د ادبي ليکونو پېژندنه
ادبي ليکونو پېژندنه
سمولدا چې زما د مونوګراف موضوع د ادبي ليکونو پېژندنه ده او دا موضوع ليک او ادب پورې تړلې ده، نو دا مې اړينه وبلله چې لومړی د ادب په لغوي او اصطلاحي ډول وڅېړم او وروسته له هغې د ليک په اړه بحث وکړم، همدارنګه د ادبي ليکونو پېژندنه، د ادبي ليکونو په ډولونو، ارزښت، له عادي ليکونوسره د ادبي ليکونو توپير، د ادبي ليکونو تاريخي بهير او د هغې ځينې بېلګې مې هم راخيستي دي، که څه هم ليکونه ډېر لرو، خو ادبي ليکونه هغه ليکونه دي چې په ځانګړي هنري او ادبي بڼه ليکل کيږي او يو لړ مهم انتقادي، سياسي او ادبي مسايل پکې ليکل کيږي او د اديبانو ترمنځ تبادل کيږي.
د ادب پېژندنه :
سمولکه څه هم د نورو ټولنيزو علومو او فنونو په څېر ادب کومه داسې ټاکلې او ځانګړې پېژندنه ( تعريف ) نه لري چې په هر ځای او هر چېرې د هر چا لپاره د منلو وړ وي، خو ادبپوهانو او څېړونکو چې د ادب د کلمې د لغوي او اصطلاحي توضيح، تفسير او پېژندنې په برخه کې څه ويلي دي هغه ډېر مشترک ټکي لري
الف – لغوي مانا :
ادب په عربي ژبه کې د ښېګڼې او کناست او د ژبې او زړه ظرافت او ذکاوت ته وايي چې ظرافت و حسن تبادل يې لنډ لغوي تعريف دی.
اما په اصطلاح کې ادب په دې ډول تعريف کيږي: ادب هغه پوهنه يا رياضت دی چې سړی د هغې په وسيله يو فضيلت او يوه ښېګڼه له ښېګڼو څخه مومي يا له تېروتنو او خطاګانو څخه ژغورل کيږي، خلاصه دا چې ادب د لغت له مخې هغه ښېګڼې ته وايي چې سړی له خطاګانو او بدو څخه ژغوري او ساتي او په خوی او خُلق پورې اړه لري، چې بيان يې د اخلاقو د علم کار دی او دلته په دې بحث اړه نه لري.
( ۳ : ۴۰ مخ )
ب – اصطلاحي تعريف :
سمولاصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان په خپله وينا او بيان کې له خطا او غلطۍ څخه ساتي، ځکه ادبي علوم هماغه بلل کيږي چې د وينا ښه والی او بدوالی، غلط او صحيح، خوږوالی او پيکه والی ښيي او په منثور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت په وسيله وړاندې کيږي.
پوهاند صديق الله رښتين په خپل اثر پښتو ادب تاريخ کې ادب داسې راپېژني : (( ادب د عربو په لغت کې د پوهې، ځيرکۍ، بلنې او هر شي د اندازې ساتلو په ماناوو راغلی او په اصطلاح کې ادب پر دوه ډوله دی :
يو نفسي ادب دی چې اخلاقي فضيلت او ښېګڼې ته وايي او بل درسي ادب دی چې له دې څخه مطلب په ښه طريقه ويل او ليکل او خپل مطلب ښکاره کول دي.
د ادب د کلمې د اشتقاق په برخه کې ډېرې خبرې شوي دي يوه ډله لغات پوهان د ادب ريښه د اوستايي ( دب ) له رېښي سره مربوطه ګڼي چې د ليکلو مانا لري چې د دري ژبې په دبيستان کلمه کې چې د ليکوال، منشي، ښوونکي او ښوونځي په مانا ده راپاتې ده، خو ځينې لغات پوهان وايي چې د ادب کلمه په اصل کې د عربي ژبې د هذب د لغت او ښتی شکل دی.
( ۳ : ۴۳ – ۴۴ مخ )
د ادب څه دی؟ ليکوال چې ګڼ شمېر پېژندنې يې د ادب په اړ ه وړاندې کړي په يوه پېژندنه کې داسې ليکي: (( ادب د تاديب د خپل ځان يا جهان په هکله هغه اظهار دی چې پکې د هغې محسوسات، جذبات او تخيل ګډ وي هغه که په هره موضوع ليکي، ولې خالص د بهرني څيزونو او هم هغه شانتې په ساده ژبه، نقشه نه پېش کوي، بلکې خپل تخيل او احساس ورسره په داسې رنګ ګډ کړي چې د هر چا د خوند څيز شي.
په دې اولنی اثر کوونکی څيز ښکلې شاعرانه ژبه او جذبه وي، په دې باندې په جذباتو کې هم هغه شانتې وړې لويې چپې پيداشي لکه چې اديب محسوس کړي وي ...))
( ۳ : ۵۱ – ۵۲ مخ )
د ادب او ادبياتو د لغوي او اصطلاحي مانا په اړه په پايله کې ويلای شو ادبيات جمع د ادب ده او په نننيو ادبي څېړنو کې يوه ډېره عامه پېژندنه داسې ده چې ادبيات د اجتماعي علومو او فنونو د يوې سترې او مهمې څانګې په توګه هغه ژبنی هنر او فن دی چې ټولنيز واقعيتونه او حقايق پکې د ژبې په وسيله د ذهني تصويرونو او انځورونو له لارې څرګنديږي، يا په بله وينا هر هغه وينا چې شفاهي وي که تحريري، نظم وي که نثر، خو چې هنري ارزښت ولري ادب بلل کيږي.
( ۳ : ۵۸ مخ )
د ليک پېژندنه او پيدايښت :
سمولليک د وضع شويو رسمونو مجموعه ده چې په قراردادي او اتفاقي توګه د يوې ژبېې د الفاظو، ويناوو او افکارو د انځورولو او ثبتولو لپاره استعماليږي.
عام ليکونه د ليکوالۍ د يو ځانګړي فورم په توګه په دوه برخو وېشل کيږي:
۱ – شخصي ليکونه
۲ – رسمي يا اداري ليکونه
۱ – شخصي ليکونه :
سمولهغه ليکونه دي چې د وګړو ترمنځ د بېلابېلو علايقو، اړيکو او اړونديو له مخې د ډول ډول مقصدونو او افکارو د تبادلې لپاره ليکل کيږي.
په دې ډول ليکونو کې تر ډېره د ليکونکي شخصي ذوق او مقاصد دخيل وي.
۲ – رسمي يا اداري ليکونه :
سمولهغه ليکونه دي چې معمولاً په رسمي ( دولتي ) او ازادو اداراتو يا موسسو کې د بېلابېلو مقصدونو، غوښتنو، پوښتنو، پوهونې راپوهونې او نورو ملحوظاتو لپاره ليکل کيږي چې مهمې بېلګې يې غوښتنليکونه ( عريضې )، مکتوب، پېشنهاد ( وړانديز ) استعلام او ....دي.
( ۴ : ۱۴۸ مخ )
د ليک پيدايښت د بشر په ژوند کې د نور او روښنايۍ هغه کرښه وه چې د جهل دروازې يې ماتې کړې او د انسان لالهانده ژوند ته يې نظم ور وباښه، د بشري ژوند تجربې يې خوندي او نورو نسلونو ته راولېږدولې او د زده کړو او علومو سترې زېرمې يې خوندي کړې او بشريت ته يې دا ځواک ور په برخه کړ چې د تمدن ودانۍ ودانې کړي او بالاخره د بشري تاريخ پيلامه او ادامه وګرځي.
ليک ليکنه يا مکاتبه د ليکوالۍ له بنسټيزې برخې او کالبونو څخه ګڼل کيږي او هغه هنر دی چې په ټولنيز ژوند کې ډېر ستر ارزښت او اهميت لري په اوسنۍ زمانه کې ټولنيز ژوند داسې شرايط رامنځته کړي چې د ليک ليکنې ( مکالمې ) د هنر سره بلدتيا او اشنايي له ډېرو مهمو اړتياوو څخه ګڼل کيږي او د ټولنيزو اړيکو په ټينګولو او رامنځته کولو کې ارزښتمن نقش لوبوي.
( ۵ : ۳۴۷ مخ )
تاريخ په خپله غېږه کې ډېر مهم ليکونه خوندي کړي او ډېرې مهمې تاريخي پېښې د ليکونو په نتيجه کې رامنځته شوي دي د سبا ملکې په نوم د حضرت اسماعيل عليه السلام ليک دومره لوړ ارزښت درلود چې د مسلمانانو په سپېڅلي کتاب قران کريم کې ورته الله جل جلاله ځای ورکړ ( نمل سورة ۳۰ ايت ) او د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد صل الله عليه والسلم د خپل پيغام د خپرولو لپاره له ليک څخه کار واخيست، د پارس، روم، حبشې او نورو هېوادونو مشرانو ته يې بلنليکونه ولېږل او د اسلام د سپېڅلي دين منلو ته يې راوبلل.
د نور ملتونو په تاريخ کې هم ډېر مهم بينادي او سرنوشت بدلوونکي موجود دي.
( ۲ : ۲۹۹ مخ )
د ليک د پيدايښت په هکله نظريات مختلف دي ، چې اسلامي پوهان يو نظر او اروپايي پوهان بل نظر لري.
غربي څېړونکي، د نوي عصر زياتو محقيقين، ليک پېژندونکي او لرغونپوهان، د بشري ټولنو د ترلاسه شويو لاسوندونو له مخې د بشري ليکنو تاريخ ( ۵۰۰۰ ) کلونو پورې وړاندې ښيي په داسې حال کې چې کومې ليکنيزې بېلګې، چې په بين النهرين، مصر او چين کې لاسته راغلي دي د تاريخي سابقې او ډول له مخې سره توپير لري، لومړنی راپيدا شوې ليکنيزې بېلګې انځوريزې بڼې لري، چې په يادو ځايونو کې ترلاسه شوي دي.
( ۱ : ۵ مخ )
د ليک د پيدايښت په اړه اسلامي عالمان، او د عقيدې پوهان لاندې نظريات لري:
سمولپه بشري نړۍ کې د ليک علم پر ځمکې باندې د لومړي بشر حضرت ادم عليه السلام له مېشت کېدو سره سم مينځته راغلی دی، چې په زرهاو کلونه پرې تېر شوي دي او د دې خبرې شاهدي د الله تعالی دغه فرمان دی چې ( اقرأ بسم ربک الذی خلق خلق الانسان من علق اقرأ وربک الاکرم الذي علّم بالقلم و علّم الانسان ما لم يعلم )
( العلق، ۱ – ۵ ايت )
ژباړه : ولوله! په نوم د خپل رب چې پيدا کړي يې دي هرڅه او پيدا کړی يې دی انسان د علق ( وينې ) ولوله!، او رب ستا ډېر مهربانه دی ، هغه چې ښوونه يې کړې ده انسان ته په قلم سره او ښوولې يې دي انسان ته هغه څه چې دی پرې نه پوهېده.
امام قرطبي رحمة الله عليه په خپل تفسير کې د دې مبارک ايت په تفسير کې ليکلي دي چې په دغه ايت کې په قلم سره خط ښوول شوی، انسان څخه مراد ادم عليه السلام دی، ځکه هغه لومړنی شخص و، چې په قلم سره يې ليکل کړي دي او بيا د هغه وروسته د هغې په اولاده کې حضرت ادريس عليه السلام دوهم هغه شخص و، چې تر ده وروسته ( وروسته له ادم عليه السلام ) يې دده په څېر په قلم سره ليکل کول او نور ته يې هم وښوده، نو د خپلو خبرو په پايله کې وايم چې د غرب ليک پېژندونکو او پوهانو دغه خبره بې اساسه ده چې د ليک تاريخ پنځه زره کلونو نه زيات نه دی، حقيقت دا دی چې د ليک تاريخ په بشريت کې ډېر لرغونی دی، په زرهاو کلونه پرې تېر شوي دي او له حضرت ادم عليه السلام سربېره پر دې چې الله تعالی د ځمکې پاچاهي ور کړې وه، نبي او رسول هم و، چې خپلو اولادونو ته يې لېږل شوی و او الله تعالی يوويشت پاڼې پرې نازل کړې وې چې حضرت جبريل عليه السلام ورته تلاوت کولې او حضرت ادم عليه السلام به په خپلو مبارکو لاسونو ليکلې، نو د ليک او ژبې تاريخ حضرت ادم عليه السلام ته رسيږي.
( ۱ : ۸ مخ )
ادبي ليکونه :
سمولادبي ليکونه هم د نورو نثري ادبي ژانرونو په څېر کوټلې او د ټولمنلې پېژندنه نه لري، ادبي څېړونکو يې د پېژندنې لپاره ليکنيزې بڼې او فورم ته په کتنې او پاملرنې سره يو لړ تشريحي څرګندونې کړي دي چې په لاندې ډول ته ترې يادونه کوو:
د زرينې څانګې اثر ليکوال په خپله ليکنه کې ليکلي دي : (( ادبي ليکونه د هنري ادب يو بل ژانر دی چې په خاص سبک او ډول پر مطالبو رڼا اچوي.))
ارواښاد پروفيسور سيد تقويم الحق کاکاخېل د بي بي نوره ( ادبي ليکونو ټولګه) سريزه کې د ادبي ليکونو د پېژندنې په اړه داسې څرګندونې کړي دي : (( هر سړی خطل ليکي، ليکن هر سړی ښه خط نه شي ليکلی، د يو اديب خط صرف د کاتب او مکتوب اليه ترمنځ راز نه وي، هغه چې څنګه په يوه تېريږي، دغسې په هر يو تېريږي، د خط دې حيثيت ته ډېر وروسته د خلکوفکر شو او د لويو لويو بزرګانو، عالمانو، صوفيانو او اديبانو خطونه په کتابي شکل شايع شول.))
( ۵ : ۳۵۰ مخ )
يو بل ليکوال يې د پېژندنې په اړه داسې څرګندونې کړي دي : (( ادبي ليکونه د ذاتي تاثيراتو يوه داسې هېنداره ده چې پکې د انسان د داخلي او خارجي حالاتو او تاثراتو، د چاپېريال، عاداتو، کور کلي، مشغلو او بوختياوو، ناستې پاستې، استوګنې، خانداني کيفياتو او لنډه دا چې د ژوند د ټولو اړخونو څرګنده او صفا ننداره ليدلی شئ.))
( ۶ : ۱۳ مخ )
د ايين نګارش ليکوال يې دا ډول راپېژني : ادبي ليکونه هغه ليکونه دي چې ادبي ژبې پکې کارول شوې ، د روحي حالت او عواطفو له بيانولو نيولې تر هر ډول علمي، ادبي، تاريخي او نور ډول ډول مسايل پکې مطرح کيږي.
په پايله کې ويلای شو چې ادبي ليکونه هغه ليکونه دي چې په ځانګړي هنري او ادبي بڼه ليکل کيږي، دغه ډول ليکونه اوس د هنري نثر د ځانګړي فورم په توګه پېژندل شوي دي په ادبي ليکونو کې يو لړ مهم انتقادي، سياسي، فلسفي او ادبي مسايل ليکل کيږي، خو ژبه يې هنري، ادبي او تخيلي رنګ لري، له استعارو، کنايو، تشبېهاتو او نورو ادبي صنعتونو څخه پکې کار اخيستل شوی وي، ژبه يې خوږه او د ليکنې طرز يې دومره ښکلی وي چې لوستونکی يې پر لوستنه نه مړيږي او په ادبي ليکونو کې مهم اجتماعي، سياسي، تاريخي، اخلاقي، انتقادي، انتباهي مسايل په ادبي ژبه انځوريږي.
( ۴ : ۱۰۲ مخ )
د ادبي ليکونو خوږوالی دومره زيات دی چې په ځانګړيو مجموعو سربېره، د ناولونو، ډرامو، افسانو او بيو ګرافيو په منځ کې هم د ادبي اصنافو د خوږوالي او مالګين کېدو لپاره کارول کيږي او د پښتو په زياتو دا ډول اثارو کې يې ځای نيولی دی، همداراز په افسانو کې ليکونه او د ليک په بڼه افسانې هم شته او زياتې ډرامې په خوږو ليکونو پسوللې شوې دي، د پښتو ليک ليکنې سلسله پخوانۍ ده د تاريخ په پوړيو کې راروانه راغلې ده، نوې رنګونه او نوې خوندونه يې موندلي دي، د وخت موضوعات او د وخت غوښتنې او راز راز ټولنيز او علمي مسايل سپړلي او د هغې څېړنه، توضېح او شننه يې کړې ده.
( ۲ : ۳۱۳ مخ )
له عادي ليکونو سره د ادبي ليکونو توپير :
سمولهغه ځانګړنه چې ادبي ليکونه له عادي ليکونو څخه بېلوي هغه هنري او ادبي ارزښتونه دي، چې همدغه هنري او ادبي ارزښت د دې سبب ګرځي ترڅو ادبي ليکونه له عادي ليکونو رابېل کړي.
عادي شخص ليکونه هغه ليکونه دي چې د وګړو ترمنځ د بېلابېلو علايقو، اړيکو او اړونديو له مخې د ډول ډول مقصدونو او افکارو د تبادلې لپاره ليکل کيږي، دغه ليکونه چې هر څومره ساده لنډ وي او موخه او مطلب پکې په ساده او روانه ژبه بيان شوی او څرګند شوی وي او د مقابل لوري سويه او موقف پکې په پام کې نيول شوی وي غوره ګڼل کيږي، خو ادبي ليکونه خپله ځانګړې معياري ژبه ليکل کيږي چې له عادي ورځنيو اړتياوو څخه پورته د روحي او معنوي اړتياوو د پوره کولو دنده ترسرره کوي، دغه ډول ليکونه د دې ترڅنګ چې د لوستونکي په ذهن کې ژوره اغېزه کوي او د هغه په عواطفو کې خوځښت راولي، مقابل لوري ته احساس او جذبه په اغېزناکه توګه ور لېږدوي او په سلوک کې يې د بدلون سبب ګرځي، په دې ډول ليکونو کې د عادي ليکونو پر خلاف د ادبي ليکونو د جوړښت ټول توکي، لکه تخيل، د خبرې زړه راښکون، د لفظ او معنی برابري او نور رعايت شوي وي.
په عادي ليکونو کې مخاطب معلوم وي او موضوع بيا غوښتنه او هيله يا د دغه ډول ليک ليکنې په چوکاټ کې چې خطاب، سريزه، اساسي مطلب، د اساسي ټکو لنډيز، وروستۍ هيله، وروستی خطاب او لاسليک پکې شامل وي، په ترتيب سره مقابل لوري ته وړاندې کيږي، خو په ادبي ليکونو کې چې د فضي مخاطب په نامه ليکل کيږي، دا چوکاټ ډېر توپير لري ، د دې ډول ليکونو د ليکنې لار او روش داسې وي چې ليکوال خپل فرضي مخاطب ته د څو کلمو او يا يو دوه جملو وروسته خپله هغه موضوع چې غواړي په عامه توګه يې خلکو ته وړاندې کړي له يوې مخې تعقيبوي او تر پايه يې بيانوي.
لنډه دا چې ادب ليکونه له عادي ليکونو سره جوت توپير لري، پر پوهې او معلوماتو برسېره د لوستونکي، معنوي او روحي تنده هم په اغېزمنه توګه خړوبوي، ژورې اغېزې ښندي، عواطف او جذبات رالړزوي، چې عادي ليکونه له دې ځانګړنې بې برخې دي.
( ۵ : ۳۵۷ – ۳۵۸ مخ )
د ادبي ليکونو ارزښت :
سمولادبي ليکونه د يو ځانګړي هنري نثري ژانر په توګه له ستر ادبي ارزښت او اهميت څخه برخمن دي.
پياوړی څېړونکی او ادب پوه ښاغلی حبيب الله رفېع د ( ګوتې قلم ته په ژړا شوې) د حمزه شينواري ادبي ليکونو ټولګه په سريزه کې د ادبي ليکونو د ارزښت او اهميت په اړه لږ و ډېر تفصيل سره بحث کړی دی چې دلته يې ځينې برخې رااخلو
( ۵ : ۳۵۲ مخ )
په ادبياتو کې د راز راز ادبي ډولونو ( ژانرونو ) په راپيدا کېدو سره هغه ليکونه چې په ادبي ژبه ليکل شوي وو، د يو ځانګړي ادبي ژانر په توګه ومنل شو، دا ډول ليکونه په مجلو کې چاپ او په کتابونو کې راټول او د ملتونو د ادب ذخيرې او د پام وړ ارزښتناکه برخه يې جوړه کړې ده.
ادبي ليکونه د مرسل او مرسل اليه ترمنځ د فکر زرين مزي وغځول، د مينې، تصوف، فسلفې او علم رازونه يې شريک کړل او د بشري فکر په ذخيره کې يې زياتون راوست، په ختيځ او لوېديځ کې له ادبي ليکونو څخه په سلګونو جوړ شوي کتابونه راغونډ او خپاره شول، په عربي، فارسي او اردو ژبو کې د دې ډول ليکونو يو شمېر مجموعې راټولې شوې او خپرې شوې، چې راز راز ادبي، ټولنيز، تصوفي، سياسي او د ژوند نور مسايل پکې رانغښتل شوي دي، غوره بېلګې يې د حکيم سنايي غزنوي، امام رباني، مجدد الف ثاني، ميا فقير الله جلال ابادي، مرزا اسدالله غالب، علامه اقبال لاهوري، سيد احمد شهيد او داسې نورو پيرانو، فيلسوفانو، عارفانو او مبارزانو ليکونه يا مکتوبات دي چې زياتره يې د غوره مطالبو ترڅنګ ښه ادبي بلاغت او فصاحت او ادبي متره هم لري.
( ۵ : ۳۵۳ مخ )
په پښتو مجله کې په ادب کې د خط ليکلو فن، مقالې ليکوال رحيم شاه رحيم د ادبي ليکونو د ارزښت او اهميت په اړه ليکي : (( خط ته ادبي حيثيت هغه وخت حاصل شو کله چې د دې ادبي افاديت څرګند شو او د ادب پوهانو دا خبره محسوس کړه چې د تصوير دا فن پارې دې هم د ادب د ګلبڼ ښايست جوړ شي، د ادبي خطونو تدوين د نولسمې عيسوي صدۍ نه پس شروع شوی او په ادب کې د دې عام مقبوليت او اهميت د روانې صدۍ په اغاز کې زيات شوی دی.
په لوېديځه نړۍ کې هم د دې ډول ليکونو بېلګې زياتې دي، (د مولانا عبدالقادر خطونه ) د سريزې ليکوال پروفيسور نواز طاير د څرګندونو له مخې د فرانسوي مفکر والټير له مړينې وروسته د هغه په خپل کتابتون کې د هغه د لاس ليکلي اويازره شاوخوا ليکونه موجود وو.
( ۵ : ۳۵۴ مخ )
ادبي ليکونه د خپل موثريت او اهميت له کبله دومره مقبوليت ترلاسه کړ چې ځينو ليکوالو د خپل مافی الضمير د بيانولو، ټولنو او خلکو ته د رسولو په غرض د فرضي مخاطب په نامه د ټولو لپاره د ليکونو ليکل پيل کړل او له همدې ځايه ادبي ليکونه په دوو برخو : تخيلي او واقعي ادبي ليکونو باندې وېشل شوي دي او څه رنګه چې دا دويمه برخه د ټولو يا هر چا په نوم وه، نو ځکه يې لوستونکي تر لومړي ډول زيات وو او په دې توګه د ادب په نړۍ کې يې ځای وموند او دا لړۍ لا روانه ده.
د واقعي ليکونو مجموعې هم راغونډيږي او خپرېږي او تخيلي ليکونه هم او تر څنګ يې تعليمي ليکونه هم ځای لري چې خلکو ته د ليک ليکلو لارې چارې ور ښيي او د ليک او انشاء دواړه لارې چارې ور ته روښانوي.
( ۵ : ۳۵۴ – ۳۵۶ مخ )
د دادبي ليکونو د ليکنې چوکاټ :
سمولادبي ليکونه د يو ځانګړي ادبي ژانر په توګه د ليکنې لپاره يو چوکاټ هم لري چې د ليک موضوع د څومره والي له مخې د هغو په ټاکلو حدودو کې رااخلي ، دغه ليکنې حدود د نورو ادبي ژانرونو لکه ډرامه، ناول، لنډه کيسه، طنز، ادبي ټوټه، ژوند ليک اونور...همدارنګه د ژورناليستي ژانرونو لکه خبر، مرکې، راپورتاژ، تخيل، تبصرې .... او د ليکوالۍ د نورو ژانرونو لکه کتاب ليکنې او مقالې له چوکاټ سره توپير لري، حتی په خپله د عادي ليک د ليکنې له چوکاټ سره هم لږ و ډېر توپير لري د بېلګې په توګه د ليکوالۍ د اصولو له مخې د ي، معياري عادي شخصي ليک په چوکاټ کې دا لاندې برخې شاملې دي:
خطاب، سريزه ( مقدمه )، د ليک اساسي مطلب، د اساسي ټکيو لنډيز، وروستی خطاب او لاسليک، خو په ادبي ليکونو کې دا پورتنۍ ځينې برخې راوړل ضروري نه برېښي او په هغو ادبي ليکونو کې چې تخيلي او د فرضي مخاطب په نوم ليکل کيږي چې چوکاټ يې هم زيات بدلون مومي، لومړی ډول ادبي ليکونه، چې د ليکوالو ترمنځ تبادله کيږي او يا د يوې علمي ادارې يا خپرونې د مسئول په نوم ليکل کيږي او زياتره پکې علمي او ادبي مسايل مطرح او په ادبي هنري ژبه بيانيږي، په ليکنې چوکاټ کې يې خطاب له اصلي مطلب څخه دمخه څو کرښې د سريزې په توګه او بيا اصلي مطلب مرح کيږي، چې يا پکې د ادبي علمي او فرهنګي مسايلو ارزونه او کره کتنه او نيوکې يا هيلې، غوښتنې، پوښتنېو ځوابونه، څرګندونې او وړاندېزونه وي، د اساسي ټکو لنډيز، وروستی خطاب او لاسليک هم پکې وي، خو په دوهم ډول ادبي ليکونو کې چې ټاکلی مخاطب نه لري او د يو فرضي مخاطب په نوم ليکل کيږي، د دې ډول ادبي ليکونو کالب د خپلو نظرياتو د څرګندولو لپاره يو پلمه ګرځول شوې وي، خو په نوره ليکنه کې د مقالې په څېر تلوسه، منظر کښنه، تخيل، استعارات، کنايې، تشبېهات او نورې لفظي او معنوي ښکلاوې او ښېګڼې موجودې وي، د ادبي ليک ليکونو ته لازمه ده چې د دغه ژانر چوکاټ ته ليکلو پر مهال پوره پوره پاملرنه وکړي او حدودو يې ونه وځي.
( ۵ : ۳۶۰ مخ )
په پښتو ادب کې د ادبي ليکونو تاريخي بهير :
سمولپه پښتو ژبه او ادب کې چې د ادبي ليکونو تاريخي بهير او څېړنو لړ کې چې د ادبي ليکونو کومې لرغونې بېلګې زمونږ مخې ته راځي، هغه منظومې دي، چې د پټې خزانې په وسيله تر موږ رارسېدلي دي .
د ليک دغه لومړنۍ منظومه بېلګې له نن څخه څه د پاسه زر کاله دمخه د شيخ رضي او نصر لودي ترمنځ تبادله شوې دي، شيخ رضي چې خبر شو چې تربور يې (نصر لودي ) له ملحدينو سره ناسته ولاړه لري او د هغوی په عقيده ګروهېدلی، نو يو منظوم ليک يې ورته ليکلي چې مطلع يې داسې ده:
د الحاد په لور دې تر پلل ګروه دې زمونږ وکه...تر پايه
کله چې نصر لودي ته دا ليک ور رسيدلی و، نو په هغه يې په ځواب کې داسې ويلي وو:
د الحاد په تور تورن شوم زه لرغون خو محلد نه يم ... ترپايه
( ۶ : ۳۷۱ مخ )
تر دې وروسته د منظوم ليک نورې بېلګې مونږ د خوشحال خان خټک په شعري کلياتو کې وينو چې يو يې بايزيد خان ته د ليک په ځواب کې او بل يې خپل زوی بهرام ته ليکلی دی چې مطلع يې داسې ده :
زما زړه له چا روغ نــه دی بهـــرامــــه
له عالم سره مې زيست دی له ناکمه
تر کومه چې خبره په منثورو ليکونو پورې اړه لري بيا هم لومړنی بېلګه يې د خوشحال خان خټک په اثارو کې مومو چې د هغه اووه پړکه وصيت نامه ده چې په ۱۰۷۶ سپوږميز کال يې د هند له زندانه اشرف خان هجري ته رالېږلی و، متن يې افضل خان خټک په تاريخ مرصع کې خوندي کړی دی، چې داسې پيل کيږي (( اووه پړکه صيت نامه موکده په ډېر تاکيد موشحه په مبالغه شديد چې فرزند ارجمند دی اشرف خان واړه فرزندان جمع هوا خواهان ياران دې په دا عمل وي... ))
( ۵ : ۳۶۱ – ۳۶۲ مخ )
د يادونې وړ ده چې په پښتو کې په نثر د ليکونو ليکل د تاريخ په اوږدو کې ډېر عموميت نه درلود يا يې نه دی لرلی دا چې ولې پښتو ليکونو په نثري بڼه ډېر عموميت نه درلود، پروفيسور سيد تقويم الحق کاکاخېل يې په اړه داسې نظر لري :
(( اکثره پښتنو د عادت له مخې يا د تعليم د اثر لاندې خپل خطونه هم په بله ( غير پښتو ) ژبه کې ليکل...))
او د پرفيسور محمد نواز طاير په وينا : غالباً چې وجه يې دا ده چې پښتنو د همېش د ليک لپاره د فارسي، انګرېزي، اردو او عربي ژبو ته فوقيت ور کړی دی.
د منظوم ليک يوه بله بېلګه د سکندر خان خټک هغه ليک دی چې په ۱۰۹۳ هجري قمري کال يې خپل ورور اشرف خان هجري ته چې هغه وخت چې په دکن کې بندي و، ليکلی او لېږلی دی او د خپلې کورنۍ او سردارۍ په اړه يې سياسي او ټولنيز حالات ورته پکې ليکلي دي، په تاريخ مرصع کې د افضل خان خټک د ځينو منثورو ليکونو نورې بېلګې هم موجودې دي چې د ده او ځينو نورو ليکوالو او شاعرانو ترمنځ تبادله شوي دي، همدرانګه د مصري خان ګګياڼي ( د دولسمې هجري پېړۍ شاعر ) په دېوان کې هم ځينې منظوم ليکونه شته او ورسته د نورو شاعرانو ځينې منظوم ليکونه لاسته راغلي چې په راوروسته وختونو کې په منظمومو او منثورو ليکونو سربېره د ليک د ليکلو لارښودونه هم ليکل شوي او چاپ شوي دي، په دې لړ کې لومړنی اثر غالباً د ملا احمد د تنګي ليکلي پښتو ليکونه دي چې پادري هيوز په ۱۸۷۲ زېږديز کال په کليد افغاني کې خپاره کړي، وروسته په ۱۹۳۵ زېږديز کال مولوي نقيب احمد ( انشاء د پښتو ) ليکلې او په ۱۹۳۸ زېږديز کال قاضي رحيم الله مکتوبات افغاني او په ۱۳۱۸ لمريز کال د محمد ګل نوري ( پښتو ليک ښوونکی ) او په ۱۳۵۱ لمريز کال د عبدالمنان درد مند (پښتو ليکونه ) د يادونې وړ دي.
( ۵ : ۳۶۳ مخ )
تر کومه چې خبره په پښتو ادب کې په ادبي ليکونو پورې اړه لري، د ورانې هجري لمريزې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې چې په افغانستان او پښتونخوا کې د پښتنو چاپي موقتو خپرونو د اخبارونو او مجلو بهير پيل شوو د دغه ډول ادبي ليکونو ليکل هم دود او عام شو او په دغو خپرونو کې وخت په وخت خپاره شوي دي، چې د بېلګې په توګه دا يو څو خپرونې يادوو :
په افغانستان کې کابل مجله، طلوع افغان ورځپاڼه،پښتو مجله، هېواد ورځپاڼه، کندهار مجله، ننګرهار مجله، زېری جريده، ګهېځ جريده، اتحاد مشرقي جريده، وږمه مجله،....
په پښتونخوا کې پښتون مجله، پښتو مجله، رهبر مجله، عدل جمهوريت، ګلستان، قند، دروان خپلواک، غونچه، جرس، تلوسه، تماس، مرام، ناموس،مرګ، جرس، اولس، ډايلي نن او پرون مجله او ...
( ۵ : ۳۶۳ – ۳۶۴ مخ )
برسېره په دې ورستيو پنځوسو کلونو کې د ادبي ليکونو دواړه ډولونه ( واقعي او تخيلي ) د کتاب په بڼه هم چاپ شوي دي په دې لړ کې لومړنۍ ټولګه چې زمونږ مخې ته راځي هغه د روغ ليوني( بي بي نوره ) نومې اثر دی چې په ۱۹۵۸ زېږديز کال شاوخوا چاپ او خپور شوی دی.
د کورګي ادبي ليکونه محمد حسن کاکړ ژباړلي او په ۱۹۶۰ زېږديز کال پښتو ټولنې په شپږ څلوېښت ( ۴۶ ) مخونو کې چاپ کړي دي، د ( زړه خواله ) عبدالرؤف بې نوا د فرضي مخاطب په نوم ليکلي ادبي ليکونه دي چې په ۱۳۴۵ لمريز کال يې په کابل کې ټولګه چاپ شوې ده.
( انسان او خدای ) د ادبي ليکونو يوه بله ټولګه ده چې امير حمزه شينواري او جعفر اڅکزي ترمنځ تبادله شوي او په ۱۹۷۶ زېږديز کال په ۱۹۳ مخونو کې چاپ شوې ده.
( زه او حمزه ) نومې کتاب د امير حمزه شينواري د ژوند او فن په هکله د بېلابېلو ليکوالو نظريات دي چې لوګي کاکاخېل د ليکونو په بڼه راټول کړی او په ۴۴۷ مخونو کې چاپ کړی دی.
د مولانا عبدالقادر ( ځوابيه خطونه ) ليکونه دي چې د پېښور پښتو اکاډمۍ له لوري په ۱۹۳۸ زېږديز کال په ۲۶۸ مخونو کې چاپ شوي دي.
د پاچاخان ليکونه سر محقق عبدالله بختاني راټول کړي دي چې لومړۍ برخه يې په ۱۳۶۳ لمريز کال او دوهمه برخه يې په ۱۳۸۴ لمريز کال په کابل کې چاپ شوې ده.
د عبدالرؤف بې نوا ( اوسنی ليکوال ) نومې اثر ډېر ارزښتمن اثر دی چې په درېو ټوکونو کې چې زياتره د ليکوالو د ادبي ليکونو پر بنسټ ليکل شوی، چاپ شوی دی.
( ۵ : ۳۶۴ – ۳۶۵ مخ )
د ( ګوتې قلم ته په ژړا شوې ) د حمزه شينواري ليکونه دي چې طاهر اپريدي راټول کړي دي او په ۱۹۹۴ زېږديز کال په کراچۍ کې د چاپ په ګاڼه سينګار شوي دي چې ۱۹۴ مخونه لري.
همدارنګه د حمزه بابا ليکونه ملک عبدالرحمان راټول کړي دي او د ( مکتوبات حمزه ) په نوم يې په ۸۵۳ مخونو کې په پېښور کې چاپ کړي دي.
پوهاند صديق الله رښتين هغه ليکونه چې په پښتو ټولنه کې د ده د لس کلن رياست په دوره کې د کورنيو او بهرنيو پوهانو له خوا د ده په نوم راغلي دي د ( ادبي ليکونه ) په نوم په ۱۳۶۱ لمريز کال ترتيب کړي دي او په همدې کال يې په ۵۷ مخونو کې چاپ او خپاره کړي دي.
قتيل خوږياڼي په فرضي مخاطب نومونه په بېلابېلو وختونو کې ادبي ليکونه ليکلي دي چې په ۱۳۸۲ لمريز کال يې په ۵۱ مخونو کې د ( ادبي ليکونه ) په نوم د ختيځ بيا رغونې ادارې له خوا چاپ شوي دي.
د ولي خان ليکونه چې وخت په وخت ولي جهانزېب نياز ته ليکلي د ( سوغات ) په نوم په ۱۶۰ مخونو کې په ۲۰۰۶ زېږديز کال چاپ شوي دي .
د کوزې پښتونخوا ليکوال رحيم شاه رحيم په پښتو مجله کې يوه مقاله ( په ادب کې د خط ليکلو فن ) تر سرليک لاندې خپره کړې ده.
( ۵ : ۳۶۵ – ۳۶۶ مخ )
سربېره پر دې د دې لاندې نومياليو ليکوالو نومونه هم اخيستلای شو چې ادبي ليکونه يې د ارادتمندانو، دوستانو او شاګردانو سره شته چې هغه د پښتو ادب ستره معنوي او ادبي پانګه بلل کېدای شي لکه قاضي عبدالحليم اثر، فضل الحق شيدا، سيد تقويم الحق کاکاخېل، پروفيسور سيال کاکړ، پروفيسور محمد نواز طاير، قلند مومند، فضل الرحمان فيضان، عبدالرؤف زاهد او داسې نور.
( ۵ : ۳۶۶ مخ )
د ادبي ليکونو ډولونه :
سمولادب پوهانو ادبي ليکونه په دوو سترو برخو بېل کړي دي:
۱ – هغه ليکونه چې ټاکلی مخاطب نه لري او د يو فرضي مخاطب په نوم ليکل کيږي، د دې ډول ليکونو کالب ليکوال ته د خپلو افکارو نظريات بيانوي، د ليکنې روش يې داسې وي چې ليکوال د څو کلمو يا دوو درېو لنډو جملو څخه وروسته خپل فرضي مخاطب ته يې وړاندې کوي، هغه موضوع چې په پام کې يې لري، تعقيوبوي او تر پايه يې بيانوي، داسې هم کېدای شي چې د ليکنې پای يوې يا دوو جملو ته شخصي او خصوصي بڼه ور کړي او خبره په هغې پای ته ورسوي.
( ۵ : ۳۵۷ مخ )
په پښتو ادب کې د دې ډول ليکونو بېلګې د عبدالرؤف بې نوا د ( زړه خواله )، د روغ لېوني ( بي بي نوره )، د اجمل خټک ( کچکول ) او د عبدالرؤف قتيل خوږياڼي ليکونه دي.
په نړۍ وال ادب کې دا ډول ليکونه د نهرو دېرش ليکونه دي چې په ۱۹۲۸ زېږديز کال ليکل شوي او په دري ژبه او فارسي ژبو ژباړل شوي چې په ايران کې د ( نامه های پدر به دخترش ) په نوم چاپ شوي دي.
فرانسوۍ ليکوالې الفونس هم د دغه ډول ليکونو په کالب کې ادبي ليکونه ليکلي دي چې سياسي ، فرهنګي او تاريخي مسايل يې پکې وړاندې کړي دي.
( ۵ : ۳۵۶ مخ )
ځېنې ليکوالانو د وصيت نامې په بڼه هم دغه ډول ليکونه ليکلي دي او خپل مقصدونه او موخې يې پکې بيان کړي دي د دې ډول ليکونو په مقابل کې يو شخص مخاطب نه وي بلکې ليکوال خبره عامه، د ټول قوم، ولس، ټولنې او ملت لپاره کوي.
په پښتو ادب کې د دې ډول ليک ډېره ښه بېلګه د خوشحال خان خټک هغه وصيت نامه ده چې ده د هند له زندانه يې خپلې ته رالېږلې او افضل خان خټک په تاريخ مرصع کې خوندي کړې ده.
( ۵ : ۳۵۶ – ۳۵۷ مخ )
۲ – هغه ډول ليکونه چې په عامه توګه د اديبانو، شاعرانو او ليکوالانو ترمنځ تبادله کيږي، په پښتو ادبياتو کې يې غوره بېلګې د اميرحمزه شينواري او جعفر خان اڅکزي ترمنځ تبادله شوي ليکونه دي چې د ( انسان او خدای ) په نوم او د مولانا عبدالقادر خطونه دي چې په کتابي بڼو خپاره شوي دي.
د دغه ډول ليکونو بېلګې په نړۍ وال ادب کې هم زياتې دي چې نن تاريخ ليکوونکي د دغه ډول ليکونو له مخې چې ليکوالو، هنروالو، سياست والو او د تاريخ او ادب پوهانو خپلو دوستانو او ارادتمندانو ته ليکلي دي، د هغوی د شخصيت او د وخت د حالاتو او شرايطو تحليل او څېړنه کوي.
( ۵ : ۳۵۶ – ۳۵۷ مخ )
د ادبي ليکونو بېلګې :
سمولګرانه ملګريه !
يو ګل چې څومره ډېر رنګونه ولري، ښکلا يې هم هومره زياته وي او چې څومره ډېر مخونه ولري، هغومره د ستاينې وړ وي، خو که انسان دوه رنګی شو، يا يې ځان دوه مخی وښود، نو نور يې مخ د کتو نه وي، پوهان وايي (( څنګه چې يې هغسې ځان ښيه او څنګه چې ځان ښيي هغسې اوسه.))، خو ځينې انسانان چې نه يوازې څو رنګه، څو بڼې او څو مخه لري، بلکې ورسره څو ژبې يې هم په خوله کې وي او د ماهرو اېکټرانو په څېر د خپل رنګ په هر او هر مخ د ښودلو لپاره مخصوصې صحنې لټوي او د خپلې هرې ژبې لپاره ځان ته موضع ګوري، داسې انسانان د نورو په رنګ رنګېدل نه غواړي، خو د ځان د رنګ په بدلولو کې دومره ماهر وي چې نور په خپل رنګ کې رنګوي .
د مخونو په پېژندلو کې لاس لري، خو د دوی د مخ په بڼه کې پېژندل د مصنوعي سپوږمۍ په اصلي ماهيت پوهېدلو غوندې وي.
دی پېچلې ژبې پسې نه ګرځي، خو خپله ژبه د هر چا او هر ځای د اقتضا سره سمه ګرځوي، دوی د هر مجلس د رنګ سره خپل رنګ بدلولی شي او د هر چا د خوږ رګ يې ځان ته معلوم کړی وي.
دوی په همدغه يوه ژبه (( غلته وايي غلا کوه او د کور خاوند ته وايي کور ساته )) ظالم ته د ظلم لاره ښيي او مظلوم ته د انتقام اخيستلو سترګکونه وهي، حاکم ته محکومين وي او محکومينو ته د حاکمانو په رنګ وړاندې کيږي او که ورته ځير شو دوه مخي دوه رنګه کسان دي، چې د ټولنې د طبقاتو ترمنځ د دې په عوض چې وحدت، يووالی او ښه نيت پيدا کړي، د هغوی په منځ کې د بدبينۍ، بدګومانۍ، کرکې او نفرت تورې پردې اچوي، که د حاکمې او محکومې طبقې ترمنځ واقع شي، نو دواړو خواوو ته داسې څرګندوي چې که د دواړو خواوو ترمنځ دا دوه مخي او دوه رنګي له منځه لاړه شي، نو د طبقاتو ترمنځ مستقيمه رابطه او مانا به هم ډېر ژر د دوی ترمنځ په صميميت او يو رنګۍ بدله شي،نو ګرانه ملګريه !
که غواړې چې د ښه سلوک او نېک مرغه ژوند سره مخامخ شو، لازمه ده چې د دې دوه رنګه او دوه مخو او دوه ژبو څخه لومړی ځانونه وژغورو او بيا په ټينګه د مخنيوي لپاره زيار وباسو، هر چاته او په هر مجلس کې چې څنګه يو، هغسې ځانونه وښيو او چې څنګه ځانونه ښيو، هغسې واوسو او د امو ډاډ وي چې يوه ورځ نه يوه ورځ به ضرور د دوه مخو او دوه رنګو رنګونه ورک او د دوه ژبو ژبې به وچې شي، ځکه چې (( کوږ بار تر منزله نه رسيږي )) او (( دوه هنداوڼې په يو لاس کې نشي اخيستل کېدای. ))
( ۵ : ۳۵۷ – ۳۷۶ مخ )
دا هم د ادبي ليک يوه بله بېلګه :
ښاغلی فاضل رښتين صاحب! ارواښاد استاد الفت
خـــــــدای دې روغ جــــــوړ لــــره
مونږ له ډېر وخت نه په دوعاګانو اموخته شوي يو او په مکتوبونو کې هم دا اول ځل دوعا خولې ته راځي.
دا زمونږ زوړ عادت دی، مګر دورمه ښه ده چې زه دغه شان دوعاګانې هغه چاته کوم چې د هغوی صحت او نيات د پښتنو لپاره مفيد وي او يو کار پرې جوړ وي.
له دې خوا خيرت دی او تر اوسه ژوندي پاتې يو، مګر ډېر غاښونه راته چيچل کيږي، کومه اجتماعي فايده چې زمونږ په نظر کې ده، هغه لاس ته نه راځي او خلک ويده دي، مګر هغه کسان چې زمونږ خبرې د ځان لپاره ښې نه ګڼي هغه ويښ دي او په دې او په زړه کې راته اچوي، کاشکې د دغه نفرت او فسادت په غرض کې د څه اجتماعي مفاد اومېد هم وای.
په هر صورت مونږ اوس خپل ماليخوليا مجبور کړي يو، چې څه په زړه کې لرو، هغه ښکاره کړو او خپل هغه مسئوليت چې د نن ورځې تفتيشونه يې پوښتنه کوي او زمونږ په ژوند يې څوک پاڼه نه اړوي، تر يوه حده رفع کړو، مګر ګورو چې دا کار تر کله کولای شو، هغه څه چې يو رياست يې مقابله نه شي کولای، يو مديريت به يې څنګه وکړي، زه اوس له ډېرو مشکلاتو سره مخ يم او که رېښتيا ووايم نو د نورو مطبوعاتو په تناسب لږ غوندې افراطي شوي يو، خير دا قصه به پرېږدو او تا ته به عرض وکړو چې (اتحاد مشرقي ) خو ستاسې ملګرو په قلمي مرسته يو څه قدر ژوندی شوی و، زه خو هيڅ نشم کولای او نه زما له لاسه څه کيږي، په دې وختونو کې که د ښاغلي خادم صاحب مرسته له موږ سره نه وای، نو اخبار خو له پخوا د مهمو ليکوالو له اثارو بېخي محروم شوی و، ځکه چې ستا له خوا هيڅ رانغله، د تېرو ورځو لپاره خو ته قوي ځواب لرې چې ډېر مهم کار در په غاړه و.
اوس چې په خير کابل ته راغلې، ولې دې ( اتحاد مشرقي ) هير کړی دی؟ رښتين صاحب ! په مشرقي کې د ډېرو خلکو مينه او محبت ستاسې په نسبت وينم او ستا غوره مضامينو او اثارو ته انتظار او سترګې وي، نو مونږ مه هېروه! او د دې ځای علاقه مندان خوشحاله ساته!
( ۵ : ۳۷۵ – ۳۷۶ مخ )
د ادبي ليکونو د يو څو مشهور ليکوالانو پېژندنه :
سمولد اصل موضوع په تړاو د يو څو ليکوالو پېژندنه رااخلو، چې دغه ډول ليکونه ( ادبي ليکونه ) يې تبادله کړي او مشهور دي، نوموړي ليکوالان هاشمي صاحب په خپل اثر کې په لاندې ډول راپېژني چې په لنډ ډول يې دلته رااخلو:
لومړی – امير حمزه شينواری :
سمولپه ۱۹۰۷ زېږديز کال يې د پښتونخوا په لواړګي کې سترګې نړۍ ته پرانيستي دي، د پلار نوم يې ملک بازمير خان و، لومړنۍ زده کړې يې په خپله سيمه کې کړي چې بيا يې په لسم ټولګي کې نيمګړې پرېښودې.
له پنځم ټولګي څخه يې په شعر او شاعرۍ پيل کړی او بيا يې په خصوصي توګه د شعر او ادب مطالعه د خپل ذوق له مخې پرمخ بيولې ده، په ۱۹۳۰ کال د پلار له مړينې وروسته د حضرت عبدالستار شاه صاحب په چشتيه طريقه کې شامل شو او د زړه په مينه او وينه يې دغه لار وپاللــــه او د خپل پير ( شيخ عبدالستار ) په لارښوونه يې د اردو شاعرۍ پرځای په پښتو ژبه ليکل پيل کړل.
د خپل لوړ ذوق او استعداد له مخې د پښتو ادب په اسمان کې وځلېد، په پېښور کې د بزم ادب ادبي ټولنه يې جوړه کړه، چې بيا په ۱۹۵۰ زېږديز کال په ولسي ادبي جرګه کې مدغم کړای شوه او حمزه شينواری يې مشر شو، حمزه شينواري ډېر کتابونه وليکل او د پښتو غزل کې يې د بابا لقب او وياړ وګاټه، د نوموړي د ادبي ليکونو څخه د الاندې ټولګې چاپ شوي دي،( مکتوبات د حمزه ) د ملک عبدالرحمان تدوين، ( ګوتې قلم ته په ژړا شوې ) د طاهر اپريدي، ( ژوندي خطونه ) د ډاکتر چراغ حسين شاه او ( انسان او خدای ) د جعفر اڅکزي په تدوين چاپ شوي دي.
( ۵ : ۳۶۶ – ۳۶۷ مخ )
دوهم – مولانا عبدالقادر :
سمولد سيد ابوذر زوی دی په ۱۹۰۵ زېږديز کال د پښتونخوا د مردان د صوابۍ د ګدانو په پابيني سيمه کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې يې په خپله سيمه او بيا د لوړو زده کړو لپاره د پېښور په اسلاميه کالجيټ وروسته له هغې په ۱۹۲۳ زېږديز کال په اسلاميه کالج کې شامل شو، په انګريزي ادب او عربي ادب کې يې هم د ماسترۍ سندونه ترلاسه کړي دي.
نوموړي ليکوال پښتو ژبې او ادب ته د قدر وړ خدمتونه کړي د ( فکر يون ) په نامه يې د مقالو ټولګه او د خطونو مجموعه چاپ شوي او په چاپ شويو کتابونو يې سريزې او تقريظونه کړي دي.
( ۵ : ۳۶۸ – ۳۶۹ مخ )
درېم – عبدالرؤف قتيل خوږياڼی :
سمولد محمد سرور زوی دی په ۱۳۱۳ لمريز کال د ننګرهار ولايت د خوږياڼو د ولسوالۍ په کږه کې زېږېدلی دی، لومړنۍ زده کړې يې د کږې په ښوونځي کې کړي دي د شرعياتو مدرسه او ادبياتو پوهنځي کې يې لوړې ديني زده کړې کړي ، له ډېر کوچنيوالي يې د شعر او ادب سره مينه لرله او تر ننه د زړه په وينه دغه مينه پالي.
زيات شمېر چاپ او ناچاپ اثار لري، په سلګونو مقالې يې په موقتو خپرونو کې خپرې شوي دي، پياوړی شاعر او ليکوال دی، په چاپ شويو اثارو کې يې د بېلګې په توګه ارمان ( د لنډو کيسو ټولګه )، دوه ياران ( ناول )، ادبي ليکونه ( د ادبي ليکونو ټولګه ) يادولای شو.
څلورم – پروفيسور تقويم الحق کاکاخېل :
سمولد سيد صميم ګل زوی، په ۱۹۲۹ زېږديز کال د نوښار په کاکاصاحب کې زېږېدلی دی ، لومړني ديني علوم يې د نصرت الاسلام په مدرسه کې ترسره کړي دي او بيا د لوړو زده کړو لپاره هندوستان ته تللی او د ديوبند مدرسه کې يې لوړې زده کړې سرته رسولي دي. وروسته يې بيا د پېښور پوهنتون څخه د عربي ژبې او ادب او پښتو ادبياتو د ماسټرۍ سندونه هم ترلاسه کړي دي.
پياوړی عالم، ليکوال او شاعر و، درسي کتابونه يې ليکلي او ډېر عُمر يې د تدريس په چارو تېر کړی، ليکنې يې په بېلابېلو خپرونو کې خپرې او چاپ شوي دي، د پښتو ګرامر، د اخوند دروېزه د مخزن الاسلام سريزه، د بي بي نوره کتاب سريزه، د اقبال ( پس چي بايد کرد؟) او ( ضرب کليم ) پښتو منظومې ژباړې، د کرښې ( لنډې کيسې )، لږ غوندې او پته يې طنزي ټولګې دي، ډېر علمي ادبي ليکونه يې له دوستانو او شاعرانو سره شته د ليکلو ژبه يې خوږه، رنګينه، علمي او په ادبي تول پوره او کره ده، په ليکونو کې يې په ډېر ظرافت د طنز او مزاح مالګه هم ځای پرځای په ډېر مهارت ور ګډه کړې ده، پروفيسور تقويم الحق کاکاخېل په ۱۹۹۹زېږديز کال وفات شوی دی.
( ۵ : ۳۷۰ – ۳۷۱ مخ )
پايله
سمولدا چې زما د مونوګراف موضوع ( د ادبي ليکونو پېژندنه ) ده، نو موضوع مې په ترتيب سره لومړی ادبي ليکونو پېژندنې چې دغه پېژندنې مې د معتبرو ماخذونو څخه په ګټه اخيستنې ترسره کړي، پيل کړې ده له هغې وروسته مې دا چې ادب لغتاً څه ته واي؟،او په دې غږېدلې يم چې ادب په لغت کې د ښېګڼې، کناست او د ژبې او زړه د ظرافت او ذکاوت په مانا دی چې ظرافت او حسن تبادل يې لنډ لغوي تعريف دی.
همدارنګه اصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان په خپله وينا او بيان کې له خطاو او غلطيو څخه ساتي، ځکه ادبي علوم هماغه بلل کيږي.
همدارنګه د ادب پېژندنې وروسته د ليک پېژندنې او پيدايښت په اړه مې څرګندونې کړي، ادبي ليکونه مې رابرسېره کړي او په پښتو ژبه کې د ادبي ليکونو تاريخي بهير مې څېړلی او يو ځغلند نظر مې پرې تېر کړی دی، همداسې د ادبي ليکونو ډولونه مې څېړلي دي، د ادبي ليکونو بېلګې مې راخيستي دي او د ادبي ليکونو د يو څو مشهورو ليکولانو پېژندنه مې راخيستې ده او په همدې ترتيب مې خپله د مونوګراف موضوع بشپړه او پای ته رسولې ده، هيله لرم چې د مونوګراف هومره وارزي.
ماخذونه
سمول1) آرمل، هاشمي، سيد اصغر ( پوهيالی ) : ( ۱۳۹۳ ل ) کال، د پښتو نظم تاريخ، جلال اباد، مومند خپرندويه ټولنه ( خپرندوی ).
2) رفېع، حبيب الله : ( ۱۳۸۰ ل ) کال،کتابونه دريابونه، لاهور، امان کتاب خپرولو موسسه ( خپرندوی ).
3) هاشمي، سيد محی الدين ( څېړنپوه ) : ( ۱۳۹۳ ل ) کال، ادب پوهنې څانګې، پېښور، ميهن خپرندويه ټولنه ( خپرندوی ).
4) هاشمي، سيد محی الدين: ( ۱۳۸۳ ل ) کال، د ليکوالۍ فن ، پېښور، ميرويس خپرندويه ټولنه ( خپرندوی ).
5) هاشمي، سيد محی الدين ( څېړنوال ) : ( ۱۳۸۹ ل ) کال، د نثري ادب ډولونه، پېښور، وحدت خپرندويه ټولنه ( خپرندوی ).
6) هوتک، محمد بن داوود : ( ۱۳۵۶ ل ) کال، پټه خزانه، د پوهاند عبدالحی حبيبي په سريزه، کابل، د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی.