د اسيا کلتور
د اسيا په کلتور کې د هنر، ودانۍ، موسيقۍ، ادب، ژوند د طريقې، فلسفې، سياست او دين ټوليز او متنوع دودونه او رواجونه رانغښتي دي، کوم چې له تاريخ څخه مخکې راهيسې د اسیا لويې وچې د ګڼو توکميزو ډلو له خوا پلي شوي او دوام ورکړل شوی دی. د ګڼو کلتوري دايرو او له څلورو څخه د درې لرغونو سمندري درو له مدنيتونو څخه خپاره شوي د پراخه تنوع په منځ کې د اسيا د يو ځانګړی کلتور يا نړيوالو عناصرو پېژندګلو پېچلې ده. په هر حال، دا لويه وچه عموماً په شپږو جغرافيايي فرعي سيمو وېشل شوې، کومې چې د پام وړ مشترکاتو ځانګړتيا لري، لکه کلتور، دين، ژبه او اړوند توکميز (نژادي) يوشان والی. دا سیمې دا دي: مرکزي اسيا، ختيځه اسيا، شمالي اسيا، سويلي اسيا، سويل ختيځه اسيا او لويديځه اسيا.[۱]
د يوې سترې، زيات شمېر وګړو لرونکي او په سرچينو شتمنې لويې وچې په توګه اسيا د نړۍ د تر ټولو زړو مدنيتونو کور دی، کومو چې ډېری ستر ديني نظامونه، د اخلاقو او اخلاقياتو په اړه تر ټولو زړې پېژندل شوې ثبت شوې افسانې او مقررات پنځولي دي.[۲][۳]
په هر حال، د اسيا پراخه ځمکه ګڼ مدنيتونه د ستر واټن او مخالف چاپېريال په مټ سره جلا کوي، لکه سحراګانې او د غرونو لړۍ. بيا هم د دې واټنونو په ننګولو او د دې خنډونو لرې کولو سره، سوداګرۍ او تجارت په کرار کرار يو رېښتينی نړيوال، پان-اسيايي خصوصيت منځ ته راوړی دی. داخلي سواداګري يو محرک او پياوړی ځواک و، د کوم په مټ چې کلتوري عناصر او اندونه د پراخه سرکونو د شبکې او د ډېرو سمندري لارو په واسطه بېلا بېلو فرعي سیمو ته خپاره شوي دي.[۴]
تاريخ
سمولګڼې کلتوري سيمې
سمولد اسيا بېلا بېلې نوې کلتوري او ديني څانګې د مدنيت له بنسټيزو مرکزونو سره نږدې همغاړي دي.
د لوېديځې اسيا (يا سويل لوېديځه اسيا لکه چې ايان موريسن وايي، او کله کله ورته د منځني ختيځ په توګه اشاره کېږي) کلتوري جرړې په ښېرازه مياشت او د بين النهرين په لومړيو مدنيتونو کې دي، کومې چې د فارسي، عربي، عثماني سترواکيو تر څنګ د يهوديت ابراهيمي دينونو او وروسته اسلام وپنځول. د موريسن په وينا، په خپل کتاب کې چې نوم يې دی «ولې لوېديځ واکمني کوي- د اوس لپاره» (Why the West Rules--For Now)، د غونډيو په لمنو «هيلي فانکس» کې دا اصلي مدنيتونه تر اوسه (د لرغونو اثارو د شواهدو پر بنسټ) تر ټولو لرغوني (د کروندګرۍ لومړي شواهد ۹۰۰۰ مخزېږديز شا اوخوا کې) دي. هيلي فرانکس د هغه د لوېديځ د پيدا کېدو ځای هم دی (کوم چې منځنی ختيځ له اروپا سره ډلبندي کوي). د هغه د تعريف تر مخې دا به اسيا د لوېديځ د کلتور اصل وګرځوي. خو ټول له هغه سره موافق نه دي.[۵][۶]
سويلي اسيا، هندوستان او اندوسفير د سند درې له تمدن څخه راوتلي دي. [۷]
ختيځه اسيايي کلتوري دايره د ژيړ سمندر له مدنيت څخه جوړه شوه. د سويل ختيځې اسيا د ډېرو متنوعو توکميزو ډلو د کډوالۍ څپې په پرتليز ډول نوې دي. له سويلي اسيا سره سوداګريز تعامل بالاخره د هندوستان او چين د کلتورونو د خپلولو لامل ګرځي (د هندوايزم، بوديزم، کنفيوشنيزم او دايويزم په ګډون). دا سیمه وروسته له اسلام څخه هم اغېزمنه شوه او مالايا اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو زيات اسلامي نفوس لري. د شمالي اسیا (په ډول د سايبيريا په نوم پېژندل کېږي) سخت اقليم او ناسمه ځمکه له سترو ښاري مېشت ځايونو سره په دايمي ډول د مرستې کولو لپاره نامناسبه ثابته شوه، او دا سیمه يواځې په پراخو سیمو کې خپرو کوچيانو او شپنو د موجوديت اجازه ورکوي. په هر حال، شمالي اسيايي ديني او روحاني دودونه بالاخره د تبتي بودايي په څېر زياتو پراخو نظامونو کې خپاره شول، کوم چې خپل بې ساري خصوصيات (لکه مغولي بوديزم) جوړ کړل. د همدې دلايلو پر بنسټ، دا له نورو ختيځو اسيايي کلتورونو څخه جلا کول ډېر غېرمعمولي ګرځي.[۸][۹][۱۰][۱۱]
مرکزي اسيا همدا راز له لوېدېځې اسیا او هم له ختيځې اسيا څخه اغېز واخيست (د پارس او منګوليا «مغولستان» په ګډون)، په دې ډول دا د کلتورونو د ويلې کېدو يو بل لوښی وګرځېد.
کلتوري پولې په دوه اړخيز ډول يو له بل څخه نه دي غوڅې شوي او ان تر دې چې کېدای شي همغاړي وي، کوم چې د انساني کلتورنو او تاريخي اغېزو د طبيعي تنوع او همغاړيتوب استازولي کوي.
ختيځه اسيا
سمولد ختيځې اسيا کلتوري دايرې اصطلاح په ختيځه اسيا کې د چين، جاپان، شمالي کوريا، سويلي کوريا شريکه کلتوري دايره تعريفوي، د دې تر څنګ له جغرافيايي او توکميز اړخه جلا، خو په کتلوري ډول په سويل ختيځه اسيا کې له ويتنام سره نږدېوالی راپېژني. کلتوري او ژبني ورته والي، شريک هنري دودونه، ليکلې ژبه او اخلاقي ارزښتونه وړانديز کوي چې ډيری ختيځ اسيايي خلک د ژيړ سمندر له مدنيت اولاد دي، کومو چې له اوس څخه شا او خوا ۱۰۰۰۰ کاله مخکې د شمالي چين په سيلابي ميدانونو کې سر راپورته کړ. په دې دايره کې اوسېدونکو خلکو ته کله کله ختيځ ايرواسيايي ويل کېږي او د دې سيمې ډېریو ژبو (د سينو تبتي، اسټروشيټي، اټايکي، اسټرونييشيني، کراډايي په ګډون) په اړه فکر کېږي چې پيل يې له چين څخه شوې دی (د ختيځ اسيايي کلترو دايره، تاريخي لسانيات وګورئ).[۱۲][۱۳][۱۴]
د ډېر ثبت شوي تاريخ په اوږدو کې چين په ختيځه اسيا کې پیاوړی او مرکزي ځای نيولی و، ځکه چې چين «د بهرنيو هېوادونو په کلتور ژور اغېز پرېښی او همدا راز دا هېوادونه يې د چين په مرکزيت نړيوال نظم ته راکش کړي دي»، کوم چې د لنډې مودې لپاره تر شلمې پېړۍ پورې بند کړای شوی وو. له منځنۍ سيا څخه تر سويل ختيځې اسیا پورې د چين په مدار کې شته هېوادونه په منظم ډول چينايي باجګر نظام ته تاديه کوي (همدا راز چين ته د خراج ورکوکونو هېوادونو نوملړ وګورئ).
د چين خراجي امپراليستي نظام د کنفيوشس په مذهبي او فلسفي اند ولاړ دی، کوم چې اسماني همغږۍ ته غاړه اېښودل مني چې له چين څخه دباندې قومونو هم منلی دی، په ځانګړي ډول په سويل ختيځه اسيا کې. د مراسمو مشري د چين د سترواک له خوا د اسمان د زوی او د اسماني فرمان د ولي «متصدي» په توګه کېدله. په پراخو مراسمو کې، باج ورکونکي دولت او بېلا بېلو چينايي واکمنو کورنیو په دوه اړخيزو د خوښې وړ اقتصادي همکاريو او ګټورو خونديتابه تګلارو اتفاق کړی و.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
ځينې چينايي ژبې او د «هانزي» د دوديز لیکلي نظام تر څنګ شريک مذهبي او اخلاقي اندونه د ختيځ اسيايي کلتور د خصوصياتو تعريفونکې دي، د کومو استازولي چې درې تعليمات کوي چې هغه بوديزم، تاوازم او کنفيوش ازم دي. چينايي رسم الخط د نړۍ تر ټولو پخوانی پرله پسې کارېدونکو ليکلو نظامونو څخه يو دی، په ختيځه اسيا کې يو ستر يوځای کوونکي ځواک او د چينايي کلتور د رسولو لپاره يو منځګړی دی. کلاسيکي چنايي ژبه د اشرافيه بيروکراتانو ادبي ژبه وه. له تاريخي اړخه په ټوله سيمه کې کار ځينې اخيستل شوی و، اوس هم په ټوله نړۍ کې د چينايي کډوالو شويو ټولنو له خوا کار ځينې اخيستل کېږي، تر څنګ يې په جاپان، کوريا، ويتنام او د سويل ختيځې اسيا په ځينو سيمو کې استعماليږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
په هر حال، لکه څنګه چې چينايي ليکلي مفاهيم کوريا، جاپان او ويتنام ته ولېږدول شول، دې قومونو د «هانزي» د بشپړولو لپاره خپل ځانګړي ليکلي نظامونه جوړ کړل. ويتنام خپل « Chữ Nôm glyphs» اختراع کړ، جاپان « Kana» او کوريا خپل «هنګول» الفبا جوړ کړل. تر نن ورځې، ويتنام تر ډېره بريده په « Chữ Quốc ngữ» کې ليکل کوي (کوم چې اصلاح شوي لاتيني توري دي)، خو « Hán-Nôm» (د لیکلې يوه بڼه چې Chữ Hán او Chữ Nôm دواړه سره رايوځای کوي) هم بيا راژوندي شوي دي. چينايي ژبې شريکه کورنۍ د دې ژبو د ويې پانګې يو ستره برخه تشکيلوي (د چينايي ويتنامي قاموس، چينايي کوريايي ويې پانګه، چينايي جاپاني ويې پانګه وګورئ). په شلمه پېړۍ کې، چين هم له جاپان څخه ځينې اصطلاحات بيا پور کړي دي، څو د لوېديځو تصوراتو استازولي وکړي، کوم ته چې «وسايي-کانګو» ويل کېږي.[۲۷]
سرچينې
سمول- ↑ "Geographic Regions". United Nations. نه اخيستل شوی March 31, 2018.
- ↑ "Population". UNITED NATIONS. 14 December 2015. نه اخيستل شوی March 31, 2018.
- ↑ "Asia: Human Geography". National Geographic Society. نه اخيستل شوی March 31, 2018.
- ↑ Lockard, Craig A. (2014-06-19). Societies, Networks, and Transitions, Volume I: To 1500: A Global History. ISBN 9781285783086. نه اخيستل شوی March 31, 2018.
- ↑ Dominique Collon. "BBC - History - Ancient History in depth: Mesopotamia". نه اخيستل شوی March 31, 2018.
- ↑ Morris, Ian (2011). Why the West rules - for now : the patterns of history, and what they reveal about the future. Profile. ISBN 9781846682087. OCLC 751789199.
- ↑ Upinder Singh (2008). A History of Ancient and Early Medieval India: From the Stone Age. ISBN 9788131711200. نه اخيستل شوی March 31, 2018.
- ↑ Mark Giordano, Zhongping Zhu, Ximing Cai, Shangqi Hong, Xuecheng Zhang, Yunpeng Xue. "Water Management in the Yellow River Basin" (PDF). AgEcon. نه اخيستل شوی March 31, 2018.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Kenneth R. Hal (1985). Maritime Trade and State Development in Early Southeast Asia. University of Hawaii Press. p. 63. ISBN 978-0-8248-0843-3.
- ↑ Han, Wang; Beisi, Jia (2016). "Urban Morphology of Commercial Port Cities and Shophouses in Southeast Asia". Procedia Engineering. 142: 190–197. doi:10.1016/j.proeng.2016.02.031.
- ↑ Glenn Mullin. "Buddhism in Mongolia: Three or Five Waves of Cultural Blossoming". FPMT Center. نه اخيستل شوی March 31, 2018.
- ↑ Kort, Michael (2005). The Handbook Of East Asia. Lerner Publishing Group. p. 7. ISBN 978-0761326724.
- ↑ Xiaoyan Yang, Zhiwei Wan, Linda Perry, Houyuan Lu, Qiang Wang, Chaohong Zhao, Jun Li, Fei Xie, Jincheng Yu, Tianxing Cui, Tao Wang, Mingqi Li, Quansheng Ge (February 21, 2012). "Early millet use in northern China". Proceedings of the National Academy of Sciences. PNAS. 109 (10): 3726–3730. Bibcode:2012PNAS..109.3726Y. doi:10.1073/pnas.1115430109. PMC 3309722. PMID 22355109.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Sun, Lung-kee (2002). The Chinese National Character: From Nationalhood to Individuality. M.E. Sharpe. p. 154. ISBN 978-0-7656-3936-3.
- ↑ Geoff Foy. "Confucius". Asia Society. نه اخيستل شوی April 21, 2018.
- ↑ Yingshi Yu, Shih-yu Yu (1967). "Trade and Expansion in Han China: A Study in the Structure of Sino-barbarian ..." نه اخيستل شوی April 21, 2018.
- ↑ Eisenman, Joshua; Heginbotham, Eric; Mitchell, Derek (2007). China and the Developing World: Beijing's Strategy for the Twenty-First Century. M.E. Sharpe. p. 9. ISBN 9780765624659. نه اخيستل شوی March 31, 2018.
- ↑ Walker 2012، م. 2.
- ↑ "What is China's Mandate of Heaven?". Thought Co. نه اخيستل شوی April 21, 2018.
- ↑ S. Robert Ramsey (1989). The Languages of China. Princeton University Press. ISBN 9780691014685. نه اخيستل شوی April 21, 2018.
- ↑ David R. Olson. "Chinese writing". Encyclopædia Britannica. نه اخيستل شوی April 21, 2018.
- ↑ "Japanese / Nihongo)". Omniglot. نه اخيستل شوی April 21, 2018.
- ↑ Chris Livaccari. "The Three Teachings". Asia Society. نه اخيستل شوی April 21, 2018.
- ↑ "Sanjiao: The Three Teachings". Columbia University. نه اخيستل شوی April 21, 2018.
- ↑ "East Asian arts - Common traditions". Encyclopedia Britannica. نه اخيستل شوی March 31, 2018.
- ↑ Grabowski, Richard; Self, Sharmistha; Shields, William (2012). Economic Development: A Regional, Institutional, and Historical Approach (2nd ed.). Routledge (خپور شوی September 25, 2012). p. 59. ISBN 978-0765633538.
- ↑ Karen Steffen Chung. "Some Returned Loans: Japanese Loanwords in Taiwan Mandarin" (PDF). National Taiwan University. نه اخيستل شوی April 21, 2018.