د ارمينيايانو نسل وژنه

د ارمينيايانو نسل وژنه د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال په عثماني سترواکۍ کې د ارمینيايي ولس او پېژندګلو (هويت) په منظم ډول له منځه وړل و. د اتحاد او پرمختګ (CUP) واکمنې کميټې په مشرۍ، دا نسل وژنه په لومړي سر کې د سوريې د سحرا پر لور د مرګ د يون پر مهال د نژدې یو ميليون ارمينيايانو د اجتماعي وژنې او د ارمينيايي ښځو او ماشومانو په زور مسلمانولو په واسطه عملي کړای شوه.

له لومړۍ نړيوالې جګړې مخکې، ارمينيايانو په عثماني ټولنه کې يو خوندي خو فرعي ځای خپل کړی و. په ۱۸۹۰ او ۱۹۰۹ز کلونو کې، د ارمينيايانو په پراخه کچه ټولوژنه وشوه. عثماني سترواکي له يو لړ پوځي ماتو او د سيمو له لاسه ورکولو سره مخ شوه، په ځانګړي ډول د ۱۹۱۲-۱۹۱۳ز کلونو د بالکان په جګړو کې –د کوم له امله چې د CUP د مشرانو په منځ کې دا وېره پيدا شوه چې ارمينيايان به د خپلواکۍ هڅې وکړي، د چا اصلي استوګنځايونه چې ختيځ ايالتونه وو او د ترکي قوم د مرکزي ځمکې په توګه ورته کتل کېدل. په ۱۹۱۴ز کال کې په روسي او پارسي سيمو د بريد پر مهال، عثماني نيمه پوځي سرتېرو د سيمه ييز ارمينيايانو ټولوژنه تر سره کړه. عثماني مشرانو د ارمينيايانو مقاومت ځانګړې نښې په پراخه کچه د بغاوت د ثبوت په توګه وبلل، په داسې حال کې چې دا ډول کوم بغاوت نه و. په پراخه کچه د تبعيد موخه د تل لپاره د ارمينيايي خپلواکۍ يا ازادۍ د شونتيا مخنیوی و.

د ۱۹۱۵ز کال د اپريل په څلور وېشتمه نېټه عثماني واکمنو له قسطنطنيې څخه سلګونه ارمينيايي روڼ اندي او مشران ونیول او بيا يې وشړل. د طلعت پاشا په امر، د اټکل تر مخې له ۸۰۰۰۰۰ څخه تر يو اعشاريه دوه میلیونه پورې ارمينيايان په ۱۹۱۵ او ۱۹۱۶ز کلونو کې د سوريې د سحرا پر لور د مرګ د يون په سفر واستول شول. نيمه پوځي سرتېرو مخ په وړاندې تلونکي او له هېواده شړل شوي خلک له خوراک او اوبو څخه بې برخې وساتل او هغوی د لوټ، ټولوژنې او جنسي تيري موخه وګرځول شول. په سوريايي سحرا کې، پاتې خلک د بند پنډغالو کې خپاره کړای شول. په ۱۹۱۶ز کال کې، د ټولوژنې د يوې بلې څپې حکم ورکړل شو چې د دې کال تر پايه شا اوخوا ۲۰۰۰۰۰ شړل شوي خلک ژوندي پرېښودل شول. شا اوخوا له ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰۰۰  پورې ارمينيايي ښځې او ماشومان په زور اسلام ته واړول شول او د مسلمانانو په کورونو کې ځای پر ځای کړای شول. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د ترکيې د خپلواکۍ د جګړې پر مهال، ترکي ملتپال خوځښت په مټ ارمينيايي ژوندي پاتې شوي کسان په ډله ييز ډول ووژل شول او د هغوی قومي تصفيه شوه.

د ارمينيايي ټولوژنې په پايله کې له دوه زره کلونو څخه زيات تاريخ لرونکی ارمينيايي مدنيت له منځه ولاړ. په زياته کچه د سرياني او يوناني ارتودوکس مسيحيانو وژلو او د هغوی په شړلو سره، د یو قومي ترکي دولت جوړولو شونتيا منځ ته راوړه. د ترکي حکومت دريځ دا دی چې له هېواده د ارمينيايانو شړل يو جايز اقدام و، کوم ته چې د نسل وژنې نوم نه شي ورکول کېدای. تر ۲۰۲۲ز کال پورې، دري دېرش هېوادونو دا پېښې د نسل وژنې په توګه منلي دي، په ورته توګه غوڅ اکثريت تاريخ پوهان هم دا چاره نسل وژنه بولي.

شاليد سمول

ارمينيايان په عثماني سترواکۍ کې سمول

په اناتوليا کې ارمينيايان له شپږمې مخزېږديزې پېړۍ څخه مېشت دي، د سلجوقي واکمنې کورنۍ تر واکمنۍ لاندې د ترکمنانو له رسېدو شا اوخوا ۱۵۰۰ کاله مخکې. د ارمينيا سلطنت په څلورمه پېړۍ کې مسيحيت د خپل ملي مذهب په توګه ومانه او ارمينيايي «اپوسټولي» کليسا يې جوړه کړه. په ۱۴۵۳ز کال کې د بيزانس سترواکۍ له سقوط وروسته، دوه اسلامي سترواکۍ – عثماني سترواکۍ او ايراني صفوي سترواکۍ – د لوېدېځې ارمينيا پر سر سره په سيالۍ شوې، کومه سيمه چې د ۱۶۳۹ز کال د «زوهاب» د تړون پر بنسټ په دايمي ډول له ختيځې ارمينيا (کومه سيمه چې صفويانو نیولې وه) څخه جلا شوې وه. عثماني سترواکۍ کې زیات نسلونه او زيات مذهبونه موجود وو او ملتي نظام يې نامسلمانو ته په ټولنه کې د ټيټ رتبه خو خوندي حيثيت ځای ورکړی و. شرعي قانون کې اسلامي برتري ځای پر ځای شوې وه، خو د يوې ځانګړې ماليې په بدل کې يې غېر مسلمانانو (ذميانو) ته د شتمنۍ حقوق او د عبادت د ازادۍ تضمين ورکړی و.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په ۱۹۱۴ز کال کې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، د ارمينيايانو د ټول نفوس له منځه چې شا اوخوا ۱۵-۱۷.۵ ميليونه و، شا اوخوا دوه ميلیونه يې په اناتوليا کې اوسېدل. د ۱۹۱۳-۱۹۱۴ز کلونو لپاره د ارمينياي سرپرستانو د اټکل تر مخې، په عثماني سترواکۍ کې ۲۹۲۵ ارمينيايي ښارونه او کلي موجود و، د دوی له منځه ۲۰۸۴ په بټليس، ديار بکر، ايرزيرم، هارپوت او وان په ولايتونو کې وو. په ډېرو هغو ځايونو کې چې دوی ژوند کاوه، ارمينيايان لږکي وو، دوی د ترکيانو او کردي مسلمانانو او يوناني ارتودوکس مسيحيانو په ګاونډ کې اوسېدل. د سرپرستانو د شمېرو تر مخې، ۲۱۵۱۳۱ ارمينيايان په ښاري سيمو کې اوسېدل، په ځانګړي ډول په قسطنطنيه، سميرنا او ختيځ تريس کې. سره له دې چې اکثريت عثماني ارمينيايان کروندګر دهقانان وو، په سوداګرۍ کې هم د هغوی استازولي زياته وه. د منځنۍ کچې د لږکيو په څېر، د ځينو ارمينيايانو د شتمنۍ سره سره، په ټوليز ډول د دوی سياسي ونډه کمه وه، په همدې بنسټ دوی خوندي نه وو.[۸][۹][۱۰]

ځمکنۍ شخړې او سمونونه سمول

په ختيځو ايالتونو کې ارمينيايان د نيمه ملوک الطوائفۍ په شرايطو کې اوسېدل او هغوی عموماً د جبري کار، ناقانونه ماليې او د هغوی په وړاندې له سزا پرته جرمونو سره مخ وو، په کومو جرمونو کې چې غلاوې، وژنې او جنسي تيري شامل وو. په ۱۸۳۹ز کال کې په پيل کېدو سره، عثماني دولت د واکمنۍ د مرکزي کولو په موخه او مذهب ته له کتنې پرته د عثماني ولس د حيثيت د برابرولو لپاره یو لړ اصلاحات پيل کړل. نامسلمانو د حيثيت د مساوي کولو لپاره د تر سره کېدونکو اصلاحاتو سره اسلامي ملايانو او عامو مسلمانانو سخت مخالفت وښود او تر ډېره بريده دا سمونونه يواځې نظري پاتې شول. د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې د کردي امارتونو د منځه تللو له امله، عثماني حکومت نېغ په نېغه له ارمينيايي کروندګرو څخه د مالياتو تر لاسه کول پيل کړل، کومو چې له دې مخکې یواځې د ځمکو کردي مالکانو ته ماليې ورکولې. کردانو په ناقانونه ډول د مالیاتو تر لاسه کولو ته دوام ورکړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د نولسمې پېړۍ له نيمايي څخه، ارمينيايان د کردي قبايلو د ابادۍ او روسيې-چرکس جګړې څخه وروسته د مسلمانو کډوالو او مهاجرينو (تر ډېره بريده چرکسيان) د راتګ په پايله کې، په پراخه کچه د ځمکو له غصب سره مخ شول. په ۱۸۷۶ز کال کې، هغه مهال چې سلطان عبدالحميد دويم واک ته ورسېد، دولت د هغو ځمکو په مصادره پيل وکړ چې د ارمينيايانو ملکيت و او په دې سيمو کې د ارمينيايي نفوس د کمولو په موخه يې د يوې منظمې تګلارې پر بنسټ مسلمانو کډوالو ته د دې ځمکو په ورکولو پيل وکړ. دا تګلاره تر لومړۍ نړيوالې جګړې روانه وه. د دې شرايطو له امله په ارمينيايي لوړو سيمو کې نفوس د پام وړ کم ؛ ۳۰۰۰۰۰ ارمينيايان له سترواکۍ ووتل او نورو ښارونو ته ولاړل. ځينې ارمينيايان له انقلابي سياسي ګوندونو سره يو ځای شول چې تر ټولو اغېزناک يې ارمينيايي انقلابي فدراسيون (ARF) و، د کوم بنسټ چې په ۱۸۹۰ز کال کې اېښودل شوی و. په لومړي سر کې دې ګوندونو په سترواکۍ کې د سمونونو هڅه وکړه او له عثماني ارمينيايانو څخه يې ډېر محدود ملاتړ تر لاسه کړ.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ۱۸۷۷-۱۸۷۸ز کلونو په جګړه کې د روسيې پرېکنده بريا عثماني سترواکي اړ کړه چې د ختيځې اناتوليا، بالکان او قبرص له ځينو سيمو څخه لاس واخلي. د ۱۸۷۸ز کال د برلين په کانګريس کې د نړيوال فشار تر مخې، عثماني دولت موافقه وکړه چې اصلاحات به رامنځ ته کړي او د خپلو ارمينيايي اتباعو فزيکي خونديتوب به تضمين کړي، خو د عملي کولو لپاره يې کومه طريقه نه وه؛ په دې ډول شرايط لا مخ پر خرابېدو شول. د برلین کانګريس په نړیواله ديپلوماسۍ کې د ارمينيايي موضوع راڅرګندېدو ته اهميت ورکړ، ځکه چې ارمينيايان په لومړي ځل سترو طاقتونو په عثماني سياست کې د مداخلې لپاره کارولي وو. سره له دې چې د يونانيانو او نورو هغو بر عکس چې پخوا يې عثماني واکمني ننګولې وه، ارمينيايانو ته «وفادار ملت» ويل کېدل، واکمنو له ۱۸۷۸ز کال وروسته ارمينيايان د يو ګواښ په توګه بلل. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې سمول

  1. Suny 2015، صص. 5, 7.
  2. Suny 2015، ص. 12.
  3. Suny 2015، صص. 11, 15.
  4. Payaslian 2007، صص. 105–106.
  5. Payaslian 2007، صص. 34–35.
  6. Suny 2015، ص. xiv.
  7. Ahmed 2006، ص. 1576.
  8. Kévorkian 2011، ص. 279.
  9. Suny 2015، ص. xviii.
  10. Bloxham 2005، صص. 8–9.
  11. Astourian 2011، صص. 60, 63.
  12. Suny 2015، صص. 19, 53.
  13. Suny 2015، صص. 26–27.
  14. Kieser 2018، صص. 8, 40.
  15. Kévorkian 2011، ص. 9.
  16. Suny 2015، ص. 19.
  17. Astourian 2011، ص. 60.
  18. Suny 2015، صص. 87–88.
  19. Suny 2015، صص. 54–56.
  20. Kévorkian 2011، ص. 271.
  21. Suny 2015، ص. 55.
  22. Astourian 2011، صص. 62, 65.
  23. Göçek 2015، ص. 123.
  24. Suny 2015، صص. 19, 21.
  25. Astourian 2011، صص. 56, 60.
  26. Kévorkian 2011، ص. 266.
  27. Suny 2015، ص. 131.
  28. Kévorkian 2011، ص. 11.
  29. Suny 2015، ص. 130.
  30. Suny 2015، صص. 129–130.
  31. Suny 2015، ص. 129.
  32. Kévorkian 2011، صص. 11, 65.
  33. Kévorkian 2011، صص. 75–76.
  34. Suny 2015، صص. 48–49.
  35. Suny 2015، ص. 96.
  36. Suny 2015، ص. 97.
  37. Astourian 2011، ص. 64.
  38. Suny 2015، صص. 95–96.
  39. Suny 2015، صص. 94–95, 105.