د اسلامي دولت او طالبانو شخړه

د اسلامي دولت – طالبانو شخړه په افغانستان کې د طالبانو او اسلامي دولت ترمنځ روانه وسله واله شخړه ده. دغې شخړې هغه مهال زور واخیست چې د اسلامي دولت د خراسان ډلې وسله والو د ۲۰۱۵ ز کال کې د فبروري په دویمه نېټه په لوګر ولایت کې مخکښ طالب قوماندان عبدالغني وواژه. له هغه مهال وروسته، طالبان او د اسلامي دولت خراسان ډله تر خپلو ولکو لاندې قلمرونو باندې تر ډېره په ختیځ افغانستان کې سره ونښتل، خو په شمال لویدیځ او شمال ختیځ کې د اسلامي دولت د خراسان ډلې د هستو او طالبانو ترمنځ هم نښتې رامنځته شوې.

حقاني شبکه، القاعده او نور له طالبانو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې له اسلامي دولت (داعش) نه د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا، د ملا دادالله ډله او د اوزبیکستان د اسلامي خوځښت داعش پلوه ډله ملاتړ کوي. په ۲۰۲۱ ز کال کې د طالبانو له خوا د کابل په کنټرول ترلاسه کولو سره، د افغانستان د استخباراتي سازمان او د افغان ملي ځواک یو شمېر غړي د اسلامي دولت له خراسان ولایت سره یوځای شوي دي.[۱][۲]

مخینه(شالید) سمول

له ۱۹۹۶ ز کال نه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د افغانستان د اسلامي امارت د واک په لومړۍ دوره کې، واکمنو طالبانو له سخت درېځه دیوبندي اصولو نه په انګېزه اخیستو سلفیت ځپونکي سیاستونه پلي کړل. په دغه مهال کې د سلفي عالمانو اصلي لید لوری دا و چې طالبان د ما تریدي صوفیانو(Maturidi Sufis )له خوا رهبري کېږي. له همدې امله له ۱۹۹۶ ز کال نه تر ۲۰۰۱ ز کال دوره کې د طالبانو له خوا په اهل حدیثو غیررسمي ممنوعیت د دې لامل شو چې یو شمېر سلفیان پېښور ته کډه شي. په ورته مهال په ۲۰۰۱ ز کال کې په افغاستان باندې د متحده ایالاتو له برید وروسته، طالبان او اهل حدیث یو موټي شول، څو د دغه برید پر وړاندې په ګډه جهاد وکړي. افغان سلفیانو پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره خپلې ستونزې یوې غاړې ته پرېږدي او د متحده ایالاتو پر وړاندې په «لوی جهاد (جهاد اکبر)» کې ونډه واخلي. د القاعده په لیکو کې یو شمېر عرب سلفیانو د طالبانو او افغان سلفیانو ترمنځ د ستونزو د هواري په موخه منځګړیتوب وکړ؛ هغوی یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د هغو د متحدینو پر وړاندې د جګړې د مهمې دندې لپاره یو موټي کړل. ګڼ شمېر سلفي قوماندانانو او د اهل حدیثو بنسټونو د طالبانو تر قوماندې لاندې په طالب یاغیتوب (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ ز کال) کې ونډه واخیسته.[۳][۴]

د طالب یاغیتوب پر مهال، د ۲۰۱۵ ز کال په جنوري میاشت کې اسلامي دولت د خراسان ولایت بنسټ کېښود او د اسلامي دولت خراسان ډله یې رامنځته کړه. د اسلامي دولت د خراسان ډلې اصلي موخه دا وه چې د خراسان سیمه چې افغانستان هم په کې شاملېږي، ونیسي. په داسې حال کې چې د اسلامي دولت د خراسان ډلې لومړۍ ډله د طالبانو او د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) له جلا شوو غړو جوړه وه چې له سلفیانو سره له ایدیالوژیکي پلوه یو شان وه، له همدې امله د سلفیانو تر واک لاندې راغله. د پاکستاني طالبانو د تحریک ناراضه غړو د اسلامي دولت د خراسان او پاکستان ډله جوړه کړه او ننګرهار ولایت ته ولېږدېدل. هغه مهال چې د دغې ډلې د پاکستاني طالبانو د تحریک نه جلا شوي پاکستاني مشران د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ووژل شول، افغان سلفیانو د پاکستاني طالبانو د تحریک مشري پر غاړه واخیسته.[۵][۶][۷][۸]

د اسلامي دولت د خراسان ډلې په رامنځته کېدو سره، سخت درېځو افغان سلفیانو دا موکه ترلاسه کړه، څو یو سیال ځواک جوړ کړي، په داسې حال کې چې له دغې ډلې نه د سلفیانو ملاتړ راکم شو، ځکه ګڼ شمېر افغان سلفیانو له ایدیالوژیکي پلوه باور درلود چې دغه ډله «له حده زیاته سخت درېځه او بې رحمه» ده. په پایله کې دافغان سلفیانو لویه برخې بیا هم له طالبانو ملاتړ وکړ. د ۲۰۲۰ ز کال په مارچ میاشت کې د اهل حدیثو ګڼ شمېر علما د شیخ عبدالعزیز نورستاني او حاجي حیات الله تر مشرۍ لاندې په پېښور کې راغونډ شول، څو له طالبانو سره بیعت وکړي او په ښکاره ډول د اسلامي دولت خراسان ډله وغندي. دغو علماوو له افغان طالبانو وغوښتل، څو د اهل حدیثو د ټولنې ساتنه وکړي.[۹][۱۰]

په افغانستان کې د طالبانو د جګړې له بریا او د اسلامي امارت له یو ځل بیا واکمنېدو وروسته، د اهل حدیثو ګڼ شمېر عالمان راغونډ شول، څو له اسلامي امارت سره خپل بیعت اعلان کړي. د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې اهل حدیث روحانیونو او د هغو استازو غونډې جوړې کړې، څو بیاځلي له طالبانو ملاتړ تايید او په رسمي ډول د طالبانو له خوا د اسلامي دولت د خراسان ډلې له ځپلو ملاتړ اعلان کړي. [۱۱]

په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واک موندلو وروسته سمول

د اسلامي دولت بیاځلي بریدونه او سلفیت ضد پاکوونه (چارې) سمول

طالبانو په پایله کې د ۲۰۲۱ ز کال په اوړي کې د افغانستان له اسلامي جمهوریت نه د افغانستان واک خپل کړ. کابل د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۱۵ مه سقوط وکړ او د اسلامي دولت د خراسان ډلې مشران یې دې ته اړ کړل، څو په افغانستان باندې د دغې ډلې واکمني وغندي. طالبانو له ځنډ پرته د اسلامي دولت د ملاتړو او سلفیانو په ګډون د خپلو احتمالي مخالفینو د له منځه وړو او یا هم تابع کولو په موخه ګام واخیست. طالبانو په ټول هېواد کې د سلفي علمیه جوماتونو د تړلو امر ورکړ او هڅه یې وکړه ، مخکښ سلفي مشران ونیسي، چې له امله یې ګڼ شمېر مخکښه سلفیان پټ شول. په دې ډله کې ان هغه سلفي علما د نویو طالب مشرانو له خوا په نښه شول، چې په ښکاره ډول یې د داعش له خراسان ډلې سره مخالفت څرګند کړی و. څېړونکی عبدالصیاد څرګندوي چې: دغه پاکوونه احتمالاً په طالبانو کې د سلفیت ضد سخت درېځو له خوا طراحي شوې وه چې انګېزې یې هم تر ډېره د اسلامي دولت د خراسان ډلې د راتلونکي بغاوت نه د وېرې پر ځای د دواړو ډلو ترمنځ د اوږد مهاله پخوانیو مخالفتونو نه سرچینه اخیسته. د اګست په ۱۶ مه نېټه طالبانو ادعا وکړه چې، د کابل له بندخونې نه د بندیانو د خوشي کېدو پر مهال د دغې ډلې د خوشي شوي پخواني مشر ابو عمر خراساني په ګډون یې د داعش د خراسان ډلې ۱۵۰ جنګیالي وژلي دي. په ورته مهال ګڼ شمېر داعشي جنګیالي وتوانېدل، وروسته له هغه چې د طالبانو له خوا بندخونې پرانیستل شوې، بېرته له دغې ډلې سره یوځای شي.[۱۲][۱۳][۱۴]

د اګست په ۲۶ مه، د افغانستان په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر آبي دروازې مخه ته ځانمرګی برید او په زیاته کچه ډزې وشوې، دغه برید څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له هوايي ډګر نه بهر امریکایانو ته امر وکړ چې د ترهګریز برید د ګواښ له امله هوايي ډګر ته لاړ نه شي. په دغه برید کې د دیارلسو امریکايي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۵ کسان ووژل شول. طالبانو دغه برید وغنده او څرګنده یې کړه چې: «شیطاني غونډې به په کلکه سره ودروي». طالبانو وروسته اعلان وکړ چې، د اسلامي دولت د خراسان او پاکستان ډلې د مشر شهاب المهاجر د نیولو په موخه به له هرې لارې چارې کار واخلي. په همدغه ورځ، د طالبانو د جنايي څېړنو مشر سیف الله محمد انګلیسي ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې: دوی د داعش خراسان ډلې اړوند ۶ جنګیالي، د کابل په لوېدیځ کې د نښتې پر مهال نیولي دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د اګست په ۲۸ مه نېټه طالب وسله والو مخکښ سلفي عالم مولوي ابو عبیدالله متوکل وتښتاوه، هغه یوه اونۍ وروسته په ډېره بې رحمانه توګه ووژل شو. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د متوکل په وژنه کې د طالبانو لاس لرل رد کړل، خو د هغه وژنه یې وه نه غندله. په داسې حال کې چې متوکل د اسلامي دولت د خراسان ډلې پیاوړی طرفدار بلل کېده او د هغه ګڼ شمېر زده کوونکي د داعش د خراسان ډلې غړي و، خو هغه هېڅکله په رسمي ډول له اسلامي دولت نه ملاتړ نه و کړی. د اسلامي دولت خراسان ډلې، د هغه له مړینې وروسته د هغه لپاره د دعا هېڅ مراسم ترسره نه کړل او څرګنده یې کړه چې: هغه د اسلامي دولت خلافت ته وفادار نه و. د ۲۰۲۱ ز کال کې د نومبر په ۹ مه نېټه، د رویټرز خبري آژانس خبریال جیمز مکنزي څرګنده کړه چې: په دغه جګړه کې «د مکررو او کوچنيو جنایاتو» راپور تر ډېره نه ورکول کېږي. په ننګرهار کې د اسلامي دولت په پیاوړي مرکز سربېره، د دغې ډلې تر اغېز لاندې نورو برخو کې په مرکزي افغانستان کې غزني، په لویدیځ کې هرات، په شمال کې بلخ او سویل ختیځ کې پکتیا، پکتیکا او خوست شاملېږي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۲۶]

سرچینې سمول

  1. "Afghan Taliban Group Backs IS, But Only Abroad". RadioFreeEurope/RadioLiberty (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rasmussen, Sune Engel (10 March 2016). "Dozens killed in clashes between rival Taliban factions in Afghanistan" – عبر www.theguardian.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sayed, Abdul (20 November 2020). "Islamic State Khorasan Province's Peshawar Seminary Attack and War Against Afghan Taliban Hanafis". The JamesTown Foundation. The Afghan Taliban’s scholars are strict Deobandis and suppressed the Salafist trend when they came to power in Afghanistan in the 1990s.... However, the post-9/11 U.S. invasion of Afghanistan provided Salafists with an opportunity to thrive because the religious duty of defensive war against ‘infidel’ American invaders forced the Afghan Taliban to ally with Salafists... Salafists, therefore, remained either foot soldiers or part of small groups under the Afghan Taliban’s command. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sayed 2021: Afghan Salafists had previously faced several bans by the Afghan Taliban during the Taliban’s pre-9/11 rule,... Since that time, the Salafist’s main issue with the Taliban was that Sufi and Maturidi Hanafists dominated Taliban ranks. ... This resulted in the unofficial Taliban bans on Afghan Salafists in the pre-9/11 era. As a result, Afghan Salafists shifted to Peshawar... The U.S. invasion of Afghanistan following the 9/11 attacks meant the Taliban faced a strong enemy for which it needed every Afghans’ support. The Afghan Salafists decided to put aside their sectarian differences of the past with the Taliban to join them in the “greater jihad” against the United States. [12] The Middle Eastern Salafists in al-Qaeda’s rank and file further mediated the situation between the Afghan Salafists and the Taliban, unifying them for the more significant religious duty of fighting against the United States and its allies in Afghanistan."
  5. (په 3 June 1998 باندې). A.P. Buys Worldwide Television News.
  6. Rana, Muhammad Amir (5 September 2021). "The Khorasan chapter threat". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sayed 2021, pp. 10–11: "disgruntled members of Tehreek-e-Taliban Pakistan (TTP), or the Pakistani Taliban, founded ISKP, soon afterwards ISKP became a Salafist-dominated group and shifted to Nangarhar province in Afghanistan... Afghan Salafists also took charge of ISKP after its founding Pakistani leaders who had defected from TTP were killed in the U.S. drone strikes and counter-terrorism operations in Nangarhar."
  8. Sayed 2021، صص. 10–11.
  9. Sayed, Abdul (20 November 2020). "Islamic State Khorasan Province's Peshawar Seminary Attack and War Against Afghan Taliban Hanafis". The JamesTown Foundation. Pashtun Salafist figures convened in Peshawar under the leadership of Shaikh Abdul Aziz Nooristani and Haji Hayatullah, who is the nephew of Shaikh Jamil ur Rehman, and pledged an oath of loyalty to the Afghan Taliban and condemned IS-K. They requested protection from the Afghan Taliban for the Salafist community... Salafists ostensibly are now loyal to the Afghan Taliban الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sayed 2021، صص. 11–12.
  11. "Ahl-e-Hadith clerics announce allegiance to Taliban in Nangarhar". Afghan Islamic Press. 1 November 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Explained: Who are Islamic State-Khorasan, the terror group that carried out Kabul Airport blast". Firstpost. 27 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rehman, Zia Ur (15 September 2021). "Afghan chaos mounts as ISIS-K tries to tarnish Taliban triumph". Nikkei Asia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sayed 2021، ص. 12.
  15. "Afghanistan news: Latest on blasts reported outside Kabul airport". 26 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Biden on Kabul suicide bombings: 'We will hunt you down and make you pay". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 26 August 2021 باندې). Sheer Chaos: At Least 13 U.S. Troops Killed as Blasts Rock Kabul Airport.
  18. Ivana Kottasová, Barbara Starr, Kylie Atwood, Nick Paton Walsh, Sam Kiley, Zachary Cohen, Jennifer Hansler and Tim Lister (27 August 2021). "US troops, Afghans killed in attacks outside Kabul airport". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  19. (په 27 August 2021 باندې). As U.S. Troops Searched Afghans, a Bomber in the Crowd Moved In. The New York Times.
  20. (په 26 August 2021 باندې). Biden Vows to Finish Mission, Hunt Attackers: Afghanistan Update. Bloomberg News.
  21. "Afghanistan explosions: 13 US service members killed in Kabul airport blast, more wounded, officials say". Fox News. 26 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 27 August 2021 باندې). Ambitious new Isis-K leader becomes Taliban's most wanted enemy after Kabul attacks. The Daily Telegraph.
  23. "Taliban condemns suicide bombing at Kabul airport". Fox News. 26 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Taliban claims to have caught two Malaysians fighting for IS-K in Kabul". The Star (په انګلیسي ژبه کي). 28 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Rehman, Zia Ur (15 September 2021). "Afghan chaos mounts as ISIS-K tries to tarnish Taliban triumph". Nikkei Asia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Sayed 2021، ص. 9.
  27. (په 9 November 2021 باندې). Islamic State violence dents Taliban claims of safer Afghanistan. Reuters
  28. (په 9 November 2021 باندې). Islamic State violence dents Taliban claims of safer Afghanistan. Reuters
  29. Sayed 2021، ص. 10.