د المان د بزګرانو جګړه

د المان د بزګرانو جګړه، د بزګرانو ستره جګړه يا د بزګرانو ستر پاڅون له ۱۵۲۴ز څخه تر ۱۵۲۵ز کال پورې د مرکزي اروپا په يو څه الماني ژبو سيمو کې په پراخه کچه نامتو پاڅون و. پاڅون د اشرافو د سخت مخالفت له امله بې پايلې شو؛ اشرافو د ۳۰۰۰۰۰ بې وسه وسله والو بزرګانو او کروندګو له ډلې تر ۱۰۰۰۰۰ تنو پورې ووژل. ژوندي پاتې شوي يې جريمه شول او د خپلو موخو څخه يې (که کومه يوه وي) لږې تر لاسه کړې. دا جګړه هم لکه د مخکيني “Bundschuh” خوځښت او هوسايټ جګړو “Hussite Wars” په څېر د اقتصادي او مذهبي دواړو پاڅونو له يوې لړۍ څخه جوړه شوې وه، چې کروندګر او بزګرانو په کې مشري غوره کړه، چې زياتره وخت يې د انابابتيست روحانني له لورې يې ملاتړ کېده. د المان د بزګرانو جګړه د ۱۷۸۹ز کال د فرانسې له اوښتون څخه مخکې د اروپا تر ټولو ستره او په پراخه کچه نامتو پاڅون و. جګړه د ۱۵۲۵ز کال په منځ کې خورا لوړ حالت کې وه. [۱]

ياده جګړه په بېلابېلو الو ګولو سره پيل شوه، چې د نني المان او الزاس په سويل لويديځه برخه کې پيل شول او په وروستيو الو ګولو کې د المان مرکزي او ختيځو سيمو او نني اتريش ته خپره شوه. المان کې د پاڅون له ټکولو څخه وروسته په لنډ ډول ځينو سويسي سيمو کې راپورته شو. [۲]

بزګران د خپل پاڅون په راپورته کولو کې د نه له منځه تلونکو خنډونو سره مخامخ شول. د دوی د خوځښت ديموکراتيک طبيعت دوی له يو منظم جوړښت څخه پرته پرېښودل او د توپخانه او سپاره ځواکونه يې نه درلودل. ډېری غړو يې د شونتيا په حالت کې لږه فوځي تجربه درلوده. د دوی مخالفت [مخالفې ډلې] تجربه لرونکي فوځي مشران، په ښه ډول سمبال شوي او منظم ځواکونه او پراخه تمويل درلود.

ياد پاڅون له راپورته کېدونکي پروتستانت سمون “Protestant Reformation” څخه ځيني اصول او فصاحت او بلاغت خپل کړل، چې بزګرانو يې په واسطه نفوذ او ازادي غوښته. د بنسټيز سمون غوښتونکو “Radical Reformers” او اناباپتيستانو په خورا نامتو ډول توماس مونتزر پاڅون وپاروه او ملاتړ يې وکړ. د دوی په خلاف مارتين لوتر او نورو اجرايي سمون پالو پاڅون وغنده او په څرګند ډول يې د اشرافو پلوي وکړه. په “Against the Murderous, Thieving Hordes of Peasants” کې لوتر تاوتريخوالی د شيطاني کار په توګه وغنده او له اشرافو څخه يې وغوښتل، چې سرکښان د ساده يا ليونو سپيانو په څېر وځپي. الرېچ زوېنګلي “Ulrich Zwingli” هم د خوځښت ملاتړ کاوه، مګر د مارتين لوتر له لورې غندنه د جګړې په ماته کې مرسته وکړه. [۳][۴]

شاليد سمول

په شپاړلسمه پېړۍ کې د اروپا زياتره برخو د روم مقدسې سترواکۍ کې سياسي اړيکې درلودې، چې يوه نامتمرکز هستي وه چې د مقدس روم خپل سترواک په کې په خپله د خپلې کورنۍ له ځمکو څخه پرته لږ واک درلود او د ټولې ډلې يوازې يوه کوچنۍ هغه يې راونغاړله. د بزګرانو د جګړې په وخت کې د هسپانيې پاچا پينځم چارلس د مقدس روم د سترواک دنده درلوده، چې په ۱۵۲۰ز کال کې ورته ټاکل شوی و. اشرافي يا ارستوکراتيک کورنيو د سترواکۍ په چارچوکاټ کې په سلګونو پراخه خپلواکو بې دينه او کليسايي دواړو سيمو باندې واکمني وکړه او څو ډلې نورو د نيمه خپلواکو ښاري دولتونو په توګه عمل وکړ. د دې کورنيو شهزاده ګانو ته د رومي کاتوليک کليسا له لورې ماليه ورکول کېده. شهزادګان له رومي کليسا څخه د پرېکون پر مهال په اقتصادي ډول د ګټو تر لاسه کولو په موخه مقاومت وکړ او تر خپل واک لاندې الماني کليسا يې رامنځته کړه، چې هغه وخت يې دوی ته د رومي کليسا په څېر ماليه نه شوه ورکولی. زياتره الماني شهزاده ګانو د «المانۍ پيسې د المانۍ کليسا لپاره» ملتپال شعار په کارونې سره له روم سره اړيکې پرې کړې. [۵]

د روم مدني قانون سمول

شهزاده ګانو ډېری وخت د ماليې زياتولو او د روم د مدني قانون په ورپېژندلو سره هڅه وکړه، ازاد بزګران غلامۍ ته اړ کړي. د روم مدني قانون هغو شهزاده ګانو ته ګټه ورسوله، چې د خپل واک د ټينګولو هڅه کې وو او دا کار يې ځکه کاوه، چې دې قانون ټوله ځمکه شخصي مالکيت ته راوړه او د مالک او بزګر تر منځ د باور په توګه يې د ځمکې هغه فيوډالي مفکوره له منځه وېوړه، چې پر وروستي [بزرګر] باندې يې حقونه او مکلفيتونه لګولي دي. د لرغوني قانون د پاتې شونو په ساتنې سره چې د دوی حکومت ته يې مشروعيت ورکړ، دوی د ټولې شتمنۍ او عايد د نيونې (ضبط) له لارې سترواکۍ د خپلې شتمنۍ او دريځ د پورته کولو تر څنګ پر خپل بزګر رعيت باندې خپل واک هم زيات کړ.

د نايټس پاڅون “Knight’s Revolt” پر مهال زړور “knights” چې لويديځ المان کې د رينيلېنډ “Rhineland” لږ ځمکوال وو، په ۱۵۲۲ – ۱۵۲۳ز کالونو کې سرکښۍ يا بغاوت کې راپورته شول. د دوی نظريه مذهبي وه او ګڼو مشرانو يې له روم سره د وېش او نوې المانۍ کليسا په اړه د لوتر نظريې څرګندې کړې. که څه هم د نايټس پاڅون په بنسټيز ډول مذهبي نه و، د مزاج يا طبيعت له مخې محافظه کار و او د فيوډالي نظم ساتل يې غوښتل. شواليانو؟ “knights” د پيسو د نوي امر يا فرمان په خلاف پاڅون وکړ، چې دوی يې له منځه وړل. [۶]

لوتر او مونتزر “Luther and Muntzer” سمول

مارتين لوتر چې المان کې د سمون واکمن مشر و، د بزګرانو جګړې په لومړيو کې منځنۍ تګلاره غوره کړه، چې پر بزګرانو باندې د لګول شويو بې عدالتيو او پر وړاندې يې جګړې کولو سره د بزګرانو بې پروايۍ دواړو باندې يې نيوکې وکړې. نوموړي د اقتصاد د مرکزي کولو او ښارې کېدنې د ملاتړ هڅه هم وکړه. دې دريځ نوموړي له ټيټو اشرافو سره دښمني کې واچوه، مګر د ښار له اوسېدونکو سره يې د نوموړي دريځ پياوړی کړ. لوتر استدلال وکړ، چې کار د ځمکې پر مخ اصلي دنده ده، د بزګرانو دنده د کروندې کار دی او د واکمنو ډلو دنده د سولې ساتل دي. نوموړي د بزګر جګړې ملاتړ ځکه نه شو کولی، چې سوله يې ماته کړه او د نوموړي په اند د هغو شيطانانو په پرتله ستر شيطان و، چې بزګرانو يې پر وړاندې سرکښي کوله. په ۱۵۲۵ز کال کې تر ټولو لوړ ټکي ته د سرکښۍ په پورته کېدنه کې د لوتر دريځ د بې دينه يا سيکولر پاچاهيو د واکمنانو او د دوی د رومن کاتوليک ملګرو ملاتړ ته په بشپړ ډول بدل شو. په “Against the Robbing Murderous Hordes of Peasants” [کتاب] کې نوموړي اشراف وهڅول، چې په تېزۍ او بې رحمۍ سره سرکښه بزګران له منځه وړلو يوسي. نوموړي وويل چې بزګران بايد په پټ او ښکاره ډول د وړ خلکو له لورې داسې ټوټه ټوټه، زنۍ يا تربت او ټپي کړای شي، لکه يو څوک چې بايد يو لېونی سپی وژني. د بزګرانو د جګړې له پايلې څخه وروسته نوموړي باندې د واکمنې ډلې له لورې د توندو عملونو د ملاتړ برخه کې د خپلو ليکنو له امله نيوکې وشوې. نوموړي کاسپار مولر “Caspar Mullar” ته د يو پرانيستې ليک په واسطه د نيوکو ځواب ووايه او د خپل دریځ ګټندويي (دفاع) يې وکړه. که څه هم نوموړي سره له دې چې په خپل پخواني کتاب کې يې د سخت تاوتريخوالي غوښتنه کړې وه، مګر دا يې څرګنده کړه چې اشراف د سرکښۍ په ځپلو کې بې کچې سخت زړي وو. [۷][۸][۹]

سرچينې سمول

  1. Blickle 1981، ص. 165.
  2. Klassen 1979، ص. 59.
  3. "Peasants' War | German history | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jaroslav J. Pelikan, Hilton C. Oswald, Luther's Works, 55 vols. (St. Louis and Philadelphia: Concordia Pub. House and Fortress Press, 1955–1986), 46: 50–51.
  5. Bainton 1978، ص. 76.
  6. Wolf 1962، ص. 47.
  7. "Martin Luther and the Peasants' War". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Donald K. McKim (2003). The Cambridge Companion to Martin Luther. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 184–186. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521016735. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Luther. Open Letter on the Harsh Book. (1525). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)