د اسپانیا او متحده ایالاتو اړیکې

د اسپانیوي-امریکایي اړیکو کړکېچن تاریخ د «مینې او کرکې» په توګه ګڼل شوی، چې د دوی تاریخ له ۱۷۰۰ز کال نه وروسته هغه مهال پیلیږي چې د اسپانیه له خوا د امریکا ځینې برخې ونیول شوې. همدارنګه اپانویان لومړني اروپایان وو چې په متحده ایالاتو کې د دایمي میشتېدو لپاره لارې هواره کړي. دغه راز د متحده ایالات په ننې سیمه کې لومړی مېشت ځای  سان جوآن، پورټو ریکو وه، چې په ۱۵۲۱ز کال کې د هسپانوي سپړونکي جوآن پونس دی لیون له خوا تاسیس شوی. همدارنګه دایمي او خورا لوی استعمارونه په نیو مکسیکو او کالیفورنیا کې او یو څه په ټیکساس او اریزونا کې رامنځته شو او په دې ډول د متحده ایالاتو د استعماري تاریخ یوه برخه جوړوي. که څه هم د امریکایي تاریخپوهانو له خوا د متحده ایالاتو په تاریخ کې هسپانوي عناصر په پراخه کچه د خپلواکۍ وروسته له پامه غورځول شوي وو، خو د امریکا په سویل لوېدیځ کې د «هسپانوي سرحدونو» مفهوم په شلمه پېړۍ کې د امریکایي تاریخپوهانو له خوا رامنځته شو، کوم چې په ۲۰مخ پېړۍ کې اسپانیا د امریکا د تاریخ یوه برخه شوه.[۱][۲]

اسپانیا د امریکا د انقلابي جګړې په اوږدو کې له لوی بریتانیا سره د جګړې له لارې له نوي متحده ایالاتو نه ملاتړ وکړ. دغه راز په ۱۷۸۳ز کال کې مادرید د متحده ایالاتو خپلواکي په کلکه په رسمیت وپیژندله. د متحده ایالاتو له خوا د غیر پرمختللي هسپانوي فلوریډا پیرود په ۱۸۲۱ز کال کې نافذ شو. همدارنګه متحده ایالاتو له جلا شوي هسپانوي استعمارونو نه ډیپلوماتیک ملاتړ وکړ ځکه چې دوی د ۱۸۲۰زکال  شاوخوا کې خپله خپلواکي ترلاسه کړه. همدارنګه په ۱۸۵۰ لسیزه کې د کیوبا د پېرودلو لپاره د امریکا ډیپلوماټیکي غوښتنه  ناکامه شوه. کله چې کیوبا د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې پاڅون وکړ، امریکا له هسپانوي وحشت سره سخت مخالفت وکړ. دغه راز د اسپانیا او امریکا جګړه په ۱۸۹۸زکال کې پیل شوه، چې یادې جګړې کې د هسپانیې ماتې له شمالي افریقا نه بهر په ځانګړې توګه کیوبا، پورټو ریکو، ګوام او فیلیپین، چې وروستي هسپانوي استعمار له لاسه ورکولو لامل شو.

کله چې په ۱۹۳۶زکال کې د اسپانیا کورنۍ جګړه پیل شوه، واشنګټن بې طرفه پاتې شو او دواړو خواوو ته یې د وسلو پلور منع کړ. د تیلو د خرڅلاو اجازه ورکړل شوه. کانګرس هم دغه بندیز د رایو په اتفاق تصویب کړ. ولسمشر فرانکلین روزویلټ د کیڼ اړخي جمهوري غوښتونکو حکومت سخت ملاتړی و، خو د امریکایي کاتولیکانو سخت فشار هغه دې ته اړ کړ چې د بې پریتوب تګلاره وساتي. دغه راز اسپانیا له نازي جرمني سره د خپلو اړیکو سره سره په دویمه نړیواله جګړه کې په کلکه بې طرفه پاتی شو.

لکه څنګه چې په ۱۹۵۰ زکال کې سړې جګړې زور واخیست، واشنګټن د فرانکویست ته د مالي مرستې او پوځي اډو په ورکولو سره هغه سره مرسته وکړه. همدارنګه د ناټو غړیتوب په ۱۹۸۲ ز کال کې د فرانسیسکو فرانکو له مړینې او د هسپانیې د ډیموکراسۍ له انتقال نه وروسته ترلاسه شو.[۳]

هسپانوي انتقال او د ناټو غړیتوب   سمول

په ۱۹۷۶ز کال کې اسپانیا او متحده ایالاتو د ملګرتیا او همکارۍ تړون (Tratado de Amistad y Cooperación) لاسلیک کړ او په دې توګه اسپانیا کې نوي سیاسي نظام رامنځته شو، چې د لومړي خوآن کارلوس  په مشرۍ په مشروطه پاچاهۍ بدل شو او کارلوس اریاس ناوارو د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. خوان کارلوس لا دمخه د متحده ایالاتو سره دوستانه اړیکې جوړې کړې وې. د شهزاده په توګه هغه په ۱۹۷۱ز کال د جنوري په ۲۶مه د امریکا ولسمشر نیکسون میلمه و.[۴][۵]

د هسپانوي ملکي ګارد او هسپانوي پوځ کې د نوي فرانکویسټ عناصرو له خوا په ۱۹۸۱ز کال کې له هسپانوي کودتا وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر الکساندر هیګ دا د اسپانیا «کورنۍ مسله» وبلله. دغه راز له کودتاه یوه میاشت وروسته هیګ مادرید ته سفر وکړ تر څو له پاچا، صدراعظم لیوپولدو کالو سوتیلو او د اپوزیسیون له مشر فیلیپ ګونزالیز سره اړیکې ښې کړي، تر څو په ناتو کې د هسپانیې غړیتوب په بهیر کې د مداخلې مخه ونیسي. [۶] 

په ۱۹۸۶ز کال ټولپوښتنه کې د اسپانیا د ناټو غړیتوب او د پوځي اډو په اړه، د فیلیپ ګونزالیز په مشرۍ د هسپانیا حکومت له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیزو تړونونو د بیا خبرو اترو فرصت ورکړ. په ۱۹۸۷ز کال کې لومړۍ خوان کارلوس د اسپانیا لومړی پاچا شو چې له پورټو ریکو نه چې پخوانی هسپانوي ملکیت و لیدنه وکړي. په ۱۹۸۹ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو یو تړون لاسلیک شو (په ۲۰۰۳ کال کې تعدیل شو) چې له مخې یې هسپانیې متحده ایالاتو ته اجازه ورکړه چې د هسپانیې د وسله والو ځواکونو په تاسیساتو کې له ځینو تاسیساتو نه کار واخلي. همدارنګه په ۱۹۸۹ز کال د جون په ۷ مه د کلتوري او تعلیمي همکاریو یو تړون لاسلیک شو.[۷][۸]

د ۲۰۰۱ز کال د جنورۍ په ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میډیلین البرایټ او د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوزپ پیک یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه چې د دوه اړخیزو همکاریو د شرایطو تازه کول او د دوه اړخیزو دفاعي مشورتي کمیټې په جوړولو (د ۲۰۰۳ز  کال د مې میاشت کې لومړۍ غونډه) موافقه وکړه. [۹]

د عراق جګړه  سمول

د اسپانیا لومړۍ وزیر جوز ماریا ازنار په فعاله توګه له جورج ډبلیو بوش او د برتانیې لومړي  وزیر ټوني بلیر سره د تروریزم پر وړاندې جګړه کې ملاتړ وکړ. دغه راز د هسپانوي ورځپاڼې ال پایس د دغې غونډې د یوې برخې متن خپور کړی، چې له مخې یې ازنار د بوش د ادارې او متحده ایالاتو د بهرنۍ تګلارې ملاتړ کړی. همدارنګه ازنار په ۲۰۰۳ ز کال کې د امریکا له خوا پر عراق برید ملاتړ کونکی او د هغه لیک له لاسلیک کونکو نه و چې د هغه له مخې یې د عراق د حکومت د اټومي وسلو د خپرېدو ثبوتونه درلودل، خو د اسپانیا اکثریت نفوس او د ازنار ګوند د ځینو غړو په ګډون د جګړې مخالف وو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په اسپانیا کې د ۲۰۰۴ز کال عمومي ټاکنو وروسته، چې د سوسیالیست کارګرانو ګوند له توقع نه ډېرې رایې وګټلې او په دې ډول جوس لوئس رودریګوز زاپاترو د ازنار په ځای د لومړي وزیر په توګه بریالی شو. د ټاکل کېدو دمخه زاپاترو د عراق په اړه د متحده ایالاتو له تګلارو سره مخالف و چې د ازنار له خوا تعقیب شوی و. دغه راز د ټاکنیز کمپاین په اوږدو کې زاپاترو ژمنه وکړه که چیری د جون له ۳۰مې نه وروسته د عراق کنټرول ملګرو ملتونو ته ونه سپارل شي (له څو ملي ایتلاف سره د اسپانیا د لومړني نظامي تړون پای نیټه چې صدام حسین حکومت یې نسکور کړ) نو خپل ځواکونو به له عراق نه وباسي. په دې توګه د ۲۰۰۴ ز کال د اپریل په ۱۹مه، زاپاترو له عراق نه د ۱۳۰۰ هسپانوي سرتیرو د ایستلو اعلان وکړ.[۱۴]

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندید جان کیري له زاپاترو څخه وغوښتل چې هسپانوي پوځیانو له عراق نه ونه باسي، خو د سرتیرو له وتلو څو میاشتې وروسته د زاپاترو حکومت موافقه وکړه چې د افغانستان جګړه کې به د هسپانوي سرتیرو شمېر زیات کړي او همدارنګه هایټي ته به سرتیري واستوي ترڅو وښيي چې د اسپانیا حکومت چمتو دی چې خپلې سرچینې د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوي نړیوالو ماموریتونو کې مصرف کړي.

په اړیکو کې نوی پړاو ۲۰۰۹زکال نه تر اوس مهاله سمول

درې ورځې وروسته له هغه چې بارک اوباما د ولسمشر په توګه وټاکل شو، زاپاترو هغه ته په یوه لنډه  تلیفوني اړیکه کې مبارکي وویله. دغه راز د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر میګویل انجیل موراتینوس د متحده ایالاتو د نوې ادارې له پرانستلو یوه میاشت وروسته د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن سره د لیدو لپاره واشنګټن ته لاړ. موراتینوس خبریالانو ته وویل چې اسپانیا چمتو ده چې د ګوانتانامو زندان له تړلو وروسته  ځینې بندیان واخلي، په دې شرط چې قضايي شرایط د منلو وړ وي. همدارنګه موراتینوس دا هم وویل چې «د متحده ایالاتو او هسپانیې ترمنځ په اړیکو کې یو نوی پړاو پرانیستل کیږي چې ډېر ګټور او رغنده به وي».[۱۵][۱۶][۱۷]

اوباما او زاپاترو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ز کال د اپریل په ۲مه په لندن کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې سره ولیدل. دواړو مشرانو په سټراسبورګ کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړ، چیرې چې اسپانیا په افغانستان کې د خپلو پخوانیو ۷۷۸ سرتیرو تر څنګ د ۴۵۰ اضافي سرتیرو لېږلو ژمنه وکړه، خو مبصرینو وویل چې دا پریکړه ممکن یو څه د زاپاترو د ادارې له خوا په واشنګټن کې له نوې ادارې سره د مرستو د غوښتنې لپاره وي. همدارنګه څو ورځې وروسته په پراګ کې د اروپايي ټولنې او امریکا په سرمشریزه کې دواړو تر ۴۵ دقیقو پورې غونډه وکړه، چې وروسته له مطبوعاتو سره یواځې د یادې غونډې یوعکس شریک شو. دغه راز اوباما زاپاترو یو ملګری بللی او ویلي یې دي، چې فکر کوي په راتلونکو کلونو کې دواړه هېوادونه به لا پیاوړي اړیکې ولري. دا له ۲۰۰۴ کال راهیسې د اسپانیا او متحده ایالاتو د دولتونو د مشرانو تر منځ لومړۍ رسمي غونډه وه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. "España-Los EUA: una historia de amor y odio". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Weber, David J. (2005). "The Spanish Borderlands, Historiography Redux". The History Teacher. 39 (1): 43–56. doi:10.2307/30036743. ISSN 0018-2745. JSTOR 30036743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Williamson, D. G. (November 5, 2013). The Age of the Dictators: A Study of the European Dictatorships, 1918–53 (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 481. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-87014-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "España-Los EUA: una historia de amor y odio". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Even worse, i (10th ed. 1980) p 32-33.
  6. (په April 9, 1981 باندې). Haig rectificó en Madrid su primera reacción al intento de golpe de Estado. El País.
  7. Pérez de Arcos, Marina (2022). "'Like Father, Like Son': Willy Brandt and Felipe González: Democracy, Social Democracy and Internationalism in Motion in the Late Cold War" (PDF). Contemporary European History. Cambridge University Press: 20. doi:10.1017/S0960777321000795. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Spain (01/08)
  9. Pérez Martínez, Enrique (October 2003). "Presente y futuro del convenio de cooperación para la defensa entre España y los Estados Unidos" (PDF). Unisci Discussion Papers: 4–5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Paul M. Heywood, "Desperately seeking influence: Spain and the war in Iraq." European political science 3.1 (2003): 35–40.
  11. * Nathan Jones, "The importance of the pre September 11 period in explaining Aznar and Blair's adoption of a pro-US foreign policy." International Journal of Iberian Studies 30.1 (2017): 3–19. online
  12. David Pujante and Esperanza Morales-López, "A political action against popular opinion: Aznar's final speech before the Spanish Parliament justifying the war in Iraq (December 2003)." Journal of Language and Politics 7.1 (2008): 71–98 online[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore.
  13. T.A. Van Dijk, "War Rhetoric of a Little Ally. Political Implicatures and Aznar's Legitimization of the War in Iraq" Journal of Language and Politics (2005) 4(1): 65–91.
  14. elmundo.es – Zapatero anuncia la retirada inmediata de las tropas de Irak
  15. (په November 7, 2008 باندې). Six More Foreign-Leader Calls for Obama. Washington Post.
  16. (په February 24, 2009 باندې). Miguel Ángel Moratinos meets with Hillary Clinton. Typically Spanish
  17. (په February 24, 2009 باندې). Spain may take Guantanamo inmates. BBC News
  18. (په April 5, 2009 باندې). Spain to send 450 troops to Afghanistan during polls. Thaindian News
  19. . Spain commits more troops to Afghanistan in overture to Obama. The Christian Science Monitor.
  20. (په April 5, 2009 باندې). Zapatero holds 45 minute meeting with Obama in Prague. Typically Spanish
  21. (په April 5, 2009 باندې). Obama and Zapatero herald 'new era' in Spanish-American relations. ThinkSpain