د افغانستان هنر

د افغانستان له هنر څخه پېړۍ تېرې شوې دي. د ګندهارا هنری دوره یې یوه له خورا مهمو دوروڅخه ده چې د لومړۍ او اوومې پیړیو ترمینځ د ګریکو - بودایی هنر پراختیا د. د اسلام  د سپېڅلي دین په راتګ سره، افغانستان د اوږدې مودې لپاره د فارس د دولتونو برخه وه او هنر یې تر ډېره بریده د فارسي او په عمومي توګه د اسلامي هنر یوه مهمه برخه وه.

له ۱۹۰۰ مو لسیزو راهیسې، ملت په هنر کې د لویدیځو تخنیکونو کارول پیل کړل. په ډېری رسنیو کې د افغانستان هنر نږدې په ټول ټال کې د نارینه وو له خوا ترسره شوی، په هر حالت مېرمنې د رسنیو په نورو برخو کې په پراخه کچه ښکېلې وې، خو په دې وروستیو کې مېرمنې د کابل پوهنتون د هنرونو برنامو ته ننوتې. په مرکزي کچه هنر د افغانستان په موزیم، د افغانستان په ملی ګالرۍ او په کابل کې د افغانستان په ملی ارشیف کې ځای لری. د هېواد په کچه د ګوتو په شمېر هنری ښوونځی شته دي. په کابل کې د معاصرو هنرونو مرکز (CCAAA) د معاصرې نقاشي د زده کړو فرصت برابروي. په وروستیو لسیزو کې جنګ او په قصدی توګه شخصی دښمنیو د افغانستان د هنری میراث ډېره برخه ویجاړه کړې ده.

اوسپنیز کار "د اوسپنې صنعت" سمول

له شل زره او شپږسوه (۲۰۶۰۰.) څخه د ډېرو سرو زرو ګاڼو ټولګه چې ځینې د برینجو په دورې پورې تړلي دي، د ۱۹۷۰ مې ز لسیزې په وروستیو کې په افغانستان کې وموندل شوې. د باختری خزانې په نامه یادې شوې سیکې، آمېلونه او نورې ګاڼې د جوزجان ولایت په شبرغان کې د ځمکې لاندې په خاورو کې موندل شوې دی. هغه اوس د امریکا او اروپا په موزیمونو کې اېښودل شوې دی، چې شاوخوا (۲۰۰-۴۰۰ کاله مخکې له تاریخ «قبل المیلاد) څخه شتون لری، یو ناڅاپه له پولې اخوا د اکسس سیند ته مخامخ وموندل شوه.   [۱]

د یونان بودایی هنر سمول

له تاریخ وړاندې (۱۲۵او۲۵۰) کلونو کې افغانستان، د یونانو - باختري سلطنت اصلي سیمه او د څلورمې پیړۍ څخه تر اوومې پیړۍ پورې د یوناني بودایي هنر یو مهم مرکز و، کوم چې دا د اسلامي فتحې په پایله کې وتړل شو. د افغانستان د هدا (Hadda, ) د لرغون پېژندنې پاڼه کې ډېر آثار موندل شوي دي. په بامیانو کې د بودا مجسمې د شپږمې پېړۍ بودایی دورې د ګندهارا هنر يوه ښه بېلګه ده. کوم چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو له خوا ویجاړ شول.[۲]

د فعالیت هنر سمول

بوز- باز د موسیقۍ د لوبتکو یوه نمایشی  (د نندارې)  بڼه ده چې په افغانستان کې موندل شوې. نانځک لوبوونکي د مار خور مریونیټ markhor marionette د لوبتکې هغه لاس خوړلې یا اړول شوې بڼه ده چې دمبوره غږوی. 

ښکلی هنرونه سمول

د طالبانو په دوره کې د افغانستان ښکلی هنرونه، د هنرونو د ښوونکو له خوا د سنایی په هنری ښوونځي کې خوندی ساتل شوی وو. ښوونکو به تر ډېره بریده "غیر اسلامی" نقاشۍ د طالبانو له لوری د ښوونځی د لیدنې کتنې په مهال له طالبانو پټولې. نورو هنرمندانو بیا د تیلو په نقاشیو باندې د اوبو رنګ کاراوه، ترڅو د نقاشی شویو څیزونو مخونه او عکسونه پټ کړي، کوم چې د طالبانو له خوا یې د ښکاره کېدو اجازه نه وه. له ۲۰۰۲ ز کال راهیسې، د افغانستان د ښکلو هنرونو ښوونکی انځورګران توانیدلي چې په مرکزي آسیا او اروپا کې ډېری نور نندارتونونه ترسره کړي. د دوی د تیلو او اوبو رنګونه ډېری وختونه په ریښتنې بڼه کې موندل کیږي، ځکه چې دا هغه څه دي چې ډېری افغانان یې خوښوي. د هغه وخت یو له مشهورو هنرمندانو څخه سکین نوقود و.[۳]

عصری هنر سمول

په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته معاصر هنر په افغانستان کې بیا را ژوندی شو. د ۲۰۰۹ ز کال په پیل کې، د هنر لپاره نړیوالې مرستې د متحده ایالاتو او اروپا څخه افغانستان ته راغلې. په ۲۰۱۲ ز کال کې، کابل مېشتی هنر مند امان مجیدی په کابل کې د ۲۰۱۲ ز کال کې مستند نندارتون جوړ کړ چې د  ۱۳ افغان هنرمندانو آثار یې نندارې ته وړاندې کړل، د ده په کار کې بریښنایی عکاسی، په ټوکر نقاشی، رنګینې نقاشۍ، فلم جوړونه او ګډې رسنۍ شاملې وې. [۴]

دهنرمندانو غورځنګ"ArtLords" د شاوخوا 45 افغان هنرمندانو یوه ډله ده چې د افغانستان په 19 ولایتونو کې یې دېوالونه انځور کړي دي. د۲۰۱۴ ز کال په پیل کې، تر۲۰۱۹ از  کال پورې، دوی له ۲۰۰۰ ز کال څخه ډېر د ۳په ۵ او ۶په ۱۸ مترو په کچه دېوالونه رنګ کړي.[۵][۶][۷]

سرچينې سمول

  1. "Afghanistan: Hidden Treasures from the National Museum, Kabul" Archived February 8, 2005, at the Wayback Machine.
  2. "See image". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Afghanistan Art History Archived January 5, 2012, at the Wayback Machine.,
  4. Gerner, Martin (28 June 2012). "Solutions Don't Always Come from Elsewhere". Qantara.de. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. (په 2020-07-15 باندې). Artlords, not warlords – how Kabul's artists battle for the streets. The Guardian.
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. (په 2021-02-18 باندې). When walls disappear. The Hindu.