د اتلنتيک منشور


د اتلنتیک منشور یوه اعلامیه وه چې د ۱۹۴۱ زیږدیز کال د اګست په ۱۴ صادره شوه او دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته یې نړۍ ته  د امریکا او برتانيا موخې طرحه کولې. دا یوه ګډه اعلامیه وه چې وروسته د اتلنتیک د منشور په نامه ونومول شو او له جګړې وروسته نړۍ لپاره یې د امريکا او برتانیا موخې په دې ډول طرح کړې: د ځمکني تمامیت نه پراختیا، دخلکو د هیلو په ضد د ځمکني تمامیت نه بدلون ( ځاني عزیمت)، د هغو خلکو لپاره د خپلواکو حکومتونو بیا جوړول چې ترې محروم دي، د سوداګریزو محدودېتونو کمول، د نړېوالې همکارۍ له لارې د نړۍ ټولو خلکو ته د غوره اقتصادي او ټولنیزو شرایطو تامینول، له ویرې او اړتیا خلاصون، د سیندونو ازادي، د ځواک د کارونې پرېښوول او د یرغلګرو ملتونو بې وسلې کول. د دې منشور ملاتړو د ملګرو ملتونو اعلاميه د ۱۹۴۳ زيږدیز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه لاسلیک کړه چې د اوسنې ملګرو ملتونو لپاره بنسټ وګرځید.

دې منشور له جګړې وروسته یو شمیر نور نړیوال هوکړه لیکونه  او رویدادونه هم تقويه کړل. د برتانوي سترواکۍ انحلال، د ناتو جوړول او په ګمرکي تعرفو او سودا ګرۍ باندې هوکړه  ټولو د اتلانتیک  له منشورريښه اخيستې وه. په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د " د اتلنتیک نوی منشور" په نامه یوسند د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشر جوبایدن Joe Biden او د برتانیې لومړي وزیر بوریس جانسون Boris Johnson له خوا د هغوی په لومړۍ کتنه کې په کارنوال Cornwall کې لاسلیک شو. [۱]

مخینه سمول

له دویمې نړېوالې جګړې وروسته متفقینو  په پیل کې خپلې تلن لارې او لرلید د سینت جیمز پالیس St. James's Palace په اعلامیه کې د ۱۹۴۱ زیږدیز کال د جون په میاشت کې تشریح کړې. د انګرېزانو او شوروي ترمنځ د ۱۹۴۱ زیږدیز کال د جولای په میاشت کې هوکړه لیک لاسلیک شو او د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ائتلاف جوړ شو. [۲][۳]

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر فرانکلین دي روسیولت Franklin D. Roosevelt او د برتانیې لومړي وزیر وینستون چرچيل Winston Churchill  په دې خبرې وکړې چې د اتلانتیک منشور به د اتلانتیک په هغه کنفرانس کې چې د ۱۹۴۱ زیږدیز کال د اګست په مياشت کې د نیوفوند لند Newfoundland د پلاسینشیا Placentia Bay په خلیج کې جوړیده څه وي. هغوی خپله ګډه اعلامیه د ارجنتیا  سمندري بېزڅخه چې  په نوموړې خلیج کې د امریکا سمندرې بیز وه د۱۹۴۱ زیږدیزکال د اګست په ۱۴ صادره کړه. نوموړی بیز په همدې وختو کې  له بريتانیا څخه د یوې معاملې په ترڅ کې کرایه شوی وه او په مقابل کې یې امریکا برتانیا ته ۵۰ اضافي چټکې جنګي بیړۍ ورکړې وي ترڅو د جرمني د یو ډوله قایقونو په مقابل کې یې وکاروي.   امریکا جګړې ته د یوه جګړه مار په توګه د پیرل په بندر تریرغل پورې چې څلور میاشتې وروسته ترسره شو داخله نه شوه. دا چې پالیسي د یوې اعلامیې په توګه صادره شوه نو د اتلانتیک د منشور په نامه کوم قانوني اورسمي سند نه وه. دې  منشور د جګړې او له جګړې وروسته نړۍ لپاره موخې تشریح کړې. [۴]

د منشور ډیرۍ مفکورې د برتانیا اوامریکا د انترناسیونالیزم له ایدیولوژۍ څخه د نړیوال امنیت لپاره د امریکا اوبرتانیې د همکارۍ له هڅو را پورته شوې وې. د روسیولت دې هڅو چې غوښتل یې برتانیا د جګړې له سختو موخو سره وتړي او د چرچيل نا هیلۍ چې امریکا دجګړې له هڅو سره ښکیل وساتي مرسته وکړه چې داسې انګیېزه رامنځ ته کړي چې له مخې یې داسې لیدنه کتنه ترسره شي چې په هغه کې د اتلانتیک منشور جوړ شو.  په هغه وخت کې په برتانیا کې دا فکر کیده چې برتانیا اوامریکا به له جګړې وروسته  په نړیوال نظم کې داسې مساوي رول ولري چې د منشور په مقرراتو بنا وي.  [۵][۶]

چرچيل او روسیولت په 1939 زیږدیز کال کې خبرې پیل کړې. دا کتنه د جګړې په مهال د هغوی له ۱۳ کتنو څخه لومړۍ کتنه وه که څه هم له جګړې دمخه هغوی د ۱۹۱۸ زیږدیز کال دجولای په ۲۹ د ګرې Gray's Inn په مسافرخانه کې دشپې ډوډۍ په مهال سره لیدلي وه. دا مهال دواړو سړو په پټه هلته سفر کړی وه او روسیولت د کب نیولو په لس ورځني سفر وتلی وه. [۷][۸]

د ۱۹۴۱ زیږدیز کال د اګست په نهمه دبرتانيا جنګي بیړۍ HMS Prince of Wales چې چرچیل پکې سپور وه د پلاسینشا خلیج Placentia Bay ته ننوتله او هلته له امریکایي بیړۍ USS Augusta سره چې روسیولت له ملګرو سره پکې منتظروه یو ځای شوه.  کله چې هغوی سره ولیدل، چرچیل او روسیولت د یوې شیبې له پاره غلي وه، خو چرچیل چوپتیا ماته کړه او روسیولت ته یې وویل "وروسته له اوږده انتظاره ښاغلی ولسمشر! " روسیولت ورته په ځواب کې وویل "خوښ یم چې تاسو دلته بیړۍ کې ځان سره لرم ښاغلی چرچیل! "

له دې وروسته چرچیل د برتانیا د پاچا شپږم جورج George VI یولیک روسیولت ته ورکړ او یوه رسمي بېانیه یې ورکړه خو د فلم اخیتسنې ډلې د دوه ځله هڅو سره سره ونه شوکولای داهرڅه ثبت کړي.   [۹]

منځپانګه اوشننه سمول

داتلنتیک منشور دا روښانه کړه چې امریکا په جګړه کې له برتانیا ملاتړکاوه. دواړو هېوادونو غوښتل چې دوه اړخیزه مقرراتو په اړوند یووالی وښیي، له جګړې وروسته له سولې ډکې نړۍ ته هیله ولري او د جرمني له ماتې وروسته هغه پالیسیانې تعقیب کړي چې دواړو هېوادونو ورباندې هوکړه کړې وي. یوه بنسټیزه موخه دا وه چې په داسې سوله باندې تمرکز وشي چې تعقیب شي، نه دا چې د امریکا ځانګړې ښکېلتیا او جګړې ستراتیژۍ ته پام وشي، که څه هم  په پراخه کچه د امریکا  د ښکېلتیا احتمال لیدل کیده.  [۱۰][۱۱]

د اتلنتیک منشور ۸ عمده مادې درلودې:

  1. د امریکا او برتانیې له خوا باید د ځمکو لاندې کولو له لارې د ګټو لاس ته راوړلو هڅه ونه شي.
  2. ځمکني تعدیلات باید د اړونده خلکو له هیلو سره سم ترسره شي.
  3. ټول خلک د ځاني عزیمت  د درلودلو حق لري.
  4. سوداګریزخنډونه باید کم کړل شي.
  5. د ټولنیزې سوکالۍ د پرمختګ لپاره باید نړیواله اقتصادي همکاري ترسره شي.
  6. ګډونوال باید له ویرې او غوښتنې آزادې نړۍ لپاره کاروکړي.
  7. ګډونوال باید د سیندونو د ازادۍ لپاره کار وکړي.
  8. یرغلګر ملتونه باید بې وسلې شي او له جګړې وروسته باید عمومي بې وسلې کول ترسره شي.

د منشورڅلورمه ماده چې د نړیوالې سوداګرۍ په اړوند ده په شعوري توګه په دې ټینګار کوي چې سوبمن او مغلوب هیوادونه باید مارکټ ته د یوشان شرایطو په بنسټ لاس رسی ولري. دا په حقیقت کې د جزایي سودا ګریزو روابطو ردول وه چې په اروپا کې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته عملي شو او د پاریس په اقتصادي تړون کې واضح کړل شو.  

د نوم مبداء سمول

کله چې منشورپه عام ډول د ۱۹۴۱ د اګست په ۱۴ خپور شو، نو دا منشور " د ولسمشراو لومړي وزیرګډه اعلامیې "   او په عامه توګه د" گډې اعلامیې"  په نامه ونومول شو. د برتانیا د کارګر د ګوند ورځپاڼې دایلي هرالد Daily Herald  دا سند د اتلانتیک د منشور په نامه خپور کړ. چرچیل دا نوم د ۱۹۴۱ زیږدیز کال د اګست په ۲۴ د برتانیا په پارلمان کې وکاراوه او له هغه وخت څخه راهیسې په عمومي توګه معمول ده.     [۱۲][۱۳]

د دې منشور لاسلیک شوې نسخه نه ده پاتې شوې. دا سند په څو مسودو کې چمتو شوې او وروستی متن یې لندن او واشنګتن دي سي ته تلګراف شوی دی. ولسمشر روسیولت د منشور منځپانګه د ۱۹۴۱ داګست په ۲۱ ګانګرس ته وړاندې کړه خو هغه وروسته وویل " هومره چې زه پوهیږم د اتلنتیک د منشور کومه نسخه نشته ، ما یوه نسخه ترلاسه کړه خو بریتانیا یوه نسخه هم نه ده ترلاسه کړې. بل نژدې شی چې تاسو یې ترلاسه کولای شۍ هغه د اګوستا Augusta  او د پرینس اف ویلس Prince of Wales په بیړیو کې درادیو د چلوونکي پیغام دی، دا هغه نژدې شی دی چې تاسو یې ترلاسه کولای شۍ، کوم رسمي سند نه وه  ". [۱۴]

د برتانیا د جګړې کابینې د  اتلنتیک منشور منظور او واشنګتن هم ورته منظوري تلګراف کړه. د دې بهیر په ترڅ کې د لندن په متن کې یوه تیروتنه پیدا شوه چې وروسته تصحیح شوه. چرچیل په خپل کتاب "دویمه نړیواله جګړه " کې دا نتیجه اخلي چې " په یوشمیر لفظي بدلونونو هوکړه وشوه او سند وروستۍ بڼه خپله کړه . " هغه په کتاب کې دلاسلیک کولو یا مراسمو کومه یادونه کړې نه ده.    [۱۵]

سرچينې سمول

  1. "Biden, Johnson sign new Atlantic Charter on trade, defense amid Covid recovery". NBC News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "1941: The Declaration of St. James' Palace". United Nations. 25 August 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Anglo-Soviet Agreement". BBC Archive (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Langer and Gleason, chapter 21
  5. Cull, pp. 4, 6
  6. Cull, pp 15, 21.
  7. Weigold, pp. 15–16
  8. Gunther, pp. 15–16
  9. Gratwick, p. 72
  10. Stone, p. 5
  11. O'Sullivan
  12. "Milestones: 1937–1945". history.state.gov. Office of the Historian, U.S. Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wrigley, p. 29
  14. "President Roosevelt's message to Congress on the Atlantic Charter". The Avalon Project. Lillian Goldman Law Library. 21 August 1941. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Churchill, p. 393