د اروپايي اتحادیې بهرنۍ اړیکې

سره له دې چې د اروپايي اتحادیې د غړو ترمنځ پراخ ائتلاف شته؛ بهرنۍ اړیکې تر اوسه د دولتونو ترمنځ یوه داخلي موضوع ده، چې ۲۷ غړي یې تر یوه بریده خپلې اړیکې کنټرولوي. د یوه واحد بلاک په توګه په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او انرژۍ مسائلو لپاره هڅې کېږي، چې یو غږ شي. دا سهم په بهرنیو چارو او امنیتي تګلارو کې د اتحادیې د عالي استازي له خوا رامنځته کېږي.

د اروپايي اتحادیې بهرنۍ اړیکې
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
نور اړين مالومات
برخې

تګلاره او لوبغاړي

سمول

د اروپا د اتحادیې بهرنۍ اړیکې یا د هغو ګډو بهرنیو او امنیتي تګلارو له لارې، چې د اروپا د شورا له خوا ټاکل کېږي یا  د اقتصادي سوداګریزو مذاکرو له لارې، چې د اروپا د کمیسیون له لارې ترسره کېږي، ارزول کېږي. په دواړو حوزو کې د اروپا د اتحادیې مخکښ ډیپلوماټ د هېواد عالي استازی جوزف بورل دی. شورا کولای شي د مذاکرو دستورالعملونه(چې له حقوقي کړنو سره یې تېروتنه ونه شي) هغه کمیسیون ته وړاندې کړي، چې سوداګریزو مذاکرو ته پارامترونه وړاندې کوي.[۱][۲]

د ګډو امنیتي او دفاعي تګلارو په چوکاټ کې په لږه کچه دفاعي همکاري کېږي. له دې سره تمه کېږي، چې دفاعي همکاري او د غړو هېوادونو ترمنځ  ادغام د یوې واحدې برنامې او پوځي لاروښوونې ( MPCC) په رامنځته کولو سره او د پوځي عملیاتو د ټينګار له امله ښه والی ومومي.[۳]

ډیپلوماټیک استازیتوب

سمول

تاریخ

سمول

د اروپا د ذغالو او فولادو عالي اداره، چې پخوانۍ اروپایي اتحادیه یې بولي، خپل لومړنی ماموریت په ۱۹۵۵ز کال کې په لندن کې افتتاح کړ. دا چاره درې کاله وروسته هغه مهال په بروکسل کې رامنځته شوه، چې نااروپايي اتحادیې هېوادونو خپلو نماینده ګیو ته اعتبار ورکاوه. متحده ایالات له هماغه لومړیو نه د ECSC د هڅو سرسخت ملاتړی و او دین اچسون د بهرنیو چارو وزیر ژان مونه د ولسمشرټرومن په نامه ور ولېږه، چې په هغه کې د ECSC ډیپلوماټيکې چارې د متحده ایالاتو له خوا په رسمیت وپېژندل شوې. تر دې وروسته ډېر ژر په ECSC کې د متحده ایالاتو د یو سفیر صلاحیت ومنل شو او هغه له سیمه ییزو بنسټونو سره د ډيپلوماټيکو اړیکو لپاره دویم بهرنی ماموریت ترسره کړ.[۴]

په ۱۹۶۰ لسیزه کې په یوه واحد کمېسیون کې د دریوو اروپايي ټولنو د اجرایوي بنسټونو په یوځای کېدو سره د استازو شمېر مخ په زیاتېدو شو. ځینو ایالاتونو تر وروستیو پورې په دې نیوکه لرله چې ولې د اروپايي اتحادیې پلاوی بشپړ  ډیپلوماټیک ماموریت لري. د ماستریچ د تړون ۲۰مه ماده د غړو هېوادونو نماینده ګۍ او پلاوي ملزموي، تر څو د شورا له خوا د ګډو اقدامونو او د ګډو دریځونو له رعایت نه ډاډ ترلاسه کړي او همکاري وکړي.[۴]

د اروپا د بهرني اقدام د خدمت د رامنځته کولو لپاره، چې د لیسبون په تړون کې یې وړاندوینه شوې وه، د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د اروپا د کمیسیون پخوانی پلاوی د اروپا د اتحادیې په نامه ونومول شو او د میاشتې تر وروستیو یې ۵۴ ماموریتونه  ( د ډیپلوماټیکو ماموریتونو په لېست کې په † سره ښودل شوي)  پر سفارتي ماموریتونو بدل شول، چې د عادي پلاوي په پرتله ډېر اختیارات لري. دغه ارتقا شوي پلاوي هغه نقش ترلاسه کړ، چې مخکې تر دې د غړي هېواد د ملي سفارتخونو، چې د اروپا د اتحادیې د شورا ریاست یې کاوه، پر غاړه و او د شورا له خپلواک پلاوي سره په ټوله نړۍ کې مدغم شو. له دغې لارې، د اروپا د اتحادیې پلاوی د ملي سفارتخونو د هماهنګۍ نقش پر غاړه اخلي او د ټولې اروپایي اتحادیې لپاره، نه د کمیسیون لپاره خبرې کوي.[۵]

د غړو هېوادونو ماموریتونه

سمول

د اروپا د اتحادیې غړي هېوادونه سربېره پر دې، چې د اروپا د اتحادیې ګډ پلاوی دی، بلکې ځانته ځانګړې ډيپلوماټیکې نماینده ګۍ هم لري. له بلې خوا، د دریېم دولت پر نماینده ګیو او دفاترو سربېره، د اروپا کمیسیون په هر غړي هېواد کې نماینده ګي لري. په هغو مواردو کې، چې د اروپا د اتحادیې پلاوو د لیسبون تړون پر اساس خپل بشپړ مسوؤلیتونه پر غاړه نه وو اخیستي؛ نو د هېواد ملي سفارت چې د اروپا د اتحادیې د دورې ریاست کوي، د CFSP د استازيتوب نقش لري، په داسې حال کې، چې د اروپا د اتحادیې پلاوی (پخوانی کمیسیون) یوازې د کمیسیون لپاره خبرې کوي.[۶]

د غړو هېوادونو ماموریتونه د هېواد د وګړو په مقابل کې ځانګړي مسوؤلیتونه لري. قونسلګرۍ دنده لري، چې په بهر کې د اروپا د اتحادیې د هېوادونو ملاتړ وکړي، په داسې حال کې چې خپله په هېواد کې دننه قونسلګري ونه لري. همدارنګه کله چې د اروپا د اتحادیې یوه هېواد په بېړني حالت کې د خپلو اتباعوو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه؛ نو نور هېوادونه موظف دې چې مرسته ورسره وکړي. یوه بېلګه یې ښایي تخلیه وي، چې په هغه کې د اروپا د اتحادیې هېوادونه د خپلو اتباعو په وسیله له یو بل سره مرسته کوي.[۷]

انټیګوا، باربودا، بهاماس، باربادوس (د اروپايي اتحادیې پلاوی)، بیلیز (د اروپايي اتحادیې پلاوی)، بوتان ( د ډنمارک اړیکو دفتر) ډومینیکا، ګمبیا ( د اروپايي اتحادیې دفتر)، ګراناډا، ګوانا ( د اروپايی اتحادیې پلاوی) کیریبالتي، لیبریا ( د اروپايي اتحادیې پلاوی)، لیختنسټاین، مالدیف، مارشال ټاپوګان، مایکرونیزیا، ناورو، پالاو، سینټ کیټس او نیویس، سینټ وینسنټ او ګریناډینز، سموا (د اروپايي اتحادیې دفتر)، سومالیا، سلیمان ټاپو، سویزرلینډ (د اروپايي اتحادیې دفتر)، ټونګا، ټوالو؛ خپلواک بنسټ، د مالټا خپلواک پوځي نظم او تر یوه بریده د په رسمیت پېژندل شوو صحراوي عرب هېوادونو ډیموکراټیک جمهوریت او د چین جمهوریت (ټایوان) ( ۱۷ناډیپلوماټیک دفترونه) هغه هېوادونه دي چې د اروپايي اتحادیې غړي دولتونه په کې قونسلګرۍ نه لري. د اروپا کمېسیون هم د هغو لپاره هېڅ نماینده ګي یا دفتر نه لري. (پرته له هغو چې په قوسونو کې یې یادونه شوې).

هغه هېوادونه چې د اروپا د اتحادیې د غړو هېوادونو یوازې یو سفارت په کې دی، دا دي: د مرکزي افریقا جمهوریت (فرانسه، د اروپايي اتحادیې پلاوی)، کوموروس (فرانسه)، لیسوتو (آیرلینډ، د اروپايي اتحادیې پلاوی)، سان مارینو (ایټالیا)، ساو تومی او پرینسیپ (پرتګال)، تیمور-لیست (پرتګال، د اروپايي اتحادیې پلاوی)، وانواتو (فرانسه، د اروپايي اتحادیې پلاوی). د اروپا کمېسیون هم د هغو لپاره هېڅ نماینده ګي یا دفتر نه لري. (پرته له هغو چې په قوسونو کې یې یادونه شوې).

اړیکې

سمول

افریقا او منځنی ختیځ

سمول

بحرین په ۲۰۲۱ز کال کې د نورو خلیجي هېوادونو په څېر په دې موخه د همکارۍ تړون لاسلیک کړ چې له اروپايي اتحادیې سره یې په سیاسي او اقتصادي برخو کې همکاري شدت ومومي. پر دې سربېره غواړي چې، د فارس خلیج د همکارۍ د شورا له نورو غړو سره د ډیپلوماټيکو همکاریو د ودي په پروژو کې، په تجدید پذیرو انرژیو، اقتصادي تنوع او کلتوري تبادلې کې برخه واخلي.[۸]

بحرین

سمول

په بحرین کې د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري کې د بشري حقونو حالت وخیم شو، چې په دې اړه یې د اروپا اتحادیې ته یو ګډ لیک ولیکه. په دې لیک کې د نړۍ په کچه د بشري حقونو او مدافع ډلو؛ لکه  ADHRB، نړیوالې عفوې، د ازادۍ کور، CIVICUS، PEN International او نورو په کې لاسلیکونه وکړل. له اروپايي اتحادیې غوښتل شوي وو چې په بحرین کې دې د بحرین له پلاوي سره په ګډه د بشري حقونو ناوړه حالت ته پام وکړي. بحرینی پلاوی د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ په ۱۰مه د اروپایي اتحادیې او بحرین د بشري حقونو د تعاملي خبرو اترو لپاره بروکسل ته ولاړ. په دغه لیک کې ځینې نور موضوعات هم وو؛ لکه:  په بحرین کې د خبریالانو د انتقادي کړنو له امله خپلسری توقیف، د مدافع وکیلانو ناعادلانه تعقیب، د بشري حقونو د ملاتړو او د مخالفینو د مشرانو ناعادلانه محاکمه، د اعدام سزا او له بندیانو سره ناوړه چلند. دا لیک د ۲۰۲۱ز کال د جنوري په ۲۵مه د اروپا د بهرني اقدام د خدمتونو (EEAS) له خوا ومنل شو.[۹]

سرچينې

سمول
  1. "Consolidated version of the Treaty on the Functioning of the European Union" – via Wikisource.
  2. TFEU Article 218(2); see Wathelet, Melchior. "ECLI:EU:C:2015:174 European Commission v Council of the European Union". بياځلي په 22 June 2018.
  3. Barigazzi, Jacopo (28 February 2017). "EU's small steps toward (whisper it) a military HQ". Politico.eu. بياځلي په 3 March 2017.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "Taking Europe to the world: 50 years of the European Commission's External Service" (PDF).
  5. "EU commission 'embassies' granted new powers". euobserver.com. بياځلي په 3 April 2018.
  6. "Local offices in EU member countries". European Commission - European Commission. بياځلي په 3 April 2018.
  7. "Joint consular work to reinforce 'EU citizenship'". euobserver.com. بياځلي په 3 April 2018.
  8. "Bahrain and the EU | EEAS Website". www.eeas.europa.eu. بياځلي په 2022-04-28.
  9. "Joint Letter to the European Union Ahead of Meeting With Bahraini Delegation". Human Rights Watch. 7 February 2021. بياځلي په 7 February 2021.