د اسد غالب حسن پرستي
د اسد غالب حسن پرستي پياوړی شاعر هغه وي چې بې حده مبالغه يا د پيښورو په اصطلاح حد په شعر يا شاعري کې وکړي، د هندوستان د شاعر اسد غالب ترجمه مې څو کاله پخوا لوستې وه، خو څه شعرونه يې زما اوس هم ياد دي، د غالب په اړه ادب پوهان وايي چې د نويو ترکیبونو شاعر دی ، خو زه يې چې ځانته ډېر متوجو کړم هغه دده په حسن پرستي کې بې حده مبالغه ده، هسې خو د شاعرانو په اړه منل شوی تاثر دا دی چې دی به حسن پرسته وي او چې څومره ډېر دی حسن پرسته وي، دغسې به يې شعر هم خوږ وي، د رحمان بابا په اړه که عامه رايه هر څه ده خو ماته يې هغه خبرې خوند راکوي چې وايي په صورت مې نري تبه ولاړه شي چې ته دواړه سترګې تورې کړې يا زما زړه هغو نجونو نری کړو چې ملا يې د ويښته په دود نرۍ ده، يا د شمعې تور په فانوس نه پټیږي تا ولې د خيال نرۍ جامې اغوستي، دغسې بيا ته چې ائينه په لاس کې واخلې ځانته حيرانه شې نو زه صبر څنګه راوړم، داسې نور ډېر. او خوشحال خټک خو بيا په حسن پرستي کې تر ټولو مخکې دی هغه د محبوبې په پالنګ ورخيژي او هغه مئين هيڅ هم نه ګني چې په محبت کې تر سره تير نه شي، د شها د حسن صفت چې کله کوي د يو يو اندام خبره يې کوي شونډې،تورې سترګې، باريکه ملا، پستې ګوتې، غونډه پوزه ، نرمه مهينه سينه لکه اويزاندې پاغوندې په نري تار وي داسې نور خواږه له جمالياتو ډک اشعار. خو د هند د کلاسيک شاعر استاد اسد غالب بيا ځانګړتيا په دې کې ده چې دی هيڅ باک نه محسوسوي او وايي
کله څکو ته وينځم چې د هغه ګل بدن پښې ضد کوي را کاږي په څو څو وار د لګن پښې
يعنې زه هغه اوبه څکم کومې چې زما د محبوب د پښو د خيرو وي، خو هغه ضد کوي د خنک يا لګن نه پښې باسي. بل ځای کې بيا وايي
ما ولې نه پرېږدې چې پستې پښې دې لږې ښکل کړم؟ دا ولې د اسمان هم برابر نه يمه زه
دلته بيا غالب حد کوي او هغه حدونه کراس کوي چې نور ترينه عاجزه دي د غالب چې څنګه په عقيده شکونه ډېر دي دغسې دده د نګار په اړه هم سړی شکمن کېږي چې دده محبوب به په ريښتيا هم څوک انسان و؟ او هغه به لا څنګه ښکلی و. غالب که پکې نه وي خير دی هيڅ خبره نه ده دنيا دې وي ودانه ربه تل مې دې باچا وي