د افغانستان د ټوليزو رسنيو قانون

د افغانستان د ټوليزو رسنيو قانون.

لومړی څپرکی - ټوليز حكمونه

  • لومړۍ ماده :

دغه قانون، د اساسي قانون د څلوردېرشمې مادې د حكم له مخې او د بشر د حقوقو د نړيوال ميثاق د نولسمې مادې په رعايتولو سره، د فكر او بيان د آزادۍ د حق د تاْمين او په هېواد كې د ټوليزو رسنيو د فعاليت د تنظيم په موخه وضعه شوی دی.

  • دويمه ماده :

د دې قانون موخې (هدفونه) دا دي:

  1. د فكر او بيان د آزادۍ د حق دودول او له هغه څخه ملاتړ، د خبريالانو (ژورناليسټانو) له حقوقو څخه د فاع او د هغوی د آزاد فعاليت لپاره د وړ شرايطو برابرول.
  2. د آزادو، خپلواكو او زيات پلويو (كثرت گرا) ټوليزو رسنيو دودول او پرمختيا.
  3. د وينا، ليكنې، رسم، انځور (تصوير)، د فيتې پر مخ د ثبت، تمثيل، خوځښت (حركت) او د نورو علمي، هنري او چاپي پديدو په مرسته د هېواد د اتباعو د فكر او احساس د څرگندولو لپاره د مناسبې زمينې برابرول.
  4. د اسلام د مبين دين د حكمونو په پام كې نيولو سره، د بشر د حقوقو په نړيوال ميثاق كې مسجل شوي د بيان او ټوليزو رسنيو د آزادۍ د اصل رعايتول.
  5. د ټوليزو رسنيو د سالمې ودې په موخه داسې مرسته چې وكړاى شي په هېواد كې د ثقافت د خپرېدو اغېزناكه وسيله شي او عامه راْيې په رښتينې او گټوره توگه ټولنې ته منعكسې كړي.
  • درېيمه ماده :

په دې قانون كې لاندېني اصطلاحات دا مفاهيم لري:

  1. رسنۍ: له لاندې وسايلو څخه په گټې اخيستنې سره د معلوماتو د لېږدونې وسيله يا آله ده:
    1. بصري وسايل: رسم، عكس، پسټ كارټ او پوسټر.
    2. سمعي او بصري وسايل: راډيو، ټلويزيون،كېبلي شبكه او انځوريز (تصويري) گرځنده فون (موبايل).
    3. اطلاعاتي وسايل: اطلاعاتي او مطبوعاتي آژانسونه.
  1. مطبوعات: هغه چاپ شوي توري او شكلونه دي چې مطلبونه يا يو صورت افاده كړي او د ټوليز ارتباط ټول وسايل لكه: ورځپاڼه، جريده، مجله، رساله، كتاب، موعظه، خطابه او بيانيه په كې راځي.
  2. ټوليزې رسنۍ په دې قانون كې په لاندې ډولونو وېشل كېږي:
    1. دولتي ډله ييزې رسنۍ: هغه رسنۍ دي چې په دولتي ادارو پورې اړه لري او د هغوی له خوا تمويل او تجهيزېږي.
    2. ډله ييزې ټوليزې رسنۍ: هغه رسنۍ دي چې په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنگي سازمانونو پورې اړه لري او د هغوی له خوا تمويل او تجهيزېږي.
  1. خبريال (ژورناليسټ): هغه مسلكي كس دی چې د خبري وسايلو له لارې د معلوماتو د غوښتنې، ترلاسه كولو او خپرولو په ډگر كې په فعاليت بوخت وي.
  2. چاپخونه (مطبعه): اقتصادي، تخنيكي او حقوقي موْسسه ده چې ورځپاڼه، مجله، كتاب، جريده، ابلاغيه، رساله، اعلان، پوسټر او پسټ كارټ په كې چاپېږي.
  3. چاپوونكى (طابع): هغه رښتينى يا حكمي كس دی، چې د ملكيت يا د مالك په استازيتوب د چاپخونې (مطبعې) د چارو بالفعل چلوونكى وي.
  4. خپروونكی (ناشر): هغه رښتينى يا حكمي كس دی، چې د غير موقوتو آثارو د چاپ او خپرولو اجازه لري.
  5. د امتياز خاوند: هغه رښتينى يا حكمي كس دی چې د موقوتو چاپي وسايلو په چاپ او خپرولو، د راډيو- ټلويزيون، كېبلي شبكې، آژانس او مطبعې په دايرولو لاس پورې كوي.
  6. مسوْول مدير: هغه كس دی چې په بالفعل ډول، د دې مادې په اتم جزء كې د خوندي شويو وسايلو د اړوندو چارو د تدوير مسوْوليت پر غاړه لري.
  7. خپرول (نشر): هغه عمليه ده چې د هغې په واسطه د چاپي وسايلو، بروډكاسټنگ او د سمعي او بصري وسايلو پيغام عامو كسانو ته ورسوي.
  8. راډيو: د ټوليزو اړيكيو سمعي وسيله ده.
  9. ټلويزيون: د ټوليزو اړيكو سمعي او بصري وسيله ده .
  10. كېبلي شبكه: د ټوليزو اړيكو او انعكاس هغه سمعي او بصري وسيله ده چې ډول ډول نړيوالې اطلاعاتي، ښوونيزې، روزنيزې، فرهنگي او تفرېحي خپرونې د سپوږمكۍ له لارې اخلي او نورو ته يې وړاندې كوي.

دويم څپرکی - حقوق او وجيبې

  • څلورمه ماده :
    • هر كس د فكر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوْولينو له خوا له مداخلې او محدوديت پرته، د معلوماتو او نظريو غوښتل، ترلاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د معلوماتو د خپرولو،وېش او تر لاسه كولو د وسايلو آزادي هم په خپله لمن كې ر خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.
  • شپږمه ماده :
    • خبريالان (ژورناليسټان) د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي.
    • خبريالان (ژورناليسټان) حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو (افشاء كولو) څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي.
  • اوومه ماده :

خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه،

    • خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څ خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.
    • هر كس د فكر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوْولينو له خوا له مداخلې او محدوديت پرته، د معلوماتو او نظريو غوښتل، ترلاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د معلوماتو د خپرولو،وېش او تر لاسه كولو د وسايلو آزادي هم په خپله لمن كې ر خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي. خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.
  • شپږمه ماده :
    • خبريالان (ژورناليسټان) د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي.
    • خبريالان (ژورناليسټان) حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو (افشاء كولو) څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي.
  • اوومه ماده :

خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه،

  • شپږمه ماده :
    • خبريالان (ژورناليسټان) د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي.
    • خبريالان (ژورناليسټان) حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو (افشاء كولو) څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي.
  • اوومه ماده :

خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څ خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.

خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه،خه د دفاع په موخه،انغاړي.

    • دولت د ټوليزو رسنيو د آزادۍ ملاتړ كوي او پياوړې كوي يې.

هېڅ رښتينى يا حكمي كس د دولت او دولتي ادارو په خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.

  • شپږمه ماده :
    • خبريالان (ژورناليسټان) د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي.
    • خبريالان (ژورناليسټان) حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو (افشاء كولو) څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي.
    • اوومه ماده : خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.

خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه، خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.

  • شپږمه ماده :
    • خبريالان (ژورناليسټان) د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي.
    • خبريالان (ژورناليسټان) حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو (افشاء كولو) څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي.
  • اوومه ماده :

خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه،گډون نه شي كولای د خبري او يا معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود كړي او يا په بل ډول سره د ټوليزو او معلوماتي رسنيو په چارو او خپرونو كې لاسوهنه وكړي خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.

  • شپږمه ماده :
    • خبريالان (ژورناليسټان) د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي.
    • خبريالان (ژورناليسټان) حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو (افشاء كولو) څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي.
    • اوومه ماده : خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.
  • شپږمه ماده :
    • خبريالان (ژورناليسټان) د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي.
    • خبريالان (ژورناليسټان) حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو (افشاء كولو) څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي.
  • اوومه ماده :

خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه، خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټ خو هغه وخت له دې كار څخه ډډه كوي چې غوښتل شوي معلومات پوځي محرم راز وي او په ډاگه كول يې ملي امنيت او گټې له خطر سره مخامخ كړي.

  • شپږمه ماده :
    • خبريالان (ژورناليسټان) د رپوټونو او انتقادي نظريو په گډون د خپلو مسلكي فعاليتونو په ترسره كولو كې د قانوني ملاتړ وړ گرځي.
    • خبريالان (ژورناليسټان) حق لري د خپلو كاري سرچينو له څرگندولو (افشاء كولو) څخه ډډه وكړي، خو هغه وخت بايد دا سرچينې پټې ونه ساتي، چې واكمنې محكمې د هغو د څرگندولو حكم كړی وي.
  • اوومه ماده :

خبريالان او د ټوليزو رسنيو نور غړي كولای شي، له خپلو ټوليزو گټو څخه د دفاع په موخه،و څخه د دفاع په موخه،.

  • پنځمه ماده :

هر څوك حق لري معلومات وغواړي او لاسته يې راوړي. دولت د هېواد اتباعو ته هغه معلومات برابروي، چې غواړي يې، د دې قانون له حكمونو سره سم خپلواكې اتحاديې جوړې كړي.

  • اتمه ماده :
    • د هېواد اتباع كولای شي، په درېيمه ماده كې د ټوليزو رسنيو خوندي شوي وسايل، د دې قانون له حكمونو سره سم تاْسيس كړي.
    • بهرنۍ سياسي نمايندگۍ، نړيوالې موْسسې او په افغانستان كې د هغو نمايندگۍ كولای شي د ډيپلوماتيكو انډولونو په رعايتولو سره، د اطلاعاتو او كلتور وزارت تر اجازې وروسته د خبري توكو په چاپ او خپرولو لاس پورې كړي.

درېيم څپرکی - مطبوع وسايل

    • نهمه ماده :

(1) د هېواد اتباع، سياسي گوندونه، كورني ثبت شوي سازمانونه او بهرني كډوال (مهاجرين) كولای شي، د دې قانون له حكمونو سره سم چاپي وسايل تاْسيس كړي. ورځپاڼه، موقوته خپرونه او نورې چاپي خپرونې له مخكېنۍ اجازې سره سم تاْسيس او خپرېدی شي. (2) هغه خپرونې چې چاپشمېر يې له دوو سوو گڼو څخه لږ وي د دې قانون په (13 او 28) ماده كې د خوندي شويو حكمونو تابع نه دي او د مخكېنۍ اجازې ترلاسه كول او ثبتول نه ايجابوي.

    • لسمه ماده :

د چاپي خپرونو موْسس، د خپلې خپرونې د ثبت پر وخت د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته د لاندېنيو معلوماتو په وړاندې كولو مكلف دی: 1- د غوښتنليك وركوونكي بشپړه پېژندگلوي او د استوگنځي پته. 2- د خپرونې نوم او د خپرېدو ځای يې. 3- هغه ژبه چې خپرونه پرې خپرېږي. 4- د خپرونې د تمويل سرچينه او د پانگې كچه يې.

    • يوولسمه ماده :

چاپي خپرونه د نوم، ټاكلې پتې، د چاپځي د يادون، د امتياز خاوند، د مسوْول مدير د نوم او د خپرېدو د نېټې لرونكې وي.

    • دوولسمه ماده :

په اصلي نسخه كې د اثر د خاوند پېژندگلوي او د هغه لاسليك حتمي دی.

    • ديارلسمه ماده :

هره چاپي وسيله، د دې قانون له حكمونو سره سم، د امتياز خاوند او مسوْول مدير لري. څلورم فصل - چاپخونې (مطبعې)

    • څوارلسمه ماده :

د هېواد اتباع، سياسي گوندونه او دولتي ادارې كولای شي د چاپخونې (مطبعې) په جوړولو او پرانيستلو لاس پورې كړي، په دې شرط چې له اطلاعاتو او كلتور وزارت څخه يې د فعاليت جواز تر لاسه كړی وي.

    • پنځلسمه ماده:

د مطبعې د پرانيستلو د جواز غوښتنليك وركوونكی اړ دی، د دې قانون د (24) مې مادې د حكم په پام كې لرلو سره د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته لاندې مطالب وړاندې كړي: 1- بشپړه پېژندگلوي او د استوگنځي پته. 2- د مطبعې نوم او د فعاليت ځای. 3- هغه ژبه چې طباعت يې په واسطه صورت مومي. 4- د طباعتي آلاتو او تجهيزاتو ډولونه. 5- د هغې پانگې سرچينه او كچه چې د مطبعې په تدوير او پرانيستنه كې كارول كېږي.

    • شپاړسمه ماده:

د مطبعې د ملكيت انتقال مجاز دی، هغه كس چې د مطبعې ملكيت ورته انتقالېږي، اړ دی د دې قانون په (24) مه ماده كې خوندي شوي حكمونه پلي كړي.

    • اوولسمه ماده:

د مطبعې د فعاليت پيل او د هغې د كار دوام د امتياز خاوند او د مسوول چلوونكي له درلودو پرته جواز نه لري.

    • اتلسمه ماده:

د هېواد اتباع، سياسي گوندونه او ټولنيز سازمانونه چې خپله د مطبعې خاوندان نه وي، حق لري له دولتي او شخصي مطبعو څخه د هغو له مالي او حسابي مقرراتو سره سم گټه واخلي.

پنځم څپرکی - سمعي او بصري وسايل

    • نولسمه ماده:

دهېواد اتباع ، سياسي گوندونه، ټولنيز سازمانونه، نورې خصوصي او دولتي موْسسې كولای شي سمعي او بصري دستگاوې او وسايل د دې قانون له حكمونو سره سم جوړ كړي.

    • شلمه ماده :

(1) د سمعي او بصري دستگاوو او وسايلو د ښه فعاليت او تنظيم لپاره، دراډيو او ټلويزيون د خپرونو ملي كمېسيون د پنځو غړو په گډون جوړېږي. (2) د راډيو او ټلويزيون د خپرونو ملي كمېسيون، د ولسمشر (جمهور رئيس) له لوري د دوو كلونو لپاره ټاكل كېږي. د كمېسيون كار عنداللزوم تمديد كېدی شي.

    • يوويشتمه ماده:

(1) د راډيو- ټلويزيون د خپرونو د ملي كمېسيون دندې او واكونه په لاندې ډول دي: 1- د مخكېنيو وضع شويو معيارونو پر بنسټ، دراډيو-ټلويزيون دستگاوو ته د جواز صادرول او د فريكونسيو ټاكل. 2- له راډيو- ټلويزيون څخه د گټې اخيستنې په ترڅ كې، سياسي گوندونو ته د مسلكي لارښوونو صادرول. 3- د خپرندويې او مدني ټولنې له چلوونكو سره تر سلا مشورې وروسته، د برېښنايي (الكټرونيكي) وسايلو خاوندانو ته د اړينو لارښوونو صادرول. 4- د ټوليزو رسنيو په واسطه، د دې قانون د حكمونو د پلي كولو څارنه . 5- د دولتي راډيوگانو او ټلويزيونونو د خپرنيزې پاليسۍ ټاكل. (2) د راډيو- ټلويزيون د خپرونو ملي كمېسيون خپلواك دی، د خپلو كړنو (اجراآتو) رپوټ به ولسمشر (جمهور رئيس) ته وړاندې كوي.

    • دوه ويشتمه ماده:

د سمعي او بصري (راډيو- ټلويزيون ) ټوليزو رسنيو د تاْسيس غوښتنليك- وركوونكی اړ دی د جواز د اخيستلو لپاره، د راډيو او ټلويزيون د خپرونو ملي كمېسيون ته لاندې معلومات وړاندې كړي: 1- بشپړه پېژندگلوي او د استوگنځي پته. 2- د سمعي او بصري وسيلې نوم او د فعاليت ځای. 3- د سمعي او بصري وسيلې ډول. 4- خپرنيز هدف او موخه. 5- د پانگې سرچينه او كچه يې. 6- د ماشين آلاتو او تجهيزاتو څومره والى (كميت) او څرنگوالى(كيفيت).

    • درويشتمه ماده:

هره سمعي او بصري وسيله، بايد د دې قانون له حكمونو سره سم، د امتياز خاوند او مسوْول چلوونكى ولري.

شپږم څپرکی - د امتياز خاوند شرايط او مكلفيتونه

    • څلورويشتمه ماده:

د ټوليزو رسنيو د امتياز خاوند، لاندې شرايط لري: 1- د افغاني تابعيت د سند لرل. 2- د اتلس كلنۍ سن بشپړول. 3- د واكمنې محكمې له حكم سره سم، له مدني حقوقو څخه نه محروميت.

    • پنځه ويشتمه ماده:

(1) د سمعي او بصري وسايلو او د چاپي وسايلو د امتياز خاوند مكلف دی، خپل وسايل په دې قانون كې له درج شويو شرايطو سره سم ثبت كړي. (2) كه چېرې كومه خپرونه تر ثبت مخكې خپره شوې وي، د امتياز خاوند يې اړ دی د يوې اوونۍ په ترڅ كې خپله خپرونه د دې قانون له حكمونو سره سم ثبت كړي.

    • شپږويشتمه ماده:

كه چېرې د امتياز خاوند د جواز د ثبتولو يا صادرولو د رد په هكله د اطلاعاتو او كلتور وزارت تصميم د قانون د حكمونو مغاير وگڼي، د مطبوعاتو د څېړنې كمېسيون ته مراجعه كوي، د نه قناعت په صورت كې كولای شي د محكمې په وړاندې دعوا سوره (اقامه) كړي.

    • اووه ويشتمه ماده:

(1) د خپرندويې ادارې او ټوليزې رسنۍ د ملكيت انتقال او د چاپ او خپرولو د حق لېږدونه مجاز ده، هغه كس چې ملكيت يا حق ورته لېږدول كېږي، اړ دی د دې قانون په (24) او (28) مو مادو كې خوندي شوي حكمونه رعايت كړي. (2) د خپروندويې ادارې او ټوليزې رسنۍ رامنځته كول او د چاپ او خپرولو حق د امتياز په خاوند پورې اړه لري. بل كس ته د دې حق د لېږدونې په صورت كې، د دې قانون په (24) او (28) مو مادو كې خوندي شوي حكمونه بشپړېږي.

    • اته ويشتمه ماده:

مسوول مدير، په دې قانون كې د خوندي شويو حكمونو د شرايطو په پام كې نيولو سره په عين وخت كې د خپلې رسنۍ مسوول دی.

اووم څپرکی- د مسوول مدير شرايط او مكلفيتونه

    • نهه ويشتمه ماده:

مسوول مدير لاندې شرايط لري: 1- د هېواد د تابعيت د سند لرل. 2- د اتلس كلنۍ سن بشپړول. 3- د مسلكي زده كړو د سند يا لږ تر لږه د ژورناليزم په څانگه كې درې كلنه سابقه لرل. 4- د واكمنې محكمې په حكم، له مدني حقوقو څخه نه محروميت . 5- دولتي رسمي ماموريت نه لرل، رسمي دنده هغه وخت جواز لري، چې خپرونه په دولت پورې اړه ولري.

    • دېرشمه ماده:

مسوول مدير اړ دی، په اړونده خپرندويه وسيله كې د انتقاد كوونكي او انتقاد كېدونكي د حقوقو برابروالى رعايت كړي.

اتم څپرکی - ممنوعه خپرونې

    • يودېرشمه ماده:

په ټوليزو رسنيو كې د دغه ډول ليكنو خپرول جواز نه لري: 1- هغه ليكنې چې د اسلام د اصولو مغاير او نورو دينونو او مذهبونو ته سپكاوى وي. 2- هغـه ليكنې چې د اشخاصو د سپكاوي او پر هغو باندې د افتراء لامل شي.

نهم څپرکی - جزايي حكمونه

    • دوه دېرشمه ماده:

دامتياز خاوند په هغه صورت كې مسوْول گڼل كېږي چې د دې قانون د حكمونو مخالف عمل وكړي.

    • دري دېرشمه ماده:

(1) هغه رښتيني او حكمي كسان چې د دې قانون د حكمونو په پام كې نيولو پرته د افغانستان په قلمرو كې د ټوليزو رسنيو په تاْسيسولو او چلولو لاس پورې كړي، په نقدي جزاء محكومېږي. (2) كه چېرې د ټوليزو رسنيو موْسس او چلوونكى رښتينى شخص وي، په لاندې توگه په نقدي جزاء محكومېږي:  ټلويزيون پنځلس زره افغانۍ.  راډيو لس زره افغانۍ.  آژانس لس زره افغانۍ.  كېبلي شبكه دېرش زره افغانۍ. (3) كه چېرې د ټوليزو رسنيو موْسس او چلوونكى حكمي كس وي، په لاندې توگه په نقدي جزاء محكومېږي:  ټلويزيون اوولس زره افغانۍ.  راډيو دوولس زره افغانۍ.  كېبلي شبكه څلور دېرش زره افغانۍ.  آژانس دوولس زره افغانۍ.

    • څلوردېرشمه ماده:

(1) مسوول مدير كولای شي د اثر د خاوند د نوم له څرگندولو څخه ډډه وكړي. په دې صورت كې د اثر له خپرېدو څخه پيدا شوی مسووليت، مسوول مدير ته متوجه دی. (2) په موقوتو خپرونو كې د ليكوال په مستعار نوم انتقادي ليكنې خپرېدی شي، په دې شرط چې د ليكوال نوم او هويت مسوول مدير ته څرگند وي، د ليكنې يا اثر له خپرېدو څخه پيدا شوی مسووليت مسوول مدير ته متوجه كېږي.

    • پنځه دېرشمه ماده:

(1) كه چېرې د اثر خاوند د دې قانون له حكمونو سره سم د جزاء وړ گڼل شوی وي، د جرم د فاعل په توگه تر عدلي څارنې لاندې نيول كېږي، په دې حالت كې مسوول مدير د جرم د شريك په توگه گڼل كېږي. (2)كه چېرې د ليكنې خاوند معلوم نه وي، له خپرېدو څخه يې پيدا شوی مسووليت، يوازې مسوْول مدير ته متوجه دی.

    • شپږدېرشمه ماده:

كه چېرې ليكوال په نقدي جريمه محكوم شي، مكلف دی، د جريمې د حكم د صادرېدو له نېټې څخه د يوې مياشتې په موده كې محكوم بها د دې قانون له حكمونو سره سم تحويل كړي.

لسم څپرکی - وروستني حكمونه

    • اووه دېرشمه ماده :

بهرني اتباع كولای شي د سينماټوگرافۍ فلمونه په هېواد كې جوړ كړي، په دې شرط چې له مخكې يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت اجازه ترلاسه كړې وي.

    • اته دېرشمه ماده:

د ټوليزو رسنيو فعاليت د هغې اساسنامې په وسيله سمبالېږي، چې موخې، دندې، واكونه، تشكيل او اړوندې مالي چارې په كې شاملې وي.

    • نهه دېرشمه ماده:

د اطلاعاتو او كلتور وزارت اړ دی، د كورنيو او بهرنيو ټوليزو رسنيو د خپرونو د آزاد فعاليت د تحقق په منظور ممكنې آسانتياوې برابرې كړي.

    • څلوېښتمه ماده :

د هغو ټوليزو رسنيو د امتياز خاوند او مسوْول چلوونكى چې د دې قانون تر ټينگښت دمخه يې په فعاليت پيل كړی وي، مكلف دي د هغه د انفاذ له نېټې څخه د دوو مياشتو په موده كې، د دې قانون حكمونه په پام كې ونيسي.

    • يوڅلوېښتمه ماده:

د ښوونځيو او د لوړو زده كړو، څېړنيزو، او مسلكي موْسسو د درسي او پوهنيزو كتابونو چاپ او خپرول، د دې قانون د حكمونو تابع نه دي.

    • دوه څلوېښتمه ماده:

(1) په دې قانون كې د خوندي شويو سرغړونو د څېړنې په موخه، په لاندې تشكيل سره د څېړنې كمېسيون جوړېږي:  د اطلاعاتو او كلتور وزير د رئيس په توگه.  د افغانستان د علومو اكاډمۍ استازی د غړي په توگه.  د ژورناليزم د پوهنځي دوه تنه استازي د غړو په توگه.  د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواك كمېسيون استازی د غړي په توگه.  د خبريالانو (ژورناليسټانو) د اتحاديې دوه تنه استازي د غړو په توگه . (2) د دې مادې په لومړۍ فقره كې خوندي شوی كمېسيون د دې قانون له حكمونو څخه درج شوې سرغړونې څېړي. كه چېري موضوع د عدلي څارنې غوښتنه وكړي، جريان د غور په منظور عدلي سرچينې ته وړاندې كېږي.

    • دري څلوېښتمه ماده:

دغه قانون د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده كې دې خپور شي او په نافذېدو سره يې، د 1380 هجري لمريز كال د كب د مياشتې د (18) مې نېټې د رسمي جريدې په (800) مه گڼه كې د مطبوعاتو خپور شوى قانون لغوه گڼل كېږي.