د افریقايي الاصله - امریکایي مېرمنو د رايې ورکولو غورځنګ

افریقایي الاصله-امریکایي مېرمنو په ۱۸۳۰ کلونو کې د سیاسي حقونو لپاره لاریون پیل کړ. د بوسټون ښځینه د غلامۍ ضد ټولنه، د فلاډیلفیا ښځینه د غلامۍ ضد ټولنه او د نیویارک ښځینه د غلامۍ ضد ټولنه جوړه کړه. دغه ګڼ کلتوریزې ډلې د ښځو د سیاسي نظریاتو بنسټیزې څرګندوونکې وي او دوی په مستقیم ډول د کورنۍ جګړې څخه مخکې او وروسته د رايې ورکولو د حقونو فعالیت ته لاره هواره کړه. د نولسمې پیړۍ په اوږدو کې افريقايي الاصله - امريکايي مېرمنو لکه هیریټ فورټین پورویس (Harriet Forten Purvis)، مري این شاډ کیري (Mary Ann Shadd Cary)، او فرانسیس ایلن واتکینز هارپر (Frances Ellen Watkins Harper) په یو وخت کې په دوو جبهو کې کار کاوه. د افريقايي الاصله - امریکایي نارینه وو او سپین پوستو مېرمنو یادونه کوله چې غوښتل یې چې تور پوستې مېرمنې قانوني حقونو ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د رايې ورکولو حق ته.[۱][۲]

له کورنۍ جګړې څخه وروسته د ښځو د حقونو فعالانو په دې اړه اختلاف درلود، چې ایا د پينځه لسم تعدیل د تصویب ملاتړ وکړي، چې د نژاد په پام کې نیولو پرته د رايې ورکولو حقونه چمتو کوي، مګر په ښکاره توګه د ښځو حق نه ورکوي؟ د ښځو په غورځنګ کې د پاشل کېدلو پایله د افریقايي الاصله - امریکایي مېرمنو په محرومتیا سره پای ته ورسیده، چې بیا يې هم د رايې ورکولو فعالیت ته دوام ورکړ. په ۱۸۹۰ لسیزه کې د ښځو د رايې ورکولو غورځنګ په زیاتیدونکې توګه توکم پال او جلاوطنه شو او افریقایي الاصله-امریکایي مېرمنې په جلا توګه د محلي مېرمنو کلبونو او د رنګ لرونکو مېرمنو ملي اتحادیې له لارې تنظیم شوې. ښځو په ۱۹۱۰ لسیزه کې په لسګونو ایالتونو کې رايې وګټلې او افریقايي الاصله - امریکایي مېرمنې د رايې ورکولو یو پیاوړی بلاک شو.[۳][۴][۵]

د رايې ورکولو مبارزه په ۱۹۲۰ کې د نولسم تعدیل په تصویب سره پای ته ونه رسیده، چې د راېې ورکولو حقونه یې په پراخه کچه پراخ کړل، مګر د توکمیز تروریزم په اړه يې کوم څه ونه ويل چې په سويلي ایالتونو کې یې د جنس په پام کې نیولو پرته افریقايي الاصله-امریکایانو ته د رايې ورکولو مخه ونیوله. مېرمنو لکه فاني لو هامر(Fannie Lou Hamer)، ایلا بیکر (Ella Baker)، او ډیان نیش (Diane Nash) د ټولو لپاره د رايې ورکولو د حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکړ، چې د ۱۹۶۵ کال د رايې ورکولو د حقونو د قانون په تصویب سره پای ته ورسید.[۴]

د غورځنګ منشاء

سمول

د ښځو د رايې ورکولو د غورځنګ اصلیت په «د غلامۍ د له منځه وړونکي غورځنګ» (Abolitionist Movement) پورې تړلی دی. د لوړې طبقې سپين پوستو مېرمنو په تېره بيا د غلامۍ له استعارې څخه په ګټې اخيستنې سره په لومړي ځل په واده او شخصي ډګر کې خپل ظلمونه څرګند کړل او په لومړي ځل يې د غلامۍ د له منځه وړلو په ملاتړ د حرکت په کولو سره سياسي شعور ته وده ورکړه. لوکريشا موټ (Lucretia Mott)، الیزابیت کیډي سټینټون (Elizabeth Cady Stanton) او ماریا ویسټون چپمن (Maria Weston Chapman) د غلامۍ د له منځه وړونکو لومړنیو ښځو له ډلې څخه وې. د غلامۍ د له منځه وړلو غورځنګ د دې لامل شو تر څو ښځې چې مخکې به یې د مېرمنو او میندو په توګه ژوند کاوه، په عامه توګه د جنسیت ننګونه وکړي او زده کړي چې څنګه په سیاسي ډګر کې د فعالینو په توګه ښکېل شي. که څه هم د افریقايي الاصله ـ امریکایي مېرمنو د رايې ورکولو غورځنګ د ښځو د رايې مختلف رګ يا بهير و. د غلامۍ د له منځه وړونکو فعالینو چې د مساوي حقونو ټولنې مشري یې کوله لکه الیزابیت کیډي سټینټون (Elizabeth Cady Stanton)) او سوسن بی انتوني (Susan B. Anthony) په لومړيو کی یې سپینه يانې واضحه اجنډا درلوده. له کورنۍ جګړې وروسته څرګنده شوه چې تور پوستې او سپین پوستې ښځې په دې اړه بېل نظرونه لري چې ولې د رايې ورکولو حق اړین دی. د سپینو پوستو رايه ورکوونکو برعکس، تورپوستې مېرمنې د ځان او نارینه وو له پاره د رايې ورکولو په لټه کې وي ترڅو تور پوستې ټولنې غښتلې کړي، څوک چې د ۱۸۰۰یمې لسیزې په وروستیو کې له ازادۍ څخه وروسته په یو ډول توکمیز ترهګرۍ کې را اېسار شوي و.[۶][۷][۸]

د غورځنګ پاشل کېدل

سمول

توکم پالنه چې د شلمې پیړۍ په پیل کې یې تعریف شوی و، تور پوستې ښځې له هر اړخ څخه مظلومې وې: لومړی د ښځو په توګه د دوی د حیثیت له پاره او بیا د دوی د نسل له پاره. ډېری سیاسي ښکیلې افریقایي الاصله - امریکایی مېرمنې په ابتدايي توګه د نژادي مساوات په مسئلو کې پانګونه شوې وې، البته د دويمې موخې په توګه د رايې ورکولو په حق سره. د سینیکا فالس (Seneca Falls) کنوانسیون چې په پراخه کچه د ښځو د حقونو د لومړي کنوانسیون په توګه ستایل شوی دی، ډېری وختونه د ښځو د رايې ورکولو په غورځنګ کې د نژادي توپیر مخکینۍ تشکيل شوی حسابېږي. د سینیکا فالس (Seneca Falls) اعالمیه د لوړې طبقې واده شوو مېرمنو د سياسي حالت تحلیل وړاندې کوي، مګر د کارګرې طبقې سپین پوستو مېرمنو یا تور پوستو مېرمنو مبارزې ته یې اشاره نه ده کړې. په شلمې پیړۍ کې د جلا شوي سیاسي فعالیت یوه بېلګه راڅرګنده شوه. لکه څنګه چې تورپوستې او سپین پوستې ښځې په ټولیز غورځنګ کې د طبقاتي او نژادي تاوتریخوالي له امله جلا او د غورځنګ په موخو او سیاسي شعور کې يې بنسټیز توپیر تنظیم شوې.[۶]

تورپوستې ښځې په څو اړخیزو فعالیتونو کې ښکیلې وې. ځکه چې دوی ډېری وخت د مدني حقونو د لاسته راوړلو موخه له نورو موخو څخه نه جلا کوله، او په پراخه کچه توکم پالنه د دوی د څو اړخیز فعالیت بیړنۍ اړتیا ته وده ورکړه. ډېری تورپوستې مېرمنې چې د قانوني حق د پراختیا ملاتړ یې کاوه د تورپوستو نارینه او ماشومانو تر څنګ د تورپوستو مېرمنو ژوند ښه کولو په لټه کې وې، چې دوی یې په بنسټیز ډول د خپلو سپین پوستو سیالانو څخه بېل کړل. په داسې حال کې چې سپین پوستې مېرمنې د حق العبور په ترلاسه کولو متمرکزې وې، تورپوستې مېرمنې په ځانګړې توګه د ښځو په توګه د دوی د انفرادي ښه والي په پرتله په ټولیزه توګه د خپلو ټولنو د ښه والي په لټه کې وې. د ښځو د نسل او طبقې په برخه کې انګیلا ډیوس (Angela Davis) تشرېح کوي چې: "تورپوستې مېرمنې د خپلو نارینه وو سره په هغه ظلم کې مساوي وې چې دوی ورسره مخ دي ... او دوی د غلامۍ پر ضد د دوی د نارینه وو سره په مساوي جذبې مقاومت وکړ"، چې د دوی د ډېر ټوليز فعالیت سرچینه په ګوته کوي. له کورنۍ جګړې څخه وروسته ډېری افریقایي الاصله-امریکایي مېرمنو د سیاسي ډګر په سر کې د خپلو ګټو د ساتلو له پاره مبارزه وکړه. ځکه چې ډېری اصلاح کوونکو په خپلو بیانونو کې داسې انګیرله چې "تور باید نارینه وي او ښځه سپینه وي".[۹]

د افریقايي الاصله - امریکایي مېرمنو محرومیت

سمول

په ۱۸۹۰ کې دوه سیال سازمانونه «د ښځو د رايې ورکوونکو ملي ټولنه» او «د امریکا د ښځو د رايې ورکولو ټولنه» سره یوځای شول، چې د امریکا د ښځو د رايې ورکولو ملي ټولنه (NAWSA) جوړه کړي. لکه څرنګه چې NAWSA د خپلې موخې له پاره ملاتړ ترلاسه کول پیل کړل، د هغې غړي پوهیدل چې د افریقايي الاصله - امریکایي مېرمنو بېلوالی به ډېر ملاتړ ترلاسه کړي. په پایله کې د ښځو د رايې ورکولو د پخوا په پرتله ډېر تنګ نظر غوره کړ. NAWSA یوازې د سپین پوستو مېرمنو له پاره د حق په ورکولو تمرکز درلود. افريقايي-امريکايي ښځو د "تور ضد" يانې تور پوستو پر ضد ښځو د رايې ورکولو د غورځنګ تجربه پيل کړه. د ښځو د رايې ورکولو ملي اتحادیې د شمال ختیځ د رنګینو مېرمنو کلبونو فدراسیون د دې وړ وباله چې د تورپوستو مېرمنو په اړه د سویلي سپین پوستو مېرمنو چلند له کبله د دې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړي. د سویلي سپین پوستو ویره درلوده، چې افریقایي الاصله امریکایان به ډېرې سیاسي ګټې ترلاسه کړي، په دې توګه به واک ترلاسه کړي او افریقايي الاصله - امریکایي ښځینه رايې ورکوونکي به د دې بدلون په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د ښځو د رايې ورکولو غورځنګ د هیریټ توبمن (Harriet Tubman) او سوجورنر ټروت (Sojourner Truth) په شان مېرمنو سره پیل شو او د ایډا بی ویلز (Ida B. Wells)، مریم چرچ ټیریل (Mary Church Terrell)، ایلا بیکر (Ella Baker)، روزا پارکس (Rosa Parks)، انګیلا ډیوس (Angela Davis) او ډېرو نورو ښځو ته يې وده ورکړه. دې ټولو ښځو خورا مهم رول لوبولی. لکه: د مخ پر ودې پرمختګ او هڅو کې د افريقايي الاصله - امریکایي ښځو د بې برخې کولو پای ته رسولو کې مرسته. له دغو ښځو سره د سپین پوستو سویلي او شمالي ښځو له خوا تبعیض شوی، ځورول شوې او جنسي ځورول شوې وې، مګر بیا هم پیاوړې او ثابتې پاتې وي او دا ځواک له یوه نسل بل نسل ته لیږدول شوی. دا نن ورځ يانې اوس هم په افریقایي الاصله - امریکایي کورنیو کې ترسره کیږي، چې "افریقايي الاصله ـ امریکایي مېرمنې د امریکا په لویدیځ کې د خپل ټول تاریخ په برخه کې سیاسي فعالې وې، مګر د اوږدې مودې لپاره یې د رايې ورکولو او دفتر ساتلو حق په ردولو سره غير دودیزو سياستونو ته ورګرځېدلې دي.[۱۳]

په ۱۹۷۰ کې د انجیلا ډیوس (Angela Davis) له نیول کېدو څخه وروسته، نوموړې یوه سیاسي زندانۍ شوه. د انګیلا د خوشې کولو لپاره په ټوله نړۍ کې ملي او نړیوال لاریونونه وشول. د دوو کلونو په جریان کې چې هغې په زندان کې تیر کړل، مېرمن ډیوس (Davis) د بې عدالتۍ په اړه مقالې ولوستلې او لیکلې او د هغې د دفاع له پاره يې ځان د همکار مشاور په توګه چمتو کړ. بالاخره ډیوس (Davis) په ۱۹۷۲ کې په ضمانت خوشې شوه او وروسته ورته په محاکمه کې له ټولو جنایي تورونو څخه برائت ورکړل شو.[۱۴]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Gordon, Ann D. (1997). African American Women and the Vote 1837-1965. Amherst: University of Massachusetts Press. pp. 2, 27. ISBN 1-55849-058-2.
  2. Flexner, Eleanor (1996). Century of Struggle. Cambridge, Mass.: Belknap Press. pp. 38–49. ISBN 0674106539.
  3. Giddings, Paula J. (1984). Where and When I Enter... The Impact of Black Women on Race and Sex in America. New York: William Morrow. pp. 64–83. ISBN 0688019439.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Terborg-Penn, Rosalyn (1998). African American Women in the Struggle for the Vote, 1850–1920.
  5. Jones, Martha S. (2020). Vanguard: How Black Women Broke Barriers, Won the Vote, and Insisted on Equality for All. New York: Basic Books. ISBN 9781541618619.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Davis, Angela. Women, Race and Class. Random House, 1981. Print.
  7. "For Stanton, All Women Were Not Created Equal". NPR. 13 July 2011.
  8. Staples, Brent (July 28, 2018). "How the Suffrage Movement Betrayed Black Women". The New York Times. نه اخيستل شوی March 8, 2019.
  9. Goodier, Susan, and Karen Pastorello. "A Fundamental Component: Suffrage for African American Women." Women Will Vote: Winning Suffrage in New York State, Ithaca/London: Cornell University Press, 2017, pp. 71–91. JSTOR, .
  10. Buechler, Steven M. (1990). Women's Movement in United States: Woman Suffrage, Equal Rights and Beyond. Rutgers University Press.
  11. Mezey, Susan Gluck (1997). "The Evolution of American Feminism". The Review of Politics. 59 (4): 948–949. doi:10.1017/s0034670500028461. JSTOR 1408321.
  12. Terborg-Penn, Rosalyn (2004). "Discontented black feminists: prelude and postscript to the passage of the nineteenth amendment". In Bobo, J. (ed.). The Black Studies Reader. New York: Routledge. pp. 65–78.
  13. Prestage, Jewel (May 1, 1991). "Quest for African American Political Woman". American Academy of Political Science. 515: 88–103. doi:10.1177/0002716291515001008.
  14. Barnett, Bernice McNair. Race, Gender & Class. 2003, Vol. 10, Issue 3, pp. 9–22. (Davis, 1971b; 1974).