځ ته راغلې همغږۍ کې د ټولو کايناتو انځور وړاندې کوي (مهمه تاریخي نمونه يې panpsychism دی). مونادونه د ځواک مرکز دی، ماده ځواک دی، په داسې حال کې چې تشيال، ماده او خوځښت یواځې غېر معمولي دي.

اتلسمه پېړۍسمول

ولفسمول

کرسټيان ولف (۱۶۷۹ – ز کلونه) د ليبينز او کانت تر مننځ تر ټولو نوميالی المانی فيلسوف و. د هغه بنسټيزه لاسته راوړنه د خپل وخت د نږدې ټولو علمي موضوعاتو په اړه يو بشپړ اثر و، کوم چې د هغه د ظاهري-تخليقي رياضياتي طريقې سره سم څرګند او وسپړل شو چې شايد په المان کې د روښان فکرۍ د عقليت د تر ټولو لوړې څوکې استازولي کوي.

ولف لومړی هغه څوک و چې الماني يې د علمي ادارو او څېړنو د ژبې په توګه وکاروله، که څه هم هغه په لاتيني کې هم ليکل کول، تر څو نړيوال مخاطبين هغه ولوستلای شي او هغه يې ولوست. د نورو څانګو تر څنګ، نوموړی د علمي تخصصاتو په توګه د اقتصاد او عامې ادارې بنسټګر و، نوموړي په ځانګړي ډول په دې برخو تمرکز درلود، حکومتي خلکو ته يې په عملي موضوعاتو سلاوې ورکولې او د پوهنتون د زده کړې په مسلکي حيثيت يې ټينګار کاوه.

کانتسمول

امانويل کانت (۱۷۲۴ – ۱۸۰۴ز کلونه) په ۱۷۸۱ز کال کې د « Critique of Pure Reason» (د خالص عقل نقد) په نوم اثر خپور کړ، په کوم کې چې هغه هڅه کړې دا پرېکړه وکړي چې د ټولو تجربو څخه په خپلواک ډول د دليل د کارولو په مټ موږ څه کولای او څه نه شو کولای. په لنډ ډول، هغه دې پايلې ته ورسېد چې موږ کولای شو د تجربې له لارې بهرنۍ نړۍ وپېژنو، خو دا چې موږ د دې په اړوند په څه پوهېدای شو، هغه د محدودو شرايطو له لارې محدود دي، په کومو کې چې ذهن فکرکولای شي: که چېرته موږ يواځې د لامل او اغېز له لحاظه پېژندای شو، نو بيا موږ يواځې لاملونه او اغېزې پېژندای شو. له دې څخه دا پايله اخستل کېدای شي چې موږ کولای شو د ټولو تجربو څخه په خپلواک ډول د ټولو ممکنه تجربو بڼې وپېژنو، له دې پرته هېڅ نه، خو موږ هېڅکله نړۍ د «لامکان له نقطه نظره» نه شو پېژندلای،په همدې بنسټ موږ هېڅکله نړۍ په بشپړ ډول نه شو پېژندلای، نه د دليل له لارې او نه د تجربې له لارې.

د هغه د « Critique» (نيوکې) د خپرېدو راهيسې، ايمانويل کانت په ټوله لويديځه فلسفه کې يو له زياتو اغېزمنو څخه شمېرل کېږي. د اتلسمې پېړۍ په وروستيو اود نولسمې پېړۍ په لومړيو کې، د کانت د اغېز يوه مستقيمه کرښه المانی بېلګه ييز توب دی.

نولسمه پېړۍسمول

المانی بېلګه ييز توبسمول

الماني بېلګه يیز توب يو فلسفي خوځښت و چې د اتلسمې پېړۍ په وروستیو او د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې يې په المان کې سر راپورته کړ. دا خوځښت په ۱۷۸۰ او ۱۷۹۰ز لسيزو کې د ايمانويل کانت له اثارو څخه منځ ته راغلو چې د روښان فکرۍ له رومانويت او انقلابي سياستونو دواړو سره يې ژورې اړیکې درلودې. په دې خوځښت کې تر ټولو نوميالي الماني بېلګه ييز د کانت تر څنګ «جان ګوټليب فيچټي (۱۷۶۲ – ۱۸۱۴ ز کلونه)، فريډريک ولهيم جوزف شيلنګ (۱۷۷۵ - ۱۸۵۴) او «جورج ولهيم فريډريک هيګل (۱۷۷۰ - ۱۸۳۱) وو، څوک چې د نولسمې پېړۍ په الماني فلسفه کې يوه مسلطه څېره وه، او د «جينا» رومانويت ملاتړي هر يو «فريډريک هولډرلين» (۱۷۷۹ – ۱۸۴۳  ز کلونه)، «نوواليس» (۱۷۱۲ز کلونه) او «کارل ولهيم فريډريک شليګل» (۱۷۷۲ – ز کلونه وو. «اګست لوډيوګ هولسن، فريډریک هاينريک جاکوبي، ګوټلاب ايرنف شولزه، کارل لیون هارډ رين هالډ، سالومن ميمون، فريډريک شليرماکر» او «ارتهر شوپنهاور» هم په دې ډګر کې د پام وړ برخه درلوده. [۶][۷]

فیکټهسمول

د ځاني بېلګه ييزتوب د يوه استازي په توګه، فيکټه د کانت«شی په خپل ځان کې» (د شي جوهر) اند رد کړ. فیکټه مطلق «زه» د خپلې فلسفې د پيل د ټکي په توګه اعلانوي چې دا خپله نړۍ له خپلو ټولو قوانینو سره پنځوي. فيکټه د دې «زه»  فعالیت، په خپله د بيدارۍ د یوې پروسې په ډول، د يو فکر د فعاليت په توګه پېژني. فيکټه په مطلقه ازاده اراده، خدای او د روح په تل ژونديوالی اعتراف کوي. هغه په «زه» کې د قانون يوه څرګندتيا ويني.

له ناپيلیون څخه د الماني ملي خپلواکۍ د دفاع لپاره د پرمختګيزو شعارونو په اړوند د خبرو کولو پر مهال، فيکټه په يو وخت کې د هېوادپالنې شعارونه پر مخ وړي، په ځانګړي ډول «الماني ملت ته په خپلو ويناوو» (۱۸۰۸ز کال) کې، د کومو لپاره چې فيکټه د اوسني الماني ملتپالنې يو له بنسټګرو بلل کېږي.[۸]

شيلينګسمول

«فريډريک ويلهيلم جوزف شيلينګ» چا چې په لومړي سر کې د فيکټه اندونه تعقيب کړل، وروسته د افاقي بېلګه ييز توب خپل فلسفي نظام جوړ کړ، د کوم تر مخې چې د طبيعیت او دليل دواړو وده د يو روحاني ځواک پر بنسټ ولاړه ده چې هغه «مطلق» (قايم بالذات) دی. شيلينګ استدلال کوي چې طبيعيت او ماده د يو فعال روحاني ځواک يو «لاشعوري» محصول او د دماغو (روح) لپاره د چمتوالي يو پړاو دی. شيلينګ استدلال کړی چې طبيعیت او شعور، موضوع او ذات په مطلق کې سره برابر دي؛ شيلینګ خپلې فلسفې ته «د پېژندنې فلسفه» نوم ورکړ.[۹][۱۰]

سرچينېسمول

  1. Lowith, Karl. From Hegel to Nietzsche, 1991, p. 370-375.
  2. Pinkard, Terry P. German philosophy, 1760-1860: the legacy of idealism, 2002, ch. 13.
  3. Stewart, Jon B. Kierkegaard and his German contemporaries, 2007
  4. Kenny, Anthony. Oxford Illustrated History of Western Philosophy, 2001, p.220-224.
  5. Rutherford (1998) is a detailed scholarly study of Leibniz's theodicy.
  6. Frederick C. Beiser, German Idealism: The Struggle Against Subjectivism, 1781-1801, Harvard University Press, 2002, part I.
  7. Frederick C. Beiser, German Idealism: The Struggle Against Subjectivism, 1781-1801, Harvard University Press, 2002, p. viii: "the young romantics—Hölderlin, Schlegel, Novalis—[were] crucial figures in the development of German idealism."
  8. Rosenthal, Mark & Yudin, Pavel (1954). "German Philosophy". A Short Philosophical Dictionary, fifth edition. تُرجم بواسطة P., Anton. Moscow: Gospolitizdat. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Rosenthal, Mark & Yudin, Pavel (1954). "German Philosophy". A Short Philosophical Dictionary, fifth edition. تُرجم بواسطة P., Anton. Moscow: Gospolitizdat. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Schelling". Der Volks-Brockhaus : deutsches Sach- und Sprachwörterbuch fur Schule und Haus : A-Z. Leipzig: Verlag F. A. Brockhaus. 1939. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)