د آرک ژان ( په انګرېزي Joan of Arc  په فرانسوي: Jeanne d'Arc چې [ʒan daʁk] تلفظ کېږي؛ زوکړه د ا ۱۴۱۲ز کال په شاوخوا کې ـــ مړینه د ۱۴۳۱ز کال د مې ۳۰مه ) د انګلستان پر وړاندې د سل کلنې جګړې په ترڅ کې د اورلیان په محاصره کې او د اووم چارلس په تاج اغوستنه کې د هغې د رول له کبله  د فرانسې د یوې قهرمانې په توګه پېژندل کېږي. نوموړې په بریالیتوب سره د څو فرانسوي پوځي عملیاتو له مشرۍ کولو نه وروسته اسیره شوه او انګرېزي چارواکو ته وسپارل شوه، د یوې زندیقې په توګه محکومه او په ۱۴۳۱ز کال کې په دار باندې ژوندۍ وسوځول شوه. پنځه ویشت کاله وروسته، د هغې محکومیت په رسمي ډول لغو شو. نږدې ۵۰۰ کاله وروسته، هغه د روم د کاتولیک کلیسا له لوري د یوې قدیسې (saint) په توګه وپېژندل شوه.

ژان د شمال ختیځې فرانسې په دومرېمي کې د بزګرانو په یوه کورنۍ کې زیږېدلې ده. په ۱۴۲۸ز کال کې هغې واوکولیورس (Vaucouleurs) ته سفر وکړ او غوښتنه یې وکړه چې چارلس ته ورورسول شي، چې بیا وروسته یې شاهدي ورکړه چې دې مقربه پرېښته مایکل، سېنټ مارګارېټ او سېنټ کاترین په خوب کې ليدلي دي چې نوموړې ته یې لارښوونه کړې ده تر څو د چارلس ملاتړ وکړي او فرانسه د انګرېزانو له واکمنۍ څخه راوګرځوي. له پاچا سره د کتلو په تړاو د هغې غوښتنه دوه ځله رد شوه، اما په نهایت کې هغه په چینون کې د چارلېس سره د کتلو په پار بدرګه شوه. د دوی له خبرو اترو وروسته، چارلس شاوخوا ۱۷ کلنه ژان د اورلیان محاصرې ته د تازه نفس لښکر د یوې غړې په توګه واستوله. ژان نوموړي ښار ته د ۱۴۲۹ز کال د اپرېل په ۲۹مه نېټه ورسېده، او د جګړو په ترڅ کې یې په چټکۍ سره شهرت تر لاسه کړ. د هغې له رارسېدو څخه ۹ ورځې وروسته محاصره ماته شوه. ژان د لویر (Loire Campaign) په عملیاتو کې برخه واخیسته، د کومو پایله چې د پاتای په جنګ کې د انګرېزانو پرېکړه کوونکې ماتې وه. فرانسوي پوځ د ریمس ښار خوا ته پرمختګ وکړ او د جولای په ۱۶مه نېټه دې ښار ته ننوت. راتلونکې ورځ، چارلس ته د فرانسې د پاچا په توګه د ریمس په کلیسا کې په داسې حال کې تاج ور په سر شو چې ژان یې په څنګ کې ولاړه وه. دغو بریاوو د فرانسویانو روحیه پیاوړې کړه او په ۱۴۵۳ ز کال کې یې د کاستیلون په جګړه کې د فرانسې د سل کلنې جګړې وروستنۍ بریا ته لاره هواره کړه.

د چارلس د تاج په سرولو له مراسمو وروسته د ژان او  د الېنچون د ډیوک دویم جان (John II, Duke of Alençon) لښکرو پاریس محاصره کړ. د سپټمبر په ۸مه نېټه په ښار یوه حمله تر سره شوه. یاده حمله ناکامه شوه او ژان ټپي شوه. فرانسوي پوځ په شا تګ وکړ او منحل شو. په اکتوبر کې، ژان د پیرنيټ ګریسارت تر ولکې لاندې سیمو باندې په یوه یرغل کې چې نوموړی په بورګوندیاس کې د انګرېزانو او د هغوی د فرانسوي متحدینو یو مزدور و، برخه واخیسته. له یو شمېر لومړنیو بریاوو وروسته، یاد یرغل د ګریسارت د سنګر د نیولو له ناکامې هڅې سره پای ته ورسېد. د ۱۴۲۹ز کال په پای کې ژان او د هغې کورنۍ ته د چارلس له خوا د اشرافو مقام ورکړل شو.

د ۱۴۳۰ز کال په لومړیو کې، ژان د رضاکارانو یوه ډله تنظیم کړه تر څو ورباندې د هغه لېږل شوي لښکر مرسته وکړي چې د بورګوندیانو له لوري محاصره و. دا د مې په ۲۳مه نېټه د بورګوندي سرتېرو له خوا اسیره شوه او انګرېزانو ته وسپارل شوه. نوموړې د انګرېز-پلوه اسقف پیر کوشون له لورې د زندیقې په توګه محاکمه شوه. هغه مجرمه وګڼل شوه او د ۱۴۳ز کال د مې په۳۰مه نېټه په دار باندې وسوځول شوه، چې د خپل عمر په شاوخوا ۱۹ کلنۍ کې یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.  په ۱۴۵۶ز کال کې، پاپ دریم کلاستوس (Pope Callixtus III) یوې تحقیقي محکمې ته دنده وسپارله چې د هغې د اصلې محاکمې په اړه څېړنې وکړي. نوموړې محکمې د هغې د محاکمې پرېکړه باطله اعلان کړه او څرګنده یې کړه چې دغه محاکمه له دوکې او د دعوا د مقراراتو اړوندو غلطیو سره ملوثه شوې وه او ژان ته برائت ورکړل شو. د هغې له مړینې څخه راهیسې، ژان ته په ډېر شهرت سره د خلکو په منځ کې د یوې شهېدې په توګه د درناوي په سترګه کتل کېږي. د فرانسې له انقلابه را په دې خوا، نوموړې د فرانسې یو ملي سمبول وبلل شوه. هغه په ۱۹۲۰ز کال کې قدیسه کړای شوه او په ۱۹۲۲ز کال کې د فرانسې د دویمې شفاعت کوونکې قدیسې په توګه اعلان شوه. د آرک ژان په معاصرو ادبیاتو، نقاشۍ مجسمه جوړونه او موسیقۍ کې د یوې مشهور څېرې په توګه پاتې شوې ده، او د هغې د فرهنګي انځورونو جوړېدل لا هم دوام لري

زیږون او تاریخي مخینه یېسمول

د آرک ژان  د ۱۴۱۲ز کال په شاوخوا کې په دومیرمي کې زیږېدلې ده، چې نوموړې سیمه په میوز وادي کې یو کوچینی کلی دی او اوس د فرانسې د لورین د تاریخي حوزې په محدوده کې په ووژ ښار کې موقعیت لري. د هغې پلار او مور په ترتیب سره ژاک دې آرک او اېسابېل رومي وو. ژان لږ تر لږه درۍ وروڼه او یوه خور لرل، له یو ورور څخه پرته نور ټول له هغې څخه مشران وو. د هغې پلار په اصطلاح یو معیشتي کروندګر و. کورنۍ یې ۵۰ اکره (۲۰ هکتاره) ځمکه درلوده، او د هغې پلار د کورنۍ عاید په کلي کې د مالیې د راټولولو او د سیمه ییزې څارنې د یو مامور په توګه له یو جزئی مقام څخه پوره کاوه.[۱][۲]

ژان د سل کلنې جګړې په بهیر کې چې په ۱۳۳۷ز کال کې د انګستان او فرانسې د ټولواکیو تر منځ پیل شوې یوه شخړه وه، وزیږېده.

د نوموړې جګړې لامل د فرانسې د تاج پر سر د ارث یوه شخړه وه. د دغو جګړو نږدې ټولې یې په فرانسه کې پېښې شوې وې، چې پایله یې د دې هېواد د اقتصاد له منځه تلل وو. د ژان د زېږون پر مهال، فرانسه په سیاسي لحاظ وېشل شوې وه. د فرانسې ټولواک شپږم چارلس د روحي ناروغۍ له دورو څخه رنځ ووړ او په اغلب ډول یې د حکومتولۍ توان نه درلود. د ټولواک ورور لیوس چې د اورلیانس ډیوک و، او د ټولواک د تره زوی بې باکه جان (John the Fearless)، چې د بورګوندي ډیوک و، د فرانسې په نایب السلطنې باندې دعوا درلوده. یاده شخړه د بورګوندي د ډيوک په امر باندې د اورلیانس د ډيوک په ترور کېدو سره خپل اوج ته ورسېده. د دغه ترور له امله یوه کورنۍ جګړه پیل شوه. د اورلیانس چارلس، چې نوموړی د ډیوک په توګه د خپل پلار ځایناستی او د ارمیناک د کونټ ــ خپل خسر برنارډ تر حفاظت لاندې و، ملاتړو یې د "ارمیناکیانو" په نامه شهرت وموند؛ د بورګوندي د ډیوک ملاتړي بیا د "بورګوندیګانو" په نوم مشهور شول.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د انګلستان پنځم هنري په ۱۴۱۵ز کال کې د فرانسې په ټولواکې د یرغل پر مهال  د فرانسې له داخلي وېشونو څخه په ګټې اخیستنې سره، په اګینکورت جګړه کې یوه د پام وړه بریا تر لاسه کړه. پاریس په ۱۴۱۸ز کال کې د بورګوندیانو له خوا ونیول شو. په دې وخت کې د فرانسې راتلونکی ټولواک اووم چارلس چې له ارمیناکیانو سره یې تړاو درلود، د خپلو څلورو مشرانو وروڼو له مړینې څخه وروسته یې د داوفین (د تاج او تخت وارث) لقب خپل کړی و. په ۱۴۱۹ز کال کې، داوفین د بورګوندي له ډیوک سره د سولې خبرې اترې پیل کړې، اما د بورګوندي ډیوک د یو اوربند پر مهال له چارلس سره په یوه ناسته کې د ارمیناکي پارتیسانانو (پلویانو) له خوا ووژل شو. د بورګوندي نوی ډیوک، غوره فلیپ (Philip the Good) له انګرېزانو سره اتحاد وکړ. په ۱۴۲۰ز کال کې د فرانسې ملکې چې د باوریا ایسابو یا الېزېبت (Isabeau of Bavaria) وه، د ترایس له معاهدې سره موافقت وکړ، چې له مخې یې پنځم هنري اجازه وموندله تر څو د شپږم چارلس له لور سره چې د والویس کاترین (Catherine of Valois) وه، واده وکړي، چې په دې توګه هغه د فرانسې د تاج او تخت وارث شو او له چارلس څخه د مېراث وړلو حق یې تر لاسه کړ. چې په دې سره داسې شکونه راپورته شول چې داوفین د شپږم چارلس زوی نه، بلکې د ایسابو او د اورلیانس د وروستني ډیوک تر منځ د ډنډوره شوې یارانې ثمره ده. په ۱۴۲۲ز کال کې پنځم هنري او شپږو چارلس له یو بل څخه د دوو میاشتو په توپیر مړه شول. چې یو تندی ماشوم د انګلستان شپږم هنري تې پاتې شو، چې د انګلو-فرانسوي (Anglo-French dual monarchy) دوه ګونې ټولواکۍ تش په نامه ټولواک ګڼل کېده، اما داوفین هم د خپل حق په توګه د فرانسې د تاج دعوا کوله. [۹][۱۰][۱۱]

سرچينېسمول

  1. Pernoud او Clin 1986، ص. 221.
  2. Sackville-West 1936، ص. 24.
  3. Barker 2009، ص. 5.
  4. Seward 1982، ص. 144.
  5. Seward 1982، صص. 143–144.
  6. Aberth 2000، صص. 85–86.
  7. Lace 1994، صص. 10–11.
  8. Lace 1994، ص. 8.
  9. Pernoud او Clin 1986، ص. 189.
  10. Barker 2009، ص. 29.
  11. Sizer 2007.