دکاربن مونو اکسایډ زهريت او اغیرې

راټولوونکی نصیراحمد حسین خیل لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

د کاربن مونو اکساید پيژندنه او زهریت سمول

کاربن مونو اکساید یو بی رنګه ، بی بویه ،بی خونده او زهری غاز دې چې د احتراق په عملیه کی د فرعی محصول په توګه تولیدیږې. نوموړی ګاز د موټرونو،سامان الاتو،برقی سامانونو څخه کله چی حرارتی انرژی ورته وکارول شی تولیدیږي. د کاربن مونو اکساید زهریت هغه وخت منځته راځی کله چې یو انسان ډیر کاربن مونو اکساید تنفس کړي. کاربن مونو اکساید یو زهری ګاز دی چی رنګ،بوي،خوند په لومړی سر کې غیر تخریش کوونکې ګاز دي. کاربن مونو اکساید د عضوی موادو څخه هغه وخت لاسته راځی کله چی د اکسیجن د کموالي په وخت کی عضوی مواد تجزیه شې چي په پایله کي عضوی مواد په پوره توګه نه تجزیه کیږی او کاربن مونو اکساید تولیدیږی. کله ناکله د صنعتی فعالیتونو او د موټرو او عراده جاتو څخه هم چي ګیسولین،ډیزل،میتان کاروي یا ځینی نور کاربن لرونکې محرقات کاروی کاربن مونو اکساید تولیدیږی. همدارنګه په کورنو کی هم د کاربن لرونکې موادو لکه: پروپان،بیوتان او جارو کول په خپلو سامانونو، ګازی ګرموونکې او پخلي په سامانونو کی یې کاروو تولیدیږي. هر کله چې د کاربن مونو اکساید غلظت تر سل پی پی ام یا لدي څخه ډیر شې د انسان د صحت لپاره زهری ثابتیږی. کله چی د کاربن مونو اکساید لږ ګاز تنفس شي نو پدې وخت کي ځینی حاد نه ښکاره کیدونکې زهری علایم ښکاره کوي د بیلګې په توګه کمزوری،سردردی،پریشانی،د سر دردی بیلابیل ډولونه،ذکام او د سر ګرځیدل. که چیري ډیر تنفس شې نو پدي وخت کی ډیر زهریت ښکاره کوي لکه د مرکزی عصبی سیستم او زړه حتی د مرګ سبب ګرځي. همدارنګه کاربن مونو اکساید د فیټس یا جنین باندي هم د حاملګی په وخت کی تاثیرات اچوي.که چیری په کم غلظت لرونکې کاربن مونو اکساید کې د ډیر وخت لپاره تنفس ترسره شي نو پدې وخت کی فشار ، پریشانی او د یاداشت د لاسه ورکولو ستونزي منځته راځي. د کاربن مونو اکساید یو له خطر لرونکې ستونزو څخه هغه وخت منځته راځي کله چې کاربن مونو اکساید له هیموګلوبین سره تعامل وکړي او کاربوکسي هیموګلوبین (HbCo) په وینه کې ترکیب کړي. ددي کار په نتیجه کې د هیموګلوبین مخه نیول کیږي تر څو اکسیجن د بدن انساجو ته ورسوي چې د هایپو کزیا د منځته راتللو سبب ګرځي. همدارنګه ددي کار په پایله کی د مایوګلوبین او مایتوکاندریا سایتوکروم تحمض په لویه پیمانه صورت نیسی. کاربوکسي هیموګلوبین بیرته په هیموګلوبین باندی بدلیږی خو څرنګه چې نوموړی مرکب یو څه با ثباته مرکب دي نو یو څه وخت ته اړتیا لري ترڅو دغه بدلیدنه ترسره کړي. ددغې ستونزي د معالجی لپاره په لوړه کچه اکسیجن د ۱۰۰ فیصده په ورکړي سره یا هایپرباریک اکسیجن په ورکړی سره درملنه کیدی شی. په دی کار کی اکسیجن د انتي ډوت په څیر عمل کوي کله چی د اکسیجن غلظت زیاتیږی له هیموګلوبین څخه کاربن مونو اکساید لري کیږي. او په پایله کی د بدن لپاره په کافي اندازه اکسیجن پوره کیږی. مونږ کولاي شو چې په کورونو کي کاربن مونو اکساید د ځیني ځانګړو توکو په کاروني سره چی کاربن مونو اکساید پیژنی مخنیوی کولای شو. د کاربن مونو اکساید زهریت په ډیرو ملکونو کې ترټولو عام مړ کوونکې زهر دي. تاریخ ته په کتو سره نوموړی ګاز د ځان وژني یو کاریدونکې عام طریقه ده. عصري موټري حتی برقی احتراقات کنترول شوي او کتلایتکی بدلونکې تر اوسه هم کاربن مونو اکساید تولیدوی کوم چې په یوې بنده ساحه کې یا ګراج کي کولاي شی وژونکې تمامم شي، ځکه چې په دي ځایونو کې تولید شوي کاربن مونو اکساید ګاز نشي کولاي چی خارج شې.

نښې او علایم (Sign and syptoms) سمول

کاربن مونو اکساید د ژوند ټولو ډولونو لپاره زهری ندي دا هغه وخت زیانمن تمامیږی کله چی له هیموګلوبین سره تعامل وکړي او ورسره یو ځای شی نو ځکه د هغه ژوندیو موجوداتو لپاره چې دغه ګازونه کاروي زیانمن دي. خو په ضیایی ترکیب کوونکې نباتاتو کی زیانمن نه دي. دا ګاز په اسانی سره د سږو په واسطه جذبیږی، چي ددې ګاز په تنفس کولو سره هایزوکزیک (په وینه کی د اکسیجن کموالی ) د عصبی سیستم زیانمن کیدل او حتی مړینه رامنځته کیږی. مختلف خلک او نفوس کیدای شی د کاربن مونو اکساید په وړاندی د مقاومت بیلابیل وړتیا ولري، په اوسط ډول که چیرې انسانان د ۱۰۰ پی پي ام کاربن مونو اکساید سره مخ شي نو د هغوی د صحت لپاره زیانمن او مضره تمامیږی. په امریکا کې په کار ځایونو کي ددې ګاز سره د مخامخ کیدو لپاره اکزاسونه شتون لری چی نه پریږدی تر څو ددې ګاز غلظت د ۸ ساعتونو لپاره تر ۵۰ پی پی ام ورسیږی. خو که بیا هم نوموړی اندازه به بندو ځایونو کې تر ۱۰۰ پی پی ام پوری ورسیږی نو پدې صورت کی کارګران د نوموړی ځایه د باندی ویستل کیږی. د کاربن مونو اکساید سره د مخ کیدو په صورت کی د زړه زیان له کبله د یو انسان د ژوند موده کمیږی. د یو انسان مقاومت د کاربن مونو اکساید په وړاندي د ډیرو عواملو او فکتورونو پوري اړه لري چې په دي برخه کي د کارکولو سطحه یا موده، د تهوی کچه،د مخه د زړه او د زړه د رګونو ناروغۍ،د زړه څخه د وینی په خارجیدو ، انیمیا ، د حجرو سیکل ناروغۍ او نورو هیموټولوجیکل ناروغۍ، بارومتیریک فشار او میتابولیک اندازی پوری اړه لري.

==د کاربن مونو اکساید غلظت نښی او علایم== 35 ppm(0.0035%) د شپږو څخه تر اتو ساعتونو پوري دوامداره سردردي او د سر ګرځیدنه. 100 ppm(0.01%) په دوو یا دریو ساعتونو کې کمزوري سردردي. 200 ppm(0.02%) د دوو څخه تر دریو ساعتونو پوري کمزوری سردردي پدې وخت کي یو څه زهني ستړیا رامنځته کیږي چي په اساني سره قضاوت پکې نشو کولي. 400 ppm(0.04%) د یو یا دوو ساعتونو لپاره د سر د مخکینی برخي درد. 800 ppm(0.08%) د ۴۵ دقیقو لپاره د سر ګرځیدل،کانګې کول او د زړه ټکان خوړل چې تر دوو ساعتونو لپاره نه محسوسیږي. 1600 ppm(0.016%) د ۲۰ دقیقو لپاره سردردي، د زړه د زربان ډیریدنه ، د سر ګرځیدل او کانګې کول چې له دوو ساعتونو څخه په کمه موده کې مړینه هم رامنځته راکوي. 3200 ppm(0.032%) له ۵-۱۰ دقیقو لپاره سردردي،سرګرځیدل او کانګې کول،تر ۳۰ دقیقو پورې که دوام وکړي مړینه هم رامنځته کوي. 6400 ppm(0.064%) له یو څخه تر دوو دقیقو لپاره سردردي او د سر ګرځیدل رامنځته کوي له ۲۰ دقیقو څخه د مخه د زړه ټکان،تنفسي تنګوالی او مړینه رامنځته کوي 12800 ppm(1.28%) له دوه یا دریو کرتو ساه اخیستنې وروسته بیهوشي رامنځته کوي.او د دریو دقیقو څخه د مخه مړینه منځته راوړي.

شدید زهریت(Chronic Poisoning) سمول

د کاربن مونو اکساید کم غلظت د ډیر وخت لپاره کیدای شی د وامداره سردردي،کمزورې سردردي،فشار،ګنګس توب، د یاداشت د لاسه ورکول، دز ړه ټکان خوړل او کانګې کول رامنځته کړي. تر اوسه پورې جوته شوې نده چې ولې کم مقدار خو دوامداره مخامخ کیدل د کاربن مونو اکساید سره ولې دایمي عصبي زیان رامنځته کوي. په عامه توګه کله چې د کاربن مونو اکساید له محیط څخه لرې شوي نښې او علام په عامه توګه خپله له منځه ځي، خو یو څه نه ښکاره کیدونکې زهریت په تدریجي توګه ښکاره کیږي. سرچینه غلظت د اتوموسفیر طبیعی سرچینه 0.1 ppm په کورونو کی اوسط کچه 0.5 to 5 ppm په کورونو کې د ځای پر ځای شوو بخاریو ترڅنګ 5 to 15 ppm د مکسیکو په مرکزی ښار کې د موټرو څخه راوتلی ګازونو کې. 100 to 200 ppm په کور کې د لرګیو د سوځیدو څخه رامنځته شوي لوګي. 5000 ppm د کتلایتیکی بدلونکي پرته د موټرو غیر تصفیه شوي ګاز. 7000 ppm په هغه کانونو کې چې سکاره ولري د ګازاتو د بندیدو په وخت کې. 30000 ppm

د کرونیک په توګه د کاربن مونو اکساید سره مخامخ کیدل کیدای شی د زړه او د زګونو ځینې ناروغي په ځینو خلکو کې ښکاره کړي، که چیري د اوږدي مودې لپاره په دوامداره توګه د کاربن مونو اکساید سره مخامه شو نو پدې صورت کې د شریان سختیدل رامنځته کوي. همدارنګه که چیري د اوږدي مودي لپاره یو کس د کاربن مونو اکساید له غاز سره مخامخ شي نو پدې صورت کې هغه ښځې چې د حمل په دوران کې وي د اکلیلی شریان د ناروغۍ سره مخامخ کیږي.

کاربن مونو اکساید په هغه چاپیریال کې چی اکسیجن پکې په کافي اندازه شتون ونلري د عضوی مرکباتو د احتراق څخه منځته راغلې محصول دي ځکه ې د اکسیجن د نه شتون له کبله عضوي ماده پوره نه سوځي او پایله کې د کاربن ډای اکساید پرځای کاربن مونو اکساید تولیدیږی. د کاربن مونو اکساید زیرمی عبارت دی له : د سګرټ څکل، په کورونو کې د اور لګول، بی ځایه پخلی کول، ګرموونکې ، هغه بخاری ګانی چي لرګی پکي سوځی، داخلی احتراقي موټرونه، برقی جنراتورونه ، هغه سامان الات چې پروپان لرونکې تیل مصرفوي، ګیسولین مصرفوونکي سامانونه لکه Leaf blowers ، چمن پري کوونکې ماشین ، لوړ فشار لرونکي وینځونکي ، کنکریټ پري کوونکي اري، برقي مال او ویلډينګ کاري. ددي ګاز ټولیدنه په هغه ځایونو کې ډیر وي چیرته چی د هوا جریان شتون ونه لري. هغه موټري چي په واورو کې یې د لوګی د وتلو پایپ بند وی د لوګی د بندیدو په صورت کي د کاربن مونو اکساید زهریت رامنځته کیږی. جنراتورونه او په کشتیو ، په خاصه توګه په کور لرونکې کښتیو کي ماشینونه ډیر کاربن مونو اکساید تولیدوی. په ځینو رنګ پاکوونکو موادو کي چې ډای کلورو میتان ولری هغه وخت رامنځته کیږی کله چې عضوي مواد له ازادي هوا سره مخ شي ځکه چي ډای کلورومیتان میتابولیزم کاربن مونو اکساید تولیدوي.

پتوفزیالوژي(Pathophysiology) سمول

د بدن په سیستم کی هغه دقیق میکانیزم د کومې په وسیله چي د کاربن مونو اکساید تاثیرات او اغیزی معلومیږی یو څه پيچلې ده او تر اوسه پوری په کره توګه نه دي پيژندل شوي. پيژندل میکانیزم په دي ډول دي چې کاربن مونو اکساید د هیموګلوبین ، مایوګلوبین او مایتوکاندریایی سایتوکروم او کسیدیز سره یوځای کیږی، او د اکسیجن برابروني یا سپلاي مخه نیسی او کاربن مونو اکساید د ماغزو د شحم پیروکسیدیز سبب ګرځي.

هیموګلوبین Haemoglobin سمول

کاربن مونو اکساید د اکسیجن په پرتله د انتشار لوړ ضریب لری او یواځینی انزایم چې د انسان په بدن کی کاربن مونو اکساید تولیدوي هغه د هیم اکسیجینیز انزایم دی کوم چي په حجرو کې شتون لري او هیموګلوبین ماتوي. په عادی حالاتو کې په پلازما کې د کاربن مونو اکساید سطحه 0mmHg دي ځکه چې دا د انتشار لوړ ضریب لري او بدن په اسانی سره کولای شی چی تولید شوي کاربن ډای اکساید جذب کړي. کله چې کاربن مونو اکساید تهویه نشی نو پدې صورت کی هغه په اسانی سره د هیموګلوبین سره یوځای کیږی، کوم چې په وینه کي د اکسیجن د لیږدوني یواځینۍ او اساسي مرکب دی، دا یو مرکب چی د کاربوکسی هیموګلوبین په نوم یادیږی تولیدوی. پخوانی نظر دادی چې کاربن مونو اکساید زهریت د کاربوکسی هیموګلوبین د تولید په اساس ډیریږی، کوم چې په وینه کې د اکسیجن کچه کموي او د دي حیاتی عنصر لیږدونه تر تاثیر لاندې راولی او کموی چې په پایله کې په بدن کې وظایفو د ترسره کولو لپاره د اکسیجن مقدار کمیږی. د کاربن مونو اکساید او د همیوګلوبین ترمنځ د جذب قوه۲۳۰ بارې د اکسیجن او هیموګلوبین ترمنځ د جذب په پرتله قوي دی نو پدې لحاظ د اکسیجن پرځای کاربن مونو اکساید د وینی له همیوګلوبین سره تعامل کوي. هیموګلوبین په څلورو خواوو کې د اکسیجن سره د اړیکو د لرلو له کبله یو تیترامیر دی، کله چی کاربن مونو اکساید یوځای کیدنه په دي درې ساحو کې ترسره شی نو د اکسیجن جذب زیاتیږی کوم ې په دې دریو ساحو کی شتون لري نو دا د دې لامل ګرځی چي دغه دري نور اکسیجنونه انساجو ته ورکړي. د هیموګلوبین او اکسیجن ترمنځ د جذب د قوي د ډیروالی له امله کله چي کاربن مونو اکساید زهری کیدنه ترسره شی انساجو ته په حقیقت کې په من مقدار سره اکسیجن برابریږی. چي دا د انسجاو هايپوکزیک زیان رامنځته کوي. هیموګلوبین کله چې په کاربوکسی هیموګلوبین باندی بدل شي روښانه سور رنګ ترلاسه کوی نو پدې صورت کې هر جسم او حتی تجارتي غوښي چې د کاربن مونو اکساید سره معامله شوي وي یو غیر طبیعی سور رنګ ترلاسه کوي.

مایو ګلوبین (Myoglobin ) سمول

همدارنګه کاربن مونو اکساید د هیموپروټین مایو ګلوبین سره یوځای کیږی. چی دا د اکسیجن په پرتله د مایوګلوبین سره ۶۰ برابره ډیر جذب وړتیا لري، کله چی کاربن مونو اکساید له مایوګلوبین سره یوځاي شي کیدای شی چی د اکسیجن کارونه چې مایوګلوبین په واسطه ترسره کیږی زیانمن کړي. دا د زړه څخه د وینی په ویستنه او هایپوټینشن کې د کموالي سبب ګرځي کوم چې په مغز کې د لنډې مودې کم خونې رامنځته کوي یعنی ماغزو ته د وینی اندازه کمیږی. چي په پایله کې د کاربوکسی هیموګلوبین د اندازې لوړوالی سبب ګرځي، دا پایله کیدای شی چې د مایوګلوبین څخه د کاربن مونو اکساید د جلاکیدنې د ځنډ پواسطه ترسره شوي وي کوم چي په پایله کې د همیوګلوبین سره یوځای کیږی.

سایتوکروم تحمض (Cytochrome Oxidase ) سمول

یو بل میکانیزم چې مایتو کاندریایی تنفسی انزایم په ځنځیر تاثیر لري همدغه لامل د انساجو د اکسیجن د موثرې استفادي مسول هم دی. د کاربن مونو اکساید د اکسیجن د جذب په پبرتله په کم وړتیا سره د سایتوکروم اکسیدیز سره تعامل کوي، نو ددې کار د پاره د حجرو ترمنځ په وینه کې د کمی اکسیجن حالت ته اړتیا لري تر څو نوموړي کار ترسره شي. دا تعامل کوونه د هوازي میتابولیزم او ادینوزین ترای فاسفیت کافی ترکیب سره سر او کار لري . حجری د غیر هواز ی میتابولیزم سره عکس العمل ښکاره کوي چې د اکسیجن د کموالی،لکتیک اسیدوسیز او پایله کې د حجرې د مړینی سبب ګرځي. د کاربن مونو اکساید او سایتوکروم اکسدیز ترمنځ د جلا کمیدنې کچه ټیټ دي، چې د تحمضي میتابولیزم د خرابیدنې لامل ګرځي.

د مرکزي عصبی سیستم تاثیرات(Central Nervous System Effects) سمول

هغه میکانیزم چې د پام وړ ځنډ شوي اغیزی دي هغه د وینی ترکیب شوي حجرې او کیمیاوی منځګړي دي کوم چې د ماغزو د شحم پیروکسیډیشن لامل کیږی. کاربن مونو اکساید اندوتیلیل حجرې اغیزمن کوي او دمویه صفحات نایتریک اکساید تولیدوی او همدارنګه د اکسیجن ازاد زاډیکلونو چې پکې پیروکسی نایتریت شامل دي تولیدوي. په ماغزو کې دا کار د مایتوکاندریایی غیر نارمل دنده ترسره کولو، د شعریه عروقو زخمي کیدل، لیکوسایت تجزیه او Apoptosis لامل ګرځي. دا ټول د شحم په پیروکسیدیشن کې خپل تاثیرات لري کوم چې په مرکزی عصبی سیستم کې دسپینې مادې چې د جرنکر مایلینو پاتي بلل کیږی. د ځنډیدلي معکوس De Myelinization سبب کیږی کوم چي کیدای شی د ماغزو نیکروسیس او Edema لامل شي، دا بی نظمیانی د سریبرل یعنی دماغي سپینی مادي او قاعدوی ګنګالیا پوری اړه لري. د حامله ګي په دوران کې د کاربن مونو اکساید تاثیرات کاربن مونو اکساید په حامله ښځو کې کیدای شي د جنین جدي معکوس تاثیراتو لامل وګرځي. د کاربن مونو اکساید د زهري کیدنې له امله د جنین د حجرو اکسیجن کمیږی چې په پایله کې د مور څخه جنین ته د اکسیجن د برابرولو کچه کمیږي کاربن مونو اکساید همدارنګه د نوم څخه تیریږی او د هیموګلوبین سره یوځای کیږی چی په مستقیمه توګه د جنین د انساجو د وینی د کمښت لامل ګرځی. سربیره پر دې د جنین هیموګلوبین د بالغ انسا د وین ید همیوګلوبین په پرتله ۱۰-۱۵ سلنې څخه ډیر د کاربن مونو اکساید سره د یوځاي کیدو یا تعامل کولو میل لري، چې په جنین کې د بالغ په پرتله د ډير زهریت لامل ګرځي. له جنین څخه د کاربن مونو اکساید د لري کولو عملیه بطي وي چې د کیمیاوي زهري موادو د جمع کیدو لپاره لاره همواروي. چي له دي امله په جنین د مړینی ډیر سطحه شتون لري.

د مرض پيژندونکي(Diagnosis ) سمول

د کاربوکسی هیموګلوبین د مشبوعیت مانیټور نوټ: دا د پلس اکسیمیټر په څیر نه دي د دې پواسطه دواړه د اکسیجن او د کاربن مونو اکساید مشبوعیت معلومیږی. د کاربن مونو اکساید مانیټور د وتل شوي هوا څخه د کاربن مونو اکساید غلظت د پی پي ام په اساس ښکاره کوی او همدارنګه د کاربوکسی هیموګلوبین غلظت هم په څنګ کې ښکاره کوي. د کاربن مونو اکساید پواسطه رامنځته کېدونکي علایم او نښي کیدای شي د ډیرو نورو ساري ناروغیو سره ورته والي ولری د بیلګی په توګه د زکام سره چې ددې علایمو توپیر یو څه ستونزمن دي په تاریخی لحاظ د کاربن ډای اکساید سره کله چې له سوځیدونکي اور سره ناست ووسو ددې خطر شته ې زهریت رامنځته کړي خو مونږ کولی شو چې په وینه کې د کاربن مونو اکساید غلظت کچه معلوم کړو . چې دا کار کیداي شي چې د کاربوکسی هیموګلوبین او هیموګلوبین مقدار په وینه کې پرتله کړو. د کاربن مونو اکساید اوکزی میټر ددې د پاره استعمالیږی چې د کاربوکسی هیموګلوبین اندازه په ګوته کړي. د زړه د زربان د CO-oximeters هم هغه آله ده چې د کاربوکسی هیموګلوبین کچه معلوم کړي دغه آلي دګوتې په څوکه کې کيښودل کیږی د بیلابیلو اوږدوالو لرونکو څپو د تیریدلو په واسطه چي په شعریه عروقو کې د هیموګلوبین د بیلابیلو ډولونو د رڼا د جذبېدنې په اساس معلوموی. د Pulse Oximeter دوامداره کارونه د کاربن مونو اکساید د زهری کیدنې په معلومولو کې موثره نه دي ځکه چې د دوامداري کارونې په اساس هغه خلک چې د کاربن مونو اسکاید د زهریت څخه رنځ وړي د اکسیجن د غلظت نورماله سطحه ښکاره کوي . دا لدې امله دي چي کاربوکسی هیموګلوبین د اوکسی هیموګلوبین په ډول ښکاره کوي. دا لدې امله دی چې کاربوکسی هیموګلوبین د اوکسی هیموګلوبین به ډ،ل ښکاره کیږی. ددې آأې پرځای د تنفسی CO Monitoring کارول موثره دي. ددې آلی به واسطه د کاربوکسی هیموګلوبین سطحې یا اندازی په تنفس کې د کاربن مونو اکساید غلظت سره یوځای ښکاره کوي. برسیره پردې ، ددې آلو ډیر یې اړتیا لري تر څو ژور ساه واخلي او خپل ساه یو څه ودروي ترڅو کاربن مونو اکساید پریږدي ترڅو مخکي له اندازه کولو څخه سږو ته لاړ شی.

په بیولوژیکي نمونو کې پيژندنه (Detection in biological Specimens ) سمول

کاربن مونو اکساید په وینه کې د سپیکټروفو ټومیتریک د طریقو یا کروماتوګرافیک تخنیکونو په کارونې سره د هغی مقدار اندازه شي پرته لدې چې زهریت پيژندنه په یو شخص کې جوته شي. په سګرټ څکونکي یا هغه خلکو کې چې د موټرونو د وتل شوو ګازونو سره ډیر وخت لپاره مخامخ وي په خپله وینه کې د کاربوکسی هیموګلوبین اندازه د ۸ څخه تر ۱۰ سلنې پورې لري. په هغه خلکو کې چې د کاربن مونو اکساید په واسطه تر تاثیر لاندې راغلي وی دغه کچه د ۱۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې وي پداسي حال کې چي هغه خلک چې مړه شوي وي د مړینې وروسته د معاینی وروسته د کاربن مونو اکساید د کچي د ۳۰ څخ تر ۹۰ سلنی پوري لري.

ټاکونکي یا توپیر کوونکي د ناروغی نښې ( Differential Diagnosis ) سمول

پدې برخه کې ډیر شمیر حالتونه شتون لري چې د مرض په ټاکنې کې د کاربن مونو اکساید د زهریت په برخه کې د پام وړ دي، تر ټولو مخکینی نښي او علایم هغه وخت کې د ټیټ غلظت سره مخ شي په کم وخت کې تر نظر لاندي نه راځي او د نورو ناروغیو سره یو څه شباهت او ورته والي لري لکه د وایرس پواسطه د زکام نښې ، فشار،د حاد خستګي ښکاره کوونکي،د سینی درد او سر درد. کاربن مونو اکساید د ( Great Mimicker ) په نوم یادیږی ځکه چي زهریت یې توپیر لري او په اسانی سره نه په ګوته کیږی. نور حالتونه چې په ټاکوونکې یا توپیر کوونکې د ناروغی په نښو کې شامل دي عبارت دي له : Lactic Acute Respiratory Distress Syndrome ، Altitude Sickness ، Methemoglobinemia ، Meningitis ، Diabetic Ketoacidosis ، Acidosis یا Opioid یا د الکولو زهري ستونزي.

مخنیوي ( Prevention) سمول

په شمالي امریکا کې په برقي ساحو کې د کاربن مونو اکساید پيژندونکي وصلیږی. چی کله د کاربن مونو اکساید اندازه لوړه شی نو د پيژندونکی په واسطه خبر ورکول کیږی د هغه څخه وروسته د اکسزاسونو او نورو آلو پواسطه د کاربن مونو اکساید غلظت کمیږی او د کاربن مونو اکساید د زهریت څخه مخنیوی کیږی. او کله چی د کاربن مونو اکساید د زهریت علامی ښکاره شی باید آزادی هوا ته ځان ورسوو. بله لاره چی کیدلای شی د کاربن مونو اکساید دزهریت مخنیوی وکړی د هوا کش لګول دی باید د اوسیدنی په ځایونو او کارځایونو کی چی کاربن مونو اکساید تولیدیږی هواکشونه ولګیږی ترڅو د کاربن مونو اکساید د زهریت څخه مخنیوی وشی او انسانان د کاربن مونو اکساید د زهریت څخه وژغورل شي.

پيژندونکي(Detectors ) سمول

پدې برخه کې خلک اړتیا لري چې د سامانونو ،ګرموونکي،اورځایونو او داخلي سوځونکې ماشینونو په کارونو او د کاربن مونو اکساید پيژندونکو په انسټال کولو کې باید پوره معلومات ولري، څرنګه چې کاربن مونو اکساید بی خونده او بی بویه دی نو ځکه د بوی په واسطه نه پيژندل کیږی. د امریکا د متحده ایالاتوConsumer Product safety Commission ویلي دي چې، د کاربن مونو اکساید پيژندونکي د کارولو سپارښتنه کړې دغه آلي کوم چي ډیر ارزانه او هر چیرته موندل کیږی هم د بتري او هم د ای سی برقی سیستم باندې سمبال دي. په ودانیو کې کاربن مونو اسکاید پيژندونکي د ګرموونکي او سامان الاتو ترڅنګ نصب کیږی. کله چې د کاربن مونو اکساید اندازه شاوخوا ډیر شي نو پدې وخت کې نوموړی آله زنګ وهي خلکو ته ددې خبر ورکول کیږی ترڅو د هوا د باندې ویستلو عملیه په ودانیو کې ترسره کړي. د کاربن مونو اکساید پيژندونکې په ډیرو ساحو کې ځاي پرځای شوي دی. د کاربن مونو اکساید دغه آلې په مختلفو برخو د ودانیو کې اواز کوي. په نوو کورونو کې AC برقي پيژندونکي باید د بتري کنټرولونکي برخه ولري دغه درې آلې د لاندی دری اساسی اهدافو لپاره کارول کیږی. 1- یو د ویمی برق برابروونکې باید په ټولو کاربن مومنو اکساید خبروونکو کې تر دولس ساعتونو پورې ځاي پر ځای شي. 2- پيژندونکي باید د خونو په هغو چتونو کې چې لوګي کشفوونکي سامانونه ځای پر ځای شوي دي نصب شي. 3- پيژندونکي باید په هر هغه ځای کې چې خلک په کې اوسیږی نصب شي.

معالجه (Treatment ) سمول

تر ټولو لومړنی او ژر درملنه دا دي چی ملوث کس چې د کاربن مونو اکساید د زهریت سره مخه شوی دی باید په چټکی سره د نوموړی سیمی څخه لري شي. هغه خلک چې بې هوشهشوی وي CPR ته اړتیا لري. د اکسیجن ورکړه د ساخ ورکونکو ماسکونو په واسطه د کاربن مونو اکساید عمر له ۳۲۰ دقیقو څخه تر ۸۰ دقیقو پورې په نورماله هوا کې کموي. اکسیجن د کاربن مونو اکساید جلا والی له کاربوکسی هیموګلوبین باندې بدلیږی. په هغه صورت کې چې جنین په حامله ښځو کې تر تاثیر لاندی راغلی وي نو پدې صورت کې حامله ښځي د غیر حامله ښځو په پرتله د ډیرې مودي لپاره د اکسیجن سره د معامله کولو یا ورکولو په واسطه درملنه کیږی.

لوړ فشار لرونکې اکسیجن (Hyperbaric oxyegen) سمول

لوړ فشار اکسیجن هم د کاربن مونو اکساید د زهریت په درملنه کې کارول کیږی، ځکه چی نوموړی اکسیجن کاربن مونو اکساید له کاربوکسی هیموګلوبین څخه په چټکې جلا کوي. هایپر باریک اکسیجن د اتوموسفیر فشار په درې برابره د کاربن مونو اکساید ژوند په ۲۳ دقیقو کې نیمایی کوي. دا همدارنګه د پلازما په واسطه د وینی هیموګلوبین ته د اکسیجن په لیږدونه کې مرسته کوي.

اپیډیمیولوژي(Epidemiology ) سمول

تر اوسه پورې د کاربن مونو اکساید د واقعاتو شمیر ناڅرګندې دي، د موجوده ارقامو په اساس په نړیواله کچه د مړینی او زخمی کیدنی تر ټولو لوي فیصدی لري چې د ژمي په میاشتو کې نوموړي زیانونه له حده ډیر وي. ځکه چې په کورونو کې د ګاز د استعمال سامان الات کیروسین بخاري او په پخلنځایونو کې د داشونو په کارونې سره ډیر تولیدیږی کوم چې زیانمن تمامیږی بلخصوص هغه وخت چې د تهویی تدابیر نه وي نیول شوي. د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې سروي په اساس په کال کې تر ۴۰۰۰۰ ډیر خلک د کاربن مونو اکساید د زهریت له کبله درملنه کیږی. په امریکا کې د کاربن مونو اکساید د مړینی ۹۵ سلنه د ګرموونکو د ګازونو له کبله دي. په ځینو نورو ملکونو کې د فابریکو کاربن مونو اکساید د انسانانو ۵۰ سلنه تشکیلوي. په امریکا کې په کورونو کې د تیلو د سوځوونکي سامان الاتو له کبله په کال کې تقریباً تر ۲۰۰ شاوخوا خلک مړه کیږی.

څیړنه (Research ) سمول

کاربن مونو اکساید د بدن په واسطاه د پروتوپورفایرین څخه د بیلیروبن په بدلولو په طبعی توګه تولیدیږی. چې دا کاربن مونو اکساید هم د وینی له همیوګلوبین سره تعامل کوي چی په پایله کې کاربوکسی هیموګلوبین جوړوی خو نوموړی مرکب زهري نه وي. یو څه کمه اندازه د کاربن مونو اکساید د انزایم د شتون لپاره کله چې دتحمض د فشار سره مخ شو اړین دی. همدارنګه درمل هم ددې د پاره جوړیږی تر څو پښتورګو د سرجری په اوږدو کې یو لږ اندازه کاربن مونو اکساید تولیدوی دغه درملې د کاربن مونو اکساید آزادونکي مالیکولونو په نوم یادیږی. و من الله توفیق

سرچینې سمول

1. مندوزی،عارف الله ۱۹۹۳ م چاپیریالی انجینري مومند خپرندویه ټولنه ننګرهار.

2. امیری،محمد ظاهر ۱۳۷۴ هـ ش کال د ایکالوژي اساسات لکچر نوټ ، ننګرهار پوهنتون.

3. سادات ، سید ملیار ۱۳۹۳ هـ ش کال زموږ چاپيريال مومند خپرندویه ټولنه ، دویم چاپ.

4.Https://en.wikipedia.org/wiki/carbon_monoxide_poisoning