د اسرائیلو او لبنان شخړه

د اسرائیلو او لبنان شخړه یا هم د سویلي لبنان کړکېچ د پوځي نښتو هغې لړۍ ته ویل کېږي چې اسرائیل، لبنان، سوریه، د فلسطین آزادي غوښتونکی سازمان او همدارنګه د لبنان دننه بېلابېلې ملیشه او یاغي ډلې په کې ښکېل وې. دغه کړکېچ په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د لبنان د کورنۍ جګړې پر مهال خپل اوج ته ورسېد او له هغه مهال څخه وروسته یې کمښت موندلی. [۱]

د فلسطین آزادي غوښتونکي سازمان په لبنان کې د هغو فلسطیني کډوالو څخه سخت دریځي استخدام کړل چې په ۱۹۴۸ زکال کې د اسرائیلو له جوړېدو وروسته تبعید او یا هم تښتېدلي و. وروسته له هغه چې دغه سازمان او د فتح په نامه جنګیالۍ ډله یې د ۱۹۷۰ – ۱۹۷۱ زکال پر مهال په اردن کې د یو پاڅون په تحریک کولو سره د لبنان سوېل ته وکوچېده په لبنان کې کورنيو او له پولو هاخوا تاوتریخوالو زور واخیست. ورته مهال د لبنان د ملي میثاق پر سر وګړیزې ترینګلتیاوې د لبنان د کورنۍ جګړې (۱۹۷۵ – ۱۹۹۰ زکال) لامل وګرځېدې. د فلسطین د آزادي غوښتونکي سازمان چارې په لبنان کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو له کلیدي عواملو څخه وې چې له لبناني ډلو سره د هغو شدیدې جګړې د بهرنۍ مداخلې لامل وګرځېدې. همدا و چې اسرائیلو په ۱۹۷۸ زکال کې په لبنان برید وکړ او دغه سازمان یې اړ کړ چې د لیتاني سیند شمالي غاړې ته شاتګ وکړي، خو له دې سره یې هم د اسرائیلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ. اسرائیلو بیاځلي په ۱۹۸۲ زکال کې د لبنان په وسله والو ځواکونو کې د لبناني عیسوي ملیشه وسله والو او کتائب ګوند سره په اتحاد کولو پر لبنان برید وکړ او دغه سازمان یې په زور سره له لبنان څخه وویست. په ۱۹۸۳ زکال کې اسرائیلو او لبنان د مۍ د ۱۷مې هوکړه لاسلیک کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د عادي اړیکو بېرته ټینګښت ته لار برابره کړه، خو دغه اړیکې د ۱۹۸۴ زکال په لومړیو کې د شیعه ملیشه وسله والو او دروزیانو په واکمنۍ بېرته ګډوډې شوې. اسرائیلو د ۱۹۸۵ زکال پر مهال د لبنان له ډېرو برخو څخه خپل ځواکونه وویستل، خو د سویلي لبنان په پوځ کې یې د نیابتي ملیشه وسله والو پر مټ د ۱۹ کیلومترو (۱۲ مایله) په اندازه د یوې حائلې امنیتي سیمې کنټرول وساته. [۲][۳][۴][۵]

په ۱۹۸۵ زکال کې حزب الله چې د ایران ملاتړ له ځانه سره لري او شیعه لبناني راډیکال خوځښت دی؛ د لبنان په خاوره کې یې د اسرائیلي اشغال د پای ته رسولو په موخه د وسله والې مبارزې غوښتنه وکړه. هغه مهال چې د لبنان کورنۍ جګړه پای ته ورسېده او نورو ښکېلو غاړو بې وسلې کېدو ته غاړه کېښوده، حزب الله او د سویلي لبنان پوځ له دغې چارې ډډه وکړه. له حزب الله سره جګړې د اسرائیلو هوډ کمزوری کړ چې له امله یې د سویلي لبنان پوځ وپاشل شو او اسرائیلو په ۲۰۰۰ زکال کې د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوو پولو ته شاتګ وکړ. [۶][۷][۸]

حزب الله د شبعا کروندو په قلمرو باندې د اسرائیلو کنټرول ته په نغوتې سره په راتلونکو شپږو کلونو کې په دوامداره توګه له پولې بهر بریدونو ته دوام ورکړ. دغه مهال حزب الله د اسرائیلو له بندخونو څخه د لبناني وګړو د خوشي کولو هڅه کوله، هغوی د اسرائیلي سرتېرو د نیولو له تاکتیک څخه په ډېرې بریا ګټنه وکړه چې بیا یې له اسرائیلو سره په ۲۰۰۴ زکال کې د بندیانو تبادله ترسره کړه. د حزب الله له خوا د دوه اسرائیلي سرتېرو نیولو په ۲۰۰۶ زکال کې د لبنان جګړې ته بیا لمن ووهله. د دغې جګړې په اوربند کې د حزب الله ډلې د بې وسلې کېدو او همدارنګه د اسرائیلو له خوا د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته د درناوي غوښتنه وشوه. [۹][۱۰][۱۱]

د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالي د ۲۰۰۶ زکال د سپټمبر په ۸مه نېټه ودرېدل. د ۲۰۲۳ زکال له لومړیو راهیسې د دواړو لورو له خوا د اوربند د هوکړې څخه د سرغړونو سربېره، اوضاع آرامه ده؛ په داسې توګه چې اسرائیل نږدې هره ورځ د لبنان په خاوره هوايي ګزمې کوي او حزب الله هم خپل جنګیالي نه دې بې وسلي کړي. د ۲۰۲۳ زکال په اپریل میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د مرمیو په تبادله کې د تاوتریخوالي زیاتېدو، په ۲۰۲۳ زکال کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې بیا زور اخیستو او همدارنګه په همدغه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړو یو ځل بیا د جګړې ګواښ رامنځته کړی دی. [۱۲]

مخینه سمول

د اسرائیلو او لبنان قلمروونه یو مهال عثماني سترواکۍ ته اړوند و چې له ۱۲۹۹ زکال څخه یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د هغو د ماتې او ورپسې په ۱۹۲۲ زکال کې د هغو تر منحل کېدو دوام وموند. په ۱۹۱۷ زکال کې د سینا او فلسطین د عملیاتو پر مهال بریتانویانو فلسطین او هغه برخې چې بیا وروسته په سوریه واوښتې اشغال کړې. فرانسوي ځواکونو هم په ۱۹۱۸ زکال کې دمشق ونیو. د ۱۹۱۶ زکال د سایکس – پیکو د هوکړې سره په مطابقت د ۱۹۲۰ زکال له سان رېمو غونډې وروسته د ملتونو ټولنې په رسمي ډول فرانسې ته د سوریې قیمومیت او همدارنګه بریتانیا ته د فلسطین قیمومیت وسپاره.

د فرانسې تر کنټرول لاندې تر ډېره د عیسوي وګړو لرونکې سیمه په ۱۹۲۶ زکال کې د لبنان په جمهوریت واوښته. لبنان په ۱۹۴۳ زکال کې هغه مهال چې فرانسه د جرمني له خوا اشغال شوه، خپلواکي یې واخیسته. په داسې حال کې چې له دغه هېواد څخه فرانسوي ځواکونه تر ۱۹۴۶ زکال پورې په بشپړه توګه وه نه وتل.

په اروپا کې د یهودیت ترهې (یهود ستېزي) رامنځته کېدل چې د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې یې د هلوکاسټ پر مټ اوج وموند، اقلیت یهودي او اکثریت عربي قیمومیت ته د پریمانه یهودي کډوالو د تېښتې په معنی وه. له ۱۹۳۶ زکال څخه تر ۱۹۳۹ زکال پورې د عربو له پاڅون وروسته بریتانیا په مخ پر زیاتېدونکي ډول د نظم په ټینګښت کې په یهودي پولیسو باندې اتکا وکړه. بالاخره د کډوالۍ او د یهودانو سره د همکارۍ له امله د قومي ترینګلتیاوو زیاتوالي او د عربو او یهودانو ترمنځ تاوتریخوالي په ۱۹۴۷ زکال کې بریتانیا شاتګ ته اړ کړه. (د بریتانیا تر قیمومیت لاندې د اردن سیند ختیځ ته برخه له وړاندې څخه په ۱۹۴۶ زکال کې د اردن په خپلواک هېواد اوښتې وه). دغه مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۴۷ زکال کې د فلسطین د ویش طرحه ترتیب کړه څو هڅه وکړي د بریتانیا تر قیمومیت لاندې عربو او یهودانو ته جلا هېوادونه جوړ کړي. دغه طرحه د عربو له خوا رد شوه او وضعیت ډېر ژر په یوې بشپړې کورنۍ جګړې واوښت. [۱۳][۱۴][۱۵]

تاریخچه سمول

په ۱۹۴۸ زکال کې د عربو او اسرائیلو جګړه سمول

د ۱۹۴۸ زکال پر مهال لبنان په سیمه کې تر ټولو کوچنی پوځ درلود چې یوازې ۳۵۰۰ تنه سرتېري یې لرل. په سیمه کې د عربو مشرانو په هڅونې سره لبنان هوکړه وکړه له هغو پوځونو سره مل شي چې په فلسطین کې د بریتانیا د قیمومیت په پای ته رسېدو په فلسطین باندې د برید په موخه راغونډ شوي وو. لبنان د دغې موخې لپاره خپل ۱۰۰۰ تنه سرتېري چمتو کړل. د عربو ځواکونه یوازې د بریتانیا د قیمومیت پای او د هغو د ځواکونو شاتګ ته په تمه و چې د ۱۹۴۸ زکال د مۍ په ۱۵مه نېټه پلان شوی و. [۱۶]

اسرائیلو د ۱۹۴۸ زکال د مۍ په ۱۴مه نېټه خپلواکي اعلان کړه. راتلونکې ورځ د بریتانیا قیمومیت په رسمي توګه پای ته ورسېد او د عربو د اتحادیې اوو غړو هېوادونو چې لبنان هم په کې شامل و د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ته یې د یو کېبل ګرام (ټلګراف) په استولو سره د ملګرو ملتونو د وېش د طرحې پر ځای په ښکاره ډول د یو دیموکراتیک «متحد فلسطیني دولت» د جوړولو اړوند خپله موخه اعلان کړه. دغې اتحادیې ډېر ژر د فلسطین د عربو ګاونډیو هېوادونو له خوا جګړه پیل کړه او په دې ترتیب سره په ۱۹۴۸ زکال کې د عربو او اسرائیلو د نړیوالې جګړې پړاو پیل شو. مصر، لبنان، سوریې، ماورا اردن او عراق د اسرائیلو له نوي دولت سره د جګړې اعلان وکړ. دوی تمه لرله چې د ۱۹۴۸ زکال د عربو او اسرائیلو جګړه به ډېر ژر په اسانۍ سره وګټي. په دغه جګړه کې لبناني سرتېري هم د الجلیل له شمالي برخې څخه په تېرېدو له نورو عربو ځواکونو سره مل شول. له دې سره چې دغه سرتېري د جګړې په پای کې د هغو اسرائیلي ځواکونو له خوا چې د لبنان سویل یې اشغال کړی و، په شا وتمبول شول. اسرائیلو له خپل هر متجاوز ګاونډي سره د اوربند هوکړې لاسلیک کړې او له لبنان سره یې هم ورته هوکړه د ۱۹۴۹ زکال د مارچ په ۲۳مه نېټه لاسلیک کړه. له لبنان سره د هوکړې د برخې په توګه اسرائیلي ځواکونه د لبنان له خاورې څخه د نړیوالو پولو پر لور پر شا شول. [۱۷]

سرچينې سمول

  1. G. Rongxing. Territorial Disputes and Conflict Management: The Art of Avoiding War. p71.
  2. Humphreys, Andrew; Lara Dunston, Terry Carter (2004). Lonely Planet Syria & Lebanon (Paperback). Footscray, Victoria: Lonely Planet Publications. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-86450-333-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Eisenberg, Laura Zittrain (Fall 2000). "Do Good Fences Make Good Neighbors?: Israel and Lebanon After the Withdrawal" (PDF). Middle East Review of International Affairs. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mor, Ben D.; Zeev Moaz (2002). "7". Bound by Struggle: The Strategic Evolution of Enduring International Rivalries. Ann Arbor: University of Michigan Press. د کتاب پاڼې 192. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-472-11274-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Timeline: Decades of Conflict in Lebanon, Israel". CNN. 14 July 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2002-04-04 باندې). Who are Hezbollah?. BBC News.
  7. Hezbollah (1985-02-16). "An Open Letter to all the Oppressed in Lebanon and the World". Institute for Counter-Terrorism. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2000-05-26 باندې). Hezbollah celebrates Israeli retreat. BBC
  9. (په 2006-07-12 باندې). Factfile: Hezbollah. Aljazeera
  10. (په 2004-01-29 باندې). Israel, Hezbollah swap prisoners. CNN
  11. "Report of the Secretary-General on the United Nations Interim Force in Lebanon (S/2006/560)". United Nations Security Council. 2006-07-21. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Report of the Secretary – General on the implementation of Security Council resolution 1701 (2006)". United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bickerton, Ian; Hill, Maria (2003). Contested Spaces: The Arab–Israeli Conflict. McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 43 (Cited from 1922 census figures quoted in Janowsky, 1975). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-07-471217-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Katz, Sam (1988). Israeli Units Since 1948. Osprey Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-85045-837-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. United Nations General Assembly (1947-11-29). "United Nations General Assembly Resolution 181". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Karsh, Efraim (2002). The Arab–Israeli Conflict: The Palestine War 1948. Osprey Publishing. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84176-372-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Shlaim, Avi; Rogan, In Eugene and Avi Shlaim (eds.) (2001). Israel and the Arab Coalition: The War for Palestine. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-79476-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)