د ادبي مکتب پېژندنه
ادبي مکتب پېژنده
سمولادبي مکتب يا ښوونځی د سبک په نسبت پراخ او د مېتود په نسبت ځانګړی يا خاص وي، د ادب پېژندونکو په نظر د هنري ادبي مکتب او ادبي مېتود ترمنځ کوم ثابت بديل نشته، که د يو شمېر ليکوالو د سبکونو ترمنځ بديعي شباهتونه وي، د فورم او مضمون له پلوه يې سره نژدې او د نورو له ثارو څخه يې لرې يا جلا کړي، په دې صورت کې ادبي مکتبونه جوړيږي او د ورته ځانګړنو له امله مکتب ګڼل کيږي، اوس به راشو ادبي مکتب به په لنډو لنډو نظرياتو او تعريفاتو کې در وپېژنو.
1) د مکتب لغوي مانا د ( ليکنې ځای ) يا د ( ښوونې او زده کړې ځای ) ده چې جمع يې مکابت کيږي او په اصطلاح کې هغه پراخ ادبي بهير او لار ده چې د يوې ټاکلې دورې د يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو د ورته سبکونو له ګډون څخه رامنځته شوی وي.
( ۲ : ۹۲ مخ )
2) د ادب پوهنه اثر ليکوال يې په لغوي او اصطلاحي توګه داسې راپېژني: د مکتب لغوي مانا د لغاتونو، فرهنګونو د زده کړې او ښوونې ځای دی او په اصطلاح کې ادبي مکتب هغه پراخ ادبي جريان او لار ده چې د سبکونو له ګډون څخه مينځ ته راغلې وي.
3) د ادب تيورۍ اساسونه د اثر ليکوال د ادبي مکتب د پېژندنې په اړه ليکي: ((ادبي مکتب د يو ليکوال نه بلکې د يوې ډلې ليکوالو خصوصيت دی يا په بل عبارت ادبي مکتب د داسې يو شمېر ليکوالو په ايجاداتو کې وحدت ته ويل کيږي چې په خپله ايډيالوژۍ کې د پرابلمونو د حل لپاره د يو شان لارو په درک کې په جهان بينۍ، د افادي طرز په ورته والي او داسې نورو کې سره نږدې وي، د دوی په افاده کې معمولاً هم په فورم او په مضمون کې زيات ورته والی او نږدې والی سره ليدل کيږي.))
4) ځينې ادبپوهان په تشريحي ډول ادبي مکتب داسې راپېژني: ((ادبي مکتب د هغو نظريو، ادبي او فرهنګي ځانګړنو مجموعه ده چې د يو يا څو هېوادونو د فرهنګي ټولنيزې او سياسي اوضاع په بهير کې رامنځته شوی وي، دغه ځانګړنې معمولاً د ليکوالو او شاعرانو د يوې ډلې په اثارو ې سره ګډې او مشترکې او د نورو شاعرانو او ليکوالو له تخليقي اثارو څخه د توپير او بېلتون سبب ګرځي، همدغه ځانګړنې يا خصوصيات چې کله ادبپوهانو او کره کتونکو( نقادانو) په نښه کړي يا راايستلي او هغه يې د يو ادبي جريان د بنسټيزو اصولو په توګه ښودلي دي، په همغه وخت يا دوره او يا په راوروسته وختونو کې نورو ليکوالو او شاعرانو د دغو اصولو پيروي کړې او د هغو پر بنسټ يې خپل ادبي اثار رامينځته کړي دي او دغسې دغه ادبي لار د يوې لنډې يا اوږدې مودې لپاره ساتل شوې او پالل شوې، چې اوس مونږ هغه ته ( ادبي مکتب ) يا جريان نوم ورکوو.))
( ۷ : ۲۶۱ مخ )
ادب مکتبونه د يو ليکوال نه بلکې د يوې ډلې ليکوالو په ايجاداتو کې يووالي (وحدت) ته ويل کيږي چې په فکري لحاظ د افادې طرز او نورو ځانګړنو کې سره نږدې والی او يو والی ولري.
ادبي مکتبونه د څو سبکونو د ورته والي او يو ځای کېدو يا ګډون څخه رامنځته کيږي، مکتب د سبک په نسبت پراخ او عام مفهوم افاده کوي، په ادبي مکتب کې يوه ډله ليکوالان او شاعران ګډون لري، چې د ورته سبکونو لرونکي وي، د ادبي مکتب په نسبت ادبي سبک اوږده تاريخي زماني فاصله يا دوره په برکې نيسي.
( ۲ : ۹۲ مخ )
5) په فرهنګامه ادبي فارسي دوهم ټوک کې د اثر ليکوال د ادبي مکتب پېژندنه په تشريحي او تحليلي بڼه داسې راوړې ده : (( ادبي مکتب د هغو ادبي عنعنو، مفکورو، نظريو او ځانګړنو ټولګه ( مجموعه ) ده چې په يوه ځانګړې دوره کې د ټولنيزو، سياسي او فرهنګي دليلونو له امله د يو يا څو هېوادونو په ادبياتو کې راڅرګنديږي، دغه مجموعه معمولاً د قلموالو د يوې ډلې په ادبي اثارو کې رامنځته کيږي، چې هغه د نورو ليکوالو او شاعرانو د ليکنو او ويناوو له سکونو څخه د جلا والي لامل ګرځي.))
( ۷ : ۲۶۲ مخ )
هر ادبي مکتب د پخوانيو ادبي مکتبونو د اغېزو په رڼا کې منځته راځي او يا هم کله د هغو پخوانيو ادبي مکتبونو د نظرياتو په وړاندې بغاوت کوي او غندنې يې واقع کيږي، نو ويلی شو چې د هيڅ ادبي بهير يا ادبي مکتب پيدايښت او پايښت په يو واري ډول نه ترسره کيږي د يو ادبي مکتب رامنځت کوونکی يا بنسټ ايښودونکی لومړی د خپل ادبي مکتب له ځانګړنو څخه بشپړه خبرتيا نه لري، د وخت په تېرېدو سره ادبپوهان او کره کتونکي د څېړنو په لړ کې د هغوی ادبي يا هنري ذوقونه، موخې او لارې چارې په ګوته کوي، ادبي هنري ارزښتونه يې ټاکي او بالاخره يې د ورته نظريو پر بنسټ د يو نوي ادبي مکتب په توګه نوموي يا ځينې ادبي مکتبونه يوازې د نظريو او تيورۍ په توګه رامنځته شوي چې بيا وروسته د نورو هنرمندانو او ليکوالو د پرله پسې هڅو په پايله کې هغه نظريې او تيورۍ د زمانې او وخت په تېرېدو سره په يو ادب هنري مکتب کې پلي کيږي او يو ادبي مکتب جوړيږي، په يوه ټولنه کې کېدای شي چې په يو وخت او زمان يا تاريخي دوره کې څو ادبي مکتبونه جوړ شي، دغه ادبي مکتبونه په يو هېواد کې او بهر له يو هېواد څخه په نورو هېوادونو او ټولنو باندې مثبتې او منفي اغېزې کولای شي، د ساري په توګه مونږ په خپلو ادبي هنري ايجادياتو کې د اروپايي او مشرقي ادبي مکتبونو له اصولو او لارو چارو څخه اغېزمن يو او د هغوی په پېروۍ مو خپلې ادبي هنري هڅې سمبال کړي دي.
( ۲ : ۹۳ مخ )
6) پوهندوی عبدالحکيم حليم په خپله يو مقاله ( ادبي سبک، ادبي ښوونځي او ادبي مېتود) کې ادبي مکتب داسې راپېژني : (( ادبي مکتب د يوې ډلې ليکوالو خصوصيت دی چې له يوه فکري جريان سره تړلي وي او د داسې يو شمېر ليکوالو په ايجادياتو کې وحدت او يو رنګۍ ته ويل کيږي چې د ايډيالوژۍ له نظره د پرابلمونو د حل لپاره يو شان لارې چارې غوره کړي. په نړۍ ليد، د افادي طرز په ورته والي او داسې نورو ځانګړنو کې سره نږدې وي.))
7) د سبک پوهه اثر ليکوال، د ادبي اصطلاحاتو د قاموس ليکوال جی ای کډون د ليکنې په حواله د ادبي مکتب د پېژندنې په اړه داسې ليکلي دي : (( ادبي ښوونځي هغو لويو پنځګرو ډلو ته وايي چې په ټولنيزه توګه يې سره ورته ادبي آرونه ( اصول ) پالي، دغه اصول کله نا کله د ټولګې په بڼه هم چاپېږي، د ځينو ادبي ښوونځيو پلوشې خو دومره خپرې شي چې په ټوله نړۍ کې نوي ادبي خوځښتونه راوټوکوي ، که ادبي ښوونځي لنډ مهالي وي، اغېز يې اوږدمهالی وي او پېړۍ نيسي...يا د يوې مفکورې خلک او د هغوی تخليقي هڅې ادبي ښوونځی باله شي.))
( ۷ : ۲۶۳ مخ )
د ښوونځي په تعريف کې داسې هم ويل کيږی، چې د ټولنې د مخکنيو انسانانو د تجربو، څېړنو، پنځونو، مفکورو او بنسټونو څخه يو جوړ شوی ښوونيز نظام دی. ادبي څېړنو ښودلې ده چې ادبي مکتب يا ادبي بهير په ټولنو کې د هغو شرايطو محصول وي چې د ژبې ادبيات پخوالي ته رسيدلي وي همدا ډول د هماغه ټولنې په سياسي، اقتصادي، مذهبي او فرهنګي شرايطو پورې اړه لري او د هغو په رڼا کې ايجاد شوي وي، چې بيا هر ادبي مکتب د يوې ډلې ليکوالو او شاعرانو چې د هغو فکري غوښتنو، نظريو او ګټو نماينده ګي وکړي په ګډون رامنځته کيږي.
( ۲ : ۹۳ مخ )
خو په نتيجه کې داسې ويلی شو چې د يو لړ ليکوالو د سبکونو ترمنځه که يو لړ داسې بديعي شباهتونه وي چې له يوې خوا د دوی اثار د فورم او مضمون په لحاظ سره نژدې کړي او له بلې خوا يې د نورو له اثارو لرې کړي لکه د روښانيانو اثار نظر نورو ته ، دغو ليکوالو ته د يوه مکتب پيروان او دغه شباهتونه او ورته والی ته چې د دوی اثار سره نژدې کوي ادبي مکتب ويل کيږي.
( ۵ : ۹۷ مخ )
د ادبي مکتب د رامنځته کېدو جريان :
سمولپه اريانا دايرة المعارف دوهم ټوک کې د ادبي مکتب د جوړښت د او رامنځته کېدو په اړه لولو، چې (( هر ادب يمکتب د مخکيني ادبي مکتب د نظرياتو د لړۍ طبيعي نتيجه ده او کله کله بيا د هغه پر شد يو غبرګون، پاڅون او بغاتو دی، نو ويلای شو چې د هيڅ ادبي مکتب د رامنځته کوونکي هم په لومړيو کې د خپل ادبي مکتب د ځانګړې لارې او ادبي ارزښت له ځانګړنو څخه پوره خبر نه وي وروسته بيا ادبپوهان او کره کتونکي د څېړنو په بهير کې د هغوی ادبي يا هنري لارې تشخيصوي ادبي ارزښتونه يې ښيي او تدوين يې کوي او هغه د يو ځانګړي ادب مکتب په توګه اعلانوي د هغو ادبي روشونه او هدفونه توضيح کوي چې بيانور هنروال د هغوی لاره تعقيبوي او دغه ادبي مکتب د پياوړتيا پولې ته رسوي او په دې ډول د يو ځانګړي ادبي مکتب بڼه خپلوي.))
د ادبپوهنه اثر ليکوال د ادبي مکتب د جوړښت او پايښت پر مسئله مصل بحث کړی چې ځينې برخې يې دلته راخلو: (( د يادونې وړ ده چې ځينې ادبي مکتبونه په لومړيو کې د نظريو او تيوريو په بڼه رامنځته شوي، وروسته بيا هماغه نظريې يا تيورۍ نورو ليکوالو او ويناوالو په عمل کې پلي کړي او د وخت په تېرېدو سره ورڅخه يو ادبي مکتب جوړ شوی دی، که څه هم د يو ادبي مکتب څرګندېدل په يوې تاريخي دوره کې پر ټولنه له مسلطې حاکمې ټولنيزې، سياسي او فرهنګي اوضاع څخه سرچينه اخلي.))
( ۲۷۰ مخ )
(( مګر له دې سره سره بيا هم کله داسې شوي دي چې په يو وخت کې بشپړ متفاوت ادبي مکتبونه په يوه هېواد کې رامنځته شوي دي، يو د بل په څنګ کې يې وده موندلې وي، لکه په پښتو ادب کې د رحمان بابا ادبي عرفاني تصوفي مکتب او د حميد او شيدا د نازکخيالۍ ادبي مکتبونه، چې تقريباً هم مهالي وو او هر يوه خپل پيروان درلودل. د ادبي مکتبونو د ودې او پراختيا په لړ کې زياتره وخت داسې هم شوي دي چې ځينې ادبي مکتبونه يا جريانونه لومړی په يوه هېواد کې ترځانګړو شرايطو لاندې منځ ته راغلي دي بيا يې د ټولنيزو او نړۍ والو اړيکو په بهير کې د نورو هېوادونو ادبياتو ته لاره موندلې او کله کله هلته داسې لارې چارې برابرې شوي چې له هغه لومړني هېواد څخه چې دا ادبي مکتب پکې رامينځته شوی دی، دلته په دوهم هېواد کې يې ډېره وده کړې او د پرمختيا پړاوونه يې وهلي دي، په اصولو کې يې ځينې بدلونونه او سمونونه راغلي او نړۍ وال شهرت يې ترلاسه کړی دی.))
( ۲۷۱ مخ )
پوهندوی عبدالحکيم حليم په يوه ليکنه ( ادبي سبک، ادبي ښوونځي او ادبي مېتود) کې داسې ليکي : (( کېدای شي چې يو پياوړی او د لوړ استعداد خاوند ليکوال د هنري او فکري نبوغ له کبله پر يوه ډله ليکوالو داسې اغېز وکړي چې نور ليکوال د هغه په تقليد خپل هنري اثار ايجاد کړي او په نتيجه کې د يو تکړه ليکوال په نوم يو ادبي مکتب رامينځته کړي لکه د روښانيانو ادبي مکتب، د خوشحال خان خټک ادبي مکتب او داسې نور.))
ادبي مکتب نومونه :
ورته سبکونه د ادبپوهانو د ډلبندۍ پر بنسټ د وخت، ځای، شخص، طرز او ادبي غوښتنو له مخې د يوه ادبي ښوونځي په نامه ياديږي.
1) وخت له مخې ښوونځي لکه کلاسيک، معاصر، د شلمې پېړۍ سبک.
2) ځای له مخې ښوونځي لکه هندي، عراقي او خراساني ښوونځي په دې کې يوازې هندي ښوونځي په پښتو ژبه کې تېر شوي دي.
3) شخص پر بنسټ ښوونځي لکه په پښتو د خوشحال خان او رحمان بابا ښوونځي د خپلو بېلابېلو ځانګړنو له امله سره مشهور دي.
4) د طرز او ادبي غوښتنو له مخې ښوونځي لکه طنزي، حماسي، تراژيک، کلاسيزم، رومانتيسيزم، رياليزم، سمبوليزم او نور سبکونه.
مونږ د ادبي مکتبونو له جملې څخه يوازې په پښتو او نړۍ والو ادبي مکتبونو بحث کوو، له نورو ډولونو څخه يې صرف نظر کوو، ځکه چې زمونږ موضوع بلې خوا ته ځي او لا اوږديږي، نو په همدې اساس مونږ هم يوازې پښتو ادبي مکتبونه او نړۍ وال ادبي مکتبونه چې د خپلو بېلابېلو ځانګړنو له امله مشهور دي په مفصل ډول وړاندې کوو.
پښتو ادبي مکتبونه :
سمولد پښتو ادب سبکونه چې د خپل وخت ډېر پياوړي ادبي سبکونه وو، د وخت په تېرېدو سره يې د نفوذ ساحه پراخه شوه، هر يو سبک د خپل مقبوليت له امله ځانګړي لارويان او پلويان پيداکړل، نو د ادبي مکتبونو بڼه يې خپله کړه او د ادبي مکتبونو په نومونو ونومول شول، چې د هغې له جملې څخه مونږ ځينو پښتو ادبي مکتبونو ته په لنډ ډول اشاره کوو او دا پکې وايو چې بنسټګر يې څوک دی او کومې ځانګړنې يې درلودې چې نور پلويان يې پيدا کړل او ادبي مکتبونه ترې جوړل شول.
د ادبپوهنه اثر ليکوال په خپله ليکنه کې مونږ ته څلور ادبي مکتبونه راپېژندي چې دلته به يې وړاندې کړو:
لومړی – روښاني ( بايزيد روښان ) تصوفي ادبي مکتب :
سمولدغه ادبي مکتب د لسمې هجري پېړۍ په دوهمه نيمايي رامنځته شوی دی، بنسټګر يې پياوړی عالم او ليکوال بايزيد روښان ( ۹۲۶ – ۹۵۸ هـ ق ) دی ، نو موړي د خپلې تصوفي او عرفاني لارې د تبليغ او خپراوي لپاره فرهنګي هلې ځلې پيل کړې، په ليکنو کې يې يوه ځانګړې لاره او سبک رامينځته کړ، چې ډېر پلويان يې وموندل، هغوی د ده لار تعقيب کړه او په دې ډول يې روښاني ادبي تصوفي مکتب رامنځته کړ د دې ادبي مکتب پياوړي شاعران، ليکوالان او پيروان دا دي : ارزاني خوېشکی، علي محمد مخلص، دولت خان لواڼي، ابابکر کندهاری، واصل خان روښاني، ميرخان روښاني، مرزاخان انصاري، اورکزی، قادرداد او داسې نور.
ځانګړنې :
1) د تصوف او عرفان پېچلو مسايلو او اصطلاحاتو په پراخه پيمانه پښتو ادب ته لار کړې يا په پله وينا عرفان د يو مسلک په توګه پښتو ادب ته راغلی دی.
2) اخلاقي او ديني مسايل په شعر او ادب کې زيات شوي دي، حماسي او ملي روحيه پکې ډېره کمزې ښکاري.
( ۷ : ۲۷۴ مخ )
3) د مسجع نثر بنسټ په روښاني ادبي غورځنګ کې بايزيد روښان کېښود او لارويانو يې پيروي وکړه.
4) نظمونو يې هنريت او شعريت درلود.
5) د پښتو ادبياتو د نظم په تاريخ کې د الفنامه، مخمس او مربع بنسټ د لومړي ځل لپاره همدوی کېښود.
6) د روښاني دور اثارو باندې د عربي، فارسي او هندي ژبو تاثيرات ليدل کيږي.
7) د بديع او بيان د فنونو مراعات يې په ابتدايي ډول کړي، په لرغوني دورې کې تشبېهات، استعارات او شاعرانه تلازمات په پېچلي ډول وو، خو د دوی په اشعارو کې ساده وو.
( ۱ : ۹۹ – ۱۰۰ مخ )
اوس به راشو د بايزيد روښان مخالف اخوند دروېزه ننګرهاي ادبي مکتب به لنډه اشاره وکړو:
د اخوند دروېزه ادبي مکتب :
سمولبنسټګر يې اخوند دروېزه ننګرهاری دی، د ژوند زمانه يې ( ۹۴۰ – ۱۰۲۸ هـ ق ) پورې ده، د بايزيد روښان د اثارو د ردولو لپاره يې مخزن الاسلام وليکه، ده ارشاد الطالبين، ارشاد المريدين، تذکرة الابرار او تذکرة الاسرار يې په فارسي ژبه ليکلي دي، د اخوند دروېزه د سبک پيروان او د دې ادبي مکتب پياوړي شاعران او ليکولان دا دي : ملا اصغر، کريمداد، محمد حليم، مصطفی محمد، رحيم داد...
ځانګړنې :
1) په فکري لحاظ په دې ادبي مکتب کې تصوفي مسايلو اخلاقي، ديني او نصيحتي خوا ډېره ليدل کيږي.
2) په دې ادبي مکتب کې ډېر ليکوالان د پښتو سربېره په نورو ژبو هم پوهېدل او همدارنګه د فارسي او عربي ژبو نه يې ترجمې هم کړي دي.
3) په دې ادبي مکتب کې د مشترکو نظمونو ډېر ځېلونه، لکه غزلې، اوږدې غزلې، قطعې، رباعيات، څلوريزې او مثلثونه موجود دي.
4) د پښتو نظم په تاريخ کې د الفنامو اساس د روښانيانو په واسطه کېښودل شو او د خوند دروېزه د سبک پيروانوهم ښې ښې الفنامې وليکې...
( ۲ : ۱۰۴ – ۱۰۵ مخ )
دوهم – د خوشحال خان خټک ادبي مکتب :
سمولدغه ادبي مکتب کله کله په ادبي څېړنو کې د ( خټکو ادبي مکتب ) په نوم هم ياد شوی دی په يوولسمه هجري پېړۍ کې منځته راغلی دی او بنسټ ايښودونکی يې د پښتو ژبې تکړه او پياوړی شاعر، ليکوال، د تورې او قلم خاوند خوشحال خان خټک ( ۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ هـ ق ) دی، د نوموړي ادبي لار د ده زامنو، لمسيانو او نورو پلويانو د زړه په مينه او وينه پاللې او د خوشحال خان ادبي کتب يې جوړ کړی دی.
د دې ادبي مکتب نوميالي پلويان اشرف خان هجري، عبدالقادرخان خټک، سکندر خان خټک، صدرخان خټک او داسې نور دي.
ځانګړنې :
1) د مسجع نثر پرځای ساده، روان او د خلکو محاورې ته نژدې نثري ليکنه يې پيل او د خټکو ځانګړی ليکدود( رسم الخط ) يې رامنځته کړ.
2) په شاعرۍ کې يې حماسي، رزمي او ملي روحيه ډېره پياوړي ليدل کيږي او د پښتنو له ټولنيز ژوندانه نه رنګ اخلي.
3) د پښتو شعر د مضمون له پلوه بډای او بشپړ شو، په پخوانيو عشقي، عرفاني، وعظيه ، اخلاقي مضوعاتو سربېره د ټولنيز ژوند بېلابېل اړخونه او موضوعات، تاريخي پېښې، پرټولنه انتقاد او نيوکې، له وطن او قوم سره د مينې احساسات د دې مکتب د شاعرانو په شعر او ادب کې په پراخه پيمانه منعکس کيږي.
4) د خوشحال خان په ادبي مکتب کې د شعر ډېر معنوي ډولونه لکه حسيات، هزليات او سفرنامه ښه څرګند شوي دي.
5) په دې ادبي مکتب :ې د ختيځې شاعرۍ ټولو ژانرونو نه استفاده شوې ده.
6) د شعر د هر فکر او خيال سره يې د شعريت او هنريت مالګه ګډه ښکاري.
7) په اشعارو کې يې د اردو، ترکي، عربي او فارسي ژبو لغاتونه او الفاظ يا په خپله بڼه راوړي او يا يې په لږ څه بدلون سره کارولي دي.
8) په شعر کې يې د تخيل، تمثيل او شعريت د پيداکېدو په موخه د ادبي فنونو له مختلفو بڼو کار اخيتسی دی.
9) د ژوند د ټولو ورځنيو چارو مهمې پېښې يې لکه د حضرت محمد ص احاديث يې په نظم او نثر کې ثبت کړي دي.
( ۱ : ۱۴۹ مخ )
درېم – د رحمان بابا تصوفي او ادبي مکتب :
سمولد پښتو پياوړی شاعر عبدالرحمان بابا ( ۱۰۴۲ – ۱۱۲۸ هـ ق ) د يو ځانګړي تصوفي، عرفاني ادبي سبک خاوند، چې له زيات مقبوليت نه برخمن شو په خپل وخت او راوروسته زمانو کې يې ډېر پلويان وموندل چې د رحمان بابا ادبي لاره يې تعقيب کړه او د وخت په تېرېدو سره يې د يو ادبي مکتب بڼه غوره کړه چې په ادبي څېړنو کې يې د رحمان بابا ادبي تصوفي عرفاني مکتب په نوم ياد شوی.
د دې مکتب نوميالي پلويان ، يو نس خېبري، معز الله مومند، اخن ګدا، حافظ الپوري، عبدالرحيم هوتک، مطيع الله او داسې نور دي.
ځانګړنې :
1) د تصوف او عرفان پېچلې مسئلې په ساده، روانه، خوږه او رنګينه ژبه بيانول د دې ادبي مکتب ستره ځانګړنه ده.
2) د دې ادبي مکتب په اشعارو کې د عربي او فارسي ژبو کلمات، اصطلاحات، تشبېهات او استعارات په پراخه پيمانه پښتو شاعرۍ ته راننوتي دي.
3) د دې ادبي مکتب پلويانو له پښتو سربېره په فارسي او هندي ژبو هم شاعري کړې ده.
( ۷ : ۲۷۸ – ۲۷۹ مخ )
4) د رحمان بابا ادبي ښوونځی د اخلاقواو انساني ښېګڼو منبع او سرچينه ده.
5) په دې ادبي ښوونځي کې د هر څه منبع مينه ده، رحمان بابا وايي:
دا دنيا ده خدای له عشقه پيدا کړې
د همـــــه وو مـخلـــوقـــــاتـــــو پلار دی
6) د عشق او مينې په دنيا کې هم د واقعيت خواته ځي او د خيل لږ تابع کيږي.
7) د دې سبک شاعر عشق او الهام د ژوندون مدار ګڼي يقين او ايمان پر عقليت باندې خوښوي.
8) د مذهبي او ديني قوانينو او اصولو ترتاٍثير لاندې په دې ادبي ښوونځي کې له دين، مذهب او هغې دنيا خبرې کيږي او هغه تبليغوي.
9) په دې ادبي ښوونځي کې د هرې مسئلې او تضاد د حل لپاره له سولې او ګذشت نه استفاده کيږي.
( ۱ : ۱۷۶ – ۱۷۷ مخ )
څلورم – د حميد او شيدا د نازکخيالۍ ادبي مکتب :
سمولد پښتو د نازکخيالۍ ادبي مکتب د دولسمې هجري پېړۍ په اوږدو کې دهندي ادبي مکتب تر اغېز لاندې رامينځته شوی دی، بنسټګر يې د پښتو نازکخياله شاعر عبدالحميد مومند ( تر ۱۱۴۸ هـ ق ) دی او بشپړوونکی يې کاظم خان شيدا ( ۱۱۳۵ – ۱۱۹۴ هـ ق ) ګڼل شوي دي سره له دې چې د دواړو (حميد او شيدا) ادبي سبکونه يو له بله سره څه ناڅه توپير او تر يوې اندازې بېلې ځانګړنې لري او په زماني لحاظ هم يو له بله څو لسيزې وړاندې وروسته دي ، خو دا چې دواړه د هندي سبک د لږو يا ډېرو اغېزو په منلو د نازکخيالۍ لاره تعقيبوي او د ډېرو پياوړو ادبي سبکونو خاوندان کيږي، د خپل وخت او وروسته د زمانې ډېر شاعران د دوی ادبي لار تعقيبوي او پلويتوب يې کوي، نو د دغو بېلابېلو سبکونو له ګډون څخه يو ادبي مکتب منځته راغلی چې په ادبي څېړنو کې يې د حميد او شيدا د نازکخيالۍ مکتب نومولی دی، د دې مکتب پياوړي استازي له حميد او شيدا سربېره، چې د دې ادبي مکتب بنسټګر بلل شوي دي، قلند اپريدی، محمدي صاحبزاده، حنان بارکزی، کامګار خټک، بېدل شهنغری، علي خان او نور.
ځانګړنې:
1) اوچت تخيل، نازکخيالي، نوښت، نادرې تشبيه ګانې او استعارې د دې ادبي مکتب ستره ځانګړنه ده.
2) په شعرونو کې يې متلونه، عامې محاورې او سيمه ييز اصطلاحات ډېر استعمال شوي دي.
( ۷ : ۲۷۹ – ۲۸۰ مخ )
3) د هر نوي فکر واراداتو او تخيلا تو ماخذ او مرجع د ده ټولنه او محيط دی او بيا په تېره هندي محيط او هندي حسن، څخه ډېر متاثره شوی دی او هغه يې په خپل کلام کې راوړی دی.
4) مينه او ښکلا او د دغو پديدو پر محور راڅرګندېدونکي مفهومونه يې د شعر دايمي موضوع ده چې په مختلفو او بېلابېلو شعري فورمونو او په ځانګړي ډول په غزل کې يې ځلولي دي.
5) عبدالحميد مومند پښتو، دري اشعار، داستاني منظومې، ژباړې او ذواللسانين ( ملمع ) اشعار په ډېر هنري ډول وړاندې کړي دي.
( ۱ : ۱۸۸ مخ )
پښتو ادبي مکتبونه اثر ليکوال د دغو مکتبونو سربېره د پښتو دوه نور ادبي مکتبونه ( ولسي ادبي مکتب او نوی ادبي مکتب ) هم راپېژني.
پنځم – ولسي ادبي مکتب:
سمولد پښتو اشعار زياتره برخه د ولسي او ملي اشعارو په نوم ياديږي لکه : لنډۍ، نارې، نيمکۍ، سروکي، بګتۍ، غزلې، چاربيتې ، بدلې...
ځانګړنې :
1) په ولسي سندرو کې د خلکو عامه او اسانه ژبه استعماليږي.
2) د ستاينو، مبالغو او بې حقيقته خبرو انګازې پکې نه ليدل کيږي.
3) په دې کې جوش او جذبه، ذوق او مينه زياته ښکاري او ملي اهنګونه او خواږه تالونه پکې ډېر دي.
4) د پښتو سوچه لغات، سپېڅلې محاورې، خوندورې استعارې، تشبيه ګانې او په زړه پورې عبارتونه پکې زيات وي.
5) د دې ادبي مکتب په اثارو کې درې توکي ( ښکلا، اسانتيا او رښتيا ) په ښان شان ځان ښکاره کوي.
6) د دې ادبي مکتب په سندرو کې د ملي مشرانو او غازيانو د کارنامو او سرښندنو ډېرې ستاينې او يادونې شوي وي.
شپږم – نوی ادبي مکتب :
د پښتو نوی ادبي مکتب د څلورمې ادبي دورې په لومړيو کې رامينځته شوی چې د معاصر يا اوسني ادب په نوم ياديږي، په پښتو شعر او ادب کې د نوي ادبي مکتب نښې نښانې د انګريزي استعمار او غربي تخنيک له راتګ نه وروسته راڅرګندې شوي دي او په څوارلسمه پېړۍ کې يې پوره اثر ښيندلی دی، د دې مکتب د پيروانو په اشعارو کې د تورې، مېړانې، قامولۍ او وطن ژغورنې جذبې په زياته اندازه راژوندۍ شوي او د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتنې او ساتنې روح پکې په غورځنګ راغلی دی، د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال چې ازادي ترلاسه شوه، نوي ادبي غورځنګ رامينځته شو، د نوي ژوند او نوي فکر پلوشې په لره او بره پښتونخوا کې يو شان په ځلېدو راغلې، د هېواد پالنې، ترقۍ او پرمختګ احساس، قوت وموند او په پښتو شعر او ادب کې د ملي جوش او وطني مينې ژوندی روح ورننوت، په پښتونخوا کې هم د خپلواکۍ غوښتنې په غورځنګ پيل او په شعر او ادب کې يې اغېزې جوتې شوې د دې ميدان په لومړي کتار کې فضل محمود مخفي، محمد اکبر خادم، عبدالکبير خان او نور ولاړ دي، په بره پښتونخوا کې هم د پښتو د پخو استادانو ډله راغله لکه عبدالحی حبيبي ،ګل پاچا الفت، عبدالرؤف بې نوا، صديق الله رښتين ، قيام الدين خادم ، شمس الدين مجروح او نور.
ځانګړنې :
1) په دې ادبي مکتب کې د نوي ژوند، نوې دُنيا، نوي فکرونه څرګند شوي دي.
2) قومي او وطني سندرې، ملي ترانې، د جوش نغمې او د پښتونولۍ او قامولۍ چيغې او نارې زياتې شوي دي.
3) د خارجي استعمار، زورګيرۍ، ظلم او زياتۍ غندنه، دغه شان د سودخورۍ، بډو، رشوت او نور ټولنيزو خرابيو په وړاندې فکري او قلمي مبارزه د دې مکتب غوره ځانګړنه ده.
4) د کاريګر، بزګر او مزدور د حقونو ساتنه او له ټولنۍ د بې عدالتۍ او نابرابرۍ لرې کول د دې ادبي مکتب د اثارو او افکارو څرګندې نښې دي.
5) د نوي تهذيب، کولتور، سينما، نڅا او نندارې پکې زياتې شوي دي.
6) انتقاد او کره کتنه، رښتيا وينا، زړورتيا او سپينې خبرې هم په شعر او ادب کې څرګندې انځور شوي دي.
( ۷ : ۲۸۱ – ۲۸۲ مخ )
نړۍ وال ادبي مکتبونه :
د نړۍ والو ادبي مکتبونو په اړه دا يادونه ضروري ده چې د دغو ادبي مکتبونو د پيدايښت لړۍ په ( ۱۶ م ) پېړۍ په لومړيو کې په اروپا کې پيل شوې او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هغو پربنسټ اثار ليکل شوي او تخليق شوي دي، د نړۍ والو ادبي مکتونو شمېر ډېر زيات دی، خو مونږ دلته د بېلګې په توګه ځينې ډېر مشهور ادبي مکتبونه او د هغو نوميالي استازي او ځانګړنې درپېژنو.
لومړی – کلاسيزم :
سمولکلاسيزم ترکيبي کلمه ده چې له کلاس يا کلاسيک له کلمو څخه د ايزم د وروستاړي په مرسته جوړه شوې،د لغوي لحاظه په فرهنګونو کې پخواني، لرغوني ، اولني ، تاريخي او هغه څه چې په لرغونو او پخوانيو زمانو پورې اړه لري، په مانا دی او په ادبي اصطلاح کې هغه ادبي هنري ښوونځی دی چې د اروپا د هنر او ادبياتو په ډګر کې له پنځلسمې نه تر اته لسمې مېلادي پېړۍ پورې يې رواج درلود، ځينو په ادبي څېړنو د دې ادبي مکتب د پيدايښت لومړنی ټاټوبی انګلستان بللی، خو ډېرو بيا د فرانسې هېواد ښودلی دی.
( ۷ : ۲۸۹ مخ )
خو د ادب تيورۍ اساسونه اثر په حواله دغه ادبي مکتب لومړی په فرانسه کې په اووه لسمه مېلادي پېړۍ کې رامنځته شو او د رواج کلونه يې ( ۱۷ – ۱۸ م ) پېړۍ دي.
( ۵ : ۱۴۰ )
ځانګړنې :
1) د دې مکتب پلويان تر هرڅه دمخه د طبيعت تقليد او پېښې کوي.
2) د کلاسيک ليکوال په نظر هغه څه چې مونږ يې ليکو بايد د لرغونو هنرمندانو اثارو ته پکې مراجعه وکړو يانې د پخوانيو او لرغونو ليکوالو تګلاره بايد تعقيب شي.
3) په کلاسيک ادبي مکتب کې عقل او منطق يو مهم اصل دی او تخيل پکې همېشه محدود، منظم او مرتب وي.
4) د کلاسيک ادب ژبه ساده، ښکلې او روانه ده.
5) کرکټرونه يې فوق العاده او خيالي نه وي بلکې د بشري احساساتو او عواطفو نماينده دي.
6) د درې وحدتونو ( موضوع يووالی، زمان يووالی، ځای يووالی) قانون پکې ډېر مراعت کيږي.
( ۳ : ۳۷۴ – ۳۷۹ مخ )
دوهم – رومانتيزم :
سمولرومانتيزم کلمه د رومانتيک له صفت څخه مشتق شوې ده چې دا کلمه د زړې فرانسوي له رومانز نه اخيستل شوې چې مانا يې رومان يا ناول دی چې په لغت کې خيالي، افسانوي او عشقي برخې ته وايي .
( ۳ : ۳۸۶ مخ )
په اصطلاح کې هغه ادبي مکتب ته وايي چې د ادبي مېتود په حيث په لوېديځ کې د ۱۸ م پېړۍ په پای او د ۱۹ م پېړۍ په سر کې رامنځته شو، او د پراختيا ستر ګامونه يې د فرانسې د بورژوازي انقلاب ( ۱۷۹۴ – ۱۷۹۴ م ) نه پيل کړل.
دغه ادبي مکتب د کلاسيک ادبي مکتب په مخالفت رامنځته شو او د نړۍ په ډېرو هېوادنو کې خپور او د هنر او ادب په بېلابېلو څانګو، په ځانګړې توګه د انځورګرۍ ( نقاشۍ ) په برخه کې يې ډېره وده او پراختيا وموندله.
ځانګړنې :
1) د خيال او فکر ازادي.
2) لوړ تخيل او الوت
3) د ښکلا او جمال ستاينه
4) د لغاتو او ژبنيو تعبيرونو پراختيا
5) له ادبي قيد وبند نه ځان خلاصول
د دې ادبي مکتب په اړه وېکټور هوګو وايي : ((رومانتيزم، يعنې د شرايطو له بې ځايه قيدنو څخه د ادبياتو ازادي)).
د دې مکتب نوميالي استازي پر ويليام شکسپير، والټر سکاټ او شلي سربېره په روسيه کې مېخايل لومانتوف، الکساندر پوشکين، په ايټاليا کې السکاندر مانزوني ، په مجارستان کې شاندرپتوفي دي.
( ۷ : ۲۹۲ مخ )
همدارنګه په فرانسه کې د دې ادبي مکتب پيروان لامارتين، وېکټور هوګو، الفرد وويني، الفرد دوموسه، تنوفيل ګوېته، مېرمن ژرژسانو، سنټ بوستاندال او داسې نور دي.
( ۳ : ۳۹۱ مخ )
درېم – رياليزم :
سمولدا ادبي ښوونځی له رومانتيزم څخه وروسته په فرانسه کې رامنځته شو، لومړنی بنسټګر يې بالذاک دی، دې ادبي مکتب د نولسمې پېړۍ له لومړۍ نيمايي څخه وروسته رواج وموند او د اروپا د خلکو پاملرنه يې له خيالي او رومانتيکو افکارو څخه د ژوند واقعيتونو ته راواړوله.
( ۷ : ۲۹۲ مخ )
په خپله رياليزم په ادب او هنر کې يوه داسې مېتوديکه لار ده چې له ليکوال او هنر مند څخه د پېښو د بشپړ رېښتوني ترسيم او تصوير غوښتنه کوي.
( ۳ : ۱۱۹ مخ )
ځانګړنې :
1) په دې ادبي مکتب کې د ژوند چاپېريال، موجودات او ټولنيز مسايل څنګه چې دي هماغسې بيان شوي دي.
2) هغه عيني مسايل چې خلک ورسره مخامخ دي بيانوي لکه لوږه، بدمرغي، دوستي، کرکه، روحي او جسمي غوښتنې...
3) د قهرمانانو کردار، اخلاق او عادات بايد واقعي وي.
4) د واقعيتونو په درک کولو کې غور، دقت او پلټنه ضروري ده.
( ۲ : ۲۹۳ مخ )
5) په دې ادبي مکتب کې موجوده وضع که هر څومره خرابه وي په ماضي شرايطو باندې اتکاء کوي او په راتلونکي کې د ترقۍ لار تعقيبولی شي.
6) په دې ادبي مکتب کې واقعيت د متضادو تاريخي او اجتماعي جريانونو تر اغېز لاندې همېشه تغير او تحول کوي.
( ۳ : ۳۹۹ مخ )
د دې ادبي مکتب ستر ليکوالان او هنرمندان عبارت دي له ناظم حکمت ( ترکيه )، انازيګريس ( ديموکراتيک المان )، لوی اراګول ( فرانسه )، جيک ليندسي (انګلستان )، جارج امدو ( برازيل )، پابلونيرده ( چيلي )، تيودر درايزد ( امريکا ) ....
( ۵ : ۱۳۱ مخ )
په روسيه کې تولستوی، داستايوفسکي، هاکسيم ګورګي.
څلورم – ناتو رياليزم يا نچرليزم :
سمولد ناتورياليزم کلمه په ادبي لحاظ په ادبياتو کې د طبيعت دقيق تقليد او ډېرې زياتې ستاينې په مانا دی او په اصطلاح کې د يو ادبي مکتب نوم چې په ادبياتو کې د علمي او تجربي روش او لارې نه په کار اخيستلو باندې عقيده او باور لري.
دا ادبي مکتب د نولسمې پېړۍ په پای کې په فرانسه کې رامنځته شو او د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې يې وده وکړه او ډېر لارويان او پلويان يې وموندل.
ځانګړنې :
1) په دې ادبي مکتب کې بايد په ليکنه يا شعر کې له خپل تخيل او هيجاناتو له دخالت نه ځان وژغورل شي.
2) ديني او اخلاقي مسايل په شعر او ادب کې نه راوړي.
3) په دې ادبي مکتب کې د وراثت مسئله ډېر ارزښت لري او د دوی په عقيده د هنرمندانو او اديبانو روح او فکر د جسماني او طبيعي عواملو تر اغېز لاندې راځي.
( ۷ : ۲۹۴ مخ )
4) په دې ادبي مکتب کې يوه پېښه د ټولو جزياتو له مخې ترسيموي او د پېښو تل ته نه ننوځي،کټ مټ د عکاسۍ د کامرې خاصيت لري.
( ۵ : ۱۳۵ مخ )
د دې ادبي مکتب مشهور استازي په فرانسه کې امېل زولاګي دوموپاسان، امريکا کې جک لندن، انګلستان کې جوج مور، په المان کې کرتز راوهولتس او په هالنډ کې مارسل امانتس دي.
( ۷ : ۲۹۵ مخ )
پنځم – سمبوليزم :
سمولد سمبوليزم لغوي مانا نښه او علامه ده او په ادبي اصطلاح کې هغه ادبي مکتب دی چې د نولسمې پېړۍ په پای کې د رياليزم، ناتورياليزم او پارناس ادبي مکتبونو پرخلاف په فرانسه کې د نوميالي شاعر بودلريه په مشرۍ منځته راغی.
ځانګړنې:
1) په شعر کې الهام او په څرګند ډول د مسايلو له بيانولو سره مخالفت.
2) د ژوند په هکله بدبيني او ناهيلي توب او په نېکمرغۍ باور نه کول.
3) په عالم غيب او له دې نړۍ څخه پرته پر يوې بلې نړۍ باور او عقيده لرل.
4) د دې مکتب پيروانو به په شعرونو کې داسې عجيبه او نااشنا مسايل مطرح کول چې له ژوند او ټولنې څخه به لرې کاوه او داسې څه به يې په رمز کې ويل چې عام خلک پرې نه پوهېدل.
( ۷ : ۲۹۵ – ۲۹۶ مخ )
5) د دې ادبي مکتب لويه ځانګړنه فردي اصالت دی او د ژوند پرابلمونو ته عندي او انفسي ځواب ور کوي.
6) د سمبولونو ( رمزونو ) استعمال لکه د کاظم خان شيدا دا لاندې بيت :
د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم پر دوش د ګــلو
( ۳ : ۴۲۳ مخ )
نوميالي استازي يې شارل بودلر ( فرانسه )، موريس مترلينګ ( بلژيک )، ويليام باتلر( ايرلنډ ) ، هربرت لارنس ( انګلستان ) او نور دي.
( ۷ : ۲۹۶ مخ )
پر دې پورته ذکر شوي ادبي مکتبونو سربېره د نړۍ والو ادبي مکتبونو په لړ کې د سورياليزم، فورماليزم، ويريزم، اکمييزم، کوبسيم، هنر د هنر دپاره...او پارناس په نوم نور ادبي مکتبونه هم شته چې دلته يې يوازې د نومونو په يادولو بسنه کوو او د توضيح ته يې اړتيا نه وينو ځکه چې زمونږ اصلي موضوع ادبي مکتب پېژندنه او د هغې اړوند موضوعات دي نه د نړۍ والو ادبي مکتبونو د ډولونو پېژندنه، په همدې مقصد يو څو يې دلته د نمونې په ډول وړاندې شول او د زياتې توضيح او تشريح څخه يې ډډه وشوه او په همدې نومونو ذکر کولو يې بسنه وشوه.
د ادبي مکتب او ادبي سبک ترمنځ توپيرونه :
سموللکه څرنګه چې مو ادبي مکتب او هغې پورې اړوند موضوعات په مفصل ډول وړاندې او د ادبي مکتب د پېژندنې په اړه مو د هغه ځانګړی بحث وکړو، نو اوس به په دې برخه کې راشو د ادبي مکتب او ادبي سبک ترمنځ د توپير او بېلتون کرښه به پوره روښانه او څرګنده کړو، په دې اړه به مفصل معلومات وړاندې کړو.
1) سبک يو عربي کلمه ده چې د سرو او سپينو زرو ويلې کولو او تويولو په مانا دي او په اصطلاح کې سبک د ويلو او ليکلو خاص ډول او طرز ته وايي.
( ۳ : ۸۴ مخ )
د ادبي مکتب لغوي مانا د ليکنې ځای يا د ښوونې او زده کړې ځای دی او په اصطلاح کې هغه پراخ ادبي بهير او لار ده چې د يوې ټاکلې دورې د يو شمېر ليکوالو او شاعرانو د ورته سبکونو له ګډون څخه رامنځته شوي وي.
( ۲ : ۲۹۲ مخ)
2) سبک په يو شخص پورې تړاو لري ( سبک د کلماتو هغه ترتيب ته وايي چې په خورا ښه ډول د ليکونکي شخصيت، مفکوره او ذهني مراد څرګند کړي.)
( ۶ : ۱۹ مخ )
خو ادبي مکتب د څو داسې سره ورته سبکونو ټولګه وي چې پنځګر يې سره طرزي او فکري هم رنګي ولري.
( ۶ : ۲۸ مخ )
3) سبک د انفراديت صفت خپلوي او مکتب د جمعيت ، سبک په يو هنري ادبي ژانر کې د ليکوال فکري، ذهني، ژبنيو، فرهنګي او تاريخي ارزښتونو، خويونو او ځانګړنو ته واي چې د هغه په ليکنو کې راڅرګنديږي، خو ادبي مکتب د هغه نظريو، ادبي او فرهنګي ځانګړنو مجموعه ده چې د يو يا څو هېوادونو د فرهنګي، ټولنيزې او سياسي اوضاع په بهير کې رامنځته شوي وي.
( ۲ : ۹۱ – ۹۲ مخ )
4) سبک د هر ليکوال له خپل شخصيت، ترتبيت، ماحول، فطري صلاحيت او سخت رياضت نه جوړيږي.
( ۸ : ۱ مخ )
خو ادبي مکتب بيا د يوې ډلې ( د ادبي اثارو رامنځته کوونکو) د ادبي خصوصياتو او ځانګړنو څرګندويي کوي.
5) سبک د يوې ټاکلې او محدودې تاريخي دورې څرګندويي کوي مګر مکتب يوه ډېره پراخه دوره راچاپېروي.
6) ادبي سبک خاص او محدود مفهوم لري او ادبي مکتب عام او پراخ مفهوم لري.
7) د ( سبک ومکتب در ادبيات ) اثر ليکوال د ادبي سبک او ادبي مکتب ترمنځ داسې توپير ښيي چې سبک د يو ادبي مکتب په حدودو کې رامينځته کيږي، خو مکتب د بېلابېلو سبکونو له يو شان والي او ګډون څخه رامينځته کيږي.
8) يو مکتب په عين حال کې سبک هم وي، خو هر سبک مکتب نه وي يعنې هر ليکوال او شاعر خپل سبک لري او دا هيڅکله هم نشي کېدای چې د هر سبک خاوند دې د مکتب خاوند هم وي.
( ۷ : ۲۶۵ – ۲۶۶ مخ )
د ارسطو د نظرياتو په اساس سبک داسې خصوصيت دی چې د يوه کس ليکنې د بل کس له ليکنو څخه بېلوي.
( ۶ : ۲۴ مخ )
کله کله داسې هم کېدای شي چې د يو شاعر يا ليکوال د خاص او ځانګړي سبک د نفوذ ساحه او دايره پراخه شي نور سبکونه پکې منحل شي او هماغه ادبي سبک د وخت په تېرېدو سره د يو ځانګړي ادبي مکتب بڼه خپله کړي لکه په پښتو ادب کې يې ډېر واضح مثال د خوشحال خان خټک پراخه ادبي سبک ګڼلی شو چې د خټکو د ادبي مکتب په بڼه راڅرګند شوی دی، نو په نتيجه کې ويلای شو چې ادبي مکتب عام او پراخ مفهوم لري او سبک خاص او محدود مفهوم لري.
پورته ځانګړنې د (سبک او مکتب ) په هکله وړاندې و د دوی ترمنځ بېلوالی او توپير هم راجوت شو، نو دغه دواړه اصطلاحات بايد په يوه مفهوم ونه کارول شي، ځکه چې دا داسې مثال لري لکه فرد او ټولنه ځکه سبک ځانګړنه او مکتب جمعيت دی.
پايله
سمولمونږ په دې پورته لنډه څېړنيزه ليکنه کې د ادبي مکتب د پېژندنې ترسرليک لاندې ډېر موضوعات په کره او بشپړ ډول وړاندې کړل، لومړی مو ادبي مکتب د بېلابېلو اړخونو له مخې وپېژنده او په دې وپوهيدو چې ادبي مکتب څه ته وايي او څه وخت په ادب کې يو ادبي مکتب رامنځته کيږي؟ او د دې عنوان تر سرليک لاندې مو د پښتو ادبي مکتبونه ( د بايزيد روښان سياسي او تصوفي ادب مکتب، د خوشحال خان ملي ادبي مکتب، عبدالرحمان بابا عرفاني ادبي مکتب، عبدالحميد مومند هنري ادبي مکتب، ولسي ادبي مکتب او نوی ادبي مکتب ) په مفصل ډول در وپېژندل او هم مو د ادبي مکتب د پېژندنې ترسرليک لاندې د ادبي مکتب نومونه او نړۍ وال ادبي مکتبونه ( کلاسيزم، روماتيزم، رياليزم، ناتورياليزم او سمبوليزم...) مو سره د هر اړخيزو ځانګړنو در وپېژندل او له دې څخه وروسته مو د سبک او مکتب ترمنځ د بېلوالي کرښې په ګوته کړې او دا مو وپېژندله چې سبک فردي بڼه او مکتب عامه بڼه لري، سبک په يو شخص پورې تړاو لري، خو مکتب د څو ورته سبکونو چې پنځګر يې سره طرزي او فکري همرنګي ولري، ټولګه ده، مونږ د يو سبک يا مکتب د خصوصياتو په پېژندنې سره نه يوازې د ژوند يو لړ پېښو او واقعيتونو سره اشنا شو بلکې په خپله د رسام او ليکوال يا د يو مکتب پيروان مو هم و پېژندل، چې څه فکر، څه عقيده، څه ډول نظرلري او له کومې طبقې دی، نو په همدې اساس مې خپله موضوع ترتيب او بشپړه کړه، هيله ده چې د خوښۍ وړ وګرځي.
ماخذونه
سمول1) آرمل هاشمي، سيد اصغر ( پوهيالی ) : ( ۱۳۹۳ ل ) کال، پښتو نظم تاريخ، مومند تخنيکي څانګه، جلال اباد.
2) رفيق، محمدرفيق ( پوهنوال ) : ( ۱۳۹۰ ل ) کال، ادبپوهنه، ښوونکو روزنې لوی رياست.
3) روهي، محمد صديق ( څېړندوی ) : ( ۱۳۸۶ ل ) کال، ادبي څېړنې، دانش تخنيکي څانګه.
4) روهي، محمد صديق ( څېړندوی ) : ( ۱۳۸۴ ل ) کال، پښتو ادبياتو تاريخ، دانش تخنيکي څانګه.
5) شينواری، دوست ( سرمحقق ) : ( ۱۳۹۳ ل ) کال، ادب تيورۍ اساسونه، يار تخنيکي څانګه.
6) ښکلی، اجمل : ( ۱۳۹۰ ل ) کال، سبکپوهه، دانش تخنيکي څانګه.
7) هاشمي، سيد محی الدين ( څېړنپوه ) : ( ۱۳۹۳ ل ) کال، ادبپوهنې څانګې، ميهن تخنيکي څانګه.
8) هاشمي، سيد محی الدين ( څېړنپوه ) : ( ۱۳۹۳ ل ) کال، ليکوالۍ فن، ميرويس تخنيکي څانګه.
9) هاشمي، سيد محی الدين ( څېړنپوه ) : ادبپوهنه، دانش تخنيکي څانګه، پېښور.