د افغانستان لنډمهالې اداره
د افغانستان لنډمهالې اداره (AIA) چې د افغانستان د لنډمهالې واکمنۍ په نوم هم پېژندل کېږي، د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وورسته د افغانستان لومړۍ اداره وه، او د 2001ز کال د ديسمبر د مياشتې له دوه ويشتمې نېټې څخه د 2002ز کال د جولای تر ديارلسمې نېټې د دې هېواد تر ټولو لوړ مقام و.
مخينه
سمولد يوولسم سپتمبر له بريدونو وروسته، متحده ايالاتو د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوال جنګ د يوې برخې به توګه، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د نسکورولو لپاره د تلپاتې ازادۍ عمليات پيل کړل. پر افغانستان د بريد له پيليدو سملاسي وروسته، ملګرو متلونو د المان په بون ښار کې د يو نړيوال کانفرانس سرپرستي وکړه چې د طالبانو ضد افغان مشران هم پکې وو، تر څو د افغانستان دولت بېرته جوړ کړي او يو لنډمهالی حکومت رامنځ ته کړي.
د بون تړون په افغانستان کې يوه انتقالي اداره جوړه کړه، کومه چې د 2001ز کال د ديسمبر په دوه ويشمته نېټه د واک د رسمي لېږد پر بنسټ جوړېده. انتقالي واک به له انتقالي ادارې، د افغانستان له يوې سترې محکمې او د بېړنۍ لويې جرګې (لويه جرګه) د راغوښتلو لپاره د يو خپلواک ځانګړي کميسيون څخه جوړه وي. بېړنۍ لويه جرګه بايد د AIA له جوړېدو وروسته په شپږو مياشتږو کې تر سره شوې وای، چې هغې به يوه انتقالي اداره جوړوله کومې به چې د لنډمهالې ادارې ځای نيو. د افغانستان لنډمهالي اداره چې د لنډمهالې واکمنۍ تر ټولو مهمه برخه وه، له يو رئيس، پنځو مرستيالو مشرانو او څلورويشتو نورو غړيو جوړه وه، چې هر يو به د لنډمهالې ادارې يو ډيپارټمنټ په واک کې درلود. همدا راز پرېکړه شوې وه چې حامد کرزی به د لنډمهالې ادارې رئيس وي. [۱]
په 2002ز کال کې د لويې جرګې له پای ته رسېدو وروسته، انتقالي ادارې د لنډمهالې ادارې ځای ونيو.
تاريخ
سمولد بون مذاکرات
سمولد بون کنفرانس کې د طالبانو مخالفو اړخونو څلورو پلاوو ګډون کړی و: شمالي اتحاد يا جبهه متحد اسلامي؛ د قبرص ډله، کومه چې په تبعيد کې ميشته ډله وه او له ايران سره يې اړيکې درلودې؛ د روم ډله، چې پخواني پاچا محمد ظاهرشاه ته وفاداره وه، او دا ډله هم په روم کې په تبعېد کې اوسېده او ناستې ته حاضره نه شته، او د پېښور ډله، چې تر ډېره بريده په پاکستان کې له بهر ميشتو افغانانو جوړه وه. د کنفرانس پر مهال د افغانستان نيمه برخه د شمالي اتحاد په لاس کې وه، چې کابل هم پکې شامل و، چېرته چې برهان الدين رباني ولسمشريزه ماڼۍ نېولې وه او ويل يې چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هر ډول خبرې بايد د هېواد په داخل کې تر سره شي.[۲]
په دې اړوند ډېر بحث وشو چې د لنډمهالي حکومت مشري به څوک کوي. رباني نه غوښتل چې د بون کنفرانس دې د لنډمهالي حکومت لپاره د نومونو په اړه پرېکړه وکړي، خو د متحده ايالاتو او روسيې له فشارونو وروسته د شمالي اتحاد پلاوي، چې ځوان مشر يونس قانوني يې مشري کوله، پرېکړه وکړه چې د خبرو لپاره ولاړ شي، که رباني يې ملاتړ وکړي، که يې ونه کړي.[۳]
د کانفرانس په پيل کې داسې برېښېده چې پاچا ظاهر شاه زیات ملاتړ درلود، خو شمالي اتحاد يې مخالفت کاوه. د کانفرانس تر وروستۍ ورځې پورې، يوازې دوه نوماندان پاتې شول: حامد کرزی، چاته چې متحده ايالاتو د عمل وړ نوماند په توګه تبلیغات کول، او عبدالستار سيرت، د چا نوم چې د روم د ډلې له خوا وړانديز شوی و. د بون کنفرانس موافقه وکړه چې کرزی به د لنډمهالې ادارې مشري کوي.[۴]
د کابينې جوړول
سمولکله چې کرزی د لنډمهالې ادارې د رئيس په توګه وټاکل شو، نوموړي دېرش کسيزه کابینه جوړه کړه. شمالي اتحاد د لنډمهالې کابينې نږدې نيمايي منصبونه تر لاسه کړل، او د روم د ډلې غړيو ته اته منصبونه ورکړل شول. په دوی کې د شخصي مليشې لرونکي جنګسالاران هم شامل وو. د لنډمهالې ادارې تر ټولو زیات د يادولو وړ غړيو کې درې تنه هر يو یونس قانوني، محمد فهيم او عبدالله عبدالله، شامل وو، چې د شمالي اتحاد درې تر تولو ډېر مشهور مشران دي. افغانستان د 1990ز لسيزې له لومړيو راهيسې د سخت وېش او ډلبندۍ په حالت کې و؛ کرزي په کابينه کې د درې سترو توکميزو ډلو سره او د هغوی په استازولۍ سره په کار کولو هڅه وکړه چې هېواد متحد کړي. د بيلا بيلو جنګسالارانو شموليت (او په لوړو ولايتي منصبونو ټاکلو) په افغانستان کې نظريات سره ووېشل، خو ډېرو دې ته د کرزي له خوا د داسې یوې هڅې په سترګه کتل، تر څو د لا زياتو شخړو د مخنیوي په موخه، له طالبانو وروسته افغانستان کې هر څوک شامل کړي.[۵][۶][۷]
د ادارې د واک پر مهال، د يو شمېر جنګسالارانو تر منځ نښتې منځ ته راغلې، د يادولو وړ يې د افغانستان په شمال کې د عبدالرشيد دوستم او عطاء محمد نور د پلويانو تر منځ توکميزې نښتې دي، (د دوی مخالفت تر شا او خوا 2003ز کال پورې وران و)، او د پکتيا او خوست په ولايتونو کې د پاچاخان ځدراڼ د مليشو او تاج محمد وردګ په ګډون د هغه د سيالانو تر منځ ګوندي نښتې وې. په کابل کې د کرزي ادارې په هغو سيمو کې تل ځواک نه درلود، چېرته چې جنګسالاران سره جنګېدل.[۸][۹][۱۰][۱۱]
د افغانستان د لنډمهالې ادارې جوړښت
سموللنډمهالي وزيران[۱۲] | |||
د لنډمهالې ادارې منصب | نوم | قوميت | يادونې |
رئيس | حامد کرزی | پښتون | په پاکستان کې په تبعيد کې خپلواک پښتون قومي مشر |
مرستيال مشر او د دفاع وزير | محمد فهيم | تاجيک | د جبهه متحد اسلامي د دفاع وزير |
مرستيال مشر او د ښځو چارو مسئوله | سيما ثمر | هزاره | د شهداء سازمان او په کويټه کې د شهداء کلینيک بنسټګره د روم ډله |
مرستيال مشر او د پلان وزير | محمد محقق | هزاره | جنګسالار په جبهه متحد اسلامي کې د حزب وحد اسلامي مردم افغانستان لپاره د طالبانو پر ضد جنګيدونکی جنګسالار |
مرستيال مشر او د اوبو او انرژۍ وزير | محمد شاکر کارګر | ازبک | جبهه متحد اسلامي |
مرستيال مشر او د ماليې وزير | هدايت امين ارسلا | پښتون | په 90ز لسيزه کې د افغانسان اسلامي دولت د بهرنيو چارو وزير. د روم ډله |
د بهرنيو چارو وزير | عبدالله عبدالله | تاجيک | د جبهه متحد اسلامي د بهرنيو چارو وزیر |
کورنیو چارو وزير | يونس قانوني | تاجيک | د جبهه متحد اسلامي د کورنيو چارو وزير |
د مخابراتو وزير | عبدالرحيم | تاجيک | جبهه متحد اسلامي |
سرحدونو وزير | امان الله زدراڼ | پښتون | د طالبانو يو مشر، چې د امريکا له بريد وروسته له هغوی جلا شو، د روم ډله |
کډوالو چارو وزير | عنايت الله نظري | تاجيک | جبهه متحد اسلامي |
کوچنیو صنعتونو وزير | محمد عارف نورزی | پښتون | جبهه متحد اسلامي |
د کانونو او صنعت وزير | محمد عالم رزم | ازبک | جبهه متحد اسلامي |
روغتيا وزير | سهيلا صديق | پښتون | د 1970 او 1980ز لسيزو په اوږدو کې د پاچا ظاهر شاه او کمونستي حکومتونو پر مهال حکومتي کارمنده وه. خپلواکه |
سوداګرۍ وزير | سيد مصطفی کاظمي | هزاره | د جبهه متحد اسلامي وياند او مشر |
کرنې وزير | سید حسين انوري | هزاره | د متحده اسلامي جبهه کې د حرکت اسلامي ګوند اعلی پوځي قوماندان |
عدليې وزير | عبدالرحيم کریمي | ازبک | جبهه متحد اسلامي |
اطلاعاتو او کلتور وزير | سيد مخدوم رهين | تاجيک | شاعر او ليکوال، د روم ډله |
بيا رغونې وزير | محمد امين فرهنګ[۱۳][۱۴] | تاجيک[۱۵] | د روم ډله |
حج او مسجدونو وزير | محمد حنيف بلخي | تاجيک | خپلواک |
ښار جوړولو چارو وزير | عبدالقدير | پښتون | په جبهه متحد اسلامي کې یو مشر د حزب اسلامي خالص ډله |
ټولګټو چارو وزير | عبدالخالق فضل | پښتون | د روم ډله |
اوبه خور وزير | منګل حسين | پښتون | د حزب اسلامي ګلبدين پخوانی جنګسالار، د پېښور ډله |
د شهيدانو او معلولينو وزير | عبدالله وردک | پښتون | Leader in the United National Front for the Islamic Union for the Liberation of Afghanistan
د افغانستان د ازادۍ لپاره اسلامي اتحاد له خوا په ملي متحد محاذ کې یو مشر |
لوړو زده کړو وزير | شريف فيضي | تاجيک | جبهه متحد اسلامي |
ملکي هوايي چلند او ګرځندوی وزير | عبدالرحيم | تاجيک | د جبهه متحد اسلامي یو غړی، خو د پخواني پاچا ظاهر شاه ملاتړ يې وکړ او د روم د ډلې غړی شو |
کار او ټولنيزو چارو وزير | ميرويس صادق | تاجيک | د بانفوذه جنګسالار اسماعيل خان زوی، جبهه متحد اسلامي |
د ترانسپورت وزير | سلطان حميد سلطان | هزاره | |
پوهنې وزير | رسول امين | پښتون | د ملي اسلامي محاذ غړی او د روم ډلې څخه. |
کليوالې پراختيا وزير | عبدالمالک انور | تاجيک | جبهه متحد اسلامي |
سرچينې
سمول- ↑ "Bonn Agreement". afghangovernment.com.
- ↑ https://www.pbs.org/wgbh/pages/frontline/shows/campaign/withus/cbonn.html Filling the Vacuum: The Bonn Conferen Frontline
- ↑ https://www.pbs.org/wgbh/pages/frontline/shows/campaign/withus/cbonn.html Filling the Vacuum: The Bonn Conferen Frontline
- ↑ https://www.pbs.org/wgbh/pages/frontline/shows/campaign/withus/cbonn.html Filling the Vacuum: The Bonn Conferen Frontline
- ↑ Oliver, Mark (5 December 2001). "The new Afghan administration". The Guardian.
- ↑ Bezhan, Frud. "Remembering Karzai". Radiofreeeurope/Radioliberty.
- ↑ Dipali Mukhopadhyay (August 2009). "Warlords As Bureaucrats: The Afghan Experience" (PDF). carnegieendowment.org. نه اخيستل شوی 31 March 2023.
- ↑ McCarthy, Rory (3 March 2002). "Warlords' tanks roll over peace". The Guardian.
- ↑ Burns, John F. (31 January 2002). "A NATION CHALLENGED: WARLORDS; Fighting Erupts in Afghan City as Warlords Compete for Power". The New York Times.
- ↑ Burns, John F. (19 February 2002). "A NATION CHALLENGED: THE FIGHTING; in a Shift, U.S. Uses Airstrikes to Help Kabul". The New York Times.
- ↑ "Brothers in arms". The Economist. 8 August 2002.
- ↑ Thomas H. Johnson (فبروري 2006). "The Prospects for Post-Conflict Afghanistan: A Call of the Sirens to the Country's Troubled Past". Vol. V, no. 2. Strategic Insights. Archived from the original on 1 March 2009. نه اخيستل شوی 29 June 2009.
- ↑ "Ex-Minister Gets Year in Prison, $864K Fine". TOLOnews. نه اخيستل شوی 31 March 2023.
- ↑ "Ex-minister Farhang sentenced to one year in jail". 23 February 2021.
- ↑ "Database". www.afghan-bios.info. نه اخيستل شوی 31 March 2023.