د افغانستان او ترکيې اړيکې

د افغانستان او ترکيې اړيکې شاوخوا ۴۰۰۰ کلنی تاريخ لري. په ۱۹۲۱م کې افغانستان لومړی هېواد و، چې د انقرې حکومت یې په رسمیت وپېژندلو، او د اتفاق په نوم یې ورسره تفاهم لیک لاسلیک کړ. ددې سره سره افغانستان له باکو وروسته هغه هېواد و، چې ترکیې په ۱۹۲۵م کال کې خپله سیاسي نماینده ګې پکښې پرانیستله.

د افغانستان او ترکيې اړيکې
نخشې چې ددې هيوادونو موقيعيت ښيې.
نخشې چې ددې هيوادونو موقيعيت ښيې.

افغانستان

تورکيه

غازي امان الله خان ويلي ؤ؛

يوه سترګه مې افغانستان او بله ترکيه ده.

اړيکې د وخت په تېرېدو سره سمول

۱۹۲۵ سمول

تر باکو وروسته افغانستان هغه هېواد و، چې ترکیې په ۱۹۲۵ م کال کې خپله سیاسي نماینده ګې پکښې پرانیستله.

۱۹۲۸ سمول

 
شاه امان الله خان او مصطفی کمال اتاتورک په کال ۱۹۲۸م کي په انقره کي.

د امير امان الله خان لومړني سفر ته، چې ترکیې ته یې د لومړني بهرني پاچا په توګه درلود اشاره وشوه او په تخنیکي برخه کې د یو تفاهم لیک د لاسلیک کولو خبره وکړه. د دواړو هېوادونو په تاریخي پس منظر، اړیکو د ارزښت، د ترکیې هېواد له خوا په بېلابېلو برخو کې د افغانستان سره د تیرو او راتلونکو همکاریو او مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

۲۰۲۱ سمول

جون سمول

  • ۱۰ جون:

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو؛ موږ د کابل هوايي ډګر د امنیت خوندي کولو ته چمتو يو؛ خو ددې کار لپاره مالي او نظامي مرستې پکار دي، چې نړیواله ټولنه یې باید وکړي.
طالبان؛ که ترکیه په افغانستان کې پوځيان پرېږدي، افغانان به د نورو «اشغالګرو» په څېر چلند ورسره وکړي

  • ۱۳ جون:

اردوغان؛ د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته ترکیه د افغانستان د وضعیت د مدیریت لپاره د «باور وړ هیواد» دی.
طالبان؛ که ترکي عسکر په افغانستان کې پاتې شي، دوی به د نورو بهرنیو پوځيانو په سترګه ورته وګوري او په وړاندې به یې ودرېږي.

سرچینې سمول