د استدلال تیوري

د استدلال تیوري په بېلابېلو علمي څانګو پورې اړوند بحث دی او دا ښيي چې څنګه په منطقي استدلال له یوې فرضیې څخه پایلې ته رسېږو. په استدلال کې مختلف هنرونه او علوم شاملېږي؛ لکه مباحثه، ډیالوګ، خبرې او ترغیب. دا په مصنوعي او ریښتینې نړۍ کې د استنباط، منطق او چلند اړوند اصول مطالعه کوي. [۱]

په استدلال کې مذاکره، مشوره او ارزونه شامل دي چې د ګډې پرېکړې کولو په پروسیجر پورې اړه لري. همدا راز، د بحث وړ دیالوګ، چې د ټولنیزې مباحثې یوه څانګه ده او اصلي موخه یې پر مقابل لوري بریالي کېدل دي او ښوونیز ډیالوګ چې په تدریس کې کارېږي، هم رانغاړي. دغه هنر او علم ډېری وختونه د دې لپاره د وسیلې په توګه کارېږي چې خلک په منطقي ډیالوګ، عامه مناظره او بحث کې له خپلو باورنو او غوښتنو دفاع وکړي یا یې بدل کړي. له استدلال څخه په قانون کې کار اخیستل کېږي لکه په محکمه کې، دا چې محکمې ته د حاضرېدو لپاره یو استدلال وړاندې کړي یا ګڼو شواهدو ته اعتبار پیدا کړې. همداراز، د استدلال پوهان پوسټ هاک عقلي توجیه مطالعه کوي، سازماني فعالین له دې لارې هڅه کوي چې خپلې نامعقولې پرېکړې توجیه کړي.[۲][۳]

استدلال د معنی له څلورو ډولونو (چې د خبرو او مباحثې ډولونه هم ورته وایي) یو دی؛ نور یې بیان، تشریح او روایت دي.

د استدلال داخلي جوړښت سمول

استدلال یو ډول داخلي جوړښت لري چې لاندې برخې په کې شاملېږي:

  1. د فرضیو یو سېټ،
  2. د دلیل ویلو مېتود او له کل نه جز ته راتګ،
  3. پایله او اصلي موخه.

د ډیالوګ یا خبرو ډولونه سمول

عموماً په استدلال کې یو خبرې کوونکی شامل وي او بل یې مخاطب یا مخالف کس چې په خبرو کې ورسره شریک دی. هر یو یې دريځ خپلوي او هڅه کوي چې مخالف لوری وهڅوي. ډیالوګ بېلابېلې بڼې لري:[۴]

  • د ترغیب ډیالوګ؛ دا هڅه کوي چې مخالفتونه حل کړي.
  • مذاکره؛ په دې موخه کېږي چې په همکارۍ او معامله دغوښتنو پر سر مخالفتونه حل کړي.
  • څېړنه؛ په دې موخه کېږي چې د پوهې په زیاتولو سره عامه ناپوهاوی لرې کړي.
  • سلا مشوره؛ په دې موخه کېږي چې یوې پرېکړې ته په رسېدو د یوې اړتیا د پوره کولو اقدام وشي.
  • د معلوماتو لټول؛ په دې موخه کېږي چې د یوې موضوع په اړه د یوې ډلې د ناپوهۍ کمولو لپاره له بلې ډلې، چې پوهېږي، معلومات وغوښتل شي.
  • مباحثه؛ هڅه کېږي چې د مخالفت یو وضعیت د خبرو له لارې حل شي.

په محاوره کې د استدلال تګلاره او غیر رسمي منطق سمول

عموماً د «استدلال» اصطلاح د محاورې د دغو پوهانو له لوري کارېږي (چې یوازې د ځینو نوم یې اخلو): واین اي بروکرایډ، ډاګلاس اېننګر، جوزف ډبلیو وینزل، ریچارډ رایک، ګارډان مایکل، کارول وینکلر، ایریک ګنډر، ډېنیس اېس ګوران، ډنیل تې اوکیف، مارک آکوس، بروس ګرانبېک، جېمز کلومپ، جي توماس ګوډنایټ، رابین رولانډ، ډېلي همپل، سي سکاټ جاکوبز، سلي جکسون، ډېویډ زرېفسکي او چارلز ارتور ویلارډ. په داسې حال کې چې د «غیر رسمي منطق» اصطلاح هغه فیلسوفان کاروي چې ریښه یې وینډسار پوهنتون ته رسېږي؛ لکه رالف اېچ جانسون او جې انتوني بلېر. هارلډ وولرپ د اعتبار لپاره معیار د مخالفت د ازادۍ په توګه رامنځته کړ. [۵]

تروډي ګاویر، ډاګلاس ان والټن، مایکل ګېلبرټ، هاروي سایګل، مایکل سکریوېن او جان ووډز (که یوازې د ځینو نومونه یې واخلو) د دې لارې نور مشهور لیکوالان دي. سره له دې په تېرو دېرشو کلونو کې، د بېلابېلو مېتودونو پوهان په نړیوالو کنفرانسونو کې سره راټول شوي لکه په (هالنډ کې) د امستردام پوهنتون په کوربه‌ توب نړیوال کنفرانس او د استدلال  مطالعې لپاره نړیواله ټولنه (ISSA). نور نړیوال کنفرانسونه په الټا کې جوړ شوی شپږ میاشتنی کنفرانس چې د امریکا د اړیکو د ملي ټولنې او د امریکا د مباحثې ټولنې له خوا سپانسر شوی وو او هغه کنفرانسونه چې د استدلال د زده کړې لپاره د انتاریا ټولنې له خوا سپانسرشوي وو.

ځینې پوهان ( لکه رالف اېچ جانسن) د «استدلال» کلیمه ډېره محدوده تعبیروي؛ وایي چې دا یوازې لیکلي بحث ته وايي او یا هغه بحث چې ټولې فرضیې په کې روښانه وي. نور (لکه مایکل ګېلبرټ ) یې بیا معنا پراخوي چې د وینا بحث او نا شفاهي بحث دواړه په کې شامل شي. د بېلګې په ډول تر دې درجې چې د جګړې یوه یادګار یا د پروپاګنډ خبرتیا ته هم بحث یا «استدلال جوړول» وایي. فیلسوف سټیفېن ټاولمېن ویلي استدلال پر هغه څه ادعا ده چې موږ پرې پوهېږو او باور پرې لرو. فیلسوف سټیفین ټاولمېن ویلي چې استدلال زموږ د پاملرنې او باور ادعا ده، هغه لیدلوری چې تبلیغاتي پوسترونه د استدلال په توګه مجاز بولي. د محدودو او پراخو تعبیر کوونکو تیوریستانو مخالفت اوږد دی او په اسانۍ نه حل کېږي. د استدلال ډېری تیوریستانو نظرونه او شننې له دغو دوو لوریو څخه یوې ته ورځي.

د استدلال ډولونه سمول

محاوروي استدلال سمول

د طبیعي محاورې او خبرو مطالعه د ژبې له ټولنپوهنې راځي. دې ته معمولاً د خبرو شننې وايي. د خبرو شننې له ایتنومېتودولوژۍ څخه په الهام د ۱۹۶۰ کلونو په وروستیو او د ۱۹۷۰ کلونو په لومړیو کې د ټولنپوه هاروي ساکس او د نورو کسانو تر څنګ د ده د نږدې ملګرو، امانویل چیګلوف او ګېل جیفرسن له لوري رامنځته شوې. ساکس یې د کار په لومړیو کې مړ شو، خو کار یې د دغې برخې نورو پوهانو بشپړ کړ او د خبرو شننې اوس په ټولنپوهنه، انسان پېژندنه، ژبپوهنه، د وینا اړیکو او روانپوهنه کې په یوه اساسي بحث بدلې شوې. دا په ځانګړي ډول د ژبې په متقابله ټولنپوهنه کې ډېر نفوذ لري؛ د بحث شننې او د بحث روانپوهنه همداراز له یو بل سره منظمې اړیکې او انسجام لري. په وروستیو کې د خبرو ترتیبي شننه د غږ پیژندونکو له خوا د CA تخنیکونو په مټ د وینا د سم فونوټیک د جزئیاتو د سپړلو لپاره وکاریدل. د سلي جکسن او سکاټ جاکوبز کتابونه، تجربي زده‌کړې او تیوریکي قاعدې جوړولو او د دوی څو نسله زده کوونکو، استدلال د اړیکو په برخو او هغو سیستمونو کې د خبرو د مخالفتونو مدیریت کولو د یوې بڼې په توګه تشریح کړی چې په طبيعي ډول توافق غوره بولي.[۶]

ریاضي استدلال سمول

د ریاضیکي یا ریاضي واقعیت اساس د اوږده بحث موضوع ده. فرېج په ځانګړي ډول د دې خبرې کولو هڅه وکړه چې (د ګاټلاب فرېج د ۱۸۸۴ز کال د حساب بنسټونه او د ۱۸۷۹ز کال Begriffsschrift وګوري). د حساب واقعیت له سوچه منطقي اصل څخه را اخیستل کېدای شي؛ ځکه خو په اخر کې هماغه منطقي واقعیت کېږي. دغې پروژې ته رسل او وایټ هېډ په خپل کتاب «د ریاضیاتو بنسټونه» کې پرمختګ ورکړ. که یو استدلال په سېمبولیک منطق کې د جملې په بڼه وړاندې کېدای شي. نو کولای شو چې د دلیل د منل شویو پروسیجرونو په کارولو یې و ازمایو. دغه چاره د پینو اصولو په کارولو سره د حساب لپاره ترسره شوې. په هر حال، په ریاضیاتو کې استدلال، لکه په نورو برخو کې هغه وخت د اعتبار وړ دی چې دا وښيي چې سمې فرضیې او ناسمې پایلې نه لري.[۷]

حقوقي استدلال سمول

حقوقي استدلال قاضي یا استناف محکمې ته د یوه وکیل د وینا وړاندې کول یا د ګوندونو له لوري حقوقي دلایل وړاندې کول چې ولې باید دوی برلاسي وي دی. د استیناف په کچه شفاهي بحث لیکلی لنډیز هم لري چې په حقوقي اختلاف کې د هرې ډلې بحث پیاوړی کوي. وروستی استدلال یا جمع بندي د هرې ډلې د سلاکار وروستۍ خبرې دي؛ په دې کې مهم استدلالونه په ښکاره وایي چې ریښتیا معلوم شي، د محکمو په قضیو کې دا کار ډېری وخت د ژوري پلاوی کوي. وروستی استدلال د شواهدو له وړاندې کولو وروسته کېږي.[۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Frans H. Van Eemeran, Rob Grootendorst (2004). "A Systematic Theory of Argumentation" (PDF). Published by the Press Syndicate of the University of Cambridge. Philosophy: 12. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:ISBN (hard). کينډۍ:ISBN (soft).
  2. Jory, Constanza Ihnen (May 2016). "Negotiation and deliberation: grasping the difference". Argumentation. 30 (2): 145–165 [146]. doi:10.1007/s10503-014-9343-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. van Eemeren, Frans H.; Garssen, Bart; Krabbe, Erik C. W.; Snoeck Henkemans, A. Francisca; Verheij, Bart; Wagemans, Jean H. M. (2014). Handbook of argumentation theory. New York: Springer Verlag. د کتاب پاڼي 65–66. doi:10.1007/978-90-481-9473-5. OCLC 871004444. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789048194728. At the start of Topics VIII.5, Aristotle distinguishes three types of dialogue by their different goals: (1) the truly dialectical debate, which is concerned with training (gumnasia), with critical examination (peira), or with inquiry (skepsis); (2) the didactic discussion, concerned with teaching; and (3) the competitive (eristic, contentious) type of debate in which winning is the only concern. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Walton, Douglas; Krabbe, E. C. W. (1995). Commitment in Dialogue: Basic Concepts of Interpersonal Reasoning. Albany: SUNY Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bruce Gronbeck. "From Argument to Argumentation: Fifteen Years of Identity Crisis." Jack Rhodes and Sara Newell, ed.s Proceedings of the Summer Conference on Argumentation. 1980.
  6. Psathas, George (1995): Conversation Analysis, Thousand Oaks: Sage Sacks, Harvey. (1995). Lectures on Conversation. Blackwell Publishing. کينډۍ:ISBN. Sacks, Harvey, Schegloff, Emanuel A., & Jefferson, Gail (1974). A simple systematic for the organization of turn-taking for conversation. Language, 50, 696-735. Schegloff, Emanuel A. (2007). Sequence Organization in Interaction: A Primer in Conversation Analysis, Volume 1, Cambridge: Cambridge University Press. Ten Have, Paul (1999): Doing Conversation Analysis. A Practical Guide, Thousand Oaks: Sage.
  7. Boolos, George (1999). "Chapter 9: Gottlob Frege and the Foundations of Arithmetic". Logic, logic, and logic (الطبعة 2nd print.). Cambridge, Mass.: Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674537675. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gross, Alan (1990). The Rhetoric of Science. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674768734. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)