د آس اېلَونه


د اس د اېلولو (اهلي کولو) په تړاو د ګڼ‌شمېر مهمو مسایلو په هکله یوشمېر فرضیې شتون لري. که څه هم د ډبرو لرغونې دورې د مغارو نقاشیو له‌مخې، آسونو کابو ۳۰،۰۰۰ کاله مخکې تر میلاده شتون درلود، خو دا ځناور آسونه وو او په ډېر احتمال سره د غوښې په موخه ښکار کېدل.

د آس د اېلېدلو څرنګوالی او مهال، تل یو لانجمن بحث پاتې شوی دی. د حمل او نقل وسیلې په توګه د آس لومړنۍ کارونې په هکله تر ټولو څرګند شواهد د کابو ۲۰۰۰م‌ز کال له مدفون‌شویو ګاډیو څخه ترلاسه شوي دي. سره له‌دې، د دغې فرضیې د باوري کېدلو په هکله آثار او شواهد وموندل شول چې، آسونه کابو ۳،۵۰۰ کاله مخکې تر میلاده په اوراسیا ستېپونو کې اهلي شوي دي. د بوتای هڅوب اړوندو کشفیاتو ښودلې وه چې د قزاقستان په آکمولا کې د بوتای استوګنځي د آسونو د لومړي اېلېدنې سیمه ده. په وروستیو کلونو کې ترسره شوې جنتیکي شننې ښیي چې آسونه ۶،۰۰۰ کاله مخکې په لوېدیځ قزاقستان او اوسني اوکراین کې اېل شوي دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

جنتیکي شواهد ښیي چې د اوسني آس د مخکېنیو نسلونو اېلېدنه په ډېر احتمال سره، شاوخوا ۲،۲۰۰ کاله مخکې تر میلاده د لوېدیځې اوراسیا د پانتیک-کسپین ستېپي سیمې په ولګا-دان کې شوې ده. د اوراسیا نورو سیمو ته، د حمل او نقل، کرنیزو کارونو او جګړې لپاره د آسونو کارونه له نوموړې سیمې څخه رایجه شوه. ساینس‌پوهان د اېل شویو آسونو بریالۍ پراخه کارېدنه له مشاهده شویو جنتیکي بدلونونو سره اړوند ګڼي. هغوی ګومان کوي چې په آسونو کې غښتلې ملا (GSDMC جېن) او زیاتېدونکی تابعیت (ZFPM1 جېن) د سپرلۍ لپاره د هغو کارَونه لا مناسبه کړې وي.[۷][۸]

مخینه سمول

د آس د اېلولو نېټه تر یوه بریده د «اېلولو» په تعریف پورې تړاو لري. ځیني ژوپوهان، «اېلَونه»، پر پالنې او روزنې باندې د انسان واکمنۍ په توګه تعریفوي، چې کېدای شي د لرغونو آسونو په تنوع او اندازه کې د بدلونونو په واسطه، په پخوانیو سکلېټي نمونو کې ولېدل شي. نور څېړونکي بیا، د کاري فعالیت د سکلېټ او غاښونو شواهدو؛ وسلو، هنر او معنوي مصنوعات؛ او د انساني هڅوب د ژواک نمونو په شمول، نور پراخ شواهد په پام کې نیسي. د ځینو شواهدو پر بنسټ، مخکې تر دې چې آسونه د کاري ژویو په توګه وروزل شي، د غوښې او شیدو تامینوونکې سرچینې په توګه ساتل کېدل. [۹][۱۰]

د اهلي آس پخواني نسلونه سمول

په ۲۰۰۵ز کال کې، له ۵۳،۰۰۰ کلنو فوسیلونو څخه نیولې تر اوس‌مهالو آسونو پورې، د Equidae (آسونو) فامیل ګڼ‌شمېر غړو مایتوکاندریایي DNA (یا mtDNA) د یوې مطالعې له‌لارې تجزیه او تحلیل شوه. د نوموړې مطالعې له‌مخې، ټول آسونه په یوې کورنۍ (یا داسې یوه ډله چې ګډ نسب ولري) پورې اړوند فرض شول، چې درې بېلابېلې جنتیکي نوعې لري: د سویلي امریکا هیپیدیون (کوچنی آس)، د شمالي امریکا اړوند د نوې نړۍ هرینګتون‌هیپوس (رکاب‌لرونکو آس) او اېکوس (واقعي آس). تر تاریخ مخکې آسونه او پرزېوالسکي آس او همدا راز اوسنی اهلي آس د واقعي آسونو په کتار کې راځي او یوې واحدې هولارکتیکې نوعې پورې اړوند دي.[۱۱]

واقعي اس د امریکا له لویې وچې څخه اوراسیا ته د بېرینګیا له‌لارې تللی دی او نسل یې، په پراخه توګه، له شمالي امریکا څخه مرکزي اروپا او د پلیستوسن کنګلي سیمو شمال او سویل ته خور شوی دی. د دغه آس نسل په بېرنګیا کې کابو ۱۴،۲۰۰ کاله مخکې او د امریکا لویې وچې په پاتې سیمو کې شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کاله مخکې منقرض شو. سره له‌دې، دغه کلاد (کورنۍ) په اوراسیا کې ژوندۍ پاتې شوه او داسې برېښي چې ټول اهلي آسونه له دغه نسل څخه رامنځ‌ته شوي دي. دغو آسونو له ځانه کوچنی فایلوجغرافیایي جوړښت وښوده، چې په ډېر احتمال سره د هغو لوړه درجه لرونکی تحرک او تابعیت څرګندوي.[۱۲][۱۳]

په‌دې توګه، اوسنی اهلي آس د «Equus ferus caballus» په کتار کې راځي. اوس‌مهال د بومي ځناورو آسونو هېڅ جنتیکي اصل شتون نه‌لري. پرزېوالسکي مخکې تر اېلېدنې، د اوسني آسونو له کتار څخه جلا وګڼل شو. نوموړی آس ۶۶ کروموزومونه لري (په داسې حال کې چې د اوسنیو اېل شویو آسونو د کروموزومونو شمېر ۶۴ ته رسېږي) او مایتوکاندریایي DNA (یا mtDNA) یې یوه جلا ګېدۍ رامنځ‌ته کوي. جنتیکي شواهد ښیي چې د اوسني پرزېوالسکي آسونو، د اوراسیا ستېپونو د ختیځې برخې د جېن له یوې ځانګړې سیمه‌ییزې ټولګې څخه رامنځ‌ته شوی دی، نه له هغې جنتیکي ډلې څخه چې اوسني اېل شوي آسونه یې رامنځ‌ته کړي. سربېره پر دې، د لاسکو د مغارې نقاشیو په څېر شواهدو له‌مخې، لرغوني ځناور آسونه، چې ځیني څېړونکي یې «د تارپان فرعي ډول» په توګه نوموي، له ظاهري پلوه په ډېر احتمال سره پرزېوالسکي آسونو ته ورته وو: غټ سرونه، خړ رنګ، پېړې غاړې، کلک مخ‌پورته ورږونه او په نسبي توګه لنډې او غښتلې پښې.[۱۴][۱۵]

د کنګل پېر آسونه، په اروپا او اوراسیا ستېپونو او شمالي امریکا کې د لومړنیو عصري انسانانو له‌خوا د غوښې لپاره ښکار کېدل. زیات‌شمېر مسلخونه شتون لري او په اروپا کې د مغارې ګڼ‌شمېر نقاشۍ ښییي چې دغو آسونو څه ډول ظاهر بڼه درلوده. د کنګل پېر ګڼ‌شمېر دغه فرعي نوعې، د وروستي کنګلیز پېر پای اړوندو چټکو اقلیمي بدلونونو په اوږدو کې له‌منځه لاړې یا هم د انسانانو له‌خوا، په ځانګړې توګه شمالي امریکا کې (چېرې د آس نسل په بشپړه توګه منقرض شو) ښکار شوې.[۱۶][۱۷]

جنتیکي شواهد سمول

په ۲۰۱۴ز کال کې د یوې مطالعې له‌لارې، د لرغونو آسونو (چې لا اېل شوي نه‌وو) له هډوکو څخه ترلاسه شوې DNA، د نومهالو آسونو له DNA سره پرتله شوه او وموندل شوه چې ۱۲۵ جېنونه له اېلېدنې سره په تړاو کې دي. ځینو یې فزیکي بڼه درلوده چې د عضلو او اندامونو پر وده، د زړه ځواک او تعادل باندې یې اغېزه درلوده. ځیني نور بیا ادراکي کارکړنې پورې اړوند ګڼل کېږي او په ډېر احتمال سره د آس د اېلولو لپاره اړین وو، چې په هغو کې ټولنیز چلند، د زده کولو وړتیاوې، ډار ته غبرګون او توافق شاملېږي. په دغې مطالعه کې کارول شوې DNA د ۱۶،۰۰۰ څخه تر ۴۳،۰۰۰ کلنو آسونو له هډوکو څخه ترلاسه شوې وه او له همدې امله د اېلېدنې پر مهال د پېښ شویو دقیقو بدلونونو لړۍ لا موندل شوې نه‌ده.[۱۸][۱۹]

د آسونو مذکر او مونث جنسونو اېلېدنه کېدای شي د DNA هغو برخو ته په کتنې سره، چې یوازې او یوازې د مورنۍ لیکې (مایتوکاندریایي DNA یا mtDNA) او پلارنۍ لیکې (Y کروموزوم یا Y-DNA) په اوږدو کې انتقالېږي، تجزیه او تحلیل شي. د DNA په تړاو مطالعات ښیي چې د آس مونث جنس لپاره د اېلېدنې څوګونې پېښې شتون درلودلای شي، ځکه چې د اوسني آس د جنتیکي تنوع د بیانولو لپاره د مونث جنس اړینې لیکې ښیي چې، مونث جنس لږ تر لږه ۷۷ ډوله پخواني والدین درلودل چې په ۱۷ بېلابېلو نسبونو باندې وېشل شوي دي. له بلې خوا، د مذکر آسونو اېلېدنې ته په کتو سره، جنتیکی شواهد ښیي چې، په اېل شویو رمو کې له ځناور مونث جنس سره (چې په وار وار سره اېل شویو ډلو ته راتلل) د نارینه جنس یوشمېر یوځای شویو آسونو لپاره د اېلېدنې یوه واحده پېښه شتون لري.[۲۰][۲۱][۲۲]

په ۲۰۱۲ز کال کې یوې خپرې شوې مطالعې (چې له سیمه‌ییزو ځایونو څخه یې پر ۳۰۰ کاري راټول شویو آسونو باندې یې جېنومي نمونه‌اخېستنه ترسره کړه او همدا راز د لرغون‌پوهنې، مایتوکاندریایي DNA او Y-DNA په تړاو پخواني مطالعات یې بیا وکتل) وښودله چې آسونه، له آره، د اوراسیا ستېپ (بېدیا) په ختیځه برخه کې اېل شوي دي. د آسونو دواړو مذکر او مونث جنسونو نسل له دغې سیمې څخه خور شو او وروسته بیا مونث اضافي ځناور جنس له سیمه‌ییزو رمو څخه وراضافه شول؛ د وحشي مونث جنس اېلول د وحشي مذکر په پرتله اسانه وو. د بومي ځناورو آسونو لپاره نامناسب اقلیم، یا د اېلېدنې د شواهدو نه‌شتون په څېر لاملونو ته په کتو سره، د نړۍ په نورو سیمو کې د آسونو د اېلېدنې احتمال رد شوی دی.[۲۳][۲۴]

سرچينې سمول

  1. Anthony, David W. (2007). The Horse, the Wheel, and Language: How Bronze Age Riders from the Eurasian Steppes Shaped the Modern World. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-05887-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kuznetsov, P. F. (2006). "The emergence of Bronze Age chariots in eastern Europe". Antiquity. 80 (309): 638–645. doi:10.1017/s0003598x00094096. S2CID 162580424. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  3. Dance, Amber (4 May 2022). "The tale of the domesticated horse". Knowable Magazine. doi:10.1146/knowable-050422-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Librado, Pablo; Khan, Naveed; Fages, Antoine; Kusliy, Mariya A.; Suchan, Tomasz; et al. (October 2021). "The origins and spread of domestic horses from the Western Eurasian steppes". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 598 (7882): 634–640. Bibcode:2021Natur.598..634L. doi:10.1038/s41586-021-04018-9. ISSN 1476-4687. PMC 8550961 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34671162 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Outram, Alan K.; et al. (2009). "The Earliest Horse Harnessing and Milking". Science. 323 (5919): 1332–1335. Bibcode:2009Sci...323.1332O. doi:10.1126/science.1168594. PMID 19265018. S2CID 5126719. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Whence the Domestic Horse? | Science | AAAS
  7. Dance, Amber (4 May 2022). "The tale of the domesticated horse". Knowable Magazine. doi:10.1146/knowable-050422-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Librado, Pablo; Khan, Naveed; Fages, Antoine; Kusliy, Mariya A.; Suchan, Tomasz; et al. (October 2021). "The origins and spread of domestic horses from the Western Eurasian steppes". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 598 (7882): 634–640. Bibcode:2021Natur.598..634L. doi:10.1038/s41586-021-04018-9. ISSN 1476-4687. PMC 8550961 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34671162 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Outram, Alan K.; et al. (2009). "The Earliest Horse Harnessing and Milking". Science. 323 (5919): 1332–1335. Bibcode:2009Sci...323.1332O. doi:10.1126/science.1168594. PMID 19265018. S2CID 5126719. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په March 25, 2020 باندې). Horses and Man: Digging Up the Truth about Domestication. Horse Canada.
  11. Weinstock, J.; et al. (2005). "Evolution, systematics, and phylogeography of Pleistocene horses in the New World: a molecular perspective". PLOS Biology. 3 (8): e241. doi:10.1371/journal.pbio.0030241. PMC 1159165. PMID 15974804. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Luís, Cristina; et al. (2006). "Iberian Origins of New World Horse Breeds". Journal of Heredity. 97 (2): 107–113. doi:10.1093/jhered/esj020. PMID 16489143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Buck, Caitlin E.; Bard, Edouard (2007). "A calendar chronology for Pleistocene mammoth and horse extinction in North America based on Bayesian radiocarbon calibration". Quaternary Science Reviews. 26 (17–18): 2031–2035. Bibcode:2007QSRv...26.2031B. doi:10.1016/j.quascirev.2007.06.013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jansen, Thomas; et al. (2002). "Mitochondrial DNA and the origins of the domestic horse". Proceedings of the National Academy of Sciences. 99 (16): 10905–10910. Bibcode:2002PNAS...9910905J. doi:10.1073/pnas.152330099. PMC 125071. PMID 12130666. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bennett, Deb (1998). Conquerors: The Roots of New World Horsemanship (الطبعة 1st). Solvang, CA: Amigo Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9658533-0-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Olsen, Sandra L. (1996). "Horse Hunters of the Ice Age". Horses Through Time. Boulder, CO: Roberts Rinehart Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57098-060-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. MacPhee, Ross D. E, المحرر (1999). Extinctions in Near Time: Causes, Contexts, and Consequences. New York: Kluwer Press. doi:10.1007/978-1-4757-5202-1. S2CID 21839980. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-306-46092-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Begley, Sharon (16 December 2014). "How did we domesticate horses? Genetic study yields new evidence". Christian Science Monitor. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Schubert, Mikkel; Jónsson, Hákon; Chang, Dan; Der Sarkissian, Clio; Ermini, Luca; et al. (2014). "Prehistoric genomes reveal the genetic foundation and cost of horse domestication". Proceedings of the National Academy of Sciences. 111 (52): E5661–E5669. Bibcode:2014PNAS..111E5661S. doi:10.1073/pnas.1416991111. PMC 4284583. PMID 25512547. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lau, A. N.; Peng, L.; Goto, H.; Chemnick, L.; Ryder, O. A.; et al. (2009). "Horse Domestication and Conservation Genetics of Przewalski's Horse Inferred from Sex Chromosomal and Autosomal Sequences". Molecular Biology and Evolution. 26 (1): 199–208. doi:10.1093/molbev/msn239. PMID 18931383. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lindgren, Gabriella; Niclas Backström; June Swinburne; Linda Hellborg; Annika Einarsson; Kaj Sandberg; Gus Cothran; Carles Vilà; Matthew Binns; Hans Ellegren (2004). "Limited number of patrilines in horse domestication". Nature Genetics. 36 (4): 335–336. doi:10.1038/ng1326. PMID 15034578. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Vilà, C.; et al. (2001). "Widespread origins of domestic horse lineages". Science. 291 (5503): 474–477. Bibcode:2001Sci...291..474V. doi:10.1126/science.291.5503.474. PMID 11161199. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lesté-Lasserre,Christa. Researchers: Horses First Domesticated in Western Steppes, The Horse 13 June 2012, Article # 20162
  24. Warmuth, Vera; Eriksson, Anders; Ann Bower, Mim; Barker, Graeme; Barrett, Elizabeth; et al. (2012). "Reconstructing the origin and spread of horse domestication in the Eurasian steppe". Proceedings of the National Academy of Sciences. 109 (21): 8202–8206. doi:10.1073/pnas.1111122109. PMC 3361400. PMID 22566639. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)