د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز

د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز يو ټولنيز نادولتي ارگان دى چې د ۱۳۸۹ کال د زمري په پنځمه نېټه د افغانستان د اساسي قانون د درېيمې مادې له مخې له عدليې وزارت سره په (۱۹۸۷) گڼه ثبت شوی دى. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز په هېواد کې د ژباړې د تخصصي کولو، د ژباړې له لارې په هېواد کې د وړتياوو د لوړولو او د هېواد د ژبو د بډاينې او د ژباړې په گډون په بېلابېلو برخو کې د څېړنې په سترو او کلي موخو په کابل کې د يوې ځوانې ډلې لخوا جوړ شو. دغې ډلې له ۱۳۸۳ کال راهيسې په بېلابېلو برخو کې د نړۍ له بډايو ژبو څخه د هيواد رسمي ژبو ته گڼ کتابونه، مقالې او بېلابېل توکي ژباړلي چې په پاى كې ورته له حکومت سره په رسمي بڼه د ثبتېدو او رسمي کار زمينه برابره شوه. د افغانستان د ژباړې او څېړنې د مرکز په مشرتابه کې هغه ژورنالستان او ليكوالان کار کوي چې ډېره موده د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ټولنې د انځورگرانو په توگه پاتې شوي او د ټولنې له نږدې او کره مطالعې وروسته يې د نادودو د پاى ته رسولو او د سوکالۍ او پرمختگ د غوړېدو په موخه قلم او ټينگ گام اوچت کړى. په مرکز کې د همېشنيو کارکونکو تر څنگ دهېواد پياوړي ليكوالان د ژبو په کتنه او معياري متنونو کې د مرکز کارونه د ځانگړي جوړښت له مخې له نږدې څاري او دا چاره ددې لامل شوې چې د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز ژباړل شوي توکي په کره او معياري ژبه د هېوادوالو د اړتياوو د پوره کولو لپاره وړاندې کړي. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د ژباړې په گډون په بېلابېلو برخو کې د څېړنې او څېړنيزو رپوټونو د برابرولو، د مقالو د خپرولو، مرکو او سندونو د وړاندې کولو لړۍ هم پيل کړې چې د څېړنو په لاسته راوړنو کې يې په بېلابېلو برخو کې ليکل شوي او ټولنې ته وړاندې شوي کتابونه د يادولو وړ دي. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مركز د خپل هغه ځانگړي جوړښت له مخې چې د هېواد شرايطو ته په کتو سره يې رامنځته کړى خپلې چارې په داسې ډول مخ ته وړي چې د هېواد له پياوړو ژباړنانو څخه په داسې توگه کار واخلي چې هغوى هم وکولاى شي له دغه مرکز سره همکاري وکړي چې د مرکز د دغه راز ژباړنانو او ليکوالانو د غړو شمېر لسگونو ته رسېږي.

لرليد سمول

د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د هېوادوالو لپاره د بډايو علمي زېرمو شتون، د معياري ژبې وده، د پرمخ يون لپاره د وړتياوو رامنځته کول او په خپلو پښو درېدو ته د هېواد چمتو کول، د مسوليت منونکې واکوالۍ را منځته کېدو ته لاره هوارول، د خپل بډاى کلتور ساتل او د عمومي پوهاوي د کچې لوړوالى د خپلو هيلو په توگه يادوي.

موخې سمول

  • د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز په هېواد کې د وړتياوو د روزنې او د عامه پوهاوي لپاره د ژباړې او څېړنې اړتيا ته په کتو سره، د علمي زېرمو بډاينې، د پرمختللې او سوکاله ټولنې په لور گام اوچتولو او نوو تجربو رالېږدولو ته د کار د لومړيتوب په توگه وکتل.
  • د ژباړې او څېړنې مرکز د ژباړې مهمې علمي او کلتوري برخې ته د پام جلبول او د دې مهمې برخې د اړتيا پر اهميت ټينگار کوي.
  • مرکز د زده کړه نيزو موسسو لپاره په بېلابېلو برخو کې د نوو او اړينو عملي سرچينو را ژباړل او د مطالعاتو او څېړنې له لارې د دې برخې بډاينې ته ځان ژمن گڼي.
  • مرکز په هېواد کې د ژباړې د معياري کولو او د دې مهمې څانگې په اړه د تخصصي معلوماتو برابرول او په دې برخه کې د پراخو څېړنو ترسره کول له خپلو سترو موخو بولي.
  • د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د خپلو ژباړو او څېړنو له لارې د علمي او کلتوري بډاينو په موخه د خپرنيو او رسنيو له لارې عمومي پوهاوي ته هم د ورځپاڼې، وېب پاڼې او نورو رسنيو فعالول خپله موخه بولي.
  • د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز هڅه کوي چې د هېواد ژبو ته د را ژباړل کېدونکو توکو معيار په چټکه لوړ او اغېز يې زيات کړي.
  • مرکز نړيوالو ژونديو ژبو ته د افغانستان له رسمي ژبو څخه د افغانانو د هويت، تاريخ، لاسته راوړنو او ژوند په اړه د مهمو کتابونو او توکو ژباړل او د هغوى معرفي کول په چاريزو لومړيتوبونو کې شماري.
  • مرکز په عمومي سويه په هېواد کې د دولتي او نادولتي ادارو په گډون په کلي ډول هڅه کوي چې ژباړنان وهڅوي او د شونتيا په صورت کې د دوى لپاره غونډې او سيمينارونه پيل کړي.
  • مرکز غواړي د دولتي او نادولتي څېړنيزو مرکزونو لپاره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د قانون په چوکاټ کې معلومات برابر او يا هم وژباړي.
  • مرکز غواړي په مدرن ډول نوې ډکشنري چمتو او له بېلابېلو لارو د ژباړې د آسانتيا په برخه کې علمي او عملي گامونه اوچت کړي.
  • د افغانستان د ژباړې او څېړنې مركز په بېلابېلو برخو كې د څېړنو تر څنگ د ټولنيزو خدمتونو د ښه والي او اقتصادي پوهې د لوړولو لپاره هم ځانگړې موخه لري چې په اوږدمهال كې به دا كار په هېواد كې د يوې پياوړې، مشهورې او د اقتصاد په برخه كې د تخصصي ورځپاڼې په بڼه پيل شي.
  • مرکز په پام کې لري چې د شونتيا په صورت کې د ژباړې په برخه کې د اغېزمنو او تلپاتې خدمتونو په موخه د نيمه لوړو زده کړو يوه موسسه هم په رسمي ډول فعاله او وچلوي.

عمومي ژمنې سمول

  • په هر ډول حالاتو او هر ډول شونتياوو کې په غوڅنده توگه ټولو اسلامي او ملي پولو ته
  • د اسلام د مبارک دين په رڼا کې په بېلابېلو برخو کې فکر کولو ته د خلکو د لاسرسي د زمينې برابرولو ته
  • د ژبنيو او قومي مسايلو او اختلافونو له منځه وړلوته
  • په بېلابېلو برخو کې په تېره بيا ژباړه کې د وړتياوو لوړولو ته
  • او د افغانستان د ژباړې او څېړنې د مرکز ټولو په گوته شوو موخو او لرليد ته

جوړښت سمول

د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز خپلې چارې په دوه ډوله پر مخ وړي، لومړى هغه کارکونکي دي چې يواځې په مرکز کې کار کوي او د مرکز چارې پر مخ وړي. دا کارکونکي د مرکز عمومي مشر، د مرکز اجرايوي مشر، د انگليسي ژبې د ژباړې د څانگې مسول، د عربي ژبې د ژباړې د څانگې مسول، د متن اوډونکي او اېډېټران، د وېب پاڼې مسلکي کارکونکي، راپورټران، ليكوالان او تخنيکي کارکونکي دي. بله ډله هغه ليكوالان او ژباړنان دي چې دوى په مرکز کې د نيم مهاله يا پارټ ټايم په توگه کار کوي، دوى ژباړې او څېړنې په خپل ټاکلي وخت کې له مرکز سره شريکوي، او د مرکز له پياوړي ملاتړ څخه برخمن دي. په ټول هېواد کې غړي او همکار ملگري چې دوى د بېلابيلو موضوعاتو په اړه د ژباړې او څېړنې مرکز ته معلومات را استوي او د مرکز لخوا هم خلکو ته د بېلابيلو شونتياوو له لارې رسول کېږي. د ژباړې او څېړنې مرکز، له عربي ژبې څخه دوه ټول مهاله يا فول ټايم ژباړنان لري او در ى کسان هم د نيم مهالي سيستم له مخې کار کوي. د انگليسي ژبې په برخه کې درى ټول مهاله او پنځه نيم مهاله غړي لري. د څېړنې په برخه کې يو ليکوال ټول مهاله او لس کسان هم په مرکز او ولايتونو کې د نيم مهاله يا غړيتوب له لارې له مرکز سره کار کوي. د ژباړې او څېړنې مرکز اداري، تخنيکي او د ويب پاڼو او خپرنيو په برخه کې هم پوره کارکونکي لري چې چارې يې په منظم ډول له وړاندې د جوړ شوي مهالوېش او موخو سره سمې پرمخ روانې دي.

چاريزې ژمنې سمول

د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د هېواد د اسلامي جمهوريت ټول قوانين پرځان مني او ځان ټولو اړوندو قوانينو ته ژمن گڼي او دغه راز د بيان آزادي هم د اسلامي جمهوري دولت په چوکاټ کې خپل حق گڼي. د افغانستان د ژباړې او څېړنې د مرکز ټولې پرېکړې د اجرايوي بورډ په لاس کې دي، د دې تر څنگ تخنيکي، محتوايي او د ارزونې کمېټې د مرکز له مشر سره په توافق کې د پرېکړې خلاص لاس لري چې د دې ډلې ژوندليک، کاري مخينې او تعهد د مرکز له لارې په بېلابېلو رسمي خپرنيزو ارگانونو کې خپاره شوي دي. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ټولو قوانينو په رعايت او د ژبو د معيارونو په نظر کې نيول او دغه راز د ټولو ليکوالو او علمي شخصيتونو او ارگانونو سپارښتنې له خپلو امکاناتو سره سم پر ځان عملي کول خپل کاري الزام گڼي. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز لومړى په کابل کې او بيا په ټولو ولايتونو کې او دغه راز له هېواد څخه بهر خپلې څانگې پرانيزي او د هېواد د خدمت د حق په برخه کې په خپل هوډ ټينگار لري. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د هېواد له مشهورو او تکړه ليکوالو څخه د جوړ شوي بورډ د څېړنو پر اساس خپل کارونه تنظيموي او د هغوى پرېکړې د خپلې موخې په توگه له داخلي مقرراتو سره سم څارلاى شي. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د خپل پايښت او د خپلو کارونو د ښه پرمختگ او لا پراختيا په موخه په بېلابېلو برخو کې د مالي سرچينو پلټنه کوي، د مارکټينگ برخه تر يوه ځانگړي کاري بورډ لاندې د مرکز له قوانينو سره سم له بېلابېلو لورو څخه د ملاتړ د جلب په موخه کار کوي. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د خپلو خپرندويه کارونو د پرمخ بېولو لپاره د خپرنيو او رسنيو ځانگړى بورډ لري چې د مرکز له مشر او اجرايوي بورډ سره په هوكړه په بېلابېلو برخو کې د خپرونو پرېکړې کوي. د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز ولايتي جوړښتونه او د اړتيا پر مهال نړيوالې چارې او غځونې د اجراييه کمېټې له تصويب وروسته جوړولاى شي.