د ازادۍ مجسمه

د ازادۍ مجسمه ( د نړۍ د روښانه کولو آزادۍ په نوم هم مشهوره ده، په فرانسوي ژبه کې ورته لی لیبریتو ایکلرینټ لی موندی ویل کېـږي) د متحده ایالاتو د نیویارک ښار په بندر کې د لیبرټري په ټاپو کې یوه لویه او نیوکلاسیکه مجسمه ده. د مسو دغه مجسمه د فرانسې د خلکو له لورې د متحده ایالاتو خلکو ته ډالۍ شوه چې ډیزاین یې فرانسوي مجسمه جوړونکي فدریک اګسټی بارتهولدی کړي و، او فلزي چوکاټ یې بیا ګسټیو ایپل جوړ کړي و. دا مجسمه د ۱۸۸۶ م کال د اکټوبر په ۲۸ مه نېټه نندارې ته وړاندې شوه.

دا مجسمه د لیبرټس په شکل ده چې د ازادۍ د رومي خدای یو الهام ګڼل کېـږي،  دا ځکه چې هغې په دې مجسمه کې په ښي لاس کې د خپل سر د پاسه یوه روښنايي نیولي وي او په چپ لاس کې ورسره د تابولا انسټا کتاب وي چې پرې د ۱۷۷۶ م کال د جولاۍ څلورمه نېټه په رومي شمېرو لیکل شوي ده. دا نېټه په اصل کې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د اعلانولو نېټه ده. همداراز په پښو کې یې ماتې زولنې پرتې وي او ورسره ځنځیر غزېدلې وي او څنګه چې یې مخته ګم اخیستي نو په ټول هېواد کې یې د غلامۍ د له منځه وړلو اعلان کړي وي. د دغه مجسمې تر ښکاره کېدو ورسته، دا مجسمه د متحده ایالاتو د ازادۍ په سمبول بدله شوه، او د هغو کډوالو لپاره چې د سمندر له لارې راتلل د ښه راغلاست سمبول وګرځيد.  [۱]

بارتهولدی د یو فرانسوي سیاستوال او حقوق پوه پروفیسر ( ایدرود رینی دی لابولیو ) څخه الهام اخیستي و. چا چې په ۱۸۶۵ م کال کې یادونه وکړه چې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ په یاد چې هر څلۍ جوړ شي، ممکن تر ډېره د فرانسوي او امریکايي وګړو ګډه پروژه وي. د فرانسې او پروس تر منځ جګړه تر ۱۸۷۵ م کال پورې هغه وخت وځنډيده، کله چې لابولیو غوښتنه وکړه چې فرانسه دې د مجسمې د جوړولو بودیجه په غاړه واخلي او متحده ایالات دې ورته ځای خوښ او جوړ کړي. بارتهولدی د دې مجسمې تر پوره ډيزاین کېدو دمخه د دې مجسمې سر او روښنایې اخیستونکي لاس جوړ کړي و. همداراز د مجسمې دغه برخې په بین المللي نندارتونونو کې د خلکو د نندارې لپاره هم کېښودل شوي.

د دې مجسمې روښنايي نیونکي لاس په ۱۸۷۶ م کال کې د فیلادلفیا په سل کلن نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو او وروسته بیا په منهتین کې د مډیسن پارک په څلورلارې کې د ۱۸۷۶ م کال څخه تر ۱۸۸۲ م کال پورې نندارې ته کېښودل شو. د مالي مرستې راټولول په ځانګړې توګه د امریکایانو لپاره سخت و او په ۱۸۸۵ م کال کې دغه پروژه د بودجې د کمښت له امله د خطر سره مخ شوه. د نیویارک نړۍ ورځپاڼې چلوونکې جوزف پلټزر د دې پروژې د پای ته رسولو لپاره د مالي مرستو د راټولولو هڅې پیل کړي او په پای کې له ۱۲۰۰۰۰ څخه ډېرو وګړو ورسره مالي مرسته وکړه، خو د دې مرسته کوونکو ډېریو له یو ډالر ( په ۲۰۲۱ م کال کې د ۳۰ امریکايي ډالرو سره برابر وي )  څخه هم کمه مرسته کړي وه. دا مجسمه په فرانسه کې جوړه شوه او وروسته بیا په صندقونو کې بهر ولېـږل شوه، دا مجسمه د پيډسټل په سیمه کې سره یوځای او برابره شوه چې وروسته دې سیمې ته د بیډلوس ټاپو ویل کېـده. د دې مجسمې په پوره توګه د جوړېدو خبر د نیویارک د لومړني ټیکرــ ټيپ میلې په واسطه خپور شو او د ډالۍ کولو مراسم یې د ولسمشر ګریور کلیولینډ په دوره کې تر سره شول.

دا مجسمه تر ۱۹۰۱ م کال پورې د متحده ایالاتو د سپینې ماڼي په کنټرول کې وه، او وروسته بیا د متحده ایالاتو د جګړې د وزارت په کنټرول کې شوه. له ۱۹۳۳ م کال څخه دغه مجسمه د ملي پارک د ادارې لخوا د ملي څلۍ یا د سولې د مجسمې په توګه ساتل کېـږي چې د ګرځندوی لپاره یو مهم ځای دی. همدرانګه  د روښنايي نیونکي لاس لورته لوژ ته د خلکو لاسرسي له ۱۹۱۶ م کال څخه منع شو.

د ډیزاین او جوړولو پروسه سمول

سرچینه سمول

د ملي پارک د ادارې د وینا په اساس، د فرانسې د وګړو له لورې متحده ایالاتو ته د یو یادګار څلۍ د وړاندې کولو نظریه د لومړي ځل لپاره د غلامي خلاف فرانسوي اتحاديې مشر او د خپل وخت یو تکړه او مهم سیاسي مفکر (ایدرود رینی دی لابولیو ) لخوا وړاندې شوه. دغه پروژه د ۱۸۶۵ م کال په نیمايي کې د لابولیو ( د غلامۍ سرسخت مخالف ) او فډاریک بارتهولدی ( یو مجمسه جوړونکي ) تر منځ په خبرو اترو کې یاده شوه او ټينګار پرې وشو. داسې انګېرل کېـږي چې د ورسای سره نژدې د لابولیو په کور کې تر ماښام وروسته خبرو اترو کې لابولیو چې د امریکا د داخلي جګړې پر مهال د شمالي ګوند سرسخت ملاتړي و دا وویل چې : که چېرته په متحده ایالاتو کې د دوی د خپلواکۍ لپاره یو یادګاري څلۍ جوړېـږي نو زه فکر کوم چې دا په طبیعي خبره وي چې د دغو دوو هېوادونو په ګډه همکاري جوړ شي. په ۲۰۰۰ م کال کې د ملي پارک د راپور په اساس د ۱۸۸۵ م کال د ملي تمایلاتو د راټولولو په کتابچه کې دا لیکل شوي و چې دا مجسمه ممکن په ۱۸۷۰ م کال کې جوړه شوي وي خو دا خبره تر ډېره افسانه ګڼل کېـږي. [۲]

د ملي پارک د ویب پاڼې د یوې بلې خپرې شوي مقالې په اساس، ملي پارک وړاندیز کړي و چې لابولیو په ۱۸۶۵ م کال کې غوښتل چې د شمال ګوند د بریا او پایلو په ویاړ د غلامۍ د ختمیدو یو جشن ولمانځي. همداراز د لابولیو د خپلواکۍ او دیموکراسي هیلې په متحده ایالاتو کې مخ په رښتیاکېدو وي. د دغو لاسته راوړنو په ویاړ لابولیو وړاندیز وکړ چې د فرانسې په نماینده ګي متحده ایالاتو ته یو ډالۍ برابره شي. د دې سربیره لابولیو هیله درلوده چې د متحده ایالاتو لاسته راوړنو ته په اشاره کولو سره به د فرانسې خلک الهام واخلي او د داسې یو ظالمي پاچاهۍ پر خلاف به د دیموکراسي غږ پورته کړي. [۳]

د مجسمه جوړونکي ( فډاریک اګسټۍ بارتهولدی ) د وینا په اساس، چې وروسته یې د لابولیو کیسه تکرار کړه، د لابولیو څرګندونې یوازې غوښتنه نه بلکې د ده او نورو ډېرو وګړو لپاره یو الهام وګرځېد. خو د دریم ناپلیون د سخت او ظالم رژیم له امله بارتهولدی دا خبره پټه وساتله او له چټک اقدام کولو څخه شاته شوه، هغه تر ډېره یې په نورو مسایلو کار کاوه، نو له همدې امله دا خبره د ده او لابولیو تر منځ پاتې شوه. بارتهولدی په هغه وخت کې تر ډېره حده په نورو پروژو کې مصروف پاتې شو او د ۱۸۶۰ م لسیزي په وروستیو کې یې د مصر له سلطان  ( اسماعیل پاشا ) سره وليدل او د یوې مجسمې جوړولو پلان یې ورسره شریک کړ چې نوم یې ( اسیا ته مصر روښنايي راوړه) و. د دې مجسمې پلان داسې و چې د یو لوی روښانه برج په شکل کې یوه لرغونې مصري بزګره جوړه شي چې په لاس کې یې روښنايي نیولې وي او د پورټ سیډ ښار د سویز کانال په شمالي دروازه کې کېښودل شي. د دغه پلان لپاره طرحې او ډیزاینونه وړاندې شول خو دا پلان هیڅکله هم عملي نشو. [۴][۳][۵]

د سویز وړاندیز لپاره یو ښه کلاسیک مثال د رهوډس کلسیوس مجسمه وه چې د یونان د لمر خدای د برونزو یوه لرغونۍ مجسمه وه. داسې باور کېـږي چې دا مجسمه ۱۰۰ فوټه ( ۳۰ متره ) لوړه وه او په یو بندر کې ايښودل شوي وه تر څو کښتیو ته لاره په ګوته کړي. د سویز وړاندیز د لوړ مصرف له امله د مصر د سلطان او دیپلومات لیسپس لخوا رد شوه. د دې پرځای په ۱۸۶۹ م کال کې  فرانسوي صنعتکار فرانسیس کویګنیټ د مصر په پورټ سیډ ښار کې د روښنايي کور په نوم یوه بله مجسمه جوړه کړه. [۶]

تر دې وروسته بیا لویې پروژې د فرانسې او پروس د جګړې له امله وځڼديډي، په دې جګړو کې بارتهولدی هم د یو لوی نظامي شخص په توګه خدمت وکړ، خو په پایله کې دریم ناپلیون ونیول شو او د بارتهولدی د زېـږيدو ځای ( الزاس ) د پروسیانو لاس ته وغورځيد چې له امله یې په فرانسه کې لیبرال جمهوریت واکمن شو. لکه څنګه چې بارتهولدی متحده ایالاتو ته سفر پلان کړي و، نو ده او لابولیو پریکړه وکړه چې د بانفوذو امریکایانو سره د دې نظریې د شریکولو ښه وخت دي. د ۱۸۷۱ م کال د جون په میاشت کې، بارتهولدی له یوه جوړه معرفي شوي لیکونو سره چې د لابولیو لخوا لاسلیک شوي و تر اتلانتیک وواښت. [۳][۷][۸]

د نیویارک بندر ته په رسېدو سره، بارتهولدی د بيډلو ټاپو ( نن ورځ د سولې ټاپو په نوم یادېـږي )  تر نظر تېر کړ او د مجسمې لپاره یې ښه ځای وګاڼه دا ځکه چې کښتۍ نیویارک ته په رارسيدو سره د دې ټاپو  تر څنګ تيریدلي. [۹][۱۰]

سرچينې سمول

  1. "Abolition". Statue of Liberty National Monument (په انګلیسي ژبه کي). National Park Service. February 26, 2015. مؤرشف من الأصل في November 8, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 18, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Abolition". National Park Service. مؤرشف من الأصل في July 14, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 7, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Harris 1985، صص. 7–9.
  4. "The Statue of Liberty and its Ties to the Middle East" (PDF). University of Chicago. مؤرشف (PDF) من الأصل في April 20, 2015. د لاسرسي‌نېټه February 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Harris 1985، صص. 7–8.
  6. Karabell, Zachary (2003). Parting the desert: the creation of the Suez Canal. Alfred A. Knopf. د کتاب پاڼې 243. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-375-40883-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Moreno 2000، صص. 39–40.
  8. Khan 2010، صص. 60–61.
  9. Khan 2010، صص. 102–103.
  10. Harris 1985، صص. 12–13.