د اقلیمې بدلون اقتصادي اړخ
د اقلیمي بدلون اقتصاد د اقلیم د بدلون اقتصادي اړخونه بحث کوي، دا کولی شي هغه تګلارې رامنځته کړي چې حکومتونه یې د دغو بدلونونو په ځواب کې په پام کې نیسي. یو شمیر فکتورونه دغه اقلیمي بدلون او د اقلیم د بدلون سیاست ستونزمنوي، چې دا یو اوږدمهاله او نړیواله ستونزه ده چي ګټه او مصارف یې دواړه په غیر برابر ډول د هېوادونو په منځ کې وېشل شوي دي او د اقلیم د بدلون په اړه علمي اجماع او عامه نظر دواړه باید په پام کې ونیول شي.[۱]
د اقلیم د بدلون اغېزې ممکن د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، لکه د سمندر د سطحې لوړوالی چې د زرګونو کلونو لپاره به بېرته خپل لومړنې حالت ته ور نه شې. د اوږدې مودې وخت او ناڅرګندتیا د نړیوالې تودوخې سره تړاو لري او دا د دې لامل شوی چي شنونکي د راتلونکې چاپیریال ، ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو «سناریو» رامنځته کړي. دا سناریوګانې کولی شي، له حکومتونو سره د دوی د پریکړو احتمالي پایلو په پوهېدو کې مرسته وکړي.[۲][۳]
د اقلیم د بدلون په اغېزو کې ځینی موارد شامل دي، لکه: د ژویو تنوع له لاسه ورکول ، د سمندر د سطحې لوړوالی، د هوا د ځینو سختو پېښو د شمېر او شدت زیاتوالی او د سمندرونو تیزابي کېدل. اقتصاد پوهانو هڅه کړې چې د دغو اغېزو ارزښت په پیسو پیدا کړي، خو دا ارزونه کېدای شي جنجالي وي. د نړیوالې تودوخې په وړاندې دوه اصلي ځواب ویونکې تګلارې؛ یوه يې د شنو خونو ګازونو (GHG) اخراج را کمول چي په حقیقت کې د اقلیم د بدلون کمول دي او دویمه تګلاره، د نړیوالې تودوخې له اغېزو سره موافقت کول دي د بېلګې په توګه د سمندر د سطحې لوړېدو په ځواب کې د بندونو رامنځته کول دي.[۴][۵][۶]
د نړیوالې تودوخې د ناڅرګندتیا په وړاندې یو له ځوابونو نه د ترتیبي پرېکړو کولو ستراتیژي غوره کول دي. داستراتیژي په ګوته کوي، چې د نړیوالې تودوخې په اړه پریکړې ممکن په نیمګړو معلوماتو سره ترسره شي، خو دا پریکړې به احتمالي اوږدمهاله اغېزې ولري. حکومتونه کولی شي، د نړیوالې تودوخې په وړاندې د خپل غبرګون تګلاره د یوې برخې په توګه د خطر مدیریت وکاروي. د بېلګې په توګه: د خطر پر بنسټ چلند د اقلیم د اغېزو کمیتونو لپاره کارول کېدای شي، کوم چې په اقتصادي توګه یې اندازه کول ستونزمن دي، د نمونې په توګه: په سیمه ییزو خلکو باندې د نړیوالې تودوخې اغېزې.[۷][۸][۹]
وروستيمطالعات په ډاګه کوي چې د اقلیم د بدلون له امله اقتصادي زیانونه کم اټکل شوي او کېدای شي، دا سخته وي چي د خطري پېښو احتمال غیر معمولي وي. تمه کېږي چې کاربن لرونکي صنعتونه او پانګه اچوونکي به د پام وړ زیاتوالی تجربه کړي، چې د نړۍ په اقتصاد کې احتمالي اغېزې لري. د شنو خونو ګازونو او د نړۍ د تودوخې ورو ورو کمولو لپاره، مالي سیسټم او د نړۍ اقتصادونه باید سمون وکړي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
غلظت او تودوخې
سموللکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، د اقلیم د بدلون اغېزې په اتموسفیر کې د GHG د کلني اخراج په پرتله، د GHGs د غلظت له مخې ډېر ټاکل کېږي.[۲۲]
تودوخه
سمولپه اتموسفیر کې د GHG غلظت د اقلیم د حساسیت له مخې د نړیوالې منځنۍ تودوخې د بدلونونو سره تړاو لري. د راتلونکې نړیوالې تودوخې اټکلونه د اقلیم د حساسیت مختلف اټکلونو له خوا اغېزمن کېږي. د GHGs د اتموسفیر غلظت کې د ورکړل شوي زیاتوالي لپاره، د اقلیم حساسیت لوړ اټکلونه وړاندیز کوي چې په راتلونکې کې به ډېره تودوخه رامنځته شي، په داسې حال کې چې د اقلیم د حساسیت ټیټ اټکلونه وړاندیز کوي چې په راتلونکې کې به لږه تودوخه واقع شي. ټیټ ارزښتونه به د اقلیم د لږو او سختو اغېزو سره مطابقت ولري، په داسې حال کې چې لوړ ارزښتونه به له ډېرو او سختو اغېزو سره سمون ولري.[۲۳][۲۴][۲۵]
په ساینسي ادبیاتو کې ځینې وخت د اقلیم د حساسیت «غوره اټکل» یا په «احتمالي» ارزښتونو باندې تمرکز کېږي. په هرحال، د خطر مدیریت له نظره چي وروسته به بحث پرې وشي، له «احتمالي» کچو نه بهر ارزښتونه اړین دي، که څه هم دا ارزښتونه لږ احتمال لري. دوی د اقلیم له ډېرو سختواغېزو سره تړاو لري (د خطر احصایوي تعریف = د اغېزې احتمال × د اغېزې سختوالی). [۲۶]
شنونکو دا هم لیدلي دي چېد اقلیم د حساسیت په اړه ناڅرګندتیا د اقلیم بدلون اقتصادي اټکلونو باندي اغېزې کوي. د لګښت او ګټو تحلیل (CBA) نه د تګلارې لارښود کېدایشي ،د ګومارل شوې انګیرنې پر بنسټ خورا متفاوت وي. Hassler et al د یو لړ اټکلونو ازمېښت کولو لپاره د اړونده ارزونې ماډلینګ کاروي او هغه څه چې په حد کې پېښېږي.[۲۷][۲۸][۲۹]
اغېزې
سمولد اقلیمي بدلون اقتصادي اغېزې په جغرافیه کې توپیر لري او په سمه توګه اټکل کول يې ستونزمن دي. څیړونکو خبرداری ورکړی چې اوسنی اقتصادي ماډلینګ کېدای شي، د اقلیم د بدلون اغېزې ټولې په نظر کې نه وي نیولې او د نوي ماډلونو اړتیاوو ته اشاره کوي،چېد احتمالي زیانونو دقیق انځور وړاندې کړي.
نړیوال زیانونه د ۱۹۷۰ز لسیزې راهیسې د سختو موسمي پېښو له امله په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو لګښتونه څرګندوي. ټولنیز-اقتصادي عواملو د نړیوال زیانونو د لیدلو بهیر کې مرسته کړې لکه د نفوس وده او د شتمنۍ زیاتوالی. د ودې یوه برخه له سیمه ییزواقلیمي عواملو سره هم تړاو لري، دبېلګې په توګه: د اورښت او سیلابونو پېښو کې بدلون. دا ستونزمنه ده چې په لیدل شوي لړی باندې د ټولنیزو-اقتصادي فکتورونو او د اقلیم د بدلون نسبي اغېزې اندازه کړی.
د ۲۰۱۹ز کال ماډل کولو مطالعې وموندله چې، د اقلیم بدلون د نړیوالې اقتصادي نابرابرۍ سره مرسته کړې. په سړو سیمو کې بډایه هېوادونه د اقلیم له بدلون نه لږې اقتصادي اغېزې احساس کړي او یا یې احتمالي ګټه اخیستې، په داسې حال کې چې په ګرمو سیمو کې غریبو هېوادونو به خورا لږه وده کړې وه که چیرې نړیواله تودوخه رامنځته شوې نه وای.
د اقلیم د بدلون په وجه رامنځته شوې ټولې اقتصادي اغېزې اټکل کول ستونزمن کار دی، خو د تودوخې لوړو بدلونونو لپاره زیاتوالی راځي. یوې څېړنې وموندله چې د پېړۍ په پای کې په نړیوال ناخالص تولیدGDP کې ۳.۵ سلنه کمښت راځي، که چیري تودوخه له۳ درجو سانتي ګراد پورې محدوده وي. د اکسفورډ په اقتصاد کې د لوړ اخراج سناریو کې، تر ۲۰۵۰ز کال پورې د تودوخې ۲ درجې زیاتوالی به د نړۍ GDP له ۲.۵٪-۷.۵٪ را کم کړي. په دي حالت کې به تر ۲۱۰۰ز کال پورې د تودوخې درجه ۴ درجو ته لوړه شي، کوم چې کولی شي د نړۍ ناخالص تولید ۳۰سلنه په خورا بد حالت کې راټیټ کړي.
سرچينې
سمول- ↑ IPCC (2001), Watson, R. T.; the Core Writing Team (eds.), Climate Change 2001: Synthesis Report (PDF), Contribution of Working Groups I, II, and III to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change, Cambridge University Press, ISBN 978-0-521-80770-8 (pb: کينډۍ:ISBNT
- ↑ IPCC (2021). Masson-Delmotte, V.; et al. (eds.). Climate Change 2021: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge University Press (In Press).
- ↑ Webster, M.; et al. (December 2002), Report 95: Uncertainty Analysis of Climate Change and Policy Response (PDF), Cambridge MA, USA: Massachusetts Institute of Technology (MIT) Joint Program on the Science and Policy of Global Change, Joint Program Report Series, pp. 3–4, نه اخيستل شوی 20 January 2022
- ↑ Smith, J.B.; et al. (Mar 2009). "Assessing dangerous climate change through an update of the Intergovernmental Panel on Climate Change (IPCC) "reasons for concern"". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 106 (11): 4133–4137. Bibcode:2009PNAS..106.4133S. doi:10.1073/pnas.0812355106. ISSN 0027-8424. PMC 2648893. PMID 19251662.
- ↑ Ackerman, Frank; DeCanio, Stephen J.; Howarth, Richard B.; Sheeran, Kristen (August 2009). "Limitations of integrated assessment models of climate change" (PDF). Climatic Change. 95 (3–4): 297–315. doi:10.1007/s10584-009-9570-x. نه اخيستل شوی 21 January 2022.
- ↑ Davenport, Coral (5 April 2016). "Can Economies Rise as Emissions Fall? The Evidence Says Yes". The New York Times. نه اخيستل شوی 21 January 2022.
- ↑ Goldemberg, J.; et al., "1.3.2 Sequential decision making. In (book chapter) 1. Introduction: Scope of the assessment", IPCC SAR WG3 1996, p. 26 (32 of PDF)
- ↑ "Government publishes UK's Third Climate Change Risk Assessment". GOV.UK (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-01-22.
- ↑ Yohe, G.W. (May 2010). "Addressing Climate Change through a Risk Management Lens". In Gulledge, J.; Richardson, L. J.; Adkins, L.; Seidel, S. (eds.). Assessing the Benefits of Avoided Climate Change: Cost-Benefit Analysis and Beyond. Proceedings of Workshop on Assessing the Benefits of Avoided Climate Change, March 16–17, 2009 (PDF). Arlington, Virginia, USA: Pew Center on Global Climate Change. نه اخيستل شوی 18 January 2022.
- ↑ Yohe, G. W.; et al., "20.1 Introduction: setting the context. In (book chapter) 20: Perspectives on Climate Change and Sustainability", Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability, in IPCC AR4 WG2 2007
- ↑ Parry, M. L.; et al., "TS.5.4 Perspectives on climate change and sustainability. In (book chapter) Technical summary", Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability, in IPCC AR4 WG2 2007
- ↑ Sathaye, J.; et al., "12.3 Implications of mitigation choices for sustainable development goals. In (book chapter) 12. Sustainable Development and mitigation", Climate Change 2007: Mitigation of Climate Change, in IPCC AR4 WG3 2007
- ↑ Shindell D, Faluvegi G, Seltzer K, Shindell C (2018). "Quantified, Localized Health Benefits of Accelerated Carbon Dioxide Emissions Reductions". Nat Clim Change. 8 (4): 291–295. Bibcode:2018NatCC...8..291S. doi:10.1038/s41558-018-0108-y. PMC 5880221. PMID 29623109.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Shindell D, Faluvegi G, Seltzer K, Shindell C (2018). "Quantified, Localized Health Benefits of Accelerated Carbon Dioxide Emissions Reductions". Nat Clim Change. 8 (4): 291–295. Bibcode:2018NatCC...8..291S. doi:10.1038/s41558-018-0108-y. PMC 5880221. PMID 29623109.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Watts N, Amann M, Arnell N, Ayeb-Karlsson S, Belesova K, Boykoff M; et al. (2019). "The 2019 report of The Lancet Countdown on health and climate change: ensuring that the health of a child born today is not defined by a changing climate". Lancet. 394 (10211): 1836–1878. doi:10.1016/S0140-6736(19)32596-6. PMID 31733928. S2CID 207976337.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ DeFries, Ruth; Edenhofer, Ottmar; Halliday, Alex; Heal, Geoffrey; et al. (September 2019). The missing economic risks in assessments of climate change impacts (PDF) (Report). Grantham Research Institute on Climate Change and the Environment, London School of Economics and Political Science.
- ↑ Krogstrup, Signe; Oman, William (4 September 2019). Macroeconomic and Financial Policies for Climate Change Mitigation: A Review of the Literature (PDF) (Report). IMF working papers. doi:10.5089/9781513511955.001. ISBN 978-1-5135-1195-5. ISSN 1018-5941. S2CID 203245445.
- ↑ Watts, Jonathan; Kirk, Ashley; McIntyre, Niamh; Gutiérrez, Pablo; Kommenda, Niko. "Half world's fossil fuel assets could become worthless by 2036 in net zero transition". the Guardian (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-02-02.
- ↑ Brown, Eryn (30 September 2021). "Now is the time to prepare for the economic shocks of battling climate change". Knowable Magazine. doi:10.1146/knowable-093021-1. نه اخيستل شوی 21 January 2022.
- ↑ van der Ploeg, Frederick; Rezai, Armon (6 October 2020). "Stranded Assets in the Transition to a Carbon-Free Economy". Annual Review of Resource Economics. 12 (1): 281–298. doi:10.1146/annurev-resource-110519-040938. ISSN 1941-1340. نه اخيستل شوی 21 January 2022.
- ↑ Battiston, Stefano; Monasterolo, Irene; Riahi, Keywan; van Ruijven, Bas J. (28 May 2021). "Accounting for finance is key for climate mitigation pathways". Science. 372 (6545): 918–920. doi:10.1126/science.abf3877. نه اخيستل شوی 21 January 2022.
- ↑ Munasinghe, M.; et al. (1996). "5. Applicability of Techniques of Cost-Benefit Analysis to Climate Change". In Bruce, J. P.; et al. (eds.). Climate Change 1995: Economic and Social Dimensions of Climate Change. Contribution of Working Group III to the Second Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF). Cambridge, UK, and New York, N.Y.: Cambridge University Press. pp. 145–178. ISBN 978-0-521-56854-8.
- ↑ Stern, N. H. (2006). "Box 8.1 Likelihood of exceeding a temperature increase at equilibrium. In (book chapter) 8. The Challenge of Stabilisation" (PDF). Stern Review on the Economics of Climate Change (pre-publication edition). London, UK: HM Treasury.
- ↑ "What is 'climate sensitivity'?". Met Office (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-01-19.
- ↑ Schneider, S. H.; et al., "19.4.2.2 Scenario analysis and analysis of stabilisation targets. In (book chapter) 19. Assessing Key Vulnerabilities and the Risk from Climate Change", Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability, in IPCC AR4 WG2 2007, p. 801
- ↑ IPCC (2007), "Table SPM.1. In (book chapter) Summary for Policymakers" (PDF), in Core Writing Team; Pachauri, R.K; Reisinger, A. (eds.), Climate Change 2007: Synthesis Report, Contribution of Working Groups I, II and III to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change, Geneva, Switzerland: IPCC, p. 8, ISBN 978-92-9169-122-7, نه اخيستل شوی 2022-01-20
- ↑ Nordhaus, William (August 2018). "Projections and Uncertainties about Climate Change in an Era of Minimal Climate Policies". American Economic Journal: Economic Policy (په انګليسي). 10 (3): 333–360. doi:10.1257/pol.20170046. ISSN 1945-7731. نه اخيستل شوی 21 January 2022.
- ↑ Ekholm, Tommi (December 2018). "Climatic Cost-benefit Analysis Under Uncertainty and Learning on Climate Sensitivity and Damages" (PDF). Ecological Economics. 154: 99–106. doi:10.1016/j.ecolecon.2018.07.024. نه اخيستل شوی 21 January 2022.
- ↑ Hassler, John; Krusell, Per; Olovsson, Conny (2019). The consequences of uncertainty: Climate sensitivity and economic sensitivity to the climate. Sveriges Riksbank Working Paper Series, No. 369. Sveriges Riksbank. نه اخيستل شوی 21 January 2022.