د المان او متحده ایالاتو اړیکې

المان او متحده ایالات نن ورځ نږدې او پیاوړي متحدین دي. د نولسمې پېړۍ له نیمایي نه تر وروستیو پورې په میلیونونو المانان په کروندو او صنعتي کارونو کې د کار کولو لپاره متحده ایالاتو ته او په ځانګړي توګه منځني لوېدیځ ته کډوال شول ، خو وروسته دواړه هېوادونه په لومړۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۷-۱۹۱۸ز کلونو ترمنځ) او دویمi نړیوال جګړه (۱۹۴۱-۱۹۴۵ز کلونو تر منځ) کې له یو بل سره جنګیدل. له ۱۹۴۵ز کال نه وروسته امریکا، برتانیې او فرانسې لوېدیځ المان اشغال کړ او یوه ملکي ډیموکراټیکه ټولنه یې جوړه کړه. لوېدیځ المان په ۱۹۴۹ز کال کې خپلواکي ترلاسه کړه او په ۱۹۵۵ز کال کې له ناټو سره یو ځای شو، له دې خبرداری سره چې امنیتي تګلاره اوپوځي پراختیا به یې د فرانسې، بریتانیا او متحده ایالاتو سره تړلې وي. پداسې حال کې چې لوېدیځ المان له متحده ایالاتو او ناټو سره نږدې کېده هاخوا بیا ختیځ المان د ختیځ بلاک هېواد شو او له شوروي اتحاد او وارسا تړون سره نږدې شو. په ختیځه اروپا کې د ۱۹۸۹ز کال د انقلابونو او د برلین د دیوال د ړنګېدو په ترڅ کې د کمونیستي واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته، لوېدیځ او ختیځ المان بیا سره یو ځای شو او په دې ډول د المان فدرالي جمهوریت د اروپایي ټولنې او ناټو بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ. همدارنګه  د متحده ایالاتو یو له نږدې متحدینو نه وګڼل شو. دغه راز په ۲۰۲۲ز کال کې المان په اوکراین کې د روسیې د یرغل له منځه وړلو لپاره له ناټو او اروپایي ټولنې سره همکاري کوي، چې په دې بهیر کې المان د روسیې پر تیلو او ګازو خپله تکیه ډېره کمه کړه. همدرانګه المان له امریکا، چین او جاپان نه وروسته په نړۍ کې څلورم لوی اقتصاد لري او نن ورځ دواړه هېوادونه ځانګړې اړیکې لري.[۱][۲][۳][۴][۵]

پوځي اړیکې  سمول

د المان او امریکا پوځي اړیکي د امریکا په انقلاب کې هغه وخت پیل شول چې الماني ځواکونو دواړو خواوو ته جګړه وکړه. دغه راز فریدریش ویلهلم وان سټوبین د پروشیا د پوځ پخوانی مشر د امریکایي پوځ عمومي مفتش په توګه وټاکل شو او د غوره اروپایی معیارونو سره سم یې د امریکایي سرتېرو په روزنه کې لوی رول ولوباوه. دغه راز وان سټوبین د متحده ایالاتو د پوځ یو له بنسټ ایښودونکو نه شمېرل کېږي. همدارنګه یو بل المانۍ چې د امریکا د انقلاب په لړ کې یې دنده ترسره کوله جنرال جوهان دي کالب و چې د کامډن جګړه کې یې برخه اخیستې وه او د یادې جګړې په لړ کې د ډېري ټپونو له امله مړ شو. [۶]

د متحده ایالاتو او جرمني تر منځ اوسنۍ اړیکې سمول

متحده ایالاتو د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې په المان کې یو دایمي پوځي شتون رامنځته کړ، چې تر سړې جګړې پورې یې دوام درلود، چې په ۱۹۶۲ز کال کې په المان کې د یاد پوځي شتون شمېر له ۲۷۴،۰۰۰ نه زیاتو سرتېرو ته رسېده، خو د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې ووتل، چې د متحده ایالاتو وروستي ټانکونه په ۲۰۱۳ز کال کې له المان نه ووتل، خو دوی راتلونکی کال بېرته المان ته راستانه شول ترڅو د څو ملي روزنیزو فرصتونو تشه ډکه کړي، چې په ۲۰۱۷ز کال کې المان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو شمېر ۳۵،۰۰۰ ته رسېده.[۷][۸][۹]

جرمني او امریکا د ناټو ګډ غړي دي. دواړو هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې له نږدې همکار دي، چې المان د بل هر هېواد په پرتله ډېر سرتېري ورته چمتو کوي. دغه راز المان په افریقا کې د متحده ایالاتو د قوماندې مرکزي دفتر او د امریکا د رامسټین هوايي اډې کوربه دی. [۱۰]

دواړو هېوادونو د عراق په جګړه کې مخالف دریځونه درلودل. دغه راز المان د جګړې په اړه د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو د خوندي کولو لپاره د متحده ایالاتو هڅې غندلې، خو په خاموشۍ سره په سویل لوېدیځ اسیا کې د متحده ایالاتو د ځینو ګټو ملاتړ وکړ. همدارنګه د المان سمندري کښتیو په فارس خلیج کې د متحده ایالاتو ځواکونو او تجهیزاتو باندې د القاعدې د بریدونو د مخنیوي لپاره سمندري لارې خوندي کړې او د المان Bundeswehr ځواکونه د المان په سویل کې د متحده ایالاتو پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي وو ترڅو د المان میشته امریکایي ځواکونو په ځای چې د عراق جګړي ته ګومارل شوي وو د ځواک د ساتنې دنده تر سره کړي. په عراق کې د امریکا وروستۍ ماموریت له ۲۰۰۲ز کال نه تر ۲۰۰۶ز کال پورې دوام درلود. دغه راز په عراق کې ټپي شوي امریکایي سرتیري د لینډسټول سیمه ایز طبي مرکز، چې په Rheinland Pfalz سیمه کې د متحده ایالاتو پوځي روغتون و درملنه کېده.[۱۱]

د راپورونو له مخې د ۲۰۱۹ز کال مارچ میاشت کې د امریکا ولسمشر ټرمپ د المان په ګډون له یو شمېر هېوادونو نه د غوښتنې مسوده جوړه کړ چې په خپله خاوره کې د مېشتو امریکایي سرتېرو ۱۵۰ سلنه لګښت متحده ایالاتو ته ورکړي، خو یاد وړاندیز شوې مسوده د کارپوهانو له خوا تر نیوکې لاندې راغله. دغه راز متقاعد جنرال او په ناتو کې د امریکا پخوانی سفیر ډګلاس لاټ وویل « ټرمپ له یو ناسم ګمان نه چې ګواکې دا تاسیسات به د دې هېوادونو د ګټو لپاره وي کار اخلي. حال دا چې دوی هلته زموږ د ګټو لپاره دي او مونږ یې باید ساتنه وکړو».[۱۲]

د المان او امریکا د اړیکو خرابیدو په ترڅ کې د ۲۰۲۰ز کال په دوبي کې واشنګټن، المان کې د متحده ایالاتو د پوځیانو شمېر له ۳۴۰۰۰ نه ۲۵۰۰۰ ته راټیټ کړ، چې د المان حکومتي غړو پر دغه دریځ نیوکه وکړه او دا یې «د نه منلو وړ کار» وباله او زیاته یې کړه چې د امریکا او المان اوسنۍ اړیکې ډېرې «پیچلې» دي.[۱۳][۱۴][۱۵]

د ۲۰۲۰ز کال د اګسټ تر میاشتې پورې پلان دا و چې ۱۱۹۰۰ سرتیري له المان نه وباسي او یا به سمدلاسه یا د یوې مودې لپاره متحده ایالاتو ته د بېرته ستنېدو وروسته په اروپا کې ځای په ځای کړي، چې په دې حرکت باندې د میلیاردونو ډالرو لګښت اټکل شوی دی، خو د ۲۰۲۱ز کال په فبروري کې د امریکا ولسمشر بایډن پریکړه وکړه چې د پخواني ولسمشر له خوا پیل شوي پلان د سرتیرو د ایستل په موخه ودروي ترڅو په نړۍ کې د امریکا د سرتیرو د ځای پرځای کولو په اړه بیا کتنه وکړي.[۱۶][۱۷]

اقتصادي اړیکې سمول

د المان او متحده ایالاتو ترمنځ اقتصادي اړیکې معتدلې دي. د متحده ایالاتو او اروپایی ټولنې تر منځ د ټرانس اټلانټیک اقتصادي شراکت چې په ۲۰۰۷ز کال کې د المان په نوښت پیل شوې او وروسته د ټرانس اتلانتیک اقتصادي شورا باندې بدل شو ډېر اضافي فرصتونه رامنځته کړه. دغه راز متحده ایالات د اروپایی ټولنې نه بهر د المان اصلي سوداګریز شریک دی. همدارنګه په اروپا کې د متحده ایالاتو ترټولو مهم سوداګریز شریک بلل کېږي. په ټوله کې د متحده ایالاتو دوه اړخیز سوداګرۍ (واردات او صادرات) المان له کاناډا، چین او مکسیکو وروسته په څلورم ځای کې ده. همدارنګه متحده ایالات له هالنډ، چین او فرانسې وروسته د المان د سوداګریزو شریکانو کې څلورم ځای لري. دغه راز د ۲۰۱۳ز کال په پای کې د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه سوداګري د ۱۶۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت وه.[۱۸]

جرمني او امریکا یو بل ته د پانګونې د غوره ځایونو په توګه مهم دي. د ۲۰۱۲ز کال په پای کې دوه اړخیزه پانګه اچونه د ۳۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت وه. دغه راز په متحده ایالاتو کې د المان مستقیمه پانګه اچونه ۱۲۱ میلیارده ډالره وه، چې د تیر کال په پرتله نږدې ۱۴ سلنه زیاتوالی (نږدې ۱۰۶ ملیارد ډالر). د همدې مودې په ترڅ کې په متحده ایالاتو کې د المان مستقیمه پانګونه اچونه نږدې ۱۹۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، چې د تیر کال په پرتله (نږدې ۲۱۵ میلیارد ډالر) کمه شوې وه. همدارنګه له انګلستان نه وروسته المان په متحده ایالاتو کې دویم لوی بهرنۍ پانګه اچونکی دی او د متحده ایالتو مستقیم بهرنۍ پانګونې لپاره دریم لوی ځای دی.

په ۲۰۱۹ز کال کې د متحده ایالاتو سنا مجلس د جنجالي قانون تصویب کولو پلان اراده درلوده، چې د هغه له مخې د المان او اروپایي ټولنې هغه شرکتونو باندې د بندیزونو لګولو ګواښ کړی و، چې د المان او روسیې ترمنځ د ( petrol-chemical) پایپ لاین بشپړولو لپاره کار کاوو.[۱۹][۲۰]

سرچينې سمول

  1. "U.S. Relations with Germany". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Helga Haftendorn, Coming of Age: German Foreign Policy Since 1945 (München, 2006) p.3
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Berghahn, Volker R. (29 June 2016). "The U.S.'s "Special Relationship" is with Germany, Not Britain". Harvard Business Review. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Germany: America's real special relationship". Politico. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Jungkenn, Frederick Christian Arnold, freiherr von, 1732-1806". The University of Michigan. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ ډيسمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Choi, David (2018-06-30). "Trump was reportedly surprised by the number of US troops stationed in Germany and expressed interest in pulling some of them out". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "US Army's last tanks depart from Germany". Stars and Stripes. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Darnell, Michael S. (31 January 2014). "American tanks return to Europe after brief leave". Stars and Stripes. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2019-03-07 باندې). Trump Seeks Huge Premium From Allies Hosting U.S. Troops.
  11. Gordon, Michael and Trainor, Bernard "Cobra II: The Inside Story of the Invasion and Occupation of Iraq" New York: 2006 ISBN 0-375-42262-5
  12. (په 2019-03-07 باندې). Trump Seeks Huge Premium From Allies Hosting U.S. Troops. Bloomberg.
  13. "Trump orders massive cut to US troop numbers in Germany: report". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "U.S. decision to withdraw troops from Germany "unacceptable" - Merkel ally | Reuters". Reuters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Julian Borger, "US to pull 12,000 troops out of Germany as Trump blasts 'delinquent' Berlin" The Guardian 29 July 2020
  16. Lendon, Brad (22 August 2020). "Trump's planned troop pullout from Germany has many military holes". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Biden Freezes Trump's Withdrawal of 12,000 Troops From Germany". The New York Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Vittorio Valli, The American Economy from Roosevelt to Trump (Palgrave Macmillan, 2018), passim.
  19. Sen. Cruz: ‘The Administration Needs to Immediately Begin Implementing These Sanctions’ on Nord Stream 2 Pipe-Laying Vessels, December 12, 2019, U.S. Senator Ted Cruz
  20. (په 2019-12-17 باندې). US Senate approves Nord Stream 2 Russia-Germany pipeline sanctions. Deutsche Welle