د اقلیمي بدلون په اړه فردي اقدام

د اقلیمي بدلون په اړه فردي اقدام ښايي د غذايي رژیم، د اوږدو او لنډو سفرونو د وسایلو، په کورونو کې د انرژۍ د مصرف، د توکو او خدمتونو د استفادې او د کورنۍ د اندازې په څېر په ګڼو برخو کې شخصي انتخابونه راونغاړي. د دې تر څنګ افراد د اقلیمي بدلونونو د اړوندو ستونزو په اړه په ځايي او سیستمي ملاتړو پروګرامونو کې برخه اخیستی شي. له ۲۰۲۰ کال راهیسې د انتشار یا خپرښت بودیجې نامشخصې دي، خو د هر کس لپاره د کاربن د کلنۍ اړتیا هغه منځني اټکلونه چې تر ۲۱۰۰ کال پورې تر ۲ درجو پورې د نړیوالې تودوخې د محدودولو موخې ته په رسېدو کې اړین دي، ټول د کاربن ډای اکسایډ د معادلو ۵ ټنو تر نړیوال اوسط کم دي. او په کلني ډول ۱.۵ منځنۍ درجې ته د رسېدو لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲.۳ ټنه ته اړتیا ده. د اروپايي اتحادیې د اقليمي نظرپوښتنې ۶۶ سلنه ځوابوونکو ویلي چې اقلیمي بدلونونه به تر ۲۰۵۰ کال پورې یوه جدي اندېښنه وي.[۱][۲][۳][۴][۵]

ګڼو څېړنو ښودلې ده چې کله خلک په ځانګړي ډول هغه خلک چې په پرمختللو هېوادونو کې ژوند کوي، غواړي چې د کاربن کچه کمه کړي، څو مهم او اغېزناک اقدامات شته چې دوی یې کولای شي؛ په دې کې د جامو او الکتریکي محصولاتو اوږدمهالې استفاده، کورونو ته برېښنا رسونه، بدیلې کچې ته د تکثیر محدودول، له پرله‌پسې پروازونو او نفتي موټرونو څخه ډډه او یو نباتي غذايي رژیم خوړل د بېلګې په توګه یادولی شو. دا سپارښتنې د ژوند د ډول لپاره له نورو هغو معمولو سپارښتنو سره لوی توپیر لري چې تر ډېره یې اغېزې کمې دي یا کمې ګټورې ګڼل کېږي. خو ځینې نور څېړونکي وايي چې له حده ډېر استهلاک یا مصرف د نفوس تر ډېرېدو هم لوړ دی او له غوښو او لبنیاتي خوړو څخه ډډه د چاپېریالي اغېزونو د کمولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده.[۶][۷][۸]

د وړانديز شوي انفرادي هدف اندازه سمول

تر ۲۰۲۱ کال پورې تر ۱.۵ درجې تودوخې لاندې د پاتې کېدو د ۵۰-۵۰ چانس لپاره د کاربن پاتې بودیجه د ۲۰۲۰ کال د انتشار د کچې له مخې د کاربن ډای اکسایډ ۴۶۰ میلیارده ټنه یا ۲/۱۱+۱ ده. د ۲۰۱۰مې لسیزې په وروستیو کې د هر کس پر سر په کلني ډول د ګلخانه‌يي ګازونو نړیوال اوسط شاوخوا ۷ ټنه و چې ۰.۷ ټنه له کاربن ډای اکسایډ خپروونکو خوړو، ۱.۱ ټنه له کورونو او ۰.۸ ټنه له لېږد رالېږد یا ترانسپورت څخه و. په دې ډله کې شاوخوا ۵ ټنه واقعي کاربن ډای اکسایډ و. د پېړۍ تر پای پورې د ۱.۵ درجې تودوخې لپاره د پاریس د هوکړه‌لیک موخې ته د رسېدو لپاره اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هر کس کلنی کاربن ۲.۳ ټنه وي. تر ۲۰۲۰ کال پورې د هند اوسط کابو دغه موخه ترلاسه کړې ده، د فرانسې او چین اوسط ترې پورته دی او متحد ایالتونه او استرالیا بیا ډېر پورته تللي دي. د ګلخانه‌يي ګازونو سړي سر انتشار هم د هېوادونو تر منځ ډېر بېلابېل دی او د شتمنو خلکو د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار کچه لوړه ده. په ۲۰۱۵ کال کې د اکسفام راپور وښوده چې د نړۍ ۱۰ سلنه ډېر شتمن نفوس د نیمو ګلخانه‌يي ګازونو د انشتار مسؤول دی. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې ۵ سلنه ډېرو شتمنو خلکو له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د ګلخانه‌يي ګازونو د انشتار په وده کې شاوخوا ۴۰ سلنه برخه لرلې ده.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سفر او تګ راتګ سمول

د شخصي موټر د استفادې لپاره د بدیلونو په توګه ګڼ انتخابونه موجود دي، خو د شخصي نقلیه وسایلو استفاده ښايي د ځای او لاسرسي د دلایلو له مخې اړینه وي. د یوې نقلیه وسیلې د عمر د دوران ارزونه د موټر د تولید چاپېریالي اغېزې، د سون‌توکو مصرف او د موټر عاقبت یا برخه‌لیک ارزوي. دغه چاپېریالي اغېزې د نورو عواملو تر منځ د ګلخانه‌يي ګازونو په خپرښت یا انتشار، تولید شویو جامدو ضایعاتو او د انرژۍ د سرچینو په مصرف کې اندازه کولی شو. د داخلي احتراق د موتور لرونکو نقلیه وسایلو لپاره تر ټولو معمول بدیلونه الکټریکي نقلیه وسایل او هیبریډي-الکټریکي موټرونه دي. د برقي موټرونو د انتشار کچه تر نفتي موټرونو کمه ده. د شخصي نقلیه وسایلو د چلولو پر مهال د ککړتیاوو د کمولو لپاره ځینې نور انتخابونه د سفر مخکې پلانول دي تر څو یو لنډ مسیر په ډېرو کمو ترافیکو کې طی شي. که ترافیک یا ګڼه ګوڼه کمه وي او یو مسیر طی شي، دا چاره په تګ راتګ کې د وخت سپما ده او د کمو سون‌توکو د ضایع کېدو لامل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ګډ سفرونه یا له یو بل سره موټرونه شریکول هم د ترانسپورت یا لېږد رالېږد لپاره بدیل دی. ګډ سفرونه په واټونو کې د موټرونو شمېر را کموي او په پایله کې یې د ترافیکو کچه او د انرژۍ مصرف کمېږي. په ۲۰۰۹ کال کې یوې څېړنې اټکل وکړ چې که په هرو ۱۰۰ نقلیه وسایلو کې یوه وسیله یو اضافي کس ولېږدوي، دا چاره د ۷.۲ میلیونه ټنه ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار مخه نیسي. د اوبر او لیفټ په څېر د ګډو سفرونو خدمات [هغه خدمات دي چې د موټر مالک د خپل موټر خالي څوکۍ له نورو هم‌مسیره مسافرو سره شریکوي] د لېږد رالېږد لپاره مناسب انتخاب کېدای شي، خو د اندېښمنو ساینس پوهانو اتحادیه وايي چې د ګډو سفرونو خدمات دا مهال په منځني ډول د اقلیمي ککړتیا د ۶۹ سلنه ډېرېدو لامل کېږي. د هغه وخت او انرژۍ په ډېرېدو سره چې د ګډ سفر یو موټر چلوونکی یې د خپلو مشتریانو لپاره مصرفوي، ډېره ککړتیا رامنځته کوي. د دې تر څنګ په واټونو کې ګڼ نقلیه وسایل موجود وي چې خلکو له دې پرته عمومي نقلیه وسایل کارول، پلي تلل یا یې د بایسکېل په مرسته ځان رساوه. که د ګډو سفرونو خدمات د برقي نقلیه وسایلو او ګډو سفرونو په څېر ستراتيژۍ ډېرې کړي، په دې صورت کې د ګلخانه‌يي ګازونو انتشار کمولای شي. په ځینو ښارونو کې د ګډو سفرونو داسې خدمات موجود دي چې که مشتري نور انتخابونه ونه لري، یوې لنډمهالې نقلیه وسیلې ته لاسرسی لرلای شي.[۲۵][۲۶][۲۷]

پلی تګ او بایسکېلونه کم ګلخانه‌يي ګازونه خپروي او د عمومي ترانسپورت د چلولو لپاره یو ښه بدیل دی. د دې تر څنګ په ښاري چاپېریالونو کې د اشتراکي بایسکېلونو ګڼ خدمات موجود دي. یو شخص د یو څه وخت لپاره بایسکېل په کرایه نیولی شي چې دغه چاره د شخصي بایسکېل د پېریو مالي پېټی او اړوندې چاپېریالي اغېزې کموي.[۲۸][۲۹][۳۰]

د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د ځینو شتمنو هېوادونو د خلکو تر منځ د اقلیمي بدلونو اړوند پوهاوی اغېزناک و او له دې امله یې د سفرونو په برخه کې د خپل ژوند ډول بدل کړ.[۳۱]

په ۲۰۲۲ کال کې یوې نظرپوښتنې وښوده چې په اروپا کې ۳۳ سلنه هغه خلک چې نوی موټر اخلي، پټرولي یا ډیزلي موټر انتخابوي. د دغې نظرپوښتنې ۶۷ سلنه ځوابوونکو هیبریډي یا الکتریکي موټرونو ته اشاره کړې ده. په دقیق ډول مشخصه شوه چې برقي موټرونه یوازې ۲۸ سلنه اروپایانو ته غوره انتخاب دی او له همدې امله دغه ډول موټرونه تر ټولو کم کارېدونکي دي. ۳۹ سلنه اروپایان هیبریډي موټرونو ته ترجېح ورکوي، په داسې حال کې چې ۳۳ سلنه یې بیا پټرولي او ډيزلي موټرونه خوښوي.[۳۲][۳۳][۳۴]

له بل پلوه په چین کې ۴۴ سلنه موټر پېرونکي برقي موټرونه اخلي، ۳۸ سلنه امریکایان بیا هیبریډي موټرونه انتخابوي. ۳۳ سلنه یې پېټرولي او ګازي موټرونه غوره ګڼي او یوازې ۲۹ سلنه د برقي موټرونو په لټه کې دي.[۳۵][۳۶]

په اروپايي اتحادیه کې ۴۷ سلنه هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو څخه پورته دي، هیبریډي موټرونه پېري، په داسې حال کې چې ۳۱ سلنه ځوانان بیا هیبریډي موټرونه ښه انتخاب نه ګڼي. ۳۵ سلنه بیا ښه بولي چې پټرولي یا ډيزلي موټرونه واخلي او ۲۴ سلنه هم الکتریکي موټرونه تر هیبریډي موټرونو غوره بولي.[۳۷]

په اروپايي اتحادیه کې یوازې ۱۳ سلنه خلک داسې دي چې د هېڅ ډول نقلیې وسیلې د لرلو اراده نه لري.[۳۸]

سرچينې سمول

  1. "Carbon targets for your footprint". shrinkthatfootprint.com. 22 November 2012. مؤرشف من الأصل في ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Edenhofer, Ottmar; Pichs-Madruga, Ramón; et al. (2014). "Summary for Policymakers" (PDF). In IPCC (المحرر). Climate change 2014: mitigation of climate change. Contribution of Working Group III to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge, UK and New York, NY, USA: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-65481-5. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. "EDGAR - Fossil CO2 and GHG emissions of all world countries, 2019 report - European Commission". edgar.jrc.ec.europa.eu. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2020-05-20 باندې). Top 10 tips for combating climate change revealed. BBC.
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. (په 2021-11-05 باندې). COP26: Emissions of rich put climate goals at risk - study. BBC News.
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. (په 2020-03-16 باندې). The rich are to blame for climate change. BBC News.
  18. "World's richest 10% produce half of carbon emissions while poorest 3.5 billion account for just a tenth". 2 December 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په April 13, 2021 باندې). World's wealthiest 'at heart of climate problem'. BBC.
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Butt, Sarah; Shaw, Andrew (2009), "Pay More, Fly Less? Changing Attitudes to Air Travel", British Social Attitudes: The 25th Report, London: SAGE Publications Ltd, د کتاب پاڼي 129–154, doi:10.4135/9780857024350.n6, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84860-639-5, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "A global comparison of the life-cycle greenhouse gas emissions of combustion engine and electric passenger cars". International Council on Clean Transportation. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Anair, Don, Jeremy Martin, Maria Cecilia Pinto de Moura, and Joshua Goldman. 2020. Ride-Hailing’s Climate Risks: Steering a Growing Industry toward a Clean Transportation Future. Cambridge, MA: Union of Concerned Scientists.
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. "Is 'green' the new black?". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).