د افریقا لپاره هلې ځلې

د افریقا لپاره هلې ځلې، چې د افریقا وېش یا د افریقا سوبه هم ورته ویل کېږي، د یوې لنډې مودې په بهیر کې د اووه لوېدیځو اروپایی ځواکونو لهخوا د افریقا د ډېرو برخو یرغل، الحاق ، وېش او استعمار و چې تاریخ پوهان يې د نوي امپریالیزم په نامه پېژني (۱۸۸۱ او ۱۹۱۴ز). د افریقا لس سلنه برخه چې په ۱۸۷۰ ز کې د اروپا تر رسمي کنټرول لاندې وه ،تر ز۱۹۱۴ پورې نږدې۹۰ سلنې ته لوړه شوه، یوازې ایتوپیا (حبشه) او لایبریا خپلواک پاتې شول، که څه هم ایتوپیا وروسته په ۱۹۳۶ز کې د ایټالیا له خوا یرغل او ونیول شوه.[۱]

په ۱۸۸۴ ز کال کې د برلین غونډه، چې په افریقا کې یې د اروپا استعمار او سوداګرۍ تنظیمه کړه، معمولا د افریقا لپاره د هڅو د پیل ټکی بلل کېږي. د نولسمې پیړۍ په وروستۍ ربع کې د اروپا د سترواکۍ ترمنځ د پام وړ سیاسي سیالیو شتون درلود. د افریقا وېش، د اروپایی هېوادونو تر منځ پرته له جنګه پېښ شو. [۲][۳][۴]

مخینه سمول

په ۱۸۴۰ ز کال کې، د اروپا سوداګرو د سمندر په اوږدو کې کوچنۍ سوداګریزې پوستې جوړې کړې، خو دوی به کله ناکله د هېواد دننه تلل او له سمندر سره نږدې پاتې کېدل یې غوره ګڼل. دوی په اصل کې، له ځایی خلکو سره سوداګرۍ کوله. د لویې وچې ډېری برخې د اروپایانو لپاره د اوسیدو وړ نه وې، ځکه چې د استوایی ناروغیو له امله، لکه: ملاریا د دوی د مړینې کچه لوړه شوې وه.[۵]

ان د ۱۸۷۰ز لسیزې په وروستیو کې، د افریقا لویه وچه یوازې لس سلنه د اروپایانو تر کنټرول لاندې وه، د دوی ټولو سیمو له سمندر سره نږدې ځای ځایګی درلود. تر ټولو مهم ملکیتونه انګولا او موزمبیق وو، چې د پرتګال په لاس کې وو. د کیپ مستعمره، د بریتانیا له خوا نیول شوې وه او الجزایر د فرانسې تر ولکې لاندې و. په ۱۹۱۴ز کې، یوازې ایتوپیا او لایبریا د اروپا له کنټرول نه خپلواک پاتې شول او لایبریا د متحده ایالاتو سره پیاوړې اړیکې درلودې.[۶][۷]

له لومړۍ نړیوالې جګړې نه دمخه ناورینونه سمول

د کانګو ښکېلاک سمول

د ډیویډ لیوینسټون سپړنې، چې د هنري مورټن سټینلي لهخوا ترسره شوې، د استعمار لپاره د سټینلي له غوره نظرونو سره په زړه پورې تصورونه رامنځته کړل، خو د ځینو ستونزو او کړنو له امله دوی لږ ملاتړ ترلاسه کړ، پرته له دویم لیوپولډ له بلجیم نه چې په ۱۸۷۶ ز کې یې د افریقا نړیواله ټولنه (د کانګو ټولنه) تنظیم کړې وه.

له ۱۸۶۹ ز نه تر ۱۸۷۴ ز پورې، سټینلي په پټه توګه د دویم لیوپولډ له خوا د کانګو سیمې ته واستول شو، هغه هلته د کانګو سیند په اوږدو کې له ډېرو افریقایي مشرانو سره تړونونه وکړل، چې تر ۱۸۸۲ز پورې یې د کانګو د خپلواک دولت بنسټ جوړولو لپاره کافي ساحه درلوده.[۸][۹][۱۰]

سویز کانال سمول

فرانسوي ډیپلومات فرډینند ډی لیسیپس د سویز کانال د جوړولو لپاره، په ۱۸۵۴-۵۶ز کې له اسماعیل پاشا نه ډېری امتیازات، د مصر خدیو او سوډان نه ترلاسه کړي وو. ځینې ​​سرچینې د کار ځواک ۳۰۰۰۰ تنه اټکل کوي، خو ځینې نور اټکل کوي چې ۱۲۰۰۰۰ کاریګران په لسو کلونو کې د خوارځواکۍ، ستړیا او ناروغیو، په ځانګړې توګه د کولرا له امله مړه شوي دي.[۱۱][۱۲]

په ۱۸۶۹ ز کې د دې بشپړېدو نه لږ وخت دمخه، خیدیو اسماعیل د بریتانوي او فرانسوي بانکدارانو نه د سود په لوړه کچه ډېرې پیسې پور کړې. په ۱۸۷۵ ز کې، هغه له مالي ستونزو سره مخامخ و او دې ته اړ شو، چې په سویز کانال کې د خپلو ونډو بلاک وپلوري.[۱۳][۱۴][۱۵]

د برلین غونډه (۱۸۸۴-۸۵ز) سمول

د مصر اشغال او د کانګو لاس ته راوړل د افریقا د خاورې د نیولو لپاره لومړی لوی خوځون و. په ۱۸۸۴ز کې، اوټو فون بسمارک په ۱۸۸۴-۸۵ زکې د برلین غونډه، د افریقا د ستونزو په اړه د بحث لپاره رابللې وه.[۱۶]

په داسې حال کې چې د غلامانو د پاتې سوداګرۍ د پای ته رسولو او د تبلیغي فعالیتونو د پای ته رسولو په اړه ډیپلوماټیک بحثونه ترسره شو - د حاضرو کسانو لومړنۍ اندېښنه دا وه چې، د اروپایی ځواکونو ترمنځ د جګړې مخه ونیسي، ځکه چې دوی لویه وچه په خپل منځ کې وېشلې وه.[۱۷][۱۸][۱۹]

د مراکش ناورین سمول

که څه هم د ۱۸۸۴-۸۵ ز برلین غونډې د افریقا د هڅې لپاره مقررات ټاکلي وو، خو دې سیال امپریالیستان کمزوري نه کړه. په ۱۸۹۸ز کې د فشودا پېښه، چې د لندن او پاریس د یو بل د ادعاوو په اړه په غوصه شوي وو، په پایله کې یې په ۱۹۰۴ز کې د Entente Cordiale لاسلیک کولو لامل شو، چې د دواړو ترمنځ یې د سولې ضمانت وکړ.

په دې توګه، قیصر دویم ویلهلم د ۱۹۰۵ ز کال د مارچ ۳۱ له تانګیر نه لیدنه وکړه او د مراکش د خپلواکۍ په اړه یې وینا وکړه، چې په مراکش کې یې د فرانسې نفوذ وګواښه. په مراکش کې د فرانسې نفوذ په ۱۹۰۴ ز کې د بریتانیې او هسپانیې له خوا بیا تایید شوی و. د قیصر وینا، د فرانسې ملتپالنه پیاوړې کړه او د بریتانیې په ملاتړ یې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر تیوفیل ډیلکاسي سرغړونه غوره کړه.[۲۰]

درویش مقاومت سمول

د نولسمې پیړۍ په پای کې د برلین له غونډې وروسته، انګلیسانو، ایټالویانو او ایتوپیایانو غوښتل د هغو ځمکو ادعا وکړي چې د سومالیا د اوسیدونکو وې.

د درویش غورځنګ له ۱۸۹۵نه تر ۱۹۲۰ ز کلونو پورې شتون درلود. دې غورځنګ یو امیر، سید محمد عبدالله حسن درلود، چې ترکانو د ۱۹۱۰ ز کلونو په اوږدو کې د سومالیا د امیر په توګه د حسن واک پراخ کړ او جرمنيانو ژمنه وکړه، چې په رسمي ډول به ټولې هغه سیمې چې درویشانو لاسته راوړې وي، په رسمیت وپېژني.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د غلامۍ لغوکول سمول

په لوېدېځې اروپا کې د غلامۍ پر وړاندې د خوځون دوام، د افریقا د سوبې او استعمار لپاره یو دلیل او عذر وګرځېد. دا د بروکسل د غلامۍ ضد غونډې ۱۸۸۹-۹۰ز مرکزي موضوع وه. د افریقا لپاره د هڅو په بهیر کې، د ټولو استعماري رژیمونو لومړنی تمرکز، د غلامۍ او د غلام سوداګرۍ لغوکول و. د فرانسې په لوېدیځه افریقا کې، د فرانسې له خوا د سوبې او لغوکولو وروسته، د ۱۹۰۶ او ۱۹۱۱ ز کلونو ترمنځ له یو میلیون څخه ډېر غلامان له خپلو بادارانو نه پخوانیو کورونو ته وتښتیدل.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

ښکېلاک، د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې سمول

د نوي امپریالیزم د دورې په بهیر کې، د ۱۹ مې پیړۍ په پای کې، اروپا نږدې ۹۰۰۰۰۰۰ مربع مایله (۲۳۰۰۰۰۰۰ km) - د نړۍ د ځمکې د مساحت پنځمه برخه، خپلو بهرنیو استعماري ملکیتونو ته ورزیاته کړه. د اروپا په رسمي ملکیتونو کې اوس د ایتوپیا، لایبیریا او ساګویا الحمرا پرته ټوله د افریقا لویه وچه شامله ده، چې وروستنۍ به یې د هسپانیې له صحرا سره یوځای شي.[۳۰][۳۱]

د ۱۸۸۵ او ۱۹۱۴ ز کلونو ترمنځ، انګلستان د افریقا نږدې ۳۰٪ نفوس تر خپل واک لاندې راوست؛ د فرانسې لپاره ۱۵٪، د پرتګال لپاره 11٪، د آلمان لپاره ۹٪، د بلجیم لپاره ۷٪ او ایټالیا لپاره ۱٪.[۳۲]

خپلواک دولتونه سمول

لایبریا د افریقا یوازینی هېواد و چې د متحده ایالاتو تر استعمار او ساتنې لاندې و. لایبیریا د امریکا د استعمار ټولنې له خوا تاسیس، استعمار او کنټرول شوې وه، دا یو خصوصي سازمان و، چې په ۱۸۲۲ ز کې د متحده ایالاتو او کیریبین ټاپوګانو نه د افریقا-امریکا او کرابین غلامانو د بېرته استولو لپاره تاسیس شوی و. لایبیریا د جولای په ۲۶، ۱۸۴۷ ز کې د امریکا د استعمار له ټولنې نه خپله خپلواکي اعلان کړه. لایبریا د افریقا ترټولو زوړ جمهوریت او په نړۍ کې (له هایټي وروسته) دویم زوړ تورپوستی جمهوریت دی.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچینې سمول

  1. Douglas Jardine, p. 250 "An imaginary line was drawn roughly from Ankhor on the sea-coast through Eil Dur Elan to Badwein at the eastern extremity of the Ain Valley, and thence south-west to the southern border at a point where it is intersected by the 46th degree of longitude. It was our object to confine Dervish activities to their side of this line and to afford protection to the friendly tribes on our side."
  2. Brantlinger, Patrick (1985). "Victorians and Africans: The Genealogy of the Myth of the Dark Continent". Critical Inquiry. 12 (1): 166–203. doi:10.1086/448326. JSTOR 1343467. S2CID 161311164. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. R. Robinson, J. Gallagher and A. Denny, Africa and the Victorians, London, 1965, p. 175.
  4. Shillington 2005، ص. 301.
  5. Thomas Pakenham, The Scramble for Africa: White Man's Conquest of the Dark Continent from 1876 to 1912 (1991) ch 1
  6. Compare: Killingray, David (1998). "7: The War in Africa". In Strachan, Hew (المحرر). The Oxford Illustrated History of the First World War: New Edition (الطبعة 2). Oxford: Oxford University Press (نشر 2014). د کتاب پاڼې 101. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-164040-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۷. In 1914 the only independent states in Africa were Liberia and Abyssinia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Quinine". broughttolife.sciencemuseum.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hochschild, Adam (1999). King Leopold's Ghost: A Story of Greed, Terror, and Heroism in Colonial Africa. New York: Mariner Books. د کتاب پاڼې 281. OCLC 1105149367. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-358-21250-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Fisher, Josephine Lucy (2010). Pioneers, settlers, aliens, exiles : the decolonisation of white identity in Zimbabwe. Canberra: ANU E Press. د کتاب پاڼي 1. OCLC 513442095. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-921666-15-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Francis, J. (1893). "The Athenæum: A Journal of Literature, Science, the Fine Arts, Music, and the Drama". The Athenæum. 2: 281. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. L'Aventure Humaine: Le canal de Suez, Article de l'historien Uwe Oster Archived 2011-08-19 at the Wayback Machine..
  12. BBC News website:The Suez Crisis  – Key maps.
  13. Middleton, John (2015). World monarchies and dynasties. Armonk, NY: Routledge. د کتاب پاڼې 273. OCLC 681311754. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317451587. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hurst, Ryan (2009-07-15). "Mahdist Revolution (1881-1898) •". BlackPast (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Domke, D. Michelle (November 1997). "ICE Case Studies; Case Number: 3; Case Identifier: Sudan; Case Name: Civil War in the Sudan: Resources or Religion?". Inventory of Conflict and Environment (via the School of International Service at the American University). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Stig Förster, Wolfgang Justin Mommsen, and Ronald Edward Robinson, eds. Bismarck, Europe and Africa: The Berlin Africa conference 1884-1885 and the onset of partition (Oxford UP, 1988).
  17. "The Redemption of Africa". The Church Missionary Review. 51: 483. 1900. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Wack, Henry Wellington (1905). The Story of the Congo Free State: Social, Political, and Economic Aspects of the Belgian System of Government in Central Africa. New York and London: G. P. Putnam's Sons. د کتاب پاڼي 541. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Ch. 18: Colonial Encounters, Indian Responses & the Scramble for Africa". Reflections on World History. 2013-10-15. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Sean M. Lynn-Jones, "Detente and deterrence: Anglo-German relations, 1911-1914." International Security 11#2 (1986): 121-150 online.
  21. War Office, Great Britain (1907). OFFICIAL HISTORY OF THE OPERATIONS IN SOMALILAND, 1901-04. د کتاب پاڼې 48. "He acquired some notoriety by seditious preaching in Berbera in 1895, after which he returned to his tariga in Kob Faradod, in the Dolbahanta, الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. British War Office, 1901-04, page 319, year 1907 "The instructions to Kenna were "to endeavour by every means to locate the position of the Haroun, and having done so, to try and surprise it by long-distance marching with his mounted troops""
  23. Hoehne, Markus V. (2016), "Dervish State (Somali)", The Encyclopedia of Empire (په انګلیسي ژبه کي), John Wiley & Sons, Ltd, د کتاب پاڼي 1–2, doi:10.1002/9781118455074.wbeoe069, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-45507-4, د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. I.M. Lewis, The Modern History of Somaliland: from nation to state (Weidenfeld & Nicolson: 1965), p. 78.
  25. Thomas P. Ofcansky, Historical Dictionary of Ethiopia (The Scarecrow Press, Inc.: 2004), p. 405.
  26. Shillington, Kevin (2005). Encyclopedia of African history. New York: CRC Press, p. 878
  27. Manning, Patrick (1990). Slavery and African Life: Occidental, Oriental, and African Slave Trades. London: Cambridge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Lovejoy, Paul E. (2012). Transformations of Slavery: A History of Slavery in Africa. London: Cambridge University Press.
  29. Martin Klein, ‘Slave Descent and Social Status in Sahara and Sudan’, in Reconfiguring Slavery: West African Trajectories, ed. Benedetta Rossi (Liverpool: Liverpool University Press, 2009), 29.
  30. Richard Rathbone, "World war I and Africa: introduction." Journal of African History 19.1 (1978): 1-9.
  31. James Joll and Gordon Martel, The Origins of the First World War (4th ed. 2006) pp 219-253.
  32. William Mulligan, The Origins of the First World War (2017) pp 230-238.
  33. "Colonization - The African-American Mosaic Exhibition | Exhibitions (Library of Congress)". www.loc.gov. 2010-07-23. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Constitution of the Republic of Liberia: July 26, 1847 as Amended to May 1955. M. Nijhoff. 1965. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Allan Forbes, Edgar (September 1910). "Notes on the Only American Colony in the World". National Geographic Magazine. September 1910 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Chapman, Mark (2 March 2018). "Adwa Day in Ethiopia | Tesfa Tours". www.tesfatours.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)