د اسلام پېغمبر(ص) نیکونه

د پېغمبراکرم نيكونه

1 _ د توحيد اتل؛حضرت "ابراهيم" خليل الله د حضرت "ابراهيم" عليه السلام پر ژوند له رڼا اچولو موخه د حضرت "محمد"(ص)د نيكونو پېژندنه ده؛ځكه د پېغمبر اکرم نسب حضرت "اسماعيل" عليه السلام ته رسېږي او دا،چې حضرت "ابراهيم" او "اسماعيل" عليهما السلام د عربو او اسلام د تاريخ په جوړونه كې خورا زياته ونډه لري؛ نو ځكه مناسبه به وي،چې په لنډو يې د ژوند د حالاتو په باب بحث وشي.

د حضرت "ابراهيم"(ع) زېږنځى د توحيد اتل په داسې چاپېريال كې د ژوند لومړۍ ساه واخېسته، چې د بوتلمانځنى او انسان پالنې تياره پرې خپره وه؛انسانانو په خپل لاس جوړ كړيو بوتانو او ستوريو ته سجدې كولې. د توحيد د اتل زېږنځى د "بابل" سيمه وه، چې تاريخپوهانو دا ځاى په "اووګونوعجايبو" كې شمېرلى او ددې سيمې د تمدن او عظمت په باب ډول ډول روايتونه كښل شوي دي. مشهور تاريخپوه "هيرودتس" ليكلي: بابل د مربع په ډول جوړ شوى، چې د هرې څنډې اوږدوالى يې 120 فرسنګه او محيط يې 480 فرسنګه دى.

كه څه هم په دې خبره كې څه مبالغه شوې؛خو بيا هم انكار ترې نه شي كېداى. نن د "دجلې" او "فرات" د سيندونو پر غاړو تر خاورو لاندې كنډرې پاتې دي او پر هر ځاى يې د مرګ په څېر چوپتيا خپره ده، چې كله كله دا چوپه چوپتيا د "لرغونپوهانو" په كنلو له منځه ځي.

حضرت "ابراهيم" عليه السلام د "نمرود بن كنعان" د واکمنۍ پر مهال وزيږېد."نمرود" سره له دې،چې بوت نمانځى و،پر خلكو يې خدايي هم پلورله. ډېره عجيبه ښكاري،چې څرنګه كېداى شي يو تن هم بوت لمانځى وي او هم پر خلكو خدايي وپلوري،چې همداسې يو مطلب په قرآن كې د "مصر" د "فرعون" په باب راغلى دى: "موسى بن عمران" چې په خپل قوي منطق د "فرعون" حكومت ولړزاوه؛نو د "فرعون" پلويانو نيوكه وكړه او ويې ويل: وَقَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَونَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ = او فرعون ته د هغه د قوم مشرانو وويل : (( ايا ته موسى او قوم يې همداسې پرېږدې،چې پرځمكه فساد خپوركړي،تا او ستا خدايان پرېږدي؟! و يې ويل :" ژر به يې زامن ووژنم او ښځې(لوڼې) به يې ژوندۍ پرېږدم (،چې زموږ خدمت وكړي ) او موږ پرې بشپړ برلاسي يو .)) (اعراف/127) (8)

ښكاره ده،چې فرعون د خدائي ادعا كوله او فرعون و، چې ويل يې: فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى = نو ويې ويل:(( زه ستاسې ستر پالونكى يم! )) (9)  او همداسې "ما علمت الكم من اله غيري"؛ خو په عين وخت كې بوت لمانځى هم و.

وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ= او فرعون وويل: ((د قوم مشرانو! زه خو بې له ځانه تاسې ته كوم بل خداى نه پېژنم.(خو د لا ډېرې څېړنې لپاره) هامانه! ماته پرخټه اور بل كړه (خښتې پخې كړه) او يوه لوړه ماڼۍ راته جوړه كړه، ښايي چې د موسى د خداى (پرحال) خبر شم او زه خو په ټينګه هغه دروغجن ګڼم.)) (قصص/38) (10)

د بوت لمانځيو په منطق كې هېڅ ممانعت نشته،چې يو تن د خلكو معبود او خداى وي او په عين حال كې په خپله معبود هم د ستر خداى عبادت وکړي؛ځكه له خداى او معبوده يې موخه د نړۍ خالق نه دى؛بلكې هغه دى،چې په يوه بڼه تر نورو غوره وي او د ژوند پر چارو  يې واكمن شي.
تاريخ ليكي: په "روم" كې به يوې كورنۍ پرله پسې مشران لمانځل،په عېن حال كې،چې هغوى په خپله  د نورو خدايانو عبادت  هم كاوه.

د نمرود هوښياري دا وه، چې د هغه وخت پوهان،چې "منجمان" او "پاليان" وو،له ځانه راټول كړي وو،چې د پاليانو د تسليمدو له لارې يې عام خلك ښكېل كړي وو. پردې سربېره،د حضرت "ابراهيم" عليه السلام يو خپلوان "آزر"،چې په خپله انځورګر او "ستورپوه" هم و،د نمرود له درباريانو و،چې دا خبره د حضرت "ابراهيم" عليه السلام د موخو پر وړاندې خنډ و؛ځكه يې مخالفت كاوه او پر خلكو سربېره،ټبر يې هم ورسره مخالف و. نمرود د خوندونو او خوبونو په ژوند كې ښخ وېده و، چې ناڅاپه ستور پوهانو د خطر زنګ وواهه او ويې ويل: حكومت به دې داسې څوك ړنګ كړي،چې په همدې سيمه كې دى. نمرود يې د غفلت له خوبه راپاڅاوه او ويې پوښتل: آيا زېږېدلى دى كه نه؟ ورته وويل شو: نه! نمرود (په هماغه شپه،چې د ستورو پوهانو په وينا د "ابراهيم" عليه السلام څاڅکى تړل كېده) د ښځو او ميړونو د جلا والي حكم وكړ. د نمرود سرتېرو ماشومان وژل او دايانو ته يې امر وكړ،چې دولت له نويو زېږېدلو ماشومانو خبر كړي.

اتفاقا په هماغه شپه، چې د ښځو او سړيو د كوروالي مخه نيوى شوى و؛ د "ابراهيم"  عليه السلام څاڅکى وتړل شو او د حضرت "ابراهيم"  عليه السلام د مور ګېډه شوه؛خو د حضرت "موسى" عليه السلام د مور په څېر د ګېډې وخت يې په پټه تېر كړ، تر زېږون وروسته يې خپل زوى غار ته يووړ او كله كله به  ليدو ته ورتله.
 نمروديې ظلمونو ډاډه كړى و،چې ګنې د خپلې واکمنۍ راپرځوونکي يې وژلي دي.
"ابراهيم"عليه السلام ديارلس كاله په غار كې تېر كړل،چې ورتګ  ورته سخت و.مور يې ديارلس كاله وروسته له غاره راواست. حضرت "ابراهيم"  سيمې ته راغى او خپلې ټولنې ته ورننووت. نمروديانو نوې څېره وليده. د "ابراهيم"  عليه السلام مور وويل:دا زما زوى دى او د منجمانو له وړاندوينې مخكې زېږېدلى و.(11)
"ابراهيم"  عليه السلام له غاره راووت او خپل "فطري توحيد" يې د ځمكې، اسمان،ځلانده ستوريو، شنو ونو او بوټو په ليدو پوره كړ.
يوه ډله يې وليده، چې د ځينو ستوريو د ځلا پر وړاندې يې خپل  عقل او هوښ له لاسه وركړى.ځينې يې وليدل، چې كفر يې تر دوى هم ټيټ دى او هغه دا،چې د توږل شويو بوتانو عبادت كوي او تر دې ټولو بده خو دا وه،چې يو تن د خلكو له ناپوهۍ ناوړه ګټه اخلي او پر خلكو خدايي پلوري.
"ابراهيم"  عليه السلام ددې درېو واړو طبقو پر وړاندې خپله مبارزه سمباله كړه، چې قرآن شريف هم راخېستى ده.

بوت ماتى "ابراهيم"(ع) اختر راغى او د "بابل" غافلو خلكو د ستړيا د لرې كېدو او د اختر د مراسمو پرځاى كولو ته دښتې ته راووتل؛ښار تش شو،په بوتانو پسې د "ابراهيم" عليه السلام بد ردو،خلك پرېشانه کړي وو؛نو ځكه يې غوښتل "ابراهيم" هم ورسره ولاړ شي؛خو دا وړانديز يې د "ابراهيم" عليه السلام پر ناروغۍ ځواب شو.

"ابراهيم"  عليه السلام:"ناروغ يم" او په دې توګه يې ورته منفي ځواب وركړ او د اختر په مراسمو كې يې ګډون ونه کړ.
په رښتيا،چې هغه ورځ  "موحد" او "مشرك" دواړو ته د خوشحالۍ ورځ وه؛د مشركانو د پخواني اختر ورځ وه،چې د پلار نيكونو د ميراث ژوندي كولو ته دښتو او د غرو غاړو ته تللي وو او د "توحيد اتل" ته هم نوى اختر و،چې له پخوا ددې ورځې راتلو ته سترګې پر لار و،چې ښار له اغيارو پاك وويني او د كفر او شرك نښې له منځه يوسي.

د خلكو وروستۍ ډله هم له ښاره ووته. "ابراهيم" عليه السلام دا وخت ارزښتناك وګاڼه او پر خداى له ايمانه په ډك او ډاډه زړه،بوت خونې ته ورننووت؛په بوت خونه كې يې توږل شوي لرګي او بوتان وليدل. ډول ډول خوړو "ابراهيم" عليه السلام حيران كړ،چې بوت لمانځيو د تبرك لپاره بوتانو ته ايښي وو؛د ډوډۍ او خوړو پر لور ورغى، په ملنډو يې كپ ډوډۍ راواخيسته او بوت ته يې وويل:(( دا رنګارنګ خواړه ولې نه خورې؟ )) خو بوت ځان نه شو خوځواى او نه يې څه خوړاى شو.په بوتخونه كې چوپه چوپتيا وه؛ خو د "ابراهيم" عليه السلام د تبره ګوزارونو بوتان دړې وړې كړل او يوازې تر ټولو لوى بوت يې روغ پرېښود او تبر يې ورپر غاړه كړ، له دې كاره يې موخه دا وه، چې وښيي،بوتان لوى بوت مات كړي او بل دا، چې "ابراهيم" عليه السلام پوهېده،چې مشركان به تر راستنېدو وروسته، ځان د پېښې په علت پوهوي او دا به په ظاهر يو مصنوعي او بې حقيقته كار وګڼي؛ځكه باور به و نه کړي د بوتانو ماتى لوى بوت دى؛ځكه ځواک،حركت او فعاليت نه لري؛نو ځکه دلته به "ابراهيم" عليه السلام له تبليغاتو او خبرو په ګټنه ووايي:تاسې په خپله ووياست: دا لوى بوت، چې خوځېداى نه شي؛نو څرنګه يې عبادت كوئ؟ لمر په پرېوتو و.خلك ډلې ډلې د ښار پر لور را روان شول.د بوتانو د عبادت مراسم راورسېدل،يوه ډله معبد ته ننوته او عجيبه منظره يې وليده،چې د خدايانو د ذلت نښه يې وه. له بې صبرۍ سره جوخت،پر بوت خونې مرګونې چوپتيا واكمنه وه.

يو تن خوله راوسپړله او ويې ويل: دا كار چا كړى؟د "ابراهيم"  عليه السلام مخېنې او په بوتانو پسې بد رد ويلو،خلك ډاډه كړل،چې دا د "ابراهيم"  كار دى. 

د نمرود په مشرۍ د محاكمې جرګه جوړه شوه.ځوان "ابراهيم" عليه السلام له خپلې مور سره په ستره محاكمه كې له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ شو.

د مور جرم يې دا و،چې ولې يې حكومت د خپل زوى له زوكړې نه و خبر كړى،چې وژلى يې واى. 

د "ابراهيم" عليه السلام مور وويل: (( ما وليدل،چې د هېواد نسل مخ په تباه كېدو دى؛نو ځكه مې حكومت خبر نه کړ،دا چې د زوى راتلونكې به مې څرنګه كېږي،كه زما زوى هماغه وي،چې وړاندويونكيو خبر وركړى و؛نو نيت مې و،چې پوليسو ته يې وسپارم او كه هماغه سړى نه وي؛نو ما په دې كار د هېواد ځوان نسل ساتلی دى.))

هغوى د "ابراهيم"  عليه السلام د مور منطق قانع كړل. د "ابراهيم"  عليه السلام د محاكمې وخت راورسېد.
هغه وويل: ښايي دا د هغه لوى بوت كار وي.تاسې كړاى شئ،و يې پوښتئ؛ البته كه د خبرو وس ولري.
د سپكاوي او ملنډو له دې رډ ځوابه مطلب دا و،چې "ابراهيم"  عليه السلام پوهېده،چې هغوى به داسې ځواب وركوي: ابراهيمه! ته ښه پوهېږې،چې دا بوتان د خبرو وس نه لري او له دې خبرې به "ابراهيم"  (ع) وکړاى شي د قاضيانو پام يو اساسي ټكي ته واړوي او هماغسې و هم شول،چې "ابراهيم"  عليه السلام ذهني وړاندوينه کړې وه.
"ابراهيم"  عليه السلام ورته وويل:((كه هغوى داسې وي،چې تاسې واياست؛ نو ولې يې عبادت كوئ او خپلې اړتياوي ترې غواړئ؟ ))

د قاضيانو زړونه او عقل د ناپوهۍ او تعصب په جال کې راښکيل وو او د "ابراهيم" عليه السلام ددې غاښ ماتي ځواب پر وړاندې يې بې له دې بله چاره نه درلوده،چې په اور كې يې وسوځوي.

اور يې بل كړ او د توحيد اتل  يې پکې ورګوزار کړ؛خو د  خداى په پېرزوينه،اور پرې اغېز ونه کړ؛بلكې د بشر په لاس جوړ شوى دوزخ پر ګلستان واوړېد.(12)

د حضرت "ابراهيم" خليل الرحمن

مهاجرت

د بابل محكمې "ابراهيم" عليه السلام پر تبعيد او شړلو محكوم كړ او هغه هم ناچاره و،چې وطن پرېږدي او د "مصر" او "فلسطين" پر لور روان شي. د "عمالقه" ځايي واكمنو "ابراهيم" عليه السلام ته ښه راغلاست ووايه او ډول ډول ډالۍ يې وركړې،چې يوه يې هم د "هاجرې" په نامه مينځه وه. د "ابراهيم"عليه السلام كور ودانې "سارا" لا تر اوسه اولاد نه درلود. هغې "ابراهيم"عليه السلام وهڅاوه،چې له هاجرې سره كوروالى وكړي؛كېداى شي د اولاد خاوند شي او د بې بنيادۍ د غم شپې يې د خوښۍ پر سبا بدلې شي.

واده تر سره او څه موده وروسته يې زوى وشو،چې نوم يې پرې "اسماعيل"كېښود. ډېر وخت لا تېر شوې نه و،چې خداى پر سارا هم ولورېده او هغې ته يې هم زوى وركړ، چې نوم يې "اسحق"(ع) شو.(13)

څه موده وروسته "ابراهيم" عليه السلام د خداى له لوري وګومارل شو،چې "اسماعيل" عليه السلام او مور يې جنوب لوري مكې ته يوسي او په يوه دره كي يې مېشت كړي،چې څوك پکې نه اوسېږي او يوازې كله كله به هغو كاروانو هلته اړول،چې له "شام" نه "يمن" تلل او د كال په نورو وختونو كې به د "عربستان" د نورو دښتو په څېر،سوځنده او له هر ډول اوسېدونكيو تشه وه. په دغسې چاپېريال كې استوګنه،هغې ته ډېره سخته وه، چې په "عمالقه" كې يې ژوند كړى و. د دښتې سوځنده ګرمۍ او ګرمو بادونو،د هاجرې په سترګو كې د مرګ حالات انځور كړي وو،چې په خپله "ابراهيم" عليه السلام هم دې پېښې ته انديښمن و. "ابراهيم" عليه السلام د اوښ پړى په لاس كې نيولى و او حال دا چې د اوښكو سېلاب يې له سترګو را روان و، هاجرې ته يې وويل: ((هاجرې! دا ټول كارونه د خداى حکم دى او بې د خداى د حکم له منلو بله چاره نه لرم،د خداى پر پېرزوينه او لورېنه ډاډه اوسه او ډاډ لره، چې هېڅكله به مو خوار او ذليل نه کړي.)) بيا يې خداى ته وويل: وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هََذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ= او هغه وخت (درياد كړه)چې "ابراهيم" وويل: ((پالونكيه ! دا د امن ښار كړه او استوګنو ته يې چې پرخداى او قيامت ايمان لري ( ډول ډول ) مېوې روزي كړه.)) و يې ويل :( ستا دعا مې قبوله كړه او مؤمنان مې له ډول ډول بركتونو برخمن كړل؛) خو هغوى چې كافر شوي، ډېر لږ يې برخمنوم، بيا يې د اور عذاب ته راكاږم، چې (څه) ناوړه عاقبت دى!))

.(بقره/126)  ( 14) 

"ابراهيم" عليه السلام هغوى پرېښوول او چې له غونډۍ راښكته كېده؛ نو شا ته يې كتل او له خدايه يې ورته خېر غوښته. كه څه هم په ښكاره دا مسافرت ستونزمن و؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې ډېرې سترې پايلې يې درلودې؛ د بېلګې په توګه: د کعبې جوړېدل، د توحيد د بيرغ رپول او د ژور ديني غورځنګ د ريښو ښخېدل.

د زمزم چينه

څنګه پيدا شوه؟

"ابراهيم" عليه السلام، د خپل اوښ پړى ونيو او په ژړا يې د مكې پر خاوره، هاجره او خپل زوى "اسماعيل" عليه السلام پرېښود. ډېر وخت تېر نه و،چې د هاجرې او "اسماعيل" عليه السلام خوراك او څښاك خلاص شول او د هاجرې تيونه هم وچ شول. د زوى حال يې بد شو،مور يې له دې غمه سخته په ژړا وه. تر هوره له ځايه راپاڅېده، روانه شوه او د "صفا" غونډۍ ته راورسېده، له ورايه يې سترګې د اوبو پر سراب ولګېدې، په منډه يې ځان ورورساوه؛ خو اوبه يې پيدا نه کړې. د زوى ژړا او تندې سخته وارخطا كړې وه او د اوبو په تمه يې اوه ځل د "صفا" او "مروه" په منځ كې منډې ووهلې،چې په پاى کې نهيلې راغله او د زوى په څنګ كې كېناسته. د ماشوم يې ساه لنډه لنډه كېده او نور پکې د ژړا طاقت هم نه و پاتې، چې په دې وخت كې د "ابراهيم" عليه السلام دعا قبوله شوه. ستړې مور د زوى تر پښو لاندې رڼې اوبه وليدې،چې راخوټېږي. مور چې د زوى د ژوند د وروستيو سلګيو شاهده وه او يقين يې درلود، چې د زوى د روح مرغۍ يې څو شيبې وروسته الوځي؛ نو د اوبو په ليدو دومره خوشحاله وه، چې په جامو كې نه ځايېده او په رڼو اوبو يې زوى او ځان مور كړ. د نهيلى ورځې ترې خورې شوې او ښادي پرې راغله.(15)

ليده کاته "ابراهيم" عليه السلام به كله كله د خپل ګران زوى او ښځې كتو ته مکې ته راته. په يوه سفر كې يې چې كېداى شي،لومړى سفر يې وي، "اسماعيل" عليه السلام په كور كې و نه ليد،په هغه وخت كې "اسماعيل" عليه السلام سړى شوى و او د "جرهم" د ټبر له يوې انجلۍ سره يې واده كړى و. "ابراهيم" عليه السلام ښځه يې وپوښتله: مېړه دې چېرې دى؟ ورته يې وويل: ښكار ته وتلى دى. بيا يې وپوښتله: خواړه لرې؟ ويې ويل: نه!

"ابراهيم"  عليه السلام د خپلې نږور له دې چلنه خپه شو او ويې ويل: (( چې "اسماعيل"  عليه السلام راغى؛نو زما سلام پرې ووايه او ورته ووايه: د كور درشل دې بدل كړه )) او بېرته ولاړ.

"اسماعيل" عليه السلام، چې راورسېد؛نو د خپل پلار بوى يې احساس كړ او پوه شو،چې بايد خپلې ښځې ته طلاق وركړي؛ ځكه داسې ښځې د داسې مېړه لياقت نه درلود.(16) كېداى شي ذهن ته پوښتنه راشي،چې ولې "ابراهيم" عليه السلام تر دومره مزله وروسته،صبر و نه کړ چې زوى يې له ښكاره را وګرځي او بې د زوى له ليدو بېرته ستون شي؟ تاريخپوهان وايي:دا بيړه ځکه وه،چې له "سارا" بي بي سره يې ژمنه كړې وه، چې تر دې زيات پاتې نه شي. هغه به ژمنه نه ماتوله.

تر دې سفر وروسته "ابراهيم"  عليه السلام وګومارل شو،چې مكې ته ولاړ شي او كعبه،چې د "نوح" په طوفان كې ورانه شوې وه،بيا جوړه كړي او د "اهل توحيد" د زړونو پام وروګرځوي.
قرآن ګواه دى،چې د مکې دښته د "ابراهيم"  عليه السلام د عمر په وروستيو كې پر ښار اوښتې وه؛ځكه "ابراهيم"  عليه السلام له خدايه غوښتي وو :
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ 
او (دريادكړه) چې كله ابراهيم وويل :(( پالونكيه ! دا ښار[=مكه ] امن كړه او ما او زما اولا د له بوت لمانځنې لرې وساته! (17)
 حال دا چې دښتې ته د راننوتو پر مهال يې ويلي وو: (( خدايه! دا ښار د امن ښار كړې )) (18)

غوره خو دا وه،چې د بحث پوره كولو ته د كعبې د جوړېدو پر تاريخ هم رڼا واچو؛خو دا چې له خپل بحثه لرې نه وځو؛ نو د پېغمبر اکرم د ځينو نيكونو پر ځانګړنو رڼا اچوو:

2 _ قصى بن كلاب: د پېغمبر اکرم نيکونه دادي: "عبدالله"،عبدالمطلب بن هاشم،عبد مناف،قصى كلاب،مره،كعب ، لوى،غالب، فهر، مالك، نضر، كنانه، خزيمه، مدركه، الياس، ضر،نزار، معد او عدنان (19) د حضرت "محمد" (ص) نسب په "معد بن عدنان" پورې همداسې دى، چې وويل شو؛خو له هغه پورته، تر حضرت "اسماعيل" عليه السلام پورې پکې اختلاف دى او د هغو روايتونو په رڼا كې،چې حضرت "ابن عباس" (رض) له پېغمبر اکرم نه رانقل كړي،چې پېغمبر اکرم ويلي وو،چې نسب مې عدنان ته ورسېد؛نو نور مخكې مه ځئ؛ ځكه چې كله به حضرت "محمد"(ص) هم خپل نسب وايه؛نو له "عدنانه" به مخكې نه ته او امر يې كړى و،چې نور خلك دې هم له عدنانه تر "اسماعيل" عليه السلام پورې د نسب په باب څه نه وايي او ويل يې: (( څه چې يې د نسب په باب په عربو كې مشهور دي،سم نه دي؛نو ځكه ما هم هغه راخېستي،چې سم دي. )) (20) نوموړي د عربو په تاريخ كې نوميالي کسان دي او د اسلام تاريخ د هغوى د ځينو په ژوند پورې اړه لري؛نو ځكه له "قصى" تر "عبدالله" (د حضرت "محمد" (ص) پلار) پورې،پر تاريخ رڼا اچوو او له نورو تېرېږو.(21)


قصى

د پېغمبر اکرم څلورم نيكه دى. د هغه مور " فاطمې " د "كلاب" له ټبر سره واده وكړ، ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې اولاد يې وشو،چې "زهره" او "قصى" يې پرې نومونه كېښوول. دويم اولاد يې په زانګو كې و، چې د فاطمې مېړه ومړ او دا ځل يې له "ربيعه" سره واده وكړ او ورسره "شام" ته ولاړه. د قصى د پلارګنۍ يې ملاتړ كاوه؛خو چې د قصى او د ربيعه د ټبر په منځ كې اختلاف رامنځ ته شو او پايله دا شوه،چې له كوره يې وشړله او مور يې له دې كاره ډېره اغېزمنه او اړه شوه،له ځان سره يې مكې ته يوسي. د تقدير كارونو مكې ته راورسول او پکې شته استعدادونه ددې لامل شول،چې د مکې د خلكو، په تېره بيا د "قريشو" پام ځان ته را واړوي. ډېر وخت لا تېر شوى نه و،چې د مكې د حكومت د لوړو پوړيو او د مكې د كونجيګانو خاوند شو. خورا زيات اثار يې پرېښوول. خلك يې دې ته وهڅول،چې د كعبې په شاوخوا كې كورونه جوړ كړي. عربو ته يې د "دارالندوه" په نامه "شوراځاى" جوړ كړ،چې عرب پکې راټولېدل او خپلې ستونزې يې هوارولې. په پينځمه ميلادي پېړۍ كې ومړ او دوه نوميالې زامن؛ "عبدالدار" او "عبد مناف" ترې پاتې شول.

عبد مناف "عبد مناف" د پېغمبر اکرم درېم نيكه دى. نوم يې "مغيره" او لقب يې "قمر البطحاء" دى او تر خپل ورور "عبدالداره" کشر و. د خلكو په زړه كې يې ځانګړى ځاى درلود،تل به يې ويل:پرهېزګار اوسئ،تقوى ولرئ، د ښه چلن خاوندان او زړه سواندي اوسئ.

ددې لوى موقعيت پر درلودو سربېره يې له خپل ورور "عبدالدار" سره سيالي نه کوله او په دې هڅه كې نه و،چې ځان د كعبې لوړى پوړۍ ته ورسوي. پلار يې وصيت كړى و، چې حكومت او رياست به د "عبدالدار" وي؛خو د وروڼو تر وفات وروسته يې زامن په منصب ونښتل او تر ډېرو شخړو وروسته پُخلا شول او پرېكړه يې وكړه،چې د کعبې او "دارالندوه" رياست د عبدالدار زامنو ته وركړي او د کعبې حاجيانو ته د اوبو ورکړه او مېلمه پالنه د "عبدمناف" زامنو ته وسپاري،چې دا وېش د اسلام تر راتګه پورې پاتې شو.

هاشم "هاشم" د پېغمبراکرم دويم نيكه و،چې نوم يې "عمرو" او لقب يې "علاء" و، چې د "عبدالشمس" غبرګونى ورور و او د دوو نورو وروڼو نومونه يې "مطلب" او "نوفل" وو. تاريخ ليكي: هاشم او عبدالشمس سره غبرګوني وو او د زوكړې پر مهال،د هاشم ګوته د عبدالشمس په تندي پورې نښتې وه او د بېلولو پر مهال ترې ډېره وينه تويه شوه، چې خلكو دا كار بد فال وګاڼه.(22) د هاشم د اخلاقو يوه بېلګه دا ده: چې د ذى الحجې مياشت به وليدل شوه؛نو کعبې ته به راته او د کعبې دېوال ته به يې تكيه وهله او خلكو ته به يې ويل:(( قريشو! تاسې هوښيار او شريف عرب ياست،نژاد مو تر ټولو غوره دى،خداى تاسې د خپل كور تر څنګ مېشت كړئ او د "اسماعيل" عليه السلام تر نورو زامنو يې تاسې فضيلتمن كړئ. زما ټبره! په دې مياشت كې د خداى د كور زيارت كوونكي په مينه راځي، هغوى د خداى مېلمانه دي. پالنه يې ستاسې دنده ده. په هغوى كې ډېر بېوزله له لرې ځايو راځي.ددې كور پر خاوند قسم! كه مې وسه واى،چې د خداى د مېلمنو مېلمستيا مې كړې واى؛نو كله به مې هم له تاسې مرسته نه واى غوښتې؛خو اوس مې چې څومره له وسې كېږي او په حلاله مې لاس ته راوړي،په دې لار كې يې لګوم او ستاسې دې پر دې كور قسم وي د حرامو مال او يا د سود د مال له لګونې او يا له هغې لګونې ډډه وكړئ، چې خوښه مو نه وي. )) د هاشم واكمني له هر لوري د مكې د خلكو په ګټه وه او د خلكو د ژوند په ښه كولو كې يې خورا زياته ونډه درلوده.په قحطۍ او وچ كالۍ كې يې مېړانه او ښه ځواني ددې لامل وه، چې خلك و نه ځپل شي. د مکې د خلكو د سوداګريزو چارو ښه كولو لپاره يې کوټلي ګامونه اوچت كړي، چې بېلګه يې د غسان له امير سره تړون دى او دا كار ددې لامل شو، چې ورور يې عبدالشمس د حبشې له امير سره ، مطلب او نوفل دوو نور وروڼو يې د "يمن" او د فارس له اميرانو سره تړون وكړ، چې دواړه لوري په ازادۍ او امنيت كې سوداګريزه راكړه وركړه ولري ، چې ددې تړون له امله ډېرې ستونزې هوارې شوې او په مكه كې ډېر بازارونه جوړل شول، چې د اسلام د ستوري تر ځلېدو پورې، پر خپل ځاى پاتې وو.د هاشم له ګټورو ګامونو دا دي، چې قريشو ته يې په ژمي كې "يمن" ته او په اوړي كې "شام" ته د سفر چارې برابرې كړې او دا كار د اسلام تر راتګ څه موده وروسته هم و.

اميه بن عبد شمس اميه "د عبدالشمس زوى د هاشم وراره"، د خپل تره له سترتوب او مقام سره كينه درلوده او په ورکړه او خېراتونو يې غوښتل د خلكو زړونه لاس ته راوړي؛ خو د هاشم كړنلارې ته يې دوام ورنه كړاى شو؛ نو ځكه يې ورپسې سپکې سپورې پېل كړې؛خو د اميه دې خولې راسپړلو خلکو ته د هاشم،عزت او مقام لا پسې نور هم زيات كړ. د "اميه"په زړه كې د كينې لمبې همداسې تاوېدې، تر څو چې يې خپل تره دې ته اړ كړ،چې د عربو پوهانو "پاليانو" ته به ولاړ شو او چې پر چا يې خوښي وښووه؛ نو هماغه به د دې سيمې چار مشر وي.

د هاشم ستريا او پراخه سينه ددې لامل وه،چې له خپل وراره سره لاس و ګرېوان نه شي؛خو د اميه ټينګار دې ته اړ كړ،چې په دوو شرطونو دا كار وكړي:

الف: په موږ كې،چې هر يو محكوم شو؛نو د حج پر ورځ به سل تور سترګي اوښان قرباني كوي. ب: محكوم به د لسو كالو لپاره له مكې وځي. پر هاشم چې د عربو د پوهانو "عسفان" سترګې ولګېدې؛ نو له واره يې د هاشم ستاينه پېل كړه او د مخكنۍ پرېكړې له مخې، "اميه" اړ شو مكه پرېږدي او لس كاله جلا وطني په "شام" كې تېره كړي.(24) ددې موروثي كينې آثار تر اسلام نه 130 كاله وروسته هم پاتې شول، چې پايله يې داسې خيانتونه وو،چې د بشريت په تاريخ كې يې سارى نه درلود. پورتنۍ کيسه پردې سربېره، چې د دوو ټبرونو په منځ كې د اختلاف پر ريښو رڼا اچوي،د امويانو د نفوذ لاملونه هم راښكاره كوي او ښايي د شاميانو او امويانو ترمنځ پخوانيو اړيكو،په دې سيمه كې د امويانو حكومت ته سرېزه او مناسبې لارې چارې برابرې كړې وې.

د هاشم واده "سلمى" د "عمرو خزرجي" لور، شريفه ښځه وه،چې له مېړه يې طلاق اخېستى و او نه يې غوښتل، چې بيا له چا سره واده وكړي.

هاشم "شام" ته د راستنېدو پر مهال په "يثرب" كې پاتې شو او پر "سلمى" يې مركه وكړه. د هاشم ستريا،ښه ځواني، شتمني او نومتيا (شهرت) يې د دې لامل شو،چې "سلمى" پر دوو شرطو ورسره واده وكړي، چې يو يې دا و:

د زېږون پر مهال به په خپل ټبر كې يم او د تړون له مخې،چې د زېږون وخت راورسېد؛نو "يثرب" ته راستنه شوه او هلته يې زوى وشو، چې"شيبه" يې پرې نوم كېښود،چې وروسته پر " عبدالمطلب" مشهور شو، تاريخ پوهانو ددې نوم اېښوونې کيسه داسې ليكلې: هاشم چې احساس كړه،چې د ژوند د كتاب پاڼې يې مخ پر خلاصېدو دى؛ نو خپل ورور "مطلب" ته يې وويل:(( وروره! خپل مريي شيبه دې در واخله))؛ځکه هاشم په خپل زوى د "عبدالمطلب" نوم اېښې و؛ نو پر همدې نوم مشهور شو.

په تاريخ كې داسې هم راغلي:يوه ورځ د مكې يو اوسېدونكى د "يثرب" له كوڅو تېرېده،چې يوې ډلې ماشومانو د غشيو لوبه كوله؛نو يو ماشوم، چې لوبه وګټله؛ وويل: د مکې د ښاغلي زوى يم. د مكې اوسېدونكى مخكې ولاړ او ويې پوښت: ته څوك يې؟  ځواب يې واورېد: شيبه د هاشم بن عبدمناف زوى. دا سړى، چې له يثربه مكې ته ستون شو؛ نو د هاشم ورور او د مكې رئيس يې له دې بهيره خبر كړ. تره د خپل وراره په فكر كې شو او "يثرب" ته ورغى. وراره ته يې،چې وليدل،چې بيخي د هاشم په څېر دى. له سترګو يې اوښكې راتويې شوې او په غېږ كې يې ونيو.
مور يې نه غوښتل چې شيبه له خپل تره سره ولاړ شي؛خو "مطلب" پخه اراده كړې وه، چې له ځان سره يې بوځي،چې بالاخره "مطلب" خپلې هېلې ته ورسېد او د مور تر اجازې وروسته يې له ځان سره مكې ته راووست.
په لار كې د "عربستان" سوځنده لمر،د شيبه مخ وسوځاوه او جامې يې په دوړو شوې؛نو چې مكې ته راننوتل،خلكو خيال كاوه،چې دا د مطلب مريي دى او يو بل ته يې ويل، چې دا ځوان د "مطلب" مريى دى.
سره له دې،چې مطلب به ويل :((دا ځوان مې وراره دى ))؛ خو لا چا د چا پر خولو برغولى ايښى دى؟، چې بالاخره د "مطلب" وراره پر "عبدالمطلب" مشهور شو.(24)

او كله ويل كېږي؛ځكه ورته "عبدالمطلب" وايي،چې د خپل تره په مينه ناكه غېږ كې وروزل شو او د هغه ځاى له دود سره سم،د روزونكي د درناوي او احترام لپاره يې ورته د هماغه سړي مريى وايه.

عبدالمطلب "عبدالمطلب" د "هاشم" زوى د پېغمبر اکرم لومړى نيكه دى. د قريشو مشهور ارت لاسى مشر و، چې ټولنيز ژوند يې له حساسو او روښانو ټكيو ډك دى. د مشرۍ پېښې يې د اسلام په تاريخ پورې اړه لري؛ نو ځكه يې يو څو را اخلو: شك نه شته،د انسان چې څومره روح غښتلى وي؛نو پر فكر او كړنلار يې اغېز كوي،داسې كسان شته،چې په مېړانه د چاپېريال له عواملو سره جنګېدلي او ځان يې له هر ډول ککړتيا خوندي ساتلى دى؛زموږ د خبرو ننګيالى هم د داسې انسانانو بېلګه ده،چې د ژوند په كتاب كې يې ډېرې روښانه پاڼې ليدل كېږي.

فكر وكړئ،يو سړى چې په داسې ټولنه كې اتيا كاله ژوند وكړي،چې بوت لمانځنه،شراب څښل،سود خوړل، وژنه او فحشا يې د ژوند عادي چارې وي او په خپله يې يو ګوټ شراب هم نه وي څښلي او خلك د وژنې، فحشا او له محارمو سره له واده ژغوري؛نو پوه شئ  دا ډول كسان ډېر لږ پيدا كېږي.
هو! د اسلام د پېغمبر نيكه بايد داسې سپېڅلى انسان وي. چې په باب يې ويل كېږي،چې په هغه بوت لمانځنې زمانه كې موحد انسان و، چې پر معاد يې  ايمان درلود او تل يې ويل: (( ظالم به په همدې دنيا كې د خپلو كړنو سزا ويني او كه داسې و نه شول؛ نو د قيامت پر ورځ خو يې ويني ويني. )) (25)

"حرب بن اميه" د "عبدالمطلب" خپلوان و،چې په خپله هم د قريشو له سترو شخصيتونو و. په ګاونډ كې يې يو يهودى اوسېده،چې يوه ورځ د "تهامه" په بازار كې په غوسه شو او د هغه او "حرب" په منځ كې شخړه رامنځ ته شوه او يو بل ته يې ترخې خبرې وكړې او دا شخړه ددې لامل شوه،چې يهودى د حرب په لمسون ووژل شي.

"عبدالمطلب"،چې له دې پېښې خبر شو؛نو ورسره يې مړى ژوندى پرېښود او كوښښ يې كاوه،چې له حربه د يهودي د وينې بيه واخلي او د هغه كورنۍ ته يې وركړي.
دا پېښه راښيي،چې "عبدالمطلب" څومره عادل او د بېوزليو ملاتړ و.

پر خبره ولاړ سره له دې چې جاهلي عرب په اخلاقي فساد كې ډوب وو؛ خو بيا هم ځينې داسې ځانګړنې يې درلودې،چې د ستاېنې وړ وې؛لكه د تړون ماتول په کې ناوړه كار او ګناه بلل كېده. كله چې به د عربو له نورو ټبرونو سره ډېر لوى لوى تړونونه کېدل؛ نو تر پايه به پر خپله خبره ولاړ وو. "عبدالمطلب" د زمزم چينې د شاوخوا د جوړولو پر مهال احساس كړه، چې د زيات شمېر اولاد د نه درلودو له امله،په قريشو كې کمزورى او بېوسى دى؛ نو ځكه نذر يې وكړ، چې كه د اولاد شمېر يې لسو ته ورسېد؛ نو يو به د كعبې مخې ته قرباني كړي؛خو له دې نذره يې څوك خبر نه کړل. ډېر وخت لا نه و تېر،چې د زامنو شمېر يې لسو ته ورسېد او وخت يې رارسېدلى،چې پر خپله خبره ودرېږي."عبدالمطلب" ته ددې پېښې تصور ډېر سخت و او وېره يې درلوده،چې كه دا كار و نه کړي؛ نو د تړون ماتيو په ډله كې به راشي؛نو ځكه يې دا خبره خپلو زامنو ته وكړه،چې دې كار ته په خپلو زامنوكې پچه واچوي. پچه يې واچوله، چې د "عبدالله" (د پېغمبر اکرم د پلار) په نامه راوخته. "عبدالمطلب" يې بې ځنډه لاس ونيو او د قربانۍ ځاى ته روان شول. د "قريشو"؛نرو ښځې له دې كاره خبر شول؛خلكو ژړل او هر چا ويل: كاشکې! زه يې ددې ځوان پر ځاى حلال كړى وم. قريشو مشرانو وويل:((كه كېداى شي پر ځاى يې خپله شتمني قرباني كړو؛نو چمتو يو له خپلې شتمنۍ تېر شو. ))

"عبدالمطلب" دې سترو احساساتو ته حيران و او چورت وړى و،چې ګنې د تړون ماتيو په ډله كې را نه شي؛خو سره له دې، د چارې د لټون هڅه يې هم كوله.
په خلكو كې يو تن غږ وكړ: (( ددې ستونزې په باب د عربو له يوه پوه سره سلامشوره وكړئ! كېداى شي ورسره د حل لار وي. ))

د ټبر مشرانو او "عبدالمطلب" ومنله او هغه پوه سړي ته ورغله، چې په "يثرب" كې اوسېده.

پوه پالي له هغوى يوه ورځ مهلت وغوښت. بله ورځ چې ورغلل؛نو پالي ورته وويل: د انسان د وينې بيه څومره ده؟ورته وويل شول: لس اوښان. پالي: ولاړ شئ او ددې ځوان او اوښانو ترمنځ پچه واچوئ؛ كه پچه د ځوان په نامه راووته؛ نو د اوښانو شمېر دوه ګرايه كړئ او كه بيا هم پچه دا ځل د ځوان په نامه شوه؛ نو د اوښانو شمېر درې ګرايه كړئ او همداسې پچه اچوئ،څو چې پچه د اوښ په نامه راووځي.

د پالي دې وړانديز د خلكو احساسات كابو كړل؛ځكه په وينو كې پروت د"عبدالله" په څېر د ښکلي ځوان كتل ورته ډېر سخت و او د اوښانو قرباني ورته اسانه وه.

خلك مكې ته راستانه شول او په جرګه كې يې لس ځله پچه واچوله،چې د اوښانو شمېر سلو ته ورسېد؛نو خلك خوشحاله شول،چې "عبدالله" بچ شو؛خو "عبدالمطلب" راپاڅېد او ويې ويل: له سره پچه واچوئ، څو ډاډ پيدا كړم خداى مې پردې كار راضي دى.
درې ځل يې پچه واچوله او د اوښ په نامه راووته؛نو "عبدالمطلب" ډاډه شو، چې خداى يې پر كار راضي دى."عبدالمطلب" امر وکړ، چې له اوښانو مې سل كعبې ته قرباني كړئ.(26)

له پېغمبر اکرم (ص) نه روايت دى:(( زه د دوو تنو زوى يم، چې پر "ذبح" او حلالو محكوم شوي وو))،چې مطلب يې حضرت "اسماعيل" عليه السلام او حضرت "عبدالله" دى.

د عام الفيل پېښه په قرآن شريف كې د "اصحاب فيل" پېښه په لنډو راغلې ده. تاريخ د دې پېښې لامل داسې ليكي: د "يمن" چارواكي "ذونواس"،چې د خپل حكومت بنسټونه غښتلي كړل؛نو په يوه سفر كې له يثربه، چې په هغه وخت كې يې ښه ديني موقعيت درلود تېرېده.يهوديان راټول شوي وو او په دې ښار كې يې زيات عبادت ځايونه جوړ كړي وو.

وخت او موقعيت پېژاندي يهودي،دې چارواكي ته تود ښه راغلاست ووايه او خپل دين ته يې راوباله،چې په ملاتړ کې يې ځان د بوت لمانځيو عربو او مسيحيانو له بريدونو وژغوري.
د يهودانو تبليغاتو پر ذونواس اغېز وكړ او د يهوديت دين يې ومانه او ذونواس هم د يهودو په پرمختګ كې خورا زيار واېست. ځينو نورو هم له وېرې د يهوديت دين ومانه او چا چې ورسره مخالفت كاوه؛نو  ډېره جزا يې وركوله؛خو د "نجران" خلكو چې له پخوا  يې د "مسيحيت" دين منلى و، په هېڅ قيمت حاضر نه شول خپل دين پرېږدي او يهوديت ومني. د نجران د خلكو سرغړونه د "يمن" پر واكمن بده ولګېده او په لوى لښكر يې د نجران د ياغيانو د ځپلو هوډ وكړ. د لښكر بولندوى د نجران د ښار غاړې ته غونډ جوړ كړ او د لوى خندق تر كنلو وروسته يې پکې اور بل كړ او مخالفين يې په سوځولو وګواښل. د نجران مېړنيو خلك، چې د "مسيحيت" دين يې د زړه له كومې منلى و،و نه  وېرېدل او مرګ او سوځېدل يې ومنل؛ خو يهوديت يې و نه مانه. پايله دا شوه، چې بدنونه يې په اور كې جوغدي شول.(27)

دا پېښه په قرآن شريف كې د اصحاب الاخدود" په نامه د بروج په (4-8) آيتونو كې راغلې ده.(28) "ابن اثير جزري"؛اسلامي تاريخپوه ليكي: له دې پېښې د نجران يو اوسېدونكى د "دوس" په نامه "د روم قيصر" ته چې د "مسيحيت" ټينګ پلوى و وروتښتېد، نجراني ترې وغوښتل،چې دې خونړى انسان نه د خپلو کړنو سزا ورکړي او په سيمه كې د "مسيحيت" د دين بيرغ بيا ورپوي. د روم واكمن پر پېښه خواشيني څرګنده كړه او نجراني ته يې داسې ځواب وركړ:(( دا،چې د واكمنۍ مركز مې ستاسې له سيمې لرې پروت دى؛ نو زه به داسې وكړم، چې د "حبشې" واكمن؛ "نجاشي"،ته به ليک وليكم، چې ددې دردوونكې پېښې غچ واخلي. ))

"نجراني" د "روم" له واكمنه ليك واخېست او په بيړه يې ځان "نجاشي" ته ورساوه او کيسه يې ورته وكړه.
د حبشې د واكمن په رګونو كې د غيرت وينې په خوټېدو شوې او اويا زره كسيز لښكر يې د حبشي د بولندوى؛ "ابرهه الاشرم" په مشرۍ "يمن"  ته ولېږه. د حبشې منظم لښكر د سمندر له لارې د "يمن"  په سواحلو كې واړول. ذونواس چې څومره هڅې وكړې خلك او قبايل مبارزې ته راوهڅوي؛خو چا مثبت ځواب ور نه کړ،چې بالاخره يې په يوه كوچني بريد حكومت راوپرځېد او د "يمن"  اباد هېواد د حبشې تر واكمنۍ لاندې راغى او د لښكر بولندوى "ابرهه" د حبشې د واكمن له لوري والي وټاكل شو.

"ابرهه" د خپلې بري او غچ اخستو په مستۍ كې ډوب و او له شهوت پالۍ يې يوه شېبه هم لاس وا نه خېست او د حبشې د پاچا د خوشحالۍ لپاره يې په "صاف" كې لويه "كليسا" جوړه كړه، چې په خپل وخت كې يې سارى نه درلود،بيا يې ليك نجاشي ته وليكه: د كليسا د جوړېدو كار بشپړېدونکى دى،په پام كې لرم د "يمن" خلك د كعبې له زيارته منع كړم، چې همدا كليسا د ټولو زيارت شي.

ددې ليك مضمون پر خلكو ناوړه اغېز وكړ، تردې چې يو شپه د "بني افقم" د ټبر يوې ښځې په دې  كليسا كې متيازې وكړې او په دې  كار يې حکومت ته خپله غوسه وښووه، چې دې كار حكومت ډېر په غوسه كړ. بل خوا څومره به،چې دوى په خپلې كليسا کې ګوتې وهلې،چې ښکلې يې كړي،هومره به له کعبې سره د خلكو مينه  نوره هم زياتېده. دې چارو "ابرهه" دې ته اړ كړ،چې كعبه ړنګه کړي. په همدې موخه يې يو لښكر تيار كړ د لښكر مخې به "فيلانو" روان وو، چې د "ابراهيم خليل الله" په لاس جوړه شوې كعبه ورانه کړي.
عربو مشرانو حالات نازك وليدل او يقين يې وكړ،چې د عربو خپلواكي او شخصيت په زوال كې دى؛خو د "ابرهه" تېرو بريو هغوى له هر ډول ګټور هوډه بيوسې كړي وو؛خو سره له دې،ځينې غيرتمن وګړي او ټبرو د "ابرهه" پر وړاندې ودرېدل او په مېړانه وجنګېدل،چې يو ترې "ذونفر" و، چې د "يمن"  له مخورو و او خلكو ته يې وويل :د کعبې دفاع وكړئ ؛خو ډېر وخت تېر نه شو،چې د "ابرهه" پاڅونونه يې له ماتې سره مخ كړل.
تر هغوى وروسته "نفيل بن حبيب" سخته مبارزه پېل كړه؛ خو ماتې يې وخوړه او په خپله نفيل د "ابرهه" له لښكر سره اسير شو او نفيل له "ابرهه" بښنه وغوښته؛خو "ابرهه" ورته وويل: په يوه شرط دې بښم،چې موږ ته د کعبې لار وښيي. نفيل د "ابرهه" لښكر تر "طايف" پورې را و رساوه او بيا يې دا دنده خپل ملګري "ايورغال" ته  وسپارله.
ايورغال لښكر ته د "مغمس" تر سيمې پورې ، چې مکې ته نږدې و لارښوونه وكړه. د "ابرهه" لښكر هلته ځاى پر ځاى شو او د پخواني دود له مخې، "ابرهه" خپل بولندوى ته دنده وركړه،چې د خلكو مالونه او اوښان لوټ كړي، چې په لوټ شويو اوښانو كې 260 اوښان د "عبدالمطلب" هم وو. بيا "ابرهه" خپل يو بل بولندوى "حناطه" ته دنده وركړه،چې د قريشو له  مشرانو سره خبرې اترې وكړې او ورته يې وويل: د کعبې ويجاړه شوې منظره مې په ذهن كې انځور شوې ده. 

ښكاره ده، چې "قريش" به په پېل كې څه مقاومت وښيي؛خو چې وينه يې تويه نه شي؛ نو نېغ به مکې ته ولاړ شي او مشر ته به يې ځان ورسوي او ورته وبه وايي: موخه مې د كعبې ويجاړول دي او كه قريشو مقاومت ونه کړ؛ نو هېڅ ډول تېرى به پرې ونه شي.

د "ابرهه" استازى مكې  ته راننووت، چې په دې  باب خبرې اترې وكړي ؛ ګوري چې د قريشو ډلې په هر ګوټ او كونج كې ناستې دي؛ نو استازي د كعبې د مشر پوښتنه يې وكړه؛ نو د "عبدالمطلب" كور ته يې بوت.
"عبدالمطلب" د "ابرهه" د پيغام په اورېدو وويل: موږ به هېڅكله دفاع ونه کړو! كعبه د خداى كور دى. هغه كور،چې "ابراهيم خليل الله" جوړ كړى دى. د خداى چې څه خوښه وي، هماغسې به وكړي.
د "ابرهه" د بولندوى د "عبدالمطلب" نرم او سوله ييز منطق چې له قوي ايمانه يې سرچينه اخيستې وه خوښ نه شو او له "عبدالمطلب" نه يې وغوښتل، چې ورسره د "ابرهه" د لښكر غونډ ته ولاړ شي.
د ابرهه د لښكر غونډ ته د 

عبدالمطلب تګ


"عبدالمطلب" له څو زامنو سره د "ابرهه" غونډ ته ولاړ. د قريشو د مشر متانت،وقار او ستروالى ددې لامل شو،چې "ابرهه" له خپل تخته راكوز شي،د "عبدالمطلب" لاس يې ونيو او له ځان سره يې پر تخت كېناوه او بيا يې پر درناوي د ژباړن په خوله عبدالمطلب وپوښت: څنګه راغلى يې او څه غواړې؟ "عبدالمطلب" : زه په مالونو او اوښانو پسې راغلى يم، چې 260 اوښان پکې زما دي. زه له تاسې هيله كوم،چې هغه خپلو مالكانو ته وركړې. "ابرهه":د څېرې رڼا دې راته د دنيا هومره ستره ده؛خو ستا دې وړې غوښتنې زما په نظر ستا ستروالى راټيټ كړ! زه خو دلته ستا د نيكونو د معبد ورانولو ته راغلى يم او تمه مې درلوده،چې د كعبې خبره به رامنځ ته كړې،چې ما له دې كاره، چې ستاسې سياسي او ديني استقلال ته يو ګوزار دى؛ستون کړى بيخي مي توقع نه درلوده،چې ته به د څو بې ارزښته څيزونو شفاعت ته راغلى يې.

"عبدالمطلب" : زه ددې اوښانو خاوند يم او هغه كور هم خپل خاوند لري او د هر ډول بريده مخنيوى به يې وكړي.
"ابرهه" ددې خبرې په اورېدو سر وخوځاوه  او په غرور يې وويل: په دې  لار كې څوك نه وينم،چې مخنيوى مې وكړي.
بيا يې امر وكړ، چې لوټ شوي مالونه يې بېرته وركړي.

قريش په تمه دي "قريش" په بې صبرۍ په تمه وو، چې "عبدالمطلب" راشي او خلك له دښمن سره له خبرو اترو خبر كړي.

"عبدالمطلب" د قريشو مخورو ته وويل: څومره ژر مو،چې له لاسه كېږي،ځانونه او مالونه مو درو او غرو ته ورسوئ،چې له زيانه خوندي شئ.
څو شېبې وروسته خلكو خپل كورونه پرېښوول او غرونو ته ولاړل.په غرونو كې د ماشومانو او ښځو ژړاګانو او د څارويو غږونو انګازې كولې. 

"عبدالمطلب" په هماغه تپه تياره كې له څو قريشو سره له غره راكوز شو او ځانونه يې كعبې ته ورسول. حال دا چې د "عبدالمطلب" اوښكې بهېدې او په دردمن زړه يې د كعبې كړۍ په لاس كې ونيوه او له خپل خداى سره يې داسې خواله وكړه : خدايه! بې تا يې له شره د خونديتوب بله هيله نه لرو.خدايه! هغوى له خپل حريمه لرې كړه. د كعبې دښمن ستا دښمن دى. خدايه! پرې يې نه ږدې چې كور دې خراب كړي. خدايه! بنده دې د خپل كور دفاع كوي؛نو ته دې هم د خپل كور دفاع وكړه. خدايه! داسې ورځ مه راولې، چې صليب يې برلاسى شي.

بيا يې د كعبې كړۍ پرېښووه او غره ته ولاړ،چې له هغه ځايه ننداره وكړي، چې څه به كېږي.

سبا،چې "ابرهه" او لښكر يې د مکې پر لور را روان و؛ نو د سمندر له لوري ډلې ډلې مرغۍ راښكاره شوې،چې په خولو او پښو كې يې واړه واړه كاڼي وو.د مرغيو سيوري د "ابرهه" پر لښكر اسمان تياره كړ. دې مرغيو د خداى په امر د "ابرهه" پر لښكر دكاڼو باران راکوز كړ، چې سرونه يې ورمات كړل او د بدنو غوښې يې توې شوې. يو كاڼى د "ابرهه" پر سر هم ولګېد.رپ او وېره پرې راغله او يقين يې وكړ، چې د خداى عذاب پرې نازل شوى دى. لښكر ته يې وليدل،چې د شوې د پاڼو په څېر پر ځمكه رژېدلى پروت دى او هغوى،چې روغ پاتې وو، ورته يې وويل: د ستنېدو تيارى ونيسئ او په بيړه د "صفا" پر لور روان شول، ان په خپله "ابرهه"، چې صفا ته ورسېد؛نو غوښې يې توې شوې او په عجيبه وضع ومړ. دا كيسه خداى تعالى په قرآن كريم كې داسې راوړې ده: أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ آيا و دې نه ليدل،چې پالونكي دې له فيل سپرو [= د "ابرهه" لښكر چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟! أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ= آيا د هغوى دسيسه يې شنډه نه کړه؟! وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ = او ډلې ډلې مرغان يې پرې ولېږل، تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ= چې د پخې خټې په کاڼو يې وولي؛ فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ= نو (په پاى كې، خداى) هغوى د ژووليو وښو په څېر وګرځول. (29)

د "ابرهه" تر ماتې وروسته د "ابرهه" وژل كېدل،د كعبې او مكې خلك د نورو عربو په نظر ستر كړل؛نور چا جرات نه درلود د قريشو پر سيمه بريد وكړي يا يې وځوروي او په مغزو كې يې د كعبې د ورانولو فكر وګرځي.

عمومي افكارو داسې قضاوت كاوه: خداى د خپل كور او د قريشو د احترام او عظمت له امله دښمن وځاپه او ډېرو لږو داسې فكر كاوه، چې دا كار د کعبې ساتنې ته شوى دى او په دې امر كې د قريشو سترتيا او کوچنى والى ونډه نه لري او ګواه يې دا خبره ده،چې پر قريشو ډېرو واكمنو بريدونه کړي؛خو داسې كانه پرې نه وه شوې. 

دې اسان او بې وينې توييدنې بري د قريشو په فكر او زړه كې نوي فكرونه پيدا كړل؛غره شول او نورو ته په محدوديتونو قايل شول؛ځكه فكر يې كاوه په عربو كې غوره دي او انګېرله يې،چې يوازې دوى د 360 بوتانو د ملاتړ خاوندان دي. همدا وو،چې مزې چړچې او فحشا يې لا نوره هم ډېره كړه.

ګروهمن وو، چې خوږ ژوند يې ددې بوتانو پايله ده، چې نور عرب يې بې له دوى ذليل او خوار كړي دي.

دې ټولو افكارو او كړنو د "نړيوال مصلح" او "سمونپال" راښکاره کېدو ته شرايط چمتو كړي وو. "ورقه بن نوفل" د ژوند په وروستيو كې مسيحي شوى و او د "انجيل" له مخې يې،چې د خداى او د پېغمبر اکرم په باب خبره كوله؛نو د مكې فرعون "ابوسفيان" به ورته تريو تندى نيوه او په غوسه كېده .

"ابوسفيان" به ويل: موږ داسې خداى او پېغمبر ته نه يو؛ځكه د بوتانو له لورېينو او ملاتړه برخمن يو.

عبدالله يوه ورځ "عبدالمطلب"،د خپل څلرويشت کلن زوى (عبدالله) ژوند د سلو اوښانو په وركولو بېرته واخېست. دا پېښه ددې لامل شوه، چې "عبدالله" پر قريشو سربېره،په خپلې كورنۍ كې هم د ځانګړي مقام خاوند شي؛ځكه كوم څيز چې ګران او په سختۍ لاس ته راشي؛نو ورسره زياته مينه كېږي؛ ځكه نو"عبدالله" په خپل ټبر،كورنۍ او خپلوانو كې ځانګړى احترام درلود. هغه ورځ،چې "عبدالله" له خپل پلار سره د قربانۍ د ځاى پر لور روان و؛ نو له متضادو احساساتو سره مخ شو.پلار ته د درناوي حس پرې واكمن و؛ نو ځكه يې بې له تسليمه بله هېڅ چاره نه درلوده؛خو بل خوا د تقدير لاسونو غوښتل د ژوند د پسرلي ګلونه يې د مني د ګلونو په څېر مړاوي نه کړي. د احساساتو او غمونو څپې يې په زړه كې څپاندې شوې. هماغسې چې په خپله "عبدالمطلب" د دوو ځواکونو؛يعنې ايمان او عاطفې ترمنځ راګېر شوى و او دې پېښې په دواړو كې د خپګان څپه راپورته كړې و؛ خو مشكل په داسې بڼه حل شو،چې بيان شو. "عبدالمطلب" ته فكر ورغى، چې د "عبدالله" خپګان له "آمنې" بي بي سره د واده له لارې جبران كړي؛ نو چې "عبدالمطلب" د قربانۍ له ځايه راستون شو؛ نو نېغ د "وهب بن عبد مناف بن زهره" كور ته ولاړ او د هغه پر لور"آمنه" يې، چې په پاكلمنۍ او عفت مشهوره وه مرکه وکړه او خپل زوى ته يې نكاح كړه او په هماغه مجلس كې يې پر "لاله" ځان ته، چې د "آمنې" د تره لور وه مرکه وکړه او "حمزه" [د پېغمبر اکرم تره] ترې وزېږېد.

په يثرب كې د عبدالله مرګ "عبدالله" تر واده وروسته د رڼا ژوند پېل كړ او د ژوند تياره يې په آمنې بي بي رڼا كړه او څه موده وروسته يې سوداګري پېل كړه. له يوه كاروان سره "شام" ته روان شو. دا مهال آمنه بي بي دوه ځانې وه. څو مياشتې وروسته د كاروان د راتلو خبر راورسېد. ځينې استقبال ته بهر وتلي وو. د "عبدالله" بوډا پلار په تمه و او د نږور سترګو يې هم،"عبدالله" په كاروان كې لټاوه. له بده مرغه "عبدالله" پکې نه و او په پوښتنه پوه شول،چې "عبدالله" په راستنېدو كې ناروغ او د خپلوانو كره پاتې شوى دى. دې خبر سخر او نږور ډېر خپه كړل او ويې ژړل.

"عبدالمطلب" ورپسې خپل مشر زوى (حارث) ولېږه،چې له ځان سره يې راولي،چې مدېنې ته ورسېد؛نو خبر يې كړ،چې "عبدالله" د كاروان تر تلو يوه مياشت وروسته،د ناروغۍ له امله مړ شوى دى. حارث راستون شو او خپل پلار او ورندار يې له دې پېښې خبر كړل. له "عبدالله" يوه رمه، يوه مينځه "ام ايمن" او پينځه اوښان پاتې وو.(30)*

څلورم څپرکى

د پېغمبر اکرم (ص) ميلاد د هر ستر انسان د ژوند هر څپرکى د څېړنې وړ دى. كله د يو انسان شخصيت دومره ستر وي،چې د ژوند ټول څپرکي،ان د ماشومتوب او تيخورۍ پړاو يې هم د پام وړ ګرځي. د ټولنو د لارښوونکيو،د خپل وخت د نابغه وو او د تمدن د قافلې د مشرانو ژوند،معمولاً له خوندورو، پام وړ،حساسو او هېښندو ټكيو ډك وي،د ژوند كتاب يې له هغه وخته،چې څاڅکى يې تړل كېږي، ترمړينې پورې له اسرارو ډك وي. قرآن شريف (طه سورت 41-43 آيتونه) د حضرت موسى عليه السلام د ژوند کيسه ډېره رازمنه سپړلې او وايي: د سلګونو ماشومانو سرونه ځکه پرې شول، چې موسى ونه زېږي؛ خو الهي اراده وه، چې موسى بايد وزېږي؛نو نه يوازې دښمنانو يې كوچنى شانته ازار ور و نه رسولاى شو؛ بلكې تر ټولو لوى دښمن يې ملاتړ شو. قرآن شريف وايي: ((د موسى مور ته مو وحې وكړه، چې خپل زوى په يوه صندوق كې كېږدي، د اوبو څپې به يې ساحل ته ورسوي. زما او د هغه دښمن به يې ملاتړ شي،مينه به يې د دښمنانو په زړونو كې پيدا كړم او زوى به دې بېرته در وګرځوم. د موسى خور د فرعون ښار ته ورغله او ويې ويل: زه داسې ښځه پېژنم،چې کړاى شي،ستاسې دا په زړه پورې زوى وروزي؛ نو د حضرت موسى مور د حكومت له لوري موظفه شوه،چې د هغوى د خوښې ماشوم وروزي.)) د حضرت "عيسى" عليه السلام زوكړه او روزنه به دې تر موسى عليه السلام هم زيات حيران كړي.

قرآن شريف د حضرت مسيح کيسه داسې راوړې ده.(31)

((مريم، د مسيح مور، له خپل قومه لرې شوه، روح (جبرائيل) په بشري بڼه راغى او زېرى يې پر وكړ،چې مامور يم، تا ته سپېڅلى زوى دركړم. مريم حيرانه شوه او ويې ويل: له ما سره خو چا كوروالى نه دى كړى او زه په خپله هم بدكاره نه يم. استازي مو ورته وويل: دا كار خداى ته اسان دى،چې بالاخره،خداى د مسيح رڼا د هغه د مور په زيلانځ كې كېښووه،د زېږون د درد له لاسه، د خرما ونې ته ولاړه، له خپل زېږونه په خپګان كې وه،حکم مو وركړ،چې د خرما ونه وخوځوي،چې تازه خرما ترې راتويه شي، زوى يې وزېږېد او مريم له خپل زوى سره خپل ټبر ته ورغله.د خلكو خولې له حيرته وازې شوې او پر مريم د نيوكو سيلاب رامات شو،مريم ته حکم شوى و: څوك چې هره پوښتنه لري؛نو له دې ماشومه دې يې وکړي. هغوى وويل: آيا په زانګو كې تيخور ويده ماشوم خبرې كړاى شي؟ په دې وخت كې "عيسى" خبرې پېل كړې او ويې ويل: زه د خداى بنده يم، د خداى كتاب او د پېغمبرانو په لړ کې يم.(32)* چې د قرآن،"تورات" او مسيح پلويان ددې دوو الوالعزمو پېغمرانو د زوکړې په باب په ډاډ پر بيان شويو مسايلوګواهي وركوي؛نو ولې د اسلام د پېغمبر د زوكړې حيرانوونكې پېښې سختې وګڼل شي او انسان پرې حيران شي.؟ د احاديثو او تاريخ په کتابو كې لولو: د حضرت "محمد" صلى الله عليه و آله و سلم د زوكړې پر مهال د "كسرى" ماڼۍ درزمنه شوه او څو ستنې يې ونړېدې ، "د فارس اورتون" مړ شو، د "ساوه سمندر" وچ شو، د مكې بوتان رانسکور شول، له مبارك تنه يې يوه رڼا، چې له لرې کتل كېده د اسمان پر لور اوچته شوه."انوشېروان" بوږنوړى خوب وليد.حضرت "محمد"(ص)، چې وزېږېد؛نو نوم يې پرې شوى و او سنت شوى هم و او ويې ويل: ((الله اكبر والحمدلله كثيراً سبحان الله بكرة واصيلاً. )) (33)

د پېغمبر اکرم (ص) د ميلاد كال، مياشت او ورځ ډېرى سيرة ليكونكي يوه خوله دي،چې د پېغمبر اکرم زوكړه پر 570 ز پر کال پر عام الفيل وه؛ ځكه شك نشته، چې هغه پر 632 ز کال كې له دې نړۍ تللى او هغه 62 يا 63 كلن و؛نو ويلاى شو، چې زوكړه يې د 570 ز كال په شاوخوا كې وه. ډېرى محدثين د پېغمبر اکرم د زوكړې په باب يوه خوله دي، چې په ربيع الاول مياشت كې ده؛خو د ورځې په باب يې يوه خوله نه دي. په اهل تشيع و كې مشهوره ده،چې د ربيع الاول پر اوولسمه د جمعې پر ورځ زېږېدلى او اهل سنت وايي، چې د دوشنبې پر ورځ د ربيع الاول پر دولسمه زېږېدلى دى. "مقريزي" د "الامتاع" په درېيم مخ كې د پېغمبر اکرم (ص) د زوكړې په باب ټولې ويناوې راخيستې دي.

د پېغمبر اکرم نوم اېښوونه اوومه ورځ راورسېده. "عبدالمطلب" د خداى په شكرانه كې پسه حلال كړ او خلك يې راوغوښتل،چې "قريش" هم پکې هم وو او پر خپل لمسي يې "محمد" نوم كېښود،چې وپوښتل شو،ولې دې پرې د "محمد" نوم كېښود، دا نوم خو په عربو كې ډېره مخينه نه لري؟ "عبدالمطلب": غوښتل مې په ځمکه او اسمانو كې وستايل شي.

په دې  باب د پېغمبر اکرم شاعر "حسان بن ثابت" ويلي:

((فشق له من اسمه ليجله فذوالعرش محمود و هذا محمد)) (خداى تعالى له خپلو نومونو يو نوم په خپل استازي كېښود؛ نو ځكه (خداى) ((محمود)) او پېغمبر يې "محمد" دى) دا دواړه ټكي له يوې رېښې دي او يوه مانا وركوي.(34) شك نشته، چې په دې نوم ايښوونه كې الهي الهام و؛ځكه كه څه هم په عربو كې د "محمد" نوم مشهور و؛خو په هغه وخت كې لږو خلكو پر خپلو زامنو ايښووه.

د تاريخپوهانو د سمو شمېرنو له مخې، تر هغه وخته پورې،يوازې 16 تنو د "محمد" نوم درلود.
شاعر وايي:

ان الذين سموا باسم محمد من قبل خير الناس ضعف الناس د اسلام له پېغمبرمخكې، شپاړس تنه، د "محمد" په نامه يادېدل.(35) "احمد" د اسلام د پېغمبر له مشهورو نومونو و.

كه چا لږه مطالعه كړې وي؛ نو پوهېږي چې د پېغمبر اکرم دوه نومونه وو او خلكو به په دواړو ياداوه:يو "محمد" چې "عبدالمطلب" پرې ايښى و او بل "احمد"،چې مور يې (آمنې بي بي) پرې ايښى و. دا خبره په تاريخونو كې راغلې او "حلبي" په خپل "سيرة" کې هم راخيستې ده.(36)

د پېغمبر اکرم ګران تره "ابوطالب" (چې د عبدالمطلب تر مړينې وروسته يې د "محمد" (ص) پالنه كوله) په خپلو اشعارو كې كله د "محمد" او كله د "احمد" په نامه ياد كړى دى.

د تيخورۍ پېر د قريشو دې ماشوم يوازې درې ورځې د خپلې مور شيدې وروولې او بيا دوې نورې ښځې د پېغمبر په داييتوب وياړمنې شوې. 1 _ ثويبه:

د "ابولهب" مينځې،څلور مياشتې پېغمبر اکرم ته شيدې وركړې، چې پېغمبر اکرم او مېرمن يې حضرت خديجې بي بي تر پايه په ښو يادوله.هغې مخكې حضرت حمزه اسدالله (د پېغمبر اکرم تره) ته هم شيدې وركړې وې. تر بعثت وروسته پېغمبر اکرم يو تن په "ابولهب" پسې ولېږه، چې ترې و يې پېري؛ خو "ابولهب" و نه منله؛خو تر پايه د پېغمبر اکرم له مرستو برخمنه وه. چې کله پېغمبر اکرم د "خيبر" له سوبې راستون شو؛ نو خبر شو،چې "ثويبه" مړه شوې؛ نو ډېر پرې خواشينى شو. د هغې د زوى پوښتنه يې وكړه، چې په حق كې يې نېكي وكړي؛خو خبر شو، چې له مور مخكې مړ شوى دى.(37)

2 _ حليمه:

د"ابي ذويب" لور وه، چې د "سعدبن بكربن هوازن" له ټبره  وه، چې اولاد يې دا و:"عبدالله"،"اسيه" او "شيما"،چې وروستي اولاد يې هم د پېغمبر اکرم روزنه کړې ده.
د عربو مخورو دود و،چې خپل اولاد يې بېديانيو دايانو ته ورسپاره چې وده يې سمه او هډوكي يې كلك راشي او همداسې هم د "وبا" له ناروغۍ خوندي وي او لنډه دا،چې عربي په ځانګړي چاپېريال كې زده كړي ،چې په دې برخه كې د "بني سعد" دايانې مشهورې وې. هغوى به په ټاكلي وخت كې مكې ته راتلې او ماشوم به يې له ځان سره بېوه.
د پېغمبر اکرم له زوكړې څلور مياشتې تېرې وې،چې د "بني سعد" ټبر دايانې مكې ته راغلې.پر هغه كال سخته وچكالي او سوکړه وه او دوى شتمنو عربو ته ډېرې اړمنې وې.

ځينې تاريخ ليكونكي ليكي: يوه دايه هم حاضره نه وه، چې حضرت "محمد" ته شيدې وركړي؛ځكه هرې يوې غوښتل،چې د هغه چا دايتوب وكړي،چې يتيم نه وي،او پلار يې شتمن وي،ان حليمې هم دا ځل د حضرت "محمد" داييتوب ته غاړه کېښووه؛ خو دا چې حليمه په خپله کمزورې وه،چا ورته خپل اولاد و نه سپاره؛نو له ناچارې يې د "عبدالمطلب" لمسى قبول كړ او خپل مېړه ته يې وويل: ((تر خالي لاس تلو به ددې يتيم وړل ښه وي.كېداى شي خداى راباندې ولورېږي.)) خو اټكل يې رښتيا وخوت او چې له كله يې د حضرت "محمد" (ص) داييتوب ومانه؛نو د خداى د رحمت چينې پرې راماتې شوې. (39) د قريشو دا ماشوم يې؛ځکه بلې دايي ته ورنه کړ،چې حضرت "محمد" د بلې دايي تى وانه خيست؛ خو د حليمې تى يې وروده، چې دې كار د "عبدالمطلب" كورنۍ ډېره خوشحاله كړه.(40) "عبدالمطلب" دايي ته وويل: د كوم ټبر يې؟ ويې ويل: د بني سعد. بيا يې وپوښتله:نوم دې څه دى؟ ځواب يې وركړ: حليمه. "عبدالمطلب" ددې خبرو په اورېدو خوشحاله شو او ويې ويل: افرين! افرين ! دوه ښكلي خويونه؛ نېكمرغي او زغم.(41)


پينځم څپرکى

د پېغمبر اکرم (ص) ماشومتوب تاريخ شاهد دى،چې د مسلمانانو د ستر مشر ژوند له وړكتوبه تر پېغمبرۍ هيښنده کرامتي پېښې درلودې او ټول په يوه خوله ګواهي وركوي،چې د پېغمبر ژوند عادي ژوند نه و. 1 _ تاريخپوهان د حليمې له خولې وايي: له هغې ورځ مې،چې د آمنې د زوى روزنه ومنله؛نو مور يې ناسته وه. غوښتل مې، چې شيدې وركړم؛ نو خپل چپ تى مې وركړ؛خو ماشوم ښي تي ته زور كاوه او زما چې اولاد شوى؛ ښي تى مې وچ دى.ښي تي ته د ماشوم زور دې ته اړه كړم،چې ښي تي ته يې واچوم. ماشوم چې ښى تى وروده شيدې پکې پيدا شوې. دې پېښې ټول حيران كړل.(41) حليمه بيا وايي: له هغې ورځې مې،چې "محمد" خپل كور ته راوستى؛ نو په كور كې مې ورځ پر ورځ بركت زيات شوى؛رمه او مال مې هم ډېر شوى دى.(42) په قرآن كې همدې ته ورته پېښې د حضرت مريم بي بي (د حضرت "عيسى" مور) په باب شته. د زوکړې وخت،چې راورسېد؛نو يوې ونې ته يې پناه يووړه او له ډېر درد،يوازېتوب او د خلكو د تورونو له وېرې يې له خدايه مرګ وغوښت،چې په دې وخت كې يې غږ واورېد: مه خپه کېږه! خداى دې تر پښو لاندې د اوبو چينه پيدا كړه او د كجورې وچه ونه وخوځوه،چې تازه خرما ترې راتويه شي. (43) د مريم او حليمې ترمنځ په مقام او منزلت كې ډېر توپير دى. كه د مريم خپل لياقت ددې الهي رحمت لامل و؛خو دلته ددې ماشوم مقام او منزلت ددې لامل شو،چې دا ښځه له الهي رحمته برخمنه شي.


شپږم څپرکى

كور ته راستنېدل د "محمد"(ص) مهربانې دايي يې پينځه كاله په روزنه كې خورا زيار واېست؛په دې وخت كې يې فصيحه عربي زده كړه، چې بيا حضرت "محمد" پرې وياړېده.حليمې بي بي مكې ته راووست او څه موده د خپلې مور په مهربانه غېږه كې و او نيكه يې پالنه كوله. د "عبدالله" د کورنۍ تسل، يوازې له هغه راپاتې دا کوچنى زوى و.(44)

يثرب ته سفر او د مور مړينه له هغې ورځې،چې د "عبدالمطلب" نږور كونډه شوه؛نو آمنه تل د يو مناسب وخت په تمه وه، چې "يثرب" ته د خپل مېړه د قبر او خپلوانو ليدو ته ولاړه شي. له ځان سره يې فكر وكړ،چې مناسب وخت دى؛ځكه زوى يې لوى شوى او په دې غم كې ورسره شريکېداى شي.

هغوى له "ام ايمن"  سره پر سفر ووتل او يوه مياشت يې هلته تېره كړه. دا سفر د قريشو دې ماشوم ته له روحي خپګانو سره يو ځاى و؛ځكه په لومړي ځل يې سترګې پر يوه داسې كور لګېدې،چې پلار يې پکې ساه وركړې او ښخ هم دى او طبيعي ده،چې تر هغې ورځې پورې يې مور هم ورته د پلار په باب څه ويلي وو.

تر اوسه د "محمد" بېړۍ د غم د سمندر ساحل ته نه وه رسېدلې،چې د غمونو يو بل طوفان پرې راغى؛ځكه مكې ته په راستنېدو كې مور يې هم په "ابواء" كې له دنيا سترګې پټې كړې . (45) دې پېښې حضرت "محمد" (ص) نور هم پر خپلې كورنۍ ګران كړ او ددې ګلستان له يوازېني پاتې ګل سره،"عبدالمطلب" څه عجيبه مينه درلوده؛ د كعبې په څنګ کې يې د قريشو واكمن (عبدالمطلب) ته تخت اېښووه. د قريشو مشران او زامن يې د تخت په شاوخوا كې ناست وو او د "عبدالمطلب" سترګې به،چې د "عبدالله" پر يادګار ولګېدى؛نو خلكو ته يې ويل: لار خلاصه كړئ ! او هغه يې له ځان سره پر تخت كېناوه.(46) قرآن شريف د پېغمبر اکرم د يتيمۍ دوران په "الضحى" سورت كې راوړى :"الم يجدك يتيما فاوى" مګر يتيم يې و نه موندې او پناه يې درنه کړه؟(47) د قريشو ددې ماشوم د يتيمېدو حكمت لا موږ ته هم نه دى معلوم؛خو دومره پوهېږو،چې د غمونو دا سېلاب بې حكمته نه و.خداى غوښتل د نړۍ مشر مخكې له دې، چې پر چارو واكمن شي،د ژوند له خوږو او ترخو سره اشنا او روح يې ستر او باخبره شي او له دې سختيو ورته تجربې لاس ته راشي او ځان بېلابېلو سختيو او محروميتونو ته ونيسي. خداى غوښتل له هماغه پېله په ژوند كې ازاد عادت شي او په خپله په خپلو لاسو ځان ته د پرمختګ لار هواره كړي، چې خلكو ته وښيي دا نبوغ بشري نبوغ نه دى او مور و پلار يې په برخليك كې هېڅ ونډه نه لري او د عظمت او ستروالي سرچينه يې د وحې له غرونو رابهېدلې ده.

د عبدالمطلب مرګ تر اوسه لا د پېغمبر پر زړه خپګان و،چې د درېيم مصيبت پېټى يې هم پر اوږو شو.د نيكه مرګ ورته دومره سخت و،چې تر قبره پورې يې ورپسې وژړل او هېڅكله ترې دا ترخه پېښه هېره نه شوه. (48)*

د ابوطالب روزنه "عبدالمطلب"، "ابوطالب" ته د څو لاملونو له مخې د پېغمبر اکرم پالنه ور پر غاړه كړه: يو دا چې "ابوطالب" او "عبدالله" له يوې موره وو او بل دا،چې مشهور، سخي او نېك سړى و.

"ابوطالب" پېغمبر اکرم ته خورا زيات زحمتونه وګالل،چې تاريخ پرې ګواه دى،چې وروسته به وويل شي.(49)

شام ته سفر په دوديزه توګه به د قريشو سوداګر په كال کې يو ځل "شام" ته تلل. "ابوطالب" هوډ کړى و،د قريشو په دې كلني سفر كې ګډون وكړي او د خپل وراره مشكل يې (چې يوه شېبه کې هم له ځانه نه لرې كاوه) داسې حل كړ،چې هغه يې په مكه كې پرېښود او ساتنې ته يې ورته څو تنه وټاكل؛ خو د حركت پر مهال د حضرت "محمد" سترګې له اوښكو ډكې شوې او د خپل تره بېلتون يې و نه زغملاى شو. د "محمد"(ص) غمګينې څېرې د "ابوطالب" په زړه كې د احساساتو توفان راپورته كړ او اړ شو پر ځان سخته تېره كړي او له ځان سره يې بوځي. په دولس كلنۍ كې د حضرت "محمد" دا سفر يو خوږ سفر شمېرل كېږي؛ځكه په دې سفر كې له "مدين"، "وادي القرى" او "ديار ثمود" څخه تېر شو او ددې سيمو د ښكلي طبيعت ننداره يې وكړه. تر اوسه لا كاروان خپل پړاو ته نه و رسېدلى، چې په "بصرې" نومې ځاې كې يوه پېښه رامنځ ته شوه،چې د "ابوطالب" د مسافرت کړلار يې له خنډ سره مخ كړه؛ دا پېښه داسې وه:له كلونو راهيسې،مسيحي راهب "بحيرا" چې دسيمې خلکو يې خورا درناوى کاوه، په بصره كې په خپله "صومعه" كې په عبادت بوخت و، دى د سوداګريزو كاروانو دمه ځاى هم و او سوداګر به تبرك ته هم ورتلل. دا ځل "بحيرا" د قريشو له كاروان سره مخ شو، سترګې يې د "ابوطالب" پر وراره ولګېدې، چې څېره يې پرې خوږه ولګېده، څو شېبې يې په ځير ورته وكتل او بيا يې وويل: دا ماشوم د چا دى؟ ډلې وويل: د "ابوطالب" . "ابوطالب" وويل: دا زما وراره دى. بحيرا وويل: دا ماشوم ځلانده ګانده لري،دا هماغه پېغمبر دى،چې په اسماني کتابو كې يې خبر راغلى،دا هماغه پېغمبر دى،چې ما يې نوم، د پلار نوم او دا چې له كوم ځايه به راښكاره كېږي،په ديني کتابو كې لوستي دي؛ نو پکار ده،چې د يهودانو له سترګو يې لرې وساتې؛ ځكه كه و يې پېژانده؛ و به يې وژني.(50)


اووم څپرکى

د ځوانۍ پېر د ټولنې مشر بايد د پراخې سينې،زغم،مېړانې او د ستر روح خاوند وي .ډارن،ضعيف النفس،بې ارادې او سست انسان به څرنګه وكړاى شي ټولنه په بېلابېلو كړكېچونو او ستونزو كې رهبري كړي؟څرنګه به د دښمن مقابله وکړاى شي او څرنګه به خپل شتون او شخصيت د نورو له بريده وساتي.د مشر روحي او جسمي پياوړتيا پر چاپېريال عجيبه اغېز لري.(51)

د پېغمبراکرم (ص) روحي ځواک

د قريشو په دې ګران تندي كې له وړكتوب او ځوانۍ د ځواک، مېړانې،زغم او تكړه توب نښې وې. هغه په پينځلس كلنۍ كې د "فجار" په جګړه كې، چې د قريشو او هوازن  ترمنځ وشو ګډون وكړ. په جګړه كې يې دنده دا وه، چې خپلو ترونو ته يې غشي رسول.
"ابن هشام" په خپل سيرة كې د پېغمبر اکرم له خولې راوړي،چې: ((خپلو ترونو ته يې غشي وركول،چې ويې توغوي. )) (52)
"ابن اثير" هم په "النهاية" كې دا حديث راخيستى دى.

په جګړه كې ګډون يې مېړانه راښيي. حضرت علي (ک) يې په باب ويلي: په جګړه كې به،چې تنګسه او سختي راغله؛ نو موږ به پېغمبر اکرم ته پناه وړه او په موږ كې تر هغه هيڅوك دښمن ته نږدې نه و. (53)*