د اسټرالیا او متحده ایالاتو اړیکې
په دولتي کچه د اسټرالیا او متحده ایالاتو اړیکې د ANZUS او AUKUS تړونونو او د اسټرالیا او متحده ایالاتو د ازادې سوداګرۍ د هوکړه لیکونو له امله رسمي شوې. که څه هم دغو دواړو هېوادونو د پاریس د سولې په کنفرانس کې د نظر اختلاف درلود، خو په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه، د کوریا، ویتنام، خلیج او د ټروریزم پر وړاندې جګړو کې په رسمي ډول سره یوځای وو. اسټرالیا د ناټو غړی نه دی؛ خو د امریکا اصلي متحد دی.
متحده ایالات او اسټرالیا دواړه ګډ تاریخ او اجداد لري(دوی دواړه د بریټانیا مستعمره وو). دواړو هېوادونو بومي وګړي لرل، لکه څنګه چې ټول هېوادونه په تاریخي مقطعه کې دا ډول دي. دواړه ایالاتونو او همدارنګه د لوېدیځو هېوادونو د اتحاد یوې برخې په جګړو کې بېلابېل دریځونه درلودل. هغوی له درې نورو انګلوسفر هېوادونو سره د پینځو سترګو Five eyes جاسوسي او اطلاعاتي ائتلاف جوړوي.
خپلواکه بهرنۍ تګلاره
سمولد لوی ناورین، دویم نړیوال جنګ او په ۱۹۳۱ز کال کې د وسټ مینسټر د اساسنامې د تصویب له امله سیاسي او اقتصادي بدلونونه رامنځته شول، چې له دې سره په بهر کې د اسټرالیا نماینده ګۍ رامنځته او پراخې شوې، دا نماینده ګۍ د بهرنیو چارو له وزارت او د بریتانیا له مشترک المنافع نه خپلواکې وې. اسټرالیا خپل لومړي بهرني ماموریتونه (له لندنه بهر) د ۱۹۴۰ز کال په جنورۍ کې پیل کړل. ریچارډ ګیوین ګارډینر لومړنی باوری ډیپلوماټ و او د اسټرالیا له خوا به هر بهرني هېواد ته لېږل کېده؛ نو د ۱۹۴۰ز کال په جنورۍ کې هم د اسټرالیا له خوا په واشنګټن کې د ماموریت لپاره وټاکل شو. [۱][۲][۳]
پوځ
سمولپه ۱۹۰۸ز کال کې لومړي وزیر الفرډ ډیکین لویه سپینه سمندري قوه دعوت کړه، ترڅو له اسټرالیا نه د دورې وهلو په لړ کې له اسټرالیا نه لیدنه وکړي. سمندري قوه په سیډني، ملبورن او البانیا کې پاتې شوه. ډیکین چې د اسټرالیا د خپلواک سمندري ځواک پیاوړی مدافع دی، دا کړنه یې د دې لپاره ترسره کړه، چې د نوي سمندري ځواک په اړه عمومي لېوالتیا ډېره کړي.
دغه لیدنه د دې لپاره د ارزښت وړ وه، چې د لومړي ځل لپاره یوه ناسلطنتي سمندري ځواک د اسټرالیا له اوبو نه لیدنه وکړه. زیاترو بیا د سپینې سمندري قوې لیدنه د اسټرالیا د سلطنتي سمندري ځواک په رامنځته کولو کې د عطف لوی ټکی ګاڼه. تر دې لږ وروسته، اسټرالیا د خپلې لومړۍ عصري جنګي بېړۍ د پېرلو امر وکړ، دغه امر د بریتانیا د سمندري ځواک غوسه راوپاروله.[۴]
متحده ایالات او اسټرالیا دواړه په لومړۍ نړیواله جګړه کې له متحدو ځواکونو سره وجنګېدل. د پاریس د سولې په کنفرانس کې یې د مرکزي قدرتونو د سولې د شرایطو په اړه د نظر اختلاف درلود. د متحده ایالاتو پلاوي چې مشري یې ولسمشر ووډرو ویلسن کوله، د ویلسن له څوارلسو ټکو سره سم یې د پخلاینې د چلند ډېر ملاتړ وکړ. د اسټرالیا پلاوي چې مشر یې لومړی وزیر بیلي هیوز و، سخت شرایط یې خوښ کړل، د داسې شرایطو ملاتړ د فرانسې لومړي وزیر جورج کلیمینسو هم کړی و. [۵]
اسټرالیا په شدت سره د المان د ډېر غرامت لپاره او د ورسای د تړون له ۲۳۱مې مادې سره د متحده ایالاتو پر مخالفینو فشار راوړ، که څه هم د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رابرت لنسینګ د المان مشرانو ته تضمین ورکړی و، چې المان ته دې د اوښتو زیانونو غرامت تادیه کړي. هیوز هڅه وکړه، چې د المان د تېري پراخ تعریف وړاندې کړي ترڅو د قلمروونو او بریتانیا سترواکیانې؛ لکه اسټرالیا وکولای شي ترې ګټه واخلي. هیوز همدارنګه د فرانسې او بریټانیا پر ملاتړ سربېره د ویلسون له طرحو سره چې د ملتونو د ټولنې لپاره یې جوړې کړې وې مخالفت وښود. اسټرالیا دا هم وغوښتل چې اجازه ورکړل شي، چې نوې ګېنه دې المان د یوې مستقیمې مستعمرې په توګه نه، بلکې د ملتونو د ټولنې د ماموریت په توګه ضمیمه کړي، خو په دغې مودې کې بریتانیا او نور قلمرونه یې د متحده ایالاتو ترڅنګ ودرېدل؛ نو دغه هېواد لغوه اعلان شو. [۶][۷][۸]
ډګلاس مک ارتر د متحده ایالاتو هغه جنرال و، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د سویل لوېدیځ ارام سمندر په سیمه کې د متحدو ځواکونو لوی قوماندان وټاکل شو، په دې سیمه کې ګڼ شمېر اسټرالیايي سرتېري هم وو. د فیلپین تر سقوط وروسته په ۱۹۴۴ز کال کې د مک ارتور مقر په بریزبن کې و او اسټرالیایي ځواکونه د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه د مک ارتور تر قوماندې لاندې وو. د ګوادالکانال تر کمپاین وروسته لومړی سمندري لښکر په ملبورن کې ځای پر ځای شو او والسینګ ماتیلدا پر مارچ لښکر بدل شو. [۹]
د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه
سمولد سپټمبر د ۱۱مې پېښه چې د اسټرالیا یوولس وګړي هم په کې ووژل شول، له دې پېښې وروسته اسټرالیا د امریکا د متحده ایالاتو په اړه ډېره خواخوږي وښوده. په ۲۰۰۱ز کال کې پر افغانستان د یرغل پر مهال او په ۲۰۰۲ــ۲۰۰۳ز کال کې د عراق د بې وسلې کولو په کړکېچ کې لومړي وزیر جان هوارډ د متحده ایالاتو ملاتړ وکړ او د ولسمشر جورج ډبلیو بوش له پیاوړو ملاتړو نه و. هوارډ، د دفاع وزیر رابرت هېل او د دفاعي ځواکونو مشر پیټر لیهي دې موافقې ته ورسېدل، چې له متحده ایالاتو سره د عراق په یرغل کې د فالکونر عملیاتو له لارې ګډون وکړي ترڅو له متحده ایالاتو سره خپلو اړیکو ته د جګړې پر داخلي او نړیوال پراخ محدودیت سربېره ښه والي وبښي.[۱۰][۱۱]
د بوش دولت په ۲۰۰۴ز کال کې له اسټرالیا سره د ازادې سوداګرۍ هوکړه لیک په چټکۍ وڅاره. دا تړون د سیډني مارننګ هیرالډ له خوا له دې امله «انعام » وبلل شو، چې د عراق په یرغل کې اسټرالیایي سرتېرو ونډه اخیستې وه. [۱۲][۱۳]
له دې سره د اسټرالیا لومړي وزیر کوین راد دې ته اشاره وکړه، چې په عراق کې به مېشت ۵۵۰ اسټرالیایي پوځي ځواکونه د ۲۰۰۸ز کال تر اواسطو پورې له دغه هېواده ووځي. پر دې سربېره د اسټرالیا د دولت له خوا ځینې وړاندیزونه شته، چې ښایي په افغانستان کې د اسټرالیایي سرتېرو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته ورسېږي. [۱۴]
په ۲۰۱۱ز کال کې اسټرالیا ته د متحده ایالاتو د ولسمشر اوباما د سفر په لړ کې اعلان وشو، چې د متحده ایالاتو سمندري او هوایي ځواک به د اسټرالیا په شمال کې د اسټرالیا د دفاعي ځواک د اډو له لارې تر روزنې لاندې نیول کېږي. پر دغې مېشتېدنې د دولتي چیني ورځپاڼې سرمقالې او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر نیوکه وکړه، خو د اسټرالیا لومړي وزیر یې هرکلی وکړ. د Lowy خپلواکې موسسې له خوا یوه نظرپوښتنه وشو، چې په دې کې ۵۵ سلنه، د سمندري استقرار پلوي کوي او ۵۹ سلنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولیز پوځي ائتلاف ملاتړ کوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
په ۲۰۱۳ز کال کې د متحده ایالاتو هوایي ځواک اعلان وکړ، چې د جنګیالیو الوتکو او ټانکرونو څرخېدونکی استقرار به د اسټرالیا له لارې کېږي.[۱۹]
سوداګري
سمولد متحده ایالاتو او اسټرالیا ترمنځ سوداګري پیاوړې ده، چې دا د اسټرالیا او متحده ایالاتو د ازادې سوداګرۍ په هوکړه لیک کې هم لیدل کېږي. متحده ایالات د اسټرالیا څلورم صادراتي بازار او د دغه هېواد د وارداتو دویمه لویه سرچینه ده. متحده ایالات همدارنګه په اسټرالیا کې تر ټولو لویه پانګونه کړې ده، په داسې حال کې چې اسټرالیا په متحده ایالاتو کې په دې اړه پینځم ځای لري.[۲۰]
اسټرالیا او متحده ایالات له یو بل سره د غنمو، یورانیمو او وړیو په صادراتو کې د پام وړ سیالي کوي او په دې وروستیو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې هم له یو بل سره سیال دي. سره له دې چې په امریکا کې ډېر پسونه شته، خو له اسټرالیا او نوي زیلانډ نه د امریکایي پسونو د غوښې تولید تر کورني تولید پیاوړی دی.
سرچينې
سمول- ↑ Australian Dictionary of Biography - http://adb.anu.edu.au/biography/casey-richard-gavin-gardiner-9706
- ↑ F. K. Crowley, ed., Modern Australia in Documents: 1939-1970 (1973) 2: 12-14.
- ↑ Roger John Bell, Unequal allies: Australian-American relations and the Pacific war (Melbourne University Press, 1977).
- ↑ Macdougall, A (1991). Australians at War: A Pictorial History. Noble Park, Victoria: The Five Mile Press. p. 360. ISBN 1-86503-865-2.
- ↑ MacMillan, Margaret (2001). Peacemakers : the Paris Conference of 1919 and its attempt to end war. London: J. Murray. ISBN 0-7195-5939-1. OCLC 48871674.
- ↑ David, Lloyd George. The Truth about the Peace Treaties: Memoirs of the Peace Conference. OCLC 174631509.
- ↑ Steiner, Zara (2005). The lights that failed : European international history, 1919-1933. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-151881-2. OCLC 86068902.
- ↑ corporateName=Commonwealth Parliament; address=Parliament House, Canberra. "Versailles". www.aph.gov.au (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-08-02.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Naval Historical Society of Australia. "On This Day – 1942". Naval Historical Society of Australia. نه اخيستل شوی 26 June 2012.
- ↑ "Great Australian foreign policy speeches: Howard on 9/11 and the US alliance". www.lowyinstitute.org. 15 August 2014. نه اخيستل شوی 21 May 2020.
- ↑ Wroe, David. "A pointless war". Sydney Morning Herald. نه اخيستل شوی 2021-09-16.
- ↑ "President Bush Signs U.S.-Australia Free Trade Agreement". 3 August 2004. نه اخيستل شوی 28 April 2016.
- ↑ "US House approves free trade pact". The Sydney Morning Herald. 15 July 2004.
- ↑ Reynolds, Paul (26 November 2007). "Australia shifts course, away from US". BBC News. Archived from the original on 6 April 2008. نه اخيستل شوی 3 April 2008.
- ↑ Packham, Ben (17 November 2011). "China reproaches Australia over strengthened US defence ties". The Australian.
- ↑ "Obama visit: Australia agrees US Marine deployment plan". BBC. 16 November 2011.
- ↑ "2011 Lowy Institute Poll". Lowy Institute.
- ↑ "Australians happy hosting U.S. troops". High Beam Research. Archived from the original on 25 March 2017.
- ↑ "AF to Add Fighter, Bomber Rotations to Australia". Military.com. نه اخيستل شوی 28 April 2016.
- ↑ "Archived copy" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2 October 2008. نه اخيستل شوی 27 September 2008.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)