دچين او هند جګړه

د چین اوهند جګړه د چین تر منځ د ۱۹۶۲ ز کال د اکتوبر او نومبر په میاشتو که پېښه شوه. د هیمالین بندر د دې جګړې اصلي لامل و. په ۱۹۵۹  زکال کې د تبتیانو له پاڅون وروسته کله چې هند تبت د بودایانو مشر دالای لاما Dalai Lama ته پناه ورکړه نو ددواړو هېوادونو تر منځ یو لړسرحدي تاوتریخوالی را منځ ته شول .  له ۱۹۶۰ زکال څخه را په دېخوا هند یوه له له مخکې دفاعي پالیسي په لاره واچوله تر څو چینایي ګزمې او لوژیستیکي شاته وتنبوي چې په دې لړ کې یې سرحدي پوستې په ځای کړې، دا پوستې شمال لورې کې د McMahon Line کرښې ته نژدې، او ختیځ خواته د واقعي کنترول د کرښې ته چې چينایي لومړې وزیر ژو اینلای Zhou Enlai یې په اړه اعلان کړی و ځای په ځای شوې. [۱]

د چین نظامی عمل هم په زیاتېدونکي ډول وروسته له هغه وده وکړه چې هند د چين له لوري دپلوماتیکو حل لارو په اړوند وړاندیزله ۱۹۶۰ تر ۱۹۶۲ زکال پورې رد کړ او چین په لاداخ Ladakh( یوه سیمه ده چې د کشمیر ډېره برخه پکې شامله ده او له ۱۹۴۷ زکال را پدیځوا د هند، پاکستان او چین تر منځ د لا نجې لامل ده) کې د ۱۹۶۲ ز کال را پدېخوا له پخوا منعه شوې ګزمې بیا له سره پیل کړې. د کوبا د میزایلو د بحران په منځ کې ( دا امریکا اوشوروې تر منځ تقابل دی چې هغه وخت په نړیوال بحران بدل شوچې امریکا کې میزایل توغندي ځای به ځای کړل او شوروي په کوبا کې)، چین د سوله ایز حل ټولې هڅې یوې خوا پرېښودې او په ۳۲۲۵ کیلومتري ( ۲۰۰۴ میله) همالیایې پوله باندې چې په لاداخ کې پروت  او د McMahon Lineد کرښې له پولې ها خوا یرغل پیل کړ. چینایي ځواکونو هندي ځواکونه په دواړو محازونو کې شاته کړل په لوېدیځ محاذ کې د چوشول Chushul سیمه کې رازنګ لا Rezang La او د تاوانګ Tawangسیمه يې په ختیځ محاذ کې ونیول. جګړه هغه وخت پای ته ورسېده چې چين د ۱۹۶۲ ز کال د نومبر په ۲۰ د اوربند اعلان وکړاو په همدې وخت کې یې دچین له خوا د واقعي کنترول کرښې ادعا شوې سیمې څخه خپل وتل اعلان کړل. [۲][۳][۴]

ډیری جګړې په سختو غرنیزو سیمو کې پېښې شوې چې ډیرې یې ۴۰۰۰ مترو ( ۱۳۰۰ فوټو) لوړوالي کې وي. د چین او هند جګړه له دې امله هم د پام وړوه چې سمندري او هوایې مرستې د یوه لوري له خوا هم تر سره نه شوې. [۵]

کله چې د چین او د شوروي ترمنځ بیلوالي نور هم جدي شو، نو شوروي ډیره هڅه وکړه چې له هند څخه په تیره بیا د میګ جنګي الوتکو د پلورلو له لارې ملاتړ وکړي. امریکا او برتانیا دواړو په هند باندې د پرمختللو وسلو له پلورلو ډډه وکړه او هند مجبور شو چې هند شوروي ته مخه کړي.  [۶][۷]

موقعیت

سمول

چین او هند  یو له بل سره یوه اوږده پوله لرې چې  د نیپال Nepal، سیکیم Sikkim ( چې پخوا د هند تر ساتنې لاندې و) او بوتان Bhutan په درې سیمو وېشل شوې چې د برما او لویدیځ پاکستان تر منځ د همالیا د غرونو په لړیو پورې اړونده دي چې یوشمېر لانجمنې سیمې په همدې پوله پرتې دي. د دې پولې په لویديځ پای کې د اکسای چین Aksai Chin سیمه ده چې د سویس په شان پراخوالی لري او د چین د خود مختاره سیمې زینجیانګ Xinjiang او تبت Tibet ( چې د چین له خوا په ۱۹۶۵ ز کال کې خود مختاره سیمه اعلان شوه) تر منځ پرته سیمه ده. د ختیځې پولې په سر چې د برما Burma او بوتان Bhutan تر منځ پرته ده دهند آرونچال پرادیش Arunachal Pradesh ( پخوا د شمال ختيځ سرحدې سیمه وه) هندې ایالت پروت دي. نوموړې دواړه سیمې د ۱۹۶۲ زکال په جګړه کې د چین له خوا ونیول شوې.

ډیری جګړې په لوړو ارتفاعو کې پېښې شوې. د اکسایچینAksai Chin  سیمه یو نمکزاره هواره سیمه ده چې د سمندرله سطحې ۵۰۰۰ متره (۱۶۰۰۰فوټه) پورته ده او ارونچل پرادېش Arunachal Pradesh یو غرنۍ سیمه ده چې دلوړو څوکو جګوالی یې له ۷۰۰۰ مترو ((۲۳۰۰۰ فوټو) څخه اوړي. د دې سیمې ډیره لوړه غونډۍ د چینایي پوځ په لاس کې وه.  لوړې ارتفاع او یخوهونکو شرایطو هم لوژستیکي او دمرستې رسونې ستونځې را منځ ته کړې، دې جګړې ته ورته ( په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ايټالیا کمپاین) جګړوکې سختو شرایطو د دښمن له لاسه د تلفاتو په پرتله خواوو ته ډېر تلفات اړولي دي. د چین او هند جګړه هم همدا ډول جګړه وه چې یخوهونکې هوا د د د واړو خواوو ډېری ځواکونه له پښو وغورځول. [۸]

مخینه

سمول

د جګړې اصلي لامل د اکسایچین Aksai Chin او ارونچال پرادېش Arunachal Pradesh د پراخووېشل شوو سرحدې سیمو په سلطې باندې لانجه وه. هند دعوه کوله چې اکسایچین  Aksai Chin په لاداخ Ladakh پورې اړونده سیمه ده او چین دعوه کوله چې داسیمه د چین زینجیانګ Xinjiang یوه برخه ده چې یو سړک هم پرې پروت دی چې د چینایي تبت سیمې له زینګجیانګ سره نښلوي. د چین له خوا د دې سړک جوړول د جګړې پیل بلل کیږي.  

اکسایچین

سمول

د چین او هند تر منځ د پولې لویدیځه برخه ۱۸۳۴ کې هغه وخت جوړه شوه چې د لاداخ Ladakh سیمه د سکانو سترواکۍ د واکمنۍ په مهال د راجا سینګ دوګرا له خوا ونیول شوه. په تبت کې د نابریالیو مبارزو څخه وروسته، ګولاب سینګ او تبتیانوپه ۱۸۴۲ز کال کې یو تړون امضاء کړ چې د تړون له مخې به زاړه تاسیس شوي سرحدونه چې تعین شوي نه وه د سرحد په توګه پېژني. په ۱۸۴۶ ز کال کې د برتانیا په لاس د سکانو د سترواکې ماتول د دې لامل شو چې د لاداخ Ladakh په ګډون د جامو اوکشمیر سیمې د په برتانیا پورې اړونده شي، چې له دې سره یې هلته ګولاب سینګGulab Sing  تر خپل ولکې لاندې مهاراجا ( یو لقب دی چې سترو شاهزادګانو ته ورکول کېده) په توګه وګماره. برتانوي کمیشنرانو له چينایي مقاماتو سره اړیکه ونیوه ترڅو د پولې موضوع په اړوند خبرې وکړي خو چینایانوپه دې اړوند هیڅ علاقه ونه ښوده. برتانوي سرحدې کمیشنرانو د پولې سهیلي پای د پانګونګ خلیج Pangong Lake وټاکه خو شمالي برخه یې تر کراکوروم تر کوتل پورې یوه نه کشف شوې سیمه وبلله. [۹][۱۰][۹][۱۱][۱۲]

د کشمیر مهاراجا او د هغه مامورین د لاداخ له لیه Leh سیمې څخه د پیلېدونکو سوداګریزو یونلیکو ښه خبر و،  مرکزې آسیا ته دوه اصلې یونلیکې وې: یوه لار د قراقروم له کوتل او د کونلون Kunlun Mountains د غرو په بیخ کې تیرېده چې شهیدولله سیمې ته ورسیږي او وروسته د کیلیان Kilian او سنجو Sanju له کوتلونوله لارې یارقندYarkand ته ورسیږي، بله لاره ختيځ لورته د چانګ چینمودرې  Chang Chenmo Valley ته غزېدلې وه او د اکسایچین په سیمه کې د لینګزیتانګ Lingzi Tang له دښتو تېرېده او قاراقش د سیند له لارې بیرته شهیدولله سیمې لارې ته یوځای کیده. مهارا جا  شهیدولله خپل شمالي سرحدې لرې مرکز په توګه باله اود کونلون غرونه یې د خپل قلمرو پوله بلله. د مهارا جا اختیارلرونکي د یوه داسې غزېدلي سرحد په اړوند په شک کې پرېوتل ځکه شهیدولله سیمه د قراقرم له کوتل څخه ۷۹ میله ( ۱۲۷) لرې پرته وه او د دواړو سیمو ترمنځ ساحه نا هستوګنیزه سیمه وه. له دې سره سره مهاراجا ته اجازه ورکړل شوه چې شهیدولله سیمه له شلو کلونو ډیر وخت لپاره خپل مرکز وبولي. [۱۳][۱۴]

چینایي ترکستان د کونلون د غرونو شمالي لړۍ چې کیلیان او سنجو سیمې هم پکې شاملې وې خپل سويلي سرحد باله له همدې امله د مهاراجا اعتراض یو واقعي اعتراض و. په ۱۸۶۲ کې د دنګان Dungan له اغتشاش وروسته چې له ترکستان څخه یې د چینایانو وتل اړین بلل، د کشمیر مهاراجا په ۱۸۶۴ ز کال کې په شهیدولله کې یوه وړوکې کلا جوړه کړه. دا کلا په ډېر احتمال سره د خوتان Khotan له خوا اکمال کېدله چې واکمن یې اوس خپلواک وه او له کشمیر سره یې دوستانه اړيکې درلودې. کله چې خوتاني واکمن د قاشغري زمامدار یعقوب بیګ Yakub Beg له خوا معزول شو، نو مهاراجا اړ کړل شو چې په ۱۸۶۷ ز کال کې خپل مرکز پرېږدي چې وروسته د یعقوب بیګ ځواکونو له خوا ونیول شواو د دنګان تر اغتشاش پورې ورسره و.  د مداخلې په موده کې، د هند د سروي برخې څخه دبلیو اچ جانسون W. H. Johnson توظیف کړل شو چې د اکسایچین سیمه سروې کړي. دهغه د کار په وخت هغه ته د خوتانی واکمن له خوا بلنه ورکړه شوه چې د هغه له پلازمېني لیدنه وکړي. له پلازمېنې څخه له بېرته راګرځېدو وروسته جانسون ولیکل چې د خوتان سرحد د کونلون د غرونو د برینجګا Brinjga په سیمه کې ده او د قاراقاش ټوله دره د کشمیر سیمه ده. [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

سمول
  1. Hoffman, Steven A. (1990). India and the China Crisis. Berkeley: University of California Press. pp. 101–104. ISBN 978-0-520-30172-6. Archived from the original on 9 October 2021. نه اخيستل شوی 1 October 2020.
  2. Van Tronder, Gerry (2018). Sino-Indian War: Border Clash: October–November 1962. Pen and Sword Military. ISBN 978-1-5267-2838-8. Archived from the original on 25 June 2021. نه اخيستل شوی 1 October 2020.
  3. Hoffman, Steven A. (1990). India and the China Crisis. University of California Press. pp. 103–104. ISBN 978-0-520-30172-6. Archived from the original on 9 October 2021. نه اخيستل شوی 1 October 2020.
  4. "Indo-China War of 1962". globalseurity.org. Archived from the original on 13 July 2017.
  5. Calvin, James Barnard (April 1984). "The China-India Border War". Marine Corps Command and Staff College. Archived from the original on 11 November 2011. نه اخيستل شوی 15 October 2011.
  6. P.R. Chari, "Indo-Soviet Military Cooperation: A Review", Asian Survey 19.3 (1979): 230–244 online Archived 4 April 2020 at the Wayback Machine..
  7. Sharma, Shri Ram (1999). India-USSR Relations, 1947–1971: From Ambivalence to Steadfastness (په انګليسي). New Delhi: Discovery Publishing House. pp. 52–59. ISBN 978-81-7141-486-4. Archived from the original on 9 October 2021. نه اخيستل شوی 16 February 2021.
  8. Subramanian, L. N. (November–December 2000), "The Battle of Chushul", Bharat Rakshak Monitor, archived from the original on 9 February 2001
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Maxwell, India's China War 1970، م. 24.
  10. The Sino-Indian Border Disputes, by Alfred P. Rubin, The International and Comparative Law Quarterly, Vol. 9, No. 1. (Jan. 1960), pp. 96–125, کينډۍ:JSTOR.
  11. Maxwell, India's China War 1970، م. 26.
  12. Maxwell, India's China War 1970، م. 25–26.
  13. (Mehra, An "agreed" frontier 1992، م. 57): "Shahidulla was occupied by the Dogras almost from the time they conquered Ladakh."
  14. Warikoo, India's gateway to Central Asia 2009، مم. 1–2.
  15. (Mehra, An "agreed" frontier 1992، م. 57): "The southern frontier of Chinese Turkestan was similarly undefined... the Chinese 'considered the Kuen-lun mountains (i.e. the branch of them over which are the Kilian and Sanju passes) as their frontier'..."
  16. Mehra, An "agreed" frontier 1992, p. 48; Van Eekelen, Indian Foreign Policy and the Border Dispute 2013, p. 160; Fisher, Rose & Huttenback, Himalayan Battleground 1963, p. 65; Palit, War in High Himalaya 1991, p. 29
  17. Fisher, Rose & Huttenback, Himalayan Battleground 1963، م. 116.