د افغانستان دسیندونو پیژندل

دسيندونو لنډه پيژندنه :

     دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي  دهندوکش لړي او دهغه لوړي  څوکي تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واوري چي دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندي کلونه کلونه يو پر بل پرتي وي .

په پسرلي او دوبي کي ويلي کيږي او په بيلا بيلو حوزو بهيدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کي دومره زياني او طوفاني کيږي چي دکافي نباتاتو د نه موجوديت له وجي دځمکي د ويجاړۍ او ښويدني سبب ګرځي چي کرنيزي ځمکي هم له ځانه سره خرابوي . په عمومي ډول دافغانستان د سيندونه داوبو بهيدنه تونده ده چي داصلي سيندونه مرستيالان دلوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهيږي او له بله پلوه دسيندونو بست (تل) په عمومي توگه کوچني او تنګي بڼه لري چي له همدي امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي . د مثال په توګه : داموسيند پامير او خم ياب سيمي ترمينځ دلوړتيا دتوپير له مخي چي( ٢٧٠٠ ) مترڅخه زيات دى چي په کال کي د (٢٥٠) مليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي (1) . دافغانستان دروانو اوبو له جملي څخه %١١ دپاکستان خاوري ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاوري ته %٧٩ دهيواد پولو په دننه کي ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي . د افغانستان سيندونه داوبو لرونکو حوزو له مخي په څلورو حوزو ويشل کيږي . لمړۍ حوزه: د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان دمځـکي %١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده. دوهمه حوزه : دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي دکابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينګار ،پنجشير او لوګر سيندونه شامل دي چي د مځکي %٨٢ ساحه ئي نيولي ده . دريمه حوزه: د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) داندخوي آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه شامل دي چي د مځکي %٢١.١ ساحه ئي نيولي ده . څلورمه حوزه : دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،ګودزيره ،دچيګائي کوچني سيند او دپشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان دځمکي %٤١ ساحه ئي نيولي ده .