د المان اقتصاد

د المان اقتصاد د ټولنيز بازار خورا پرمختللی اقتصاد دی. دا هېواد په اروپا کې تر ټولو لوی ملي اقتصاد لری، چې د اومه کورني ناخالص توليد له مخې د نړۍ څلورم او پېرودلو وړتيا د برابرۍ “PPP” ناخالص کورني توليد له مخې پينځم اقتصاد دی. د پيسو نړيوال صندوق له نظره دا هېواد په ۲۰۱۷ ز کال کې دې د يورو سيمې د ٪۲۸ ځواب ويونکی و. المان د اروپايي ټولنې او يوروزون بنسټګر غړی دی. [۱][۲][۳][۴]

په ۲۰۱۶ ز کال کې د نړۍ په کچه د سوداګريز ډېرښت تر ټولو لوړه کچه ثبت کړه، چې ۳۱۰ بيليون ډالر کېږي. دې اقتصادي پايلې دا هېواد د نړۍ په کچه د لويې پانګې لېږدونکی کړ. المان په ۲۰۱۹ ز کال کې د ۱۸۱۰،۹۳ بيليون ډالر په ارزښت توکو او خدماتو په لېږد سره د نړۍ په کچه له سترو لېږدونکو هېوادونو څخه دی. د خدماتو برخه د ټول ناخالص کورني توليد نږدې ٪۷۰، صنعت ٪۲۹،۱ او کرنه يې ٪۰،۹ جوړوي. صادرات يې د ٪۴۱ ملي وتنۍ ځواب ويونکي دي. د هېواد لس غوره صادرات موټران، ماشين الات، کيمياوي توکي، برېښنايي توليدات، برېښنايي تجهيزات، درمل، د لېږد رالېږد اسباب، بنسټيز فلزات، د خوړو توليدات او ربړ او پلاستيک دي. د المان اقتصاد د اروپا په وچه کې تر ټولو پراخه توليدونکی اقتصاد دی او د مالي کړکېچ له امله د اغېزمنېدلو لږه شونتيا لري. دا هوېاد په عملي صنعتي ارزښت سره پلې شوې څېړنه تر سره کوي او خپل ځان د وروستيو پوهنتوني ليدونو او د صنعت ځانګړي توليد او د بهير يا پروسې پرمختګونو تر منځ پل ګڼي. دا هېواد په خپلو لابراتوارونو کې په زياته اندازه پوهه توليدوي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

المان په لرګيو، د دبرې نرمو سکارو، پوتاس او مالګه کې غنی هېواد دی. د طبيعي ګاز ځينې کوچنۍ سرچينې د “Lower Saxony” په ايالت کې تر کار لاندې دي. د المان د بيا يو کېدلو تر مودې پورې د المان ديموکراتيک جمهوريت په “Ore” غرونو کې د يورانيم د موندنو په موخه کيندنې وکړې. د دې هېواد انرژي په ځانګړي ډول (٪۳۰) له فوسيلي سون توکو څخه سرچينه اخلي، چې بادي انرژي په کې دويم او ورپسې هستوي انرژي، ګاز، لمريزه او عضوي کتلې (لرګي او عضوي سون توکي) او د اوبو انرژي ځای لري. المان هغه لومړنی ستر صنعتي شوی هېواد دی، چې د “Energiewende” په نوم د نوې کېدلو وړ انرژي لېږد ته ژمن دی. همدا راز دا هېواد د نړۍ په کچه د بادي توربينونو مخکښ توليدونکی دی. په دې هېواد کې د نوې کېدلو وړ انرژيکي سرچينو په ۲۰۱۹ ز کال کې د مصرف شوې برېښنا ٪۴۶ توليد کړه. د المان د ټولو کارخانو ۹۹ سلنه په الماني “MIttelstand” کوچنۍ او منځنۍ شرکتونو پورې اړه لري زياتره د کورنيو ملکيت دي. په عام د ۲۰۰۰ تر ټولو لويو عامه لښتليک شويو کارخانو څخه، چې د عايد له امخې اندازه شوي دي، د ۵۳ شرکتونو مرکزونه په المان کې دي، چې په همدې ۵۳ شرکتونه کې د نړۍ لس غوره شرکتونه (Allianz,  Daimler,  Volkswagen,  Siemens,  BMW,  Deutsche Telekom, Bayer,  BASF,  Munich Re او SAP) هم ځای لری. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

المان د سوداګريزو چارو لپاره د نړۍ غوره سيمه ده. د نړۍ د مخکښ سوداګريزو نندارتونونو نږدې دوه پر درې برخه په المان کې تر سره کېږي. تر ټولو لويې کلنې نړيوالې سوداګريزې نندارې او ناستې په بېلابېلو الماني ښارونو لکه Hanover, Frankfurt, Cologne, Leipzig او Düsseldorf کې تر سره کېږي. [۱۸][۱۹]

تاريخچه

سمول

د صنعتي کېدلو دوره

سمول

په المان کې صنعتي اوښتون د انګليستان، فرانسې او بلجيم په پرتله ځکه نږدې يوه پېړۍ وروسته حرکت پيل کړ، چې دا هېواد په ۱۸۷۱ ز کال يو متحد شو. [۲۰]

په ۱۹۳۴ ز کال کې د “Deutscher Zollverein” (الماني ګمرکاتو اتحاديې) جوړېدل او د اورګاډي سيستمونو پراختيا د المان د صنعتي پرمختګ او سياسي اتحاديې اصلي چلونکي وو. له ۱۸۳۴ ز کال څخه د “Kleindeutshland” الماني دولتونو د زياتېدونکي شمېر تر منځ د تعرفې خنډونه له منځه وړل شوي وو. په ۱۸۳۵ ز کال کې د هېواد د رېل لومړۍ پټلۍ د “Nuremberg” او “Furth” فرانکوني “Franconian” ښارونه سره وتړل. دا خورا بريالي ثابت شول، چې د ۱۸۴۹ ز لسيزه په ټولو الماني ايالتونو کې د اورګاډي پټلۍ وې. د ۱۸۴۵ او ۱۸۷۰ ز کالونو تر منمځ د رېل ۸۰۰۰ کېلو متره (۵۰۰۰ ميل) ليکه جوړه شوه او په ۱۸۵۰ ز کال کې المان د لېږد رالېږد خپل وسايل جوړول. د وخت په تېرېدلو سره نور الماني ايالتونه هم د ګمرکاتو له اتحاديې سره يو ځای شول او د خپلو رېل پټليو په نښلولو يې پيل وکړ، چې د هېواد له څنډو سره نښتل يې پيل کړل. د ازادې سوداګرۍ وده او په ټول جرمني کې د رېل نظام يا سيستم اقتصادي پرمختګ پياوړی کړ، چې د سيمه ييزو توليداتو لپاره يې نوي بازارونه پرانېستل، د منځنيو مديرانو ګډ شرکت يې جوړ کړ، د انجنيرانو، معمارانو او ماهر ماشين پوهانو تقاضا يې زيآته کړه او د ډبرو سکارو او اوسپنې برخو کې پانګونه وهڅوله. [۲۱]

يو بل عامل چې د المان صنعت يې پر مخ وېوړ، د پولي نظام يووالی و، چې په خپله برخه کې د سياسي يووالي په واسطه شونی شو. د Deutsche Mark” په نوم د پيسو يو نوی مسکوک (سکه ييز) سيستم په ۱۸۷۱ ز کال کې وړاندې شو، چې د سرو زوو په مرسته جوړ شوی و. که څه هم دا سيستم ځکه په  بشپړ ډول ونه کارول شو، چې د سپينو زرو سکو تر ۱۹۰۷ ز کال پورې خپل ارزښت وساته. [۲۲]

د ۱۸۷۰-۱۸۷۱ ز کالونو د فرانسې او پروس تر منځ جګړه کې د فرانسې پر درېيم ناپيليون باندې د د پروس او د هغې د متحدينو بريا په اروپا کې د فرانسې د واکمنۍ پای په نښه کړ او په ۱۸۷۱ ز کال کې د الماني سرتواکۍ د اعلان لامل شوه. د سترواکۍ رامنځته تګ په اصلي ډول اروپا .......... او صنعتي کېدونکي ملت د پام وړ او په منلي ډول زياتېدونکی اقتصادي او ديپلوماتيک شتون درلود. د فرانسوي اقتصاد د اصولو اغېز په المان کې مهم بنسټيز سمونونه رامنځته کړل، چې له ډلې يې د پراخه ځمکنيو مکليتونو پر پېر باندې د فيوډالانو د بنديزونو له منځه وړل، په ښارونو کې د اتحاديو يا د ګډو ګټو د ساتنې ټولنو د واک کمول او د نوي او يو څه زيات ګټور سوداګريز قانون پېژندګلوي يادولی شو. په دې ډول د سترواکۍ د اقتصاد په اړه سياسي پرېکړې لا هم زياتره د “rye and iron”’ د اتحاد له لورې اداره کېدې، چې د ختيځ پروسي الماني الاصله ځمکوال او د ختيځ د “Ruhr” د دروند صنعت ټولګه ده.[۲۳]

سياست او ټولنې ته په پام کې سره د ۱۸۸۱ او ۱۸۸۹ ز کالونو تر منځ لومړي وزير اوتو اون بسمارک “Otto von Bismarck” قوانين رامنځته کړل، چې ټولنيزه ډاډګيرنه يا بيمه يې برابره کړه او د کار کولو حالتونو ته يې وده ورکړه. نوموړي د نړۍ پينځم مرستندويه دولت رامنځته کړ. المان لومړنی هېواد و چې د نړيوالې روغتيايي پاملرنې، اجباري زده کړو، د ناروغۍ بيمې، د پېښې بيمې، د معلومليت بيمې او د تقاعد امتياز په ګډون يې د ټولنيزې بيمې خپرونې وړاندې کوي. د دې تر څنګ د دولت د نړيوالو زده کړو سياست په پايله کې المان د نړۍ په کچه د لوست لوړه کچه (۹۹٪) تر لاسه کړه، چې هېواد ته يې زيات انجنيران، کيمياپوهان، نظرپوهان، فابريکو لپاره په کار پوه کارکونکي، په کار پوه مديران، پوه بزګران او په کار پوه فوځي غړي او د شمېر د برخې اداره کوونکي وړاندې کړل. [۲۴]

المان د فولادو د توليد برخه کې په ۱۹۰۰ ز کال کې له برتانيې او متحده ايالتونو څخه مخکې شو. د دې هېواد اقتصادي حيرانونکې پېښه له ۱۸۵۰ ز کال کې له ۳۵ ميليون څخه په ۱۹۱۳ ز کال کې ۶۷ ميليون پورې د نفوس بې مخينې ودې له مخې هم پياوړی شو. په ۱۸۹۵ څخه تر ۱۹۰۷ ز کال پورې په ماشين جوړونې برخه کې د بوخت کارکوونکو شمېر دوه برابره او له نيم ميليون څخه يو ميليون څخه زيات ته لوړ شو. په ۱۹۱۰ ز کال کې يوازې ۴۰ المانيانو په کليوالي سيمو کې ژوند کاوه، چې دا د سترواکۍ په رامنځته تګ (زېږېدنه) کې له ٪۶۷ څخه ټيټه کچه ده. صنعت په ۱۹۱۳ ز کال کې د ناخالص کورني توليد ۶۰ سلنه جوړوله. الماني کيمياوي صنعت د نړۍ خورا پرمختللی صنعت شو او په ۱۹۱۴ ز کال کې دې هېواد د نړۍ نيمايي برېښنايي وسايل توليدول. [۲۵][۲۶]

سرچينې

سمول
  1. "Germany: Spend More At Home". imf.org. Archived from the original on 8 January 2018. نه اخيستل شوی 28 April 2018.
  2. Alfred Dupont CHANDLER, Takashi Hikino, Alfred D Chandler, Scale and Scope: The Dynamics of Industrial Capitalism 1990
  3. "Scale and Scope — Alfred D. Chandler, Jr. | Harvard University Press". Hup.harvard.edu. Archived from the original on 20 November 2014. نه اخيستل شوی 2014-08-13.
  4. Spicka 2007، م. 2.
  5. Anja Ettel (2 February 2015). "Warum Europa über Deutschlands Erfolg meckert" [Why Europe complains about Germany's success]. Die Welt (په جرمني). Archived from the original on 2 February 2015. نه اخيستل شوی 3 February 2015.
  6. "German current account surplus to hit record, world's largest in 2016: Ifo". CNBC. 2016-09-06. Archived from the original on 23 February 2017. نه اخيستل شوی 2017-02-22.
  7. "National economy & environment - Foreign trade - Federal Statistical Office (Destatis)". Archived from the original on 13 November 2015.
  8. Statistisches Bundesamt: Ranking of Germany's trading partners in foreign trade: 2014 Archived 21 September 2015 at the Wayback Machine., 22 October 2015
  9. Library of Congress – Federal Research Division (April 2015). "Country Profile: Germany" (PDF). p. 10. Archived from the original on 14 February 2006. نه اخيستل شوی 23 April 2015. Exports are responsible for one-third of total economic output, and at the prevailing dollar–euro exchange rate, no country exports more merchandise.
  10. "Germany's capital exports under the euro | vox". Voxeu.org. 2 August 2011. Archived from the original on 22 February 2014. نه اخيستل شوی 2014-08-13.
  11. Destatis. "CIA Factbook". Archived from the original on 2 May 2015. نه اخيستل شوی 23 April 2015.
  12. "What Germany offers the world". The Economist. 14 April 2012. Archived from the original on 28 April 2018. نه اخيستل شوی 28 April 2018.
  13. "How Does Germany do It?". Archived from the original on 2 September 2017. نه اخيستل شوی 2017-04-29.
  14. Burger, Bruno (15 January 2020). "Public Net Electricity Generation in Germany 2019" (PDF). ise.fraunhofer.de. Freiburg, Germany: Fraunhofer Institute for Solar Energy Systems ISE. نه اخيستل شوی 11 February 2020.
  15. Wind Power Archived 10 December 2006 at the Wayback Machine. Federal Ministry of Economics and Technology (Germany) Retrieved 30 November 2006.
  16. "Electricity production in the 2nd quarter of 2019: nearly half of the electricity supplied was produced from renewables". Destatis. Destatis. نه اخيستل شوی 4 November 2019.
  17. "Forbes Global 2000: Germany's Largest Companies". Forbes. Archived from the original on 8 April 2015. نه اخيستل شوی 2018-03-29.
  18. "trade shows in Germany, fairs Germany, trade fair Germany, trade show venue Germany". Archived from the original on 29 July 2014.
  19. "Trade fairs in Germany". German National Tourist Board. Archived from the original on 2 February 2014. نه اخيستل شوی 5 February 2014.
  20. Compare: Mitchell, Allan (2006). Great Train Race: Railways and the Franco-German Rivalry, 1815–1914. Berghahn Books. pp. 54–55. ISBN 9781845451363. There were until [1870] [...] only the beginnings of a nexus of technological innovation and economic growth, the erratic construction of a platform for what might later be justifiably termed a take-off in Germany. But there is little evidence within the given chronological framework for a full-blown notion of an Industrial Revolution [...].
  21. Richard Tilly, "Germany: 1815–1870" in Rondo Cameron, ed. Banking in the Early Stages of Industrialization: A Study in Comparative Economic History (Oxford University Press, 1967), pages 151-182
  22. "Germany's Strong Economic Growth After 1871 :: Papers". Archived from the original on 23 March 2015.
  23. Cornelius Torp, "The "Coalition of 'Rye and Iron'" under the Pressure of Globalization: A Reinterpretation of Germany's Political Economy before 1914," Central European History Sept 2010, Vol. 43 Issue 3, pp 401-427
  24. "Class and Politics in Germany, 1850 to 1900". Archived from the original on 23 April 2015.
  25. "Germany - history - geography". Archived from the original on 3 May 2015.
  26. "Archived copy" (PDF). Archived (PDF) from the original on 2 June 2016. نه اخيستل شوی 2015-02-02.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)