د ادبي انځور پېژندنه
ليکوال : عبيدالله اغېز ابراهيم خېل
د ادب لغوي او اصطلاحي پېژندنه
سمولکه څه هم د نورو ټولنيزو علومو او فنونو په څېر ادب کومه داسې ټاکلې او ځانګړې پېژندنه ( تعريف ) نه لري، چې هر چېرې د هر چا لپاره يو شان او د منلو وړ وي، له دې سره سره د ادب پوهانو او څېړونکو له خوا چې د ادب د کلمې د لغوي او اصطلاحي توضيح ، تعبير او پېژندنې په برخه کې څه ويل شوي دي، هغه ډېر مشترک ټکي سره لري، دلته له بېلابېلو سرچينو نه ځينې پېژندنې رااخلو :
پښتو – پښتو تشريحي قاموس کې يې د لغوي پېژندنې په اړه راغلي دي :
1. عزت، خاطر، لحاظ، سړيتوب.
2. تميز، تهذيب، تعظيم.
3. علم، پوهه، زده کړه.
4. حيا، پرده، تربيت، پالنه
د فرهنګ ادبيات پښتو دريم ټوک ليکوال د فرهنګ معين په حواله د ادب لغوي مانا، فرهنګ، پوهه، هنر، ښه سلوک، تاديب او تنبيه راخيستې ده.
( ۴ : ۱ – ۲ مخ )
پوهاند عبدالحی حبيبي د پښتو ادب تاريخ په لومړي ټوک کې ليکي (( ادب په عربي ژبه کې ښېګڼې، کناست او د زړه ظرافت او ذکاوت ته وايي چې ظرافت او حسن تبادل يې لنډ لغوي تعريف دی))، اما په اصطلاح کې ادب په دې ډول تعريف کيږي (( ادب هغه پوهنه يا هغه رياضت دی چې چې سړی د هغې په وسيله يو فضيلت او يوه ښېګڼه له ښېګڼو څخه مومي يا له تېروتنو او خطاوو څخه ژغورل کيږي.
خلاصه : ادب د لغت او اصطلاح له مخې ښېګڼه ده، چې سړی له خطا او بدو څخه ژغوري او په خوی خلق پورې اړه لري چې بيان يې د اخلاقو د علم کار دی او دلته په دې بحث اړه نه لري. ))
( ۲ : ۱۲ مخ )
ښاغلی ګل پاچا الفت يې په ادبي بحثونو کې د ادب کلمې په اصل ترسرليک لاندې داسې راپېژني (( اصل يې ( هذب ) دی د بې عيبه په مانا، هذب کلمه په اصل کې د هغې ونې لپاره استعمالېده چې ځينې څانګې او ځينې ښاخونه به يې قطع شول او صافه به شوه، وروسته دا کلمه له محسوسياتو نه معنوياتو ته رانقل شوه او هغه چا ته هم وويل شوه، چې عيبونه به يې ورک شول، يانې مهذب به شو.))
( ۱ : ۱ – ۲ مخ )
پوهاند صديق الله رېښتين په خپل اثر پښتو ادب تاريخ کې ادب داسې راپېژني (( ادب د عربو په لغت کې پوهې، ځيرکۍ، بلنې او د هر شي اندازه کولو په ماناوو راغلی دی او په اصطلاح کې ادب پر دوه ډوله دي، يو نفسي ادب دی چې اخلاقي فضيلت او ښېګڼې ته وايي او بل درسي ادب دی چې له دې څخه مطلب په ښه طريقه ويل او ليکل او خپل مطلب ښکاره کول دي.
د ادب علم په اوله مانا د اخلاقو له علم څخه عبارت دی، او په دوهمه مانا د ادب علم هغه پوهنه ده چې د ويلو، ليکلو او ښې وينا ډولونه راښيي او د نظم او نثر حالات، ښه والی، بدوالی او نورې مرتبې بيانوي.
په دې لحاظ هغه ټولې پوهنې چې سړي ته د وينا ډولونه، په ښه طريقه ليکل او ويل زده کوي هغه د ادب علم بلل کيږي، هرکله چې د نظم او نثر د علومو بيان، د تاريخ د ليکلو او د پوهولو راپوهولو دوه لارې دي، نو په دې دواړو کې مهارت پيدا کول او په دې واسطه خپله مطالب او خيالات بيانول او ښکاره کول د ادب غايه او غرض ګڼل کيږي، د جديد ادب په مفهوم کې انتقادي روح لرل هم داخل دي.
( ۳ : ۱۷ مخ )
ډس کو دس وايي (( هغه معلومات چې له کتابونو څخه نه حاصليږي ادب دی.))
بروک ليکلي دي (( د لايقو ښځو او سړو ليکلي احساسات او خيالات په داسې رنګ څرګندول چې لوستونکي ترې خوند واخلي ادب ګڼل کيږي.))
امرسن وايي (( ادب د انسان هغه کوښښ دی چې کوم کې هغه د خپل حالت د غلطيو تلافي کوي.))
( ۵ : ۳۵ مخ )
د ادبياتو عمومي وېشنه
سمولالف – د بڼې له مخې د ادبياتو وېش :
زمونږ په فرهنګي عنعنه کې دا دود دی چې ټول ادبيات يا ادبي اثار په لومړي سر کې د بڼې له مخې په دوو برخو وېشي، چې يو ته يې ( شعر او نظم ) او بلې ته (نثر ) وايي.
۱ - شعر او نظم :
سمولشعر د قوي احساس، جذبې او عاطفې تخيلي څرګندونه ده چې په موزونه او اهنګواله توګه شوي او د نظم لغوي مانا ترتيبول او د مرغلرو په لړ کې پېيل دي او په ادبي اصطلاح هغه وينا چې وزن او قافيه ولري ( نثر نه وي ) نظم بلل کيږي.
که څه هم د نظم اصطلاح معمولاً د شعر سره مترادفه يا له هغې سره په يوه مانا استعماليږي، حال دا چې ترمنځ يې جوت او ښکاره توپر شته او هغه دا چې ، شعر موزونه او تخيل لرونکې وينا ده او نظم موزونې قافيه لرونکې وينا ته ويل کيږي، په دې حساب مونږ په پښتو ادب کې ډېرې داسې منظومې لرو چې شعر نه دی او يوازې يې نظم بللی شو، لکه ځينې ديني، طبي، تاريخي او نور ډول ډول منظوم اثار چې ناظمانو نظم کړي، خو د تخيل څرک پکې نه ليدل کيږي، يوازې په وزن او قافيه برابر دي.
( ۵ : ۸ مخ )
۲ – نثر :
سمولد نثر لغوي مانا په فرهنګونو کې تيت او شيندل ده او په اصطلاح کې هغه وينا او ليکنه ده چې د وزن او قافيې له قيد او بنده خالي وي، خو د نننيو ادب پوهانو په اصطلاح نثر يو ادبي ډول دی او څرنګه چې د وزن او قافيې له قيد او بند خلاص وي، نو د هر ډول افکارو د افادې او بشري پوهې، ديني، فلسفي، ښوونيزو، روزنيزو او ټولنيزو مسايلو او مفاهيمو د څرګندولو يوه مناسبه وسيله ده.
( ۵ : ۱۰ مخ )
د بڼې او فورم له مخې نثرونه په دوه ډوله دي :
سمول1. ساده نثرونه
2. هنري او ادبي نثرونه
په ساده نثرونو کې ټول علمي، ادبي، سياسي او ژورنالستيکي ليکنې، څېړنيز، تحليلي او تشريحي اثار او ليکنې راځي، چې په ساده او روانه ژبه د فکر او نظر د څرګندولو او نورو ته د پوهې او معلوماتو د لېږدولو ډېره غوره او اغېزمنه طريقه ده، خو هنري او ادبي نثرونه بيا خپلې ځانګړنې لري چې د هغو له مخې اساسي او بنسټيزه ځانګړنه چې ادبي او ساده نثرونه سره بېلوي هغه هنريت يا ادبي او هنري ارزښت دی، د ادبي نثر د ليکوال احساس، ذوق او تمايلات د مطلب او واقعيت بيانولو لپاره پکې اساسي رول لري، ليکوال چې څه ليدلي ، اورېدلي او احساس کړي وي يا يې په ذهن او خيال کې تيريږي هغه بيانوي، خو د علمي او څېړنيزو ليکنو په څېر دليل راوړلو ته پکې هيڅ اړتيا نه لري.
د ادب ژانرونه ليکوال په خپل اثر کې د هنري نثر دا لاندې ډولونه يا ژانرونه راپېژني :
لنډه کيسه، ناول، ډرامه، رومان، طنز، تکل، ادبي ټوټه، يونليک ( سفرنامه )، ادبي راپورتاژ، ادبي ليکونه، ادبي انځور، ځای پېښې، علمي سناريو او ...
( ۵ : ۹ مخ )
ب – د موضوع او منځپانګې له مخې د ادبياتو وېش :
سمولادب پوهان د محتوا او منځپانګې له مخې ادبيات په دوو سترو ډولونو بېلوي :
۱ – تخليقي يا هنري ادبيات ۲ – تحقيقي يا څېړنيز ادبيات
تخليقي يا هنري ادبياتو ته اصلي او واقعي ادبيات هم وايي، چې په هغو کې د شعر بېلابېل ډولونه لکه لنډه کيسه، ډرامه، ناول، ادبي ټوټه، تکل، طنز، ادبي راپورتاژ، ادبي يونليک، ځان پېښې او نور شامل دي او تحقيقي يا څېړنيزو ادبياتو کې يو لړ علمي، ټولنيزو اصولو او معيارونو له مخې د ادبياتو منشاء،ماهيت، ارزښت او اهميت په باب څېړنې ( تحقيقات ) شاملې دي.
( ۷ : ۳۵ مخ )
د ادب موخه او غرض
سمولله ډېر پخوا زمانې راهيسې د ادب پوهانو له خو ا د ادب په هکله دوه نظريې ډېرې عامې دي:
1. ادب د ادب لپاره
2. ادب د ژوند لپاره
ادب د ادب لپاره نظريې پلويان ادب يو خاص جمالياتي يا ښکلی څيز ګڼي او په ادب کې د مقصديت او ټولنيز افاديت قايل نه دي، د هغوی په نزد د ادب دنده يوازې دا ده چې خلکو ته خوښي ور وبښي او له ښکلاييز اړخ پرته ادب څخه له دې پرته بله تمه بې ځايه ده، خو د دې په وړاندې بيا د ادب د ژوند لپاره د نظريې پلويان په دې اند دي چې ادب د خوښۍ او خوند ترڅنګ يوه بله مهمه دنده هم لري او هغه دا چې د ژوند په اړه زمونږ معلومات زياتوي، چې دا له مونږ سره د ژوند د چاپېريال په پېژندنه کې پوره مرسته کوي، چې په دې صورت کې ادب مونږ ته د ژوند ښکلاوې او بدرنګۍ هم راښيي او د هغو اصلاح او سمون لارې چارې راپه ګوته کوي، چې دغسې د ژوند د هوساينې او سوکالۍ لپاره د هلو ځلو کولو د ادب د ژوند لپاره د نظريې بنسټيز پيغام دی.
د ادب د ادب لپاره د نظريې پلويان ادب له يوې مخې د خپل ټولنيز هدف او ارزښت نه رابېلوي او په دې باور دي چې ادب يوازې او يوازې انسان ته روحي خوښۍ او لذت او تسکين ور بښي او نور هيڅ نشي کولای دوی د ادب په محتوا يا منځپانګې او مضمون کې د نغښتو ټولنيزو، اخلاقي، روزنيزو، تنبيهي او هڅوونکي ځواک له اغېزو او اهميت نه سترګې پټوي، د دوهمې نظريې ( ادب د ژوند لپاره ) پلويان بيا په دې عقيده دي چې ادب د ښکلاييز او روحي خوند او سکون ترڅنګ د ټولنيزې او اخلاقي روزنې، اصلاح او سمون او د وګړو د ذهنونو د روښانولو او هغو ته د لارښوونې دنده هم په غاړه لري.
ادب پوهنه اثر ليکوال د ادب د ژوند لپاره نظريې او په ادب کې د موخې او پيغام مسئلې په اړه د مفصلو څرګندونې لري چې په دې ډول ده (( که مونږ له پخوا څخه تر اوسه پورې ادبيات مطالعه کړو ، نو ليدلای شو چې ادبياتو همېشه په يوه او بله بڼه ټولنيز فکري ارزښت او مفهوم لرلی دی، دغه فکري ارزښت او مفهوم په واقعيت کې هغه مقصد، غرض، موخه او هدف دی چې ليکوال يې نورو ته رسول غوښتي دي، او همدغې موخې او هدف ته د رسېدو لپاره اديب له هغې نه د يوې اغېزمنې وسيلې په توګه کار اخيستی دی.))
که د هر قوم، ملت او ژبې ادبي تاريخ ته ځير شو، راته څرګنده به شي چې د هغوی دردمنو او بااحساسه اديبانو په يوه بله بڼه د خپل فکر، نظر او عقيد د تبليغ يا خپراوي سره ، د قوم او ملت د ذهني ويښتيا، معنوي لوړتيا، ټولنيزې اصلاح د سمون لپاره د يوې وسيلې په توګه کارولې ده او په دې ترتيب کې يې په خلکو کې د کار، عمل، اصلاح، سمون او بدلون جذبه راولاړه کړې ده، د بېلګې په ډول که د پښتو او دري ژبو په ادبي تاريخونو کې د فردوسي، خوشحال خټک، سعدي، حافظ، بايزيد انصاري، رحمان بابا، اقبال او نورو نومياليو ليکوالو او اديبانو اثار ولولو، نو راته معلومه به شي چې هغوی څنګه ادب د د ديني، مذهبي، عقايدو او د ټولنيزې اخلاقي خير ښېګڼې، د قومي او ملي احساس د بيدارۍ او تبليغ لپاره يوه ډېره اغېزمنه وسيله ګرځولې او خپله ټولنيزه موخه يې ترسره کړې ده.
( ۴ : ۱۵ مخ )
د پايلې په توګه ويلی شو چې د هرې ژبې ادبيات په يوه ټاکلې زمانه او سيمه کې د خلکو ژوندي افکار دي چې په الفاظو کې خوندي او په ليکلي يا ويلي (تحريري – شفاهي ) ډول له يو نسل نه بل نسل ته انتقاليږي ، نو د اديب تخليق کړی ادب د خپل عصر د وګړو عقايد، کولتور او ټولنيز ژوند هغه هېندارې دي چې د هغوی رېښتينی ژوند پکې په يوه يا بله بڼه برېښي، نو د ساعت تېرۍ، خوند او روحي تسکين لپاره يې مطالعه کول واقعيت کې له ژوند سره اړيکې شکول او پرحقايقو سترګې پټول دي، نو ځکه اوسنۍ ادب پوهنه، ادب د ادب لپاره نظريه په کلکه ردوي.
د ادب موضوعات
دا خو څرګنده ده چې ادب په ژوند پورې اړه لري، دا چې انساني ژوند ګڼ اړخونه لري، له همدې امله ادب هم ګڼ اړخونه لرلی شي، دې واقعيت ته په پاملرنه ويلی شو چې په ټولنه کې د ژوند هره برخه او پېښه د ادب موضوع کېدلی شي.
د ( ادب کا مطالعه ) اثر ليکوال په عامه توګه د ادب موضوعات پر پنځو برخو وېشلي دي :
1) ذاتي يا خپلې تجربې: هغه تجربې دي چې د اديب په شخصي ژوند پورې اړه لري.
2) انساني تجربې : هغه تجربې دي چې د ټول بشر يا انساني نوعې په تجربو پورې اړوندې دي.
3) ټولنيزې تجربې : هغه تجربې دي چې د ټولنې د وګړو په ګډ او عمومي تجربو پورې اړه لري.
4) په مادي نړۍ پروې اړوند تجربې : هغه تجربې دي چې هغه په طبيعت او خارجي نړۍ پورې اړه لري.
5) په ادب پورې اړوندې تجربې : هغه تجربې دي چې په هغو کې اديب يوازې د خپل فن او هنر بشپړتيا ته نه ګوري يا د خپل هنر وده، پرمختيا او لوړتيا په پام کې نيسي.
ادب پوهان وايي چې ادب په خپله د اديب، د ټولنې او نړۍ د نورو افرادو د تجربو خلاصه او نچوړ دی. دغه تجربې په اصل کې مړې پېښې وي چې د انسان په ذهن کې پرتې وي، اديب د ادب د ځانګړو او ټولنيزو تجربو د لېږدونې يوه ډېره غوره او اغېزمنه وسيله ګڼل کېدای شي.
( ۸ : ۲۱ مخ )
د ( ادب مطالعه ) ليکوال د ادب د موضوع په اړه ليکي :
سمولکله چې مونږ ته دا ځواب تر ګوتو شو چې مونږ ادبي تخليقات ولې کوو او د هغه کوم اسباب او علتونه دي،نو مونږ ته بايد دا هم څرګنده شي چې په ادبي تخليقاتو کې کوم شيان ليکل کيږي ، د هغه موضوع يا مواد کوم دي، ترڅو مونږ ته دا پته و نه لګيږي چې په ادب کې کومې کومې خبرې راځي، تر هغې پورې مونږ د هغه مطالعه نشو کولی، د انسان د ژوند هر اړخ د ادب موضوع ګرځېدلی شي، له دنګو ماڼيو نيولې تر کوډلو پورې د بازارونو څخه نيولې تر دفترونو پورې، لنډه دا چې د ژوندد هر اړخ د ادب موضوع کېدای ، ادب د افرادو او قومونو د تجربو خلاصه او لنډيز دی.
ادبي موضوعات کولای شو په درېو برخو باندې ووېشو :
1) د فرد تجربه د فرد په حيث .
2) د فرد تجربه د انسان په حيث .
3) د فرد تجربه د طبيعي مناظرو د ترجمان په حيث.
تر کومه چې خبره د اديب په خپل ځان او ذات پورې اړه لري په هغه کې ايب د خپلو ذاتي يا شخصي جذباتو څرګندونې کوي، يا په بله وينا اديب په دغه ډول ادب کې د خپل فکر، ذهن او جذباتو داخلي نړۍ انځوروي، د دې ډول تخليق شوي ادب غوره بېلګې عشقيه او صوفيانه شاعري او مرثيه ليکنې .
د اوسنيو ادب څېړونکو په اند (( په ادب کې مهمه دا ده چې اديب له خپلې ذاتي نړۍ نه راووځي، د خپل ليد ساحه او دايره پراخه کړي، له ځانه بهر د ټولنې او نړۍ ترجماني وکړي.))
( ۶ : ۴۵ مخ )
په ادب کې د شکل او مضمون اړيکې
سمولپه ادب کې شکل او مضمون خپل ځانګړی ارزښت او اهميت لري، ځکه چې د هر ادبي اثر په جوړښت کې د شکل او مضمون ګډون اساسي ونډ لري او د دواړو له ګډون پرته ادبي اثر نشي رامنځته کېدلای، اديب چې کله ادب پنځوي ، نو لومړی به د هغې لپاره يوه موضوع ټاکي او بيا به د هغې د بيانولو افادې او نورو ته وړاندې کولو لپاره يو ادبي فورم او بڼه خوښوي، د بېګلې په توګه کله چې هغه د ادب پنځونې او تخليق لپاره د خپلې خوښې موضوع په نښه کړي، بيا نو چې د هغې د بيانولو لپاره يې د نثري ادب کوم ژانر يا ډول لکه لنډه کيسه، ناول، ډرامه، ادبي ټوټه او ...سره مينه وي او ورته مناسب ښکاره شي او که د شعر بېلابېل ډولونه لکه غزل، رباعي، قصيده يا د ازاد شعر فورم او نورو شعري ډولونو سره يې مينه وي، خپل خيالات او احساسات د هغو په کالبونو کې په اغېزمنه توګه څرګندولای او نورو ته وړاندې کولای شي، اديب د ادب د پنځونې او تخليق عمليه د خپلې خوښې او علاقې سره سمه ترسره کوي.
د ادبياتو د تيورۍ اثر ليکوال د يو ادبي اثر شکل ( بڼه ) او مضمون (منځپانګه = محتوا ) داسې راپېژني (( منځپانګه ( مضمون ) او بڼه فلسفي معقولې او مفهومونه دي ، منځپانګه د يو شي يا پديدې د ټولو هغه توکو مجموعه ده چې نوموړی شی يا پديده يې رامنځته کړې ده او بڼه يې د دغه توکو ځای پرځای کول، ترتيب او تنظيم دی....))
د هيګل له نظره (( منځپانګه ايډيال دی او بڼه يې حسي انځوريز تبلور دی، د هنري ادب اثار هم ټاکلې منځپانګه لري، هنري اثر په خپله د منځپانګې او بڼې دنننی يووالی دی ، بڼه او منځپانګه يو له بله نه بېلېدونکي دي...))
بڼه بل څه نه دي بلکې په خپل پوهاوي کې په ماده ييزه بڼه کې شتون موندلی شي، يا په نورو ټکو که ووايو چې د ليکوال او اديب فکر، احساس او تخيل هغه مهال مادي شتون موندلی شي، چې په الفاظو کې تجسم پيدا کړي، چې د مادي تمثيل اصطلاح همدا مانا لري، په بڼه کې هر بدلون همغه دم په منځپانګه کې بدلون دی او په منځپانګه کې بدلون همغه دم په بڼه کې بدلون دی،ادب پوهان په دې اند او باور دي چې په ادبي اثر کې شکل ( بڼه ) او مضمون بايد يو له بل سره سمون ولري.
په هر ادبي اثر کې فورم او مضمون يو له بله سره نږدې او نه جلا کېدونکې اړيکې لري، د ( ادب د تيورۍ اساسونه ) اثر ليکوال د فورم او مضمون ترمنځ نږدې اړيکې او په ادبي اثر کې د شکل او مضمون سمون په اړه ليکي (( هر بديعي او هنري ادبي اثر هغه وخت پوره ارزښت او اهميت لرلای شي چې خپل مضمون ونه سپړلای شي، هنري ارزښت له لاسه ور کوي او ليکونکی يې ليکوال نشو بللی، د هنري اثر مضمون د ادب د تيورۍ له مخې د هغو موادو په نسبت ډېر پراخ دی، کوم چې هنرمند له ژوند رااخيستي او تاليف کړي يې وي... د بديعي ادبي اثر مضمون د ژوند له هغه پلوه عبارت دی کوم چې ليکوال درک کړی او د ښکلا پېژندنې له کوم اړخه چې ور ته ګوري ، د مضمون د راسپړلو تمثيلي فورم د پرسونتاژ د ژوند هغه اړخونه دي چې ليکوال يې په خپل تصور او تخيل کې جوړوي، په خپل خاص سبک يې د ټاکلي فورم او د الفاظو په قالب کې ځايوي او بيا يې د لوستونکي په خدمت کې وړاندې کوي ...د مضمون او فورم په سمون او په بديعي تمثيل کې د دوی ځايول د هنر يوه لازمه او نه جلا کېدوونکې نښه ده.
د بديعي اثر مضمون او فورم بايد داسې ونه ګڼل شي لکه ظرف او مظروف يانې لکه يو لوښی او په هغه کې اوبه له يوه ظرفه کېاشي مظروف بل ظرف ته انتقال شي، خو که له ي، مضمون نه افادي هغه خپل فورم واخيستل شي، چې پکې ځای شوی دی، امکان لري بيخي يو بل شی ترې جوړ شي ، د يو مضمون لپاره د بل مساوي فورم لټون ناکام او بې ځايه کوښښ دی.
( ۶ : ۵۱ – ۵۲ مخ )
د ادبي انځور پېژندنه
سمولد انځور د کلمې مانا پښتو – پښتو تشريحي قاموس ، رسم، کښيده، نقش، نښان، نمونه او علامه راوړې ده. او له ادب سره د نښتې ( ی ) په وسيله د ( ادبي ) کليمې په يو ځای کېدو ورڅخه يو په زړه پورې ترکيب جوړ شوی چې اصطلاحاً د نثري ادب يو ډول لپاره کارول کيږي چې هغه ته په انګريزي ادب کې سکېچ ( Skeich) يا پن پورترايت ( Penportrait) اصطلاح او په اردو ادب کې خاکه نګاري يا شخصيت نګاري ور ته وايي که څه هم سکېچ اصلاً د انځور ګرۍ اصطلاح ده، خو د ادب د دې ژانر لپاره ځکه وضع شوې چې په دې کې د الفاظو هم هغه اهميت دی لکه په انځورګرۍ کې چې د دکرښو دی، خو توپير په دې کې دی چې په انځورګرۍ کې د يو شخصيت ظاهري بڼه څرګنديږي او په دې ادبي ژانر کې اديب د کلمو په وسيله د شخص د باطني کردار او کړو وړو د څرګندولو هڅه او کوښښ کوي.
( ۵ : ۵۲۱ – ۵۲۲ مخ )
د نثري ادب د نورو ډولونو په څېر د ادبي انځور کومه ځانګړې، کوټلې او منلې پېژندنه نشته، بېلابېلو ادب پوهانو او څېړونکو ورته بېلابېل تشريحي، توضيحي او تحليلي تعريفونه او څرګندونې کړي دي، چې دلته يې ځينې د دغه ادبي ژانر د پېژندنې لپاره رااخلو :
د( زرينې څانګې ) ليکوال يې داسې راپېژني (( ادبي څېرې په ادبي ژبه انځورول، په ارودو ادب کې يې خاکې بولي، خو مونږ ور ته ادبي انځور ويلای شو، په دې ډول پېژندنه کې د يوه اديب يا بل چا د پېژندنې په دې ټکو زور نه اچول کيږي چې د پلاني زوی، د پلاني ځای، په پلاني کال زېږېدلی او په پلاني کال مړ شوی دی، بلکې په دې ډول ليکنوکې دا پېښې ضمني وي او د يوې څېرې د انځور لپاره داسې مواد او الفاظ برابريږي چې دا څېره د ټولنپوهنې، اروا پوهنې او وګړو پوهنې د څېړلو لپاره اساسي او پوخ کار ور کوي، په دې ډول څېره ليکنه کې د يو چا خوی بوي، کړه وړه، راشه درشه او د ژوند ډېرې نورې ګوښې روښانه کيږي او د يو دقيق تصوير په توګه د کاغذ پرمخ خوندي کيږي.))
( ۵ : ۵۲۳ مخ )
د ( پښتو ادبي اصطلاحات ) ليکوال ليکي (( خاکه نګاري ( ادبي انځور ليکنه ) د ادب يو صنف دی چې پکې د يو شخص منفرد مهم او نماينده اړخونه په داسې طرز بيان شوي وي چې د هغه ټول شخصيت لکه کړه وړه، مخ او خط وخال سره سره د هغه پټې او څرګندې خوبیانې د ژوندي او ګرځنده تصوير غوندې لوستونکي ته ښکاره شي.))
( ۵ : ۵۲۴ مخ )
احناف ( ادبي ژانرونه ) ليکوال يې داسې راپېژني (( د خاکې ( ادبي انځور ) لغوي مانا لومړنۍ نقشه ده، خو دلته ورڅخه مقصد په الفاظو کې د انځور وړاندې کول دي او پر ادبي اصطلاح هغه ليکنه يا مضمون دی چې د يو چا د شخصيت پوره انځور وړاندې کړي، چې د شخص ليکلی انځور هم ور ته ويلای شو.
د ( څېړنې او کره کتنې ) ليکوال د ادبي انځور د پېژندنې په هکله په ډېر تفصيل سره بحث کړی، چې دلته يې په لنډون سره رااخلو :
خاکه ( ادبي انځور ) هغه ليکنې هنر دی چې پک ېد يو وګړي د شخصيت عکاسي او ترجماني کيږي په دې کې د يو شخصيت بشپړ حالات له پيدايښت څخه تر مړينې پور نه بيانيږي، ځکه چې مقصد يې د يو چا ژوند ليک يا د ژوندپېښو بيانول نه دي، بلکې د شخصيت هغه منفردې او ځانګړې پېښې بيانوي چې هغه يې د ژوند د اړخونو په څرګندولو کې مرسته کوي، د ادبي انځور د ليکنې اسلوب ډېر په زړه پورې دی او کله کله پکې د طنز او مزاح، مرچ و مالګه يا مصاله هم ور ګډيږي، ادبي انځور يو تخليقي ژانر دی او مقصد پکې د ليکوال د خپلو نظرياتو او افکارو تبليغول نه، بلکې د يو شخصيت ځانګړنې يا ځانګړتياوې څرګندول وي، په دې ليکنيز هنر کې د الفاظو او کلمو مناسب کارول دومره ارزښت او اهميت لري لکه څومره چې په انځور ګرۍ کې د کرښو او خطونو دی، له همدې امله لنډون د ادبي انځور ليکنې تر ټولو غوره او مهمه ځانګړنه ده او ليکوال غواړي چې په ډېرو لږو کلمو کې د يو شخصيت څرګندې ځانګړتياوې او اوصاف لوستونکو ته وړاندې کړي، له ليکوال سره د دغه شخصيت په هکله د پېښو او تاثيراتو اوږده او لويه لړۍ موجوده وي، خو هغه پکې داسې پېښې رااخلي چې د هغو په هېنداره کې د دغه شخصيت بشپړ انځور څرګند شي، غير ضروري پېښې او بې ځايه تفصيلات د ادبي انځور روح ټپي او زيانمنوي ، په ادبي انځور کې د ظاهري شکل او صورت په ځای ډېر ژور په باطني کردار نګارۍ اچول کيږي او هغه پکې ډېره مهمه ګڼل کيږي، دا يو داسې ادبي ژانر دی چې پکې د يو شخص د سيرت او کردار تر ټولو مهم اړخونه پکې ډېر لنډون سره داسې وړاندې کيږي چې هغه د يو ژوندي شخصيت وړ ګرځي، په دې ادبي ژانر کې د هغه پام وړ شخصيت د ښو صفتونو او ځانګړنو د ښودولو ترڅنګ د هغه د بشري کمزوريو يادونه او څرګندونه هم کيږي که ليکوال دا کار و نه کړي، نو له ادبي انځور څخه به يو توصيفي مضمون جوړ شي، د يو غوره او معياري ادبي انځور تر ټولو ښه ځانګړنه دا ګڼل شوې جې په هغه کې د شخصيت مثبت او منفي دواړه اړخونه څرګند کړای شي او هغه کې بايد د محبت او عداوت پر ځای د حقيقت ترجماني وکړي، دلته د دې خبرې يادونه ضروري ده چې ليکوال بايد د يو شخصيت کمزورۍ په داسې هنرمندۍ او همدردۍ سره بيان کړي چې د شخصيت په زړه پوري والي کې يې توپير رانشي، دلته بايد د ليکوال موخه د شخصيت سپکاوی نه وي، بلکې د هغه تر بحث لاندې شخصيت د اصلي فطرت څرګندول وي، دا د ادبي انځور ډېر نازک اړخ دی، د ليکوال پوره غور او دقت غواړي، بايد چې په ډېر احتياط تر سره شي، د بيان اندازه بايد په پوره ادبي او په زړه پورې لهجه وي.
د ادبي انځور د ليکنې په وخت بايد د ليکوال خپل شخصيت په پسمنظر کې وي او تر بحث لاندې شخصيت پېش منظر کې، د هغه چا شخصيت بايد د پاملرنې وړ وي چې ادبي انځور يې وړاندې کيږي، په ادبي انځور کې يو اديب يا هنرمند په مقام او مرتبه خبرې نه کيږي ځکه چې ادبي انځور تنقيدي مضمون نه دی چې انتقادي نظريات پکې وړاندې شي، بلکې زياتې خبرې د هغه په شخصيت کيږي ، خوالې يا اقتباسات ور کول يا نقل کول هم په ادبي انځور :ې نه ځاييږي .
د ادبي انځور ليکوال بايد د يو شخصيت د معرفي کولو پرمهال له ډېر غور او دقت څخه کار واخلي، ځکه هغه يو ډېر ستونزمن کار په مخکې لري، لومړی بايد له هغه چا سره چې ليکنه پرې کوي، يا په بله وينا چې ادبي انځور يې وړاندې کوي، پوره اشنايي ولري، د هغه د شخصيت ګڼ اړخونه ور ته معلوم واوسي او د يوې ژورې کتنې په پايله کې د هغه شخصيت هغسې چې لازم وي، نورو ته وروښودلی شي او دا کارځکه مشکل دی چې انساني شخصيت ډېره پېچلې بڼه لري او د انسان پېژندل د ټولو نه ګران کار دی، نو ليکوال بايد د ادبي انځور په ليکنه کې په ډېر احتياط قلم او قدم پورته کړي.
( ۵ : ۵۲۶ – ۵۲۷ مخ )
د ادب څه دی ليکوال وايي :
سموليو شخصيت ليکونکی يا د ادبي انځور ليکوال د يو شخص خبرې اترې بيانوي، د هغه خيالات د يوې خبرې يا بلې خبرې په هکله مونږ ته راوړاندې کوي او په دې چل د هغه د شخصيت يو خاص تصور زمونږ په مغزو کې پوخ کړي او له دې سره سره د هغه عملي ژوند هم زمونږ په مخکې کيږدي.
هغه د هغه شخص د غلطيو او کمزوريو لپاره دليلونه نه لټوي، د هغه د لمنې نه دغه داغونه او تورکي نه پاکوي، شخصيت ته يو رنګ يا بل رنګ نه ور کوي، بس څه چې اوري او څه چې ويني هغه د يو سپين ډاګي سړي په شانتې زمونږ په مخ کې کيږدي او په دې چل يو شخصيت سره د خپلو ښو او بدو عادتونو، رياکاريو او کمزوريو زمونږ په مخکې راشي، کله په دغه کردار باندې د هغه په بې وسيو زمونږ زړه وسوځي او کله د وينا او عمل لرې والی مونږ په هغه پورې وخندوي.
( ۷ : ۸۲ مخ )
په ادبي انځور کې په هنري او ادبي ژبه د يو شخص د ظاهري او باطني کړو وړو ژوره عکاسي او انځور ګري کيږي، ځينې ادب څېړونکي يې د شخصي کره کتنې (تنقيد) په ډله کې شمېري، يو بريالی ادبي انځورګر هماغه وي چې ليکوال د ليکوالۍ يا ليکنې په ځانګړي مهارت د يو ناليدلي او ناپېژندلي شخصيت انځور د لوستونکي په ذهن کې داسې نقش کړي چې په نااشنايۍ کې هم هغه ورته اشنا او پېژندوی ښکاره شي، دا ټول د ادب کمال دی چې د ليکوال احساس او عاطفه په ډېره اسانه او اغېزمنه توګه خپلو لوستونکو ته ور لېږدوي.
د کوزې پښتونخوا ليکوال روښان يوسفزی په خپل مضمون کې چې د ( پښتو کښې خاکه خاک ) تر سرليک لاندې په ( مرکه ) مجله کې خپره شوې د يو غوره ادبي انځور ځانګړنه داسې ښودلې ده:
د يوې کاميابې او معياري خاکې غټ صفت دا دی جې د هغې له لوستو نه پس قاري ته د هغه شخصيت ( په چا چې خاکه ليکل شوې ) ټول صورت، کړه وړه، مزاح او نفسياتي تصوير د سترګو د وړاندې داسې وګرځي لکه د فلم د پارټ غوندې.
په يوه کاميابه خاکه کې د انسان کردار او افکار دواړه موجود وي ، خاکه ( ادبي انځور ) دوه قسمونه لري : يو عملي ، سماجي او معاشرتي خاکه ده کومه چې د ژونديو کرارونو په ذريعه مونږ ته په ستيج يا سکرين ښودلی کيږي او بل قسم هغه ده چې د مختصر ليک په ژبه د يو شخصيت کړه وړه بيانوي، ولې په دې دواړو خاکو کې يو قدر مشترک دی او هغه لطافت او نازک طنز دی ځکه چې خاکه د طنز او مزاح او سوانح عمري د ژوند ليک د دواړو صنفونو د امتزاج نه زېږېدلې ده، داسې خاکې ته مونږ د لوستونکو خاکه وايو، ځکه چې يوه کتو سره تعلق لري او بله د لوستو سره، د خاکې د لوستو په وخت کې که له يوې خوا د قاري په شونډو نرۍ نرۍ موسکا غځونې کوي، نو بل خوا ورته د هغه شخصيت په باره کې تياره او رڼا هم ښکاره شي .
د يادونې وړ ده چې ليکوال د هر جا ادبي انځور نه شي کښلی، بلکې د هغه چا په اړه يې ليکلی شي چې ور سره ژورې اړيکې ولري او په اړه يې کافي پوره معلومات ولري، خو د ادبي انځور ليکوال ته بايده ده چې د ليکلو پرمهال خپل تعصب، کرکه، همدردي او اړيکې يوې خوا ته کېږدي او د صداقت، واقعيت او رېښتينولۍ په بنسټ دا چاره ترسره او د هغه چا ادبي انځور چې ليکي د شخصيت ښېګڼې او کمزورتياوې يې دواړه بيان کړي، ښېګڼې بيانول يا ستاينې کول خو اسان کار دی، خو د کمزوريو او نيمګړتياوو بيانول ډېر ستونزمن دي او بايد په ډېر مهارت ترسره شي.
( ۵ : ۵۲۷ – ۵۲۹ مخ )
ځينې څېړونکي بيوګرافي ليکنه او ادبي انځور ليکنه د ليکنې يو ډول ګڼي او د دوی ترمنځ د بېلتون په کرښه سترګې پټوي حال دا چې دا دواړه د ليکنې ځانګړي او جلا ډولونه دي ترمنځ يې ډېر توپير شته چې دلته يې د ځانګړي سرليک لاندې توپيرونه درپېژنو .
د ادبي انځور او ژوند ليک ترمنځ توپير
سمولدا سمه ده چې د ادبي انځور او ژوند ليک دواړو موخه د يو چا د ژوند د حالاتو او شخصيت پېژندنه ده، خو دا پېژندنه د بڼې او منځپانګې له مخې په داسې بېلابېلو ليکنيو لارو او اصولو کيږي چې ډېر توپيرونه لري او همدا توپيرونه د دې لامل ګرځېدلي دي چې دواړه د ځانګړو ادبي ژانرونو په توګه مطالعه او وپېژندل شي، چې دلته يې د ځينو توپيرونو يادونه کووک
ژوندليک او ادبي انځور يو بل ته نږدې ښکاري، خو ژوندليک ادبي انځور نه شي ګنل کېدی، ځکه چې په ژوند ليک کې د يو شخص د پوره ژوند کتنه وي، د پيدا کېدو نه واخله تر مړينې پورې يې بېلابېلې معمولي پېښې هم رااخلي، ترڅنګ يې د هغه د خپلوانو او دوستانو هومره پېژندګلوي هم چې له هغې سره تړون لري، کوي، د شخص د ټولو کارونو ارزونه کوي او دغسې دا خبرې دومره اوږدې شي چې په لس ګونو پاڼې پرې ډکې شي، خو د دې په مقابل کې د ادبي انځور لمن لنډه، تنګه ده، د ي، شخص د ژوند د يو اړخ يا څو اړخونو داسې يادونه کوي چې هغې له مخې مونږ د هغه شخصيت وپېژنو، د هغه وګړي شخصيت ته داسې کتنه کوي چې هغه کاغذ پرمخ داسې راوځليږي لکه چې مونږ هغه له نږدې څخه ليدلی وي او ورسره پېژنو.
د ژوند ليک ليکوال د يو شخص د ژوند په اړه معلومات د ټاکلو اصولو په رڼا کې په ترتيب سره ړاندې کوي چې دا ترتيب تر ډېره د ژوند ليک د ليکوال د ذوق او سليقې او ليکنيز مهارت پورې تړاو لري، خو ادبي انځور کوم ځانګړي اصولو نه لري او نه پکې په ليکوال کومې پابندۍ او د ځانګړو اصول رعايت شته، د ژوندن ليک ليکنې برعکس ادبي انځور غير رسمي بڼه لري، د ژوند ليک اوږد، مګر ادبي انځور له ډېر لنډون څخه کار اخلي، د شخص د ټول ژوند پرځای د هغه د شخصيت يو يا څو اړخونه راواخلي او د خپل تصور او تخيل په مرسته يې په پوره ادبي خوند رنګ کې وړاندي کړي.
د ژوند ليک ليکنې بڼه او مزاج تر ډېره سنجيده او علمي وي، خو په ادبي انځور کې د تازه والي او نوښت يوه لړۍ روانه وي.
ادبي انځور ليکوال د ژوند ليک ليکونکي برعکس د يو وګړي د شخصيت وړ او ناوړه اړخونه دواړه د لوستونکو مخې ته ږدي، هغه يې د ليکوالۍ په مهارت په ډېره خوږه او رنګينه ژبه په الفاظو کې ډېر په زړه پورې انځور کړی وي، په خپله د هغه په باب پرېکړه نه کوي، هغه د شخصيت خواوې يا اړخونه په خپله ليکنه کې انځوروي او لوستونکي ته يې وړاندې کوي چې هغه پرې په خپله له ځان سره د وړ يا ناوړ پرېکړه وکړي.
د ژوند ليک او ادبي انځور تر ټولو مهم او جوت توپير دا دی چې د ادبي انځور ژبه د ژوند ليک په پرتله ډېره هنري، خوږه او زړه راښکوونکې وي او د شخصيت د پېژندلو لپاره په الفاظو کې يو په زړه پورې منظر کشي کيږي.
( ۵ : ۵۲۹ – ۵۳۱ مخ )
داسې نورې لويې او وړې ځانګړنې هم شته چې د دواړو ترمنځ د بېلتون کرښه راکاږي او د بېلو، بېلو ادبي ډولونو په توګه يې راپېژني.
د ادبي انځور ليکنې چوکاټ او د ليکنې لار
سمولادبي انځور د يو ځانګړي ادبي ژانر په توګه خپل ليکني چوکاټ او د ليکنې بېله لار لري، چې هغه له نورو ژانرونو څخه رابېلوي، دا چې د ادبي انځور يوه ډېره مهمه او بنسټيزه ځانګړنه لنډول دي، دغسې يې ليکني چوکاټ هم ډېر لنډ و تنګ او د ليکوال په وړاندې يو لړ محدوديتونه موجود دي چې هغه دې ته اړباسي ترڅو له ډېر غور راو دقت څخه کار واخلي ځکه ډېره لږه بې احتياطي هم د هغه د ليکنې خوند او رنګ پوره زيانمنولی شي، د دې ادبي ژانر ليکوال د يو وګړي ژوند، کړه وړه او د خوی خصلت ډېره ژوره کتنه کوي او په نتيجه کې په خپل ذهن کې د هغه د شخصيت يو انځور جوړوي او هغه په يو لينکني چوکاټ کې د خپل تخيل په مرسته د ليکوالۍ په ځانګړو مهارتونو ورته داسې وړاندې کوي چې د هغه پوره شخصيت يې د سترګو په وړاندې ودرېږي او داسې يې وپېژني لکه چې ټول عُمر يې ليدلی کتلی او ورسره پوره اشنايي لري، په دغه عمليه کې د ادبي انځور ليکوال لکه انځورګر چې د يو چا د څېرې په انځورولو کې له کرښو او خطونو څخه کار اخلي، د شخصيت د انځور لپاره ډېرې ښکلې او په زړه پورې کلمې کاروي، د ادبي انځور ليکنې لاره ډېره ستونزمنه او له کړاوه ډکه ده، د دې ژانر ليکوال چې د چا د شخصيت انځور کاږي بايد چې له هغه سره پوره بلدتيا ولري او د هغه د ژوند حالات او کړه وړه پوره ور معلوم وي، بل دا چې انساني شخصيتونه ډېر پېچلي اړخونه لري او انسان پېژندنه په خپله تر ټولو ګران کار دی، نو چې ليکوال د خپل پام وړ وګړي شخصيت په سمه توګه و نه پېژني، نو نورو ته به يې څنګه ور وپېژني، هغه په داسې حال کې چې له زوکړې تر مړينې د هغه د ژوند پېښو او حالاتو په اړه څه نه وايي بلکې د هغه د ژوند يو يا څو اړخونه راواخلي، له هر ډول اضافي او غير ضروري څرګندونو او تفصيلاتو څخه چې د ادبي انځور ظاهري بڼه او باطني برخه زيانمنوي، په کلکه ډډه کوي.
هغه د لنډون ځانګړنې ته په پاملرنې په ډېرو لږو او يو شمېر کلمو کې د يو شخصيت داسې ځانګړنې او څرګند اوصاف لوستونکو ته وړاندې کړي، چې هغوی ته د دغه شخصيت يو بشپړ انځور ښکاره شي.
د ادبي انځور ليکوال ته دا مهمه ده چې په ډېر غور د شخصيت د ژوند د داسې پېښو انتخاب وکړي او يا داسې اړخونه غوره کړي چې د شخصيت پېژندنه ور څخه په ډېره اسانۍ سره په اغېزناکه بڼه وشي.
ليکوال بايد د ادبي انځور پيلامه په داسې جذباتو او په زړه پورو الفاظو وکړي چې لوستونکي ژر راجلب او پاملرنه يې ځانته راواړوي چې تر پايه يې په خوند او مينه ولولي، د ژبې لوړ هنر او ادبي معيارونو ته پاملرنه هم پکې ضروري ده.
په هر صورت د پايلې په توګه ويلی شو چې ادبي انځور ليکنه ډېره ستونزمنه ده، پوره غور او کړاو غواړي، ځکه يې نو ليکنه د هر چا د وس کار نه دی او نه د هر چا د ځواک او توان کار دی او په هره ژبه کې يې ليکوال هم ډېر نه وي او د ګوتو په شمېر ليکوال غوره او معياري ادبي انځور نه شي ليکلای، د ژوند ليک ليکنې په څېر عموميت نه لري، خو د لوستو مينه وال يې ډېر دي او ډېر وګړي يې خوښوي.
( ۵ : ۵۳۳ - ۵۳۵ مخ )
په پښتو ادب کې د ادبي انځور ليکنې بهير
سمولپه پښتو ادب کې د ادبي انځور ليکنې يا کښنې ځينې لرغونې بېلګې مونږ په منظوموکلاسيکو اثارو کې موندلی شو،د خوشحال خان خټک ( ۱۱۰۰ – ۱۰۲۲ هـ ق ) په شاعرۍ کې ځينې داسې شعرونه مخې ته راځي چې هغه پکې د خپل خان او خپلو زامنو او مغلي واکمن اورنګزېب او د پښتنو په وړاندې د هغه ناوړه سلوک او زور زياتی، همدارنګه د پښتني قبيلو د بې حۍ او د خپل منځي بې اتفاقۍ او د خپلو زامنو د نافرمانۍ حالتونه د ادبي انځور په توګه وړاندې کړي دي ، د بېلګې په توګه په دې دوه قصيدو کې يې د خپلو زامنود نافرمانۍ ادبي انځور ډېر په دقيقه توګه وړاندې کړی دی :
چې مې وليدو د خپلــــــو زويـــو کار
زويه واړه ځيګرخون دي د خپل پلار
ترپايه
***
ناخلف مې حواله کــــړه په تقدير
نصيحت ورباندې نه کوي تاثير
ترپايه
همدارنګه يې په دې لاندې قصيده کې د اورنګ زېب او د مغلي واکمنو د زورزياتي انځورونه په ادبي ژبه کړي دي :
پـــرورده کـــــــه د مغلـــــــو په نمک يم
د اورنګ له جوره هم له غريوه ډک يم
همدارنګه په يوه بله قصيده کې چې مطلع يې په لاندې ډول ده داسې وايي :
چې قانع د زمانې په خشک و تر يم
که مې پېژنې بادشاه د بحر و بر يم
د خپل شخصيت ادبي انځور يې هم په ډېر بشپړ، ښکلي او په زړه پوري ډول وړاندې کړی دی، همدغسې په نورو ډېرو شعرونو کې يې د ادبي انځورونو ډېرې ښکلې بېلګې شته.
په خوشحال خټک سربېره رحمان بابا ( ۱۰۴۴ – ۱۱۲۸ هـ ق ) کې هم د خپلې زمانې د مغلي واکمن اورنګ زېب د ژوند انځور په ډېر ښکلي او دقيقه توګه په يوې اوږدې قصيدې کې کښلی، چې مطلع يې دا ده :
په نظر د بې بصر
لکه شام هســـې
او تر تمهيد او تشبيب وروسته د مدعا په برخه کې د اورنګ زېب ادبي انځور له دې بيته پيل کيږي :
اورنګ زېب هم يو فقير و
چې ټوپۍ يې وه په ســـــــر
همدارنګه د کلاسيکې دورې د نورو شاعرانو په دېوانونو کې هم د ادبي انځور په زړه پورې بېلګې شته، دا چې مونږ د معاثر نثري ادب د يو ادبي ژانر په توګه په پښتو ادب کې د ادبي انځور د پيدايښت او پايښت په تاريخي بهير لنډ او ځغلند څېړنيز بحث کوو، د همدې پورتنيو بېلګو په يادونه بسنه کوو، تر کومه چې خبره په پښتو نثري ادب کې د ادبي انځور په پيلامې او د يو ځانګړي ادبي ژانر په توګه د هغه په پېژندنې پورې اړه لري، لومړنۍ بېلګه چې په دې لړ کې زمونږ مخې ته راځي هغه د عبدالحليم اثر افغاني ليکی ( خليق صاحب ) تر سرليک لاندې د نوموړي ادبي شخصيت پوره او کره انځور دی، چې په ۱۹۴۹ مېلادي کال پېښور د انصاف اوونيزه کې چاپ شوی او بيا وروسته د عبدالخالق خليق په مشهور اثر ( زه او زمانه ) کې هم د ليکوال پېژندنې په توګه چاپ شوې ده، نو د ادبي انځور څرګنده پيلامه مونږ د نورو اسنادو تر لاسه کېدو پورې همدغه ۱۹۴۹ مېلادي کال بولو، تر دې وروسته نورې خورې ورې ليکنې د ادبي خاکو په نوم د پښتونخوا په خپرونو کې چاپ شوي، چې د معياري ادبي انځورونو د بېلګو په توګه د ميا احمد شاه (سمندر زما په نظر کې ) او د قمر راهي ( ډاکتر عبدالغفار زما په نظر کې ) او همداسې د شلمې پېړۍ په شپږمه او اوومه لسيزه کې د قمر راهي هغه لنډ ادبي انځورنه چې له مردان څخه خپرېدونکې ( قند مجلې ) په هره ګڼه کې خپرېدل د يادونې وړ دي.
په افغانستان کې د ادبي انځورونو د کښلو لړۍ د روانې لمريزې پېړۍ له درېمې لسيزې څخه پيل شوې، چې په دې لړ کې د ارواښاد ګل پاچا الفت، اروښاد صديق الله رېښتين، ارواښاد عبدالحی حبيبي او ارواښاد عبدالرؤف بې نوا په قلم کښل شوي ادبي انځورونه دي، چې په کابل مجله او نورو مجلو کې خپاره شوي دي له هغو څخه د ارواښاد حبيبي د ( الفت ) ادبي انځور چې د استاد الفت د غوره نثرونو په پای کې د محصل په مستعار نوم چاپ شوي او همدارنګه د ارواښاد بې نوا له خوا د اوسني ليکوال په درې واړو ټوکونو کې د ځينو ادبي شخصيتونو د ژوند ليکونه د ادبي انځورونو ډېره غوره بېلګې بللی شو.
په وروسته وختونو کې هم ځينو ليکوالو ادبي انځورونه ليکلي او په خپرونوکې خپاره کړي چې په دې لړ کې د حبيب الله رفېع (ځوانيمرګ وحيد)،د ارواښاد محمد ګل نوري ( الفت نه مري)،د استاد کامل او همدارنګه د زرين انځور ( د زندان بندي اشرف خان ) ادبي انځورونه د يادونې وړ دي.
په کوزه پښتونخوا کې د افغانستان په پرتله ادبي انځور ليکنې ډېره وده او پرمختيا موندلې او سربېره پر دې چې بېلابېلو ليکوالو ادبي انځورونه ليکلي په اخبارونو او مجلو کې خپاره شوي هم دي، د ادبي انځورونو يو شمېر ټولګې هم چاپ شوي دي چې په دې لړ کې د اصغر خان لالا د ( ژوند او ادب ) ۱۹۶۸ م کال چاپ چې په ځينو ادبي ټوټو او مضامينو سربېره څو ادبي انځورنه هم لري، د ډاکتر همايون هما ليکلي ادبي انځورنه د ( ښکلي ښکلي خلق ) ۲۰۰۰م کال چاپ، د سليم راز (تنقيدي کرښې ) د ۱۹۹۹ م کال چاپ چې له تنقيدي مضامينو سربېره څو ادبي انځورونه هم لري، د محمد زبير حسرت د ادبي انځورونو ټولګه ( نقشونه ) د ۱۹۹۹ م کال چاپ .
همدارنګه د قمر راهي په ( قند ) مجله کې خپاره شوي ادبي انځورنه د ( کرښې ) په نوم په ۲۰۱۴ مېلادي کال په ۱۹۵ مخونو کې په ډېره ښکلې کچه او صحافت د ليکوال له انځورنو سره چاپ شوي دي.
د پياوړي ليکوال حبيب الله رفېع د ( زندان خوړلي اديبان ) هم د ادبي انځورونو ټولګه ده چې په ۱۳۸۵ لمريز کال د افغانستان د قلم ټولنې له خوا په ډېره ښکلې کچه او صحافت په ۱۲۲ مخونو کې چاپ شوې ده، چې په هغوی کې د الفلاح ورځپاڼې د ( قلمي څېرې ) او ( ليدلي کتلي ) تر سرليکونو لاندې د بېلابېلو ليکوالو له خوا د خپلو هم مهالو ادبي شخصيتونو معياري ادبي انځورونه ليکل شوي، چې په هغوی کې د قلندر مومند د ( حمزه شينواري )، د لطيف روهي ( حسين بخش کوثر)، د طالب تاجک ( عبدالرحيم مجذوب )، د ولي محمد طوفان د ( محمود قلندري ) او همېش خليل د ( سمندر خان ) ادبي انځورونه ليکلي دي، له لوړ ادبي او هنري ارزښت نه برخمن دي.
د ادبي انځور د خپرېدو په لړ کې د مردان کالج د کلنۍ مجلې ( شفق ) د حافظ ادريس نمبر ( ځانګړې ګڼه ) کې قمر راهي او پروفيسور تقويم الحق کاکاخېل د حافظ ادريس په زړه پورې ادبي انځورونه ليکلي دي، همدارنګه د پېښور پښتو اکيډمۍ په خپرنيز اورګان ( پښتو ) مجلې کې د بېلابېلو شخصيتونو ځانګړې ګڼې خپرې کړي دي، چې په ځانګړې توګه په دې کې د ( اعتراف نمبر ) د بېلګې په دول يادولای شو، په دې ګڼه کې ښه ادبي انځورونه شته دي، د مردان مرکه مجلې نهمه ګڼه ( خاکه نمبر ) ده، چې پکې د ادبي انځورونو په هکله په څېړنيزو مقالو سربېره يو زيات شمېر معياري ادبي انځورونه هم چاپ شوي دي.
د پښتونخوا د ادبي انځورونو په مشهورو ليکوالو کې د صاحبزاده فيضي، رشيد علي دهقان، سلطان محمد صابر، صاحبزاده حميدالله، سيد محمد عارف، ډاکتر چراغ حسين شاه، سعيد ګوهر، حيران خټک،ډاکتر دروېش، نورالبشر نويد، روښان يوسفزی، مجب وزير، همايون همدرد او نور د يادونې وړ دي چې په دې ادبي ژانر کې يې نوې نوې تجربې کړي او ډېر غوره او معياري ادبي انځورونه يې ليکلي دي.
د بحث د پايلې په توګه د يادونې وړ ده چې د افغانستان په پرتله په پښتونخوا کې دې نثري ادبي ژانر ډېره ښه وده او پرمختيا موندلې ده، خو بيا هم لکه څنګه چې لازمه ده په پښتو ادب کې په عامه توګه دې ليکنې ژانر ته پاملرنه لږه ده، د دغه ليکنې ژانر د عامېدو او پرمختګ لپاره د پښتنو ليکوالو هڅو، هاند او هلو ځلو ته اړتيا ليدل کيږي، ترڅو چې د يو په ژړه پوري ادبي ژانر په توګه پښتو ژبه او ادب کې د عموميت ترڅنګ لازمه وده او پرمختيا ومومي.
( ۵ : ۵۳۹ – ۵۴۱ مخ )
۱ – عبدالحليم اثر افغاني :
سمولد قاضي سيد کريم زوی په ۱۹۱۰ م کال د پښتونخوا د مردان په فيروز پور کې زېږېدلی دی، د ديني او ادبي علومو زده کړې يې په خپله کورنۍ او سيمه کې او همدارنګه د نورو سيمو له ديني پوهانو کړې وې، پياوړی عالم، شاعر او څېړونکی و، څه موده يې په رساله سرحد او خلاصه اخبارات نومې اخبارونو کې دنده ترسره کول او بيا يې په پېښور کې په ۱۹۴۹ م کال انصاف په نوم پنخلس ورځنۍ مجله خپروله، په لس ګونو علمي، ادبي او څېړنيز اثار يې چاپ شوي او ځينې يې لا هم چاپ ته سترګې په لار دي د بېلګې په توګه يې د چاپ شوو اثارو څخه د روحاني تړون او رابطه، زمونږ مجاهدين، تېر هېر شاعران او پښتو ادب نومونه اخلو، نوموړی د ۱۹۸۷ ز کال د دسمبر په ۸ نېته وفات شوی دي.
۲ – قمر راهي :
سمولد عبدالحکيم خان زوی په ۱۹۲۷ مېلادي کال د پښتونخوا په مردان کې زېږېدلی دی، زده کړې يې د لسانس تر درجې پورې کړي دي او بيا يې ډېره موده د مردان د بورې کارخانه کې دنده ترسره کړې، له مردان څخه په ۱۹۶۰ کال د خپرېدونکي قند مجلې مسئول مدير او چلوونکی و، ليکوال او شاعر دی، ليکنې يې خورې ورې په موقته خپرنيو کې چاپ شوي دي، په چاپ شو اثارو کې يې د څېره ( شعري ټولګه ) او د کرښې ( ادبي انځورونو ټولګه ) يادولی شو، د ټول پارسنګ په نوم يو بل ناچاپ اثر هم لري.
۳ – همايون هما :
سمولد سعادت خان زوی په ۱۹۲۵ مېلادي کال د پښتونخوا د مردان په بغداده نومي کلي کې زېږېدلی دی، لوړې زده کړې يې په پښتونخوا کې د ادبياتو په برخه کې تر دوکتورا تر درجې پورې ترسره کړي ، پياوړی شاعر ، ليکوال او څېړونکی و، په خپرونو کې يې په ګڼ شمېر علمي، ادبي او څېړنيزو مقالو سربېره ځانګړي اثار هم چاپ شوي دي، چې د بېلګې په توګه د تحقيق فن، ښکلي ښکلي خلق، په صوبه سرحد کې د پښتو ادبي مجلو روايت، شوګيرې ( شعري ټولګه ) او نور يادولی شو.
( ۵ : ۵۴۱ مخ )
۱ – کرښې :
سمولد نوميالي ليکوال قمر راهي د ليکلو ادبي انځورونو ټولګه ده چې د ۲۰۰۴ م کال د سپتمبر په مياشت کې د پښتونخوا مردان په کوثر پرېس کې په لويه ښکلې کچه په ۵۰۰ ټوکونو کې چاپ شوې ده.
د ټولګې په ۱۹۵ مخونو کې پښتونخوا د ۱۲۳ تنو نومياليو ليکوالو او شاعرانو ادبي انځورونه راغلي دي، دکتاب په لومړيو مخونو کې د ۳۹ تنو نومياليو ليکوالو، چې ډېرو يې اوس له ژوند څخه سترګې پټې کړي دي، عکسونه هم خوندي شوي دي، دغه ادبي انځورونه ليکوال له مردان څخه د خپرېدونکې پښتو ادبي مجلې ( قند ) د لومړۍ او دوهمې دورې ( ۱۹۵۷ – ۱۹۵۸ م کال ) په ګڼو کې په پرله پسې توګه د کرښې ترسرليک لاندې خپاره شوي او اوس د يوې ټولګې په توګه د ادب او مطالعې مينه والو ته وړاندې شوي دي، چې د ليکنو ژبه يې خوږه ،رنګينه او هنري انځوريزه ده ځينې ادبي انځورنه يې ډېر لنډ او په درې څلورو کرښو کې وړاندې شوي چې د پام وړ ادبي شخصيت ښه پېژندنه نشي کولی او د لوستونکي ادبي تنده پورنه نشي خړوبولی، په هر صورت د ده ادبي انځورونه لومړني چاپ شوي ادبي انځورونه ګڼل شوي او دا ادبي د ادبي انځورونو ټولګه لومړنۍ چاپ شوې ادبي انځوريزه ټولګه ده او د دغه ادبي ژانر ډېر ښکلي بېلګې هم پکې خوندي دي.
۲ – زندان خوړلي اديبان :
سمولد پياوړي ليکوال او څېړونکي حبيب الله رفېع اثر دی چې په ۱۳۸۵ لمريز کال د افغانستان قلم ټولنې له خوا په ۱۲۲ مخونو کې په ډېره ښکلې کچه او صحافت د زرو ټوکو په شمېر چاپ شوی دی، د دې ټولګې په دوو برخو کې د هېواد د هغه يوولسو تنو ليکوالو او شاعرانو انځورونه وړاندې شوي چې د افغانستان د غميزې په دوران کې د کمونستي رژيم په زندانونو کې د خپلې ديني عقيدې او ملي هېواد پالنې د احساس او مفکورې لرلو په جرم شهيدان شوي او تري تم شوي دي، په لومړۍ برخه کې د مناره ای نور تر سرليک لاندې د ظفر وردګ ، محمد ارشاد ارشاد، محمدجان فنا، محمد عارف تسل، منديزي شينواري او محمد شيرين سنګري ادبي انځورونه په پښتو ژبه او په دوهمه برخه کې د محمد اسماعيل مبلغ، فايز حنيفي او سرشاد روشني ادبي انځورونه په دري ژبه ليکل شوي دي، په کتاب کې په خوږه ادبي او هنري ژبه د دغو نومياليو شخصيتونو د ادبي انځور تر څنګ د هغوی عکسونه هم خوندي دي.
( ۵ : ۵۴۲ – ۵۴۳ مخ )
د ادبي انځور بېلګه
سمولالفت
سمولد کابل د سيند په غاړه په کوزني لغمان کې د عزيزخان په کڅ کې يو ورکوټی کلی دی، خواو شا يې شنه کښتونه او د سيند شولګرې دي، لږ څه لرې د لويو غرونو په واورو پټې څوکې ښکاري، دلته دوه مست رودونه بهيږيو يوې خوا ته د کونړ ښکلې دره ده چې د کونړ سيند ترې په نڅا راوځي، د شرقي افغانستان په دې ښکلو درو کې ځای په ځای د سيدانو درنې کورنۍ اوسي، پښتانه دوی ته په درنه سترګه ګوري او پاچاهان يې بولي، لکه په پسرلي چې په دې درو کې ښکلي ګلان غوړيږي، د دغو پاچاهانو په درنو کورونو کې هم کله کله ډېر د پوهې خاوندان، شاعران ، پوهان، ليکوالان او د سياست وال پيدا کيږي، سيد جمال الدين افغاني هم د دغو کونړي پاچاهانو څخه و، ښايي چې څلوېښت يا پنځوس کاله دمخه د عزيز خان په کڅ کې د يو پاچا په واړه کهول کې يو ښکلی ګل زرغون شو هغه ګل يې ګل پاچا وباله.
د ګل فطرت په لمن کې لوی شو، د طبيعت روزنه او پالنه يې وليده او لکه د کابل د سيند د غړې غاټول د لغمان اوبو او هوا لوی که، هغه وخت مدرسه يا مکتب نه و، چې دا ګل پاچا سبق پکې ولولي، خو لکه د پښتنو نورو ماشومانو ده يوازې د فطرت نه درس واخيست او اسمان او ځمکې ته يې دومره ځير شو چې د فطرت اسرار يې په خپل ژور ليدو لوڅ او برسېره کړه او هغه څه يې زده کړل چې بل چا په مدرسه او پوهنتونونو کې نه و، زده کړي، پخوانيو يو خبره کړې چې ډېره پخه ده (الاسما تنز من سما ) يانې نومونه له اسمانه راښکته کيږي ( ايښودل کيږي ) دا د لغمان د ورشو ښکلی ګل د پښتو ادب ګلستان کې ډېر په ښکلا وغوړېدو او په الفت نوم مشهور شو، چې اوس يې مونږ ګل پاچا الفت بولو ، دا د الفت نوم له ده سره ډېر وړ دی، ځکه چې زړه يې له الفته ډک دی، الفت د پښتو ادب يو ځلاند ستوری دی، که د پښتو ادب نن ورځ يو بهترين ليکوال او شاعر لري، نو هغه به الفت وي، الفت ډېر کتابونه ليکلي که د کابل او مشرقي اتحاد مدير و، کله په شورا کې و، او اوس د کابل د پښتو ټولنې مشر دی، خو مونږ د الفت شخصيت په نورو صفاتو پېژنو، دی ډېر دقيق او سترګه ور شخصيت او صنعت کار دی، د الفت هنر په پښتو نثر او نظم کې ښکاري او ځانته يو خاص طرز لري، د الفت نثر هم شعر دی او نظم هم شعر دی کوم وخت چې په نثر څه ليکي، نو د فطرت ډېر نازک او واړه دقايق ويناوې څرګندوي، د انساني اجتماعي ژوند ډېرې ښېګڼې په داسې ژبه بيانوي چې ويونکی د ده استدلال په ښه ډول قانع کوي، د الفت په نثر او نظم کې کوم فلسفي يا تاريخي استدلال نشته، مګر د فطرت له هره ګوټه داسې دلايل او برهان راوباسي چې تر هرنګه منطقي استدلال ښه او ټينګ وي، د ده هنر هم دا دی چې ځانته د استدلال لاره کوي او د ژوندانه عادي وقايع هره يوه د دې لپاره د شعر يوه بهترينه موضوع وي، کله کله د الفت نثر نظم جوړوي، خلک وايي چې نظم پېيل دي او يو ناظم مرغلرې پېيي، مګر زه وينم چې الفت په نثر کې هم بلا کوي او کله کله الفاظ هسې سره پېيي چې تر هر رنګه نظم ښه ښکاري او غوره وي، د هنرمند يا فنکار مهارت او کمال دا دی چې عادي شي ته ښکلی رنګ ور کولی شي ، همدغه ګټې او خټې دي چې يو معمار ترې تاج محل جوړوي او د پښتنو غوندې خړه حجره هم، دغه رنګونه او غوړ دي چې يو نالايق نقاش پرې هره تخته او د هرې ټانګې په اړخ يو ناوړه منظره نقش کوي، مګر کله چې د معمارۍ او يا هنر نقاشي په قلم کارشي، نو يوه ټوټه يې په زرو قيمت لري.
دا الفاظ او کلمات د شاعر او ليکوال مصالح دي، که د الفت هغه سره اوډي او ترتيب ور کي د پښتو ادب يو شهکار به وي که د بل چا په قلم وليکل شي، نو هغه به يو عام نثر يا نظم وي، خو لنډه دا چې الفت يو ماهر او سترګه ور هنرمند يا ارټېسټ دی، چې د ده په هنر کې دا درې غټې ښېګڼې وينم :
لومړی جمال چې د الفاظو او کلماتو غوره کول او بيا د هغو اړونه، ترتيب او پېيودنه ( نظم ) يې غټې نښانې دي.
دوهم برهان او استدلال که د فطرت له هره مظهره څخه دی يو منلی دليل جوړولی شي او د ده په نظر کې د دنيا ټول مظاهر د استدلال لپاره څرګندې نښې دي.
درېم انتقاد د ده د هنر غټه ښېګڼه ده دی د مطلومو خواخوږی دي، د اجتماعي ظلمونو سخت دوښمن دی، په خپل ليک کې که منظوم وي او که منثور ولسي تجاوزاتو ته ګوته نيسي او د ده قلم په دې خوا کې ډېر تېره دی، د ظالمانو اسرار لوڅوي او د مظلومو او لوڅ لغړو په کوټو ور ننوځي ددوی د فدکت او بدبختۍ حال ګوري او هغه د ولس د عبرت لپاره په داسې ژبه بيانوي که د چا زړه ډېر کلک هم وي بيا به هم اغېژه پرې وکړي ، د الفت هيڅ منظوم يا منثور ليک نشته چې له دغو ښېګڼو ځنې تش وي ځکه نن د پښتو ليکوالو په ډله کې الفت د ټولو په مخ کې ودريږي او د ده ليکونه د پښتو ادب شمله ګڼل کيږي.
( ۵ : ۵۴۴ – ۵۴۷ مخ )
ايله
سمولدا چې زما موضوع د ادبي انځور پېژندنه ده، نو ما هم تر ډېره کوښښ کړی او د موضوع اړوند مسايل مې په منظم ډول څېړلي دي، لومړی مې په ترتيب سره د ادبي مطالعاتو په اړه خبرې کړي، ادب مې په لغوي او اصطلاحي ډول مفصلاً څېړلی، د ادبياتو وېشنه مې په عمومي ډول کړې لومړی مې د بڼې له مخې او بيا مې د موضوع له مخې وېشلي او وروسته له هغې مې شنلي او خبرې مې پرې کړي، د ادب موضوعات مې هم په ورا سره روښانه کړي ، همداسې مې په ادب کې د شکل او مضمون اړيکې په ترتيب سره راوړي، په دې ترتيب مې خپل اصلي هدف او موضوع ( د ادبي انځور پېژنده ) ته رسېدلې يم او ښه بحث مې پرې کړی ، د ادبي انځور او ژوندليک ترمنځ توپيرونه مې روښانه او واضح کړي دي، د ادب يانځور د ليکنې په چوکاټ او ليک لار باندې مې په ژور ډول خبرې کړي او همدارنګه په پښتو ادب کې د ادبي انځور ليکنې په بهير باندې خبرې او علمي بحث او څېړنه کړې ده.
دا چې ځينې ليکوالان په ادبي انځور کښنه کې څومره ماهر او بريالي دي په لنډه توګه مې د هغوی پېژندګلوي راخيستې او په همدې لړ کې مې د ادبي انځور د څو چاپ شويو ټولګو پېژندنې ته مې په خپله ليکنه کې ځای ور کړی او هغه مې معرفي کړي دي په همدې ډول مې د ادبي انځور يو بېلګه راوړې چې څومره هنريت او جذابيت او خلاقيت لري او په همدې ښکلې او هنري ادبي انځور باندې مې موضوع بشپړه او پای ته رسولې ده، هيله ده چې د پای ليک په ډول ومنل شي.
ماخذونه
سمول1) الفت، ګل پاچا : ( ۱۳۸۰ ل ) کال ، ادبي بحثونه، پېښور، دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
2) حبيبي، عبدالحی ( پوهاند ): ( ۱۳۸۴ ل ) کال، د پښتو ادبياتو تاريخ، لومړی او دوهم ټوک، پېښور دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
3) هاشمي، سيد محی الدين : ( ۱۳۸۳ ل ) کال، د ليکوالۍ فن، پېښور، ميرويس خپرندوی ټولنه ( خپرندوی ).
4) هاشمي، سيد محی الدين : ( ۱۳۸۱ ل ) کال، ادب پوهنه، د اريک د ګرځنده کتابتونونو اداره ( خپرندوی ).
5) هاشمي، سيد محی الدين ( څېړنوال ) : ( ۱۳۸۹ ل ) کال، د نثر ډولونه، پېښور ، وحدت خپرندوی ټولنه (خپرندوی).
6) هاشمي، سيد محی الدين ( څېړنپوه ) : ( ۱۳۸۹ ل ) کال، د ادب پوهنې څانګې، پېښور، ميهن خپرندوی ټولنه ( خپرندوی ).
7) يوسفزی، سحر : ( ۱۹۹۶ ز ) کال، ادب څه دی؟، پېښور، الکتاب پرنټرز (خپرندوی ) .
8) يوسفزی مجروح، مشتاق : ( ۱۹۹۵ ز ) کال، زرکاڼی، پېښور، تاج کتابخانه (خپرندوی ).