د افغانستان ملي شورا

د افغانستان ملي شورا (په انګریزي ژبه: Mili Shura؛ په دري ژبه: شورای ملی) چې د افغانستان د پارلمان او په لنډه بڼه د افغان پارلمان په نوم هم پېژندل کېږي له ۱۹۳۱ زکال څخه تر ۲۰۲۱ زکال پورې د افغانستان د سلطنتي، جمهوري، کمونېستي او دیموکراتیک نظامونو پر مهال د افغانستان مقننه قوه وه چې دوه جرګې یې لرلې:

  • مشرانو جرګه (Meshrano Jirga): د ۱۰۲ څوکیو په لرلو سره سنا جرګه؛
  • ولسي جرګه (Wolesi Jirga) یا د استازو جرګه: د ۲۵۰ څوکیو په لرلو د عوامو جرګه.

د افغانستان د ۲۰۰۴ زکال د اساسي قانون د پنځم فصل پر بنسټ، «د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي شورا د ستر تقنیني ارګان په توګه د خلکو د ارادې ښکارندویه ده او د ټول ملت نمایندګي کوي. د شورا هر غړی د رایې د ورکړې په وخت کې د افغانستان د ټولو خلکو عمومي مصلحتونه او سترې ګټې د خپل قضاومت محور ټاکي».[۱]

د افغانستان ملي شورا له ۱۹۹۲ زکال څخه تر ۲۰۰۵ زکال پورې په دغه هېواد کې د روانو جګړو له امله وتړل شوه، چې بیاځلي د طالبانو د لومړني رژیم له سقوط وروسته په ۲۰۰۵ زکال کې جوړه شوه. د ۲۰۲۱ زکال د اګست میاشتې په ۱۵مه نېټه هغه مهال چې طالبانو د هېواد واګې یوځل بیا خپلې کړې، ملي شورا یې منحل کړه او د قانون جوړونې واکونه یې خپلې رهبرۍ شورا ته وسپارل. طالبانو د ۲۰۲۲ زکال په مۍ میاشت کې د خپل حکومت لپاره په لومړنۍ ملي بودیجه کې د ملي شورا په ګډون د افغانستان د پخواني جمهوري دولت یو شمېر نورو بنسټونو ته بودیجه ځانګړې نه کړه. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز سرپرست انعام الله سمنګاني وویل چې د مالي ستونزو له امله یې یوازې فعالو ادارو ته په بودیجه کې برخه ورکړې او له بودیجې څخه ویستل شوې نور ادارې منحل دي، خو زیاته یې کړه چې که چېرې «اړتیا رامنځته شي» هغه به بېرته فعالې کړي. [۲][۳]

د ملي شورا دندې سمول

د قوانینو او تقنیني فرمانونو تصویب، تعدیل یا لغو کول؛ د ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي او ټکنالوژیکي پراختیايي پروګرامونو تصویب؛ د دولتي بودیجې تصویب او د پور اخیستو یا ورکولو اجازه؛ د اداري واحدونو جوړول، تعدیل او یا لغو کول؛ د دولتونو ترمنځ د هوکړو او بین المللي میثاقونو تصدیق او یا له هغو څخه د افغانستان بېلول او د افغانستان په اساسي قانون کې نور مندرج واکونه.

ولسي جرګه (د خلکو د استازو جرګه) سمول

د افغانستان ولسي جرګې ۲۵۰ څوکۍ لرلې چې ټول غړي یې د خلکو په مستقیمه رایه ټاکل کېدل. په دغه جرګه کې د ښځو لپاره ۶۸ څوکۍ ځانګړې شوې وې، په داسې حال کې چې ۱۷ یې وتوانېدې د بریا لپاره په کافي کچه رایې ترلاسه کړي. هر ولایت د خپلو وګړو د شمېر په تناسب په ولسي جرګه کې استازي لرل. ورته مهال د ولسي جرګې غړي د آزادو او مستقیمو رایو پر بنسټ د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېدل.

د قانون له مخې د ولسي جرګې لپاره نوماند باید لاندې شرایط رعایت کړي:

  • لږ تر لږه ۲۵ کاله عمر ولري؛
  • د افغانستان تبعه وي؛
  • د رایې ورکوونکي په توګه یې ځان ثبت کړي وي؛
  • یوازې د یوه ولایت په استازولۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي؛
  • د نوم ثبتونې ۱۵۰۰۰ افغانۍ (شاوخوا ۳۰۰ امریکايي ډالر) فیس ورکړي او هغه مهال بېرته ورکول کېږي چې شاوخوا ۳ سلنه رایې خپلې کړي؛
  • دوی باید د نوماندۍ له فورمې سره یوځای د رایو ورکوونکو د ۵۰۰ کارتونو کاپیانې هم وړاندې کړي چې ښيي دغه کسان ورڅخه ملاتړ کوي.

سربېره پر دې هېڅ یو نوماند باید په بشريت ضد جرایمو تورن نه وي.

مشرانو جرګه (سنا جرګه) سمول

مشرانو جرګه د انتصابي او انتخابي غړو له ترکیب څخه جوړېږي چې په ټولیز ډول یې د غړو شمېر ۱۰۲ تنه کېږي. ۶۸ غړي یې له ۳۴ ولایتي شورا ګانو غوره کېږي او ۳۴ تنه نور یې ولسمشر ټاکي.

هره ولایتي شورا په جرګه کې د خدمت په موخه یو غړی (۳۴ غړي) او د هر ولایت د ولسوالیو شورا هم یو غړی (۳۴ غړي) مشرانو جرګې ته ټاکي. په دغه جرګه کې د ولایتي شورا ګانو استازي د څلور کلنې او د ولسوالیو د شورا ګانو استازي د درې کلنې دورې په ترڅ کې خدمت کوي.

د قانون له مخې د مشرانو جرګې لپاره نوماند باید لاندې شرایط رعایت کړي:

  • لږ تر لږه ۳۵ کاله عمر ولري؛
  • د افغانستان تبعه وي.

سربېره پر دې هېڅ یو نوماند باید په بشريت ضد جرایمو تورن نه وي. [۴]

د ملي شورا نوې وادنۍ سمول

د ملي شورا ودانۍ د دارلمان مشهورې ماڼۍ ته څېرمه د کابل په سویل لویدیځې برخې دارالامان کې موقعیت لري، چېرې چې ګڼ شمېر نورې مهمې دولتي ادارې هم شتون لري. د ملي شورا دغه ودانۍ د افغانستان په بیارغونه کې د هند د همکاریو د برخې په توګه د هند له خوا جوړه شوه چې په ۲۰۱۵ زکال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي افتتاح کړه. په ۲۰۲۱ زکال کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د افغانستان د وروستۍ ملي شورا غړو د ۲۰۱۹ زکال د اپرېل په ۲۶مه د ولسمشر اشرف غني پر وړاندې لوړه وکړه. [۵][۶][۷][۸][۹]

د ملي شورا د دغې نوې ودانۍ د بنسټ ډبره په ۲۰۰۵ زکال کې د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه له خوا د ولسمشر حامد کرزي او د هند د لومړي وزیر منموهن سنګ په حضور کې کېښودل شوه. د دغې پروژې د اجرا مسئولیت د هند ټولګټو وزارت پر غاړه اخیستی و او د هغو د ودانیزو چارو قرارداد یې په ۲۰۰۸ زکال کې یوه هندي ودانیز شرکت ته وسپاره. د دغې ودانۍ ودانیزې چارې د درالامان سیمې په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې پیل شوې چې ورته څېرمه دوه نورو تاریخي ودانیو؛ د دارالامان ماڼۍ او تاج بېک ماڼۍ موقعیت درلود. [۱۰][۱۱][۱۲]

په پام کې وه چې د ۲۲۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د دغې ودانۍ ودانیزې چارې د ۳۶ میاشتو په ترڅ کې تر ۲۰۱۲ زکال پورې بشپړې شي، خو د ستونزمنو کاري شرایطو، د باتجربه کاري قوې د کمښت او امنیتي ستونزو له امله وځنډېدې. په دغه ودانۍ کې له ۵۰۰ څخه زیاتو کارکوونکو کار کاوه چې ډېری یې هندي وګړي و. د دغې ودانۍ اصلي جاذبه د دغې ودانۍ برنزي ګنبزي ده چې ۳۲ متره سور او ۱۷.۵ متره لوړوالی لري او د آسیا تر ټولو لویه ګنبزي ګڼل کېږي. لویه ګنبزي یې د غونډو عمومي سالون پوښي په داسې حال کې چې کوچنۍ یې بیا دخولي سالون ته اړوند ده. د ودانۍ مخې ته د نهو فوراو لرونکی د اوبو حوض شتون لري. د ودانۍ دننه هم یوه ۲۰ فوټي فواره شتون لري چې د هند له اودایپور ښار څخه د واردو شوو شنو مرمر ډبرو څخه جوړه شوې ده. [۱۳]

دغه ودانۍ د ۲۰۱۵ زکال د ډسمبر په ۲۵ مه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي له خوا چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و؛ افتتاح شوه. ولسمشر غني په یوه ټویټ کې ولیکل: «کابل ته د لومړي وزیر مودي د راتګ هرکلی کوم. له دې امله چې موږ په زرګونو غوټو له یو بل سره تړلي یو، هند او افغانستان کومې معرفي ته اړتیا نلري... موږ تل په ښو او بدو وختونو کې د یو بل په خوا کې درېدلي یو. [۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. "Chapter Five – The National Assembly". afghan-web.com. 2004. د اصلي آرشيف څخه پر October 28, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 17 May 2022 باندې). The Taliban Dissolves the Human Rights Commission and Five Other Key Departments, Declaring them "Unnecessary". The Khaama Press Agency.
  3. (په 14 September 2021 باندې). Fate of Afghanistan's National Assembly Unclear. TOLOnews.
  4. "The Afghanistan Embassy - the Parliament". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Cite video
  6. (په July 12, 2015 باندې). $220 million new Afghan parliament to be inaugurated in 5 months. Khaama Press
  7. "PM Narendra Modi, Ashraf Ghani inaugurate new parliament building in Kabul". India. December 25, 2015. د لاسرسي‌نېټه February 1, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Ghani Inaugurates Afghanistan's Parliament | TOLOnews". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "After Delays, Afghan President Inaugurates New Parliament - The New York Times". www.nytimes.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Siddharth Varadarajan, المحرر (August 30, 2005). "Democracy not the preserve of the West: Karzai". The Hindu. د اصلي آرشيف څخه پر November 23, 2005 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "MEA | Photo Features : Photos". mea.gov.in. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په July 12, 2015 باندې). $220 million new Afghan parliament to be inaugurated in 5 months. Khaama Press
  13. کينډۍ:Cite video
  14. . Modi inaugurates new Afghan Parliament built by India in Kabul.
  15. کينډۍ:Cite video