د افغانستان دوسیې (اسټرلیا)
د افغانستان دوسیې، په افغانستان کې د اسټرلیايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه د استرلیا د دفاعي ځواکونو سندونه دي. دغه سندونه د مک برایډ له خوا د اسټرلیا خبري شبکې (ABC) په واک کې ورکړل شوي دي، چې له مخې یې اووه داستانونه خپاره شول. په دغو سندونو کې بېلابېلې موضوع ګانې وې، خو هغه څه چې د خلکو پام یې ځان ته را واړاوه، د غیر وسله والو نارینه وو(ملکي وګړو) او ماشومانو د څو مورده وژنې په اړه جزئیات یې شرح کول. د استرلیا فدرالي پولیسو، د دغو معلوماتو د رسوا کولو په غبرګون کې، د ۲۰۱۹ ز کال په جون میاشت کې د استرلیا د خبري شبکې په دفتر برید وکړ او د دغې موضوع اړوند ټول سندونه یې ضبط کړل.[۱][۲][۳][۴]
تر پوښښ لاندې مسایل
سمولپه سازماني کلتور کې ستونزې
سمولدغو سندونو « د سازماني کلتور» په اړه اندېښنې، « د جنګیالي فرهنګ» په شمول اندېښنې او «د احساس نشتوالي » او «د ارزښتونو د له منځه تلو» د هغو ځانګړو هوايي ځواکونو د سرتیرو په اړه چې، په افغانستان کې خدمت کوي، په اړه اندېښنې رامنځ ته کړې دي. پردې سربېره، سندونو د دوه مهمو ډلګیو ترمنځ د ژورو اختلافونو په اړه، چې ډېری ځانګړي ځواکونه دي، اشارې ورته کړي دي. [۵]
غیر قانوني وژنې
سمولپه دغو سندونو کې د نارینه وو او نا وسله والو ماشومانو نږدې ۱۰ مورده غیر قانوني وژنې شاملې دي. دوه پېښې چې دواړه د ۲۰۱۳ ز کال په سپتمبر کې رامنځ ته شوې وې. دمګړۍ د استرلیايي ځواکونو د سرمفتیش ترمنځ څارنې لاندې دي. په یوه پېښه کې، د بسم الله آزادي په نوم شخص او زوی یې صدیق الله په ارزګان ولایت کې د اسټرلیايي ځواکونو په برید کې ووژل شول. ادعا کېږي چې، بسم الله په تومانچې سره، SAS ځواکونه په نښه کړي وو، خو د استرلیايي سرتېرو د راپورونو خلاف، پولیسو په بله ورځ بسم الله او صدیق الله په کټ کې د یو بل په خواکې وموندل او په ظاهره یې د دې ښکارندویي کوله چې، دوی په خوب کې وژل شوي دي. په دغو سندونو کې دغه راپور هم وو چې، یو سرتېری له یوه زنداني سره یوازې و او وروسته له هغې چې په ظاهره زنداني هڅه وکړه، څو د سرتېري وسله واخلي او ډزې ورباندې وکړي. له دغو پېښو وروسته، په۲۰۱۳ ز کال کې استرلیايي ځواکونو، یو افغان چې په موټر سایکل سپورو وژلی او ښځه چې د ده ترشا سپره وه، ټپي کړې وه، تورن شول. دغه پېښې د افغان چارواکو ترمنځ د وارخطايي لامل شوې او ګواښ یې وکړ، که چېرې د ملکي خلکو وژل بند نه شي، دوی به له استرلیايانو سره کار بند کړي. [۶][۷]
د پرې شویو لاسونو پېښه
سمولدغه دوسیې د ADF په غبرګون او د پېښې مخینې(شالید) په اړه چې په کې د SAS یو سرتېری د یوه افغان اورپکي لاس پرې کوي، معلومات برابر کړل. مخکې له دې چې پېښه رامنځ ته شي، ځانګړي ځواکونه «د شمشیر موخې» په مستعار نامه سره، د استرلیا دولت د یوې مهمې موخې په لټه کې وواو هغه موخه د اورپکو یو مهم قوماندان و، چې د پرله پسې بریدونومسؤل و. چورلکې او له ۱۲۰ زیاتو سرتېرو په دغه لټون کې حضور درلود. په زابل ولایت کې د یوې الوتنې په ترڅ کې څلور اورپکي ووژل شول. د SAS ځواکونو یوه پړکمشر جسدونه وکتل او له هغې وروسته یې په نیشتر سره د هر یوه اورپکي لاس پرې کړ. سرتېري مکلف وو، د طالبانو هر غړی چې وژل کېده ، د شونتیا په حالت کې د ګوتو نښې او دواړه سترګې سکن کړي. دا په داسې حال کې وه چې، د وژل شوي کس د بدن غړو په پرې کولو سره، د جګړې قوانین تر پښو لاندې شوي دي(نقض شوي دي). جګړن اندرو هاسټي Andrew Hastie له دغې پېښې خواشینی شو او هغه یې تر خپلو چارواکو ورسوله. د پوځ غړو، روزنیزه غونډه چې یواځې ۹ ورځې مخکې جوړه شوې وه، چې په کې په ډاګه د لاس پرې کولو اجازه ورکړل شوې وه، تورنه کړه. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د دولت یرغل او څېړنې
سمولد اسټرلیا فدرالي پولیسو، د ۲۰۱۹ ز کال د جون په ۵ مه نېټه، د ABC شبکې په مقرکې چې په سېندني کې دی برید وکړ او ۸ ساعته یې هغه ځای تلاشي کړ، چې د راپورله مخې، علت یې د افغانستان دوسیه وه. نورې ادارې، په احتمالي توګه د استرلیا اطلاعاتي سازمان او د استرلیا د سینګنالونو اداره هم هلته شته. د دغه یرغل په ترڅ کې، د ABC شبکې مدافع وکیلان اړ شول، چې جواز تفسیر کړي او له AFP سره همکاري وکړي، څو دغه ډاډ ترلاسه شي چې محرم معلومات د جواز ترکچې نه وي خپاره نه شي. دغه یرغل ډېر ژر د خلکو له پراخو نیوکو سره مخامخ شو او له دغې پېښې اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه یوې غوښتنې وښوده چې، AFP په قصدي توګه خبریالان په نښه کول او ان په موضوع کې د ښکېلو خبریالانو محاکمه یې هم له کاري لومړیتوبونو نه وه. د ABC شبکې له برید وروسته، د AFP پر وړاندې د عدالت غوښتنه وکړه او ادعا یې وکړه چې، جواز یې ډېر بشپړ و او دغه پېښه د عملي کېدو وړ نه وه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
دغه قضیه چې د ۲۰۲۰ ز کال په فبرورۍ میاشت کې د استرلیا فدرالي محکمې له خوا ختمه اعلام شوه او AFP مصادره شوو دوسیو ته د لاس رسي بهیر پیل کړ، په دغه وخت کې، د ABC شبکې په چټکۍ سره ګام پورته کړ، څو قضايي حکم ترلاسه کړي. [۱۹][۲۰][۲۱]
د ۲۰۲۰ ز کال په جون میاشت کې AFP د شواهدو لنډیز د استرلیا عامه محکمو (CDPP) رئیس ته چې د فدرال عامه څارنوال هم دی، استولی او لارښوونه یې ورته وکړه، څو ډان اکس Dan Oakes د افغانستان له دوسیې نه د غلا له امله محاکمه شي، ځکه چې دا یوه مهمه او د لوړې کچې قضیه وه. څارنوال هم د هغه وخت لوی څارنوال کرستین پورتر وروستي تایید ته اړتیا لرله، CDDP د ۲۰۲۰ ز په اکتوبر کې اعلام وکړچې، په دغه باور لرلو سربېره، چې دوی کولای شي، اکس په څو جرمونو تورن کړي، خو هغوی په دی محاکمه نه کړي.[۲۲][۲۳]
د مشرانو جرګې څېړنې
سمولد ABC په دفترونو برید او په همدې میاشت کې د نیوز کورپ شبکې د یوه خبریال آنیکا اسمیتورست پر کور د AFP برید، د استرالیا مشرانو جرګې د چاپېریال ساتنې او اړیکو په کمېټه کې د رسنیو آزادۍ د څېړلو پر موضوع بدله شوه.
د دغې کمېټې وروستی راپور، د ۲۰۲۱ ز په مې میاشت کې خپور شو، چې ۱۷ لارښوونې په کې وې. له دې جملې د هغو قوانینو د اصلاح وړاندیز، چې د دې ځواک لري، څو خبریالي عامه جرم وګڼي او له افشا ګرانو د فدرالي دولت د ساتنې په برخه کې وړاندیزونه تر لاسه کړي.[۲۴][۲۵]
سرچينې
سمول- ↑ Oakes, Dan; Clark, Sam (2017-07-11). "Afghan Files expose deadly secrets of Australia's special forces". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ "Afghan Files military whistleblower David McBride back before ACT court". SBS News (in انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Knowles, Lorna; Worthington, Elise; Blumer, Clare (2019-06-05). "Police leave ABC headquarters with files after hours-long raid over special forces stories". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Lyons, John (2019-06-04). "ABC lawyers and AFP officers hover over a computer as they work out what comes within the terms of the warrant. At the end of the table, on the right, are the AFP digital forensics people.pic.twitter.com/gORbGB4a9l". @TheLyonsDen (in انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Oakes, Dan; Clark, Sam (2017-07-11). "Afghan Files expose deadly secrets of Australia's special forces". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Oakes, Dan; Clark, Sam (2017-07-10). "Australian soldiers accused of covering up killing of Afghan boy". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Oakes, Dan; Clark, Sam (2017-07-11). "Afghan Files expose deadly secrets of Australia's special forces". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Brissenden, Michael (2013-08-30). "Claims Australian troops cut off insurgent's hands". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Oakes, Dan; Clark, Sam (2017-07-11). "'What the f*** are you doing': Chaos over severed hands". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Martienssen, Thomas (2014-11-26). "Left to the mercy of the Taliban". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ "Customary IHL - Rule 113. Treatment of the Dead". ihl-databases.icrc.org. بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Clark, Sam; Oakes, Dan (14 September 2017). "SAS soldier cleared of war crimes after cutting the hands off dead enemies". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). ABC. بياځلي په 29 November 2021.
- ↑ "Military Justice, a Contradiction in Terms?". quadrant.org.au. Quadrant Online. 28 November 2020. بياځلي په 29 November 2021.
- ↑ Knowles, Lorna (2019-06-24). "AFP's warrant allowed officers to record fingerprints during ABC raids". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-27.
- ↑ Lyons, John (2019-08-06). "Secretive government agency linked to AFP raid on ABC, documents show". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-27.
- ↑ "'Attack on public's right to know': Critics slam AFP raids on ABC Sydney offices". SBS News (in انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ "ABC sues Australian police force after newsroom raid". Deutsche Welle (in بريتانوی انګلیسي). 2019-06-24. بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ McKinnell, Jamie (2019-08-02). "ABC challenge to 'legally unreasonable' AFP raids hits court". ABC News (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2020-02-27.
- ↑ Whitbourn, Michaela (2020-02-24). "'Very unhelpful and uncooperative': ABC and AFP face off in court". The Age (in انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ McKinnell, Jamie (16 February 2020). "AFP warrants used to raid ABC valid, Federal Court rules". ABC News (Australian Broadcasting Corporation). بياځلي په 3 June 2021.
- ↑ "'A blow to democracy': Federal Court dismisses ABC case against AFP raids". SBS News (in انګليسي). بياځلي په 2020-02-24.
- ↑ Hayne, Jordan (2 July 2020). "Investigation into Afghan Files that sparked ABC raids enters next phase with brief of evidence sent to prosecutors". ABC News (Australian Broadcasting Corporation). بياځلي په 2 June 2021.
- ↑ Galloway, Anthony (2020-10-15). "Police won't charge ABC journalist over 'Afghan Files' stories". The Sydney Morning Herald (in انګليسي). بياځلي په 2020-11-19.
- ↑ Doran, Matthew (19 May 2021). "Press freedom inquiry demands government proves actual harm from journalists publishing classified information". ABC News. Australian Broadcasting Corporation. بياځلي په 3 June 2021.
- ↑ "Morrison Government must urgently legislate to protect whistleblowers and press freedom". Human Rights Law Centre. 20 May 2021. بياځلي په 3 June 2021.