د افغانستان اسلامي ملي جنبش

د افغانستان اسلامي ملي  جنبش (په انګليسي:national islamic movement of afghanistan) چي معمولاً د جنبش په نوم مشهور ده، په افغانستان كي د ازبكو يو سياسي ګوند ده.ددې ګوند موسيس جنرال [[عبدالرشيد دوستم]] ده.

د افغانستان ملي اسلامي جنبش 
جنبش ملی اسلامی افغانستان
{{{lang1}}} nameد افغانستان ملي اسلامي جنبش 
مشرعبدالرشيد دوستم
بنسټګرعبدالرشيد دوستم
جوړښت1992په مارچ کي
نظرياتازبیک ترکمن پاله
سياسي ډلبنديCentre-left to Centre-right
Seats in the House of the Peopleکينډۍ:Composition bar
Seats in the House of Eldersکينډۍ:Composition bar

دغه ګوند کي پخواني کمونستان او پخواني ګوندونو مجاهدين شامل دي،او دا يو سيکولر يا چپ لاسى ګوند ده،ددې ګوند زياته برخه [[ازبک]] دي چي زيات نفوذ هم د جوزجان،بلخ،فارياب،سرپل او سمنګان ولايتونو کي لري.دغه ګوند زيات وخت انساني حقونو باندي په تيري کولو تورن شوى.

پېښليک سمول

جوړښت  سمول

جنبش او دجنبش نظامي جبهات  د 53 وېش په نوم دافغانستان په شمال کي  د [[شبرغان]] د تيلو د ساتني په منظور جوړ شوو،چي وروسته ډلګۍ او بيا ګروپ ته زيات شو،تردې چي په 1989 کال کي يې شمېر 40000 تنو ته ورسېد.دغه ډله د افغان حکومت سره يو ځاى شوه چي د 53وېش په نوم يادېده.په 1988 کال کي د جنبش ځواکونو د شوروي قواوو په تګ سره د هغوى پر ځاى کندهار،خوست،غزني ګردېز،پکتيکااو د کابل شاوخوا ونيول .

د مجاهدينو ځيني تښتېدلي قومندان له دې ډلي سره يو ځاى شول لکه رسول پهلوان،غفار پهلوان،مجيد روزي او جنرال جوره بېګ.ددې ګوند زياتره ګډون کونکي يا تسليم شوي او يا هم د پرچم ګوند غړي وو.

مسعود او د مزار شريف نيول (1992) سمول

په 1992 کي کله چي شوروي اتحاد د [[ډاکټر نجيب الله]] په حکومت مرستي بندي کړې،دوستم له [[احمد شاه مسعود]] سره په خبرو بوخت شو،د مارچ په 19کله چي ډاکټر نجيب الله کوښښ وکړ چي جنرال مومن چي يو خلقي پښتون وو او د حيرتان د چاوڼۍ قومندان و بدل کړي،مومن د دوستم په ملاتړ بيرته راوګرځيد،دوستم په دې طريقه سره  مزار  شريف تر خپل کنترول لاندي راوست.چي دا د پراخ چور او چپاول لامل شو،په دې وخت كي جنبش په بغلان،سمنګان،بلخ،جوزجان،سرپل او فارياب کي حاکم ګوند و.

د کابل جګړه (1992-1994) سمول

کله چي د نجيب الله حکومت د 1992 کال په اپرېل کي سقوط وکړ،جنبشي ځواکونه کابل ښار ته داخل شول او په يوه مياشت كي يې د مرجان تپه،بالا حصار،کابل هوايي ډګر،زاړه مکرويان او چمن حضوري ونيول.او په مرجان تپه او بالا حصار باندي يې توپخانې کېښودلې.د هوايي ډګر په نيولو سره يېد ډاکټر نجيب الله د تېښتي مخه ونيوله او هغه يې دې ته مجبور کړ چي د ملګرو ملتونو په دفتر کي پناه واخلي .

د 1992په مۍ مياشت كي جنرال مجيد روزي د پوځ عمومي قومندان وو،جنرال همايون فوځي د سياسي چارو مشر،جنرال جورا بېګ د وسلو مشر او جنرال امين الله کريم د لوجيسټيک مشر وو.

د 1992 په جولاى کي دوستم احمد شاه مسعود ته د يوې عمومي قرارګاه د جوړولو وړانديز وکړ تر څو په سيمه کي ځواکونه کنترول کړي،که څه هم مسعود دغه وړانديز رد کړ چي په پايله کي د اخوډب لامل شو.

له حزبي اسلامي سره اتحاد او د کابل ماتي (1994) سمول

له جمعيت سره د اړيكو له خرابېدلو وروسته د 1994 په جنوري کي [[د افغانستان اسلامي حزب]] سره د اتحاد هڅه وکړه.که څه هم جنبش په دې کار سره خپلي زياتي سيمي له لاسه ورکړې.د 1994کال د جنوري او جون تر منځ ډېر وحشي جنګونه پېښ شول چي 25000خلک په کي ووژل شو.

د مزار شريف نيول او په شمال کي  پراخېدل  سمول

دکابل له لاسه ورکول په شمال کي د جمعيت د ځواکونو د شاتګ لامل شو. په مزار کي له درنې جګړې وروسته،جمعيت شاتګ وکړ،ددې جګړې په اړه د جنسي تېريو او قتل پراخ راپورونه خپاره شوي.د مزار له نيولو وروسته دوستم په شمال کي د ځان د قوي کولو کوشش وکړ.

د جنرال عبدالمالک پهلوان ماتي (1996) سمول

په 1996 کال په جون  کي رسول پهلوان د خپل ساتونكي په واسطه ددوستم په امر ووژل شو،په 1997  کي د جنبشي قواوو يو ګروپ د رسول له ورور سره يو ځاى له جنرال عبدالمالک سره يو ځاى شول. جنرال مالک له طالبانو سره يو ځاى شو او دوستم يې د څلورو مياشتو لپاره له هيواده بهر کړ،چي دوستم ترکيې ته تېښته وکړه.که څه هم مالک ډېر ژر له طالبانو سره خيانت وکړ،او په زرګونو طالب زندانيان يې شهيدان کړل.

له دې وروسته دوستم هيواد ته راغى او د فارياب د جګړې پر مهال يې مالک ته ماتي ورکړه.د جنرال مالک دپوځ زيات کسان بيرته د دوستم تر مشري لاندي له جنبش ګوند سره يو ځاى شو.د دوستم قواوو په فارياب کي زيات پښتانه لوټ  کړل.دوستم هغه مهال زيات کمزورى شو کله چي د 1998 په جولاى کي طالبانو د هرات_ميمنې لاره ونيوله،او په اګست کي يې مزار شريف ونيو.

  د طالبانو سقوط (2001) سمول

د افغانستان د اسلامي امارت له سقوط وروسته جنبش هم د امريكاپه  وسيله د افغانستان له اشغال سره ملګرى شو.

پر انساني حقوقو تېرى سمول

جنبشي ځواکونه په ځانګړي ډول پر انساني حقوقو په تېري کي ښکېل وو،په ځانګړي توګه د افغانستان په شمال کي د1992-2001 کلونو کي،او د کابل جګړې پر مهال د کابل په شاوخواكي .تر کنترول لاندي سيمو کي د پراخ چور او چپاول له امله دوئ ته د ګيلم جم لقب ورکړل شو،چي ددې معنى ده فرش ټول شو .د جنبش تر کنترول لاندي سيمي د انساني حقونو د پايمال زړه بوږنوونکي ساحې وې،چي د تښتوني،قتل او چور چپاول پېښي په کي شاملي دي.په 2016 كال كي د بشري حقوقو د ساتني نړيوالي موسسې  جنبشي ملېشه په فارياب ولايت کي په وژنو او انساني حقوقو ته په بې احترامي تورنه کړه

دا هم وګورئ  سمول


سرچينې  سمول

انګلېسي ويکيپېډيا National islamic movement of afghanistan