د افغانستان – پاکستان ترمنځ سرحدي دیوال
د افغانستان – پاکستان ترمنځ سرحدي دیوال هغه اغزن سیمي دیوال ته نغوته کوي چې پاکستان یې د ۲۰۱۷ زکال له مارچ میاشتې راهیسې له افغانستان سره د خپلې پولې په اوږدو کې جوړوي. پاکستان ادعا کړې چې دغه دیوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نږدې ۲۶۷۰ کیلومتره په اوږدوالي نړیوالې پولې پر سر د ترهګرۍ او د وسلو او نشه یي توکو له قاچاق څخه د مخینوي او همدارنګه د کډوالو، ناقانونه کډوالۍ او ناقانونه تګ راتګ څخه د مخنیوي په موخه جوړوي. [۱]
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دغه فرضي پوله کې پنځه رسمي بندرونه شتون لري. ورته مهال یوازې د دغې پولې په شمال لویدیځه برخه کې ۴۰۰ پوستې شتون لري چې امنیتي کمرې، د څارنې برجونه او همدارنګه د تګ راتګ تشخیص کوونکي ۸۰۰ وسایل لري. دغه موانع او نور اقدامات د پولې دواړو خواوو ته د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو د آزادانه تګ راتګ څخه د مخنیوي په موخه طراحي شوي څو هغوی ونشي کولای د پولې په دواړو خواوو کې د بریدونو د طرح کولو او ترسره کولو وروسته وتښتي. په داسې حال کې چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ډلې ادعا کوي چې له یو بل څخه جلا دي، خو د افغان طالبانو مشران لا هم په پاکستان کې د افغان کډوالو په کمپونو کې فعالیت کوي ورته مهال د پاکستاني چارواکو په ادعا پاکستاني طالبانو له خپلو افغان سیالانو سره یوځای د یو مشترک شبه نظامي سیسټم په جوړولو له هغوی سره خپلې چارې همغږي کوي او د پاکستاني لوري د تعقیب څخه د خلاصون په موخه د پاکستانی طالبانو مشران په افغانستان کې پټېږي. [۲]
د دیوال جوړولو لومړني پلانونه
سمولد ۲۰۰۵ زکال په سپټمبر میاشت کې پاکستان اعلان وکړ چې غواړي د ۲۴۰۰ کیلومتره (۱۵۰۰ مایله) په اوږدوالي د افغانستان سره په پوله کې اغزن سیمي دیوال جوړ کړي څو د یاغیانو او د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو د تګ راتګ مخه ونیسي. د دغو استحکاماتو او موانعو د جوړولو له لومړنۍ طرحې څخه متحده ایالاتو په ۲۰۰۵ زکال کې ملاتړ وکړ. د پاکستان د پوځ پخواني ویاند تورن جنرال شوکت سلطان وویل چې دغه چاره په پاکستان کې د ترهګرو د نفوذ څخه د مخنیوي لپاره اړینه ده. د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف بیا وروسته وړاندیز وکړ چې په پوله کې دې ماینونه هم خښ کړای شي. [۳][۴][۵][۶]
د دیوال جوړولو او په پوله کې د ماینونو د خښولو طرحه بیاځلي په ۲۰۰۷ زکال او له دې وروسته په ۲۰۰۹ زکال کې په پام کې ونیول شوه، خو په بشپړه توګه پلې نه شوه. ورته مهال د پولې په ټاکل شوو برخو کې د ۳۵ کیلومتره (۲۲ مایله) په اوږدوالي سیمي دیوال جوړ شو، خو د بودیجې د کمښت له امله یې پراختیا ور نه کړای شوه. د ۲۰۱۱ زکال په جون میاشت کې د پاکستاني پوځ ویاند اطهر عباس وویل: «موږ د پولې په اوږدو کې شاوخوا ۳۵ کیلومتره دیوال جوړ کړی، ځکه چې موږ د وسله والو له دوامداره بریدونه سره مخ و. د دغه دیوال په جوړلو کې ایساف ځواکونه او افغان دولت هم شامل و، خو هغوی له دغه چارې لاس واخیست. دا یوه ډېره لګښتمنه پروژه وه». د مشرف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له خوا د افغانستان او پاکستان په پوله په رسمي بندرونو کې د بایومتریک سیسټم فعال کړای شو، خو افغانستان له دغه سیسټم سره مخالفت وکړ. له همدې امله یاد بایومتریکي سیسټم لاس نه خوړلی پاتې شو او تر اوسه هم ترې ګټنه نه کېږي.[۷][۸][۹]
د افغان اړخ مخالفت
سمولپه پوله کې د استحکاماتو او دیوال جوړولو او همدارنګه د ماینونو د خښولو طرحه د ۲۰۰۶ زکال د ډسمبر په ۲۶مه بیاځلي نوې شوه، خو افغان دولت له هغو سره مخالفت وکړ او څرګنده یې کړه چې «دغه چاره د قبایلي وګړو د تګ راتګ پر وړاندې محدودیتونه رامنځته کوي». د دیوال له جوړېدو سره د افغانستان شدید مخالفت لامل وګرځېد چې د ۲۰۰۷ زکال به اپریل میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ د انګورو اډې په ساحه کې سرحدي شخړه رامنځته شي چې له امله یې پاکستاني لوري د راکټونو ویشتلو ته مخه کړه. د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل په لومړۍ نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعتراض وکړ او د دې اړوند یې خپله «شدیده انېښنه» څرګنده کړه. همدارنګه یې دغه چارې «په ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغانستان او پاکستان په پوله د پاکستان د پوځ یو اړخیز ودانیز اقدامات وبلل».[۱۰][۱۱][۱۲]
په افغانستان کې د افغانستان اکثریت وګړي د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مشروعه پوله نه بولي، ځکه چې دغه پوله د پولې دواړو خواوو ته استوګنې پښتنې قبیلې له یو بله سره ویشي او همدارنګه دغه پوله د بریتانوي هند او د افغانستان د دولت ترمنځ د ټاکلي مهال لپاره د پولې په توګه ټاکل شوې وه؛ له همدې امله دوی باوري دي چې د دغه ډول فزیکي موانعو نصب د خلکو ترمنځ بې اتفاقي راولي او پاکستان هڅه کوي په دې سره دغه پوله دایمي کړي. [۱۳][۱۴]
د ودانیزو چارو پرمختګ او د خندقونو ویستل
سمولد ۲۰۱۶ زکال په جون میاشت کې له دریو کلونو ودانیزو چارو وروسته د ۱۱۰۰ کیلومتره (۶۸۰ مایله) په اوږدوالي خندق د افغانستان او د پاکستان د بلوچستان ایالت ترمنځ د پولې په اوږدو کې وویستل شو څو د پولې له سم مدیریت څخه ډاډ ترلاسه شي. د دغه خندق لومړنۍ چارې تر ډېره د پاکستان د ملیشه ځواکونو له خوا ترسره شوې. د دغه خندق د ویستو موخه د پولې د امنیت زیاتوالی او همدارنګه د پاکستان هغو سرحدي ځواکونو ته د شرایطو مساعدول و چې د پولې په اوږدو کې یې ګزمې کولې او په دې سره یې د نشه یي توکو د قاچاق، د وسله والو، قاچاقچیانو او د افغان ملکي وګړو او کډوالو د ناقانونه تګ راتګ په ګډون د نورو ناقانونه لارو چارو مخه نیوله. د دغو چارو د ترسره کولو قرارداد د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دریو شرکتونو ته ورکړل شو چې د کار د ترسره کولو په موخه یې بشري قوه او لازم تجهیزات برابرول. دغه خندق د ۴ مترو (۱۳ فوټه) په ژوروالي او د ۵ مترو (۱۶ فوټه) په پلنوالي طرح شوی، چې باید د ټولې پولې په اوږدو کې جوړ شي. [۱۵][۱۶][۱۷]
د ۲۰۱۹ زکال تر جنوري میاشتې پورې د دغې پولې په اوږدو کې د ۹۰۰ کیلومترو په اوږدوالي خندق او نور استحکامات جوړ شول. د پولې په اوږدو کې اغزن سیمي دیوال هم د ۲۰۲۲ زکال د جنوري تر ۵مې نېټې پورې شاوخوا ۹۴٪ جوړ شو. له دې سره د ۲۰۲۲ زکال د جنوري په ۲۱مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د دغه دیوال یوازې ۲۰ کیلومتره برخه پاتې ده. د ۲۰۲۳ زکال تر اپرېل میاشتې پورې ۹۸ سلنه دیوال او ۸۵ سلنه د هغو استحکامات بشپړ شوي دي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
اټکل شوی چې د دغې پروژې لګښت به په ټولیزه توګه ۵۳۲ میلیون ډالرو ته ورسېږي. [۲۲]
سرچينې
سمول- ↑ "Pakistan-Afghanistan border fence, a step in the right direction". Al Jazeera. 25 February 2021. بياځلي په 7 January 2022.
- ↑ Peshimam, Gibran Naiyyar (2021-09-02). "At an Afghanistan border crossing, people face uncertainty and a long wait". Reuters (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-24.
- ↑ "US backs Pakistani-Afghan border fence". The Guardian. 14 September 2005. خوندي شوی له اصلي څخه په 2014-07-29. بياځلي په July 25, 2014.
- ↑ "Afghanistan-Pakistan: Focus on bilateral border dispute". IRIN. 30 October 2003. خوندي شوی له اصلي څخه په 2014-04-03. بياځلي په July 25, 2014.
- ↑ "Pakistan doing all it can in terror war - Musharraf". Turkish weekly. February 28, 2006. خوندي شوی له the original on 2006-10-09. بياځلي په 2006-12-03.
WASHINGTON (Reuters) - Pakistani President Pervez Musharraf said on Monday his country was doing all it could in the U.S.-led war against terrorism and offered to fence and mine its border with Afghanistan to stem Taliban infiltration. "I have been telling Karzai and the United States, 'Let us fence the border and let us mine it.' Today I say it again. Let us mine their entire border. Let us fence it. It's not difficult", Musharraf said, referring to Afghan President Hamid Karzai.
- ↑ Plett, Barbara (March 1, 2006). "Musharraf interview: Full transcript". BBC News. بياځلي په 2006-12-03.
Now the other thing that I've said: if he thinks everyone is crossing from here, I've been saying let us fence the border and let us also mine the border. We are experts at mining, they should mine the border on their side. We will fence it on our side. If that is all right I am for it, so that they are not allowed to go across at all. And then let us see what is happening in Afghanistan. Why don't they agree to this, I've said this openly many times before, they don't do it, for whatever are their reasons. I know how effective the fence, the Indian fence which is about 1,800 kilometres, and they are fencing the Kashmir mountains also, it is so difficult. Why are they doing that, are they mad, they are spending billions of rupees. Because it is effective. Let's fence this border so that this blame game is killed once for ever.
- ↑ "Pakistan to mine, fence Afghan border". The Nation. June 24, 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-06-19. بياځلي په July 25, 2014.
- ↑ "Plan to fence, mine Afghan border". The Nation. June 23, 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-09-24. بياځلي په July 25, 2014.
- ↑ Shah, Syed Ali (13 September 2014). "Trench dug at Pak-Afghan border to stop infiltration of terrorists". Dawn. بياځلي په 13 September 2014.
- ↑ "Pakistan to mine and fence Afghan border". Financial Times. December 27, 2006. بياځلي په July 25, 2014.[مړه لينکونه]
- ↑ "Clash erupts between Afghan, Pakistani forces over border fence". Monsters and Critics. April 20, 2007. خوندي شوی له the original on January 23, 2013. بياځلي په July 25, 2014.
- ↑ "Afghanistan protests Pakistan's border 'construction, physical reinforcement'". The Express Tribune. April 1, 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 2014-08-08. بياځلي په July 25, 2014.
- ↑ "Karzai Orders Removal Of Pakistani Border Gate". Radio Free Europe/Radio Liberty. 13 April 2013. بياځلي په 24 August 2014.
- ↑ "Pakistan progress on Afghan fence". BBC. 10 May 2007. بياځلي په 24 August 2014.
- ↑ Qaiser Butt (June 20, 2016). "1,100km trench built alongside Pak-Afghan border in Balochistan". The Express Tribune. بياځلي په June 21, 2016.
- ↑ "Cross-border movement: Ditch along Pak-Afghan border to cost Rs14 billion". The Express Tribune. January 3, 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-01-03. بياځلي په January 3, 2015.
- ↑ Shah, Syed Ali (13 September 2014). "Trench dug at Pak-Afghan border to stop infiltration of terrorists". Dawn. بياځلي په 13 September 2014.
- ↑ "'Trump-style wall': Pakistan building wall on Afghan border". Al Jazeera. 29 January 2019. بياځلي په January 30, 2019.
- ↑ "Pakistan-Afghanistan Border internationally recognized; fencing to be completed at all costs: DG ISPR". Associated Press of Pakistan. 5 January 2022. بياځلي په 5 January 2022.
- ↑ "2680kms fencing along Pak-Afghan border completed, Sh Rashid tells Senate". 21 January 2022.
- ↑ "Six takeaways from ISPR DG's maiden presser". www.geo.tv (in انګليسي). بياځلي په 2023-04-25.
- ↑ Dilawar, Ismail; Haider, Kamran (1 November 2017). "The Fence Driving a Wedge Between Pakistan and Afghanistan". Bloomberg. بياځلي په 6 November 2017.