د استعدادونو تیښته

د پوهانو، د لوړو تحصیلاتو خاوندان او د ښو استعدادونو لرونکو تیښته چی په انگلیسی کی ورته Human capital flight او یا کله کله ورته Brain drain هم وایی، په ننۍ نړۍ کی یوه ډیره مهمه او د بحث وړ موضوع باندی اوښتی ده.

Theoretical physicist Albert Einstein, who emigrated to the United States to escape Nazi persecution, is an example of human capital flight as a result of political change.

د استعدادونو(ياد تحصیل لرونکو خلکو) تېښته سمول

د با استعداده او تحصیل لرونکو وگړو پراخه مهاجرت له خپل هیواد ځنی نورو پرمخ تللو هیوادونو ته د کار او یا ښه ژوند د موندلو په موخه، د مخ پر وده هیوادونو (لکه افغانستان) کی د یوی جدی ستونزی په توگه منځته راځی چی په ترڅ کی یی هیواد د تعلیم یافته کسانو له کمبود سره مخامخ کیږی، چی دا بیا په خپل وار سره ددی هیواد د ودی او آبادۍ په مخ کی لوی خنډ جوړوی. دا ډول د استعدادونو تیښته کیدی شی د مهاجرت او یا هم د اوږدمهاله مسافرت په شکل وی. لاملونه یی هم په پرمختللو هیوادونو کی لوړی تنخواوی، د لا نورو لوړو تحصیلاتو سهولتونه او یاهم د تحقیقاتو د کولو ښی آسانتیاوی وی. ددی ترڅنگ اجتماعی لاملونه لکه امنیت، احترام، اجتماعی او اقتصادی ثبات او د ودی ډیر فرصتونه ددی لامل کیږی چی د لوړو او متوسطو زدکړو خاوندان نورو هیوادونو ته کډه شی. د مثال په ډول، لکه څرنگه چی افغانستان یو جگړی ځپلی هیواد دی، نو کاری فرصتونه پکی ډیر کم دی، هغه کسان چی لوړی او متوسطی زدکړی کوی، په دولتی او غیر دولتی ارگانونو او کمپنیو کی د کم کاری ظرفیت له کبله، ورته د کار موندل په یو لوی خنډ بدلیږی. نو په همدی خاطر ځینی هغه کسان چی د هیواد له پوهنتونونو څخه فارغیږی، نو کوشش کوی ترڅو اروپا او یا نورو غربی هیوادونو ته مهاجر شی.

ډولونه: سمول

• Organizational یا تشکیلاتی یا موسساتی: د لویو کمپنیو لکه یاهو، مایکروسافټ او یا گوگل د لوړو زدکړو لرونکو، مبتکرو او په شرایطو برابرو کارکوونکو تيښته ده چی دلیل یی په لیدر شیپ او یا رهبری کی مشکلات وی. • جغرافیایی: د یوی منطقی با استعداده او یا د پوهنتونونو فارغین له وړو ښارونو څخه لویو ښارونو ته چی ډیر کاری امکانات لری تیښته ده چی ښه مثال یی د متحده آیالاتو د منځنیو لویدیزو ښارونو څخه ساحلی ایالتونو ته د لوړو زدکړو لرونکو ځوانانو او کادرونو کوچیدل دی. • صنعتی: په سنتی ډول د ماهرو کارگرانو تبدیلی له یوه سکتور څخه و بل سکتور ته. د نورو انسانی مهاجرتونو ترڅنگ، اجتماعی چاپیریال ددی مشکل یوله اصلی لاملونه څخه گڼل کیږی. د فرصتونو او سیاسی ثبات نشتوالي، ظلم، بی عدالتی، سوړبازاری یا اقتصادی رکود، د صحی خطرونو احتمال، د بیان د آزادی نشتوالي، او اداری فساد خلک دی ته مجبوروی چی له خپلو ملکونو څخه نورو ملکونو ته او یا هم له یوه ښاره بل ښار ته کډه شی.

کارونه او اصل: سمول

دا اصطلاح په لمړی ځل د دویمی نړیوالی جگړی وروسته هغه وخت د انگلستان د شاهی یا سلطنتی ټولنی لخوا وکارول شوه چی د اروپا څخه یو زیات شمیر ساینسپوهان او د تکنالوجی فنکاران شمالی امریکا (د امریکا متحده آیالات او کانادا) ته مهاجر شول. اما بعضی نوری سرچینی بیا وایی چی دا اصطلاح په لمړی ځل په انگلستان کی د هندی ساینسپوهانو او انجینیرانو ورتگ انگلستان ته تعریف یا تشریح کړی. ددی کلمی متضاده اصطلاح بیا Brain Gain ده چی کوربه هیواد د همدی پوهو او د لوړو تحصیل لرونکو کسانو میزبانی کوی.

تاریخی مثالونه: سمول

• آلمان: د اقتصاد او پیاوړتیا سازمان د سروی پر اساس، د ۱۹۵۰ عیسوی کال وروسته له آلمان څخه د استعدادونو د تیښتی کچه د صنعتی هیوادونو په منځ کی، تر ټولو لوړه وه. دلیل یی هم د دوهمی نړیوالی جگړی منفی اثرات اوو چی په نتیجه کی یی جرمنی په دوو شرقی او غربی برخو وویشل شوه او اقتصاد یی ډیره سخته ضربه ولیده. یو ښه مثال یی د انشتین (Einstein) تیښته امریکا ته وه.

سرچینی: سمول

  • لیکول: میوند اوریاخیل

By: Maiwand Oryakhel