د آیرلنډ بهرنۍ اړیکې

د آیرلنډ بهرنۍ اړیکې د اروپایی ټولنې د غړیتوب تر پراخ اغېزه لاندې دي، که څه هم د دې دولت لپاره د متحده ایالاتو او بریتانیا سره دوه اړخیزې اړیکې هم ارزښت لري. په اروپایی ټولنه کې د کوچنیو هېوادونو له ډلې څخه دی او په دودیز ډول یې د بې طرفۍ بهرنی سیاست پر مخ وړی دی. له تاریخي اړخه، آیرلنډ په بهرنۍ پوځي سیاست کې د خپلواکۍ په لور تمایل خپل کړی، له همدې امله د شمالي اتلانتیک تړون د سازمان غړی نه دی او د پوځي بې طرفۍ اوږدمهاله سیاست پر مخ وړي. د آیرلنډ د دفاعي ځواکونو په وینا، د بې طرفۍ سیاست له دوی سره مرسته کړې چې له ۱۹۶۰ کال راهیسې د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکو ماموریتونو کې (د کانګو په کړکیچ کې) او ورپسې په قبرس، لبنان او بوسنیا او هرزیګوینا کې بریالي څرګند شوی دی.[۱]

اصلي غړیتوبونه

سمول

بریتانیا

سمول

لږترلږه له ۱۱۰۰ کال رهیسې، آیرلنډ د پوځي فتحې په پایله کې د بریتانیا او د هغه د مخکینیو دولتونو سره سیاسي اړیکې درلودې چې  له ۱۸۰۱ کال څخه تر ۱۹۲۲ کال پورې، دا ټوله ټاپو د بریتانیا او آیرلنډ د شاهي دولت برخه شوه. آیرلنډ په ۱۹۲۲ کال کې له برتانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه او دواړه هېوادونه د شمالي آیرلنډ د حالت پر سر په شخړه کې ښکېل شول. د آیرلنډ د اساسي قانون ۲ او ۳ مادو، له وړاندې د شمالي آیرلنډ د "ملي قلمرو" د یوې برخې په توګه ادعا کړ و، خو په عمل کې د آیرلنډ حکومت په سیمه کې د بریتانیا واک په رسمیت پېژني.

په ۱۹۶۹ کال کې د کړکیچونو له پیل راهیسې، دواړو حکومتونو هڅه وکړه چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. د ۱۹۷۳ کال د سنینګډیل تړون او د ۱۹۸۵ کال د انګلو - آیرلنډ تړون د دې بهیر ارزښتمن ګامونه وو. دواړو هېوادونو په ۱۹۹۸ کال کې، نېکمرغه جمعې تړون لاسلیک کړ او اوس دواړه د سیمې د ستونزو د حل لپاره نږدې همکاري کوي. د آیرلنډ د اساسي قانون ۲ او ۳ مادې، د دې هوکړې د یوې برخې پر بنسټ تعدیل شوې، چې د خاورې د ادعا پر ځای، د آیرلنډ د ټاپو د خلکو د یوالي هیله راوړل شوې ده. د نېکمرغه جمعې د تړون د یوې برخې پر بنسټ، دواړه دولتونو د خپلو اړوندو نومونو په اړه خپله شخړه پای ته ورسوله: یعنې آیرلنډ او لویه بریتانیا او شمالي آیرلنډ. دواړو هوکړه وکړه چې د یو بل سم نوم ومني او ویې کاروي.

کله چې په شمالي آیرلنډ کې کړکېچونه راپورته شول، د یو لړ بریالیو ګامونو پر مټ، د آیرلنډ حکومت هڅه وکړه چې د خپلې خاورې له لارې د هغو وسلو او مهماتو د قاچاق مخه ونیسي چې د غیرقانوني نیمه پوځي سازمانونو له خوا د شمالي آیرلنډ له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې کاول کېده. په ۱۹۷۳ کال کې د آیرلنډ سمندري ځواکونو دریو کښتیو د هغې کښتۍ مخه ونیوله چې ښایي د آیرلنډ جمهوریت  د ملېشو لپاره یې د لیبیا څخه وسلې لېږددولې. د دې په شان د قانون پلې کونکي کړنې، د بریتانیا له حکومت سره اړیکې ښې کوي. خو خپلواکه قضایي قوې د ۱۹۷۰ او ۱۹۹۸ کلونو ترمنځ د شکمنو کسانو د سپارلو یو شمېر هڅې له دې امله بندې کړې چې ښایي د دوی جرم "سیاسي" وي او په هغه وخت کې نړیوالو قوانینو خلاف وي. [۲]

آیرلنډ د راکال د کوچینۍ ټاپو د قاره یي جزیره نما د شخړې له اړخونو څخه دی چې په کې ډنمارک، آیسلنډ او بریتانیا هم نور اړخونه دي. آیرلنډ او بریتانیا د راکال په سیمه کې د پولو تړون لاسلیک کړی دی. خو دوی دواړو، د آیسلنډ یا ډنمارک (د فارو ټاپوګانو په استازیتوب) سره ورته کوم تړونونه ندی لاسلیک کړی او دا موضوع تر خبرو اترو لاندې ده. آیسلنډ اوس د آیرلنډ لوېدیځ لور ته، په 49°48'N 19°00'W مختصاتو د قاره یي جزیرې نما د پام وړ ساحه ادعا کوي، چې د آیرلنډ څخه ډېره سوېل لور ته ده. [۳]

د بریتانیا په شمال لوېدیځ کې د سیلفیلډ اټومي سوندتوکو د بیا پروسس جنجالي تاسیسات هم د دواړو حکومتونو ترمنځ د شخړې مسله ده. د آیرلنډ حکومت د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون پر بنسټ د بریتانیا حکومت پروړاندې دوسیې په پرانیستلو د دې تاسیساتو د بندولو په لټه کې دی. خو د اروپا د عدالت محکمه دې پایلې ته ورسېده چې دوسیه باید د اروپايي ټولنې د قانون له مخې حل شوې وی. که څه هم په ۲۰۰۶ کال کې، دواړه هېوادونه یوې دوستانه هوکړې ته ورسیدل چې د آیرلنډ د رادیولوژیکي خوندیتوب انسټیټیوټ او د ګارډا سیوچانا (د آیرلنډ د پولیس ځواک) ته یې اجازه ورکړه چې څېړنې ترسره کړي. [۴][۵]

متحده ایالات

سمول

د ۱۹۲۴ کال د جون په ۲۸ نېټه، متحده ایالاتو د آیرلنډ آزاد هېواد په رسمیت وپېژانده او د ۱۹۲۴ کال د اکتوبر په ۷ نېټه یې ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې. متحده ایالاتو په ۱۹۲۷ کال کې په ډوبلین کې د امریکا د سفارت پرانیست. د دواړو هېوادونو تر منځ د اجدادي اړیکو پر بنسټ، آیرلنډ او متحده ایالات له سیاسي او اقتصادي اړخه ټینګې اړیکې لري، چې متحده ایالات د ۲۰۰۰ کال راهیسې د آیرلنډ ترټولو لوی سوداګریز شریک دی. د ډېرو لویو هېوادونو په پرتله، آیرلنډ هم د متحده ایالاتو څخه ډېره بهرنۍ مستقیمه پانګه اچونه ترلاسه کوي، چې دا پانګه اچونه د فرانسې او آلمان له پانګې اچونې سره مساوي ده او په ۲۰۱۲ کال کې، د آسیا د پرمختګ په لور د ټولو هېوادونو له مجموع څخه زیاته وه. [۶][۷][۸]

د شنون هوایی ډګر، چې عراق ته د امریکایی ځواکونو لپاره د تم ځای په توګه کارول کېده، په آیرلنډ کې د کورنیو شخړو لامل شوی دی. په ۲۰۰۳ کال کې، د دې سیاست مخالفانو د حکومت په وړاندې په ستره محکمه کې ناکامه قضیه وړاندې کړه او استدلال یې وکړ چې د آیرلنډ د فضایي حریم کارول د آیرلنډ بې طرفۍ سرغړونه ده. محدودیتونه لکه د وسلو، مهماتو، یا چاودیدونکي توکو نه لېږد، او دا چې تر شخړو لاندې الوتنو د پوځي تمریناتو یا عملیاتو برخه نه وو، د آیرلنډ د بې طرفۍ د دفاع لپاره وړاندې شول، خو د مرکزي استخباراتو ادارې په وړاندې تورونه لګول شوي چې د ۳۰ څخه تر ۵۰ ځله یې هوایی ډګر د متحده ایالاتو د ځینو کسانو د غیر قانوني لېږدونو لپاره، د آیرلنډ د حکومت له خبرتیا پرته، کارولی دی، سره له دې چې د متحده ایالاتو له خوا د ډیپلومات ډاډ ورکړل شوی چې د آیرلنډ هوایی حریم به د بندیانو د لېږد لپاره نه کارول کېږي. [۹][۱۰][۱۱]

د ۲۰۰۶ کال د جولای په میاشت کې، د آیرلنډ د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، درموت احرن د ۲۰۰۶ کال د لبنان د جګړې په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د متحده ایالاتو له لوري اسراییلو ته د بمونو لېږدد د آیرلنډ هوایی حریم یا هوایی ډګرونو څخه منع شوی و. [۱۲][۱۳]

د متحده ایالاتو حکومت په ۱۹۹۵ کال کې پرېکړه وکړه چې د شمالي آیرلنډ لپاره ځانګړی استازی وټاکي ترڅو د د دې هېواد د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. خو په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۸ کال د ولسمشرۍ د کمپاین په اوږدو کې، د ډیموکراټ ګوند نوماند بارک اوباما د شمالي آیرلنډ لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي د ساتلو اړتیا تر پوښتنې لاندې راوسته. د هغه څرګندونو د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې د غوغا لامل شو، چې سناتور جان مکېن درهبرۍ د خپلې وړتیاوې او په شمالي آیرلنډ کې د سولې روانې بهیر ته خپله ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راوسته. [۱۴]

له ۲۰۲۲ کال راهیسې، دانیال مولهال په متحده ایالاتو کې د آیرلنډ سفیر دی پداسې حال کې چې په آیرلنډ کې د متحده ایالاتو د سفیر چوکۍ د کلیر ډی کرونین سره ده.  

د آیرلنډ سره د چين له ولسي جمهوريت رسمي اړيکې د ۱۹۷۹ کال د جون په ۲۲ نېټه پيل شوې. پخوانی تاویسیچ برتي اهرن په ۱۹۹۹ کال کې چین ته له خپل سفر وروسته، د آسیا د ستراتیژۍ د را منځ ته کولو اجازه ورکړه. د دې ستراتیژۍ موخه دا وه چې ډاډ ترلاسه شي چې د آیرلنډ حکومت او آیرلنډي نوښت په ګډه کار کوي ترڅو د آیرلنډ او آسیا ترمنځ مهمې اړیکې پیاوړې کړي. په دې وروستيو کلونو کې د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله، چين د آیرلينډ په عمده سوداګريز شريک بدل شوی او په ٢٠١٠ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ ارزښت له ٦ مليارډو ډالرو څخه زيات شوی دی. د ٢٠١٣ کال په جولای کې، د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له لوري، تاونیشتې او د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزير ته د سوداګریز ماموریت بلنه ورکړل شوه ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سیاسي اړیکې پراخې کړي.  [۱۵][۱۶][۱۷]

آیرلينډ په وار وار له چين سره د بشري حقونو په برخه کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. پخواني لومړي وزیر برایان کراون (ورسته د مالیې وزیر) د ٢٠٠٧ کال د مې په ١٢ نېټه له بېجينګ څخه د ليدنې په ترڅ کې د چين د بهرنيو چارو له وزير لي ژاو شينګ سره د بشري حقونو ستونزې تر بحث لاندې ونیولې. د لومړي وزیر پخواني مرستیالې، ماري کوګلان هم د چین د لومړي وزیر له مرستیال زینګ پیان سره په لیدنه کې د بشري حقونو ستونزې او اندیښنې راپورته کړې. آیرلنډ د اروپا - چین د بشري حقونو په بحثونو کې هم ګډون کوي. [۱۸]

د تایوان د ستونزې په اړه، آیرلنډ د واحد چین د سیاست ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې د تایوان مسله باید د "اړوند اړخونو ترمنځ" د خبرو اترو له لارې حل شي. آیرلنډ له تایوان سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه ساتي که څه هم د تایپي د استازي دفتر شتون لري چې د اقتصادي او کلتوري ودې په برخه کې استازندوی فعالیت پر مخ وړي.

د آیرلينډ په ګډون د ملګرو ملتونو د ۲۲ هېوادونو سفیرانو، د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ته يو ګډ ليک لاسليک کړ چې د اويغور او نورو لږکيو ډلو سره د د چين د ناوړه چلند غندنه یې کوله او د چين له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د شينجيانګ د توقیف (اصلاح او تربیت) کمپونه بند کړي.[۱۹][۲۰]

سرچينې

سمول
  1. "Ireland and the United Nations". Archived from the original on 14 April 2010. نه اخيستل شوی 15 July 2010.
  2. "The Claudia". An Phoblacht. 21 July 2005. Archived from the original on 3 February 2016. نه اخيستل شوی 26 January 2016.
  3. "Dóms- og kirkjumálaráđuneyti : Reglugerđ varđandi afmörkun landgrunnsins til vesturs, í suđur og til austurs". Reglugerd.is. Archived from the original on 6 June 2011. نه اخيستل شوی 24 October 2010.
  4. "Irish Sellafield appeal ruled illegal". The Guardian. 30 May 2006. نه اخيستل شوی 27 October 2013.
  5. Irish Government must pursue Sellafield case via EU Archived 1 January 2016 at the Wayback Machine. — European Parliament press release, 8 June 2006.
  6. "Ireland – Countries – Office of the Historian". History.state.gov. نه اخيستل شوی 15 January 2018.
  7. "Ireland Trade Visualization". Massachusetts Institute of Technology. Archived from the original on 29 October 2013. نه اخيستل شوی 28 October 2013.
  8. "Ireland ranked as fourth largest destination for investment from US companies". Irish Central. 7 October 2013. نه اخيستل شوی 28 October 2013.
  9. Horgan v. An Taoiseach & others IEHC 64 (28 April 2003) — High Court judgement in the unsuccessful case brought by Ed Horgan
  10. "US report accuses Ireland of collusion in 'extraordinary rendition' flights". BreakingNews.ie. 5 February 2013. نه اخيستل شوی 28 October 2013.
  11. Simon Carswell (2014-12-22). "Bush assured Irish State Shannon not used for rendition flights". Irishtimes.com. نه اخيستل شوی 2020-05-11.
  12. "Israeli envoy to pass on Irish concerns". RTÉ. 27 July 2006. نه اخيستل شوی 27 July 2006.
  13. Barnes, Eddie; Macleod, Murdo (30 July 2006). "Irish refused bombs sent to Prestwick airport". Edinburgh: The Scotsman.
  14. "Obama seeks to recover from Irish blunder". Republican News. 5 September 2008. نه اخيستل شوی 28 October 2013.
  15. Centre for Asian Studies, University Collete Dublin, China the Emerging Power: Prospects for Sino-Irish Relations, By Keisha Carty, Asia Correspondent, The Irish Times
  16. Irish Department of Foreign Affairs: a Decade of the Asia Strategy
  17. "Tánaiste begins four-day political and economic mission to China". Department of Foreign Affairs. 29 July 2013. نه اخيستل شوی 29 October 2013.
  18. Oireachtas: WRITTEN answer on Wednesday, 31 January 2007. Ref No: 43859/06
  19. "Which Countries Are For or Against China's Xinjiang Policies?". The Diplomat. 15 July 2019.
  20. "More than 20 ambassadors condemn China's treatment of Uighurs in Xinjiang". The Guardian. 11 July 2019.