دځنګلونو اهمیت د روغتيا له پلوه

راټولوونکی او پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

ځنګلونه د انسانانو د سلامتي تندرستي جسمي روحي ارامتيا کي خاص ارزښت لري ځکه چي ځنګل هوا تصفيه کوي مکروبونه جذبوو . او همدارنګه د هوا ترکيب اصلاح کوي. البته ځنګلونه په عمومي توګه ځنګلونه په دري ډوله سره هوا تصفيه کوي. ١- د مضره ګازاتو ګرد او دوړو جذبولو له امله چ ٢-د ترسناکو او ويرونکو اوازونو د کمولو له امله ٣- د حرارت يا تودوخي د درجي د تغير له امله ځنګلونه په طبيعي فلتر په ډول کار کوي يعني هوا تصفيه کوي.ګرد غبار جذبوي مکروبونه هم جذب او له منځه ئي وړي . په يو وخت کي کاربن داي اکسايد ازادوي او همدارنګه يو هکتار ځنګل کولاي شي ٣٥ ټنه ګرد او غبار جذب کړي همدا علت دي کله چي انسانان په ځنګلونو کي تګ او راتګ کوي د هوا پاکي او لطافت احساسوي . چي روح سکون او ارام ورته حاصلوي او د خوشحالۍ حس کوي . ډير ځل ليدل شوي دي چي د طيارو چورلکو نامطلوبه اوازونه، ډير صنعتي فابريکي او د خلکو ګڼه ګوڼه د انسانانو د ناراحتي سبب ګيږ:ي چي دا رنګه ستونزي د انسان ستونزي او مشکلات د انسان صحت لپاره ډيري ناوړه اغيزي له ځان سره لري . تجربو ښودلي ده چي هغه وګړي چي په ځنګلونو او يا ځنګلونو ته په نژدي سيمو کي ژوند کوي جسماً او روحاً تکړه او تندرسته وي . نظر هغه کسانو ته چي په صنعتي مراکزو او هوائي ډګرونو ته نژدي ژوند کوي . همدارنګه د څيړنو په نتيجه کي ثابته شوي ده هغه خلک چي هوائي ميدانونه ته نژدي او يا په صنعتي مرکزونو کي اوسيږي تدريجاً د غوږونو په ناروغيو اخته کيږي چي بلاخره د کوڼ والي سبب ګرځي ولي ځنګلونه د دي ستونزو او مشکلاتو د مخنيوي لپاره د يو ديوال او پردي شکل غوره کړي دي. همدارنګه څنګلونه کولاي شي چي د حرارت درجه ته تغير ورکړي يعني د اوړي شديدي ګرمي او د ژمي سختي يخني څخه مخينوي کوي دا په دي معني چي په ځنګلونو کي د شنو ونو تاجونو او ښاخونو کولي شي چي د لمر وړانګو د شدت مخنيوي وکړي او دځمکي مخ ته ونه رسيږي نو همدا علت دي چي په ځنګلونو کي د ځمکي پر مخ تودوخه د اوړي په موسم کي کموي او هوا يخه ساتي او د بله پلوه ځنګلونه کولي شي چي په ژمي کي د سختو بادونو د لګيدو څخه مخنيوي وکړي او نه پريږدي چي د ژمي د بادونو سړه هوا ځنګلونو داخل ته ورسيږي چي دا د ځنګل په داخل کي د يخني د کموالي سبب ګرځي نظر هغه سيمو ته چي ساړه بادونه پکي لګيږي په همدي اساس ويلاي شو هغه سيمه او ساحه چي په اوړي کي شديده ګرمي لري. کولاي شو چي د ځنګلونو په احداث او د سيمي په شينوالي سره د حرارت درجه کي د پام وړ تغير راوړي همدارنګه کولاي شو چي د ډيرو سختو او سړو بادونو مخنيوي کمر بند ځنګلونه احداث کړو . د جلال اباد ښار د سر سبزي وروسته تقريباً ٥ درجه د فارنهايډ تودوخه په اوړي کي کمه شوي ده.

د ځنګلونو مکروبونو وژنه د ځنګلونو وني کولاي شي چي ځيني داسي مواد توليد کړي چي فرا ر کوونکي وي او د مکروبونه له منځه يوسي مثلا د ناجو يا د نښتر وني کولاي شي ځيني مکروب وژونکي مواد هوا ته چي د سل يا ټي بي مرض د عامل د مکروب وژلو سبب وګرځي. همدا علت چي په بادنيو هيوادونو کي په سل اخته مرضيان په هغه ځايونو کي تداوي کيږي چي په کوم ځاي کي د ناجو د ونو ځنګلونو وي . همداراز د يو کالفتيس د ونو د ځنګلونو کولاي شي د ملاريا د غوماشي له منځه يوسي او داسي ډير مکروبونو ته وژونکي مواد د ځنګلونو څخه ترشح کيږي. چي مضره مکروبونه له منځه يوړي.




د ځنګلونو مضره او ناوړه ګازاتو دجذبولو توان دا يو څرګنده حقيقت دي چي د صنعت او د تکنالوژي په روشت او پراختيا سره د چاپيريال د ککړتيا تر څنګ هواله رسيدله ده ځکه هر کال ٦٠٠٠ متر ه متريک ټنه څخه زيات د کاربن داي اکسايد دصنعتي او تاسيساتو څخه هوا ته ازاديږي چي د هوا د ککړتيا سبب ګرځي د چاپيريال ساتني د حفظ الصحي د متخصيصنو د راپور په اساس هره ورځ ٥٠٠٫٠٠٠ ټنه کاربن مونو اکسايد ، ١٠٠٫٠٠٠ هايدورجن سلفايد، ٢٦٠٫٠٠٠٠ نايتروجن اکسايد د اتمي بټيو څخه هوا ته الوزي . چي په هوا کي د نوموړو ګازاتو د حجم په زياتوالي سره په تيره بيا د کاربن داي اکسايد زياتوالي سره د ځمکي د کره د تودوخه درجه زياتيږي. که چيري دا لړي داسي جريان ولري نو ځمکه ته به ئي ډير خطرناک عواقب پاتي شي چي په نتيجه کي بۀ د شمال او جنوب قطبونو واوري په تدريج سره ويلي شي . د بحرونو د اوبو سطحي د لوړوالي سبب وګرځي چي په نتيجه کي به تقريباً لس فيصده ځمکه تر اوبو لاندي شي . او همدارنګه به د خوږو اوبو فيصدي هم کمه شي که چيري انسانان ککړه هوا تنفس کړي د سږو له سرطان به اخته شي مګر ځنګلونه دي چي د کاربن داي اکسايد او نورو مضره ګازات جذبوي او له منځه يي وړي او انساني نړي د هر يو خطر څخه ژغوري. يو هکتار ځنګل کولاي شي د اوړي په مناسبو ورځو کي د ٢٢٠ – ٢٧٥ کيلوګرامه کاربن داي اکسايد غاز جذب او ١٨٠ – ٢١٥ کيلوګرامه پوري د اکسيجن غاز هوا ته ازادوي . په عمومي ډول د ځمکي مخ ټول نباتات په يو کال کي د ١٨٠ ميليارد ټنه کاربن داي اکسايد غاز جذبوي چي دي جمله څخه تقريباً ٢٥ ميلونه د ځنګلونو په واسطه جذبوي .