د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

لومړۍ زده کړه: دین څه دی؟ سمول

دین د اند، ګروهې، لارې او کړنلار په مانا دی؛ که لار په حقه وي، که په باطله. قرآن کریم بوتنمانځو ته وايي: (لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ [1]= ستاسې لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين.)

نو د هر چا لار، کړنلار، دود او دستور یې دین دی؛ خو مهمه داده چې په حق لار او حق دین پسې ولاړ شو.

د حق دین نښې: سمول

1- حق دین، هغه دین دی، چې له عقل سره سمون وخوري.

بوتنمانځو به له ډبرو او لرګیو بوتان توږل او نمانځل یې. قرآن ورته وايي: دا چار مو له عقل سره سمون نه خوري .

)(قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ=[2] ايا هغه څه نمانځئ، چې پخپله مو توږلي دي ؟!)

شونې ده په دې کږه او ناسمه لار مو پلار نیکونه هم تللي وي؛ خو نباید پرې ولاړ شو؛ لکه څنګه چې بوتنمانځو خپلو چارو ته د مخونې په پار ویل: )(إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ [3]= په حقيقت كې خپل پلرونه مو پر يوه دين موندلي او بېشكه موږ يې لارويان يو)(

2- حق دین هغه دی، چې د پالونکي پنځګر له لوري وي؛ نه د نورو له لوري.

دې بېلګې ته پام وکړئ:

هره دستګاه او کومه مهمه وزله چې جوړه شي او بازار ته راشي؛ نو معمولا لارښود کتاب ورسره وي، چې له هغه دستګاه د ګټنې لار یې ښوولې وي.

انسان هم چې خدای پنځولی دی، لارښود کتاب لري، چې خدای د آسماني کتاب په بڼه را استولی دی. د محصولاتو لارښود کتاب هغه کس لیکي، چې هغه محصول یې طراحي کړی او جوړ کړی وي؛ نو زموږ ژوند ته هم باید هغه الله کړلار راکړي، چې موږ یې پنځولي یو،له اړتیاوو مو خبر دی او د ستونزهواري وس مو لري.

3- حق دین هغه دی چې د انسان ټولو اړتیاوو ته کړلار ولري؛ جسم او روح ته، دنیا او آخرت ته، وګړي او ټولنې ته.

4- حق دین هغه دی، چې عمل کول پرې د ودې او غواروي لامل ګرځي او وخت تېرېدنه یې ناچله نه کړي او احکام یې د تل لپاره تازه او په زړه پورې وي.

دیني احکام؛ لکه ایکي یو الله لمانځنه، له پاکو او سپېڅلیو خلکو لاروي، د خلکو حق په پام کې نیول، ګټور خواړه، زده کړه او کار، د نورو درناوی او له بېوزلیو سره مرسته کول. چې یو له دې احکامو ځنې هم د کوم ځانګړي وخت او ځای لپاره ځانګړي نه دي؛ بلکې د تل لپاره په هر ځای او وخت کې ژوندي دي.

د امام حسین تل ژوندۍ وینا، چې و یې ویل: ((هیهات منا الذلة)) هېڅکله به ذلت ته غاړه کېنږدم؛ که څه پخپله او ځوځات مې شهیدان شي. دا شعار په ټولو ځایونو او وختونو کې د ټولو انسانانو لپاره ښکلا لري او له چلنه نه غورځېږي.

هو! له خدایه مننه، چې په لمانځه کې ده،

د لوږې څکل او د لوږو یاد، چې په روژه کې دی،

له مال، ځان او دینه دفاع، چې په جهاد کې ده،

د بېوزلیو لاسنیوی، چې په خمس او زکات کې دی،

نېکیو ته د خلکو رابلل، له چټلیو او ناوړه کړنو د نورو خلاصون ته هڅې، چې په امربالمعروف او نهی عن المنکر کې دي،

د پاکۍ سپارښتنه، چې په اودس، غسل کولو او د نوکانو په اخستلو او سر اوڅېرې په پاکولالي کې ده،

ادب رعایتول، سلام اچول او بې بلنې یو ځای ته نه ورتګ، د موروپلار، خپلوانو او ښووندانو درناوی او پر ژمنه وفا، چې دیني کړنلارې دي،

او په زرونو نورې دیني کړنلارې، هېڅکله ناچله کېږي نه او د لمر په څېر د دین په آسمان کې ځلېږي او ټولو ته مانیزه انرژي وربښي.

هغوی چې له دیني کړلارو ګټنه نه کوي او له کوټلي دینه نه برخمنېږي؛ نو دوه لارې یې په مخ کې دي:

1- یا دې په خپل اند او سلیقه عمل وکړي، چې نن یا سبا به پښېمانه شي.

2- یا پر بشري قوانینو اډانه وکړي، چې د محدودو انسانانو له انده او یا د هغو کسانو له فکره راولاړ شوي، چې د خپلو ځاني غوښتونو او ظالمانو په لومو کې ښکېل دي.

نن د بشرحقوقو لپاره تر ټولو مهم ځای، ملګري ملتونه دي؛ خو ځینو هېوادونو؛ لکه آمریکا پکې د وټو حق لري؛ یعنې که د نړۍ د ټولو هېوادونو استازي یو هوډ ونیسي، امریکایان یې کولای شي، په یوازې ځان رد کړي. دا زموږ په پېر کې د بشرحقوقو څېره ده.

خو په قرآن کې لولو: (( قانون، د خدای حق دی او ان پېغمبر  حق نه لري، له ځانه یو ټکی پکې وراضافه کړي او که داسې وکړي؛ نو خدای به یې د ژوند رګ پرې کړي.[4]))

هو! لکه څنګه چې یو رنځور د خپلې روغتیا لپاره د طبیب لارښوونو ته غاړه ږدي او لکه څنګه چې موږ خپل موټر د جوړولو لپاره مستري ته ورکوو؛ نو نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره باید الهي احکامو ته غاړه کېږدو.

هغه خدای چې تر طبیب او مستري په زرونو ګرایه پوه  او پر انسان لوراند او لورین دی؛ یوازې هغه خبر دی، چې انسان څرنګه یو موجود دی او کوم چار یې چې په ګټه دی، هغه یې فرض یا مستحب کړی دی او څه یې چې په ګټه نه دي، هغه یې حرام یا مکروه کړي دي.

سربېره پردې چې الله لارښود کتاب را استولی دی، د بشر لاس یې د پېغمبرانو، سپین لمنو او عادلو امامانو په لاس کې ورکړی دی.

قرآن کریم هغه دین یو بشپړ دین ګڼي، چې پر ښو احکامو درلودو سربېره، د ټولنې مشري هغه ته ور وسپاري، چې بشپړ کمالات ولري. د مایده سورت په درېیم آیت کې لولو)(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ = نن مې ستاسې دين دربشپړ كړ)) نن مې دین دربشپړ کړ؛ او دا هماغه ورځ وه، چې رسول الله (ص) له خپل روستي حج نه په راستنېدو کې په ((خم غدیر)) نومي ځای کې ودرېد او د خپل پالونکي په حکم یې د حضرت علي کرم الله وجهه لاس راپورته کړ او خلکو ته یې وویل: (( من کنت مولاه فهذا علی مولاه[5])) د چاچې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی.


[1] . کافرون/ ۶ آیت

[2] . صافات/۹۵

[3] . زخرف/۲۳

[4] . حاقه: ۴۴-۴۶ آیتونه.

[5] .اصول کافي، لومړی ټوک، ۴۲۰ مخ.