د اسراييلو ولسوالۍ
اسراییل شپږ لويې اداري ولسوالۍ لري چې اوومه ورسره د يهودا او سامريه ولسوالۍ شمېري، خو ملګري ملتونه يې نه مني، دا ولسوالۍ په عبراني کې د محوزوت په نوم پېژندل کیږي ( عبراني:מְחוֹזוֹת) نومیږي. دا اوسنۍ ولسوالۍ په 1953 کې تاسیس شوې، مخکې له دې چې سیمه د فلسطین د واکمنۍ په ولسوالیو ووېشل شي. له هغه وخت راهیسې د ولسوالیو سرحدونه نه دي بدل شوي.
د اسراييلو ولسوالۍ מְחוֹזוֹת יִשְׂרָאֵל (محوزات اسرائيل) Script error: The function "Lang" does not exist. | |
---|---|
وېش ډول | مرکزي حکومت |
هېواد | اسرائيلو هېواد |
شمېر | ۷ ولسوالۍ |
نفوس | 10,32,800 (حيفا ولسوالۍ) – 21,96,900 (مرکزي ولسوالۍ) |
سيمې | ۱۹۰ kم2 (۷۲ ميل2) (تل ابيب ولسوالۍ) – ۱۴٬۱۹۰ kم2 (۵٬۴۷۷ ميل2) (سوېلي ولسوالۍ) |
حکومت | ولسواليو حکومت |
کوچني واحدونه | ښاري جرګه، ځايي جرګه، سيمه ييزه جرګه |
هره ولسوالي بیا په فرعي ولسوالیو (تحصیلونو ) وېشل شوې او دا تحصیلونه نور په ښارونو، ښاروالۍ او سیمه ایزو شوراګانو وېشل شوي دي. د دغو شپږو ولسوالیو نوملړ:
- یروشلم ولسوالي - نفوس: 9,07,300
- شمالي ولسوالۍ - نفوس: 12,41,900
- حیفا ولسوالي – نفوس: 8,80,700
- مرکزي ولسوالۍ - نفوس: 17,70,000
- تل ابيب ولسوالۍ - نفوس: 12,27,900
- سوېلي ولسوالۍ - نفوس: 12,01,200
- یهودا او سامریه - چې تر ډېره د لویدیځې تړانګې په نوم پېژندل کيږي: نفوس: 3,27,750