آرنۍ غورنۍ پرانيستل

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه


نيوليک

د ژوند یو موجوداتو د انواعو ډولونهسمول

 
A sampling of fungi collected during summer 2008 in Northern Saskatchewan mixed woods, near LaRonge is an example regarding the species diversity of fungi. In this photo, there are also leaf lichens and mosses.

دژوندیو موجوداتو انواع، یا دژوندیو موجوداتو ترمینځ تفاوت اویا هم په ایکوسیستم کې د ژوندیو موجوداتو انواع چې دوي پکې اوسیږي دبایوډایورسټې Biodiversity په نوم سره یادیږي. Bio = د ژوند / ژوندی موجودات، او Diversity = تفاوت / انواع په ټولو برخو کې

تعریفسمول

دژوندیو موجواتودانواعو ترمنځ تفاوت ته Biodiversity ویل کېږي. دا تفاوتونه کېدای شي په ایکوسيستم، ایکالوژیکي پیچلتیاوو، دانواعو ترمنځ او یا هم په ایکوسیستم کې دیوې نوعې ترمنځ موجود وي . ددې ترڅنګ Biodiversity موږ ته دنباتاتو اوحیواناتو (انسانانو، مایکرواورګانیزمونو) او فنجیانو اندازه او ددوی ترمنځ اړيکې روښانه کوي . د Biodiversity اصطلاح دلومړي ځل لپاره د walterG.Rosen لخوا په ۱۹۶۵ م کال کي د امریکې د Biodiversity په ملي کنفرانس کې په واشنګتن ډی سي کې وړاندي شوه، چې وروسته د ډیرو بحثونو دملل متحد لخوا دیومنل شوي اصطلاح په حیث په ۱۹۷۲ کې منظور شوه او اوس دیو نړیوالی اصطلاح په حیث په ټوله نړې کې کارول کېږی Rio de Jeneireo, 1972 او داسې یي تعریف کړه چې : ( د هری نګاه نه دژوندیوموجوداتو ترمنځ تفاوتونه د Biodiversity په نوم سره یادیږي ) دا تفاوتونه دوچې دژویو او دبحري ژویو یاکوم بل ایکوسيستم او ایکالوژیکي پیچلتیاوو ترمینځ کېدای شي د کوم چې هغه برخه ده. دا تفاوتونه د انواعو او ایکوسيستم ترمینځ وي.

Biodiversity دبیالوژيکي Biodiversity په شاو خوا را څرخيږي داځکه چې دايکوسيستم انواع دژونديو موجوداتو دانواعو څرګندونکي دي .

تاریخچهسمول

دبیالوژیکي ډایورسټی اصطلاح د لومړي ځل لپاره د Thomos Lovejoy لخوا په ۱۹۸۰ م کال کې وکارول شوه . E.O.Wilson ته د Biodiversity پلار ویل کېږي. د Flint (1991) لخوا Biodiversity داسی تعریف شوې چې : Biodiversity په طبیعت کې یواندازه بدلون ته ویل کېږي چې دابدلون د Biological Biodiversity لخوا په تفصیلي ډول بیان شوي دی. Biodiversity د طبیعت دانواعو یوه اندازه ده چې دا اندازه کېداي شي د شمیر له لحاظه وي اویا هم کېدای شي د ایکوسيستم دژوندیو موجوداتو دانواعو له لحاظه وي. Biodiversity یوه ډیره پراخه اصطلاح ده چېGenetic Biodiversity ، Species Biodiversity او یا هم ایکوسيستم Biodiversity ته وکارول شي، او داسی هم بیانیدلای شي چې په ټولوبرخوکې دژوندیوموجوداتوتفاوتونه چې دا تفاوتونه کېدلای شي چې په جنيتیکي، دانواعوترمینځ، دکورنیوترمینځ، دنفوسوترمینځ، دټولنې ترمینځ اویاهم دایکوسيستم ترمینځ وي. د Biodiversity اصطلاح د Biological Biodiversity څخه ترلاسه شوې ددي لپاره چې په ځمکه کې دټولو ژوندیو موجوداتو څخه په مکمله توګه استفاده وشي. او همدارنګه پټه دې پاتي نه وي چې د Ecological Biodiversity اصطلاح دSpecies Biodiversity او Genetic Biodiversity پر اساس کارول کېږي.

د Biodiversity منشاء او سلسله واره طبقه بنديسمول

جنتیکې بایوډایورسټي Genetic Biodiversityسمول

دیوځانګړي ژوندي موجود یانوعي په طبيعي جوړښت کي جنيتیکي تفاوت ته جنيتیکي بایوډایورسټي ویل کېږي. زیات شمیر جینونه د دی لپاره ځانګړي شوي ترڅو دپوستکي درنګ، اندازې، وزن، جوړښت د تفاوتونو اندازه وښیي ددې ترڅنګ دویښتانو، قد، دسترګو د رنګ او د نوکانو د ډبلوالي او داسي نورتفاوتونه روښانه کړي تر څو یو له بل څخه یې جداکړي. جینونه د Biodiversity اساس ټاکي داځکه چې جینونه دنیوکليک اسید (DNA) دڅلور جوړو څخه جوړ شوي چې هر یو یي ځانته ځانګړي جنيتیکې کوډونه لري او په ژوندی موجود کې یوه ځانګړې وظیفه سرته رسوي. DNA یا نیوکليک اسید دهرې حجرې په کروموزوم کې وجود لري او په هره حجره کې ددي اندازه کېدلای شي چې دجنیتيک بایوډایورسټي له لارې معلوم شي. دیوې نوعې د دوه جنسونو ترمینځ (کوم چې یو شان د کرموزوم ساختمانونه ولري او دنیوکليک اسیدونو DNA شمیر یي هم یوشان وي ) تفاوتونه کېدلای شي چې د الیلونو دشمیر په اساس یو له بل څخه جدا شي چې دا تفاوتونه د Genetic Biodiversity له لاري معلومیدلای شي. دیوجنس جنيتیکي معلومات په الیلونو کې وجود لري یعنې په ساده ډول سره ویلاي شو چې دکرموزوم ساختمان یا شمیرکولای شي موږ ته جنيتیکي تفاوت وښایي. دجینونو ترمینځ ساختماني تفاوت دیوجنس ته د دي مسؤلیت سپاري ترڅو دخپل جنس په نفوسو کې ژوندي پاتي شي. د مثال په توګه : دپړانګانو په پاتي شویو نفوس په جنيتیکي لحاظ سره یوه شان لیدل شوي دي او په دې ټینګار کېږي چې ددوي ترمینځ کوم غټ جنيتیکې تفاوت وویني بي له دي چې ددوي په شمیرکې زیاتوالي راشي. پس دی نتیجي ته رسیږو چې دژوندیو موجوداتو ترمینځ جنيتيکې تفاوت ډیر مهم اهمیت لري. ✡ د یوي نوعي د ځانګړي جنس د جینونو ترمینځ تفاوت.  انسانان (Homo sapiens) دا یو جنس دی .  د جینونو تفاوت په مختلفو انسانانو کې .  یو انسان د بل نه په رنګ، اندازه، قد اوخویونو کې متفاوت دي. ✡ د جینونو ترمینځ تفاوت په لاندې ډول واقع کېږي. • په یوه حجره کې د DNA د شمیر ترمینځ تفاوت. • د DNA د کروموزوم د ساختمان ترمینځ تفاوت. • د جینونو په شمیر کې تفاوت. ✡ په یو انسان کې دیوجین لخوا مختلف خواص لیدل کېږي، دبیلګې په ډول د بدن اندازه، شکل، قد، پوستکی، دپوستکی سطحه ( وچ پوستکی، غوړ پوستکی، عادي پوستکی)، رنګ، خواص، دسترګو رنګ، دمرضونو په مقابل کې مقاومت لکه شوګر، دپښتورګو تیږې، او دبدو حالاتو په مقابل کې مقاومت لکه :- ګرمي، یخني او داسې نور.

د قسمونو ترمینځ تفاوتونه ( Species diversity )سمول

په ایکوسيستم کې دموجوده مختلفونوعوSpecies ترمینځ تفاوت ته دنوعوتفاوت یا Species Diversity ویل کېږي. په بیولوژیکي ډول سره یو نوع Species دنفوسو یو جز یا برخه ده چې په تکثیري ډول یو له بل څخه جداشوي وي. پس یونوع Species ته کله ناکله دبیولوژیکي نوع Biological Species اصطلاح هم کارول کېږي. همدارنګه دالیدل شوي چې دیوي نوعي ځانګړي جنسونه کولای شي چې په خپل مینځ کي په اسانۍ سره تکثیر شي، چې داعمل دطبیعت یوجادو دی چې دطبیعت دبقالپاره دجنسونوترمینځ واقع کېږي. پس د ژوندیو موجوداتو ترمینځ تفاوتونه Biodiversity د یو جنس د مورفالوژیکې Morphological ، فزیالوژیکې Physiological او جنیتيکې خصوصیاتو له مخی ټاکل کېږي. هریو غړی په ځانګړي ډول سره یوه خاصه او ځانګړې وظیفه سرته رسوي. دمثال په توګه ( شنه نباتات د ضیایي ترکيب عملیه دکاربن ډای اکساید CO2، اوبو او دلمر درڼا په موجودیت دخپلی غذاپه منظور سرته رسوي. دغه انرژیکي غذا بیا دواښه خوړونکو، غوښه خوړونکو او واښه +غوښه خوړونکو لخوا په استعمال رسیږي ترڅو غذایي ځنځیر ژوندی وساتي. د یو جنس نوي رایستل او یا یونوي جنس جوړول یولوي تحول په نتیجه کې رامینځته کېږي. یوجنس هغه وخت رامینځته کېږي کله چې دنفوسوپه یوجنس کې فزیکي او جنيتیکې سرحدات مات شي او داسي حالت رامینځته شي چې دوي په خپل مینځ کې خپل مشترک او ځانګړي خصوصیات له لاسه ورکړي او نور ونه شی کولای چې یوجنس دخپل ځان په شان بل جنس جوړ کړي نو بیاپه دې وخت کې محیطي او ایکالوژیکي عوامل دیو نوي جنس په جوړولو کې ډیرفعال او رغنده رول لوبوي. دیوې نوعېVariety ترمینځ تفاوتونه کېدلای شي چې دهمغې نوعې دمختلفو ډولونو دخواصو دمطالعې څخه لاسته راشي. د مثال په توګه : مختلفې نوعې په مختلفوځایونو کې ژوندکوي او د یوځای نوعه بل ځای کې ژوندنه شي کولای، چې داهم دژوندیو موجوداتو ترمینځ تفاوت Biodiversity ښیې. په ځانګړو ځایونوکې پیداکېدونکي جنسونه دهغه جنسونو په مقابل کې چې هر ځای کې پیداکېږي ډیر داهمیت وړ وي. پس هغه حیواناتو ته باید اولیت ورکول شي چې دمختلفو قسمونو څخه پیداشوي وي، مختلفې اندازې ولري اویاهم په غذایي ځنځیر کې په مختلف ځای کې موقیعت ولري. همدارنګه ایکوسیستم په محیط کې دموجوده حیواناتوڅخه تشکيلیږي ( هغه انواعي چې د ایکوسیستم دپایښت لپاره مختلفي دندي سرته رسوي ) چې دامعیارونه دنړیوالو اومحلی نورمونونو له مخې ټاکل کېږي. پس اوسنی ایکوسیستم دیوڅو محدودو انواعو دشتون له امله وجودلري (هغه انواعې چې په ایکوسیستم کې مختلفې دندې سرته رسوي ) دمثال په توګه دانځرونه ډیرو مرغانو ته میوه برابروي، ولې دژمي په موسم کې دشادیانولپاره داوسیدو ځای ګرځي. • د مختلف ډوله انواعو شتون په ایکو سیستم کې د محیط د بډایې والي ښکارندوي کوي د مثال په توګه د مختلف ډوله ګل لرونکي نباتات ، هوسۍ ، غواګانې ، ظرافې ، ماران ، هیلۍ، مرغان چې ټول په وښیزو محیطونو کې پیدا کېږي . • ۱۰-۳۰ میلیونه انواع د ژوندیو موجوداتو په نړۍ کې شتون لري چې له دې جمليې څخه تقریبا ۵۰۰۰۰ انواع په هند کې موجودیي دي . • تقریبا ۹۰۰۰۰ د حیواناتو انواع په هند کې وجود لري چې د هغې له جملې څخه ۱۶۷ د فصلونو انواع او د ۳۵۰ څخه زیاتې وحشي انواع په هند کې کرل کېږي .

د نوعې تعریفسمول

په ایکوسیستم کې هغه واحدونه دي چې په آزادانه ډول یو د بل سره تکثیر او یا هم القاح کېدای شي د نوعې په نوم سره یادیږي .

د ایکوسیستم انواعسمول

په ایکوسیستم کې د موجوده انواعو قسمونه چې د ژوندیو او غیرژوندیو فکتورونو د تعامل څخه جوړ شوي وي . د انواعو عادتونه (د حیواناتوطبعي کور) د مثال په توګه مختلف ډوله ډنډونه ، سیندونه ، جهیلونه ، سمندرونه ، لمدي ځمکې ، څړ ځایونه ، ځنګلونه او صحراوې په خپل مینځ کې د مختلف ډوله ژوندیو فکتورونو نماینده ګي کوي . د ایکوسیستم ترمینځ تفاوتونه هغه وخت په اسانۍ سره پیژندلای شوکله چې د ایکوسیستم په وظایفو باندې ځان پوه کړو،پس د ایکوسیستم ترمینځ تفاوتونه د انوعو د قسمونو او ایکالوژیکې پروسو (غذایې ځنځیراو د انرژۍ انتقال ) کوم چې د فزیکې عملیو په نتیجه کې رامینځته شوي دي څخه عبارت دي . یا په بل عبارت سره د ایکوسیستم ترمینځ تفاوتونه په ایکوسیستم کې د موجوده اجزاوو روابط ( مقابلې، یوله بل سره مخکني روابط ) په داسې ډول سره وي چې په خپل ځان متکې اجزاوې جوړې کړې . په ایکو سیستم کې تفاوتونه یوه ګټه دا لري چې په هغي کې د یو نسل د نفوس عمر، د ټولنې شکل په نوموړې زون کې ، د وخت په تیریدو سره د ټولنې د ساختمان تبدیلیدل ، د پرازیتیزم ماډل او د تغیرموندنې ماډل یې له پامه نه غورزول کېږې . په پایله کې داسې ویلی شو چې طبیعت یوه لویه او ستره وظیفه دا هم اجرا کړي چې مختلف ډوله حیوانات او نباتات یې په مختلفو موقیعتونو کې اچولي دي ، هر یو یې جدا پیدا کړي ، په انواعو کې هر یو ځانګړی قسم یو له بل څخه داسې جدا دی چې یو قسم له بل سره په جنیتیکې جوړښت کې تفاوت لري ، د مثال په توګه په ګلاب کې هیڅ داسې قسم دوه ګلاب نشته چې هغه یو له بل سره په جوړښت ، شکل ، رنګ ، د بندونو اندازه، دپاڼو اندازه ، د پاڼو شمیر اوداسې نور خصوصیات یې یو له بل سره جدا نه وي . مختلفې انواع یوله بل سره په جوړښت کې مختلف ډوله تفاوتونه په خپل مینځ کې لري او دوی نه شي کولای چې په ډیرې اسانۍ سره تکثیر شي چې دې پروسې ته تکثیري تفا وتونه ویل کېږي مګر په اصل کې د رقابتونو او یا د انواعو د توافق له مخې دوی د محیط برخه ګرځیدلي دي.

د جنيتیکې انواعویا تفاوتونو اهمیتسمول

=l Significance of Genetic Biodiversity اکثره بیولوژیکي تفاوتونه د طبيعي تحولاتو په نتیجه کې رامینځته کېږي ، د یوې نوعې طبيعي انتخاب د جینتیکې الیلونو پراساس کېږي ،پس د انواعو تفاوتونه د انواعو د شمیر یا ډيروالي په اساس کېږي البته همجنسه یوشانوالی هم ډيرضروري ګنڼل کېږي . تراوسه پورې په نړۍ کې د ۵ نه تر ۳۰ میلیونه پورې د ژوندیو موجوداتو انواع پیژندل شوي دي چې د هغې له جملې څخه یواځې ۲ میلیونه انواع څیړل شوي دي . په طبيعي ډول سره د انواعو ترمینځ تفاوتونو له مینځه تلل د طبيعي تحولاتو په نتیجه کې رامینځته کېږي،طیيعي انتخاب د جینونو د موجودیت پر اساس کېږي ، نو د یوې ښې او پیاوړې نوعې انتخاب لپاره د جینونو ترمینځ تفاوت ډیر ضروري دی ،پس د جینونو ترمینځ تفاوت ددې باعث کېږي چې د انواعو ساختمان ، وظیفې او خویونه یوله بل سره مختلف وي چې په حقیقت کې همدی ته ژوندیوموجوداتو تفاوت یا Biodiversity ویل کېږي . د یوډول انواعو د جینونو ترمینځ تفاوتونه د محیط سره د توافق زیاتوالی لوړ توافق ښه پایښت

مغلقو مرحلو یوه سلسله ددې باعث کېږي چې په محیط کې زیاته اندازه تفاوتونه رامینځته کړي ، د ژوندیو موجوداتو په جوړښت کې د جینونو ترمینځ تفاوتونه او محیطي عوامل ددې باعث کېږي چې د طبیعي موجوداتو په نفوسو کې بنیادي تحولات رامینځته کړي ، پس داسې ویلی شو چې بیولوژیکي تفاوتونه د محصولاتوترمینځ د تحولاتو په نتیجه کې رامینځته شوي . په ټولنه کې یوه نوعه په بله نوعه باندې اتکا لري نو له همدي کبله ددوی ترمینځ اړیکې او رقابتونه ددوی د پایښت سبب کېږي، د نړیوالي څارني (IUCN, UNEP, WWF, 1991) څارني ستراتیژۍدګندونو له مخې چې وایې ( د بیولوژیکې تفاوتونو ساتنه د ایکوسیستم د ساتنې سره مساوي ده

د ژوندیو انواعو اندازه ګیريسمول

Measurement of Biodiversity

A) الفا- ډایورسټي (ډاينا ډایورسټیي یا د ټولنې په اساس د ژوندیو موجوداتو ډولونه) په یوه ټولنه کې د موجوده ژوندیو موجوداتو ، عادتونو ترمینځ تفاوتونو د الفا بایوډایورسټي په نوم سره یادیږي . دا د یوی نوعې د بډایوالي(غني والي )یا هم محدودوالي څخه نماینده ګي کوي . د یوې نوعې یا قسم بډایوالی (غني والی ) = په یو واحد ساحه کې د انواعو شمیر. د یوې نوعې یا قسم محدودوالی = د مختلفو انواعو د واحدونو شمیر په یو واحد ساحه کې . B) بیټا- ډایورسټي د محیطي عواملو پراساس د ژوندیو انواعو یا ژوندیو موجوداتو بې ځایه کېدل د بيټا ډایورسټي په نوم سره یادیږي . د مثال په توګه د ژوندیوموجوداتو په جوړښت کې تغیرد دمحیطي تاثیراتو له کبله . C) ګاما- ډایورسټي(الفا ډایورسټي + بيټا ډایورسټي) په یوه لویه او پراخه ساحه کې د ژوندیو موجوداتو په عادتونو او ټولنوکې تفاوتونوته ګاما ډایورسټي ویل کېږي . Whittaker (1972) د ژونویو موجوداتو ډولونه (Biodiversity) په درې کتګوریو باندې ویشلې ده: الفا - بایوډایورسټي (د ایکوسیستم په داخل کې تفاوتونه یا مختلفې انواعې ) بیټا - بایوډایورسټي (د ایکوسیستمونو ترمینځ تفاوتونه یا ددوو یا څو ایکوسیستمونو ترمینځ تفاوتونه ) ګاما – بایوډایورسټي (د هیواد یا د زون په سطحه د ژوندیوموجوداتو ترمینځ تفاوتونه یا ډولونه) . بیولوژیکي بایوډایورسټي د جغرافیوي ساحو د پراخوالي له امله په درې ډوله اندازه کېږي : الفا - بایوډایورسټي ( په یوه محدوده ساحه کې د ژوندیو موجوداتو د خویونو ترمینځ تفاوتونه ) بیټا - بایوډایورسټي ( ژوندیو موجوداتو د عادتونو په زیاتیدو سره د هغوی شمیر هم زیاتیږي) ګاما - بایوډایورسټي ( په یوه پراخه ساحه کې دټولو انواعو موجودیت په مختلفوخویونو او عادتونو سره .

د ژوندیو موجوداتو د انواعو تکسانومیکې طبقه بنديسمول

(Taxanomic classification of Biodiversity) SpeciesدBiodiversity یوقسم داندازه ګیرۍیواساسي بنیادي واحد دی، مګرپه مکلمه توګه د ژوندیو موجوداتو د انواعو اندازه ګیري دقیقې او پراخه مطالعې ته ضرورت لري دا ځکه چې د ژورو روابطوپر اساس په داسي ډول اندازه ګیرۍ کې د یو ژوندجود نوعې، کورنۍ، اردر، فایلم ، او کنګډم په نظر کې نیول کېږي، چې دا کار به تکسانومیستان ددې جوګه کري چې یو سلسله واره طبقه بندي جوړه کړي . جینس Genus:- دورته یا یوشان قسمونو Species مجموعي څخه عبارت دی چې یوشان او سره ورته خصوصیات ولري . کورنۍfamily:- د ورته انواعو مجموعې ته ویل کېږي چې یو شان خصوصیات ولري . د طبقه بندۍ سلسله د ښکته نه پورته خوا ته ترتیب کېږي. Species قسم Genus نوعه Family کورنی Order آردر Class کلاس Phylumفایلم Kingdomعالم

Whittaker د ژوندیو موجوداتو انواع په پنځه Kingdom عالمو ویشلي ديPlantae, Fungi, Animalia, Protista او Monera. د ژوندیو موجوداتو د انواعو د اندازه ګیرۍ لپاره سلسله واره تکسانومیکې طبقه بندي ډیره مهمه ده ترڅوپه هغوی کې د تحولاتو په لارو چارو پوه شودا ځکه چې د ا امر د انواعو د خوندي توب لپاره ډیر مهم او ضروري ګنل کېږي. د انواعو د تفاوتونو د اندازه ګیرۍ لپاره د قسمونو او نفوسو په سطحه مطالعې ته ضرورت دی ، په مکمله توګه د انواعو ترمینځ د تفاوتونو اندازه ګیري اومطالعه یو ناشونی کار دی ، دا ځکه چې ځینی انواع ډیر زیات اقسام لري (یوه نوعه کېدلای شي چې تر ۴۰۰۰۰۰ څلور لکو پورې قسمونه ولرې) او په دوی کې تغیر په دوامداره توګه روان دی . بایوډایورسټی کېدلی شي چې په بل قسم هم کټګوري شي چې عبارت دي له : • د استثمار شوي انواع ( هغه انواع چې نور ژوندي موجودات تري ګټه اخلي ). • د استثمار لاندې انواع ( هغه انواع چې د نورو ژوندیو موجوداتو ترګټې لاندې قرارلري.

 هند د  انواعو د یو لوی او پراخه ملت په توګه یا د هند د ژوندیو موجوداتو جغرافیوی زون

په نړۍکې ۱۲ د انواعو د پراخوالي له مخې وجود لري ، چې له دې جملې څخه هند هم یو داسې هیواد دی چې ډیري پراخه انواع په کې وجود لري . ✡ مختلف موسمونه ( پسرلی ، اوړی ، منی او ژمی ). ✡ مختلف ډوله لوړې ژورې ( مختلف زونونه ، غرونه ، درې، آوارې سیمې او صحراګانې). ✡ مختلف دودونه ، رواجونه او ادیان. ✡ ۴۹۲۱۹ ( تقریبا ۵۰۰۰۰) نباتي انواع په هند کې وجود لري. ✡ ۸۹۳۱۷ (تقریبا ۹۰۰۰۰) حیواني انواع په هند کې وجود لري . ✡ ۱۶۷ د فصلونو انواع او د ۳۵۰ نه زیاتې وحشي انواع په پراخه پیمانه په هندوستان کې کرل کېږي . ۱: - همالیه (د همالیا بله خوا) ✡ دا سلسله د کومان څخه ترکشمیره پورې پرته سیمه ده . اکثره سیمه یې ځنګلي ده چې لرګینی تباتات او لرګینی ونی په کې وجود لری د مثال په توګه په وچو سیموکې Sal:Shorearobuta, shisham : Dalbargiasissoo, Oak tree, Babool (Acacia sp.) ✡ په ځنګلونو کې کوچني نباتات د مثال په توګه خشبی نباتات ، هرزه بوټي او واښه . د همالیه په داخل کې (کشمیر) ✡ ونې :Poplar (Populus sp.)سپیدار، لرګیني ونې . ✡ کرنه : زعفران ، بادام ، مڼې ، شفتالو او غوزان. ✡ حیوانات : وحشي میږي ، اوزې ، غواګانې، هوسۍ ، شاپرکان ، د شاتو مچۍ، طاوسان ، مرغۍ(عقاب ، وړوکې باښې، ماښامي)، مږکان ، مږي، فیلان ، پړانګان ، زمري، لیوان، وحشي پیشوګاني، شمشتۍ، نولي، میږي، حشرات ، ګونګټې او آسمان څکالي . ۲:- شرقي همالیه ( په هند کې ژوندیو انواعو د فعالیت مرکز) ✡ نوموړې سیمه چې د سکمن زون څخه شروع کېږي او ترشرقي غاړې پورې غزیدلې ده غیرژوندی حالتونه ✡ زیات بارانونه ✡ زیات رطوبت او ګرمی د ژوندیو موجوداتو انواع ✡ زیاته اندازه د ژوندیو موجوداتو انواع وجود لري . لرګینې ونې په وچو سیمو کې :- شوه (Dalbergiasissoo)، کچنار Kachnar (Bauhinia) ، بابول Babool (Acacia sp.) . ګل لرونکې نباتات :- لمرګلی ، ګلاب ، ګل داودي، ګل غاټول ، ګل جعفري، او داسې نور موسمي ګلان . مرغۍ :- قارغه ، طاوسان ، وړوکې باښې ، عقاب او داسې نور. خزندې :- ماران ، تمساح ، چرمښکۍ، شمشتۍ، کېشپان . حیوانات :-لیوان، وحشي پیشوګانې، هوسۍ ګانې، اوزې، غرڅې،لیوان . حشرات :- شاپرکان ، پتنګان ، مچۍ، د شاتو مچۍ، میږي، ځمکني چېنچي، ماشي، مچان او اسمان څکالي . ۳:- مغربي ګاټ ( په هند کې ژوندیو انواعو د فعالیت مرکز) Western Ghats ✡ سیند ته نژدي سیمې ( مهراشترا، کېراله، تامل نادو) ✡ اکثره نباتي انواع (۱۵۰۰۰ څخه زیاتې) ✡ ونې د مثال په ډول بانس د مغربي ګاټ ځانګړې قسمونه ( چې دا انواع د هندوستان ځانګړي انواع هم بلل کېږي ) د مغربيګاټ ځانګړي نباتات ✡ دوه مشیمه یې نباتات ✡ ۲۴۵ انواع د Orchids( Orchids یو ډول بوټی دی چې سپين سوربخن ګلان لري ) د مغربیي ګاټ ځانګړي حیوانات ماهیان ( د ۱۰۰ نه زیاتې انواع ) مرغۍ ( ۱۶ ځانکړې انواع د مرغانو Nilgiri Laughing Trush, WynaadloughingTrush )

(۵)شکل: د همالیه په داخل کې د انواعو ښودنه کوي.

۴:- انډو برما Indo-Burma شمال شرقي غاړه ( اروناچل پردیش ، آسام ، اندامن جزیرې ) ژوندی حالتونه ✡ زیاتې انواع ( حیواناتو ، نباتاتو او مایکرواورګانیزمونه) ✡ ونې، علوفه جات ، خشبی نباتات ، واښه ، د مانګرو (Mangrove) ونو په زرغونوالي . د مانګرو ونې د تنفس لپاره خپل ریښې هوا ته راوباسي، چې دا د استوایې سیمو د ونو یوه ځانګړې نوعه ده . ✡ هوسۍ ، فیلان ، ګیدړ، ظرافې ، شمشتۍ ، ماران ، طاوسان ، قارغان ، تمساح ، اسمان څکالي او داسې نور . ✡ تي لرونکي حیوانات : Arunachal Macaque (Mucacamunzala) Leotion rock rat The leaf Muntjac The BugunLiocicha The Khasi Hills Toad ۵:- صحرا Desert : ✡ راجستان + کوتچ Kutch + دهلی + او ګجرات سیمې ✡ موسم ( ډیرکم باران په کې کېږي 70 cm< ) ✡ Xerophytic plants هغه نباتات چې ډیرو کمو اوبو ته ضرورت لري Acacia (Babool, Prosopis, Cactus (Opuntia) ✡ حیوانات : اوښان ، چرمښکۍ، ګیدړ، لیوان .

۶:- د ګنګا هواریې سیمې: ✡ د U.P ، بهار او بنګار هوارې سیمې . ✡ ډیره حاصل خیزه ځمکه لري. ✡ کلنی اورښت . مغربي U.P Bangalبنګال <70 cm او یا ددې نه کم باران _______________ > 150 cm اویا هم له دې نه زیات باران ✡ زرغونوالی : وچ ځنګلات ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ معتدل نمناکه ځنګلات ✡ ونې پیپل (Ficusreligiosa) نیم Neem (Azadirachtaindica) آم (Mangiferaindica)Mango ارجمArjum (Terminalia arjuna) برګاډ Bargad (Ficus sp.) شوه Shisham (Dilbergiasissoo) Dhak, Mahna, Tendu, Chirounji Babool (Acacia nilotica) په وچو سیمو کې .

۷:- مرکزي هندوستان ( نیمه مرطوبه سیمې ) : ✡ په دې زون کې د M.P + اوزیسا او ګجرات سیمې شاملې دي . ✡ لرګین نباتات Tectonagrandis ✡ وچې سیمې Babool (acacia sp.)

۸:- د ډیکان سیمې Deccan : ✡ د وچو, سیمو زون دی چې د اندراپردیش + تامل ناډو + کرناتاکا سیمې په کې شاملې دي . ✡ اورښت په کې ډیرکم کېږي . ✡ ځنګل : Babool د وچو سیمو ✡ Chandan / Sandal wood tree (Santalum spp.) ۹:- اندامن سیمې Andaman : ✡ جزیرې او سمندر ته نژدی سیمې ✡ د مانګرو ځنګلات ✡ په دې سیمه کې وریجې او ګني کرل کېږي البته د ارجون لرګي په وچو سیمو کې کېږي.

۱۰:- آسام Assam : ✡ ډیر زیات اورښت په کې کېږي (Cherapoonji) ✡ حشره خوړونکې نباتات او واښه ✡ لرګین نباتات

Pinus trees, Shisham (Shorearobusta), Peeple (Ficusreligiosa)

د ژوندیو موجوداتو د انواعو ستر مرکزونهسمول

Hotspot of Biodiversity

هغه سیمې چې په هغې کې د ژوندیو موجوداتو ډیري زیاتي او مختلفې انواع موجودي وي چې دې ته Hotspot of Biodiversity ویل کېږي، د مثال په توګه د ګل لرونکو نباتاتو ، حیواناتو ، حشراتو ، مرغانو ، خزنده ګانو او پتنګانو انواع . اکثره د ژوندیو موجوداتوځانګړي قسمونه کوم چې د یوې سیمې پورې محدودې وي د انواعو په سترومرکزونو کې پیدا کېږي، چې بیا دغه قسمونه د انواعو د پیدا کولو لپاره پکار اچول کېږي پس ددې کار لپاره باید د انواعو د ساتنې مراحل په کار واچول شي . ✡ Norman Myers(1988) د انواعو د سترو مرکزونو په اړه یوه مفکوره وړاندې کړې چې په لاندې ډول سره ده : ✓ انواع په هغه سیمو کې چې واښه ، خشبی نباتات ، هرزه بوټي، ونې، نباتات، حیوانات، حشرات مرغان، خزندې ،او پتنګان وي زیات وي . ✓ د ژوندیو موجوداتو انواع په (غذا ، تارونو ، دواګانو ، میوو ، د حیواناتو په خوراکه ، چارتراشو او مشروباتو او داسې نورو زیاتو ځایونو کې استعمالیږي مګر د خطر سره مخامخ دي . ✓ د ژوندیو موجوداتو انواع د دوامداره خطر او د ختمیدنې د خطر سره مخامخ دي ، ددوی د ساتنې لپاره مختلف مراحل باید په نظر کې ونیول شي.

       د انواعو د سترو مرکزونو د غوره کولو او ټاکلو لپاره مهم نقاط

✓ د ځانګړو انواعو د زیات شمیر موجودیت ، دمثال په توګه اکثره انواع په مخصوصو ځایونو کې پیدا کېږي چې د نوموړو سیمو ځانګړې انواع بلل کېږي. دمثال په توګه اکثره انواع په مخصوصوځایونو کې پیدا کېږي = د نوموړې سیمې د ځانګړو انواعوسره . ✓ په سترو مرکزونو کې دزیات خطر سره مخامخ کېدو امکان په نړۍ کې ۳۶ د ژوندیو موجوداتو د انواعو ستر مرکزونه په ګوته شوي دي، چې د هغې له جملې څخه یې ۳ په هند کې دي، پس هندوستان د ژوندیو موجوداتو د انواعو یو سترمرکز دی . په هندوستان کې د ژوندیو موجوداتو د انواعو ستر مرکزونه ۱.مشرقي همالیا Eastern Himalayas ۲. مغربي ګاټ western Ghats ۳. انډو برما Indo-burma د Hotspot تعریف:- هغه سیمې چې هغه د ژوندیو موجوداتو ډیرې او غني انواع وتري ( دغه انواع کېدلای شي چې د انسانانو ، حیواناتو ، نباتاتو ، حشراتو او یا هم د مایکرواورګانیزمونو وي) چې دي ته Hotspot of Biodiversity ویل کېږي . (۶) شکل: Hotspot of Biodiversity ښودنه کوي.

مشرقي همالیه (Eastern Himalayas)

دا سیمی دسیکم څخه شروع ترمغربي غاړی پورې رسیږي. د مشرقی همالیه غیر ژوندی حالتونه ✡ زیات بارانونه ✡ زیات رطوبت او ګرمه هوا ددې سیمې غیر ژوندي حالتونه دي . د مشرقي همالیه د ژوندیو انواعو ډولونه Biodiversity Eastern Himalayas ✡ په مشرقي همالیه کې ډیر زیات د ژوندیو موجوداتو انواع شتون لري چې عمده یې په لاندې ډول سره دي . ✓ ګل لرونکې نباتات :- لمرګلی، ګلاب ، ګل داودي، ګل غاټول ، ګل جعفري، او دا سې نور موسمي ګلان . ✓ مرغۍ :- قارغه ، طاوسان ، وړوکې باښې، عقاب او داسې نور. ✓ خزندې :- ماران ، تمساح ، چرمښکۍ، شمشتۍ، کېشپان . ✓ حیوانات :- لیوان ، وحشي پیشوګانې، هوسۍ ګانې، اوزې، غرڅې، لیوان . ✓ حشرات :- شاپرکان ، پتنګان ، مچۍ، د شاتو مچۍ، میږي، ځمکني چېنچي، ماشي، مچان او اسمان څکالي . د مشرقي همالیا ځانګړي انواع : د مشرقي همالیا ځانګړي نباتات ګل لرونکې نباتات : ۵۵ د ګل لرونکو نباتاتو انواع چې ډیري کمې دي په دي سیمه کې پیدا کېږي ، د مثال په توګه : The Pitcher plant (Nepenthes Khasiana),(Insect-eating plant or Insectivorous plant). د ونو انواع : Pipal (Ficusreligiosa), Shisham (Shrea Robusta). (۷)شکل : د مشرقي همالیه ځانګړی نباتاتو ښودنه کوي.

د مشرقي همالیه ځانګړي حیوانات ✓ چرمښکۍ او خزندې ✓ د 60% نه زیاتي خزندې او تي لرونکې حیوانات ددي سیمې ځانګړي حیوانات دي . (۸) شکل: د مشرقي همالیا ځانګړي حیواناتو ښودنه کوي . د هندد مشرقي همالیا د خطر سره مخ انواع : ✡ The relict Dragonfly (Epiophlebialaidlawi) ✡ One Horned Rhinoceros (Rhinoceros nuicornis) ✡ اسیایې د اوبو وحشي غوایان Wild Asian water Buffalo ✡ د تي لرونکو ، مرغانو ، خزنده ګانو ، ذوحیاتینو او نباتاتو انواع . ۲:- مغربي ګاټ Western Ghats ✡ سیند ته نژدې سیمې ( مهراشترا ، کېراله ، تامل نادو) ✡ اکثره نباتي انواع (۱۵۰۰۰ څخه زیاتی) ✡ ونې د مثال په ډول بانس د مغربي ګاټ ځانګړي انواعEndemic Species of Western Ghats د مغربي ګاټ ځانګړي نباتاتEndemic Plants of Western Ghats ✡ دوه مشیمه يې نباتات Dicotyledonous Plants ✡ ۲۴۵ انواع د Orchids( Orchids یو ډول بوټی دی چې سپين سوربخن ګلان لري) د مغربي ګاټ ځانګړي حیواناتEndemic Animals of Western Ghats ✡ ماهیان :( د ۱۰۰ نه زیاتې انواع ) ✡ مرغۍ : ۱۶ ځانکړي انواع دمرغانو Nilgiri Laughing Trush, Wyhoodloughing Thrush ✡ خزندې او چرمښکۍ : د 60% څخه زیات چرمښکۍ، خزندې او ذوحیاتین ددې سیمې ځانګړي حیوانات بلل کېږي، Caecilians, Indotyphlus, Gegenophis Uraeyphlus. ✡ Lion-tioled macaque (Macacasilensus) ✡ Nilgiri leaf monkey (Trachypithecusjohni) ✡ Brown plam civet (Paradoxurus) ✡ Nilgiritahr (Hemitragushylocrius) د مغربي ګاټ اقتصادي نباتات ✡ وریجې، کېلې، سترس ، ادرک ، مرچ ، ګني . ۳:- انډو برما Indo-burma شمال شرقي غاړه ( اروناچل پردیش ، آسام ، اندامن جزیرې ) ژوندي حالتونه ✡ زیاتې انواع ( حیواناتو ، نباتاتو او مایکرواورکانیزمونو) ✡ ونې، علوفه جات، خشبی نباتات، واښه، د مانګرو (Mangrove) ونو په زرغونوالی . د مانګرو ونې د تنفس لپاره خپلې ریښې هوا ته راوباسي، چې دا د استوایې سیمو د ونو یوه ځانګړې نوعه ده . ✡ هوسۍ ، فیلان ، ګیدړ، ظرافی ، شمشتۍ، ماران ، طاوسان ، قارغان ، تمساح ، اسمان څکالي او داسي نور . ✡ تي لرونکي حیوانات : Arunachal Macaque (Mucacamunzala) Leotion rock rat The leaf Muntjac The BugunLiocicha The Khasi Hills Toad د ژوندیو موجوداتو د انواعو لپاره ګواښونه (Threats to Biodiversity) ښکار کول Hunting حیوانات د تغذیې او یا هم د ساتیرۍ لپاره وژل کېږي او یا هم ژوندي نیول کېږي چې دي عملیې ته ښکار کول وایې . Poaching د قیمت بها او یا د استفادې وړ موادو لپاره د حیواناتو تجارت ته poaching ویل کېږي. د مثال په توګه Chiru ددې لپاره وژل کېږي ترڅو وړۍ ترې ترلاسه کړي نو همدا وجه ده چې نوموړې نوعه له مینځه تلونکې ده .

د عادتونو له مینځه تللسمول

د یو ژوندي موجود په عادتونو کې تغیر یا د عادتونو له مینځه تلل د ژوندیو موجوداتو د انواعو د له مینځه تللو سبب کېږي . د مثال په توګه د پرمختګي فعالیتونو لپاره ونې قطع کېږي، د کرنې لپاره ، د معادنو راویستل ، د سرکونو جوړول ټول هغه فعالیتونه دي چې د هغې له کبله ژوندي موجودات خپل عادتونه له لاسه ورکوي چې په نتیجه کې د ژوندیو موجوداتو د انواعو د له مینځه تلو سبب کېږي . ✓ په عادت کې تغیر یا بدلون ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د خپل طبيعي ځای او ژوند له لاسه ورکول. ✓ ونی قطع کېږی ( د ځنګلونو له مینځه تلل) ــــــــــــــــــ پرمختګ ، کرنه ، د معادنوراویستل ، آبادي ــــــــــــــــــ ژوندي موجود خپل عادت له لاسه ورکوي .

د بهرنیو انواعو پیژندنهسمول

هغه نباتات او حیوانات چې په ایکوسیستم کې معرفي کېږي د بهرنیو انواعو (Exotic Species) په نوم سره یادیږي، هغوی په ایکو سیستم کې نوې پیژندل شوي انواع دي، پس د کمو چاپیرالي مقاومتونو له اثره هغوی په چټکۍ سره نمو او تکثر کوي مثلا:- داسې حیوانات چې هغوی وخوري نشته . نباتات او حیوانات چې په ایکوسیستم کې راپیژندل کېږي د بهرنیو انواعو په نوم یادیږي . ککړتیا (Pollution) د حرارت لوړه درجه د اقلیم د بدلون او نړیوالې ګرمیدنې له امله وي، Poler مګې او Peugins د حرارت په لوړو درجو کې ژوند نشي کولای نو همدې له امله هغوی د ورکېدو د خطرسره مخ دي . د نړیوالې ګرمیدنې، او اقلیم بدلون له اثره

Poler مګې او Peugins په انترکتیکا کې مري په عصري او میکانیزه کرنه کې د حشراتو (Pest) کنترول

د کېمیاوي حشره وژونکو زیات استعمال د حشراتو ټولنې له مینځه وړي چې عمده مثال یې DDT دی . زیات حاصل زخیره کول او یا هم په کار اچول (Over Exploitation) نفوس په تیزۍ سره د ډیریدو په حال کې دی، زیاتیدونکی نفوس په طبیعي منابعو د فشار باعث ګرځي( ونې، بوټي، حیوانات ، مایکرواورګانیزمونه ، حشرات او داسې نور ) تر څو زیاتیدونکې تقاضا ( ډوډۍ، Fiber ، Fodder ، میوې، سون مواد، درمل، Gums ، Resins او داسې نورو لپاره پوره کړی شي . چې دا د Biodiversity د له مینځه تلو باعث شو. د نفوسو زیاتوالی

په Biodiversity باندې فشار ( ونې، بوټي، حیوانات ، حشرات )

ترڅو ( ډوډۍ، Fibre ، Fodder ، درملو ) تقاضا پوره شي .

امراضسمول

ملاریا او محرقه کېدای شي د حیواناتو او انسانانو د مرګ باعث شي، د هوا د ککړتیا او مکروبونو له اثره نکروسس (Necrosis) په نباتاتو کې د انساجو د له مینځه تلو باعث کېږي .

د حیواناتو او نباتاتو جمع کولسمول

حیوانات په باغ وحش او ځانګړو ځایونو کې د تفریح لپاره د هغوی د طبیعي اوسیدنځای څخه لرې تر انساني مراقبت لاندې ساتل کېږي، او د طبیعي چاپیریال شرایطو سره د هغوی د توافق قابیلیت راکموي . Shifting and Jhoom cultivation دهقانان د فصل پاتې شونې سوزوي او بل ځای ته یي انتقالوي، چې د فصل پاتې شونو سوزول او بل ځای ته انتقال د (Slash and bun Agriculture) په نوم یادیږي چې دا هم Biodiversity راکموي هغه چې په زراعتي فارمونو کې راشنه کېږي . د هندوستان ځانګړي انواع Endemic Species of India زیات انواع په ځینو خاصو ځایونو کې موندل کېږي چې د Endemic Species په نوم سره یادیږي د انواعو ځانګړي کېدل یوې خاصې ساحې ته د Endemism په نوم سره یادیږي . د شرقي همالیا ځانګړي نباتات Endemic Plant Species Eastern Himalia ۵۵ انواع د ګل لرونکو نباتاتو ځانګړي دي مثلا چېنجي خوړونکې نباتات یا Insectivorous Plant دونو انواع : Shorearolousta (Shisha), Ficusretigosa (Pipal), Piper longam (long) د شرقي همالیا ځانګړي حیوانات Endemic Animal Species of Eastern Himalia Lizard’s او چرمښکۍ (Turtles) 60% څخه زیات چرمښک ۍ، خزندې او ذوحیاتین ددې سیمې ځانګړي حیوانات دي. Endemic Species of Western Ghats Endemic Plants of Western Ghats ✡ دوه مشیمه یې نباتات Dicotyledonous Plants ✡ 245 انواع د Ordids Endemic Animals of Western Ghats ✡ ماهیان :( د ۱۰۰ نه زیاتې انواع ) ✡ مرغۍ : ۱۶ ځانګړي انواع د مرغانو Nilgiri Laughing Trush, Wyhoodloughing Thrush ✡ خزندې او چرمښکۍ : د 60% څخه زیات چرمښکۍ، خزندې او ذوحیاتین ددې سیمې ځانګړي حیوانات بلل کېږي، Caecilians, Indotyphlus, Gegenophis Uraeyphlus. ✡ Lion-tioled macaque (Macacasilensus) ✡ Nilgiri leaf monkey (Trachypithecusjohni) ✡ Brown plam civet (Paradoxurus) ✡ Nilgiritahr (Hemitragushylocrius)

د هندوستان د خطر سره مخ انواعسمول

(Endangered species of India) Liontioled Macaque ، هندي لیوه ، پرانګان ، هندي زمري، سور پانډا او وحشي پیشو، ګیدړ، ۱۲ ښکرې، ځنګلي پیشو ، ماربلي پیشو، وحشي میښه، اسام موږک، Chinlcara توره هوسۍ او صحرایې پیشو. (۱۰) شکل :د هندوستان د خطر سره مخ انواعو ښودنه کوي. ◈ خزنده ګان Reptiles ، هندي Python ، Green Sea turtle ، Trunk Turtle . ◈ مرغان، شرقي Crane، تورط غاړې لرونکي Crane ، Hooded Crane ، Great White Crane ، د ګلابې غاړې لرونکي Crane . د شرقي همالیا تر خطر لاندې انواع (Endangered species of Eastern Himalia) ◈ One Horned Minoceros ◈ اسیایې وحشي د اوبو میښې ◈ تی لرونکي، مرغان ، چرمښکۍ، ‌‌‌‌ذوحیاتین، د نباتاتو انواع . د Biodiversity ساتنه یا د Biodiversity تنظیم : Biodiversity Management)) بیولوژیکي Extinction په جیولوژیکې تاریخ کې یوه طبيعي پدیده وه چې Evolutionary Process یوه برخه ده او د طبیعي Extinction په نوم یادیږي . د Extinction قیمت (Rote) یوه نوعه په هر ۱۰۰۰ کلونو کې ورکول شوي . د ۱۶۰۰ او ۱۹۵۰ ترمینځ د Extinction قیمت یوه نوع په هر لس کلونو کې زیاته شوه، اوس دا قیمت په هر یو کال شکې زیاتوالی موندلی، د نړۍ باراني ځنګلات په یو خطرناک حالت سره په ختمیدو دي او ددوی د تنوع یا Biodiversity له پلوه تر ټولو غني دي، پس دوی د مختلفي ګټې اخستنې له پلوه په زیاته پیمانه حاصل خیزه وي . د حیواناتو او نباتاتو د انواعو په زیاته پیمانه تنزل د ایکالوژي د مسایلو باعث ګرځي مثلا د ټول ژوند د حمایوی سیستم او په زیاته پیمانه د اوسیدونکوانواعو د خطر سره مخ کېدل چې د زیاتیدونکې منځه تلنې چې د (Accelerated Extension) په نوم یادیږي . ښاري کېدل، میکانیزه کرنه ،ساختماني کارونه، د معدنونو ویستل او داسې نور د Anthropogenic فعالیتونو مثالونه دي . د هندوستان څخه د له مینځه تلونکو انواعو مثالونه هندي چېتا، Pick Headed Duck ، او غرنی Quail دي . ددي ترڅنګ د تي لرونکې مختلفې انواع، ۴۷ انواع د مرغانو، ۵۷ انواع د چرمښکېو، ۳ ‌‌‌ذوحیاتینو او په زیات تعداد Butterflies ، Moths او Beetle د له مینځه تلو له خطر سره مخ دي . همدارنګه د ۱۵۰۰ څخه زیات تعداد د نباتاتو انواع د خطر سره مخ کېدونکې ګڼل شوی، مشرقي هیوادونه د اروپا او جنوبي امریکا د هغوی ځنګلي منابع له منځه وړي پس د Biodiversity د محدود کېدو باعث شوی، نو له همدې امله اکثره انواع په تدریجي ډول د منظم تنظیم د نه شتون له اثره له مینځه ځي . په اوسني وخت کې عصریتوب او ښاری ژوند ددي باعث شوی چې په طبیعت کې ژوندۍ منابع په کراره کراره له مینځه ولاړي شي، ددي ترڅنګ په ځینو سیمو کې فقر هم یوله هغه عمده عواملو څخه دی چې ژوندیو منابع وپه ختمیدو کې خپل سهم اخلي . په کال ۱۹۹۲ کې د ملل متحد د محیط او پرمختګ په اړه په نړیوال کنفرانس کې نوموړې ستونزې ته اشاره وشوه چې پدې هکله په کې داسې وویل شول چې : منابعو ته د مناسبې او ناسمې لارسی او غیرمتداوم پرمختګ ددې باعث شوی چې د ژوندیو موجوداتو انواع کمې شي او یا هم له مینځه ولاړې شي، د تکنالوژۍ زیاتوالی په کرنه کې د کرنیزې انواع کموی چې دا هم د محیط د تخریب سبب کېږي . د دوامداره پرمختګ لپاره د ژوندیو موجوداتو منظمه اداره یو اساسي امر دی ددې ترڅنګ د ژوندیو انواعو اداره د هغوی د ساتنې یو متبادله لار ده، چې نوموړې عملیات او کړنې په یو فعال ایکوسیستم کې ښه لیدل کېږي . د ژوندیو انواعو له مینځه تللیو طبیعي پروسه ده چې د ښکار او یاهم poaching په نتیجه کې واقع کېږي ددې لپاره چې د استفادې وړ څیزونه لاسته راوړي لکه : پوستکي، نیشونه، ښکر، عطر، د سینګار سامان، صیاحت، د نفوسو زیاتوالی، ښاري توب، صنعتي کېدل، ککړتیا، دنوې انواعو معرفي کول، کرنه، د معادنو راویستل، صنعت، سرکونه، تعمیرات ، د محیط تغیریدل، صنعتي کرنه او د ځنګلات. ددې ترڅنګ د ژوندیو انواعو ساتنې لپاره یو شمیر پارامیترونه په پام کې ونیول شي ترڅو د ژوندیو موجواتود انواعو د له مینځه تلو نړیوال مشکل پای ته ورسیږي، نوموړې عمده پارامیټرونه په لاندې ډول سره دی . ✡ د انواعو شمیر ✡ فعاله نفوس ✡ د انواعو خپوروالی ✡ د انواعو عادتونه ✡ د انواعو ساختمان ✡ فزیکي محیط ✡ اقلیم ✡ د انواعو اوسنۍ اداره او د تیروخت معلومات. په پای کې باید ووایو چې د ژوندیو موجوداتو ساتنه او د جنتیکې منابعو ساتل یو مشترک کار ته اړتیا لریي . چې ددې کار لپاره په لاندې برخو کې قوي روزنې ته اړتیا ده : نباتي نسلګیري، بایوتکنالوژي، تکسانومي، کرنیزه ایکالوژي، نباتي علوم، انترپولوژي، د ځمکې علم، کرنیزځنګلات، وراثت، نباتي فزیالوژي، بایوکيمسټري، ټیشو کلچر(د انساجو دکرنې علم) ، نسلګیري، پیډالوژي، د نباتي القاح مطالعه او نور ټول مربوطه څانګي . ژوندي موجودات د انواعو له لحاظه د خط استوا شاوخوا سیمې د قطبونو په نسبت ډیرې غني دي یعنی د خط استوا شاوخوا سیمو کي د قطبونو په نسبت د ژوندیو موجوداتو زیات انواع او قسمونه پیدا کېږي، پس د انواعو د ساتنې لپاره باید حق اولیت د حاره سیمو پرمختګ کوونکو ممالکو ته ورکړل شی حال دا چې نړیوالې څیړنې ښیې چې د نفوسو شتون په دوی باندې تاثیرات لري نو ځکه د ساتنې مفکوره باید په دواړه د پرمختګ لاندې او پرمختلليو هیوادونو کې په نظر کې ونیول شی .

د ژوندیو انواعو د ساتني ډولونهسمول

(Types of conservation of biodiversity) A)د کورداخل کې ساتنهIn-Situ Conservation) ) د محفوظویا ساتل شویو سیمو یو جامع سیستم دی چې د نباتاتو او حیواناتو انواع په کې په خپلو طبیعي عادتونو سره ساتل کېږي، چې دې ډول ساتنې ته In-Situ Conservation ویل کېږي. په دې سیستم کې ځنګلات د ملي پارکونواو سیاحتي سیمو په حیث نومول کېږي ترڅو هلته موجوده ژوندي انواع وساتل شي . ✡ ایکوسیستم او د ژوندیو موجوداتو د جغرافیوي زونونو د ساتنې د یقیني کولو په موخه باید د محفوظو سیمو جال سره یو ځای شي . ✡ په خطر کې د واقع کېدو او ګټورتوب پر اساس باید نوې محفوظې سیمې ایجاد شي . ✡ د محفوظو سیمو نه د باندې باید د ژوندیو موجوداتو غني سیمې او انواع باید وساتل شي . ✡ محلي کرکېلې ته باید په دوامداره توګه تشویق شي . ✡ د محفوظو سیمو د ساتنې، جوړونې او پلان لپاره باید محلي خلک تشویق شي. ✡ محلي او منطقوي ادارې باید د ژوندیو انواعو او ایکوسیستم د ساتنې لپاره یوځای په کارشې .

محفوظې سیمېسمول

د ژوندیو انواعو د ساتنې نړیوال سازمان محفوظې سیمې داسې تعریفوي چې ( د قانوني او نورو موثرو لارو د ځمکې او سمندرونو دانواعو ساتل شوي سیمي، د مثال په توګه ملي پارکونه، امن ځایونه .

ملي پارکونهسمول

د ځنګلاتو هغه سیمې چې د ژوندیو انواعو د ساتنې لپاره ساتل شوي وي د ملي پارکونو په نوم سره یادیږي. ✡ د انسانانو مداخلې په نوموړو سیمو کې ډیر ي کمي یا محدودې وي . ✡ د ځنګلي حیواناتو مشخصې انواع په ملي پارکونو کې ساتل کېږي، د مثال په توګه زمری ، شادیان ، ظرافې او داسې نور . امن ځایونه ( د وحشي ژویو امن ځایونه، د مرغانو امن ځایونه) د حیواناتو او نباتاتود انواعو د ساتنې په موخه د دولت لخوا مشخص شویو سیمو ته امن ځایونه ویل کېږي. ✡ د انسانانو مداخلې په نوموړو سیمو کې ډیرې کمې یا محدودې وي . ✡ د چارتراشواو نورو ځنګلي محصولاتو د جمع کولو ډیره محدوده اجازه ورکول کېږي .

د طبيعي کور څخه دباندې ساتنهسمول

In-situ Conservation

د ژوندیو موجوداتو د طبيعي ځای څخه د باندې د انسانانو ترادارې لاندې د ژوندیو موجوداتو د انواعو ساتنې ته د طبيعي کور څخه د باندې ساتنه یا In-situ Conservation ویل کېږي . د مثال په توګه د نباتاتو باغیچې، د تخمونو بانکونه یا ساتن ځایونه ، د جینونو بانکونه یا ساتن ځایونه ، باغ وحشونه .

د تخمونو بانکونهسمول

بغیرله دې چې د تخم کېفیت ته ضرر ورسیږي په لابراتوارونو کې په ټیټه درجه حرارت کې د خطرسره مخ نباتاتو د تخمونو ساتنې څخه عبارت دی،چې دادکرایوپریزرویشن Cryopreservation په نوم سره یادیږي . جین بانکونه ( Gene Bank) د جنتیکې انواعو او تفاوتونو د ساتنې لپاره د خطرسره مخ نباتاتو د جینونو ساتنې څخه عبارت دی .

باغ وحشونهسمول

د انسانانو د نظارت لاندې د حیواناتو ساتن ځایونوڅخه عبارت دی . د طبیعي ځای څخه د باندې د ساتنې ګټې • د خطر سره مخ حیواناتو ته غذا ، د اوسیدو ځای او امنیت ورپه برخه کېږي. • د خطر سره مخ حیواناتو د ژوند موده اوږدیږي. • د تکثیر چانسونه یې زیاتیږي. د طبیعي ځای څخه د باندې د ساتنې تاوانونه • د طبیعي محیط سره د نباتاتو او حیواناتو د توافق قابلیت کمیږي . • یواځې محدودې انواع په کې ساتل کېږي .

د ژوندیوموجوداتو د انواعو د ساتنې تخنیکونهسمول

Conservation Techniques Of Biodiversity)) A) جینتک انجینرنګ Genetic Engenering)) د مقاومت د پیدا کولو په منظوریوې نوعې ته د مطلوبو خواصو معرفي کول د جنیتیک انجینرنګ له لاري ترسره کېږي. B) جغرافیاوي معلوماتی سیستم GIS (Geographic Information System) یوداسې سیستم چې ددې لارې ژوندیو موجوداتو د خطر سره مخ انواع او سیمې په ګوته کېږي .

د ژوندیو موجوداتو دانواعود ساتنې لپاره نړیوالې هڅېسمول

(International Effort to Save B iodiversity) ۱) IUCN (International Union for Conservation of Nature and Natural Resources) د طبعیت او طبیعي منابعو د ساتن لپاره نړیواله اتحادیه مرکزي دفتریې په سویزرلینډ کې دی ، په دې سازمان کې هغه حیوانات او نباتات په ګوته شوي دي چې د خطر سره مخامخ وي، او ددې ترڅنګ یو کتاب لري چې په هغه کې د نړۍ د خطر سره مخ ټولې انواع لست شوی دي .

د ژوندیو انواعو کټګوريسمول

A) له مینځه تللي انواع یا مړي شوي انواع د نباتاتو او حیواناتو هغه انواع چې په مکلمه توګه له مینځه تلل وی اویا هم شمیریې مکمل ختم شوی وی لکه په هندوستان کې د ډوډوDodo نوعه حیوان . د خطر سره مخ انواع نوموړی انواع په دی خاطر چې ساتنه یې نه ده شوي شمیر یې ډیر کم شوی دی او یا هم د ختمیدو د جدي خطر سره مخامخ دي نو له همدي امله د خطر سره مخ انواعو په ډول پیژندل شويدي . د هند د خطر سره مخ انواع لکه سور پانډه ، پړانګ ، زمری ، هندي طاوس او همدا شان نور دي . B) متاثره انواع دا انواع په پریمانه اندازه وجود لري ولې د خطر سره مخ دي، دا هغه انواع دي کوم چې د مصونیت احساس نه کوي او خطر سره مخ دي نو له همدي امله دا کتګوري انواع د متاثره انواعو په جمله کې راځي. C) کم خطر سره مخ انواع هغه انواع کوم چې د خطرسره ډیر کم مخ دي، ولې د خطر اندازه یې کمه ده نو له همدې امله ورته کم خطر سره مخ انواع ویل کېږی. D) خطر سره مخ انواع دا انواع ډیر کم دي که چېرې یې ساتنه ونه شی نو کېدای شي نادر یا بیخی له مینځه ولاړ شي نو ځکه د خطر سره مخ انواعو کې راځي . خطر کې واقع = خطر سره مخ + متاثره انواع + کم خطر سره مخ . نادره انواع یا کم پیدا کېدونکې انواع دا هغه انواع دي کوم چې ډیر کم وجود لري ولې د هغوی د نادروالي او کم وجود علت تراوسه معلوم نه دی نو ځکه دوی ته نادره انواع ویل کېږي کله د واورې پرانګ .

د خطر سره مخ اقتصادي نباتاتسمول

(Gymnosperm/ Pinusspp) Sandal wood tree (Saltanum album) د خطر سره مخ طبي نباتات :- Rhododendron spp. Orchards د خطر سره مخ طبي نباتات :- Atropa , Rauwolfiaserpentia د خطر سره مخ هندي حیوانات :- Red panda (Ailnrustulgens) ۲) د ژوندیو موجوداتو د تفاوتونو په اړوند تړون یا CBD (Convention on Biological Biodiversity) د ژوندیو موجوداتو ترمینځ د بیولوژیکي تفاوتونو په اړوند تړون لمړی ځل په کال ۱۹۹۲ د مشترکو هیوادونو ترمینځ د ملل متحد په نړیوال کانفرانس کې چې د محیط او پرمختګ په نامه و په ریوډي جینیرو کې امضا شو او په کال ۱۹۹۳ همدا کانفرانسیون د یو حقوقي سند په شکل د نیوزی لینډ حکومت لخوا تصویب شو . دا کنوانسیون د ملي او بین المللي سطحه د ژوندیو موجوداتو تفاونونو څخه منظم او دوامدار ډول ساتنې لپاره یو طرزالعمل تهیه کوي او دا درې عمده هدفونه لري چې په لاندې ډول سره دي : 1. د ژوندیو موجوداتو تفاوتونه ، ارزښتونه او د هغې څخه ساتنه او پاملرنه کول . 2. د بیولوژیکې منابعو څخه په دوامداره توګه استفاده کول . 3. د بیولوژیکې منابعو څخه مناسب او عادلانه او د هغې اړوند معلومات شریکول . 4. په عنعنوي ډول د ټولنو ترمینځ د معلوماتو زیاتول او پوهاوی ورته کول . 5. د جینتیکې معلوماتو د ساتنې لپاره د بایو ټکنالوژۍ او جنیتیک انجینرۍ ته پرمختګ ورکول. ۳ ـ د لمدو ځمکو (بارانی ځمکو) لپاره د Ramsar کنونسیون د لمدو ځمکو د ساتنی لپاره نړیوال کنفرانس.

ژوندي موجودات د تفاوت له مخی ارزښتونه مختلف ډوله ديسمول

د اقتصادي ارزښتنونو له مخې د سوخت لرګي، فایبر، غذا، دوا، طبیعي آفت وژونکې، صنعتي کېمیاوي مواد ، تعمیراتي لرګي او همدا شان نور ایکالوجیک خدمات لکه د اوبو او د هوا تصفیه طبیعي ګرده افشاني، د خاورې جوړښت او ترمیم، آفتونو کنترول، دسطحي اوبو زیاتوالی د خاورې د تخریب مخنیوی، د سیلابونو خطراتو مخنیوی او همدا شان د وچکالۍ مخنیوی هغه عمده ګټي دی چې د ژوندیو موجوداتو د تفاوتونو له مخې انسانانو ته رسیږي . د ژوندیو موجوداتو انواع یو ډول طبیعي منابع دي چې د لاندې عمده ګټو لرونکې دی : ✡ د ژوندیو موجوداتو تفاوت یو له عمده طبیعي منابعو څخه دي چې دا مختلف ډوله تولیدات عرضه کوي لکه غذا ، دوا ، لرګي، بوټي، میوې او داسې نور . ✡ د ژوندیو موجوداتو د تفاوتونو له کبله کېدای شي ایکالوژیکي عملیات یا پروسې لکه د هوا تصفیه، د اوبو دوران، د شته نباتاتو په واسطه د فوتوسنتیزیس عملیه، غذایې ځنځیر تکمیل شي . ✡ د ژوندیو موجوداتو تفاوتونه کېدای شي د جینتیکې تغیراتو په ساتلو کې مرسته وکړي د یوې نوع په جینونو تغیرات کېدای شي د محیطي عواملو په مقابل کې مقاومت زیات کړي . پس ژوندي موجودات (انسانان ، حیوانات ، نباتات او مایکرواورګانیزمونه) کېدای شي د مختلفو ګټو او مقاصدو لپاره استفاده شي، د اندازې نه زیات استعمال کېدای شي دوی د خطرسره مخ کړي او یا د لمنځه وړلو له خطر سره مخ کړي، پس ددی اړتیا لیدل کېږي چې د ژوندیو موجوداتو د ساتني لپاره باید اقدامات ترسره شي . د ژوندیو موجوداتو د انواعو ځانګړی خصوصیت دا دی چې نوموړې انواع یو ډول بیولوژیکي منابع دي چې انسانان، حیواناتو، نباتاتو او مایکرواورګانیزمونو ته د هغوی د ژوند اساسي، کلتوري، مذهبي، خوراکي، صحي او داسې نورو بخشونو کې د هغوی لپاره د ضرورت وړ توکې برابروي، د مثال په توګه د پنسیلیم فنګس د پنسیلیم په نوم مواد برابروي چې دمختلف ډوله سرطاني امراضو په تداوۍ کې ترې کار اخستل کېږي. ددې ترڅنګ د منګور مار زهرپه بدن کې د دواګانو په مقابل کې د مقاومت د پیدا کولو په منظور استعمالیږي .سمندري طفیلي او سمندري موجودات د کنسرمرض په مقابل کې د مقاومت لپاره ډیرمفید حیوانات ګڼل کېږي . اګر اګر چې د Gelidium sp., Gracilaria sp. And Hypnea sp.په نوم فنګس څخه په لاس راځي د خوراک په صنعت کې د خوراکې توکو د ډبلوالي په منظور استعمالیږي، ددې ترڅنګ د دواسازۍ په صنعت او مایکرواوکانیزمې تحقیقاتو کې د کرنیزې میډیا په حیث ورڅخه کار اخستل کېږي، ورسره ورسره په کریمونو، صابونونو، دمخ لوشونو او داسې نورو زینتی موادو کې وراستفاده کېږي. سمندري بادرنګ یا هولوتیورین چې په پراخه پیمانه په سمندرونو کې پیداکېږي، د چېنایانو لپاره یو په زړه پورې خوراکه ده او د دوا په منظور استعمالیږي، ددي ترڅنګ د تایوان هیواد یو ډیر مشهور خوراک دی چې 95% د نوموړي هیواد په هوټلونو او ریستورانتونو کې استعمالیږي. اکثره بیولوژیکې موجودات لکه حیوانات ، نباتات ، حشرات او مایکرواورګانیزمونه په کرنه ډیرکې مفید رول لوبوي ځکه چې په محلي توګه بزګران د نوموړیو موجوداتو څخه د امراضو او حشراتو په کنترول کې استفاده کوي .

عام خلک هم دژوندیو موجوداتو د انواعو څخه د معیشیت دودې د تامین، اجتماعي قناعت مندۍ او زینتي موخو له مخې ورڅخه مستفید کېږي، دا ځکه چې طبیعي ښکلا د عام ولس د سترګو ده او زموږ کلتوري پیژندنه په بيولوژیکي محیط کې په ژوره توګه نغښتې ده .

په هندوستان هیواد کې اکثره اخلاقي او مذهبي ارزښتونه او مراسم په ځینو نباتاتو او حیواناتو پوری تړلي وي د مثال په توګه د (Amiah) په نوم د آمونو مراسم چې د ځنګلي سیمو د خلکو لخوا لمانځل کېږي ترڅو په راتلونکې فصل کې د هغوی د آمونو حاصلات ډير شي . ددی ترڅنګ اکثره حیوانات او نباتات په دې هیواد کې د خدای په حیث ګڼل کېږي او د هغوی عبادت کېږي لکه د ناګ دیوتا (Nag –dewta) په نوم مار ته ، او غواګانو ته (Gao Davi) ، د پیپل ونه او د بورګاد Borgad وني ته د خدا حیثیت ورکول کېږی او د هغوی عبادت کېږي . دا ټول د ژوندیو انواعو د اهمیت روښانه ښکارندوي دي او په دي اهمیت باندي عام ولس ډیر ښه پوهیږي نو په همدې اساس د عام ولس له خوا په لمړې ځل د ژوندیو موجوداتو د ساتنې لپاره ځینې فعالیتونه په کار واچول شول د مثال په توګه د چپکو (Chipko) په نوم یو کمپاین چې د امریتا ډیوې لخوا د ځنګلاتو د قطع کولو د مخنیوی په منظور شروع شوی وه عام ولس یې په کلکه ملاتړ وکړ چې په پایله کې نوموړی حرکت نړیوال حیثیت خپل کړی او په ټوله نړۍ کې په کار واچول شو. د ساینس او تکنالوژۍ اوسنی پرمختګ د ژوندیو انواعو اهمیت کم کړی دی، چې په دې برخه کې بایوتکنالوژي د ژوندۍ منابعو باور راکم کړی دی پس د هغوی اهمیت یې بې ارزښته کړی دی، د جنیتیک انجینرۍ، د انساجو د کرنې تکنیکونو کې مفیده تولیدات په کېمیاوي توګه کېدلای شي چې جوړ شی مګر د تولید حاصل ځانګړي خصوصیات په کې له مینځه ځي . د ګلي نباتاتو انواع ډیر زیات طبي ارزښتونه لري، د نباتاتو شیرې په زیاته پیمانه په دواګانواستعمالیږي، په اوسنۍ عصري کرنه کې د کېمیاوي هرزه وژونکو په ځای ژوندي موجودات ددې لپاره استعمالیږي ترڅو په نباتاتو کې د مرض مخنیوی وکړي. په مغربي افریقا کې کلابرا په نوم نبات د میتایل کاربامایت حشره وژونکو د پرمختګ لپاره ډیر فعاله رول لوبوي . ددې ترڅنګ د جنوبي افریقا د ځنګلونو د بوټي ریښي د یو ښه حشره وژونکې چې روټینون په نوم یادیږی کاراخستل کېږی ، ځیني مهم طبي بوټي عبارت دي له Arjun tree (Terminalia arjuma) ، Aloe vera ، Neemولنی ، Tulsi او داسي نور. A)مستقیم ارزښت Direct Value موږ د ژوندیو موجوداتو دانواعو څخه مختلف ډوله ارزښتناکه محصولات ( میوې، سبزیجات، پراخه پیمانه غذایې مواد، مشروبات، دواګانې، تارونه ، لرګي او نور محصولات ) ترلاسه کېږي . الویرا په نوم بوټی د غذایې موادو ( ویټامینونوM, E, C, E, B, A ، منرالونو ، کلسیم ، فاسفورس ، مګنیزیم، پوتاشیم، سودیم، ۲۲ امینو اسیدونو، ضروري امینواسیدونه ایزولیوسین ، لیوسین، والین، لایسین ، میتانویېن ، کتالیز ، لګنین ، سپونین او انتراکوینوین لري . B) غیرمستقیم ارزښت Indirect Value ۱) غیرمصرفي ارزښت هغه ارزښتونه چې په هغې کې د ژوندیو موجوداتو انواع د ژوند کولو لپاره شرایط مساعدوي د غیرمصرفي ارزښت په نوم سره یادیږ ي . i. ایکالوژیکې ارزښت د ژوندیو موجوداتو انواع لاندې خدمات وړاندې کوي: ✡ د خاورو جوړول ✡ د هوا تصفیه ✡ د اوبو دوران ✡ د ضیایې ترکېب له لاری د کاربن نصبیدل ✡ ګرده افشانې ✡ د اکثره حیواناتو اصلي ټاټوبی ii. طبي ارزښت مختلف ډوله بوټي مختلف ارزښتونه لرونکې دي چې عمده یې په لاندې ډول سره دي . ✓ د ونې د تصفیې لپاره Terminalia arjuna ✓ د تبې د مخنیوي لپاره Ocimum sp. (Yulsi) iii. د د آفتونو وژنې ارزښت د نیم بوټی د ژوندي افت وژونکې په حیث استعمالیږي . ۲) زینتي، اجتماعي، کلتوري ارزښت په هندوستان کې اکثره مېلې د ژوندیو موجوداتو د انواعو د عبادتونو لپاره ځانګړي کېږي د مثال په توګه : هندوان د پیپلد ونې عبادت ددې لپاره کوي چې نوموړې ونه د هوا د تصفیېه کوي، ددې ترڅنګ هندوان د مارانو، غواګانو او داسې نورو ژوندیو موجوداتو عبادت کوي . ۳) د تفریح یا ساعت تیری ارزښت د ژوندیو موجوداتو اکثره انواع د ساعت تیرۍ لپاره ډیرپه کار وړل کېږي د مثال په توګه : د ماهیانو نیول، د کېمپونو یا تفریحې مېلو جوړول، د مرغانو لیدل، د عکسونو اخستل، چکر وهل ، په اسونو کېناستل ، په اوښانو کېناستل او داسی نور (۱۶) شکل: د تفریحې ارزښت ښودنه کوي .

سرچینېسمول

1. Agarwal Di and Agarwal M . k.2015 Text book of Enviromental Science . Daya publishing hous new Dahli > 2. Baracha Erach , the Biodiversity of India , Mapin publishing 3 8 00 13 , India > 3. Hey wood , v.h waston , z. t 1995 Global Biodiversity Assessepent . combrigde univ .press . 4. Baracha , E.2004 . Text Book for Environmental studies . university Grants commission , New Dahli .2004.