د اروا پوهنې پېدایښت

اروا پوهنه د نورو علومو په څیر د انسانانو د څېړني کنجکاوۍ په پایله کې منځته راغلې پوهه ده؛ پخوانیو انسانانو د خپلي نړۍ په هکله او په دې نړۍ کې دټولو څېزونو مجموعي طبیعت په هکله له ځانه څخه څینې پوښتنې کولي ؛ دغه پو ښتنو په پایلې کې طبیعي علوم لکه ستورو پیژندنه علم فزیک بیولوژي کیمیا او داسي نورو پیدایښت ومونده ؛ همدارنګه ځینو پخوانیو انسانانو د خپل د بدن داخلي ژوندانه په هکله ځیني پو ښتنې کولې دغه پو ښتنې د انسانانو د تجربو د سلوک او کردار په هکله وي د دغو پوښتنو په پایله کې عقلی فلسفه منځته راغله او بلاخره دغه عقلي فلسفه په سایکالوژۍ ارواپوهنې تبدیله شوه . تقریبا د میلاد څخه ۴۰۰ کاله مخکي د استد لال او عقل په اصالت باندي باور لرونکو پوهانو له خوا سایک کلمه د روح نفس په معنا ژباړل کېده ؛ نو په دې ډول ارواپوهنه د روح مطالعه بلل کېده ؛ دا مهال اروا پوهنې علم د سلوک او کردار (چلند ) علم ګڼل کیږي .

Shafiqullah Musleh Safi

Ihsanullah Musleh Safi