د افغانستان - چین پوله

نړیوال سرحد

د افغانستان او چین ترمنځ پوله ۹۲ کیلومتره (۵۷ مایله) اوږدوالی لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له هغې درې ګونې سرحدي نقطې څخه پیلېږي چې د پاکستان د ګلګت – بلتستان له فدرالي اداره کېدونکي قلمرو سره هم پوله لري او بیا د مستاغ لړۍ په اوږدو کې د خط الرس په امتداد دوام مومي او له تاجکستان سره په درې ګوني سرحدي نقطې پای ته رسېږي. دغه لنډه پوله د افغانستان په تر ټولو لرې شمال ختیځه برخه کې د واخان د اوږده او نازک کوریډور/دهلېز په پای کې موقعیت لري چې د دواړو هېوادونو له استوګنیزو او ښاري برخو څخه ډیره لرې ده. د دغې پولې چینايي اړخ ته د چالاچیګو دره موقعیت لري. دغه پوله په سوېل کې د واخجیر د کوتل او په شمال کې د تګرمانسو د کوتل په ګډون له څو نورو غرنیو کوتلونو تېرېږي.

د افغانستان - چین پوله سمول

د افغانستان او چین ترمنځ پوله ۹۲ کیلومتره (۵۷ مایله) اوږدوالی لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له هغې درې ګونې سرحدي نقطې څخه پیلېږي چې د پاکستان د ګلګت – بلتستان له فدرالي اداره کېدونکي قلمرو سره هم پوله لري او بیا د مستاغ لړۍ په اوږدو کې د خط الرس په امتداد دوام مومي او له تاجکستان سره په درې ګوني سرحدي نقطې پای ته رسېږي. دغه لنډه پوله د افغانستان په تر ټولو لرې شمال ختیځه برخه کې د واخان د اوږده او نازک کوریډور/دهلېز په پای کې موقعیت لري چې د دواړو هېوادونو له استوګنیزو او ښاري برخو څخه ډیره لرې ده. د دغې پولې چینايي اړخ ته د چالاچیګو دره موقعیت لري. دغه پوله په سوېل کې د واخجیر د کوتل او په شمال کې د تګرمانسو د کوتل په ګډون له څو نورو غرنیو کوتلونو تېرېږي. [۱]

د پولې دواړو خواوو ته محافظت کېدونکې سیمې شتون لري: د افغانستان په خوا کې د واخان ملي پارک، د واخان ولسوالۍ او د بدخشان ولایت او همدارنګه د چین په خوا کې د اویغور سین کیانګ د خود مختاره منطقې (Xinjiang Uygur Autonomous Region) د کاشغر ولایت (Kashgar Prefecture) په تاجیک تاشکورګان خودمختاره ښارګوټي (Taxkorgan Tajik Autonomous County) کې د تاشکورګان طبیعي زېرمه (Taxkorgan Nature Reserve).

دغه پوله له مهالیز پلوه (time zone) د بل هر ځای په پرتله له خپلو دواړو خواوو سره لوی مهالیز اختلاف لري؛ په داسې توګه چې د افغانستان د UTC+۴:۳۰ او د چین د UTC+۸:۰۰ وخت سره ۳.۵ ساعته توپېر لري. [۲]

تاریخچه سمول

دغه پوله د ورېښمو د لارې په مسیر کې موقعیت لري. باور دا دې چې مشهور چینايي بودايي زیارت کوونکی، شوان زانګ د ۶۴۹ زکال پر مهال بېرته چین ته په همدغه لار تللی. [۳]

د افغانستان او چین ترمنځ پوله په ۱۸۹۵ زکال کې د سترې لوبې (the Great Game) د برخې په توګه د بریتانیا او روسیې ترمنځ د هوکړې پر بنسټ رامنځته شوه، په داسې حال کې چې چین او افغانستان تر ۱۹۶۳ زکال پورې د دغې پولې پر سر هوکړې ته وه نه رسېدل. د افغانستان پاچاهۍ او د چین د خلکو جمهوریت په ۱۹۶۳ زکال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي پوله وټاکله. [۴][۵][۶]

باور دا دې چې په وروستیو وختونو کې د واخجیر د کوتل له لارې په ډېره لږ کچه د نشه یي توکو د قاچاق د مسیر په توګه ګټنه شوې او پر مټ یې د افغانستان تریاک چین ته لېږدول شوي. په ۲۰۰۰مه لسیزه کې افغانستان څو ځله له چین څخه وغوښتل چې د واخان دهلېز/کوریډور د اقتصادي یا سوداګریز تګ راتګ په موخه خلاص او له دغې لارې څخه د طالب یاغیانو سره د مبارزې په برخه کې د ځای نیونکي تدارکاتي مسیر په توګه ګټنه وشي. ورته مهال چین تر ډېره بریده په خپل لرې پراته لویدیځ ایالت سین کیانګ کې چې د واخان له کوریډور سره پوله لري؛ د نارامیو له امله دغو غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړ. د ۲۰۰۹ زکال په ډسمبر میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې متحده ایالاتو له چین څخه غوښتي دغه دهلېز پرانېزي. [۷][۸][۹][۱۰]

له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې د کاشغر سیمه ییز حکومت د اقتصادي موخو لپاره څو ځله د دې وړاندیزونه او پلانونه وړاندې کړل چې د تګرمانسو کوتل د یو رسمي بندر په توګه پرانیستل شي. خو لا هم دغه چاره نه ده ترسره شوې. [۱۱][۱۲]

له پولې څخه د تېرېدو نقطې سمول

له تاریخي پلوه د دواړو لورو ترمنځ د تګ راتګ اصلي لاره د واخجیر کوتل و. د واخجیر له کوتل څخه د وریښمو د لارې له مهاله، لږ تر لږه د یوې زریزې لپاره ګټنه شوې. د واخجیر له کوتل سربېره د تګرمانسو کوتل هم د دغې پولې په اوږدو کې شتون لري چې د کوچني پامیر په لرې ختیځه څنډه کې موقعیت لري.

دغه کوتلونه اوس مهال تړلی دي ځکه چې په چینايي اړخ کې د چالاچیګو دره د لیدونکو پر مخ تړلې ده؛ ورته مهال یوازې د سیمې اوسېدونکي او چوپانان په کې د ګرځېدو اجازه لري.

سرچينې سمول

  1. Thomas L. Hughes (14 January 1964). "The Afghanistan - China Boundary Settlement" (PDF). Bureau of Intelligence and Research. د کتاب پاڼي 1, 4. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱ – عبر CIA. The new boundary, 57 miles long,{...}and reaches Peak Kokrash Kol (called Peak Povalo Shveikovski on the Afghan map) with a height of 5,698 meters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bill Bostock (27 June 2019). "Afghanistan shares a tiny 46-mile border with China — here's the intriguing story of how the 2 countries became neighbors". Insider Inc. – عبر CIA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stein, M. Aurel (1903-06-30). "Exploration in Chinese Turkestan". United States Congressional Serial Set. العدد 748. Washington, D.C.: Smithsonian Institution. د کتاب پاڼې 752. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite wikisource
  5. 全国人民代表大会常务委员会关于签订中华人民共和国和阿富汗王国边界条约的决议 (په چينايي ژبه کي). National People's Congress. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Office of the Geographer (1969-05-01). "International Boundary Study - Afghanistan – China Boundary" (PDF). web.archive.org. Bureau of Intelligence and Research. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ جنوري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۷. The Afghanistan–China boundary agreement, signed on November 22, 1963, was the fifth of these boundaries treaties initiated by the Chinese communists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. South Asia Analysis Group: Paper No. 3579, 31 December 2009 Archived June 13, 2010, at the Wayback Machine.
  8. Afghanistan tells China to open Wakhan corridor route. The Hindu. June 11, 2009 Archived January 8, 2011, at the Wayback Machine.
  9. China mulls Afghan border request. BBC News Online. June 12, 2009
  10. "Afghanistan border crossings". Caravanistan. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۷. It is mostly used as a low-intensity drug-smuggling corridor to bring opium to China during the summer. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "新疆对外开放口岸一览表". china.com.cn (په چينايي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. 国别:阿富汗 口岸名称:托克满苏 开放时间:未定 说明:规划开放口岸(98年) Country: Afghanistan, Name of port: Tegermansu, Opening date: Undecided, Notes: Planning to open the port (1998) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. 喀什地区发展和改革委员会 (Kashgar Region Development and Reform Committee) (2016-03-17). "喀什地区国民经济和社会发展第十三个五年" [Kashgar Regional Economic and Social Development 13th Five-Year Plan (2016-2020)]. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. 推进新建中国-阿富汗托克满苏陆路口岸、中国-巴基斯坦铁路口岸、中国-塔吉克斯坦铁路口岸。改善现有口岸通关条件。 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)