د اصحابو عدالت

د څېړونکي سريزه د نبي کريم محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم ټول ياران ان که د يوې شېبې لپاره يې هم کتلى وي،عزتمن، د درناوي وړ او زموږ د سترګو تور دي . دوى د ايمان او کړو وړو له اړخه په بېلابېلو درجو کې پراته دي،چې ځينې يې په قرآن کې ستايل شوي او ځينې پکې دوه مخي وو،چې په دې اړه په قرآن او سنتو کې يادونه شوې ده،دغسې ځينو يې د رسول اکرم تر وفات وروسته په ديني احکامو کې ادلون بدلون او بدعت رامنځ ته کړ او ځينې يې مرتدان شول . او د رسول الله (ص) د وينا له مخې : (( زه به تر تاسې ړومبى د (کوثر) ډنډ پر غاړه يم؛نو چې څوک راغى او له ډنډ يې وڅښل،بېخي به تږى نشي او په حقيقت کې ځينې اقوام به راته راشي،چې زه يې پېژنم او هغوى مې هم پېژني بيا نو زما او د هغوى ترمنځ بېلتون غورځي .)) نو ځکه موږ بايد د قرآن او سنتو په رڼا کې تېر تاريخ ته له سره کتنه وکړو،چې کوم يې د پورته حديث مصداق واقع دي،چې تردې وروسته په "توحيدي ليد" خپلې عقيدې وارزوو . دا راټولونه د اسلامي نړۍ د سترو عالمانو شننې دي،چې دې موخې ته د رسېدو لپاره راسره لاسنيوى کوي.

په ديني مينه قاري عزت الله حنيف د اصحابو عدالت د خلفاوواواهل بيتو په ښوونځيو کې د صحابي تعريف : ١_ د خلفاوو په ښوونځي کې د صحابي تعريف .

ابن حجر د خپل کتاب (( الا صابه )) په سريزه ( د لومړي ټوک ، لسم مخ ) کې صحابي داسې تعريفوي : 
(( صحابي هغه دى ، چې پېغمبراکرم ( ص) يې ليدلى وي ، ايمان يې پرې راوړى او مسلمان مړ شوى وي ، که له پېغمبراکرم (ص) سره ليده کاته اوملگرتوب لږ وي يا ډېر،روايت يې ترې کړى وي يانه،ورسره غزاته تللى وي يا نه،داټول وگړي زموږ په تعريف کې : (( چا چې پېغمبر اکرم ليدلى وي ))ځايېږي ان که يوازې يو ځل يې پېغمبر اکرم ليدلى وي او ورسره ناست هم نه وي او يا يې د ړوندوالي له امله آنحضرت په خپلو سترگونه وي ليدلى .)) 

دهمدې کتاب په شپاړسم مخ کې ليکي:

(( [ پورته وينا ]داسې يو کچ او تول دى،چې ورباندې په پوهېدو د ډېروصحابيتوب څرگندېږي : 

الف ) هغوى [خلفاوو] يوازې اصحاب په سوبو کې په بولندويئ گومارل .

ب ) پرلسم هجري کال،په مکه او طايف کې گردو خلکو اسلام راووړاوپه حجة الو داع کې له پېغمبراکرم سره ول . 

ج) د رسول اکرم د عمر ترپايه د ((اوس)) او ((خزرج)) د ټبرونو ټولو وگړيو اسلام راووړ. لکه چې ويل کېده : (( د ونې شجرې – د بيعت اصحاب )) او د (( چوترې ( صفه ) اصحاب))؛يعنې له ټولوسره يې زياتوالى راووړ او پر هغه مهال د ((رسول اکرم د اصحابو )) نوم، بې له معناف اليه ،د(( صاحب )) او (( اصحاب)) په نامه نه کارول کېده ؛خودخلفاوودښوونځي لارويانوپه تدريج سره د (( رسول اکرم اصحاب )) بې له معناف اليله (( صحابي)) او (( اصحاب )) ونومول . نوځکه دا مسلمينو نومونه او متشرعه اصطلاح ده .

پورته څرگندونې ، داصحابو په تعريف کې ددواړو ښوونځيوليدلورې وې . 

٣_ دخلفاوو په ښوونځي کې د صحابي د پېژندو کچه : پر پورته څرگندونو سربېره،هغوى چې د خلفاوو په ښوونځي کې د ((اصحابو)) د ژوند پر حالاتو لگيا دي ، د هغوى د پېژندو لپاره يې کچه او معيارهم ښوولى دى؛ لکه چې ابن حجر په الا صابه ( ١\١٣) کې وايي : (( موږ ته چې د صحابي د پېژندو لپاره ( د احاديثو) له مشرانو لنډې ويناوې رارسېدلي – که څه هم نص پرې نشته –هغه روايت دى،چې ابن شيبه په خپل مصنف کې له نامردودې لارې راوړى،چې [ خلفاوو] په سوبو کې يوازې اصحابو ته قومنداني ورکوله ))

  دلته ،چې نامردودې لارې ته اشاره شوې، هغه روايت دى،  چې طبري او ابن عساکر په خپلو اسنادو له سيف ، له ابوعثمان ، له خالد او عباده راوړى دى . په دې روايت کې وايي: (( بولندويان تل له اصحابو ول ؛خو داچې د قومندانۍ وړ به څوک پکې نه و )) 

وگورئ :طبري تاريخ : ١\ ٢١٥١مخ ، د اروپاچاپ . طبري ( تاريخ ١\٢٤٥٧- ٢٤٥٨ ) له سيفه په بل روايت کې وايي : خليفه حضرت عمر،چې په اصحابوکې د قومندانۍ وړ څوک مونده؛نو دا دنده به يې ورسپارله اوکه به يې ونه موند؛نو(( باحسان تابعينو)) ته يې سپارله او د راويانو له پوړۍ،چاهم د رياست اوقومندانۍ تمه نه کوله )) ٤_ پردې کچه نيوکه د دواړو روايانو مرجع،سيف بن عمر دى، چې د حديثپوهانو له نظره په حديث جوړونې او زندقه تورن دي [ وگورئ : سيد مرتفرعسکر ي ، عبدالله بن سبا، لومړى ټوک ، د سيف د حالاتو شرح ] له راويانو يې،چې تېر شو، ددې کچې منځپانگه هم له تاريخي واقعيت سره اړخ نه لگوي؛ځکه داغاني ( ١٤ټ : ١٥٧مخ ليکوال روايتوي اووايي: (( امروالقيس [ شاعر] د حضرت عمر په لاس مسلمان شو- او مخکې تردې،چې ان يو رکعت لمونځ هم وکړى – په ولايت او قومندانۍ يې وټاکه .

همدارا علقمة بن علا ثة کلبي تر ارتداد وروسته قومندان شو،چې د حالاتو شرح يې په اغاني ( ١٥ټ ، ٦٥مخ ، دساسي چاپ) او اصابه ( ٢ټ : ٤٢٩- ٤٩٨ مخونه )  کې راغلې .
علقمه د رسول اکرم په زمانه کې ا سلام راوړ او ورسره يې ليده کاته هم وشول، ورپسې د حضرت ابوبکر په خلافت کې مرتد شو . خالديې ورپسې ولېږه ؛خو وتښتېد. 
ويل شوي،چې بيا راستون شو او اسلام يې راووړ او حضرت عمرورته د(( حوران )) ولايت ورکړ. 

په دواړو ښوونځيو کې د اصحابو عدالت ١_ دخلفاوو د ښوونځي ليدلورى :

د خلفاوو ښوونځى ټول اصحاب عادل بولي او ديني ښوونې ترې اخلي . 

د جرح و التعديل يو مخکښى ابو حاتم رازي ( ١) د خپل کتاب په سريزه کې وايي : (( د رسول اکرم اصحاب؛ دوى د وحې او د کتاب د تنزيل شاهدان ول ، پر تفسير او تاويل پوه شوي دي،خداى عزوجل د خپل استازي ملگرتوب ته غوره کړي ول،او خپله مرسته او د دين پر پښو درول او د خپل حق ښکاره کول يې ورته سپارلي ول ، هغوى يې د پېغمبر اصحاب غوره کړل او هغوى يې زموږ مشران او مخکښان کړل . پېغمبر اکرم ته چې د خداى له لوري څه رسېدلي، کوم سنت يې چې ايښى او تشريع کړى او هر واجب يا مستحب حکم يې چې کړى او چې څه يې امر و نهې يا منع و تاديب کړي،ټول يې زده کړل، ياد يې کړل او تطبيق يې کړل .ورپسې په دين کې فقيه شول او د خداى امر و نهې او مطلب يې د رسول اکرم په حضور کې د کتاب د تفسير او تاويل په مشاهدې سره او له هغه نه په زده کړې او استنبا ط پوه شول . خداى په ښه توگه شرافت وروباښه او د مشرتوب د مقام پر ورکړې يې د هغوى درناوى وکړ او شک، دروغ، غلطي، وياړ او نيمگړتيا يې ترې وڅنډله او د امت عادلين يې ونومول او په خپل کتاب کې يې وويل : (وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلاَّ عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ((بقره/١٤٣)= او په دې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان وسئ او استازى پر تاسې شاهد وي او تاسې،چې پخوا كوم لوري ته مخ اړو،هغه مو يوازې ددې لپاره ټاكلى و، چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ترې شا اړوي،دا كار ډېر سخت و؛ خو نه هغوى ته چې خداى ورته لار ښوولې وه (او په دې هم پوه شئ،چې مخكېنۍ قبلې ته مو لمونځونه سم وو ) او خداى هېڅكله ستاسې ايمان [=لمو نځ ] نه ضايع كوي؛ځكه خداى پر خلكو ډېر زيات مهربان (او) لورونكى دى .)) او رسول اکرم ((وسطاً )) په عادل تفسير کړى؛نو اصحاب د امت عادلين،د هدايت مخکښان،د دين حجتونه او د کتاب او سنتو ناقلان دي . پرلار تگ يې د خداى ښه ايسي؛ لکه چې وايي : ((وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا (نساء/١١٥)= او چا ته چې سمه لار څرګنده شوه او بيا له پېغمبر سره په مخالفت لاس پورې كړي او د مؤمنانو له لارې پرته پر بله ولاړ شي(؛نو) موږ يې پر هماغه لار بيايو،چې پرې روان دى او هغه به دوزخ ته ننباسو او دا د ورتلو ناوړه ځاى دى))

 په رواياتوکې مو ډېر کتلي،چې پېغمبراکرم خپل اصحاب نورو ته د خپلواحاديثو د تبليغ او رسولو لپاره هڅولي او ورته يې ويلي : (( خداى دې هغه خوشحاله کړي،چې زما خبرې واوري،يادې يې کړي او وساتي،چې نورو ته يې ورسوي.)) 

رسول اکرم په يوې خطبې کې وويل : (( بايد ستاسې شاهدان [ زما خبره ] غايبانوته ورسوي)) او زياته يې کړه : ((زماله لوري تبليغ وکړئ ،که څه يو آيت وي او احاديث مې څرگند کړئ،چې څه پړه درباندې نشته ))

تر هغه وروسته ، اصحاب (رض) په شاوخوا، ښارونو او پولو کې خپاره واره شول، په جگړو ونښتل ،سيمې يې په ولکې کې کړې،ولسوالان شول او په پرېکړو بوخت شول هر يو په خپل هستوگنځي کې  چې څه يې له پېغمبر اکرم څخه زده کړي ول ، خپاره کړل او له رسول اکرم څخه د زده کړو له مخې يې فتواوې ورکولې او پوښتنې يې ځوابولې . 
هغوى تر مرگه خلکو ته ځان په ښه نيت وقف کړ، چې فرايض ، احکام،سنن ، حلال اوحرام و رزده کړي،هغوى ټول دې خداى وبښي)) 

ابن عبدالبر د خپل کتاب (( الاستيعاب )) ( ٢) په سريزه کې وايي : (( د ټولواصحابو عدالت ثابت دى))،ورپسې د مؤمنانو اصحابو په باب آيتونه او راويتونه راوړي . ابن حجر د خپل کتاب (( الاصابه )) د درېم څپرکي په سريزه کې د اصحابو د حالاتوپه شرح او د عدالت په اړه يې وايي : (( اهل سنت يوه خوله دي ، چې ټول اصحاب عادل دي ؛ خو يوازې ډېر لږ شمېر نوښتگر يې مخالف دي )) ابن حجرله ابوزرعه روايتوي،چې ويلي يې دي :(( څوک چې د رسول اکرم پر اصحابو ټکې او نيوکې کوي،پوه شه ((زنديق)) دى؛ځکه رسول اکرم حق دى،قرآن کريم حق دى، چې يې څه راوړي حق دي،داټول يوازې اصحابورارسولي دي او دا ډله،چې زموږ پر شاهدانو نيوکې کوي، غواړي ((کتاب وسنت )) تباه کړي؛ نو دوى خپله د نيوکو وړ زنديقان دي. وگورئ: (١) ابو محمد عبدالرحمن بن ابي حاتم رازي، ٣٢٧س مړ،د ((تقدمة المعرفة لکتاب الجرح والتعديل)) د کتاب ليکوال،چې موږ پورته مطلب د همدې کتاب له ( ٧-٩) مخونه (د حيدرآباد د١٣٧١س له چاپه ) راخستى دى . (٢) الاستيعاب فى اسماء الاصحاب؛حافظ محدث ابوعمر يوسف عبدالله بن محمد بن عبدالبرنمري قرطبي مالکي کتاب دى ( ٣٦٣- ٤٦٣مړ) او موږ دا عبارت د الاصابه له لمنکيه راخستى دى . (٣) الاصابه فى تمينيزالصحابة ، د حافظ شهاب الدين احمد بن علي بن محمد کناني عسقلاني شافعي په ابن حجر مشهور( ٧٧٣-٨٥٣مړ) د المکتبة التجارية،١٣٥٨س، لومړى ټوک،١٧-٢٢مخونه . ابوزرعه ،عبدالله بن عبدالکريم بن يزيد. ابن حجر په ((تقريب التهذيت)) (٢\٥٣٦) کتاب کې ( ١٤٧٩س چاپ) د ابوزرعه په اړه وايي: دا د راويانو له يوولسمې پوړۍ دى، امام او حافظ او ثقه دى،پر٢٤٦س ومړ،مسلم،ترمذي نسايي او ابن ماجه ( د صحاحو ليکوالو ) ترې روايتونه راخستي دي .

٢_ د اصحابو د عدالت په اړه د اهل بيتو د ښوونځي ليد لورى :

داهل بيتو ښوونځى د قرآن کريم په لاروۍ وايي،چې په اصحابوکې داسې مؤمنان دي،چې خداى په قرآن کريم کې ستايلي: 

((لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا (فتح/١٨)= په رښتيا،خداى له مؤمنانو هغه وخت خوشحاله شو،چې تر ونې لاندې يې درسره بيعت وكړ؛ نو (خداى) پوه شو،چې په زړونوكې يې څه دي؛ نو ځكه يې پرې ډاډ راښكته كړ او په بدل كې يې ورته "نژدې بريا" په برخه كړه؛ )) داستاېنه يوازې تر ونې لاندې حاضرو ناستو مؤمنوپه اړه ده، چې بيعت يې وکړ او حاضر منافقين؛ لکه عبدالله بن ابى او نور پکې نه شمېرل کېږي . د شجرې د بيعت (رضوان ) په اړه وگورئ : واقدي،مغازي+ مقريزي . د اصحابو په منځ کې داسې منافقين ويني،چې خداى په ډېرو آيتونوکې هغوى غندلي لکه : ((وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُواْ عَلَى النِّفَاقِ لاَ تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى عَذَابٍ عَظِيمٍ (توبه/١٠١)= او په چاپېريال کې دې ځينې بانډيڅيان عرب منافقين دي او(همداراز) د مدينې په اوسېدونكيو كې هم منافقان شته،چې ته يې نه پېژنې؛ خو موږ يې پېژنو،ژر به ورته دوه ځل سزا وركړو(په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړيني پر وخت سزا)؛ بيا به (په قيامت كې) د ستر عذاب پر لور راګرځول کېږي! )) هو! په اصحابوکې داسې وگړي ول،چې د رسول اکرم پر حريم کې تور ورتاړه، د نور سورت له ( ١١-١٧) آيتونه دافک داستان بيا نوي . ((إِنَّ الَّذِينَ جَاؤُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ . لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ .لَوْلَا جَاؤُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاء فَأُوْلَئِكَ عِندَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ .وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ .إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُم مَّا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمٌ .وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم مَّا يَكُونُ لَنَا أَن نَّتَكَلَّمَ بِهَذَا سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ .يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَن تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ(نور/١١-١٧)= په واقع كې په تاسې كې يوې (منظمې چلمارې) ډلې دا غټ دروغ جوړكړي دي (؛خو) ګومان مه كوئ،چې دا پېښه درته بده ده؛بلكې [په نهايت کې] په خير مو ده،چا چې په دې كې څومره برخه اخستې؛ نو هومره ګناه يې ګټلې ده او له هغوى چې چا ددې تور ډېره برخه پر غاړه اخستې؛ نو هغه ته ستر عذاب دى! چې كله يې دا(تور) واورېد؛نو ولې ايمانوالو نارينه وو او ښځو پر خپلو ځانونو ښه ګومان ونه کړ او ويې نه ويل : "دا ښكاره دروغ دي؟!" ولې هغوى (د خپل تور د اثبات لپاره) څلور شاهدان رانه وستل؟!اوس يې،چې شاهدان نه دي راوستي؛نو هماغوى د خداى پر وړاندې دروغجن دي او كه پر تاسې په دنيا او آخرت كې د خداى فضل او مهرباني نه واى؛نو ددې کړې ګناه له امله به درته سخت عذاب در رسېدلى واى!. (دريادكړه) چې كله تاسې هغه (ستر دروغ) خوله پر خوله كول او پخپلو خولو مو داسې څه ويل،چې ترې ناخبره وئ او هغه مو كوچني ګڼل،حال داچې د خداى پر وړاندې ستره (خبره) وه!

  ولې تاسې ددې (تور) په اورېدو ونه ويل :(( له موږ سره نه ښايي،چې په دې (موضوع)كې خبرې وكړو. خدايه !ته پاك يې،دا خو ستر تور دى؟!))    خداى درته نصيحت كوي،چې كه مؤمنان ياست بيا هېڅكله دغسې كار مه کوئ . ))
په اصحابوکې داسې کسان ول،چې خداى يې په اړه وايي: 
 ((وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا قُلْ مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ (جمعه/١١) =  او چې كله هغوى راكړه وركړه يا لوبه وويني (؛ نو) وردرومي او تا پر خپل حال ولاړ پرېږدې،ووايه : ((څه چې له خداى سره دي،تر نندارې او راكړې وركړې غوره دي او خداى ډېر غوره روزي وركوونكى دى .)) ))
دا پېښه هغه مهال وه،چې رسول اکرم په خپل جومات کې د جمعې د ورځې خطبه ويله . 

په اصحابو داسې وگړي هم ول،چې غوښتل يې رسول اکرم له تبوک ( ١) يا حجة الوداع ( ٢) نه په راستنېدوکې په پټه ووژني . له رسول اکرم سره د صحبت او ملگرتوب شرافت له هغه مبارک سره د واده له شرافته څه لوړ نه دى؛ځکه له هغه سره يې د مېرمنو مصاحبت او ملگرتوب، د ملگرتوب او هم صحبتۍ له خورا لوړو درجو دى؛خوسره له دې خداى ورته وايي: ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا .وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا . يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا (احزاب/٣-٣٢)= د پېغمبرمېرمنو! له تاسې چې هره يوه ښكاره بدكار وكړي (؛نو) هغې ته به دوه ګرايه عذاب وركړاى شي او دا (كار) خداى ته اسان دى . او له تاسې،چې څوك د خداى او د هغه د پېغمبر امر ته په عاجزۍ غاړه كېږدي او ښه (چارې) وكړي(؛نو) موږ به ورته دوه ګرايه بدله وركړو او ارزښتمنه روزي مو ورته چمتوكړې ده . د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د(نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا مسوولې يئ)؛كه ځان ساتئ (پرهېزګاري كوئ)؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ،چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيداشي او سمې روغې او سنجول شوې خبرې كوئ .)) ((إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ (تحريم/٤)= كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (ستاسې په ګټه ده؛ځكه په دې چار کې د خداى او د هغه د پېغمبر له اطاعته) مو زړونه كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (؛نو زيان ورته نشئ رسولاى)؛ځكه خداى يې پخپله مرستندوى دى او تر هغه وروسته يې جبرائيل او د مؤمنانو صالح او پرښتې ملاتړې دي .)) ((ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ. وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ .وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ (تحريم/١٠-١٢)= خداى كافرانو ته د نوح ښځه او د لوط ښځه بېلګه کړې (چې) دا دواړه زما له صالحو بندګانو د دوو بندګانو تر (پالنې او نكاح) لاندې وې؛خو له هغو دواړو سره يې خيانت وكړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيكو يې (د الهي عذاب په مقابل كې) ورته څه ګټه و نه رسوله او ورته وويل شول : (( له نورو ننوتونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ننوځئ . او خداى مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي،چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل : (( پالونكيه! ما ته له خپل اړخه په جنت كې كور جوړ كړه او ما د فرعون له شر او كړنو يې خلاصه کړه او (هم) مې د ظالمانو له ډلې وژغوره! او (همداراز) د عمران لور مريم [بېلګه راوړي]،چې پاكلمنې وه؛نو موږ پكې له خپل روح وپوکه او هغې د خپل پالونكي خبر او كتابونه رښتيني وګڼل او له منونکيو وه،))

(())
رسول اکرم د قيامت پرورځ د ځينو اصحابو حال داسې څرگندوي:  ((  دقيامت پر ورځ زما د امت يو شمېر وگړي ډگر ته راوباسې او جهنم ته يې شړي! زه وايم : پالونکيه ! زما اصحاب دي! ويل کېږي : ته نه پوهېږې،چې ستا تر تګ وروسته يې څه بدعتونه کېښوول : نوزه هم هماغه وايم،چې د خداى صالح بنده [ عيسى د مريمې زوى ] ويل : " ان هولاه لم يزالو مرتدين على اعقابهم منذفارقتهم" 

نوويل کېږي:څه وخت ،چې له دې ډلې جلاشوې، له دينه يې مخ واړواو خپلو تېرو ته وگرځېدل.)) وگورئ : بخاري، د مائدې سورت تفسير ،باب : ياايهاالرسول بلغ انزل اليک او د انبياء سورت تفسير+ ترمذي، د قيامت د ځانگړنو ابواب،د حشر په اړه رواياتو باب اود طه سورت تفسير. په بل روايت کې راغلي: ((له اصحابو يې يو شمېر خلک کوثر حوض ته ما ته راولي، چې همداچې و مې پېژندل له ما يې جلاکوي! وايم : زما اصحاب! وايي : ته نه پوهېږې،چې ستا تر تلو وروسته يې څه بدعتونه کېښوول.)) وگورئ:بخاري، کتاب: دعوات،باب : فى الحوض+ ابن ماجه، کتاب: مناسک+دامام احمد حنبل مسند (١\٤٥٣،٣\٢٨،٥). او په صحيح مسلم ( کتاب:فضايل،باب : اثبات حوض ، ٤٠حديث ) دا روايت دى، چې : (( له اصحابو مې يو شمېر سړي،پر کوثر حوض راته راولي،چې راتلو کې يې وينم،چې له ما يې بېلوي! وايم : پالونکيه زما اصحاب!راته ويل کېږي : ته نه پوهېږې،چې ستاتر تلو وروسته يې څه بدعتونه کېښوول .))

د مؤمن او منافق د پېژندوکچه

داچې د رسول اکرم د اصحابو په منځ کې داسې منافقان ول، چې بې له خدايه بل چا نه پېژندل؛نو له همدې امله رسول اکرم ويلي : (( علي،د مؤمن ښه ايسي او د منافق بد ايسي)) .
دا حديث امام علي (ک) (١) ام المؤمنين ام سلمة (٢) عبدالله بن عباس ( ٣) ابوذر غفاري(٤)انس بن مالک (٥) او عمران بن حصين ( ٦) روايت کړى او د رسول اکرم په پيرکې شايع اومشهور حديث و. 

ابوذر(رض) وايي : (( منافقين مو په دې پېژندل ، چې خداى او استازى يې په دروغوگڼل،له فرضي لمونځونويې اوږې سپکولې او له علي بن ابيطالب سره دښمنان ول )) (٧) ابوسعيد حذري (رض) وايي : د رسول اکرم په پېر کې موږ( انصارو) منافقين په دې پېژندل،چې له علي بن ابىطالب سره يې کينه درلوده . ( ٨) عبدالله بن عباس وايي : درسول اکرم په زمانه کې منافقين مو له علي بن ابىطالب سره په دښمنۍ پېژندل ( ٩) .

جا بر بن عبدالله انصاري وايي: منافقين مو،له علي بن ابي طالب سره په دښمنۍ پېژندل؛ځکه پېغمبر اکرم د علي په اړه ويلي وو: خدايه ! د علي دوست،دوست وگڼه او د ښمن يې دښمن وبوله ))
( ١٠) نوله همدې امله،د اهل بيتود ښوونځي لارويان د ديني لارښوونو په اخستو کې د هغو اصحابو په باب له احتياطه کار اخلي،چې له علي ( ک) سره يې دښمني کړې؛ ځکه ډارېږي،چې هغه صحابي له هغو منافقينو ځنې وي، چې بې له خدايه يې بل څوک نه پېژني. 

د "اصحابو عدالت" يوه خورا مهمه مساله ده،دې بحث ته تر ننووتو ړومبى څو ټكيو ته خپل پام اړوو: لومړى:ټولو ته څرګنده ده،چې په اصحابو كې داسې وګړي وو، چې له ستر مقام څخه برخمن وو او له پيغبمر اكرم (صلي الله عليه واله) سره يې د صحبت حق په بشيړه توګه ادا كړى او د عمر تر وروستيو شېبو پورې همغسې وفادار پاتې شوي دي،چې دوى ته ټول مسلمانان پر درناوي قايل دي او له ځانګړي ستاينې برخمن دي او ډېرو د حضرت رسول (ص) له مبارك حضور څخه فيض اخستى او په غزاګانو كې شهيدان شوي دي او يو شمېر يې په دې ليكنه كې خبره دا ده ، چې په ټول اصحاب له دې ستاينې برخمن دي او يا دا چې دا پېښه ټوليزه نه وه ؟ دويم: د دې مسالې شننه مهمې پايلې لري ، چې يوه يې د احاديثو په اعتبار پورې ټينګې اړيکې لري؛ ځكه ډېر احاديث له داسې اصحابو روايت شوي،چې د عدالت صفت او ځانګړنه پرې نه تطبيقېږي؛ نو كه چېرې په عمومي توګه زموږ تر بحث لاندې موضوع سمه وي ؛ نو د هغو احاديثو حجيت له منځه ځي؛نو ځكه په دې باب څېړنه له ځانګړي اهميته برخمنه ده.

د اهل سنتو د مشهورو امامانو له نظره د ټولو اصحابو عدالت ابن عبدالبر د احاديثو او رجالو يو مشهور امام په الاستيعاب ( 1/2 ، د مصر د دار النهفه الطبع دانش چاپ) كتاب كې وايي : " د خداى تعالى او د هغه رسول ته ثنا، د ټولو اصحابو عدالت ثابت دى... او بل عادل به څوك وي،چې خداى تعالى هغه د خپل پېغمبر د صحبت ، نصرت او ملاتړۍ لپاره غوره كړى وي ، چې تر دې بشپړه او ښه تزكيه او تعديل چېرې هم نشته . " ذهبي د احاديثو او رجالو مشهور امام په ميزان الاعتدال (1/2 د دار حيا الكتب العربيه چاپ ) كې وايي : " پدې كتاب ( ميزان الاعتدل) كې د اصحابو نومونه ، د هغوى د عظمت او ستريا امله نه راوړم؛ځكه ( كه په روايت شوي ( مروري) حديث كې له هغوى نه ضعف وي ) ضعف يواځې د هغوى دى ، چې له اصحابو نه يې روايت كړى دي. ابن حجر ( الاصابه فى تمييز الصحابه 1/6 ، دار الكتب با لاوهر چاپ ) وايي : " اهل سنت يوه خوله دي ، چې ټول اصحاب عادل دي او له دې مسالې سره ډېر لږ شمېر بدعتيان (چې وينا يې بې ارزښته ده ) مخالف دي ... " بياورپسې د خطيب وينا را راخلي ، چې اصحاب ځكه عادل دي ، چې عادل خداى ، د هغوى له پاكۍ خبر كړي يو بيا د قرآن آيتونه را اخلي او وايي : دا ټول د دې باعث کېږي چې انسان د هغوى پر عدالت يقين پيدا كړي او د پروردګار پر عدالت سربېره له هغوى يو هم د بل د عدالت لپاره اړه نه لري . امدي ( الاحكام فى اصول الاحكام 1/32 ، دارالكتب العلميه بيروت چاپ ) وايي : " د اهل سنتو ټول امامان د اصحابو پر عدالت يوه خوله دي . د اصحابو د عدالت پرېكړه خو پر هغو راويانو تطبيقوو ، چې تر هغوى وروسته راغلي او روايت ترې كوي او كه نه د اصحابو د عدالت په باب خو څه خبره نه شته .

صحابي څوك دى ؟ ښايي ډېر ښه تعريف،چې د اهل سنتو څېړونكيو د "صحابى" لپاره كړى وي ،د ابن حجر ( الاصابه 1/4 دارالكتب العلميه - بيروت چاپ ) تعريف وي : " صحابى هغه دى ، چې د ايمان په حال كې يې له پېغمبر اكرم سره ملاقات او ليده كاته شوي وي او مسلمان له نړۍ مړ شوى وي ، كه دا مجالست او ليده كاته يې اوږده وو يا لنډ و له پېغمبر اكرم نه يې روايت كړى وي يا نه ، په غزا كې يې برخه اخستې وي يا نه او اصلا له رسول اكرم سره ناسته كړې وي او يا دا چې يوازې هغه مبارك لېدلى وي... " او داچې په پورته تعريف كې راغلي،چې مسلمان له نړۍ تللى وي ، تر څو د صحابي اطلاق پرې وشي؛ دا ځكه كه څوك مؤمن و او پېغمبر اكرم سره يې ملاقات كړى وي او بيا له اسلامه ګړځېدلى او مرتد شوى وي؛ نو بيا د اصحابو د عدالت په باب د برهان له شرحې د مازري خبرې را اخلي : " موږ چې وايو اصحاب عادل دي ؛ نو مطلب ټول هغه كسان نه دي، چې پېغمبر اكرم يې يوه ورځ يا لږ وخت لپاره ليدلى او يا يې د كوم هدف لپاره ورسره ناسته لرله او بيا يې ترې راستون شوى؛بلكې هدف مو هغوى دي، چې د پېغمبر اكرم ملازم او ملاتړي وو ، هغه رڼا چې پرې راكېوتې وه،د هغى يې لاروي كړې وي؛نو همدوى ژغورل شوي دي . ( د پورته كتاب 7 مخ ) دا څرګنده نه ده ، چې د مازري دا خبره د ټولو اصحابو د عدالت لپاره ځانګړې شوې او يا دا چې د " صحابي" د مفهوم لپاره وه ؟ دا خبره چې د هر څه لپاره وي؛ خو پايله يې داده، چې دې ستر عالم ډېر وګړي، چې په اصحابو كې ګڼل کېږي ، پر هغوى د عدالت پرېكړه نه كوي او د هغه د وينا له مخې كوم تعريف يې چې بايد په يو صحابي تطبيق شي ، چې بيا پرې د عدالت پرېکړه وشي . يادونه : ذهبي ( سيد اعلام النبلا 2/104 - رقم 64 ( موسسه الرساله ، الطبعه السابعه چاپ ) وايي : " مازري د خپلې زمانې شيخ ، امام علامه، د علومو او فنونو درياب ، متكلم . ) په فقه او اجتهاد كې خورا ځيرك او د دقت نظر خاوند و ، په خپل وخت كې له هغه پر ته بل مالكيه او فقيه نه و .

اصحاب د كتاب او سنتو له نظره د قرآن مجيد ډېر آيتونه را ښيي،چې د پېغمبر اكرم د زمانې ځينې مؤمنانو اخلاقي او عملى نيمګړتياوې لرلې او احياناً له ځينو شرعي احكامو يې هم سر غړاوه؛لکه : له جهاده سر غړونه : ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلآ قَلِيلٌ . إِلآ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(توبه/ ٣٨-٣٩)= مؤمنانو!څه درباندې شوي دي، چې كله درته وويل شي : (( د خداى په لار كې (غزا ته) ووځئ))؛ نو پر ځمكه درانه كېناستئ؟! (او ځانونه مو سست كړل ) ايا د آخرت پر ځاى مو دنيوي ژوند خوښ كړى دى؟! حال دا چې له دنيوي ژونده ګټنه د آخرت په پرتله ډېره لږه ده . كه (د جهاد د ډګر پر لور) و نه خوځېږئ (؛نو خداى) به دردناكه سزا دركړي او ستاسې پر ځاى به كوم بل قوم راولي او هغه ته هېڅ زيان نشئ رسولاى او خداى پر هرڅه برلاس دى.)) دا آيت ښيي ، چې د نبي اكرم د زمانې ډېرو مؤمنانو له هغه مبارك سره له جګړې ډډه كوله ، چې د غسې رټل شوي دي. د " اذ قيل لكم" ، "اتقروا فى سبيل الله" ، "اثاقلتم" تعبيرونه را ښيي،چې دا پېښه يواځې يو ځل نه وه؛بلكې تل تكرارېدله . له اتفاقه ډډه كول :

((هَاأَنتُمْ هَؤُلَاء تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ (محمد/٣٨= هو! تاسې هماغه خلک ياست،چې د خداى په لار كې د مال لګولو ته رابلل كېږئ؛نو له  تاسې څوك کنجوسي كوي او څوك چې کنجوسي كوي؛ نو په حقيقت کې له ځان سره به يې كړې وي او خداى غني دى او تاسې اړمن ياست اوكه مخ واړوئ (؛نوخداى) به ستاسې پرځاى بل قوم راولي،چې هغوى به بيا ستاسې په څېر نه وي (او په خلاص مټ به د خداى په لار کې لګښت کوي).  ))

د پېغمبر (ص) له خطبې پاڅېدل :

((وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا قُلْ مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ (جمعه/١١)=او چې كله هغوى راكړه وركړه يا لوبه وويني (؛ نو) وردرومي او تا پر خپل حال ولاړ پرېږدې،ووايه : ((څه چې له خداى سره دي،تر نندارې او راكړې وركړې غوره دي او خداى ډېر غوره روزي وركوونكى دى .))))

صحيح بخاري ( 3/202 - كتاب التغسير باب الجمعه دارالمغرفه بيروت چاپ ) " له حضرت جابر بن عبدالله ... روايت دى، چې ويلي يې دي : د جمعې پر ورځ كاروان راغى او موږ له پېغمبر اكرم سره وو، له (12) تنو پرته . نورو ټولو پېغمبر پرېښود او د كاروان خواته لاړل؛ نو بيا خداى پاك دا آيت. د افك پېښه : ((إِنَّ الَّذِينَ جَاؤُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ =(نور/١١)په واقع كې په تاسې كې يوې (منظمې چلمارې) ډلې دا غټ دروغ جوړكړي دي (؛خو) ګومان مه كوئ،چې دا پېښه درته بده ده؛بلكې [په نهايت کې] په خير مو ده،چا چې په دې كې څومره برخه اخستې؛ نو هومره ګناه يې ګټلې ده او له هغوى چې چا ددې تور ډېره برخه پر غاړه اخستې؛ نو هغه ته ستر عذاب دى!)) (((لَوْلَا جَاؤُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاء فَأُوْلَئِكَ عِندَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ =نور/١٣)ولې هغوى (د خپل تور د اثبات لپاره) څلور شاهدان رانه وستل؟!اوس يې،چې شاهدان نه دي راوستي؛نو هماغوى د خداى پر وړاندې دروغجن دي .)) دا آيت ښيي، يوه ډله مسلمانان چې له پېغمبر اكرم سره وو د افك په پېښه کې ( هغه ستر تور او تهمت ) يې لاس درلود او د خداى په نزد يې دروغجن معرفي كوي،چې له هغوى نه ( اهل سنتو د حديثي او تفسيري كتابونو ته حواله ) مسطح بن اثاثه او حسان بن ثابت وو : ابن اثير په اسدالغابه ( 4/355 داراحيا التراث العزى - بيروت چاپ ) كې وايي : " مسطح په بدر غزا كې و او په عين حال كې له هغوى نه و، چې پر عايشې بي بي پسې يې تور تړلى و ؛ تو له همدې امله پېغمبر (ص) پر درو او کوړو وواهه . " وليد بن عقبه : ((وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (حجرات/٩)=او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نوكه له هغو يوه ډله پر بلې تېرى وكړي؛نو له تېري كوونكې سره تر هغو وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛نوکه راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي .)) د اهل سنتو مفسرينو دا آيت د وليد بن عقبه په باب ګڼلى دى،چې پېغمبر اكرم هغه د بني مصطلق قبيلې ته د صدقاتو په راټولو پسې لېږلى و، په دې باب د طبري تفسير ، الدر المنثور ، ابن كثير،مجمع البيان ، تفسير التبيان وګورئ.

ابن عبدالبر ( الاستيعاب 4/1552 ) ليكي :

تر هغه چې زه پوهېږم په قرآني مفهوم د اهل علم تر منځ په دې باب اختلاف نشته ، چې دا آيت د وليد بن عقبه په باب نازل شوى دى او څرګنده ده ، چې د فاسق تعبير او د آيت شان نزول په پام سره "نص" دي او پر وليد يې تطبيق بيخي غوڅ او قطعي دي . بايد ووايو چې د امام احمد حنبل په مسند ( 4/32 ، دارصادر- بيروت چاپ ) كې په خپله وليد بن عقبه نه يو روايت نقل شوى چې د مكې تر فتحې وروسته كوچنيان به يې پېغمبر اكرم ته راوستل او هغه مبارك به د هغوى پر سرونو لاس كاږه او دعا يې ورته كوله . زه چې وړوكى وم ، او ورته يې يووړم ؛ نو زما په سر چې پر يو ډول عطر وو (خلوق) غوړ شوي وو ؛ نو حضرت (ص) زمام پر سر لاس را نه ښكود . دا حديث كه سمه وي؛نو د تېر آيت له شان نزول سره اړخ نه نلګوي؛ځكه په هغو احاديثو كې راغلي وو، چې پېغمبر (ص) وليد، بني مصطلق ټبر ته د زكات را ټولو لپاره لېږلى و ، چې ددې كار جوګه وي، په داسې حال كې چې له دې حديثه داسې پوهېداى شو،چې دا به په هغو كلنو كې وړوكى و . ځواب دا دى،چې دا حديث د حديثپوهانو او رجال پوهانو له نظره مردود او بې اعتباره دى؛ ځكه : 1- د حديث سند پخپله وليد ته رسي،چې په دروغو تورن دى . 2- عبدالله ابو موسى همداني له ده نه روايت كړى، چې د ابن عبدالبر ( الاستيعاب 4/1553 الطباعه وانثر والتوزيع القاهره ) او ابن حجر عسقلاني (تهذيب التهذيب 6/80 دار القكر ) ، چې له هغه نه راخستى؛ نو هغه يې مجهول ښوولى دى . 3- هغه احاديث چې په شان نزول كې يې راغلي ، سم او له بشپړ اعتباره برخمن دي؛لكه چې ابن عبدالبر وايي : ناشونې نه ده ، چې پېغمبر اکرم څوك د صدقاتو د راټولو لپاره لېږلى وي،هغه به د مكې تر فتحه كې كوچنى وي " . علي او وليد بن عقبه : ((أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ (سجده /١٨)= ايا څوك چې مؤمن وي،د سرغړاند په څېر کېداى شي؟(نه هېڅكله) برابر نه دي . )) د آيت د مفسرينو په وينا د حضرت علي او وليد بن عقبه په باب نازل شوى دى . په دې باب د طبري جامع البيان ، الدرالمنثور تفسير البرهان ، تفسير نورالثقلين ته مراجعه وكړئ . د دې آيت شان نزول ته په پام سره وليد بن عقبه فاسق دى . ذهبي په سيد اللام النبلا ( 3/415 موُسسه الرساله چاپ ) كې وايي : " ابن ابى ليلى له حكم له سعيد بن جبير له حضرت ابن عباس نه روايت كوي، چې وليد بن عقبه د وياړنې په توګه حضرت علي ته وويل : " زه تر تا غوڅه توره او خوله وره ژبه لرم . حضرت علي ورته په ځواب كې وويل : چپ شه ، ته فاسق يې ؛ نو بيا دا آيت ( افمن كان مؤمنا كمن .... ) نازل شو " . ذهيى د حديث تر نقلولو وروسته وايي : د دې حديث اسناد قوى دي . له حديثي او تاريخي كتابونو نه معلومېږي، چې وليد ډېر شراب څښل او په " شراب الخمر = ډېر شراب خور" مشهور و،وايي چې يو ځل يې په مستۍ كې د سهار لمانځه څلور ركعته وكړل او تر لمانځه وروسته يې وويل : غواړې تر دې زيات هم وكړم ؟ ابن عبدالبر په الاستيعاب ( 4/1552 ) كې ليكي : په مستۍ كې لمونځ كول او چې تر لمانځه وروسته يې ويلي ، چې له څلورو ركعتونو زيات هم وكړم ؛ نو دا ډېر مشهور دى او موُثقو روايانو روايت كړى دي . "

تر پېغمبر وروسته اوښتون : ((وَمَا مُحَمَّدٌ إِلآ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ (آل عمران/١٤٤)= او محمد(ص) يوازې د خداى استازى دى او تر هغه مخكې هم (نور) استازي وو؛ نو كه (هغه) ومري يا ووژل شي؛ تاسې پر شا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې (له خپلې عقيدې) واوړي (؛نو پوه دې شي،چې) خداى ته هېڅ زيان نشي رسولاى او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي . ))

په " أَفَإِن مَّاتَ " كې استفهام خداى تعالى ته په حقيقي معنا نه دى؛بلكې د انكار لپاره دى . داسې ، چې كېدونكى او پېښودنكى دى او دا راښيي، چې تر پېغمبر اكرم وروسته د مسلمانانو حالات اوړېدونكي دي .

په احاديثو كې د اصحابانو عدالت هغه اصحاب چې له حوض كوثره شړل كېږي : يو شمېر احاديث را ښيي، چې يوه ډله اصحاب په قيامت كې له حوض كوثره شړل كېږي او دا احاديث د تواتر له حده اوښتي دي او په صحاح شته ، مسانيدو او سنن كې ليكل شويدي او ډېرو اصحابو كرامو ( لكه حذيفه ، عبدالله بن مسعود ، ابي بكره ، ابو سعيد خدري،عمر بن خطاب ، سهل بن سعد ، عقبه بن عامر ، ابوهريره ، ام سلمه ، اسماء بنت ابي بكر ، ابن عباس ، عايشه ، انس بن مالك ) روايت كړى دي چې د بېلګې په توګه : 1- صحيح بخاري : 4 ټوك ، 142 مخ ،باب المحوض (دارالمعروفه - بيروت چاپ ) : له ابي هريره (رض) نه روايت دى چې پېغمبر اكرم ويلي دي: د قيامت پر ورځ را ته يوه ډله اصحاب راځي ، بيا نو له حوضه منع کېږي، وايم : پروردګاره! دا مې اصحاب دي. خداى راته وايي : ته نه پوهېږې چې تر تا وروسته يې څه (مسالې ) احداث ( نوښتونه) كړي،هغوى واوښتل .

2- صحيح بخاري ، 4 ټ ، 41 مخ ، باب الحوض (دارالمعرفه - بيروت ) له حضرت انس (رض) نه روايت دى، چې پېغمبر اكرم (ص) ويلي دي : د حوض پر غاړه راته يوه ډله اصحاب راځي . تر هغې چې هغوى پېژنم ؛ نو له ما يې شړي ، وايم : اصحابان مې دي . راته وايي : ته نه پوهېږې،چې تر تا وروسته يې څه (مسايل) احداث كړل . 3- د امام مالك الموطاء 7 ټوك 28 مخ ( داراحياء التراث العربى چاپ ) : له حضرت ابي هريره نه روايت دى،چې پېغمبر اكرم يوه ورځ هديرې ته ولاړ او ( مړيو ته يې په خطاب كې ) وويل: پر تاسې مؤمن ټولي دې سلام وي او ان شاءالله موږ به هم له تاسې سره يو ځاى شو . ښه مې راتلل ( ښه مې ايسيدل ) چې خپل ورونه مى ليدلاى . ورته وويل شول : رسول الله ! تر اوسه خو ستا په امت كې دا كسان نه دي راغلي ؛ نو څنګه يې پېژنئ ؟ پېغمبر اكرم ورته وويل : كه څوك په تورو اسونو كې دسپين تندي اس ولري ؛ نو خپل اس به ونه پېژني ؟ ورته يې وويل : هو پېژني يې پېغمبر اكرم ورته وويل : هغوى به په قيامت كې د اودس له امله ، سپين تندي راننوځي او زه به تر هغوى د مخه حوض ته ځم مبادا ، چې ځينې سړي له حوضه مې وشړل شي؛ لكه چې ورك شوى اوښ شړل کېږي او زه به هغوى ته غږ كوم : ولې نه راځئ ؟ ويل کېږي : هغوى تر تا وروسته اوښتون راووړ ؛ نو وايم : هغوى دې هلاك وي . 4- صحيح بخاري : 4/ 142 مخ باب الحوض (بيروت ) : ابي هريره (رض) له پېغمبر اكرم نه روايت كوي، چې رسول اكرم ويلي دي : (( په هغه منځ كې د قيامت پر ورځ )) چې زه ولاړم ناڅاپه يوه ډله ( محشور کېږي ) ، تر هغه پورې، چې زه يې وپېژنم؛نو يو سړى زما او د هغوى تر منځه دباندې راوځي او وايي : راشئ : زه وايم : چېرته ؟ راته وايي : په خداى د اور پر لوري . وايم : پر هغوى څه شوي ؟ راته وايي : هغوى تر تا وروسته واوښتول . بيا يوه بله ډله (راځي) تر څو،چې هغوى پېژنم نو زما او د هغوى تر منځ يو سړى دباندې راوځي او وايي : راشئ : زه وايم چېرته ؟ وايي : په خداى قسم دا ور پر لوري . وايم : مګر پر هغوى څه شوي ؟ راته وايي ؟ هغوى تر تا وروسته واوښتل . نو نه وينم چې له هغوى څوك وژغورل شي ، مګر لږ شمېر چې په بيابان كې د ايله شويو اوښانو په څېر شي وي . 5- امام مالك ، الموطاء : كتاب الجهاد ، الشهداء فى سبيل الله 2 ټوك ، 461 مخ ( دارا احياء التراث العربى - بيروت چاپ ) : له ابى النفر نه روايت دى ، چې ورته رسېدلي ، چې پېغمبر اكرم د احد شهيدانو ته وويل : د هغوى په باب شهادت وركوم . ابوبكر صديق وويل : يا رسول الله موږ د هغوى ورونه نه يو ؟ هغوى اسلام راووړ او موږ هم راوړى ، هغوى غزاګانې كړي او موږ هم كړي ؟ پېغمبر اكرم ورته وويل : هو ! خو نه پوهېږم، چې تاسې به تر ما وروسته څه څيزونه ( څه مسايل ) رامنځ ته كړئ . حضرت ابوبكر وژړل او ويې ويل : ايا موږ به تر تا وروسته يو ؟ ابن عبد البر ددې حديث په شرح كې په التمهېد ( 21/288) كې وايي : د احد شهيدانو ته د پېغمبر اكرم وينا چې : " زه شهادت وركوم " په دې معنا وه؛ يعنې د هغوى د سم او صحيح ايمان په باب او له ګناه نه د سلامت او بچكېدنې او په دنيايي كې چارو كې د هغوى د نه بدلون ، او له يو بله سره د سيالۍ کولو په باب شاهدي وركوم په دې مضمون ډېر احاديث روايت شوي، چې تاسې د ډېرو معلوماتو لپاره لاندې كتابونو ته مراجعه وکړئ : 1- صحيح بخاري : 4/673،674 ، كتاب الفتن - باب ما جا ْ فى قول الله تعالى :"و اتقوا افتنه" داراتعلم - بيروت 2- صحيح بخاري : 4 ټوك /390 مخ كتاب التفسير باب قوله : و كنت عليهم شهيدا ما امت فيهم . 3- امام احمد حنبل مسند ( 1/402 دارصادر- بيروت امام احمد حنبل مسند ( 5/412 ) امام احمد حنبل مسند ( 5/333 ) - ( 6/297 ) 4- التمهېد ( 2/261 ، 309 ) له تېرو احاديثو څه پايلې لاس راځي ؟

  • له تېرو احاديثو لاندې ټكي زده كولاى شو :

1- كوم وګړي چې د دې احاديثو په موضوع كې راغلي دا ټول د پېغمبر اكرم اصحاب دي ؛ ځكه ډېرى په دې رواياتو كې د " اصحاب " تعبير د پېغمبر اكرم پر ژبه راغلى دى او د ابن حجر د تعريف له مخې د "اصحاب " اصطلاح حقيقتاً پر هغوى اطلاق کېږي، چې له نړۍ مسلمان تللى وي . نو له همدې امله د ځينو توحيد او تفسير به سم نه وي، چې وايي : دا احاديث په هغوى پورې اړوند دي، چې له اصلي اسلامه يې مخ اړولى وي او مرتدان شوي دي " ځكه په دې حال كې خو دوى په اصحابو كې نه ګڼل کېږي نو ځكه په دې رواياتو كې د ارتداد تعبير له اصل اسلامه د ارتداد په مفهوم نه دى ؛ بلكې له هغه ليكې ارتداد دى، چې پېغمبر اكرم ورته ښوولې او ترسيم كړې وه او هغوى دا ليكه كږه کړه،چې د دې معنا لپاره څه نښې او قرائن هم شته : ( الف ) _ پوهېږو چې له يوې ډلې پرته نور ټول عام اصحاب له اصل اسلامه نه وو او ځينې خو به د بخاري په روايت كې د ارتداد ، بدلون ، اوښتون ، تعبير او احداث مساله په عامو اصحابو پورې اړوند تعبير شوې او ډېر لږ شمېر "د څواوښانو غوندې چې په دښتې كې خوشې دي" تعبير شوي دي . ( ب ) _ د احداث مساله د براءْ بن عازب او ابو سعيد خدري په رواياتو كې مطرح شوې؛ لكه چې په صحيح بخاري ( كتاب المغازي باب غزوه الحد يبيه ) كې راغلى : " علا ْ بن مسيب له خپله پلاره ( مسيب ) روايت كوي چې ويلي يې دي : له برا ْ بن عازب سره مې وليدل او ورته مې وويل : خوشاله اوسه ، چې د پېغمبر هم مجتي وى او تر ويى لاندې دي ورسره بيعت ګړى . راته يې وويل : اى وراره ! ته نه پوهېږې چې له هغه وروسته مو څه څيزونه احداث كړى دى . ( ج ) _ پېغمبر اكرم تر خپل رحلت ورورسته ،د خپلو اصحابو په باب دا ډار نه درلود ، چې ګني هغوى به شرك ته مخه كړي او دين به پرېږدي؛بلكې له دې يې تشويش درلود،چې په دنيوي چاروكې به سيالي او منافست كوي : صحيح بخاري : 4/ 142 مخ ، باب فى الحوض ( دارالمعرفه _ بيروت چاپ ) : " له حضرت عقبه نه روايت دى، چې يوه ورځ پېغمبر اكرم د احد شهيدانو ته د لمانځه لپاره راوت ، بيا منبر ته وخوت او د احد شهيدانو ته يې په خطاب كې وويل : زه تر تاسې ړومبى ( حوض ) ته ځم او پر تاسې شاهد يم او پر خداى قسم ، چې اوس هم حوض ته ګورم او د ځمكې د خزانو كونجي راكړ شوې اوپر خداى قسم ،چې زه پر تاسو له دې نه وېرېږم چې شرك ته به مخه كړئ؛خو يو له بل سره له سيالۍ مو ډارېږم . " ابن عبدالبر ( الاستيعاب 1/158 _ القاهره ) د بسر بن ارطاه د حالاتو ته تشريح كې له يحيى بن معين څخه را اخلي چې بسر بن ارطاه ښه سړى نه و . بيا وايي : نو موړي په اسلام كې ستر خيانات كړي دي د عبيدالله بن عباس بن عبدالمطب دوه زامن يې د مور په غېږ كې ووژل . نوا بن عبدالبر،له خوضه د اصحابو شړل پر دغسې ځايونو تطبيقوي . 2- د موطاء له حديثه پوهېداى شو چې پېغمبر اكرم د خپل د غاريار ، ستر صحابي ، په سړو تودو كې ملګړى حضرت ابوبكر په باب شاهدي نه وركوي،چې مبادا سبا ته احداث ونه كړي ؛ نو څنګه د نورو اصحابو په باب پر عدالت شاهدي وركوو ؟ ! ! 3- په دې احاديثو كې د اصحابو او هغوى ترمنځ چې په هغه وخت كې نه وو ( او پېغمبر اكرم هغوى د " وروڼو" = "افوان" په نامه يادوي ) يو ډول پرتلنه او مقايسه ده، چې اصحاب به له حوضه شړل کېږي ؛ خو هغوى به له حوضه برخمنېږي . 4- تاريخ ته له ځيرنې جوتېږي،چې دا احداث د لاندې حديث د نه تطبيق په مفهوم دي : البدايه والنهايه 7/362 ، دارالكتب العلمه _ بيروت چاپ : خلكو ! زه تر تاسې ړومبى حوض په ځم او تاسې به هم ما ته راشئ ، زه له تاسې د ثقلينو په باب پوښتنه كوم ؛ نو وګورئ، چې تر ما وروسته له هغوى دواړو سره څه چلن كوئ ، له هغوى نه يو يې د خداى ستر كتاب دى او بل يې زما عترت او اهل بيت دي . مهربان او باخبره خداى خبر كړى يم ، چې هغوى يو تر بله نه بيلېږي ، تر هغې چې په حوض كې له ما سره يو ځاى شي .

د پېغمبرانو لپاره د خيراو شر د راز ملګرى يو لړ داسې احاديث شته ، چې د ټولو اصحابو د عدالت له مسالى سره اړخ نه لګوى او راښيي چې په اصحابو کې حتى په ځانګړ يو اصحابو كې هم ناوړه وګړي وو :

صحيح بخاري كتاب الاحكام ،باب بطانه الامام و اهل مشورته : عن النبي (ص) قال : له پېغمبر اكرم نه روايت دى چې ويلي يې دي : خداى هېڅ يو پېغمبر مبعوث نه كړ او هېڅ ځانياستى يې ورته غوره نه كړ ؛ خو دا چې دوه د راز ملګري به لري ، يو يار به يې نېکۍ ته رابولي او بل به يې شر او بدۍ ته . څرګندېږي،چې پېغمبر اكرم دا مساله په ټوليز ډول د ټولو پېغمبرانو په باب ويلې، چې طبعا ځان يې ترې مستثنى كړى نه دى؛نو ځكه په پېغمبراكرم باندې يې تطبيق په ډاګه څرګندېږي .

د احد په غزا كې د ځينو اصحابو سرغړونه او تښتېدنه د احد غزا په باب چې كوم احاديث روايت شوي ، له هغوى نه څرګندېږي،چې د ټولو اصحابو د عدالت مساله ناسمه ښكاري : ( الف) : رسول اكرم (ص) د حضرت عبدالله بن جبير په مشرۍ (50) تنو اصحابو ته دستور وركړ، چې د "يمينين" غاښى به ساتي او په دې باب يې ډېر ټنيګار وكړ ، چې دا ځاى به نه پرېږدي؛ خو كله چې بريا د مسلمينو په برخه شوه او د غنايمو په راټولولو بوخت شول ؛ نو دوى هم غاښى پرېښود او د غنايمو په راټولولو پسې ولاړل او د خپل قومندان خبره يې د آنحضرت د دستور له مخې و نه منله،چې په پايله كې د مسلمينو ماته په برخه شوه ، آنحضرت (ص) ټپي شو او لكه چې په احاديثو كې راغلي قرآن مجيد د هغوى په باب وايي : ((وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (آل عمران / ١٥٢ )= او په يقين خداى چې (په احد كې پر دښمن د بريا) وعده درسره كړې وه، پوره يې كړه،د جګړې په لومړيوكې تاسې د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛خو چې كله سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښودو په باب مو) اختلاف و كړ او بيا چې خداى درته هغه څه (پر دښمن بريا) وښوول،چې ستاسې ورسره مينه وه؛ نوسرغړاوى مو وكړ،ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا خداى له هغوى وګرځولئ (او بريا مو پر ماتې واوړېده)،چې و مو ازمېيي او هغه وبښلئ او خداى پر مؤمنانو د لورنې څښتن دى . )) له همدې امله په احاديثو كې راغلي چې ابن مسعود (رض) ويل : " موږ داسې ګڼله، چې د پېغمبر اكرم په اصحابو كې داسې څوك نه شته، چې دنيا به غواړي ، تر دې چې دا آيت نازل شو " وګورئ  : الدرالمنثور 2/345 مخونه ( دارالفكر چاپ ) (ب)_ په دې غزا كې ، ډېر اصحاب وتښتېدل او څو تنه له يپغمبر اكرم سره پاتې شول ، له ابن مسعود (رض) نه روايت دى چې : الدرالمنثور 2/354 : " كله چې اصحابو د پېغمبر له حكمه سروغړاوه؛نو پېغمبر له (9) تنو اصحابو سره يوازې پاتې شو ، چې (7) يې انصار او (2) تنه يې قريش و او لسم يې پېغمبر (ص) و ، كله چې مشركانو پر آنحضرت (ص) غشي ورول نو ويې ويل : خداى دې پر هغه چا ورحمېږي ، چې موږ د دښمن له زيانه وژغوري ، يو انصاري راپاڅېد،څه وخت وجنګېد او شهيد شو بيا چې پېغمبر اکرم د دښمن تر بريد لاندې و ، و يې ويل : خداى دې پر هغه چا ورحمېږي،چې نو زموږ ملاتړ وكړي او په څو ځله يې دا جمله وويله او هغو (7) تنو انصارو ملا وتړله او په يو بل پسې جنګېدل چې ټول شهيدان شول او د پېغمبر اکرم دوو تنو ملګرو وويل : اصحابو راسره له انصافه كار وانه خست "

  • په روايتونو كې راغلي،چې ځينو اصحابو پر پېغمبر اكرم باندې نيوكې كولې ، بې ځايه عيبونه به يې لټول او ناخوښي به يې څرګندونه په داسې حال كې چې قرآن مجيد وايي :
((فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا  (نساء/٦٥)= خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم،چې هغوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي،چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته دې پريکړه کوونكى نه کړي  او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ زړي او خپه و نه مومي او بيخي ورته غاړه كېږدي.  ))

" فلا وربك لايوُمنون حتى يحكموك فيما شجر بينهم ثم له دې آيته داسې پوهېداى شو،څوك چې د پېغمبر اکرم له حكمه زړه تنګوي ، ايمان به نه لرى ، دا خو لا څه كوې چې د حكم پر وړاندې اروړې ټكورې ووايي او عيبونه پكې راسپړي . په صحيح بخاري ( 3/326 ، دريمه برخه ، دارالقلم _ بيروت چاپ ) كې راغلي : " له حضرت عبدالله بن عمر (رض) نه روايت دى ، چې پېغمبر اكرم يوه ډله د اسامه بن زيد په مشرۍ غزا ته ولېږله . خلكو دده پر مشرۍ ټګۍ پيل كړې . پيغبمر (ص) وويل : كه تاسې د دې په باب ټګي كوئ؛ نو تر دې ړومبى مو د هغه د پلار (زيد) په باب هم ټګۍ كولې ، پر خداى قسم اسامه د امارات وړ او زيد هم ما ته ډېر ګران و؛لكه چې زوى يې هم راته ډېر ګران دى . " له دې ټګۍ اچوونكيو يو هم عياش بن ابي ربيعه و . په فتح الباري (7/109 او 759 مخونو ، دارالديان للتراث _ القاهره ) كې راغلي چې  : د دې ډول ټكو نورې بيګې وګورئ : (1) _ د حديبيه د سولې پر مهال صحيح بخاري : 4/381 ، كتاب الشروط باب الشروط فى الجهاد دوالمصالحه _ دارا القلم بيروت چاپ صحيح بخاري : 3/512 ، شېږمه برخه ، كتاب التفسير ، باب قوله " اذ يبا بيونك تحت الشجره " تفسير النبوي _ معالم التنزيل : 4/202 _ دارالمعرفه _ بيروت جامع البيان طبري : 11/63 ، 29 برخه _ دارالمعرفه _ بيروت (2) _ د پېغمبر اكرم د ناروغۍ پر مهال : صحيح البخاري : 4/225 كتاب المرض و الطب . يو شمېر انصارو د غنايمو په ويش كې پر پېغمبر اكرم نيوكې وكړې : صحيح البخاري : 3/277 _ 280 ، شپږمه برخه ، كتاب المغازي باب غزوه الطائف ، دارالقلم _ بيروت چاپ : د حديث لنډيز دا دى : پېغمبر اكرم د حنين په غزا كې د ځينو جګياليو د تاءليف قلوب لپاره غنايم وركړل او انصارو ته يې څه ورنه كړل ، چې خپه شول . په دې روايتونو كې ځينې تعبيرونه شته ، چې دهغوى د ايمان ضعف را ښيئ : (( يغفر الله لرسول الله)) : خداى دې پېغمبر ونه بښي ( چې قريشو ته يې وركوي او موږ يې پر ېښودو ، په داسې حال كې چې زموږ له تورو د هغوى وينو څڅېږي په بل تعبير كې راغلي : "فغضب الانصار" انصار د پېغمبر له كاره په غوښه شول ! په بل حديث كې راغلي : يو انصاري وويل : په دې كار كې يې د خداى رضا په پام كې نه وه . ( كله چې د ا جمله د پېغمبر غوږ ته ورسېده ) نو رنګ يې واوړېد او بيا يې وويل : پر موسى (ع) دې د خداى رحمت وي ، چې تر دې ډېر وربړېد او له زغمه يې كار واخست . په بل حديث كې : انصارو وويل : په سختيو كې موږ په كارېږو؛ خو غنيمت نورو ته وركوي . ځينې اصحاب خو به په هغه بله وينا كې پېغمبر ونه ويني د پېغمبر اكرم (ص) په اصحابو كې ځينې شته ، چې د پېغمبر اكرم تر مړينې وروسته ، به هغه اصلاً ونه ويني، د بيلګې په توګه :

عن ام سلمه قالت : سمعت رسول الله (ص) يقول : ان من اصحابى من لايرانى بعد ان افارقه ؛ يعنې له ام سلمه بي بي نه روايت دى، چې پېغمبر اكرم ويلي دي : زما په اصحابو كې داسې شته ، چې تر دې وروسته چې زه ترې بېل شم ، بيا به ما هېڅكله ونه ويني .

وګورئ : المعجم الكبير 23/319 مخ ، 724 حديث ( د صمدي عبدالمجيد سلفي څېړنه )

په اصحابو كې د منافقينو شتون يو شمېر احاديث شته ، چې د پېغمبر اكرم په اصحابو كې د منافقينو شتون راښيي، د بيلګې په توګه : (الف)_ د امام احمد حنبل مسند 4/83 دار صادر _ بيروت چاپ : له جبير بن مطعم نه روايت دى، چې پېغمبر اكرم ويلي دي : ان فى اصحابي منافقين ؛ يعنې زما په اصحابو كې منافقين شته دي . (ب)_ تاريخ الاسلام ذهبي : مغازي 649 مخ ( دارالكتاب العربى چاپ ) : عن عمار بن ياسر ان حذيفه حدثه عن النبي انه قال : " فى اصحابى اثنا عشر منافقاً فمنهم ثمانيه لايد خلون الجنه حتى يلج الجمل فى سم الخياط ؛ يعنې له عمار ياسر نه روايت دى، چې حذيفه ورته حديث ويلي چې پېغمبر اكرم ويل دي : زما په اصحابو كې (12) تنه منافقين دي، چې (8) تنه نا ممكنه ده ، چې جنت ته لاړ شي " (ج)_ تاريخ الاسلام : عهد الخفاء الراشدين بوفه ، 494 مخ : حذيفه (رض) د پېغمبر اكرم له څلوارلس تنو غوره اصحابو ، نه يو تن و ، چې پېغمبر اكرم ورته د راز په توګه د منافقيو نومونه ښوولي وو او تر قيامته پورې،چې كومې فتنې راولاړېږي، هغه يې هر يو ترې كړې وي .

ابن اثير ( اسد الغابه 1/391 ، دار احياء الترث العربى)  ليكي : حضرت عمر (رض) ، به چې د مړي جنازه كوله؛نو پوښتنه يې كوله چې حذيفه شته كه نه ! نو د هغه په شتون كې به يې د جنازې لمونځ كاوه او كه نه به و؛نو څرګنده وه چې مړى منافق دى او لمونځ به يې پرې نه كاوه .

په قرآن مجيد ( توبه _ 101 آيت ) كې راغلې : ((وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُواْ عَلَى النِّفَاقِ لاَ تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى عَذَابٍ عَظِيمٍ (توبه/١٠١)= او په چاپېريال کې دې ځينې بانډيڅيان عرب منافقين دي او(همداراز) د مدينې په اوسېدونكيو كې هم منافقان شته،چې ته يې نه پېژنې؛ خو موږ يې پېژنو،ژر به ورته دوه ځل سزا وركړو(په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړيني پر وخت سزا)؛ بيا به (په قيامت كې) د ستر عذاب پر لور راګرځول کېږي! )) نو له دې آيته پوهېږو، جې د پېغمبر اكرم په اصحابو كې منافقين وو ، چې حتى خپله آنحضرت هم نه پېژندل او د ځينو نومونه يې حذيفه (رض) ته ورښوولي وو او ځينې نور يې نه پېژندل ، چې طبعاً دا منافقين د صحابي په نوم او عنوان پېژندل شوي وو او له يپغمبر اكرم نه يې احاديث زده كول او د هغوى نومونه په تراجم او رجالو كې د صحابي په نوم مطرح وي ، چې طبعاً تر بحث لاندې موضوع كې د ټولو اصحابو د عدالت حكم كې هم راځي .

اصحاب په رجال او حديث كې په حديثو او رجالو كې،چې د ډېرو اصحابو په باب غور كوو؛نو څرګندېږي،چې ډېرو يې له شرعي احكامو سرغړولى، چې د بيلګې په توګه : (الف)_ معاويه بن ابي سفيان ، چې د عمار د وژنې په حديث كې د هغه ملګرى په "فئة باغيه " تعبير شوى دى : "تقتله الفئة الباغية" ؛ يعنې باغي ډله به يې وژني . ذهبي (سيد اعلام 1/430 موسسه الرسالة ) دې حديث ته متواتر ويلي دي او به صحيح بخاري (لوړي ټوك ، كتاب الصلاه باب التعاون فى بناء المسجد _ دارا المعرفه للطبع وانشر چاپ ) كې په پورته جملې پسې راغلي چې : "يد عوهم الى الجنه ويدعونه الى النار ... هغه (عمار) به هغوى جنت په رابولي او هغوى به يې اور ته . چې د سته ، فئة باغيه" دوزخيان ښيي،چې طبعاً د ډلې پر مشر هم دا حديث تطبيقېږي . د معاويه بن ابوسفيان د سرغړونې په باب په حديثي او تاريخى كتابونو كې ډېر څه راغلي دي؛ لكه : (1) _ په علي (ك) پسې كنځلې كول او نور يې هم دې كارته رابلل . صحيح مسلم ، پينځم ټوك ، كتاب فضائل الصحابه : باب فضايل على بن ابى طالب (موسسه بخاري) (2) _ د يزيد لپاره بيعت ، چې د امارت وړتيا يې نه لرله (الف) : الاصابه : 2/408 دارالفكر للطباعه وا نشر والتوازيع (ب) : طبري تاريخ 4/368 (موسسه الاعلمى للمطبوعات) (ج) :د ابن اثير الكامل فى التاريخ 3/449 (داراالكتب العلميه _ بيروت) (د) : د ابن كثير تاريخ 8/218 (داراالكتب العلميه_ بيروت ) يزيد امام حسين وواژه ، هغه امام، چې پېغمبر اكرم يې په هکله ويلي دي : "چې حسين زما څخه دى او زه له حسين نه يم " يزيد چه په مدينې كې عامه وژنه وكړه ، په داسې حال كې چې حسن بصري (رح) د معاويه بن ابوسفيان لپاره څلور ځاڼګړنې ښيي،چې يوازې يوه يې هم د هغه د هلاكت لپاره بس ده : (ب) _ بسر بن ارطاة چې يوې سرغړونې ته يې مخكې اشاره وشوه . (ج) _ مغيره بن شعبه ، يوه سرغړونه يې داوه، چې په علي پسې به يې ګنځلې كولې . عن عبدالله بي ظالم قال : كان المغيره نيال فى خطبه من علي او اقام خطبا ء ينالون منه له عبدالله بن ظالم په روايت كې چې ويلي چې دي : مغيره به په خطبو كې په علي پسې ګنځلې كولې او داسې خطيبان يې مقرر كړي وو ، چې هغوى به هم ګنځلې كولې . (د) _ نصيحان بن عمرو په بدر او نورو غزاګانو كې وو ، او شراب يې څښل او په شرعي احكامو پابند نه و . وګورئ : الاستيعاب 4/153 _ اسد الغابه 5/352 (دارالشعب) (ه) _ په اسدالغابه ( 6/276 ) کې راغلي : عمرو بن جيب ابو محجن الثقفي ډېر شراب څښل ، چې د حد له جاري كولو هم نه وېرېده ، حضرت عمر (رض) اووه که (8) وارې په پر درو هم وهلى . (و) _ عبدالرحمن بن عمر بن الخطاب ته په مصر كې د شراب څښلو له امله عمرو عاص سزا وركړې وه او بيا يې مدينى ته راولېږ ه او پلار يې د تاديب لپاره نور هم وواهه ، چې ناروغه شو او تر يوى مياشتې وروسته مړ شو . وګورئ : الاصابه 3/72 ( دارالفکر ) (ز) _ پورته منبع : قدامه بن مظعون له سابقون "الاولون" ځنيي و ، دوه ځلى يې هجرت كړى و او په بدر كې هم و ، خو شراب يې څښلي وو او امله يې په دورو وهلى و .

د اصحابو دعدالت په پلوۍ دلايل د هغو شمېر آيتونو او احاديثو يوه برخه دلته رااخلو ، چې د ټولو اصحابو د عدالت لپاره پرې استدال کېږي . ((وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلاَّ عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (بقره/١٤٣)= او په دې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان وسئ او استازى پر تاسې شاهد وي او تاسې،چې پخوا كوم لوري ته مخ اړو،هغه مو يوازې ددې لپاره ټاكلى و، چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ترې شا اړوي،دا كار ډېر سخت و؛ خو نه هغوى ته چې خداى ورته لار ښوولې وه (او په دې هم پوه شئ،چې مخكېنۍ قبلې ته مو لمونځونه سم وو ) او خداى هېڅكله ستاسې ايمان [=لمو نځ ] نه ضايع كوي؛ځكه خداى پر خلكو ډېر زيات مهربان (او) لورونكى دى .)) د اهل سنتو په حديثي كتابونو کې ددې آيت په توضيح كې راغلي چې : غزائى المستصفى 2 ټوك _ 156 مخ ( دارالفكرللطباعه والنشر والتوايع ) : بخاري ، ترمذي او نسائي له ابي سعيد نه روايت كړى، چې پېغمبر اكرم (ص) ويلي دي : ( د قيامت پر ورځ به نوح راوبلل شي او ورته به ويل شي : آيا د رسالت تبليغ دې كړى ؟ وايي : هو ! بيا يې قوم راغوښتل كېږي او پوښتنه ترې کېږي چې نوح ورته تبليغ كړى ؟ وايي : څوك موږ ته د نذير په توګه نه دي راغلى . نوح ته ويل كېږى : څوك ستا پر تبليغ شاهدي وركوي ؟ وايي . محمد (ص) او امت يې او دا مبارك آيت " وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا " او وسط يعنې عدل ( يعنې تاسې مې عادل امت ګرځولي اوسئ ) ؛ نو ځكه تاسې رابلل كېږئ او د پېغمبرانو پر تبليغ ګواهي وركوئ او زه هم پر تاسو شاهدي وركو م) . آيت ته چې ځير شو ؛ نو د اصحابو نوم پكې نه دى اخستل شوى ، يوازې خطاب يې " جعلنا كم" او " امت " دى ؛ نو څرګنده ده، چې ټول " امت " يې خطاب نه دى؛ ځكه ټول امت په وسط ستايل شوى، د عادل په معنى نه دى . ايا مخاطب يې ټول اصحاب دي او يا په هر وخت او زمانه كې عادل مؤمنين ؛ يا مخطاب يې يوازې هغه اصحاب دي، چې عادل دي ؟ هغه حديث چې تر آيت لاندې راغلى ؛ نو سړى ترې پوهېداى شي ، چې آيت يوازې په اصحابو پورې تړلى نه دى؛ځكه چې په روايت كې هم د امت تعبير راغلى دى او د پېغمبر اكرم په امت كې تر اصحابو وروسته صالحين هم راغلي،چې په تېرو احاديثو كې پېغمبر هغوى د اخوان او د ورڼو په نامه تعبير كړي او له هغوى سره يې لېواليتا ښوولې ده . بلخوا ټول اصحاب ځكه په آيت كې نه شاملېږي، چې په هغوى كې د قرآن او احاديثو په شاهدانو ډېرو ناوړه كارونه كړي دي؛ لكه : د افك آيتونه چې د يو شمېر په غندنه كې نازل شوي : (((لَوْلَا جَاؤُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاء فَأُوْلَئِكَ عِندَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ =نور/١٣)ولې هغوى (د خپل تور د اثبات لپاره) څلور شاهدان رانه وستل؟!اوس يې،چې شاهدان نه دي راوستي؛نو هماغوى د خداى پر وړاندې دروغجن دي .)) وليد بن عقبه نژدى و، چې په يو دورغ خبر ستره فاجعه رامنځ ته كړي . نو دا څنګه كېداى شي، چې دوى پر حضرت نوح (ع) او نورو پېغمبرانو ګواهان اوسي ؟ او زموږ پېغمبر څنګه د دوى پر عدالت ګواهى وركړي ؟ ! ! او ځينې چې د سترو وژنو او ګناهونو باعث ګرځېدلي؛ نو دوى څنګه د الهى عدل په محكمه كې د حضرت نوح د شاهدۍ لپاره راپاڅېږي ؟ ! ! حاكم حسكانى حنفي ( شواهد التنزيل ١/ 92 ) همدارنګه د اهل بيتو د لارويانو په كتابونو ( اصول كافي لومړى ټوك ، 19 مخ ، مكتبه الصدوق چاپ ) كې امت وسط د نبوى كورنۍ دولس ګوني امامان ښوول شوي، چې له فكري اخلاق او كړو وړو له پلوه له افراط او تفريطه خوندى دي او د وسط (عدل) مفهوم پر همدوى تطبېږي . حاكم حسكاني حنفي ( شواهد التنزيل لومړى ټوك 92 مخ) ليكي : عن سليم بن قيس عن علي قال : ان الله ايانا عنى بقوله تعالى : " لتكونوا شهداء على الناس " فرسول الله شاهد علينا . و نحن شهداء على الناس و حجته فى ارضه و نحن الذين قال الله اسمه ( فيهم) : "ولذلك جعلناكم امةً وسطاً" پېغمبرا ن د عصمت خاوندان دي او نوح عليه السلام؛ خو اولوالعزم پېغمبر دى او په آيت كې د "امت وسط" شهادت ثابت دى؛نو پر حضرت نوح (ع) باندې به د حاكم حسكاني د روايت له مخې د ځمكې حجتونه شاهدي وايي نه هغوى چې په ټيټ مقام ګې پراته وي . ((كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (آل عمران/١١٠)= تاسې غوره امت ياست،چې د خلكو ګټې ته رادبره شوي يئ ( داچې ) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر خداى ايمان لرئ او كه كتابوال ( پر دغسې کړلار او ځلاند دين ) ايمان راوړي؛نو ورته غوره ده (خو يوازې) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېر شمېر يې فاسقان ( او د خداى له فرمانه سر غړوونكي) دي . )) دا آيت هم په اصحابو پورې ځانګړى نه دى او كه اصحاب پكې شاملېږي ؟ نو دا امت په نوم ورګډ دى ، هغه امت چې د غوره والي دليل يې بيان شوىدى " َأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ" او څرګنده ده ، هغوى له دې فضيلته برخمن دي، چې خپله پر نېکيو عمل كوي او له بديو ځان ژغوري ، په داسې حال كې چې ټول امت او ټول اصحاب خو داسې نه دي . ((وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (توبه/١٠٠)= او د مهاجرينو او انصارو لومړني مخكښان او هغوى چې په نېكيو كې په هغوى پسې ولاړل،خداى له هغوخوښ او هغوى (هم) له خدايه خوښ شول، ورته يې د جنت باغونه چمتو كړي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل به پكې اوسېږي او دا ستره بريا ده ! )) د ورپسې آيت : ((وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُواْ عَلَى النِّفَاقِ لاَ تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى عَذَابٍ عَظِيمٍ (توبه/١٠١)= او په چاپېريال کې دې ځينې بانډيڅيان عرب منافقين دي او(همداراز) د مدينې په اوسېدونكيو كې هم منافقان شته،چې ته يې نه پېژنې؛ خو موږ يې پېژنو،ژر به ورته دوه ځل سزا وركړو(په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړيني پر وخت سزا)؛ بيا به (په قيامت كې) د ستر عذاب پر لور راګرځول کېږي!)) لومړى : دا آيت په ړومبنيو مهاجرين او نصارو پورې ځانګړى دى او ټول اصحاب پكې نه راځي . دويم : آيت په ايمان كې ړومبيوالى يا په هجرت او ملاتړ كې ړومبى والى ستايلى او برنډه ده، چې په دې ستاينه كې يوازى هغوى شامل دي، چې په نورو برخو كې يې د خدى د رضا لپاره صالح اعمال تر سره كړي وي او فاسقان پكې نه شاملېږي؛ځكه فاسقان د عقل او فضل له مخې د الهى رضوان وړ نه دي .

قرآن مجيد وايي : ((سَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَكُمْ إِذَا انقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُواْ عَنْهُمْ فَأَعْرِضُواْ عَنْهُمْ إِنَّهُمْ رِجْسٌ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاء بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ (توبه/٩٤)= ))

پر دې مطلب بل شاهد ، د "احسان" شرط دى، چې په تابعينو كې راغلى،چې خورا په مهاجرينو او انصارو كې معتبر دي . درېم : د آيت شرط دادى، چې د عمر تر پايه پورې ، پر خپل احسان ټنيګ ولاړ وي او نه به كږېږي؛خو دا چې ټول وړومبني مخكښان همداسې وو ؛ نو قرآن مجيد احاديث او د اصحابو ژوند څېړنه د دې پرخلاف نښې نښانې راښيي؛ لكه چې مخكې مو ورته اشاره وكړې وه . ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ = (انفال/٦٤)= نبي! تا او ستا مؤمنو لارويانو ته خداى بس دى (؛يوازې پر همدوى ډډه لګوه) .)) په دې آيت كې په "من المؤمنين" كې "من" كلمه د تبعيض او توپير پيدايښت راښيي او يا لږ تر لږه احتمال يې په نښه كوي؛ نو ځكه مؤمنان د پېغمبر په لارويانو او نه لارويانو ويشل شوي او آيت دانه ښيي، چې د پېغمبر اکرم د زمانې ټول د هغه لارويان وو .

((مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (الفتح /٢٩)=محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان،چې ورسره دي،د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي .پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي . هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي،دوى هغه كښت ته ورته دي،چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې بيا خپله ملا ټينګه كړي بيا كلك شي بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته حيرانېږي . (همدغسې د محمد(ص) ياران له  کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښې (چارې) يې كړې دي (؛نو) خداى ورسره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده .))

په پام كې مو وي چې : لومړى : په "والذين معه" كې ، نوازې معيت،جسماني اړخ نه لري؛ځكه څرګنده ده، چې آيت د پېغمبر اكرم ملګرى ستايي؛ لكه : ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (توبه/١١٩)= مؤمنانو! د خداى (د فرمان له مخالفته ) ووېرېږئ او له رښتينو سره اوسئ . )) او كه " معيت " يوازې جسماني وي ؛ نو په آيت كې به هغه منافقين او فاسقين شامل وي، چې په اصحابو كې وو ، په داسې حال كې چې هغوى له دې ستاينې بهر دي،په دې خبره شاهد ايمان او صالح عمل دي؛ لكه چې د آيت وروستۍ جمله : " وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا " . دويم : كه فرضاً " معيت " جسماني هم وي ؛ نو لكه مخكې مو چې د تېرو آيتونو په معنا كې وويل : هغه منافقين او فاسقين ترې بهر دي، چې تر پېغمبر اكرم وروسته له لارې كاږه شوي وو . ((لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا (فتح/١٨)= په رښتيا،خداى له مؤمنانو هغه وخت خوشحاله شو،چې تر ونې لاندې يې درسره بيعت وكړ؛ نو (خداى) پوه شو،چې په زړونوكې يې څه دي؛ نو ځكه يې پرې ډاډ راښكته كړ او په بدل كې يې ورته "نژدې بريا" په برخه كړه؛ )) لومړى : دا آيت د مؤمنانو په باب دى؛ يعني د هغوى چې ايمان يې تثبيت او ستاتل شوى دى ؛ نو ځكه په اصحابو كې پر چا چې د نفاق احتمال هم وي ، دا آيت پرې نه تطبيقېږي . دويم : دا آيت د غزالي ( المستصفى 2/156 دارالفكر چاپ) په وينا په حديبيه سولې پورې ځانګړى دى او په هغو اصحابو پورې چې وروسته مسلمانان شوي تړاو نه لري . درېم : د رضايت شرط دادى،چې هغوى به تر پايه نه كږېږي او پر لاره به سم سيخ روان وي .

د ټولو اصحابانو د عدالت د اصل لپاره په لاندې احاديثو استدلال شوى دى (1) _ المستصفى (2/157 دارالفكر چاپ ) : اصحابى كالنجوم باييهم اقتديتم اهتديتم ؛ زما اصحاب د ستوريو په شان دي ، په هر يوه پسې چې ولاړشئ؛ نو لار به مو موندلې وي . پر دې حديث ، حديثيوهانو او رجالپوهانو نيوكې كړي دي لكه : (الف) _ ابن قيم جوزي په اعلام الموقعين (2/42 _ دارالجبل بيروت چاپ) كې وايي : " دا حديث " د اعمش له لارې ، له ابوسفيان ، له جابر او د سعيد بن مسيب حديث له ابن عمر د حمزه جرري له لارې له نافع له ابن عمر نه روايت شوى ، په داسې حال كې، چې د هغوى لارې ثابتې نه وې .

ابن عبدالبر ويلي دي چې :

... بزاز ( د اهل سنتو ستر محدث ) را ته وويل : دا چې له پېغمبر اكرم نه روايت شوى " چې زما اصحاب د ستوريو غوندې دي ، په هر يوه پسې چې ولاړ شئ ؛ نو لاره به مو موندلې وي " ؛ نو له پېغمبر اكرم نه ددې خبرې وكيدل نا سم دي . (ب) _ ذهبي (ميزان الاعتدل 1/412 ، رقم 1511 ) د جعفر بن عبدالواحد هاشمي قاضي ( د دې حديث يو راوي دى ) په ترجمه كې وايي : جعفر بن عبدالواحد هاشمي دارقطني ( د هغه په باب ) ويلي دي ، چې هغه به حديث جعل او جوړاوه او ابو زرعه ويلي دي : هغه احاديث يې روايت كړي، چې بنسټ نه لري ... او ددې سړي له بلاګانو يو هم د " اصحابى كالنجوم " حديث دي . ذهبي د اهل سنتو ستر حديثيوه او رجال پوه دى او د دې راوي يوه بلا يې " اصحابى كالنجوم " حديث ګڼلى كه چېرته دا حديث له اعتباره برخمن واى ؛ نو ذهبي به د هغه په باب دا تعبير نه كارا وه . د حديث دلالت هم د منلو وړنه دى ؛ ځكه يو شمېر اصحاب ( د مخكېنيو اسنادو له مخې ) منافقين او فاسقين وو؛نو خرګنده وه ، چې په هغوى پسې د ستوريو غوندې اقتدا نه کېږي . دويم : اصحابو په ډېرو ځايونو كې تېروتنې كړي؛ نو څنګه ورپسې اقتدا وشي . په دې باب د زياتو معلوماتو لپاره د الغديرشپږم ټوك وګوړئ . درېم : د اصحابو په منځ كې ډېر اختلافات وو؛ نو په دې اختلافاتو كې به په كوم يو پسې ځو ، په داسې حال چې ټول خو پر حقه نه وو ؟ 2 _ صحيح بخاري 3/60 ، كتاب فصائل النبي (ص) ، باب فضايل اصحاب النبي (ص) : قال رسول الله (ص) : " خير امتى قرنى ثم الذين يلونهم هم الذين يلونهم ... " پېغمبر اكرم وويل : زما د امت غوره وګړي هغوى دي، چې زما په زمانه كې ژوند كوي بيا ورپسې ، وروستى نسل او بيا همداسې چې ورپسې راځي " دا حديث راښيي چې د پېغمبر اكرم زمانه له غوره زمانو څخه ده او كوم انسانان ( اصحاب او تابعين ) چې په دې پېړۍ كې ژوند كوي ، هغوى به غوره انسانان وي . لومړى : په هغه پېړۍ كې، چې پېغمبر اكرم اوسېده ، داسې جنايات تر سره شوي، چې تاريخ ترې شرمېږي ، په همدې پېړى كې امام حسين ، ياران يې او نبوى كورنۍ ووژل شوه . په همدې پېړۍ كې د "حره" پېښه وشوه او د مدينې حرم مات شو . په همدې پيړۍ يا لږ ترې وروسته ځينو قرآن مجيد ته سپك وكتل او په غشويې وويشته . نو څنګه ويلاى شو،چې د پېغمبر د امت غوره كسان په دې پيړيو كې اوسېدل . دويم : د حديث محتوا او مضمون نيمګړتيا لرى  : ډېر احاديث راښيي،چې په راتېرو پېړيو كې په داسې انسانان وي، چې د پېغمبراكرم تر اصحابو به غوره وي لكه : 1 _ د امام احمد حنبل مسند 3/155 : له انس بن مالك نه روايت دى، چې پېغمبراكرم يو ځل وويل : خوښ دې وي هغه چې پوره يې ايمان راوړى او زه يې ليدلى نه يم . بيا يې اوه (7) ځلې وويل : خوښ دې وي هغه چې زه يې نه يم ليدلى ، خو ايمان يې راوړى وي " 2_ امام احمد حنبل ، مسند 4/106 : ابو جمعه وويل : له پېغمبراكرم سره وم او له حضرت ابوعبيده جراح سره مو د غرمې ډوډۍ خوړه . ابوعبيده له حضرت رسول اكرم نه پوښتنه وكړه ، ايا تر موږ (اصحاب) غوره نور څوك شته ؟ له تا سره مو اسلام راووړ او له تاسې سره مو جهاد وکړ ؟ ورته يې وويل : هو په تاسې پسې قوم چې راځي زه يې نه يم ليدلى ؛ خو پر ما ايمان راولى . 3 _ د امام احمد حنبل مسند 3/27 : مخكې مو د هغو احاديثو په ترڅ كې چې له حوضه شړل کېږي ، ځينې مطالب وويل : عن ابى هريره : ان رسول الله خرج الى المقبرة... په دې حديث كې پېغمبر اكرم لېوالتيا ښيي،چې خپل وروڼه وګوري،كله چې ورته وويل شي،چې موږ ستا وروڼه نه يو ؟ نو پېغمبر اكرم ورته په ځوب كې وايي : تاسې زما اصحاب اوسئ ، زما وروڼه هغوى دي، چې لا تر اوسه نه دي راغلي او زه تر هغو ړومبى ( په قيامت كې ) حوض ته ځم او بيا ورپسې د اصحابو له حالته اندېښنه ښيي،چې هسې نه چې تر هغه وروسته د اوښتون له امله له حوضه وشړل شي او د ځان د هلاكت چارې په خپل لاس برابرې كړي . عقل هم موږ ته راښيي چې : چا چې پېغمبر اكرم نه وي ليدلى او د څيړنې له امله يې پرې ايمان راوړى وي ، تر هغوى غوره دي ، چې پېغمبر يې ليدلى او ايمان يې پرې راوړى وي؛ ځكه د ايمان او صالح عمل لار ،چې د پتمنۍ له مخې وي، ارزښت او فضليت يې ډېر دى، همدغسې كه يو صحابي د صحبت قدر و نه پېژني او داسې عمل وكړي، چې له شان سره يې نه ښايي ؛ نو له فضليت به لرې شوى وي او د ټينګې سزا وړ به وي، څه چې مهم دي ، د فضيلت او غوره والي كچې او معيارونو دي او څوك چې په هره اندازه له دې كچو برخمن وي؛ نو په همغه اندازه بايد ورته ارزښت وركړو او څوك چې له دې كچو پسې شا شي؛ خو بيا هم ورته په ارزښت قايل يو؛نو دا كړنه له عقل او شرعې سره اړخ نه لګوي .

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (حجرات/١٣) = خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ،چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو،ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او له هر څه) خبر دى .)) ((قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (آل عمران/٣١)= ووايه:((كه له خداى سره مينه لرئ ؛نو زما لاروي وكړئ،چې خداى (هم) له تاسې سره مينه وكړي او ګناهونه مو وبښي؟ او خداى بښونكى (او) مهربان دى))

د پېغمبر اكرم په باب قرآن مجيد  وايي :
((وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلاً   (اسرا ء/74)= اوكه ته موږ (پرحق باندې) ټينګ كړى نه واى (او د عصمت د مقام په رڼا كې له بې لارۍ خوندي شوى نه وې؛نو) نژدې وه،چې لږ څه به د هغولوري ته ورمات شوى وې .))

((وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ . لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ .ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ (الحاقه/٤٤-٤٦) = او كه هغه (په دروغو) پر موږ كومه خبره تړلې واى،

 موږ يې ښى لاس نيوه،بيا به مو ښهرګ يې پرې کړى واى! ))

د پېغمبر اكرم ښځې چې د صحابيت شرف يې پر برخه دى او هم دماندينتوب له مقامه برخمنې دي ، د هغوى په باب وايي : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا (احزاب/٣٠)= د پېغمبرمېرمنو! له تاسې چې هره يوه ښكاره بدكار وكړي (؛نو) هغې ته به دوه ګرايه عذاب وركړاى شي او دا (كار) خداى ته اسان دى . ))

آيا دا به سمه وي، چې وويل شي،چې څوك د پېغمبر اكرم حرمت او درناوى ناليدلى وګڼي او د هغه د ناستې او صحبت حق تر پښو لاندې كړي او د شريعت له لارې كوږ شي ؛ نو بيا هم د هغه درناوى وکړو ؟ ! !

آيا دا مؤمن او فاسق ته په يوه سترګه ګتل نه دي ، قرآن دا عمل په ټينګه غندلى دى وايي : ((أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ (سجده/١٨)=ايا څوك چې مؤمن وي،د سرغړاند په څېر کېداى شي؟(نه هېڅكله) برابر نه دي .))

عراقي عالم؛علي شهرستاني په خپل کتاب "وضو النبي کتاب " کې ليکلي دي : اهل سنتو ورونو داسې ګڼلې،چې له يپغمبر اكرم سره مصاحبت پخپله ددې باعث ګرځي ، چې صحابي له داسې چارو او كړو وړو خوندي ساتي، چې له عدالت او انصاف سره اړخ نه لګوي ؛ نو له همدې امله صحابي به چې له پېغمبر اكرم نه هر څه نقلول ، دوى به منل،هغه به يې دليل نيوه او عملي كول يې هم،پرته له دې چې د صحابي د عدالت ، ايمان ، استقامت، صداقت او امانت په باب ځيرنه وكړي . او دا مطلب پر عقلي يا فعلي دلايلو ولاړ نه وي ؛ ځكه له پېغمبر اكرم سره مصاحبت ، سره له دې چې فضيلت وي؛ خو اصحابي پر مصونيت دليل كېداى نه شي ؛ نو ځكه صحابه له تېروتنې او ګناه څخه د مصونيت له پلوه د نورو خلكو په څېر وي، چې موثق،عادل، پاك سپېڅلي او له ګناه پاك خلك په هغوى كې ډېر وو ، ګناهكاران متجاوزين او مجهول الحال وګړي هم په كې وو . شرعي دليل لرو ، چې د واحد خبر راوي بايد عادل وي او دا يو مطلق شرط دى كه څه صحابي وي ؛ خو كه هر څوك عادل نه وي ، د هغه خبره او روايت د قطعي دليل له مخې مطقاً له اعتباره لوېدلې ده . پر مجهول الحال وګړيو هم دا حكم تطبيقېږي ، که د دې وګړيو په باب څېړنه وشي، چې عدالت يې تثبيت شي ؛ نو بيا به يې په روايت يوازې په فروعانو كې استناد نيول کېږي ؛ خو د دين په اصولو كې د عادل پر واحد خبر دليل نه شي کېداى كه د واحد خبر د راوي عدالت ثابت نه شي ؛ نو د هغه پر روايت باندې عمل كېداى نشي . د د واحد خبر په باب د اهل سنتو عالمانو رايه ده او په دې باب ورسره موږ هم ورسره يوه خوله يو . اهل سنت چې د اصحابو په احاديثو عمل كوي ، علت يې دادى چې هغوى د ټولو اصحابو پر عدالت ګروهمن دي ، چې هر څه دوى وايي ، سم دي ، بحث او پلټنې ته پكې اړه نه شته او دوى داسې ګڼلي، چې د اصحابو او راويانو عادل ګڼل په حقيقت كې د حضرت پېغمبر (ص) درناوى كول دي ، په داسې حال كې،چې دا يوه ښكاره تېروتنه ده؛ ځكه د پېغمبر اكرم درناوى او سپڅلتيا او د مقام ساتنه په دې امكان لري،چې د آنحضرت (ص) شخصيت او سنت د دروغجنو انسانانو له لاسونو وژغورو . پېغمبر (ص) امت ته د دروغجنو په باب وايي : او ژر دى چې په ما پسې به دروغجن ډېر شي ؛ نو هر څوك چې په قصد سره پر ما پورې دروغ وتړي، ځاى به يې دوزخ وي " . لاندې آيتونو ته ځير شئ : ((إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ (منافقون/١)= چې كله منافقان درته راشي (؛نو) وايي : (( موږ شاهدي ورکوو،چې ته په رښتيا د خداى استازى يې.)) او خداى پوهېږي،چې ته يې استازى يې او خداى شاهدي وركوي،چې منافقين بېخي دروغجن دي (او پر خپلو خبرو ايمان نه لري) . )) ((وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا (احزاب/١٣)= او (همداراز دريادكړه) چې كله يوې ډلې يې وويل : (( د يثرب (مدينې) خلكو! دا ستاسې د تمېدو ځاى نه دى؛ نو بېرته (خپلوكورونو ته) ستانه شئ)) او يوې ډلې يې له پېغمبره د ستنېدو اجازه وغوښته او ويل يې : (( په واقع كې زموږ كورونه بې څوكه دي)) حال داچې بې څوكه نه ول، هغوى يوازې غوښتل (له جګړې) وتښتي. )) د اصحابو پر نفاق د پوهېدو لپاره را ته د توبې 101 آيت بس دى چې : ((وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُواْ عَلَى النِّفَاقِ لاَ تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى عَذَابٍ عَظِيمٍ (توبه/١٠١)= او په چاپېريال کې دې ځينې بانډيڅيان عرب منافقين دي او(همداراز) د مدينې په اوسېدونكيو كې هم منافقان شته،چې ته يې نه پېژنې؛ خو موږ يې پېژنو،ژر به ورته دوه ځل سزا وركړو(په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړيني پر وخت سزا)؛ بيا به (په قيامت كې) د ستر عذاب پر لور راګرځول کېږي! )) ((لَقَدِ ابْتَغَوُاْ الْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُواْ لَكَ الأُمُورَ حَتَّى جَاء الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللّهِ وَهُمْ كَارِهُونَ (توبه/٤٨)= په رښتيا هغوى تردې له مخه (هم) د فتنې د راولاړولو هڅې كړي دي او پر تا يې چارې ګډې وډې کړې وې، تردې چې حق راغى او د خداى امر ښكاره شو ( او بريالي شوئ ) حال داچې هغوى ناخوښه وو. )) ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (توبه/٧٣) = پېغمبره ! له كافرانو او منافقانو سره جهاد او سخت چلن وكړه،ورتګ يې جهنم ته دى،چې خورا ناوړه هستوګنځى دى! )) څوك چې په دې او ددې په څير نورو آيتونو كې غور وكړي نو په نامعلوم الحالو وګړيو كې به د منافقينو په باب په اصحابي توګه يوه شي . لازم دى، چې د ټولو اصحابو له روايتونو ډډه وكړو ، تر څو چې ايمان او عدالت يې تثبيت شي . خو موږ اماميه شيعه د معلوم الحاله اصحابو حديث منو پر دې سر بېره د اهل بيتو د امامانو احاديث راته بس دي؛ ځكه چې هغوى له قرآن سره په تول كې يو شان دي او د هغوى له لارې د ژغورنې او صواب لار پېژندل کېږي كاشكې پوهېداى هغه منافقين، چې په قرآن كې ياد شوي وو ، تر پيغبر اكرم وروسته چېرته ولاړل ؟ هغوى پېغمبر اکرم په ژوندوني خپه كاوه . يو شمېر اصحابو د عقبى په شپه له پاسه نه ډبرې راغورځولې،چې د پېغمبر اكرم اوښه ووېروي او لاندې كندې ته راولېږي ، چې بيا پېغمبر اكرم پر يوه ډله اصحابو لعنت ووايه، (په دې باب د امام حنبل د مسند د پينځم ټوك وروستۍ برخه ولولئ ) تاريخپوهان ليکي، چې پېغمبر اكرم له زروتنو اصحابو سره احد ته و خوځېد ، تر رسېدو مخكې درې سوه تنه منافقين بېرته راستانه شول او څو تنه له دې،چې چېرته و به پېژندل شي او مشهور به شي لښكر سره پاتې شول، پردې سر بېره كه په دې زرو تنو كې له درې سوو پرته منافقين نه واى ؛ نو دا بس ده، چې پوه شو،چې د وحې د راكېووتو په زمانه كې د صحابو په منځ كې نفاق خپور شوى و؛ نو ځكه څنكه دو چې په پرې كېدو او د پېغمبر اكرم په رحلت سره نفاق هم پاى ته ورسېد ؟ ! ايا د پېغمبر اکرم ژوند د منافقين د نفاق لامل و ؟ يا د آنحضرت (ص) مړينه د هغوى د ايمان او عدالت باعث و ، چې هغوى يې تر انبياوو وروسته غوره بندګان كړل ؟ ! څرنګه د اصحابو حالات ( واقعيات) د پېغمبر اكرم په مړينې سره واوختل او بيا نفاق دومره سپېڅلى شو ، چې هغه سترو جرايمو ورته څه زيان ونه شو رسولى ؟ دا څه وشول چې د عقل او وجدان پر خلاف ځينو ګروهنو ته اړ باسل كېږو ؟ نفاق ته چې د تقدس او سپيځلتيا جامى واغوستل شي، پردې سر بېره په كتاب او سنتو كې وينو داسې منافقين و، چې پر خپل منافقت پاتې شول : ((وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ ( آل عمران/١٤٤) = او محمد(ص) يوازې د خداى استازى دى او تر هغه مخكې هم (نور) استازي وو؛ نو كه (هغه) ومري يا ووژل شي؛ تاسې پر شا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې (له خپلې عقيدې) واوړي (؛نو پوه دې شي،چې) خداى ته هيڅ زيان نشي رسولاى او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي . ))

راځو د احاديثو برخې ته : صحيح بخاري ( 4/ 94 ، كتاب الرقاق ، باب : حوض ) : پېغمبر اكرم ويلي دي : د قيامت پر ورځ به ( د حوض تر غاړې ) ولاړ يم ، يوه ډله به ګورم او پېژنم به يې ، يو څوك به زما او د هغوى له منځه راولاړ شي او وايي : راځئ : زه وايم : چېرته ! وايي پر خداى قسم ! د اور خوا ته ، زه وايم : مګر هغوى څه كړي ؟ وايي : هغوى تر تا وروسته لومړني حالت ته اوښتي وو . بيا ورپسې بله ډله راوړي او زه هغوى پېژنم يو سړى زما د هغوى له منځه راوځي او وايي : راځئ ؟ زه وايم چېرته ! وايي : پر خداى قسم د اور خوا ته . زه پوښتنه كوم : دوى څه كړي وو ؟ وايي : دوى تر تا وروسته جاهليت او لومړي حالت مخه كړې وه . د هغوى ډېر لږ به د دوزخ له اوره وژغورل شي . " او د باب حوض په وروستيو كې له اسماء بي بي ( حضرت ابوبكر لور ) روايت كړي، چې پېغمبر اكرم وويل : زه به پر حوض كوثر ولاړ يم او ګورئ به چې له تاسې نه به يوه ډله ما ته راځي او ځينې به را څخه نيسي . زه وايم : خدايه ! زما له څنګه او زما له امته يې نيسې ؟ ورته ويل كېږي : ايا پوهېږې، چې دوى تر تا وروسته څه كړي ؟ پر خداى ! چې هغوى خپل لومړني حالت ته اوښتي وو " . ابن مليكه ويل : خدايه ! تا ته پناه وړو، چې خپل لومړني حالت ته وګرځو او يا له دينه كاږه شو .

بيا بخاري په همدې باب كې له سعيد بن مسيب نه روايت كوي،چې پېغمبر اكرم ويلي : له اصحابو نه مې يوه ډله ، ماته حوض كوثر ته راځي ، هغوى په حوض كې په کوړه وهل کېږي . زه وايم ، پروردګاره ! دا زما اصحاب دي . خداى تعالى وايي : ته نه پوهېږې، چې دوى تر تا وروسته څه وكړل ، دوى تر تا وروسته جاهليت ته مخه كړه . بيا له سهل بن سعد نه روايت كوي، چې پېغمبر (ص) ويلي دي .

" زه تاسې پر حوض راټولوم . هر څوك چې زما تر څنګه تېر شو؛نو له هغه به وڅښي،چې هېڅكله به تږى نشي ، داسې قومونه راته راولي ، چې زه هغوى پېژنم او هغوى ما پېژني او بيا زما او ستا تر منځ بيلتون راځي " . ابو حازم وويل : نعمان بن ابى عياش له ما نه پوښتنه وكړه : همداسې دې له سهل نه اورېدلي ؟ ورته مې وويل : هو ابوسعيد خدري وويل : ما هم دا له پېغمبر اكرم اورېدلي دي : " زه وايم ، هغوى زما څخه دي . په ځواب كې ويل کېږي ، ته نه پوهېږې، چې هغوى تر تا وروسته څه كړي ؟ زه هم وايم پر هغوى دې مړينه او هلاكت وي ، چې زما وروسته يې هغه واړو " . عسقلاني (رح) په ارشاد الباري كې د "هغه واړو" كلمې په تشريح كې وايي : يعنې د پېغمبر دين يې واړو . صحيح بخاري ( 3/30 ، باب غزوه حديبيه ) : علا بن مسيب له خپله پلاره روايت كوي : براء بن عازب سره مې وليدل او ورته مې وويل : نېکمرغه يې چې د پېغمبر صحابي وې او تر ونې لاندې مو ورسره بيعت كړى ! براء وويل : وراره ! خو ته نه پوهېږې، چې موږ تر پېغمبر وروسته څه وكړل ( صحيح بخاري 2/154 ، كتاب بدء الخلق )

په نصوصو كې د دين مرجعبت څرګند نص دى، چې د سپېڅلي عترت ( د پېغمبر اكرم ډېر نږدې خپلوان ) امامان له قرآن سره په يوه تيږه تلل شوي ، په امت كې د نوح د بيړۍ غوندې دي،چې كه څوك پكې سپاره شو ؛ نو وژغورل شو او چا چې ترې ډډه وكړه؛ نو غرق شو او د بني اسرائيلو د " باب حطه " غوندې دي ، چې كه هر څوك ورننووت ؛ نو وبښل شو او امت ته داسې دي؛لكه سر چې تنې ته وي او بلكې سر ته د سترګو په څېر دي . دوى الهي ټينګې رسۍ دي، چې هېڅكله نه شلېږي او د قرآن په څېر درنې سټې دي ، چې چا پرې منګولې ښخې كړې ، بې لارې به نشي او چا چې له هغو درنو مټو (قرآن _ اهل بيت ) لاس واخست ، بى لارې شو او خداى تعالى ته نشي رسېداى . يپغمبر اكرم راته امر كړى، چې هغوى د خپل تن د سر په توګه او په سر كې دسترګو پر ځاى وښيئ او موږ يې له دى منع كړي يو ، چې تر هغوى مخكې شو او نه يې لمن پرېږدو او په ډاګه يې ويلي " دين زما اهل بيت په يښو دروي او په هر نسل كې دوى امت د بې لارو له بې لارۍ سموي . پېغمبراكرم ويلي چې : " د امامانو پېژندنه د دوزخ له اوره د ژغورنې لامل دى او له هغوى سره مينه له صراط نه د تېرېدو باعث ګرځي او د هغوى د ولايت منل له عذابه امان دى .

( وګورئ : قاضى عياض ، كتاب الشفاء ، 4 مخ آستانه چاپ 1328 ه )
او ويلي يې دي : نېک عمله ته د ښو اعمالو سر ته رسول هله ګټه رسولاى شي، چې آل محمد وپېژني .
(طبراني په معجم اوسط كې را اخستي او سيوطي په احياء الميت بفضايل اهل البيت  كې له هغه را اخستي دي او نبهاني په اربعين كې )

پېغمبر اكرم ويلي : په قيامت كې له دې امته هر څوك ، لا له ځايه نه وي ښورېدلاى،چې د اهل بيتو له دوستۍ او مينې ترې پوښتنه ونشى " . او كه څوك خپل ټول عمر د ركن او مقام تر منځ پر عبادت تېر كړي ؛ خو له آل محمد سره دوستي و نه لري نو دوزخ ته به ځي . د " ذى القربى " ، " تطهره " ، " اولى الامره" ، حبل الله " او " كونو مع الصادقين " آيتونه دستور راكوي، چې د اهل بيتو لمن ونيسواو ورپسې لاړ شو . د پېغمبر اكرم د فرامينو په باب ټول مسلمانان يوه خوله دي؛نو راځئ چې موږ ټول د اهل بيتو درناوى وكړو او څنګه چې د هغوى موقعيت او مقام را ته په نښه شوى ، همغسې يې حق وپېژنو او داسې ولاړ شو . موږ بايد د څرګند نص له مخې د دين اصول او فروغ له عترته زده كړو ؛ خو موږ له ابوالحسن اشعري ، ماتريدي او نورونه اصول زده كړي او فروغ مو له څلورګونو فقهاوو اخستي دي،په داسې حال كې چې دوى عالمان دي او درناوى يې پر ځاى دى؛خو په دين كې دوى راته د دين مرجعيت په توګه نه دى ښوول شوي . زموږ ګيله داده،چې ولې زموږ ورونه د اهل بيتو امامانو ته په ارزښت نه قايلېږي،له خوارجو،مشبهه مرجئه او قدريه و روايتونه كوي؛خو له دوى نه ، مقاتل بن سيلمان خداى ته پر جسم قايل و او مرجئى او مدور و ، له هغه روايت كوي . دا ولې ؟ بخاري چې د پېغمبر اكرم له عترته كوم روايتونه نقل كړي كه دا راټول كړو؛نو د دروغجن عكرمه بربر بن رجى روايتونه په سر كې ډېر دي . بخاري سره له دې چې د امام حسن عسكري همعصرى و؛ خو د دوى پر احاديثو استدلال نه كوي اونه يې ترې روايت نقل كړى دى . بخاري له امام حسن نه چې د پېغمبر اكرم سبط او د جنتي ځوانانو ښاغلى دى، په خيل صحيح كې روايت نه دى راوړى؛ خو د اهل بيتو د ستر دښمن " عمران بن حكان " (چې د ابن ملجم په باب يې شعر ويلى او هغه جنايتګر يې ستايلى ) نه يي روايت كړى . د شعر پښتو مغهوم يې دا دى : " هغه پرهيزګار عجيبه ګوزار وكړ او جنت ته ورننووتو په تمه يې دا كار وكړ او زه چې هر ورځ هغه يادوم ؛ نو داسې فكر كوم،چې د ابن ملجم نېک عمل به تر ټولو خلكو زيات وي " په داسې حال كې چې پېغمبر اكرم ويلي : لومړى بدمرغه هغه و چې د صالح (ع) اوښه يې چوكړه او وروستى بدمرغه هغه دى ، چې پر تا به ګوزار كوي " بخاري دپېغمبر اكرم د سپېڅلې كورنۍ،نورو ستوريو لكه عبدالله بن حسن ، علي بن جعفر او نورو نه هم روايتونه نه دي را اخسپي او پر دې سر بېره د اهل بيتو له رجالونه هم لكه : حسن بن حسن و زيد بن على بن حسين ، يحيي بن زيد محمد بن عبدالله بن حسن نفس زكيه ، ابراهيم بن عبدالله ، حسين بن علي ، شهيدفخ ، يحيي بن عبدالله بن حسن ادريس بن عبدالله ، محمد بن جعفر صادق ، محمد بن ابراهيم طباطبا ، قاسم رسى، محمد بن محمد بن زيد بن علي ، محمد بن قاسم بن علي بن عمر ، او اشرف بن زين العابدين چې د طالقانو حكمران واو د بخاري همعصري . امام بخاري د پېغمبر اكرم له لور ( حضرت زهرا بي بي ) نه يو روايت ، له حضرت علې نه (29) روايتونه ، له عمار ياسر نه (4) ، له بلال (رض) نه (3) ، له سلمان فارسي نه (4) له مقداد نه (1) ، له ابوز غفاري نه (14) له عبدالله بن جعفر نه (2) روايتونه نقل كړي، په داسې حال كې چې له ابوهريره نه ې 446 ، له عبدالله ابن عمر نه 270 ، له عايشه ام المؤمنين نه يې 242 او له معاويه نه يې اته روايتونه نقل كړي دي . امام جعفر صادق د امام باقر زوى ، د على بن حسين بن علي زين العابدين لمسى دى ، چې د هغه او پېغمبر اكرم تر منځه څلور ستر شخصتونه پراته دي، داسې چې دا ټول په علم تقوى او اخلاقو كې د زمانې بيلګې وي ؛ خو د هغه روايت نه اخستل كېږي؛خو نور چې د هغوى او د پېغمبر اكرم تر منځ دولس ګونو ناپېژندل شوي وګړي پراته دي، د هغوى روايت منل کېږي؛ نو دين او عقل خو دا خبره نه مني. د راوي لپاره دوه شرطونه دي : عدالت او دقت . له عدالت څخه مطلب ، پر اسلام ايمان لرل ، عقل ، بلوغ ، له تباهۍ ځان ساتل او د داسې اعمالو نه كول دي، چې د سړي ځوانمردي پرې درواغجنه كېږي . له دقت او ځير نې مراد دادى : حديثپوهانو، چې د حديث اورېدو ته كوم معيارونه ټاكلي ، هغه يې مراعات كړي وي او د هغه مخې يې حديث ياد كړي وي او روايت تر وخته پورې يې هغه ياد ساتلي وي ( حفظ كړي وي ) . خو په عمل كې دا قاعده پرځينو ځايونو كې تر پښو لاندې شوې د بيلګې په توګه : (1) اسماعيل بن عبدالله ( ابو اويس ) بن عبدالله (صبحى ) ابو عبدالله مدني ابن معين د هغه په باب وايي : دوه پيسې ارزښت نه لري ! هغه او پلار يې حديث غلا كول هغه دروغجن او بې شخصيته دى . بخاري ، مسلم و ابوداود ، ترمذي او ابن ماجه ترې احاديث روايت كړي دي. (2) يسر بن ارطاة : ابن معين وايي : ناوړه سړى و . يسر د معاويه ملګرى و ، په حجاز اوعين كې يې د معاويه دښمنان وژلي،امام علي پرې لعنت ويلى . ابوداود، ترمذي او نسائي ترې روايتونه دي كړى . (3) ثور بن يزيد بن زياد حمصي امام احمد حنبل وايي : امام مالك له هغه سره د ناستې پاسې منعه كړې او زاعي ورته بد ويلي . هغه د امام علي دښمن و؛ ځكه نېکه يې په صفين كې وژل شوى و ، بخاري او نورو ترې روايتو نه را اخستي دي . 4_ جراح بن مليح : ابن حبان وايي : سندونه يې سرچپه كول او مرسل روايتونه يې مرفوعه كول . ابن سين وايي : دروغجن و او احاديث يې جوړول مسلم ، ابو داود ، ترمذي او ابن ماجه ترې روايتونه كړي دي . 5_ حبيب بن ابي حبيب يزيد جرمي انماطي ابن معين د هغه له روايتونو منعه كړې ، مسلم ، ابن ماجه او نسائي ترې روايتونه كړي دي . 6_ حريز بن عثمان رجي حمصي تورن دي،چې په رسول الله پسې به يې دروغ ويل او په علي پسې به يې كنځلې كولې ، بخاري او نورو ترې روايتونه نقل كړيدي . 7_ خالدبن سلمه العاص مخزومي په ضاء ضاء مشهور ! جوير وايي : هغه مرجئـه و ، د علي دښمن و او د مروان د زوى اشعار يې ويل . 8_ زياد بن عبدالله بن طيفل بكائي عامري ابن مدينى وايي : ضعيف دى . ابن معين ويلي : ارزښت نه لري، بخاري ، مسلم او نورو ترې روايتونه را اخستي دي . په دې باب وګورئ : هدى السارى ( چې د فتح الباري سريزه ده او فتح الباري د بخاري شرحه ده) چې د بخاري په ډېرو راويانو يې نيوكې كړې؛خو ابن حجر له هغه نه دفاع كړې . نو پر دغسې ځينو راويانو چې د ثقه راوي صفات نه تطبيقېږي او " عدالت " هم نه لري ؛ نو د هغوى په باب د احاديثو په ټولو كتابونو كې له سره نوى چاڼ وشي همدغسې كه چېرته د حديث متن هم وڅېړل شي او تر كره كتنې لاندې ونيول شي، چې له عقل او قرآن سره اړخ لګوي؛نو دا خو بيا يو شمېر احاديث د سموالي له ليکې وباسي ؛ ځكه پېغمبر اكرم ويلي دي :لکه څنګه چې تر ما مخکې په پېغمبرانو پسې يې دروغ تړل؛نو په ما پورې به يې هم وتړي؛نو چې چا درته زما "حديث" راووړ او د خداى له کتاب (قرآن) سره يې اړخ لګاوه؛نو زما حديث به وي او که نه؛نو نه به وي . قرب الاسناد :٤٤٠ مخ او مستدرک الوسايل ١٧/٣٠٤. نو حديث بايد د " سند او متن " دواړو له پلوه يو ځاى تر كره كتنې لاندې ونيول شي او د دا دود بايد د اسلامي ټولو حديثي كتابونو په باب مراعات شي؛ كه سني وي که شيعه او له نېکه مرغه دا غورځنګ پيل شوى او كار تر دې ځايه هم رسېدلى، چې د سني او شيعه دواړه ګډ احاديث سره را ټول شويدي ؛ خو بيا هم دې كار ته بايد په نړيواله سطحه دوام وركړل شي . د حيث د متن د كره كتنې پيلامه هماغه د اصحابو كرامو تابعينو او فقهاوو په وخت كې وه، چې د بيلګې په توګه موږ ورته اشاره كوو او كه چېرې اوس د حديث متن کره كېږې ؛ نو دا به په حقيقت كې څه نوى كار نه وي . حاكم نشيابورې د مستدرك 2/215 كتاب العتق په خپل سند له عروه بن زبير نه روايت كړى چې ويلي يې دي : عايشه بي بي خبره شوه، چې ابوهريره وايي : رسول اكرم (ص) ويلي دي :

1_"كه د خداى په لاره كې کوړو ته غاړه كېږدم؛نو دا مې ښه ايسى تر دې چې حرموني ازاد كړم "

2_ حرمونى په هغو درېو كې ډېر بدتر دي . 3_ مړى ژوندى په ژړا عذابېږي . عايشې بي بي وويل : خداى دى پر ابوهريره ورحمېږي ، بد يې اورېدلي او بد ځواب يې وركړى . د لومړۍ خبرې كيسه داسې ده: كله چې د " فلا اقتحم العقبه وما ادريك ما العقبه فك رقبه [ نو په هغه سخته مورګه يې ګام كېښود او ته څه پوهېږې،چې هغه سخته غاړه څه ده ؟ د مريي ازدول دي ] آيت نازل شو ، وويل شول : رسول الله (ص)! موږ مريان نه لرو،چې ازاد يې كړو ، يوازې ممكن دى، چې ځينې موږ تورې وينځې ولرو ، چې خدمت كوي او كارونه يې تر سره كوي؛نو كه وشي چې موږ هغوى ته د [زنا] حكم وكړو او بيا ترې اولاد وشي او بيا يې ازاد كړو . رسول الله (چې دا خبره واورېده ) نو يې وويل : " كه د خداى په لار كې کوړې ته غاړه كېږدم ، دا راته غوره ده ، چې د زنا حكم صادر كړم . او بيا حرمونى ازاد کړم . د دويمې خبرې کيسه داسې ده : يو منافق پېغمبر اکرم ځوراوه . پېغمبر (ص) وويل : څوك راته د دى ځورولو دليل ويلاى شي ؟ " ورته وويل شول : رسول الله (ص) ! دا " حرمونى " دى . رسول اكرم وويل : " حرمونى په هغو درېو كې ډېر ناوړه دى . " او خداى تعالى وايي : انعام 164 آيت : هېڅوك د بل د ګناه پېټى پر اوږونه وړي . د درېېم حديث پېښه اصلاً داسې وه : رسول اكرم د يهودي د كور له وره تېرېده، چې خپلوانو يې ورته ژړل او ( چې ژړا يې واورېده ) ويې ويل : پر هغه ژاړي؛خو هغه پر عذاب اخته دى " او خداى تعالى وايي : خداى هر چا ته د هغه د وسې هومره تكليف وركوي . په يو بل روايت كې راغلي ، چې څوك له خپلۍ ښځې سره يو ځاى شي ؛ خو انزال نه شي ؛ نو حضرت عمر فتوا وركړه،چې د لمانځه لپاره دې اودس وكړي او خپله اله دې ووينځي ( صحيح بخاري 1/56 _ صحيح مسلم 1/27 ،86 ) ځينو اصحابو ورباندى نيوكه وكړه ( د احمد مسند 5/115) چې پردغسى انسان د حد د اجرا حكم كوي؛خو يوه كوزه ( صاع ) او به ورته لازم نه بولي ؟ هر وخت، چې دوه الى (ختنه ګاه) يو ځاى شي؛ غسل پرې فرضېږي (التهذيب الاحكام 1/119 ،314 ) دا څو بيلګې مې؛ځکه راوړې چې د روايتونو او احكامو په باب اصحابو يو بل نقدول او هغه روايتونه،چې د شريعت د ثابتو امورو او له عقل او فطرت سره يې اړخ نه لګاوه هغوى به ردول او دا شاهدي وركول، چې زموږ په اسلافو کې روايتونو كره كتنه دود وه . اوس دا پوښتنه كېږي،چې د كره كتنې حق يوازې له اصحابو پورې تړلى و كه اوسني څيړونكي هم دا حق لري ؟ استاد احمد امين ( خير الاسلام 217 او 218 مخونه ) د حديثپوهانو د دود په باب وايي : " عالمانو چې د جرح او تعديل لپاره كوم اصول جوړ كړي . د لته يې راخستى نه شو ؛ نو دا حقيقت بايد ووايو، چې هغوى د متن تر كره كتنى زيات سند تر نقد لاندې نيولى او داسې نقد پكې ډېر لږ ليدل كېږي چې وايي : څه چې پېغمبر اكرم ته منسوب شوي له هغو شرايطو سره،چې دا خبره ( د روايت له مخې ) پکې ويل شوې اړخ نه لګوي يا تاريخې پېښې هغه نقصوي يا د حديث يو ډول فلسفي تعبير دى،چې د پېغمبر اكرم له پېژندل شوي تعبيرونو سره سر نه خوري يا داچې حديث په شروطو كې د فقهې متونو ته ورته دى او يا ددې په څېر نور نقدونه .

موږ په دې باب په سلمه برخه کې څه په لاس نه دي راوړي؛ لكه حديثپوهانو چې د جرحې او تعديل په باب ليكنې كړې دي، تر دې چې بخاري په موشګافۍ او ځيرنه كې د لوړ مقام په لرلو سره سره ، دا چې يوازې يې رجال تر نقد لاندې نيولي ؛ نو داسې احاديث يې په خپل صحيح كې راوړي،چې تاريخي پېښې او تجربي شواهد يې ناسموالي راښيي "

داكتر صلاح الدين ادبي په خپل كتاب " ضحى الاسلام " كې د استاد احمد امين خبري داسې رالنډوي : ( محمد ثانو د حديث د بهرنى اړخ نقد ته زياته پاملرنه كړې او دننني اړخ ته يې دومره پام نه دى ګرځولى، هغوى د جرحې او تعديل له اړخه د حديث نقد تر لوړو پولو رسولى دى . د حديث راويان يې له دې اړخه، چې ثفه دي يا غير ثقه تر كره كتنې لاندې نيولي او د وثاقت درجې يې ورته په ډاګه كړي دي او پردې يې بحث كړى، چې ايا راوي له نقلوونكي سره ليده كاته كړي يا نه او پر همدې بنياد يې حديث په صحيح ، حسن ، ضعيف ، مرسل ، منقطع،شاذ، غريب او ...... ويشلي دي؛خو د حديث دنننى اړخ يې نقد كړى نه دى،چې ايا د حديث متن له واقيعت سره اړخ لګوي كه نه . هغوى، هغوسياسي عواملو ته اشاره نه ده كړې، چې د هغوى له مخې يې حديث جوړ كړي دي او هغه احاديث يې نه دي نقد كړي،چې اموي ،عباسي يا علوي حكومتونه به تاييدوي او يا يې د پېغمبر اكرم او خلفاى راشدينو د زمانې ټولينز شرايط شنني وي او د اموى او عباسي خلقاوو حالاتو او اختلافاتو ته يې اشاره كړې وي،چې له دې لارې پوه شي،چې دا حديث په هغو اجتماعي شرايطو كې چې ويل شوي،اړخ لګوي که نه . مخكېنيو عالمانو د راوي انګېزو، نيت ، شرايطو او جمعيت ته چې هغه يې د حديث جوړېدو ته اړ ايستلي ، دومړه پام نه دى كړى " او تر دې خبرو وروسته وايي : كه چېرې محدثينو د متن نقد ته پام كړى واى؛لكه چې د مسند نقد ته يې خپل ټول پام ګرځولى و؛نو اوس به موږ ته د ډېر جوړو شويو احاديثو حقيقت معلوم شوى واى؛لكه د مناقبو روايتونه، چې د شخصيتونو ، قبايلو او د مذاهبو د لارويانو په باب ويل شوي او ګټه يې يوازې جوړوونكيو ته رسېدله، چې په دې سيالۍ كې يې برخه لرله او د حديثي كتابونو زياته برخه له همدې شان روايتونو نيولې ده . اولي بيا د ابن خلدون ( د ابن خلدون سريزه نهم ټوك ) خبره راولي چې : " د حكايتونو او پېښو په رااخستو كې تاريخپوهان او مفسرانو ډېرې تېروتنې كړې هر سره او ناسره حديث يې نقلاوه او دا حديث يې له اصولو سره نه تله او نه به يې د هغه په څير حديث سره پرتله كاوه او نه به يې د حكمت غوره اندې،پوهې او عقل پرتله، تله،چې د هغه په باب يې سم قضاوت كړى واى؛نو ځكه له حقه لرې شوي ". وګوړئ : فهج نقد المتنن 12 مخ _ ظهر الاسلام 2/130_133 احمد امين ( ظهر الاسلام 2/48 ) ليكي : "پر ړومبنيو يوه بله نيوكه داده ، چې سند ته يې تر متنه ډېر پام و،كله داسې هم شوي،چې د حديث په مسند كې په خورا پټ او ماهرانه ډول تدليس او لاسوهنه شوې او په همدې دليل يې [ پرته له دې چې پر چل او تدليس پوه شوي وي ] حديث منلى، په داسې حال كې، چې عقل يې ان واقعيت نه مني او كلنه داسې هم شوي،چې دغسې احاديث ځينو محدثينو صحيح او سم ګڼلي، يوازې په دې دليل چې سند يې سم دى او جرحه او تعديل پكې نشته (بخاري او مسلم دواړه دغسې نيمګړتياوي لري ) په داسې حال كې،چې که دا ډول احاديث د اسلام له بنسټيزو اصولو سره وتلل شي ؛ نو بيخي ورسره اړخ نه لګوي،كه څه هم اسناديې سم وي " . لنډه خبر دا چې د حديث د سموالي لپاره بايد يوازې پر سند اکتفا و نه کړو، بايد متن يې هم نيمګړتيا و نه لري او له افتونو ځنې خوندي وي،چې دغسې حديث ته سم حديث ويلاي شو .

دلته د مسالې د څرګندولو لپاره ورځنې مثال راولو : څوك تاسې ته د بل چا له خولې خبر راوړي ؛ نو لومړى څيز چې ستاسې  ذهن ته راځي ، و خبريال امانتوالى ، خوى او د هغه  د شخصيت نور اړخونه په پام كې نيسئ او د هغه پر رښتينولۍ ډاډ مومئ ، بيا ور پسې " خبر" ته ګورئ او هغه د خبريال د ټولو ويناوو ، كړنو او نورو شرايطو سره سنجوئ؛ نو كه دا ټول عوامل سره هم غږي شول ؛ نو پر خبر مو ډاډ حاصلېږي او كه همداسې پايلې ته و نه رسېدئ؛نو حق لرئ، چې د خبر په منلو كې پښه نيولي شئ،په دې دليل نه چې د خبريال په رښتينولۍ كې مو شك كړى؛بلكې له دې امله چې په خپله خبر كې را ته شبهه پيدا شوې  او دا شهبه احتمال لرلي، چې تېروتى وي يا څه ترې هېر شوي وي او يا ممكن ناڅرګنده عوامل وي ، چې د متن د خبر پېرېدو باعث ګرځېدلي وي ؛ نو له دغسو سره چې مخ شو؛نو د خبر په منلو كې لږ درنګ كوو،تر هغې،چې له رښتينولۍ نه يې ډاډه شو؛البته په داسې حالاتو كې سمدستي د خبر په دروغوالي پرېکړه نه كوو ؛ ځكه چې دا خو به پر هغه چا تور وي، چې له دې خبر پرته پر هغه مو ډاډ دى، چې رښتين دى .

پورته مثال راښيي،چې د پېغمبر اكرم (ص) د احاديثو په باب محديثونو هم له دغسې حالاتو سره مخ وو . وګورئ : نقد الحديث 1/43_432 _ ډاكتر حسين حاج حسن د بيروت د وفا موسسې چاپ. كافي د اماميه شعيه وو يومصدري حديثي كتاب دى،د خداى تعالى د قدرت په باب پكې روايتونه راغلي،چې دهغه په ځواب كې سيد مرتضى شيعه ستر عالم وايي : " پوه شئ ، څه چې په روايتونو كې راغلي ، د هغو ټولو منل واجب نه دي كه دا زموږ په كتابونو كې وي يا نورو كې ؛ ځكه يو ډول تېروتنې او ناسمې پكې شته ... نو ځكه حديث لومړى بايد د عقل پر محك وسنجول شي او نقد شي او چې له دې پړاوه راووت،په سمو دلايلو؛ لكه قرآن او د هغه له هم سنګي سره وتلل شي او تر دې پړاوه وروسته كه څه نيمګرتيا پكې پاتې نه شوه ؛ نو روا ده، چې حق يې وګڼو او رواي يې هم رښتين وګڼو، داسې نه ده چې هر روايت به حق وي او بل داچې هر روايت، چې د واحد خبر له لارې رسېدلى وي ، دا يقين پرې كولاى شو، چې راوي به رښتيا ويلي وي " . وګورئ : رسائل الشريف المرتضى ( المجموعه الاولى ) ، جوابات المسائل الطرابلسيات الثالثه ، 13 مساله ، 410 مخ . نو له همدې امله د حديث متن بايد وسپړل شي، ځيرنه په كې وشي او پردې سربېره واقعيت او د پېښو منطق هم كولاى شي، چې د ځينو احاديثو متن ناسم جوت کړي او يا په كومې سياسي يا ټولنيزې فضا كې، چې حديث ويل شوى ، دا فضا يې هم ناسموالى په ډاګه كولاى شي، كه د حديث متن ، له هغو شرايطو او اوضاع سره، چې دغه متن په كې ويل شوى ، له هغه چاپېريال سره چې راوي پكې ژوند كاوه او هم د وخت له واكمن سياسي او ټوليز حالت او د نقل كوونكيو له انګېزو سره وسنجول شي او هر ډول قومي او سيمه ييزو تعصبانو پرته د اسلام او بشري فطرت له اصولو سره وكتل شي ؛ نو هله يې راته سموالى او ناسموالى په ګوته کېږي او لوستونكي ته په ډاګه څرګندېږي،چې ډېر احاديث د واكمنو د فقهي او سياسي ليدونو په لاروۍ جوړ شوي دي او په عين حال كې همدا احاديث زموږ د مشرانو په كتابونو كې راپاتې دي او چاپرې له دې اړخه نقد نه دى كړى؛ البته په احاديثو باندې د عقل احكام تطبيقول، چې د قرآن يا سنتو ملاتړ ورسره نه وي،له شريعت سره اړخ نه لګوي او خداى پرې نه راضي کېږي؛ځكه چې شرعي احكام تعبدي او توفيقي چارې دي او د تشريع سرچنيې هم همداسې دي . د قرآن د صدور په باب څه خبره نشته ، د هغه صدور قطعي غوڅ او پرېكنده دى ؛ خو د سنتو صدور ظني دى او لازم دي، چې په سند او دلالت ( په متن ) كې يې ځيرنه وشي او د حديث د متن په څېړنه كې واكمن سياسي اوضاع هم په پام كې ونيول شي او حديث د اسلام په ثابتو اصولو وتلل شي او حديث د سند او متن دواړو اړخونو له مخې وڅېړل شي، داسي، چې يو اړخ ته يې پام وکړو او بل ته شا؛بلكې د حقيقت د بربنډولو لپاره د د واړو اړخو څېړل ضروري دي . بايد ووايو، چې زموږ له نظره د متن څېړنه يا د يو صحابي د خبري نقدول هغه ته فاسق يا كافر ويلو په معنا نه ده، په تېره بيا كله، چې له دې نقد سره د قرآن او يا سنتو ملاتړ هم وي يا داچې تاريخي متون او د متن د صدور زمانې سياسي واكمنه فضا هم د نقد تر شا وي . همدارنګه كه هر ځاى كې د چا خبرې را اخلو؛ نو په دې مفهوم به نه وي ، چې د هغه ټولې خبرې مو رښتيا ګڼلې او په هر اړخيزه توګه د هغه د افكارو ننګه او ملاتړ كوو . په پام كې مو وي ، چې د حديث جوړولو پېښه د رسول اكرم (ص) له زمانې پيل شوې او د هغه مبارك تر رحلت وروسته خلفاءراشدينو د زمانې په وروستيو كلونو كې د " سترى فتنې " د راولاړېدو او به بيلابيلو ډلګيو او مسلمانانو د ويش له امله پراخه شوه؛نو ځكه په دې پړاو كې د ديني متونو څېړنه خورا ارزښتمنه ده ، په تېره بيا چې دا احتمال هم ومنو، چې هوسونو او سياسي هيلو په دې كار كې لاس درلود او د صحابي يا راوي تېروتنه او اشتباه د احكامو په پوهېدو كې هم ممكنه وه ،په داسې حقيقت كې چې څوك يې له تصوره لرې نشي ګڼلاى او مخكې مو هم څو مثالونه راوړل، چې اصحابو يو بل نقدول او يا ځينو د مقابل لوري د قوي دليل له مخې او يا دا چې دليل يې د قرآن او سنتو سره اړخ لګوي؛ نو له خپلې رائې ګرځېده . اصولاً په اسلامي فقه كې داسې ډېر نظريات شته، چې بايد د هغه په باب ځيرنه وشي او د دلالت او متن په باب له سره نوې كتنه وشي ، كه هغوى له قرآن سره وسنجوو او يا يې له تاريخي پېښو او يا يې له نورو روايتونو سره پرتله كړو ؛ نو خپله به پر خپلو نيمګړنو اقرار وكړي، زه يقين لرم كه همدا دلايل او شواهد د هغو نظرياتو خاوندانو ته وړاندې شوي واى ؛ نو ممكن چې هغوى له خپلو فتواوو ګرځېدلي واى؛ لكه چې سترو اصحابو او تابعينو دا كار كړى دى . نو ځينو چې د روايانو اسنادو او متن ته شاكړې او هر څه چې ورته را رسېدل د سپېڅلتيا او تقدس جامې يې ورته اغوستي او بيا يې ورته "تاويلونه" جوړ كړي ، چې څوك پرې باور كولاى نشي ؛ نو دا داسې كار دى، چې نه وجدان پرې راضي كېږي او نه يې عقل او شرع مني ! امام مسلم ابن حجاج قشيري نيشاپوري د خپل صحيح (1/15 ) په سريزه كې له محمد بن سيرين، ستر تابعي نه د " سترې فتنې " په باب را اخلي چې : " ... مخكې به يې د حديث د سند پوښتنه نه كوله ؛ خو بيا چې فتنه پېښه شوه ويل به يې : د سند راويانو او رجالو نومونه راته واخله ؛ نو كه راوي به اهل سنت و ، حديث يې مانه او كه اهل بدعت و ، حديث به يې پرېښووه" . ډاكتر مصطفى سعيد الحن وايي : " د ابوبكر او عمر رضي الله عنهما په زمانه كې اختلافات ډېر لږ وو او علت يې داو،چې اصحاب نورو ښارونو او ځايونو ته خپاره شوي نه وو او خليفه په مهمومسالو كې له هغوى نه پوښتنه كوله. ميمون بن مهراب ويلي : ابوبكر صديق ته به چې كومه مساله پېښه شوه؛ نو حكم به يې د خداى په كتاب كې كاته او كه حكم به نه و؛ نو د رسول اكرم سنتو ته به يې مراجعه كوله او كه په دې كې به حكم هم نه و ؛ نو له خلكو به يې پوښتنه كوله،چې رسول الله په دې مساله كې حكم كړى كه نه ؟ او ښايي چې ځينو به ويل چې رسول اكرم داسې حكم كړى دي . خو كه داسې سنت يې نه مونده، چې پېغمبراكرم ايښى و ؛ نو مشران به يې راغونډول او چې يوه خوله به شو ؛ نو بيا يې هغه حكم عملي كاوه . حضرت عمر (رض) هم دا كار كاوه؛ كله به چې د يو حكم به باب له قرآن او سنتو پاتې راغى ؛ نو پوښتنه يې كوله، چې ابوبكر دې باب څه حكم كړى دى ؟ نو بيا يې پر هماغه حكم كاوه او كه نه خلك يې راټولول او د ټولو تر خوښې وروسته يې حكم جاري كاوه ( اعلام الموقعين 1/61 ) د شيخينو تر پېر وروسته د اختلافاتو لمن پراخه شوه او اصحاب فتح شويو ځمكو او ښارونو ته ولاړل چې دې كار هم د اختلافاتو په لمن وهلوكې ونډه لرله او بيا ورو ورو خلكو له اصحابو د پېغمبر اكرم احاديث اورېدل او ممكن چې د يو اورېدلي به له بل سره نه وو ." وګورئ : اثر اختلاف فى القواعد الاصوليه فى اختلاف الفقهاءُ 36 او 37 مخونه . نو ځكه په فقهي چاروكې په تېره بيا د هغو متونو په باب چې د سترې فتتې په وخت كې ويل شوي او يا له سترې فتنې سره اړه لري او يا هغه ته راګرځي ؛ نو بايد چې د متن د راوي پر كره كتنې سربېره متن يې د هغه له څير نورو متونو سره پرتله شي او د هغې زمانې واكمن سياسي شرايط هم په پام كې ونيول شي .

د بې ازار شيرازي په همبستګي مذاهب اسلامي کتاب استاد محمد جواد مغنيه لبناني شيعه عالم څرګندونې مو په پښتو اړولي،چې لولو يې : د شيعه و له نظره پر حديث عمل او شرايط يې :

د اسلام د اصلي او فرعي احكامو سرچينې دا دي :

1_ كتاب ( قرآن مجيد) 2_ سنت 3_ اجماع 4_ عقل سنت : د فقهاوو په اصطلاح د پېغمبراكرم ويناوې يا كړنې يا تقرير ته وايي او د تقرير معنا رضايت او موافقت دى . د ثابتولو دلايل : د پېغمبراكرم رضايت او موافقت (تقدير) كله له قرآن ، اجماع او عقله تر لاسه كوو او كله موافقت ( او همدارنګه) د پېغمبراكرم ويناوې او كړنې په اطيمناني او ډاډ منه لار د روايت له مخې تر لاسه كوو . موږ دلته د روايت له لارې د " سنتو " د اثبات لپاره دشيعه شرايط څرګندوو : شيعه عالمان ګروهمن دي، چې د نبوي سنتو د لټولو لپاره ګومان او اجتهاد روا نه دى،چې د هغه د اثبات لپاره پر خپل شخصي تبحر او اجتهاد تكيه وكړي او يا دا چې يوازې د راوي پر خبر، چې كه هر څوك او هر څنګه وي اعتماد وكړي؛ بلكې عقيده لري،چې سنت په دوو څيزونو ثابتېږي : (الف) _ متواتر خبر او (ب) واحد خبر .

(الف) _ متواتر خبر (روايت ) ډله ييز ( جمعي) روايت دى، چې معمولاً د شمېر له اړخه محال دى، چې پر دروغو به يې روايت كړى وي . په دې شرط ، چې دا تواتر په ټولو دورو كې يو ډول وي او په لومړي پير (دوران) كې چې له پېغمبر اكرم نه بې له واسطې اخستل شوى وى . دا تواتر مراعات شوى وي او همدارنګه په نورو دورو كې ، دويمې ، درېمې او ..... ټول عالمان يوه خوله دي،چې په متواتر روايت كې د راويانو عدالت شرط نه دى او همدارنګه د راويانو شمېر يې ټاګلې اندازه نه لري؛بلكې مهه دا ده چې يقين وكړو، چې هلته به پر دروغو دسيسه نه وي شوى او طبعاً د علم مقيد هم وي، داسې چې يو معتدل او منځ لارى سړى پرې خبر شي،چې د سنتو پر شتون يقين وكړي . او كه داسې څوك پرې خبر شي ، چې د كوم دليل له مخې ورته علم حاصل نه شي او هغه تواتر ورته حجت دى او لازم دى، چې عمل پرې وكړي . (ب) _ واحد روايت يا خبر : د عالمانو په اصطلاح هغه روايت، چې د تواتر تر پولې نه وي رسېدلى ، ورته واحد خبر وايي . كه راوي يې يو تن وي يا ډېر او دلته له واحد نه مطلب ، د تواتر نه شتون دى نه د شمېر نه شتون او په بله وينا : متواتر ( اخذ به شرط لا ) يعنې د شرط په تواتر شتون به شرط وي او خبر ( روايت ) په دواړو كې شاملېږي ( لا شرط ) يعنې نه تواتر او نه د تواتر شتون په هغه كې شرط دي او له همدې امله ويلي يې دي : " هر يومستفيض روايت او مشهور روايت د واحد روايت يو ډول دى " مستفيض د فقهاوو په اصطلاح هغه خبر دى، چې له دود يا زياتو راويانو روايت كړى وي او د تواتر تر حده نه وي رسېدلى . مشهور ، هغه روايت دى، چې د خلكو په خولو كې وي او په كتابونو كې مشهور شوى وي كه څه راوي يې يو تن وي. نو ځكه استفاضه د راوي صفت دى او شهرت د روايت صفت وي؛خو هغه روايت، چې د هغه په باب له بهرني يا دننني قراينو نه د سړى علم راځي (لكه انما الاعمال بالنيات ، ولكل امر مانوى = عملونه په نيتونو پورې تړلي دى او چا چې د څه نيت كړى وي،هماغه به ورته وي ) او دا ډول روايت بې له څه نيمګړنې معتبر روايت دى؛ البته نه د شهرت ، استفاضه ، تواتر يا بل څه له امله؛بلكې له دې امله چې علم او يقين موږ ته راښيي، چې هغه په غوڅه توګه سم روايت دى؛ ځكه دا علم پخپله حجت دى، پرته له دې چې څوك يې حجت ونيسي او په دې توګه څرګندېږي هر يو متواتر روايت او قرينې ته نږدې روايت په غوڅه توګه ګټور دى او علماء يوه خوله دي، چې بايد هغه ومنو او ورباندې اعتماد وكړو؛خو هغه روايت، چې د تواتر پولې ته نه وى رسېدلى او په صدور يې عام او پوهه نه لرو، له بېلابېلو لارو د تر بحث لاندې دي : (1) _ د هغه د صدور په باب چې د سنتو له خاونده صادر شوى، چې څو ډوله دي . صحيح _ ضعيف _ حسن _ موثق . (2) د صدور له پلوه او دا چې د بيان لپاره دى، يا يې يو جز او يا برخه ده . (3) د هغه په متن كې كومه معنا يې،چې له لفظه څرګندېږي . (4) ددې څرګندېدو په اراده كې او د هغه پر اعتبار باندې دليل او عمل كولو لپاره . دلته موږ پر دې بحث كوو ، چې د روايت پر صدور يقين نه لرو ؛ نو د هغه سند شرايط كوم دي، چې خبر د سنتو خاوند ( پېغمبر _ امام ) ته رسولى دى . او دا بايد ووايو،چې په حديث كې مهم څيز اسناد دي؛ ځكه چې د سنتو بنسټ او بيخ دي . شرايط : له يو شمېر اماميه وو پرته ؛ نور ټول پر دې يوه خوله دي چې حديث د راوي په روايت ثابتېږي؛ خو ځينې وايي : له هر هغه روايت ( خبر) نه چې د شرعي حكم ګومان يا د روايت حجيت حاصلېږي؛نو هغه حجت دى،بايد پيروي يې وشي، كه راوي موثق وي يا غير موثق او داسې دلايل وړاندې كوي : " لكه څنګه چې د قرآن كريم لاروي ده ، دغسې د سنتو لاروي او عمل ورباندې كول هم واجب دي ، اوس ؛ نو كه روايت راته په غوڅه توګه څرګند شو ؛ خو ډېر ښه او كنه د هغه د معلومولو لپاره ګومان ته مخه كوو ؛ يعني پر موږ لازمه ده، چې الهې قوانين د علم او يقين له لارې تر لاسه كړو او لاروي يې وكړو او كه دا لاره نه وه ؛ نو واجب دى ، چې ( علم ته) له نږدې لارې ځان مطلب ته ورسو او هغه ګومان دى " . او دا په حقيقت كې د ګومان لاروي ده؛ نه د واحد روايت او پر ګومان عمل كول يې دليله عمل دى ؛ بلكې د عمل د تحريم لپاره دليل پر ګومان ولاړ دى او دا چې په حجيت او د يو حكم په قاطعيت كې مازې شك،هر څه ، چې وي ، د هغه پر "نه حجيت" دليل دى ، پردې سربيره ، چې قرآن مجيد وايي : " ان انطف لايغنى عن الحق شيئا ، ګومان كله هم انسان له حق نه بې نيازه کوي . په هر حال شيعه عالمانو هغه ځانونه استثنا كړي،چې هلته يې پر ګومان باندى عمل حرام كړى،چې د هغوى پر اعتبار باندې غوڅ دلايل راوړل شوي وي . مثلاً كه راوي مسلمان ، عاقل ، بالغ ، موثق او د ضبط خاوندوي؛ نو له خبر نه تر لاسه شوى ګومان سم دى . اسلام يې له دې امله شرط ګڼلى، چې د محمد مصطفى د رسالت درناوى يې كړى وي او پر هغه ايمان لري ، كه څه هم چې يو نامسلمان د ويناوو په نقل كې له ځينو مسلمانانو ډېر رښتين وي او ضروري ده،چې د لېوني (مجنون) او وركوټي (نابالغ) پر روايت اعتماد نه کېږي . او په نقل كې يې اطمينان او امانت له دې امله شرط او قيد كړى،چې له دروغو يې ځان لرى ساتلى وي او د ضبط او حفظ قوت له دې امله دى،چې هېرونكى ( فراموش كار) سړى ممكن څه ورزيات يا لږ كړي او يا په روايت كې بدلون راولي .

قوي او ضعيف : سني او شيعه دواړه ګرهمن دي،چې په احاديثو كې يې قوي ، ضعيف ، سم او ناسمه شته ؛ نو له همدې امله يې "علم رجال" رامنځ ته كړى او د راويانو چاڼ لپاره يې په لسګونو كتابونه كښلي ، محقق قمي ( قوانين 222 مخ ، دويمه برخه د 1319 ه كال چاپ ) وايي : " كه څوك دا ادعا كوي، چې ګنې زموږ ټول روايتونه سم دي ؛ نو د حيرانتيا خبره ده، زموږ په كتابونو كې داسې روايتونه شته، چې په دې شاهدي وركوي ، چې دروغجنو او مغرضانو د كتابونو ته اصحابوكې ننووتي او لاسوهنې يې كړې دي . شيخ انصاري په الرسائل كتاب كې ( چې په نجف ، قم او نورو ديني حوزو كې تدرسېږي ) روايت كوي چې امام جعفر صادق وايي : ((موږ نبوي کورنۍ رښتيني يو؛خو له داسې دروغجنو خالي نه يو،چې دروغ راپورې کړي،ځينې خلک دې ته ناست دي،چې په موږ پسې دروغ وتړي او ته وا،چې خدا ورباندې دا کار واجب کړى دى او بې له دې بل څه يې ترې نه دي غوښتي.....هو! موږ هر يوه ته دروغجن شته،چ دروغ راپورې تړي .)) د سفينة البحار خاوند د"حدث" مادې په لومړۍ برخه کې نقلوي،چې : ځينو بصره والو جعلي احاديث راټول کړل او امام ته يې وړاندې کړل . او د نهج البلاغې په يوې خطبه کې امام علي وايي : منافق هغه دى،چې په لوى لاس په پېغمبر اکرم پورې له دورغو تړلو څخه باک نه لري . د شيعه وو ډېر مهم کتاب "کافي" دى،چې "کليني" تاليف کړى دى؛خو بيا هم علماوو يې ډېر احاديث کمزوري ګڼلي دي . علامه مجلسي د کافي په شرح کې ضعيف احاديث شمېرلي،چې څو زرو ته رسي او زه،چې همدا اوس دا څو کرښـې ليکم؛نو د اصول کافي ٣٠ لومړني احاديث مې غوره کړل،چې پکې ١٣ ضعيف،٨ مرسل، د (٢) احاديثو راويان مجهول او پاتې ٧ يې سم دي . حال داچې د کافي شارح علامه مجلسي د کافي په ستاينه کې وايي : (( اصول ضبط او راټول کړي دي او دا د اماميه و له سترو او مضبوطو تاليفونو ځنې دى .)) نو ايا تردې وروسته بيا هم ويلاى شو،چې د اماميه حديثي كتابونه ټول سم دي يا په شيعه و كې داسې كتاب شته، چې له پيله تر پايه پورې ټول د مخې سم وي ؟ كه داسې وي ؛ نو بايد د كافي د حديث له مخې پر امامي مجتهد باندې د بل مجتهد دليل راوړل؛ لكه د قرآن كريم د آيتونو دليل غوندې وي . سره له دې، چې په كافي يا نورو كتابونو كې هر حديث، چې د امامي مجتهد له نظره سم او صحيح نه وي هغه رد كړى او بخارى يا مسلم نه كار واخلي او څوك نشي كولاى پر هغه باندې د دين او مذهب له پلوه نيوكه او احتجاج وكړي .

څوك د اهل سنتو له نظره موثق دى ؟ د " الشيعه والتشيع " په كتاب كې ليكلى : " يو ورور رانه پوښتنه وكړه : ايا دا سمه ده، چې د اهل سنتو شرط دا دى، چې راوي ته نه ښايي چې د تشيع بوى ورسېدلى وي ؟ ايا د اهل سنتو په كتابونو كې دا ويناوې كوم اخځليك لري ؟ ورته مې وويل : دا د هغوى د متعصبينو نظريه ده او په ټولو اهل سنتو كې عموميت نه لري . غزالي په المستصفى كتاب كې له شافعي (رح) نه نقل كوي چې : " بې له خطابيه و (1) د هوى او هوس د لارويانو شهادت منل كېږى ، رافضي د خپلو هم مذهبودباطلو او دروغو شهادت رواګڼي . حضرى په اصول الفقه كې وايي : " د اهل سنتو ډېر عالمان پردې ګروهمن دي، د چا چې بدعت د كفر ترحده نه دى رسېدلى ، روايت يې بايد ومنل شي او دا له عقل سره اړخ لګوى ، تر هغه پورې،چې هدف يې دروغ ويل نه وي؛ البته فكر نه كوم، چې د مسلمانانو يوه ډله هم داسې موخه او هدف ولري كه څه خطابيه ډلې ته يې اشاره كړې وي، چې د هغوى مرام دا دى چې د خپلو پيروانو او مخالفينو پرخلاف شهادت وركوي " او داهل سنتو د شپږ ګونو كتابونو خاوندانو له شيعه رجالو ( ربان بن ثعلب ، جابر جعفي ، محمد بن حازم او عبيدالله بن موسى ) څخه هم راويتونه را اخستى دي . [يادونه : خطابيه ډله ابى الحطاب ميرتعلاص ته منسوبه ده ، چې د امام جعفر صادق په وخت كې اوسېده، امام ورباندې لعنت ويلى دى ، د اهل بيتو په احاديثو كې راغلي، چې خطابيه پر يو بل باندې د باطلو شهادت وركوي] هغه څه ، چې د اهل سنتو عالمانو تر منځ معمول دي، دا د شيعه عالمانو تر منځ هم دي؛يعني ځينو شرط ايښى ، چې راوي ( كه امامي وي يا نه ) پر وثوق ، اطمنيان او رښتينولۍ باندې بسيا دي . له دې جملې نه علامه حلي په الخلاصه كتاب كې او د قوانينو ليكوال په لومړي ټوك كې داسې څرګندونې لري : د غير شيعه و موثقه وګړيو روايتونه د منلو دي؛ ځكه د روايت ثابتېدل په خبر كې د راوي د حال له څېړنې نه معلومېږي او دا چې د راوي حال او څرنګوالى جوت شو او په ډاګه شوه،چې د خبر په نقلولو کې دروغ نه وايي ؛ نو په رښتيا چې دا روايت ثابت شوى دى . " سيدقزويني د قوانينو د كتاب د دويم ټوك په حاشيه كې ليكي : داڅه چې د اعتبار وړ دى، د هغه څه په لاس راوړل دي، چې د روايت په رښتينولۍ كې د وثوق او اطمنان باعث وګرځي " . د اعتبار مساله داده، چې د روايت په رښتيا ويلو كې سړي ته اطمنان پيدا شي " په تنقيح المقال ( 1/206 ) كې راغلي : له امام نه سم خبر را رسېدلى، چې موږ بايد د خپلو مخالفينو نه روايت ومنو او هغه يې چې خپله رايه او نظريه ده ، هغه پرېږدو ؛ نو پر موږ لازمه ده، چې د دغسې موثقو وګړيو ( چې د علماوو په اصطلاح ورته غيرامامي ثقه وايي ) په ويناوو عمل وکړو " شيخ انصاري د رسايلو په كتاب كې د واحد خبر به باب وايي : امام صادق ويلي دي : " څه چې روايتوي و يې منئ اوهغه يې چې رايه او نظر دى، پرېږ يې دئ . " انصارى زياتوي : موږ ته متواتر روايتونه رارسېدلي،چې ثقه او اطمناني روايتونه به منئ . " سيد محمد تقي حكيم ( الاصول العامه 219 مخ لومړى چاپ ) ليكى : " شيعه د موثقو او اطميناني راويانو روايتونه حجت او معتبر ګڼي كه څه ورسره هم عقيده نه وي او دې ډول روايتونو ته يې موثقات ويلي دي او دا روايتونه د نورو غوندې حجت دي، چې كتابونه يې ترې ډك دي " نو ځكه په ډاګه شوه، چې سني او شيعه عالمان پر حديث باندې د عمل كچه د راوي په وثوق ، رښتينولۍ امانت او اطمنان پورې تړي ، چې د روايت په نقل كې يې بايد ترې كار اخستى وي ، راوي كه سني وي يا شيعه . لكه څنګه چې مؤمن انسان په حكمت پسې ګرځي او هر چېرې چې وي، لټوي يې او په لاس يې راوړي . [ يادونه : اماميه و احاديثو ته خورا اهميت وركړى او په دې باب يې ډول ډول كتابونه كښلي . په لومړي ډول كې يې د حديث ټول الفاظ راټول كړي، په دويم ډول كې يې دراوي احوال او څرنګوالى او دا چې راوي موثق او امين دى يا نه بحث كړى دى ، چې دا هماغه "علم رجال" دى او په درېم ډول كې يې په عمومي توګه د حديث په باب بحث كړى او ويلي يې دي : كه حديث داسې وي؛ نو حكم يې دا دى، چې دې ته يې "علم درايه " ويلي دي . ]

د اهل سنتو په كتابونو كې د پخوانيو راوي شيعه و شمېر

دلته د اماميه شيعه و د هغو راويانو نومونه را اخلو، چې د اهل سنتو په سترو كتابونو كې ترې روايتونه اخستل شوي دى ، د موضوع لنډوالي لپاره يوازې د راوي نوم او د هغه كتاب نوم ليكو چې د دوى ژوند ليك په كې راغلى دى .

1- ربان بن تغلب ( تهذيب التهذيب 1/93 ابن حجر عسقلاني ) 2- ابراهيم بن محمد بن سعيد ثقفي ( د سمعانى النساب 1/511 ) 3- ابوالاسود دُئلي ( سيوطي په طبقات النجاة كې د هغه حالات شرح كړې ده) 4- ابوالوليد كناني چې اصلي نوم يې عبدالله بن محمد دى (سمعانى النساب 5/99 ) 5- احمد بن حسين بيهقي ( معجم البلدان 1/537 ) 6- احمد بن علي بن شعيب ابو عبدالرحمن نسائي ( د ابن خلكان وفيات الاعيان 1/77 ) 7- احمد بن منير طرابلسي ( د پورته كتاب 1/156 - 4/458 ) 8- اسماعيل بن موسى الغزارى ( ذهبي تاريخ الاسلام 18/187 ، ميزان الاعتدل 1/251 ) ٩- اسماعيل بن محمد حميري (پورته کتاب ٦/٣٤٣) 10- تليد بن سليمان ( ميزان الاعتدل 1/358 - تهذيب التهذيب 1/509 ) 11- ثوير بن ابى فاخته ( ميزان الاعتدل 1/375 - تهذيب التهذيب 2/36 ) 12- جابر بن يزيدجعفي ( سنن ابي داود 1/272 - تاريخ الاسلام ذهى 8/60 - تهذيب التهذيب 2/46 ) 13- جعفر بن سليمان ضُبيعي ( ميزان الاعتدل 1/408 ، 411 تهذيب الاتهذيب 2/95 - اللباب فى تهذيب الانساب 2/70 د سمعانى النساب 4/9 ) 14- جعفر بن محمد بن احمد بن محمد علوى حسينى نيشاپوري ( د سمعانى النساب 3/128 - بغداد تاريخ 7/236 ) 15- حارث بن عبدالله اعور همداني ( ميزان الاعتدال 1/435-431 الضعفا و المتروكين : 77 مخ - د ذهبي تاريخ الاسلام 5/90- تهذيب التهذيب 2/145 ) 16- حجر بن عدي ( د ابن ابى الحديد شرح نهج البلاغه 15/100 ) 17- حسن بن محمد بن اشناس متوكلى حمامي ( ميزان الاعتدال 1/521- بغداد تاريخ 7/425-426 ) 18- حسين ابى ابى جعفر ابو على ( د يافعى مراه الجنان 3/2-3 ) 19- حسين بن احمد بن محمد بن جعفر بن حجاج ( وفيات الاعيان 1/541 لسان الميزان 2/363 ) 20- حسين بن موسي بن محمد بن موسي بن ابراهيم بن امام موسى بن جعفر ( وفيات الاعيان 4/415 ، 420 - نجوم الزاهره 4/223 - مجالس المؤمنين 1/500 ) 21- حمران بن اعين ( تهذيب الكمال 7/307 ،308 - تاريخ الاسلام ذهبي 8/402 ) 22- خالد بن طهمان ابوالعلا كوفي خفاف ( ميزان الاعتدال 1/632 انساب سمعاني 2/368 ) 23- زراره بن اعين ( ميزان الاعتدال 2/69 ) 24- سالم بن ابي حفصه ابو يونس كندي ( ميزان الاعتدال 2/110- ذهبي تاريخ الاسلام 8/435 ) 26- سعاد بن سلمان ( تقريب التهذيب 1/285 ( عسقلاني) ذهبى الكاشف 1/276 ) 27- سعد بن طريف حنظلى اسكاف تهذيب التهذيب 3/473-تقريب التهذيب 1/287 د ذهبى الكاشف 1/287 ) 28- سهل بن احمد د يباجي ( سماني ، انساب 2/523 بغداد تاريخ 9/121-122- و فيات الاعيان 3/ 441 ) 29- عبادبن يعقوب رواجنى ( ميزان الاعتدال 2/379 سمعانى انساب 3/95 - المجروحين ابن حبان 2/172 ) الباب فى تهذيب الانساب 1/477 - تهذيب التهذيب 5/110- جامع الاصول 1/99 ) 30- عبدالرزاق بن همام ضعاني ( كامل ابن اثيره 6/406 ) 31- عبدالسلام الحمصي ابو محمد پر ديك الجف ملقب حياه الحيوان د ميري 1/349- وفيات الاعيان 3/184 32- عبدالسلام بن صالح ابو الصلت هروي سپراعلام انبلا 11/446-448-ميزان الاعتدال 2/616 اسنى المطالب ، 124 مخ - سمعانى انساب 5/637 ابن حبان المجروحين 2/151 33- عبدالله بن الحسين الازدى ابوحريز تاضى سجستاني ميزان الاعتدال 2/406 - ابن عدى كامل 4/158-161 ) 34- عبدالله بن مسكان ( قاموس المحيط 3/329 معجم رجال الحديث 10/324 35- عبدالله پر عاضد ملقب وفيات الاعيان 3/110 36- عبيدالله بن موسى ( ميزان الاعتدال 3/16 - سپراعلام انبلا 9/553-556- د ذهبي تاريخ الاسلام 15/283 او دول اسلام 1/130- جامع الاصول 1/100- سمعاني انساب 4/141 د ابن اثير كامل 6/411-الباب فى تهذيب النساب 2/114 ) 37- علي بن احمد بن مهدي حافظ دارقطني ( ابوالحسن) سمعاني ، انساب 2/438 38- علي بن حزور (ميزان الاعتدال 3/118 ، 1/271-تهذيب الكمال ،. 2/366- تهذيب التهذيب 7/296-297 ) 39- علي بن الحسين بن موسى پر سيد مرتضى مشهور وفيات الاعيان 3/443-444-البدايه و النهايه 12/66 40- علي بن غراب فزاري كوفي ضافي ميزان الاعتدال 3/149- تهذيب التهذيب 7/271 41- عمر بن حماد بن طلحه قناد ( ميزان الاعتدال 3/254 ) 42- فضل بن دكين حافظ ابو نعيم ( ميزان الاعتدال 3/350 تاريخ الاسلام ذهبي 15/340 - كامل ابن اثير 6/445 ) 43 - فطر بن خليفه ابوبكر مخزومي ( تهذيب التهذيب 8/300 ميزان الاعتدال 3/363 ) 44- قاسم بن عيسى ابو دلف الامير الجواد المشهور وفيات الاعيان 4/73-78 45- قيس بن عُباد قيسى ابو عبدالله ( ذهبي تاريخ الاسلام 6/173 ) وفيات الاعيان 4/106-107-ابوالقرج ، اغاني 9/25 ) 46- كثير نواء كوفي ( ميزان الاعتدال 3/402 ) 47- كميت بن زيد اساري ( وفيات الاعيان 5/220- د دمشق لنډتاريخ 21/215 - د سيوطي شرح شواهد المغنى / الغدير 2/190 ) 48- كُميل بن زياد نجفي ( الاصابه 3/318- تهذيب التهذيب 8/448 - طبقات ابن سعد 6/179 - تهذيب الكمال 24/241 ) 49- مالك بن الحرث اشتر نجفي ( و فيات الاعيان 7/195 ) 50- محمد بن الحسين موسوى (مرآه الجنتان 3/18- لسان الميزان 5/159 ) 51- محمد بن راشد مكحولي ( سمعانى انساب 5/374 ) 52- محمد بن السائب كلي ( سمعاني الساب 5/886 53- محمد بن عمثان عمري ( سمان ) : كامل ابن اثير 8/109 54- محمد بن الفضيل ضبى ابو عبدالرحمان ( ميزان الاعتدال 4/9 ) سمعانى ، انساب 2/279 ، 280 - 4/10 ، 11 ) 55- محمد بن محمد بن الحسن نصير الدين طوسي پر خواجه مشهور ( رياض العلما 5/161 - البدايه و النهاريه 13/313 ) 56- محمد بن محمد بن نعمان ( يافعى ، مرآه الجنان 3/28 ) 57- محمد بن يعقوب ابو جعفر رازي كليني ( جامع الاصول 12/220- 221 - سنن ابي داود 4/109 ، 4291 حديث مشكوه المصابيح 1/82، 247 حديث ، جامع الاصول 12/63 قاموس المحيط 4/265 58- نعمان بن محمد مغربى ابو حنيفه ( دول الاسلام ذهبي 1/224 ) و فيات الاعيان 5/415 59- نفيع بن الحارث ابو داود همداني كوفي اعمى ميزان الاعتدال 4/272 60- هشام ( نواقض الرفض بر زنجى ( د ميرزا مخدوم د نواقص الرفص لنډيز ) : الهفوة الخامسه ( د آيت الله موعش كتابتون خطي نسخه : 7524 ) قاموس الميحط 3/269 61- يحيى بن يعمر نحوي بصري تابعي ( وفيات الاعيان 6/173 ) 62- يونس بن حباب ( ميزان الاعتدال 4/479 - قاموس الميحط1/61 )

کتابښود : په دې څېړنه کې له لاندې سرچينو ګټنه اخستل شوې ده : ١- محمد حسين جلالي؛احاديث شيعه . ٢- علي شهرستاني عراقى عالم؛ والضوء النبي (فارسي ژباړه) ٣- محمد علي کرمانشاهي؛سنة الهدايه و الهداية السنة . ٤- استاد ناصر مکارم شيرازي؛اعتقاد ما . ٥-بې آزار شيرازي؛همبستګي مذاهب اسلامي . ٦- علامه سيد مرتضى عسکري؛بر ګستره سنت. ٧- در جستجوي حقيقت . ٨-غلام رضا کاردان؛عدالت صحابه .