دکتور عبدالباقي امین


پوهنوال شهید دکتور عبدالباقي امین د عبدالکبیر زوی په ۱۳۴۴ هجري لمریز کال کې د وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په دالان کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. دکتور عبدالباقي امین په ۲۰۲۰ کال کې په شهادت ورسېده.

زده کــــړې سمول

په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کې د مدینې منورې د اسلامي پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي څخه په امتیازي نمرو فارغ شو او په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې یې د سوډان هېواد په (أم درمان اسلامي پوهنتون) کې په مقایسوي فقه کې ماسټري ترلاسه کړه او په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې یې په مقایسوي فقه کې له همدغه پوهنتون څخه په امتیازي نمرو سره د دکتورا سند هم ترلاسه کړ.

اکاډمیکه کــــاري مخــــینه سمول

شهید پوهنوال دکتور عبدالباقي امین اوسمهال د افغانستان د معارف وزارت د علمي شورا رئیس، د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز Archived 2021-07-09 at the Wayback Machine. رئیس او د ماسټري په مرحله کې د سلام پوهنتون استاد و. له ۲۰۱۱ - ۲۰۱۸ زیږدیز کال پورې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس او  د «تحلیل» شپږ میاشتنۍ علمي او څېړنیزې مجلې د تحریر رئیس پاتې شوی و او تر دغې نېټې وروسته د «سلام» علمي مجلې د لیکوال پلاوي غړی و. له ۲۰۱۱- ۲۰۱۴ زیږدیز کال پورې د پوهنې وزارت د تقنین رئیس او حقوقي سلاکار، له ۲۰۰۷- ۲۰۱۱ زیږدیز کال پورې د اسلام آباد په اسلامي نړیوال پوهنتون کې د لیسانس، ماسټرۍ او دکتورا په مرحلو کې د پوهنوال په رتبه استاد، او د ۲۰۰۴ـ ۲۰۰۵زیږدیز کال کې د لیبیا هېواد په (اسمریه اسلامي پوهنتون) کې د لیسانس او ماسټرۍ د مرحلو استاد او له ۱۹۹۷ ـ ۲۰۰۴ زیږدیز کال پورې د سوډان هېواد په "افریقا نړیوال پوهنتون" کې د لیسانس او ماسټرۍ د مرحلو استاد پاتې شوی و.

چاپ شوي آثار سمول

لومړی: د کفايي فرضو را ژوندي کول د ټولنې د پرمختګ لار، په عربي ژبه د (إحیاء الفروض الکفائیة سبیل تنمیة المجتمع) تر عنوان لاندې لیکل شوی، چې د الأمة کتابونو په لړ کې د قطر هېواد د حج و اوقافو وزارت د څېړنیز مرکز له لوري په ۱۰۵ مسلسله ګڼه کې په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی. وروسته بیا په دري ژبه د (احیاء فرضهای کفائی راه انکشاف جامعه) تر عنوان لاندې د "مومن حکیمي" له لوري ژباړل شوی دی.

دوهم: د اسلامي شریعت په اړه مقدمه په عربي ژبه د (المدخل لدراسة الشریعة الإسلامیه) تر عنوان لاندې لیکل شوی دی.

دريم: د اسلامي شریعت تقنین په عربي ژبه د (تقنین الشریعة الإسلامیة) تر عنوان لاندې.

څلورم: (د عباداتو فقه) احکام طهارت په عربي ژبه.

پنځم: د عباداتو فقه (احکام الأیمان، النذور، الذبائح، الأضحیة، العقیقة...) په عربي ژبه.

شپږم: مقدمه در عقود مسماة په عربي ژبه.

اووم: د ښځې سیاسي حقونه اصلاً په عربي ژبه دی (حقوق المرأة السیاسیة - واجبات لا حقوق) په پښتو ژبه هم خپور شوی دی.

اتم: (تجدید په دین کې مفهوم څېړنه) په پښتو ژبه.‎

نهم: (راه بېرون رفت از بحران کنونی افغانستان) په دري ژبه.

لسم: (روش تحقیق) په دري ژبه.

یوولسم: (اسلام سیاسی و دشمنی با آن) په دري ژبه.

دولسم: (اصول قانون گذاری) په دري ژبه.

دیارلسم: اهمیت شعور سیاسي در حکومتداری خوب په دري ژبه.

په ملي او بین المللي نشــــریو کې نشر شوې مــــــــقالې سمول

 

ګڼ شمېر مقالې یې تر بېلابېلو عنوانونو لاندې د هېواد او نړۍ په مهمو نشریو کې نشر شوې دي:

د ایتوپیا او اسرائیلو اړیکې، د عربو په ستراتیژۍ کې سره بحیره، د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو لاملونه، د مسلمانانو د لومړۍ خلیفه په نزد د سیاسي فقهې بنسټونه[مړه لينکونه]، د اسلام له نظره د ښځو کار کول، د نبوت د رښتیا والي دلایل او... دا مقالې په عربي ژبه په سوډان، لیبیا او پاکستان کې په بېلابېلو نشریو کې چاپ شوې دي.

همدارنګه ګڼې نورې مقالې یې په افغانستان کې په دري او پښتو ژبو په بېلابېلو نشریو کې چاپ شوې دي.

په نړیوالو علمي کنفرانــــسونو او سیمینارونو کې ګډون او وړاندې کړې څېړنیزې مــــــــقالې سمول

1-  (۳۰- ۳۱ / ۷ / ۲۰۰۳): په اردن هېواد کې د اربد پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه "په اسلام کې د ښځې سیاسي حقونو" تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

2-  (۶ / ۱۰/ ۲۰۰۳): د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د نایف د امنیتي علومو عربي پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (منهج الإسلام في مکافحة الفساد الإداري والوظیفي) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول، چې په اسلام کې له فساد سره د مبارزې په لارو چارو بحث پکې شوی.

3-  (۱۲/۱۰ / ۲۰۰۳): په اردن هېواد کې د جرش پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (عوامل تخلف المسلمین وسبل النهوض) تر عنوان لاندې، مقاله وړاندې کول.

4-  (۳۰ /۱۱ /۲۰۰۵ – ۲ /۱۲ /۲۰۰۵): په اردن هېواد کې د جرش پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (التحدیات التي تواجه الهویة الإسلامیة في عصر العولمة) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

5-  (۱۰ / ۸ / ۲۰۰۵): په اردن هېواد کې د اربد پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او د قانوني اصلاحاتو د اړتیا په اړه په عربي ژبه د (الإصلاحات التشریعیة ضرورة عدلیة وتنمویة) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

6-  (۶ / ۳ / ۲۰۰۶): د مصر هېواد د المنیا پوهنتون له لوري د اسلامي پوهنتونونو د اړیکو په همکارۍ جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (شبهات المستشرقین حول مصدرية القرآن الکریم) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

7-  (۱ / ۶ / ۲۰۰۴): د لیبیا هېواد د الاسمریة پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (عمل المرأة في الإسلام) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

8-  (۱۰ـ ۱۲ / ۷ / ۲۰۰۷): د اردن هېواد د طفیلة پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه (التعلیم العالي وتنمیة الطاقات البشریة - أوجه القصور ومقترحات للعلاج) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

9-  (۲۲/۱۰ /۲۰۰۷): په مالدیف کې د ایسیسکو له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (التعلیم العالي وتنمیة الطاقات البشریة - أوجه القصور ومقترحات للعلاج) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

10- (۲۹ / ۳ / ۲۰۱۰): د سعودي عربستان د مدینې منورې پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (أثر إزدواجیة المعاییر في السیاسات الدولیة على السلم العالمي) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

11- (۱۷ / ۱۲ / ۲۰۱۳): د لیبیا د الاسمریة اسلامي پوهنتون له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په عربي ژبه د (مذهب الإمام مالک والتقنین) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

12- (۶ / ۲۰۱۲): د افغانستان کابل ښار کې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز له لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون او په دري ژبه د (مصالحه ملی: موانع وراه حل) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

13- (۳ / ۴ / ۲۰۱۳): (د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د « الجنادرية» تر نامه لاندې په یوه نندارتون کې کډون کول، چې هر کال جوړېږي.

14- (۲۷ ـ ۲۹ / ۱۱ / ۲۰۱۵): د مالیزیا هېواد د کولالامپور منتدی د سازمان له لوري د آزادۍ او ولسواکۍ لپاره په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون.

15- (۲۶ ـ ۲۸ / ۵ / ۲۰۱۶ ): د ترکیې په استامبول ښار کې د مسلمانو ټولنو د یووالي د نړیوالې کنګرې په ۲۵ کنفرانس کې ګډون، چې په ترکیه کې د اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د مرکز  “ESAM” له لوري جوړ شوی و او پکې (د اسلامي نړۍ له ستونزو د وتلو لار» تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

16- (۱۸ ـ ۱۹ / ۵ / ۲۰۱۶ ): د پاکستان په اسلام آباد کې د «افغانستان په قضیه کې د زبرځواکونو او سیمه‌ییزو هېوادونو رول» تر نامه لاندې دوه ‌ورځني نړیوال کنفرانس کې ګډون چې د «اسلام‌اباد د پالیسۍ د څېړنو انستیتوت» (IPRI) له خوا د «جرمني هانس سایډل بنسټ» (HSF) پاکستان څانګې په همکارۍ جوړ شوی و او پکې «په افغانستان کې امنیت؛ ستونزې او حل لارې» تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

17- (۱۶ـ ۱۷/ ۹ / ۲۰۱۵ ): د پاکستان په اسلام آباد کې د «افغانستان-پاکستان: د ایډیال دوه اړخیزو اړیکو په لور» تر عنوان لاندې په کنفرانس کې ګډون چې (د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز CSRS او په اسلام اباد کې د پالیسۍ د څېړنو انستېتیوت IPS له لوري په ګډه جوړ شوی و.

18- د ۲۰۱۶ نومبر: د مالیزیا هېواد د کولالامپور د سازمان له لوري د آزاۍ او ولسواکۍ لپاره د سوډان په خرطوم ښار کې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او (په ښې حکومتولۍ کې د مدني ټولنې رول) تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.

19- (۱۳ /۹ /۱۳۹۴): د افغانستان په کابل ښار کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د عقیدې او ثقافت د مرکز له لوري د (مبانی وحدت اسلامی و نقش آن در تأمین صلح) تر عنوان لاندې جوړ شوي علمي سمینار کې د سولې اړوند مقاله وړاندې کول.

20- (۱۸/ ۵ / ۱۳۹۵): د افغانستان په کابل ښار کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د فقهې او قانون د مرکز له لوري د «ټاکنو فقهي او قانوني څرنګوالی» تر عنوان لاندې جوړ شوي سمینار کې ګډون او د «انتخابات: اصل مشروعیت نظام سیاسی در اسلام» تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کول.


د شهید دکتور عبدالباقي امین دغه فکري، علمي او اصلاحي هڅې او فعالیتونه ښيي، چې شهید د دکتور صاحب امین د افغانستان د ملت او اسلامي نړۍ یوه علمي هستي وه، د هېواد په درد دردمن و او شپه او ورځ یې د افغانستان د ثبات او ټيکاو لپاره هلې ځلې کولې. شهید دکتور عبدالباقي امین په دې باور و چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کول او د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې ایماني او ملي دنده ده او باید د ثواب په نیت په دې برخه کې هڅې وشي، ترڅو په هېواد کې روان ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي او هېواد د سولې او ثبات لوري ته ولاړ شي. الله تعالی دې شهید دکتور عبدالباقي امین ته د دغې ایمانی او ملي دندې په لاره کې د کړو هڅو عوضونه ورکړي. وما ذالک علی الله بعزیز