دځنګلونوتنظيم

ځنګل یا (FOREST) دډېرواومختلفونباتاتودګروپونوديوځاې کېدو څخه تشکيل شوی دی.ددغه نباتاتودګروپونواوټولګېوموجوديت په ځنګل کې په ناڅاپي ډول منځ ته نه دی راغلی بلکه په دوامداره توګه په يو بل پسې دراتګ اواوږدوسيالېونتيجه ده چې يوځنګل ترې جوړشوی دی.په همدې توګه يوه ځمکه هغه وخت اصلاح کيږي چېرته چې نباتات زياتېږي.که چېرته مونږدهغه ځنګلونوتاريخي بهيرته وګورو،کوم چې زمونږپه لاس کې ووهغه ديوکال نه بل کال ته په ثابت ډول ساتل شوي دي.دځنګلونوغلطه اداره اوتنظيم کولاې شي چې دځنګلونوپه معياراوارزښت کې کمی راولي.همدارنګه داخبره دټولولپاره ضروري ده چې ځنګلونوپه ساتلواوروزلوکې ديومديراومنېجرپه حېث برخه واخلو. هېڅ دوه ځنګلونه يوشان نه وي،بلکې يوشان نوعې په دغه ځنګل کې په مختلفوځايونوکې مختلف فعاليتونه ترسره کوي نودځنګلونوتنظيم په لاندې ډول پېژندلی شو!

دځنګلونوتنظيم Forest management سمول

 
Forestry work in Austria

ديوځانګړي هدف لپاره دځنګل درياست دټولواجرايوي، ساينسي، اقتصادي اوټولنيزاصولو عملي تطبيق دځنګل تنظيم بلل کيږي. ياپه بل عبارت دځنګلدارۍ په ادارې،سروې،څېړنې،ساتنې،بيارغونې،جوړونې،پرمختيا،ګټې اخيستنې اودعلمي،فني،تخنيکي اوداقتصادي اساساتوپه کارونې پورې داړونده چاروسمون دځنګلونو تنظيم بلل کيږي. ياپه بل عبارت دځينومشخصواهدافولپاره دځنګل دساينسي ، اقتصادي اوټولنيزاجرايوي اصولوپه کاراچول دځنګل تنظيم بلل کيږي.

NORMAL FORESTS(عادي ځنګلونه) سمول

عادي ځنګلونه هغه ځنګلونوته وايې چې نباتات يې په زړه پورې تنې،ريښې اوصحيح سايزولري په ځنګل پوهنه کې دغه ډول خصوصيات لرونکوځنګلونوته عادي ځنګلونه وايې.


(۱)شکل:دعادي ځنګلونويوه نمونه ښايي عادي ځنګلونه لاندې اوصاف ولري! ۱:- عادي ځنګلونه صحيح ترکيب اوساختمان لري اوديوشان انواعوڅخه منځ ته راغلي وي په لږوخت کې حاصل ورکولوته تياريږي. ۲:- دعادي ځنګلونو کرل کېدونکي نيله بوټي د ونو د توليداتو لپاره ښه وي. ۳:- دعادي ځنګلونو ريښې په خاوره کې په اسانۍ سره حرکت کولاې شي. ساتل شوی حاصلSUSTAINED YIELD دساتل شوي حاصل تنظيمول په ځنګلونوکې خورازيات اهميت لري،ساتل شوي حاصل تنظيمول دامعنالري چې دفصل څخه داسې دوامداره حاصل اخيستل چې ساحې ته پرې زيان ونه رسېږي.

(۲)شکل:دساتل شوي حاصل يوه نمونه ښايي دساتل شوي حاصل تنظيمول لاندې ګټې لري: ۱:دځنګلونودنامحدوديت جريان ساتي. ۲:يومنظم عايدورکوي. ۳:دکارونوښه تنظيم اود کاريابۍډاډګيرنه ورکوي. ۴: په بازارکې دتوليددپاره دمنظمې تقاضايومناسب رقابت جوړوي. نودپورته ګټوپه اساس دحاصلاتوددوامداره ساتلودتنظيم نظريې ته په کاراچول کيږي،اوهمدارنګه دساتل شويوحاصلاتو يومهم هدف دحاصلاتولوړول دي يو پلان شوی حاصل کولی شي په زياتووجوهاتوسره توپيروکړي چې په لاندې ډول ذکرکيږي. ـــ داوږدې مودې دټول توليدبراورددمختلفوپېداوارودپېشبينۍ دپاره ياډېرزيات وي ياډېرکم وي. ـــ کېداې شي دلږې مودې داقليم تغيراونورشرايط په حاصل کې زياتوالی راولي. ـــ دځمکې اوحاصل طبقه بندي کېداې شي دحاصل دپېشبينۍ څخه خلاف وي. ـــ ځمکه کېداې شي هرکال دتوليددپاره ښه چمتونه وي. ـــ دټولوځنګلونوتوليدي ذخيره کېداې شي دپېشبينۍ سره توپيرولري. ـــ کېداې شي داساسي ځمکې اودونوپه تعدادکې چې په غېرمستقيمه لار دهغې براوردشوی وي غلطي وليدل شي.

(دځنګل دتوليدذخيره اوزياتوالی) FOREST GROWING STOCK AND INCREMENT سمول

دپورتني عنوان دوضاحت لپاره لاندې يوڅواصطلاحات ذکرشوي دي. ۱ – Stand :- هغه ځاې ته وايي چې يولړبوټي پکې شنه وي يادونوهغه ځاې ته ويل کيږي چې يوشان بوټي جوړښت ، حالت، عمر اويوشان طبعي شکل ولري. اودنږدې ځنګلونودحاصلاتوڅخه لوړحاصلات ولري اويوشان لرګينه ټولنه يې جوړه کړي وي. ۲ – Forest crops (دځنګل نباتات):- دځنګل دټولوونوڅخه عبارت دي چې په معلومه ساحه کې شنه کيږي. اوپه لاندې برخوويشل کيږي. A- Nurse crop:- دونوهغه حاصلات يابوټي چې په ځنګل کې دودې په حال کې وي . B- Main crop:- هغه حاصل چې درنګړي کولوڅخه وروسته پاتې شوي وي . C- Subsidiary crop :- دودې هغه برخه چې درنګړي کولوپه نتيجه کې له منځه تللې وي. دځنګل حاصلات ددوۍ په طبعي جوړښت باندې هم دلالت کوي لکه دمثال په ډول خالص حاصل اکثره ديوې نوعې دنباتاتودترکيب څخه لاس ته راغلی وي چې دغه خالص حاصل بايدد80% څخه کم نه وي اومخلوط حاصل دځنکل ددوه ياڅونوعوڅخه ترکيب شوی وي. ۳ – Site Quality :-دامونږته داتشريح کوي چې څومره چارتراشو پدغه ساحه کې وده کړې ده. Site:- دامريکاځنګل پوهانوټولنې Site ديوې ساحې په معنی استعمال کړی دی کوم چې دايکالوژي په نظرکې نيولوسره دځنګل دتوليداونوروبوټو ظرفيت دمعلومولو،ذخيرې، دونودودې کثافت ، ودې اودونودفاصلې دونوتوضيحات په ګوته کوي Site او Stoking دواړه دځنګل وده اوحاصل څرګندوي. Increments:- دونودودې دزيواتوالی هغه اندازه چې ديوځنګل په ونوکې دعمردزياتوالي سره راځي.کيدايشي دازياتوالی دلرګيوفزيکي غټوالی وي اويانورهغه عوامل وي چې په ونوکې دزياتوالي له امله منځته راځي. Stocking:-هغه حاصلات چې دځنګل څخه لاسته راغلي وي اودځنګل په يوه ساحه کې راجمع شوي وي. Uses of increment (دونوپه وده کې دزياتوالي دپاره داستعمال ځايونه) دونو په وده کې زياتوالی هغه کيفي اوکمي تاثيرات دي چې دځنګل په تنظيم کې له مونږ سره مرسته کوي اودغه دونودودې زياتوالی زمونږ دپاليسۍ اومقاصدوپورې فرق لري.دلرګيوهغه ډولونه چې دکارخانوپه وسيله استعماليږي کېداې شي دونو دوې په زياتوالي يې ضرورتونه پوره شي. دغه پورته خبرې ذکرشوي Increment پدې باند ې متکي دی.

دځنګل په تنظيم کې دوران (Rotation in forest management) سمول

په ځنګلدارۍ کې دوران پدې معنی راغلی دی چې هغه وخت چې ونه دتشکيل څخه تروهلووخت پورې ياحاصل ته رسيدووخت پورې په برکې نيسي . دځنګل دانتخاب په حالت کې دايومنځنې دعمردی چې ونې پکې دوهلولپاره اماده شوي وي دوران څخه اساسي هدف دادی چې ځنګل داسې حاصل ورکړي چې دقناعت وړوي. ترڅوداقتصادپه برابرښت کې پوره ونډه ولري. دRotation تراوسه پورې لاندې ډولونه پيژندل شوي دي. ۱ - Physical Rotation :-په داسې معلوموځمکوکې دنوعودپاره دطبعي ژوندبرابرول دي چې په طبعي ډول وي. ۲ - Silvicultural rotation  :-پدې دوران کې يوه نوعه خپله وده اوتوليدپه يوه معلومه ساحه کې ساتي . ۳ - Technical Rotation :- پدې کې يوه نوعه دخاص استعمال اومعلومې اندازې سره زيات حاصل ورکوي. ۴ - Rotation of the Greatest volume production  :- پدې ډول دوران کې دحاصلاتودزيات کلني مقداراندازه څرګنديږي چې دعمرسره توليدبرابروی. ۶ - Financial Rotation : -پدې دوران کې زياته خالصه ګټه ديوې ساحې څخه په لاس راځي. Thinning(رنګړي کول) رنګړي کول هغې قطعې ته ويل کيږي کومه چې په يونارسيدلي ځنګل کې دپاتې کيدونکوونو دودې اوشکل دښه والي په منظورترسره کيږي خوچترپه کې په دايمي ډول نه پرانستل کيږي.

درنګړي کولوډولونه (Kinds of thinning) سمول

درنګړي کولوهغه ډولونه کوم چې په ځنګلونوکې په کاروړل کيږي.په لاندې ډول دي. (1ميخانيکي رنګړي کول (Mechanical Thinning):- درنګړي کولوهغه ډول دې چې پکې دځينې اصولوپه اساس ټاکل شوې ونې قطع کيږي يعنې په متناوبوقطارونوکې ونې په متناوبو قطارونوکې متناوبې ونې اوياهردوهم ،دريم ،څلورم وغيره قطارپکې له مينځه وړل کيږي . ددې ترڅنګ پکې دهغې کم ترکمه فاصلې په اساس چې ديوې معياري لښتې (امساء) پواسطه اندازه شوي وي ونې قطع کيږي درنګړي کولو داډول په هم عمره ځنګلونوکې ترسره کيږي اوقطارې رنګړي کول (Line thinning) هم ورته ويل کيږي . (2معمولي ياله ښکته خواڅخه رنګړي کول(Ordinary thinning):- کله چې فصل له لومړيومرحلوڅخه اووځي اودچترتوپيرپکې پيل شي ،ميخانيکي رنګړي کونه خپل ارزښت له لاسه ورکوي داهغه وخت دی چې پکې په رقابت کې وړاندې تللې اووروسته پاتې انواع پيژندل کيږي پدې وخت کې هم رنګړي کولوته اړتياليدل کيږي چې پدې رنګړي کونه کې وروسته پاتې ونې ليرې کيږي څرنګه چې پدې رنګړي کونه کې قطع دچترلاندېنيو کلاسونوڅخه پيل اوپه تدريجي توګه دپورتني چتر په لوري ځي چې شکل يې په لاندې ډول دی.

(۳)شکل :دمعمولي رنګړي کونې يوه نمونه ښايي (3دتاجونورنګړي کول (Crown thinning) : دې ډول رنګړي کونې ته French thinning، High thinning اويا Thinning from above هم وايې پدې طريقه کې رنګړي کول په خاصه توګه دغالبوونوڅخه شروع کيږي پدې ډول رنګړي کونه کې ناروغه ،خرابې ،کم ارزښت لرونکې غالبې ونې په مکمل ډول ليرې کيږي لکه په لاندې شکل کې.



(۴)شکل:دتاجونود رنګړي کونې يوه نمونه ښايي (4ازاده رنګړي کونه Free thinning:- درنګړي کولوهغه ميتوددی چې پکې يوشان فاصله لرونکوانتخاب شووونوباندې تمرکزکيږي(دغه ونې elitesياalphaونې نوميږي)دغه ونې تربلوغت يااخرنۍ يوې يادوه عملياتوپورې ساتل کيږي .پدې ډول رنګړي کولوکې دهغه نورو ونولرې کولوته پاملرنه کيږي چې ددوۍدمطلوبه ودې مخه يې نيولي وي .چې شکل يې په لاندې ډول دی.

(۵)شکل :دازادې رنګړي يوه نمونه ښايي (5پرمختللې رنګړي کونه (Advance thinning):- دهغه رنګړي کونې څخه عبارت دې کوم چې په هم عمره ځنګلونوکې دsuppression په طمع ترسره کيږي درنګړي کونې داطريقه دCraib او O’Connor لخوادWattleاو pine په کرونده کې چې په جنوبي افريقاکې ترسره شوې نوپدې وجه دې ته Craib thinning هم وايې ددې رنګړي کونې چې څومره طريقي تشريح شوي . کاري پلان(WORKING PLAN) کاري پلان دادراې يوه ليکلې برنامه ده ، ددوامداره پاليسۍ اقدام، کنټرول اودځنګل ساتنې په مقصدوي. کاري پلان په جرمني کې ترتيب شوی دی چېرته چې علمي ځنګلدارۍ هم پرمختګ کړی وو . دکاري پلان اسنادپه دوه برخوکې ليکل شوي دي. لومړۍ برخه.يې تشريحي اودځنګل سره تړاولري اوهمدارنګه په ځنګل پورې مربوط موضوع ګانو اومعلوماتوته کوم چې په يوه سيمه کې موجودوي. اوددې سره سره مونږته دتيروطرزالعملونوتجزيه هم په ګوته کوي کوم چې په ځنګلونوکې شوي دي. نولدې امله لومړبۍ برخه ددوهمې برخې اساس تشکيلوي . له کومې څخه چې زمونږدوهمه برخه جوړه شوې.داکولاي شوچې ووايوځنګل ساتونکي لومړني کسان وو په دنياکې چې يوليکلي پلان يې دفعاليتونوبرابرکړ. تردې چې لفظي ليکلی پلان په ادارې ژبه وروسته عام شويوه عادي دوره دکاري پلان لس کاله ده . يوجوړشوی کاري پلان په ځنګلدارۍ کې هڅه کوي ترڅوڅلوروبنيادي پوښتنوته ځواب ورکړي لکه څومره ، څنګه، چيرته اوکله يوځنګل دقطع کولوڅخه مستقيماً دځنګل په پرمختګ کې کومک کوي اوهڅه کوي چې يوقوي توليداوحاصل د ځنګل نه لاس ته راوړي. دکاري پلان ترتيبول دمختلفوفکتورونوتوجه اوملاحظې ته ضرورت لري دمثال په توګه روزل شوي کارکوونکي اودکافي فرسونل موجوديت ، دمزدورانوموجوديت ،دموجوده مهارتونوکچه ،مواداووسايل ،دزيربناوپرمختګ ،وضعيت ، انتقال اسانتياوي، اودبازارغوښتنه دتياروشووحاصلاتولپاره اوداسې نوروفکتورونوته ضرورت لري يوکاري پلان بايدلاندې برخې ولري:-

دکاري پلان ساختمان چې دOSMATON وړاندې کړی دی په لاندې ډول دی! ۱) پېژندنه ۲) مقدمه ۳) دعنوانونولست ۴) معرفت دکاري پلان برخې په لاندې ډول دي لومړی باب دموجوده حالت سروې :-چې په دې کې لاندې برخې شاملې دي (A ځنګل اودساحې خصوصيات (B دکښت پرسونل (C دمالي اوکاري سازمان اداره اوتنظيم دوهم باب دکاري پلان اساس:- چې په دې کې لاندې برخې شاملې دي لومړۍ برخه:-داوسني اوراتلونکي حالت پلان دوهمه برخه:-اوږد مهاله پلان دريمه برخه:-دتريتمنت انتخاب څلورمه برخه:-دکاري پلان بهرنۍ اجزاوې دريم باب دکښت دپرسونل اداره او دکار جريان:-چې په دې کې لاندې برخې شاملې دي لومړۍ برخه:-دادارې اهداف اومقاصد دوهمه برخه:-سيلويکلچري سيستمونه دريمه برخه:-دحاصل ټولول څلورمه برخه:-دRegeneration اوTendingعمليات پنځمه برخه:-دحاصل استخراج شپږمه برخه:-دراتلونکي تخمين څلورم باب دساحې عموميAdministration:-چې په دې کې لاندې برخې شاملې دي. لومړۍ برخه:-د اور حفاظت دوهمه برخه:-دقوريي څخه دکوچنيونيالګيوغوښتنه دريمه برخه:-ګټه اخيستنه او اقتصادي پرمختګ څلورمه برخه:-ساختماني کارونه پنځمه برخه:- دجايداد اداره او تنظيم شپږمه برخه:-مالي اواداري تنظيم پنځم باب ضميمې

LOGGINGچپه کوونه سمول

په داسې ډول تعريفولی شو چې ټولې هغه کړنې کومې چې دونو،اود ونوديوې برخې دقطعه کولو او د تر لاسه شويو حاصلاتو رسول دي د استهلاک تر ځاې پورې. Logging system بايد پلان او ډيزاين شي تر څو د خلکو ماشينونو، پېسو او وخت څخه سمه استفاده وشي لکه په لاندي شکل کې .

(۶)شکل :دچپه کونې يوه نمونه ښايي Factors affecting logging(هغه فکتورونه چې په چپه کونه باندې اغېزه کوي) ۱ – Terrain (د ځمکې شکل) : که چيرته ميلان لرونکې ساحه بيخي عمودي وي ميکانيزه عمليات يې ممکن نه وي .ميلان پهTimber breakage باندې پراخه ا غيزې لرې په ميلان لرونکې ساحو کې کارکول هم ډير سخت او له خطره ډک وي همداراز ډير وخت هم په بر کي نيسي او ډير مصرف ته اړتيا لري . همداراز Ground vegetation اندازه هم دغه ټولې عمليې د تاثير لاندې راولي چې له امله يې حفاظت تر تاثير لاندې راځي. ۲- Lean of trees (دونو کوږوالی) د ونو کوږوالي هم د سلوپ سره فرق کوي او دونودقطعه کولو عمليات تر تاثير لاندې راولي د ونو کوږوالی په ميکانيزه عملياتو کی دومره لويه ستونزه نه ګڼل کيږي . ۳-Defects (عيبونه يا نيمګړتياوې ) هم د ونو دارزښت راټيټونکي دي چي له امله يې د چپه کولو عمليات تر تاثير لاندې راځي په ډيرو عيبناکو ساحو کې کار کول له ډيرو خطرونو څخه ډک وي . ۴- Wind fallen trees (د بادونوپه واسطه لويدلې ونې ):-د باد په واسطه راغورځيدلې ونې هم ټولې عمليي له خنډ سره مخ کوي او پدې ډول د چپه کولو اغيزې تر تا ثير لاندې راولي ددوې له کبله دونو ماتېدل هم رامنځته کيږی . ۵- Stand composition :دولاړوونوحالت عمومآ په هغوساحو کې چې ديوعمرلرونکې ونې پکې ولاړې وي، نسبت هغو ساحوته چې دبيلا بيل عمرلرونکې ونې پکې ولاړې وي کارکول نسبت اسان دي . ۶- stand density دونوګڼوالی د ونو حاصل کم او قيمت زيات وي . ۷- skill of the operation :دځنګل دعملياتومهارت تجربه او مهارت هم موثريت او حاصل تر تاثير لاندې راولي . ۸- cutting pattern :دقطعه کولوډولونه ټولې هڅې بايد سيستماتيکې اوغېراتفاقي (غيرتصادفي وي) هغه نور عوامل کوم چې چپه کول تراغېزې لاندې راولي عبارت دي له موسم، اقليم او فاصله او داسې نور . Characteristic of new species to be introduced in a pasture land (يو څړ ځاې ته د نوو معرفي کيدونکو انواعو خصوصيات ) : هر کله چې د علوفه جاتو داصلاح په خاطر په ساحه کې دګراسونو د ورايټيو معرفي په نظر کې نيول کيږي ،ددغو نوعو انتخاب ډير احتياط ته اړتيالري . دغه ډول انواع بايد لاندې خصوصيات ولري : 1 – بايدپه ډېره اسانۍ سره وده وکولی شي . 2 – دغه انواع بايددکښت سختو عمليو ته اړتياونلري . 3 – دغه نوعې بايددبيابيا ځلې دقطعه کيدنې په وړاندې مقاومې اوسختې وي . 4- دغه نوعې بايدداوبو کمې اندازې ته اړتيا ولري . 5 – بايد په ډير زردخپريدواودځمکې د پوښولو وړتيا ولري . 6 – بايددغه ورايټي لوړحاصل ورکونکې وي . Silvicultural system (سلويکلچري سيستمونه):-د سلويکلچري فعاليتونو(عمليو) يوه مجموعه ده، د کوم پواسطه چې دځنګل دنباتاتو ساتنه ،حاصل ټولونه يا هم د يو نوي نبات پوسيله د زوړ نبات عوض کول تر سره کيږي د سلويکلچري سيستم بيلا بيل ډولونه په لاندې ډول دي . Selection system:انتخابي سيستم: داهغه سيلويکلچري سيستم دی چې په کې دبيانوي کولو لپاره په ټوله ځنګلي ساحه کې تقسيم تر سره کېږي او په نتيجه کې يو متفاوت عمر لرونکی ځنګل لاسته راځي.

(۷)شکل:دانتخابي سيستم يوه نمونه ښايي Clear felling system : دبشپړقطع کولوسيستم: له هغه سيلويکلچري سيستمونو څخه عبارت دی، چې پکې د رسېدلي فصل يو شان ساحې په دوام داره توګه د يو ځل عملياتو په ترڅ کې په بشپړه توګه قطع کيږي قطع شوي ساحه په طبيعي يا مصنوعي ډول بيرته نوې کيږي.

(۸)شکل:دبشپړقطع کولوسيستم يوه نمونه ښايي Sheller Wood System دا سيستم بيا لاندې ډولونه لري.

(a) Uniform system 

دا يو ډول Shelter wood سيستم دی چې په ډله ييزه بيا نوي کونه تمرکز کوي. په دی سيستم کې د يوي لويې ساحې چتر يو شان خلاصيږي تر څو يو شان نيالګي منځته راوړي په دې سيستم کې د پورتنيو اهدافو لپاره په هر هکتار کي د ۱۲-۱۵پورې ونې پريښودل کيږي.

(۹)شکل:ديونېفورم سيستم يوه نمونه ښايي Group shelter wood system(b):-دا هغه سيستم دی کوم کې ،چې د بيا نوي کولو په منظور قطع په شيندل يا تيت شوي ګروپي شکل صورت نيسي.يعنې د ساحي په مختليفو برخو کې د ونو يو ګروپ قطع کيږي په دې ميتود کې (Advanced growth) هڅول کېږي تر څو نوي فصل منځ ته راوړي په دې کې ځوان فصل متفاوت عمر لري بلکي د ژوند ددوران په اخر کې هم عمره او مؤزن جوړيږي

(۱۰)شکل:دګروپي سيستم يوه نمونه ښايي

Irregular shelter wood system(c) :-دا هغه سيستم دی کوم کې چې قطع کونه د احاطې د يوي خوا نه د بلي خوا پوري د قطار په شکل تر سره کېږي.عموماً د باد مخالف جهت ترسره کېږي. ددې مهم هدف دادی ترڅو د باد څخه ژغورنه ترلاسه کړو. .(۱۱)شکل: دغېرمنظم شلټرووډ سيستم يوه نمونه ښايي Sample coppice system: 1) ټولي زړې ونې په مکمل ډول قطع کېږي. 2) دوباره ټوکيدنه د بې تنې کاپيس څخه رامنځ ته کېږي. 3) د پسرلي د شروع نه مخکې بايد زيات کاپيس ترلاسه شي. 4) د سټي لوړوالی بايد ډير ټيټ نه وي ترڅو د حيواناتو په واسطه خراب نه شي او يا هم خوسا نه شي. همداشان سټه بايد ډيره لوړه هم نه وي چې دا ښايې د سټې د چاوديدو سبب شي. 5) په متوسطه اندازه د سټې لوړوالی بايد ۲۵-۱۵ سانتي متر پوری وي. 6) د سټي قطع کول بايد په مايل شکل تر سره شي ترڅو د باران اوبه ورداخل نه شي. 7) د ساتنې عمليات يې په دوهم کال شروع کيږي. 8) رنګړي کول د اداري د وينا مطابق ترسره کېږي. 9) تر لاسه شوی فصل به هم عمره نه وي (۱۲)شکل:دساده کپيس سيستم يوه نمونه ښايي Coppice with standard: دا هغه سيستم دی په کوم کې چې نيالګي او د مختليفو عمرونو ونې په کاپيس ځنګلونو کې د مختليفو مودو لپاره ساتل کېږي.د ساتل شوو معياري ونو موده شايد د کاپيس د ژوند دوران څو چنده وي ددې مهم اهداف په لاندې توګه دي. 1) د غټ سايز چارتراشو لاسته راوړل. 2) د يخوهنې په مقابل کې دفاع ترلاسه کول. 3) کاپيس ځنګلونه لاپسې هم ښه کوي. 4) کاپيس د نيالګيو طاقت برقرار ساتي. 5) د يوي ټاکلي سيمي څخه زيات عايد تر لاسه کيږي. دا به دوه چته ځنګل مينځ ته راوړي لاندې چت به يې هم عمره کاپيس ځنګل وي خو پاسنی چت به يې مختلف عمرونه ولري. په همدې توګه هر چت د ژوندځانکړی دوران لري.

(۱۳)شکل:دمعياري کپيس سيستم يوه نمونه ښايي Regenerationsدوباره نوي کېدل د يو نبات عوض کول د بل پواسطه دوباره نوي کېدل بلل کيږي کله چې دغه دوباره نوي کېدل د انسانانودلاسوهنې پرته په طبعي ډول ترسره شي ديته Natural Regenerationوايې اوکه چيرته دانسانانودلاسوهنې په اساس ترسره شېArtificial Regeneration بلل کيږي . لکه په لاندې شکلونو کې!

(۱۴)شکل:د بيانوي کېدلويوه نمونه ښايي Merits Of Artificial Regeneration د مصنوعي بيانوي کېدلوګټې:- • ډکې او مناسبې تنې يا ساقې لري . • د انواعو د ترکيب تنظيمونه کوي . • د ځنګل دکارپه ټولو مراحلو کې د توجو متمرکز کيدل . • چټکه وده چې د امله يې د هرزه ګياوو او نورو خطراتو اندازه کميږي . • د ښه او اقتصادي عايد تر لاسه کول . Merits Of Natural Regeneration دطبعي بيانوي کېدلو ګټي :- ▪ د خاورې کمه ښکاره کېدنه . ▪ دمزدور اقتصاديت. ▪ ارتجاعيت. ▪ دپرمختللي يا ډيرې عالې ودې ترلاسه کول . ▪ دامراضو او افاتو پواسطه د متضرره کيدو کم چانس . ▪ د مخلوط ځنګل ترلاسه کول . ▪ ټيټې بيې. Forest management دځينومشخصواهدافولپاره دځنګل دساينسي ، اقتصادي اوټولنيزاجرايوي اصولوپه کاراچول دځنګل تنظيم بلل کيږي. Compartment:ـ ديوې ځنګلي ساحې هغه دايمي حددی چې ديوې ساحې دموقعيت، مشخصې اوريکارډپه مقصد ټاکل کيږي. دځنګل دتنظيم په اساس Compartment بلل کيږي .

Sub Compartment- يوموقتي فرعي فايلم دی کوم چې ديوجلاتريتمنت لپاره مشخص کيږي. عموماً دانګليسي په وړوحروفو(a,b,c,d) سره ښودل کيږي.

Coupe :- هغه ساحه چې په يوه ځانګړي کال کې قطعه کيږي يوکلن قطعه کول بلل کيږي. Working circle :- يوه ځانګړې ځنګلي ساحه چې دمشخصوځانګړنوديوې مجموعې لاندې ديوه مشخص هدف لپاره غوره کيږي Working circle بلل کيږي. Felling series:- يوه ځنګلي ساحه چې دتنظيم دمقاصدواوياديوه Working circle دټاکلولپاره محدوديږي. Felling series اهداف : ۱ - دمنطقې ياساحې دمنجمنټ اومارکيټ دشرايطومطابق دقطعه کوونې اوRegeneration دعمليووتقسيم بندي کول . ۲ – دحاصل په اساس دهرعمردکلاس مناسبه طبقه بندي . Cutting section:- د Felling series يوفرعي فايلم دکوم هدف چې په ځينې ځانګړوروشونوکې د Felling تنظيم کول دی. Periodic black:- دځنګل يوه برخه کومه چې په يوه ځانګړي وخت کې Regeneration اويابل تريتمنت دټاکلولپاره تعينيږي. Area of periodic block =A.P/R ددوراني بلاک ساحه P=Regeneration period دبيانوي کېدلودوران R=Rotation دوران A=area ساحه

Permanent periodic block :- پدې ډو ل بلاک کې Felling series په periodic block بلاک ويشل کيږي کوم چې په ځمکه باندې په دايمي ډول نښاني کيږي. کوم چې متصل وي اوديوه لازم تناسب سره مربوطه Age Classes په برکې نيسي.

NO .of period block R/P(Years) ددوراني بلاک نمبر 76-100 I 51-75 II 26-50 III 1-25 IV Revocable periodic block ددې دوراني بلاک هدف د دوراني بلاک دارتجاعيت زياتول دي . دوۍ که څه هم Equiproductive وي .خوديته يې اړتيانه وي چې دادايمي ياهم يومتصل ځاې وي. دComportment او Sub comportment دپلان دوره دبيلابيلو دوراني بلاکونو دوده کوونکو ذخيرو دسايزمطابق جوړيږي. Single periodic block يواځينی دوراني بلاک پدې ډول بلاکونوکې دComportment او Sub comportmentکوم چې په يوه دنبات دژونددوران کې بيانوي کېدلو ته اړتيالري . يو دوراني بلاک اوپاتې Comportment بغيرد دوراني بلاک دتعينولوڅخه ساتل کيږی. Clone کلون ديوه نبات څخه د نمويي تکثيررامنځته شوي اولادونه فردي کلون بلل کيږي. که چيرې مونږدولې اوسفيدارديووالدڅخه جداجداقلموڅخه دتکثيرلپاره کاراخلوهم دنوموړي نبات کلون بلل کيدايشي .د دې طريقي پوسيله تکثيرهم ګټې اوهم تاوانونه لري. ګټې يې دادي چې دقلمې پواسطه تکثيرکوونکی نبات چټکه وده کوي، ښه اقتصادي طريقه ده اوهم دهرزه ګياوودودې چانس راکموي. همدارازښايي دطبعي اغيزپواسطه ډيرکم متضررشي اوخپلواولادونود Off Springs جنيټکي جوړښت يې هم دمورنۍ نبات سره يوشان وي. چې له کبله يې دجنيټيکي تغيراتو درامنځته کيدوچانس هم کم وي. Seed orchards دښه تخم لپاره دباغ جوړول له ډيرپخواڅخه داسې ګڼل کيږي چې ديوراتلونکي نبات کيفيت دتخم په کيفيت پورې تړلی دی چې له همدې کبله دښه کيفيت لرونکوتخمونوتوليدته ډيره پاملرنه کيږي. چې پدې اړه کرنه نن ورځ ډيره مخکښه ده خوسلويکلچرتراوسه پورې داسې کومې پايلې ندي ترلاسه کړي خوپدې اړه يې هڅې روانې دي په خاص ډول پدې وروستيولسيزوکې ، ترڅوغوره نتايج ترلاسه کړي. Forest management دځنګلونوتنظيم ديوځانګړي هدف لپاره دځنګل درياست دټولواجرايوي، ساينسي، اقتصادي اوټولنيزاصولو عملي تطبيق دځنګل تنظيم بلل کيږي. ۱ – زمونږدځنګل دپاليسۍ مطابق بايدځنګلونه دتجارتي مقاصدوپه اساس تنظيم شي. ۲ – بايدزيات موثرعملي کيدونکي تخنيکونه استعمال شي. ۳ – يوباثباته تجارت دوامداره ګټې ورکولوته اړتيالري که چيرته دموقعيت کيفيت يې زيان رسونکی نه وي. ۴ – په ځنګلدارۍ کې جدي پرېکړوته اړتياليدل کيږي ځکه بايددډيرواستفادولومړيتوبونه وټاکل شي. کوم چې دمنجمنټ داهدافودترلاسه کولولپاره ترټولوغوره وړانديزته لارهواروي نوځکه بايدمنجمنټ د ملي ځنګلدارۍ پاليسي مطابق جوړشي . ۵ – ادراوي پرېکړې بايديواځې دساحې داقتصاديت په اساس ترسره نشي بلکې فزيکي ،ټولنيزاوسياسي وضعيت ته هم پکې پاملرنه وشي ترڅوددغې ساحې توليدپه خپل حال وساتل شی. ۶ – دلرګي دتوليدله نظره دځنګل دساحې په خواکې اودGrowing stock په هکله خبرتياهم ډيره مهمه ده کوم چې ددغې ساحې په توليدباندې ډيرتاثيرلري. ۷ – دبيلابيلوساحوياموقعيتونوپه هکله خبرتياځکه ډيره مهمه ده چې ددې پواسطه مونږمعلومولی شوچې په څومره کلونوکې څه شی ، چيرته اوڅومره توليدکړو. چې پدې توګه دماشين الاتواستعمال هم تنظيميدلی شي چې هرکال يې يويوواحددپوخوالي په توګه قطعه کيږي. ۸ - Growing stock ديوځنګل دManufacturing plant وړاند ې کوونکي وي. چې بايدوخت په وخت تازه وساتل شي. مثلاً د stock بيلابيلې نوعې ، ترکيب، مختلف العمره اوهم عمره طبعي اوهم دسايزپه لحاظ بيلابيل نباتات. Stocking په يوايکړځنګل کې دلرګيوياونودتعدادښکارندوۍ وي چې له کبله يې دتجارتي استفادې لپاره اقتصادي موثريت رامنځته کيږي. ۹ - په پاکستان کې په ټولوځنګلي ساحوکې دخلکواوسيدل يونه حل کيدونکې ستونزه ده نوبايدپلان په جوړولوکې دډيروخلکويوځاې کيدنه په نظرکې ونيول شي. ځنګلونه عموماً دنباتي ټولنوڅخه رامنځته شوي کوم چې دلرګينې ودې درلودنکي دي. ځنګلي سيمه طبعاًدځنګلونودقوانينولاندې رامنځته کيږي. عموماًځنګلونه دنباتاتواوحيواناتودبيلابيلو ډولونودرلودونکي وي. کوم چې يوله بل سره اړيکې لري. اودځمکې يوه برخه يې احتواکړې وي. ځنګلونوموجوديت انسانانوته دډيروګټوبښونکی دی که څه هم هغه يواځې دچارتراشوتوليدپه خاطروي. اوکه دنوررواړخونولکه حفاظت له پلوه دځنګلونوپه تنظيم کې دځنګلونوډېره استفاده يوعمومي هدف دی خصوصاً په Public owned forestry system کې دځنګدارۍ هربخش لکه وحشي ژوند، دڅړځايونواداره اوتنظيم ، داوبودذخيرې تنظيم يوبله سره ډېرې نږدې اړيکې لري اوهريويې دجلاجلاخصوصياتودرلودونکي وي.هريوځنګل ښايي يوله بل سره خپل موقعيت ، هدف، خاورې، ترکيبي اجزاوواوياهم دچارچاپيره خواصوله نظره فرق کوي يعنې په يوه ساحه دوه يوشان ځنګلونه شتون نه لري. دابه هم يوه ستره غلطي وي چې په يوه عين ساحه کې ددوه ځنګلونودتنظيم لپاره عين عملي کاراوترتيب وټاکل شي . Forest resource :-ديوې ځنګلي سيمې ټولوهغه خواصوته شامليږي کوم چې انسانانوته دارزښت درلودونکي وي . چې دغه ټولې منابع دانسانانوپوسيله تنظيميږي.يعنې دانسانانودغوښتنوپه اساس رامنځته کيږي. دForest resource management داهدافواومفاهيموبدلول ديوځنګل څخه دخلکوپه غوښتنوپورې اړه لري. عموماً دځنګلونوتنظيم دلاندې اهدافودرلودونکی وي. ۱ – دGrowing stock د Composition اوجوړښت کنترول. ۲ – دځنګلي توليداتومارکيټنګ اوحاصل راټولول . ۳ – دځنګل ددارايي اوفرسونل تنظيم . په پاکستان کې دځنګلدارۍ چاپيريال دفزيکي ، اجتماعي اوکلتوري فکتورونوتراغېزې لاندې واقع دی. کوم چې دځنګلونوشتون اوشرايط تراغيزې لاندې راولي . که له يوې خوادځنګلونه دباارزښته ،طبيعي اوبيانوي کيدنکي منابعوپه حيث ګڼل کيږي. خوله بلې خوادځينو عواملوله کبله يې په دوامداره توګه سوئ استفاده کيږي. داهيوادنړۍ په کچه غوره دځنګلونوملي پاليسي خورياستونه يې دځنګلونودهراړخيزومقاصدولپاره استعمالوي . په زياته پيمانه ځنګلي ساحې دNon forest داستفادې په خاطرخصوصاً دزراعت لپاره تراستفادې لاندې راوستل کيږي. دانسانانواوحيواناتومخ پرزياتيدونکی شميريې دموجوده ودې پرمخ ترټولوزيات دزيان ورادوونکی دی په زياته پيمانه په کليوالي ساحوکې اوسيدونکي خلک، که څه هم په ځنګلونوپورې دهغوۍ ژوندتړلی خودځنګلونواهميت يې ترسترګوغورځولی دی. په سياسي توګه هم دځنګلونولپاره هيڅ سياسي حمايه نده ترلاسه شوې خوپه ځينواړخونوکې لکه دوحشي ژوندساتلوکې ځينې کليوالی نهادونه کارکوي اويوڅه ويښتيايې رامنځ ته کړې ده. ځنګلونه دتيروڅوکلونوڅخه زياته پاملرنه ترلاسه کړې چې لاملونه يې پرلپسې طبي افات لکه دځمکې ښوييدنې ، سيلابونواووچکالۍ دچارتراش اوسوخت دلرګيوکمبودهم نن ورځ دځنګلونوپروړاندې توجه زياته کړې ده . خصوصاً په کليوالي ساحوکې چېرته چې لرګی دانرژۍ يوه مهمه منبع ده .

Scope of forest management دځنګل دتنظيم ساحه سمول

منجمنټ هغه پروسه ده کومه چې دخلکوداهدافواوارزوګانوته درسيدولپاره دپرېکړودتصميم نيوونکي وي. دمنجمنټ هره پروسه ديوطرزالعمل اويايوي لارې غوره کول دي .ترڅوهدف ته رسيدل ترلاسه شي. دمنجمنټ هدف اصلاً دځنګل دپاليسۍ Owner دغوښتنوپه اساس ټاکل کيږي. Owner خپل ټول اهداف ديوطرزالعمل په ترتيبولوسره ترلاسه کوي. کوم چې هغوۍ دهدف دترلاسه کولولپاره ټاکي. پرېکړې عموماً ددرې ډوله معلوماتوپربناترسره کيږي. چې په لاندې ډول دي. ۱ – Ends ۲- Means ۳ – Valueless چې Ends يې دهغه مجموعي اهدافوڅخه عبارت دی کوم چې ددغه Enterprise څخه ترلاسه کيږي. Means يې هغه ټول فزيکي ،مالي، اوماشيني منابعوڅخه عبارت دی. او Valuelessيې هغه ګټې دي کومې چې ترلاسه کيږي. پاليسي ديوې کارخانې داهدافوښکارندوۍ وي کوم چې عموماً هغه اړخونوته کومه چې ډيره پاملرنه غواړي ځانګړي دمنجمنټ اصول په نظرکې نيسي . پاليسي عموماً دمشراوغړوپواسطه اوهم دخارجي ايجنسيوپواسطه ټاکل کيږي. همدارازښايي دپالسي په جوړولوکې اقتصادي اواجتماعي قواوې هم برخه اخلي . پلان کوونه هم پخپله ددرې فعاليتونودرلودونکي دي چې عبارت دي له دارقاموراټولول ، تجزيه اوتخنيکي اړتياوې داهدافوټاکل اودفعاليتونوترسره کول په موثرډول عموماً پلان نيونه په يوه اداره کې په بيلابيلوسطحوکې دبيلابيلواداره کوونکودنده ده . چې دپلانونواجرايې بيادټيټې سطحې دنده ده همداراز دهرEmployee په کارګمارلوکې يې روش تګ په هکله معلومات ترلاسه کول لازمي دي. هر يوګماريدونکی بايدداهدافودترلاسه کولولپار ه ښکاره فکرولري. اوداهدافو دترلاسه کولولپاره په خپل مسوليت باندې پوهه شي . چې دالامل ددې سبب ګرځي چې ترديدله منځه ولاړشي اوښه همکاري رامنځته شي . Production in forest is along time process دونووده تراستفادې وړشکل پورې رسيدل يوه څه وخت نيسي چې دغه وخت کيدايشي دڅوکلونو په منځ کې وي ياهم کيدايشي دځينوحاصلاتولپاره دوخت په نظرکې نيول هيڅ مهم نه وي لکه دچارتراش لپاره . دځنګلي ونوودده يزه موده دځنګل دونوپه نوعوپورې اړه لري دخپلې ودې په مرحله کې ونې بيلابيل داستفادې وړحاصلات ورکولی شي. مثلاً که يوه ونه دخپلې ودې په اولووختونوکې قطعه شي ښايي يوه ستن (Pole)ورکړي. اوکه چيرته دخپلې ودې لپاره په اخرووختونوکې قطعه شي ښايي چارتراش اوسوخت لرګي ورکړي. ديوه ځنګل اداره کوونکی دځنګل دتنظيم په هکله بيلابيلې نظريي لري . دونودکينولوپواسطه په بيلابيلووختونوکې بيلابيل محصولات ترلاسه کيږي. دځينوونودبعضواويا ټولومحصولاتوترلاسه کولوپه خاطردوخت دوران دکينولوپه کرلوپه هکله ، يوه بله ډيره مهمه نظريه ده کومه چې په وخت پورې تړلې ده . چې دغه تغيرات ښايي دټکنالوژۍ داستعمال دحاصلاتوراټولودغوره ميتودونواوياځينونوروعواملوپواسطه ترلاسه شي. مثلاًهغه ونې چې حاصل راټول يې غيراقتصادي وي اوپه خپل ځاې پرېښودل شوی وي کيدايشي چې دخاموموادو ديوې مهمې منبع په حيث ترې استفاده وشي خصوصاً دکاغذپه جوړونه کې. دونودقطه کوونې پواسطه ښايي چې ديرمحصولات لکه چارتراش اودسوخت لرګي لاسته راشي څومره ونې چې وده کوي چارتراش توليدوي ديوه محصول په توګه چاتراش هغه وخت ترلاسه کيږي کله چې دونې څخه قطعه کړل شي. ولاړې ونې Growing stock جوړوي کوم چې په ځنګل کې داچول شوې پانګې ښکارندوۍ وي. Forest provide multiple Benefits که څه هم ځنګل يواځې دچارتراشوپه هدف کرل شوی اوکه دبل هدف لپاره خوډيروتقاضاووته ځواب ويونکی دی دخلکوډېرې اوګڼې غوښتنې دځنګلونوپواسطه پوره کيږي. دځنګلونوپواسطه محصوصه اوغيرمحصوصه محصولات ترلاسه کيږي. چارتراش ، دسوخت لرګی، پوستکی،دوايانې، ميوې،ګلان ،ژاولې اونورمحصولات ځنګلي محصولا ت دي. که يوځنګل کينول کيږي اوځانګړی هدف ترې ترلاسه کيږي يعنې که چارتراشوتوليديادغرونو دساتنې په منظوروي په عين وخت کې نورې ګټې هم لري. ځنګلونه په مشکل سره په ضعيفه اوناهمواره ځمکوکې جوړيږي ځنګلونه په مشبوع خاوروکې چې ځمکه دکرکيلې لپاره استعماليږي نه حاصليږي. دادزراعت نتيجه ده چې په ښاري کيدنه ولاړ دی .چيرته ترټولوښه دځمکې لاس رسی موجوددی. په عمومي توګه دقلبوپوسيله ايښودل کيږي. دنفوسوزياتوالی اودغذاغوښتنه ټولومناسبوځمکوته انتقال شوې ده .دځنګلونوڅخه دټولونوموړواستعمالاتوته . انکشافي فعاليتونه لکه دطاقت توليداوداوبوحاصلخيزي کول هم په ځنګلي ځمکوکې موجوده نه وي. داسې کيدايشي چې وويل شي. چې هغه ځمکه چې دزراعت لپاره مناسبه نه وي اويانورواقتصادي استعمال لپاره اوس دځنګلونودتاسيس لپاره پريښودل کيږي. چې دادځنګل په اداره تاثيرکوي. ځکه تقاضاوي دحفاظت اوحاصل ټولونه ترلاسه کول ستونزمنه وي په قيمتي توګه اودادارې په ګټه اخستنه کې غيرمکمل اوپه خپل وخت کې بې فايدې وي. دځنګلونوپه تنظيم کې دځنګل يومدير کولی شي دځنګل دکرلولپاره کاروکړي چې محصوله مقاصدترې ترلاسه شي. ددغه کارپه اجراکې بايدڅلورومهموسوالوونوته ځواب ووايي . ۱ – ددې بايدڅومره ځاې پرې کړی شي. ۲ – کله پرې کړی شی ۳ – چېرته پرې کړی شي. ۴ – اوڅنګه پرې کړی شي. ۱ – په يوتنظيم شوي ځنګل کې څومره ځاې داستعمال لپاره پرې کړی شي. دايواځې دمارکيټ په کتنه کې دتقاضالپاره نه زياتيږي. دځنګلي توليداتولپاره مګردپرېکوونې په لور چې پکې انکشافي اصطلاحات رامنځته شي په کرل کيدونکي Stock کې ترڅوپه اينده کې باکيفيته اومناسبه ګټه ترلاسه شي. ۲ – څه وخت دپرې کوونکې څخه ويستل شي دابايدفيصله شوي وي دکرل کيدنکوشرايطوپه ذريعه دتوليداتولپاره دمارکيټ اوغرضې په اړه اودسيلويکلچر اوRegeneration دغوښتنوپذريعه وي.عمراودپرې کوونکې وخت يوه مهمه پاملرنه ده . ۳ – چېرته پرې شوي ويستل شي؟ دمارکيټ دپوښښونوپذريعه دافيصله شوې وي چې چېرته انتقال شي. په ساده طريقه ورڅخه حاصل ټول کړی شي.په عملياتوکې اقتصاد، دکاريګرلاسرسی، دځمکې حفاظت دخاورې دحاصلخيزۍ ثبات دبلانس جوړول اوداسې نور . ۴ – څنګه بايدپرې کوونه اجراشي؟ دپرې کوونکې درجه دځنګل دونوپرځاې دنوونيالګيوکينولوپورې تړاولري. اوداړينوحالاتوايجادول يعنې کم ترکمه مناسب وخت ورته دنوې Stock دکينولولپاره موجودوي. بايدداهم روښانه وي چې دځنګل دکرل کيدونکي Stock ځاې پرځاې کوونه موجودوي. اودځنګل پوهنې داساساتوپرمنجمنټ بوټي پرې کړی شي.اودسهمي بلانس داجراکولولپا ره اودونوپه جوړښت کې دعمرتقاضاموجودوي. اوڅرګنده وي چې په اينده کې يوه معلومه فيصله شوې ګټه اخستنه ورکړي. ديوکال وروسته بل کال دځنګل په تنظيم کې دقطعه کوونې هد ف دی. اوياهمدارنګه حاصلاتوکې چټک عايدات لري. دادعلمي ځنګل پوهنې مجموعه اوتفريق دی . دځنګل دتنظيم هد ف په ګډون دمختلفوفعاليتونوپه لاندې ډول دي. 1 – دکرل کيدونکي Stockکنټرول چې دابي ساختما ن اوتشکيل دی. a – دساحې مقبوليت. b - دانواعوانتخاب اوټاکنه. c – ځنګل دپرې کوونې په ذريعه برابرول. d – دتوليدراټولول. e – Regeneration f – دامراضواوافاتوڅخه حفاظت. 2 – دځنګل دتوليد توزيع اومارکيټنګ. a– انتقال اوارتباط b – دLoggingپلان c – دبازارموندنې معلومات d – دتوليدخرڅلاو. e – تجديدنظر. 3– دځنګل دجايداد څخه حفظ مراقبت. a – دځنګل سازمان. b – داوس اواينده لپاره دريکارډاخستل . c – دځنګل پوهنې دپرسونل اداره اوتنظيم. d – نظرکتنه اوکنترول. e – دکاريګلوتنظيم اواماده کول . f – وروستی کنټرول اواقتصاد. g – دټولنيزوټولنوهڅول. - hداوس اواينده لپاره دريکارډاخيستل. دکرنې ميتودونه ياطريقې(Methods of planting) 1 – دلوڅوريښوسره دبوټوکرل(planting with Naked Roots) : داميتودهغه وخت وړانديزکيږي کله چې انواع زياتې متضرره شوي اوکوچني بوټي وي. په رمبي يوه کنده کيندل کيږي اوبوټي (Seedling)يې په منځ کې کرل کيږي. کنده بايددريښوداوږدوالي داندازې څخه لږه زياته ژوره وي. دسرخاوره دکندې لومړی اچول کيږي اوکنده ډکيږي اوپ مناسب ډول چسپيږي.

(۱۵)شکل : دلوڅوريښوسره دبوټوکرلويوه نمونه ښايي -2دريښودخاورې سره دبوټوکرل(Notch planting) :- يوه V شکله جوړښت دی کوم چې دکندې دايستلوپه عوض په خاوره کې جوړيږي اوبوټي پکې کرل کيږي. داډيرچټک اوبسيط ميتوددی دلومړي ميتودپه نسبت باندې دغه ميتودپه شګلنوساحواوسپکوخاورولپاره وړانديزکيږي. بيل په يوطرف په ځمکه کې وهل کيږي اودغه خاوره يوطرف مقابل ته نيسي بوټي په دغه V ډوله جوړښت کې ايښودل کيږي. بيابيل ويستل کيږی کله چې بيل ويستل شي نوخاوره په اتوماتيک ډول راځي . که چيرته خاوره خپله رانشي نوپه څنګ کې بل Notch وهل کيږي. ددې لپاره چې لومړنی Notch ډک شي .د Notchپه کرنه کې په عمو مي توګه بوټي دخپلوپوره ريښوسره کرل کيږي. اوژرزرغونيدونکي تخمونه هم پدغه ميتودسره کرل کيږي.

3 – دځمکې دبال سره دنيالګيوکرنه(planting with Ball of Earth)  :- دهغوانواعولپاره دغه ميتودوړاندې کيږي چې ريښې يې دخاورې څخه بهرخپل ژوندله لاسه ورکوي.بوټي بايددخاروسره دځمکې څخه ويستل شي همدغه دخاورې دحصې څخه ونيول شي اودتنې (Stem)څخه بايد ونه نيول شي.دغه بوټي دډېراواوږدوخت لپاره کيدايشي چې ژوندي پاتې شي. اوترهغه به مړه نشي چې دکرنې پروسه سسته شوې نه وي. خاوره دريښوسره تړلې وي کوم چې کولاي شي دڅوورځولپاره دنبات لپاره غذاوړاندې کړي.چې شکل يې په لاندې ډول دی.

(۱۶)شکل: دځمکې دبال سره دنيالګيوکرنې يو نمونه ښايي 4– دلوښوياقوطيوسره کرل(Planting with Containers) :- لوښي کيدايشی چې له هرډول موادولکه کانکريټ ، خټه ، لرګی ياپلاستيک څخه جوړشوي وي. چې ځينې دلوې اندازې لرونکي وي. لکه دډالډاغوړيو، دلمرګلي دغوړيواوداسې نورروټيمانوڅخه وي. بوټي په لوښوکې په نرسريوکې ختلي وي. اوبياساحې ته دکرنې لپاره انتقاليږي. دلته هيڅ خطردنيالګيوپه انتقال کې موجودنه دی. دحقيقي کرنې څخه مخکې لوښي بايدلری کړی شي اوپلاستيکي کڅوړې بايدپرې کړی شي دقوطيوقيمت پدغه ميتودکې غيرمفيددی مګرددې نتيجه اودټوکېدنې فيصدي په لوښوکې زياته ده .

(۱۷)شکل: دلوښوياقوطيوسره دنيالګيودکرلو يو نمونه ښايي 5– ژوره کرنه (Deep planting) :-دژورې کرنې څخه معنی داده چې دنيالګيوکالربايددخاورې په سطحه کې ښکته وي اودتنې يوڅه حصه هم په خاوره کې ډوبه شي . دغه ميتودپه وچوساحوکې قبوليت وړدی چېرته چې سطحي خاورې ډېرې وچې وي .مګرژورې طبقې لندبل ساتي.شکل يې په لاندې ډول دی.

(۱۸)شکل:دژورې کرنې يو نمونه ښايي سمول

6 -مهرشکله کرنه(Stump planting) :-دادريښودښاخونوقلمې دي اودريښودښاخ دلښتوپه ډول شاخه برې شوي وي. دغه اندازه کيداي شي تفاوت ولري مګرعمومي توګه ۹ حصې ريښه او۳حصې ښاخ وي يا۲/۱ په نسبت وي. اواسانه ده چې وکرل شي په هغه صورت کې چې دبوټی لپاره غذااواوبه سرچينې موجودې نه وي. کوم چې ورته داوږدژونداجازه ورکوي. دابايدهم مشاهده شوي وي دټاپه شوونيالګيواستعمالول دتنې اوريښې دريښودروستېدنې سره مخ کيږي. په عمومي توګه اجراکيږي. دټاپې ميتوددترټولوښه ميتوددی دکرنې . هغه نوعې چې پدغه ميتودسره کرل کيدايشي عبارت دي له شيشم ، توت، اونوروڅخه.

(۱۹)شکل:دمهرشکله کرنې يوه نمونه ښايي 7 – دښاخ اوتنې قلمې (Branch and Stem cutting) :- پدغه ميتودسره دقلموپه شکل سفيدار، ولې، اوداسې نورنباتات کرل کيږي.چې شکل يې په لاندې ډول دی.

(۲۰)شکل : دښاخ اوتنې قلمو يوه نمونه ښايي 8– دريښوقلمې(Root cutting):- سفيدارپدغه ميتودهم کرل کيږي. هغه نباتات چې دريښوسکرتوليدوي اودخالص طبعي شرايطولاندې په ځانګړي ډول دريښوقلموپه ذريعه تکثريږي. لکه Aesculus , Albizia ,Robinia اوداسې نور. تازه ښآخونه دريښوله غوټوڅخه وده پيل کوي.شکل يې په لاندې ډول دی. (۲۱)شکل: دريښوقلمويوه نمونه ښايي 9 – رايزوم(Rhizome) : دادځمکې لاندې ساقه ده باڼس کيدايشي په دغه طريقه وکرل شي.چې شکل يې په لاندې ډول دی.

(۲۲)شکل:درايزوم يوه نمونه ښايي 10– په ګلدانونوکې کرنه(Brick planting)  :-پدغه ميتودکې نودې په نرسرۍ کې په خاورين کنډولونوکې ختلې وي.اودګلدان په مخ کې يوه خلاوي. چې دغه په ښه خاوره ډک شوي وي اوبوټي پکې رازرغون شوي وي. کله چې بوټي اماده شي بيادغه بوټي دغه ګلدانونوڅخه ويستل کيږي اوجلاکرل کيږي. دغه ميتودپه شګلنودښتولرونکوساحو کې دقبوليت وړدی چېرته چې دشګودغونډيوستونزه موجوده ده تاوان يې دادی چې ګلان دخامې خاورې څخه جوړشوي وي اوزيات وزن لري.چې شکل يې په لاندې ډول دی.

(۲۳)شکل :د ګلدانونود کرنې يوه نمونه ښايي دکرلوطريقې(METHODS OF SOWING) ۱- بشپړه تخم شيندنه (دتخم ازادانه شنيدل) دتخم ازادانه شيندل بايد په هغه ځمکې کې سرته ورسيږي چې مخکې ترمخکې قلبه شوي او اماده شوي وي ،همدارنګه هغه ځمکې که نه وي قلبه شوي او اماده شوي لکه په شګلنو ځمکو او دواورې دپاسه چې غالباً د فرانسې په جنوب او يا دسکندوينا هيوادونوکې،سرته رسيږي هم دغوره پايلولرونکې دي. دنړي په پرمختللو هيوادونو کې بشپړه تخم شيندنه دطيارو پواسطه چې په يوساعت کې له (۳۰۰-۲۰۰) هکتاره پورې ځمکه کې تخم شيندلی شي سرته رسيږي.

(۲۴)شکل : دتخم  ازادانه  شنيدلو يوه نمونه ښايي

۲- نا بشپړه تخم شيندنه ددې لپاره چې دځنګل دټولې ساحې دقلبه کولو او اماده کولو مصارفونه مومخنوی کړی اوسي اودتخم په اندازې کې کموالې منځته راغلی وي دتخم شيندنې دنابشپړه شيدنې څخه چې په ترتيب سره په راتلونکې کې روښانه کېږي استفاده کېږي . (الف) دشو ديارو په خظونو کې دتخم شيندل

دتخم دانوعه شيندل په هموارو ساحو اوياپه هغه ځمکوکې چې کم ميلان ولري او قلبه کېدلی شي عملي کېږي.په داسې مواردوکې دشو دياري خطونه يوله بل څخه (۱-۲)متروپه فاصلي سره قرارولري دتخم لپاره اصلي بستر جوړوي،دونو تخم دشوديارې خطونو دقاعدې په برحه کې د(m۱-۵,۰) متروپه فاصلي سره (دلويو تخمونو لپاره) او يا نسبتاًګڼ ( دوړو تخمونولپاره ) دلاس يا ماشين  پواسيله دهغې دجسامت په اندازې سره دخاورو پواسطه پټيږي.دشوديارو په خطونوکې دتخمونو کرل  په ځنګلي کرنه کې يوله  ارزانه اواقتصادي ميتودو نو څخه شميرل کېږي دبلوط،غوزانو،پسته او نورو تخمونو په برحه کې غوره پايلې په لاس راغلي دي.

(۲۵)شکل :په شودياروکې دتخم شيندلويوه نمونه ښايي (ب) په وړو پټيو يا اډيو کې دتخم کرل په هغه پټيوکې چې مخکې اماده شوي وي دتخمونو شيندل په دري شکلو ازاد يعني دپټي په ټوله سا حه کې دتخم کرل ،دشدياري دخطونوپه منځ کې دقطارپه شکل چې دپټي په منځنی برحه کې خلاصيږي او يا دګروپ په شکل په مابين د(۳-۵) تخمي ځالوکې چې داډۍ په ساحه کې منځته راځي صورت نيسي. له دې کبله چې په لومړنۍ طريقه کې په زياته اندازې سره تخم په مصرف رسيږي اودهغې څخه وروسته څارنه يوستونزمن کاردي ،په لږډول سره تطبيقيږي.دقطارپه شکل دتخم کرل دشود يارې دخطونوپه منځ کې صورت نيسي غالباً دمحافظوي ځايونو دمنځته راتک په وخت کې ډېره پيمانې سره استعماليږي.ددې ميتود دتطبيق په مهال دتخم دزيات مصرف څخه مخنيوی کېږي اودنيالګيو په چاپيره نرم کاري په اسانۍ سره سرته رسيږي.دګروپ په شکل شيندل ددې په خاطرچې زيات نقصانونه لري په دې اخره کې دقطارپه شکل تخم شيندني باندې عوض شوي دي.

(۲۶)شکل: په وړو پټيو يا اډيو کې دتخم کرلويوه نمونه ښايي ۲- په سوريو کې د تخمونو شيندل ياکرل

په وړو سوريو کې دتخمونو کرل ډېر اقتصادي بريښي،په چالاکۍ سره سرته رسيږي.ددی ميتود تطبييق دلويو ونودتاجونولاندې نسبتاًلوڅوساحوته مساعدوي. په دي صورت کې واړه سوريً دکتمن اوياسيده لرګي پواسطه خلاصيږي(۲-۳)داني تخمونه دهريو په مينځ کې اچول کېږي او دخاوري پواسطه پټيږي.نوموړي سوري بايدچې(۵۰)سانتي مترو په اندازې سره يوله بل نه وړاندې منځته راوړل شي.

(۲۷)شکل: په سوريو کې د تخمونو شيندلو ياکرلويوه نمونه ښايي دتخم شيندني وخت(Time of sowing) دتخمونو زياتره نوعي په پسرلي يامني کې کرل کېږي ولي ځيني تخمونه (پشه خانه ،ريمه او نور)هم شتون لري چې داوړي په موسم کې سمدستي دهغي له پخيدو وروسته هم کرل کېږي . ددي لپاره چې ددي تخمونو دټوکېدني قوه ترمني او پسرلي پوري داينده کال نه ساتل کېږي او په سرعت له منځه ځي نو په دي بنادهغوي کرنه په اوړي کې لازمي ده بايد صورت ونيسي. هغه تخمونه چې کېداي شي بي له(Stratification)دعملي له اجراء څخه نمووکړي بايد په پسرلي او هغه چې دکلک پوټکې لرونکې وي بايد په مني کې وکرل شي.له تجربوڅخه چې سرته رسيدلي دي داسي واضيح کېږي کوم تخمونه چې ډبل قشر ولري او يا داستراحت خاصيت ولري دپسرلي په موسم او دپلنوپاڼولرونکې نوعو خصوصاً کوم چې دډبل قشر لرونکې وي ،دپسرلی په موسم کې غوره پايله ورکول.بايد زيات احتياط وشي چې کښت يوڅه دمحه يعني سمدستي وروسته دواوري له تبخير او خاوري ديخ وهني له رفعي نه وروسته صورت ونيسي.البته هغه نوعي چې ديخ دطبقي په وړاند يې حساسيت لري له دي امر څخه جلا دي.

دکرلو عمق( Sowing Dept) سمول

دتخمونو د کرلو ژوروالي دتخمونو په غټوالي او کوچېنوالي پورې اړه لري که چېرې تخمونه مناسب ژوروالي ونه کرل شي ښائي هلته په خاوره کې يي اوبه تبخير شي او ونه ټوکېږي .که چېرې تخمونه ډېر سر سري يا په لږ ژور والي وکرل شي ښائي هلته به په خاوره کې يې اوبه تبخيرشي او خاوره پوره رطوبت ونه لري چې په دې توګه بيا تخمو نه ټوکېدلي نشي.که چېرې تخمونه ډېر ژور وکرل شي نو ښائي چې بيا هم ونه ټوکېدلي شي ځکه ښائي دهغوي زخيروي غذايي مواد خلاص شي او دځمکې سر ته را ونه ختلي شي.د تخمونو تېره يا نرۍ څوکه بايد په خاوره کې ښکته خواته شي ځکه چې له نرۍ څوکې څخه د نيالګي ريښه تو ليديږي چې ښکته خواته په خاوره کې وده کوي او له غټې څوکې څخه دنيالګي تنه راوځي او دځمکې سطحې په سر نېغه وده کوي.قاعدتاً په تخمونو باندې يو يا دوه چنده دتخم دقطر خاوره اچول کېږي ياپه بل عبارت تخمونه يويادوه چنده د قطر په اندا زه دخاورې لاندې ځای په ځای کېږي. ډېرکوچني تخمونه لکه (Eucalyptus) کولی شو مخکې دکرلو څخه دشګو سره ګډ کړو،ځکه چې په مساويانه او آسانه توګه تقسيمېږي او(Eucalyptus) کولاي شو په خاورين ظرفوکی هم وکرو اوبيا دتيغ وهلو ورسته نوي نيالګي په ساحه کې کېنوودکلک زړو مېوو(Stone fruit) تخمونه په نرمو او پستو خاورو کې له ٥ څخه تر ٨ سانتي مترو په ژوروالي کې کرل کېږي. په ځنګل کې بايد دځنګلي ونو تخمونه د پولې په دواړو غاړو وکرل شي.شکل يې په لاندې ډول دی.

(۲۸)شکل:دکرلود ژوروالي يوه نمونه ښايي

دتخم تعريف ( Seed Definition) سمول

پخه اوالقاح شوي تخمه چې د درې برخو څخه تشکيل شوي وي او دتکثيرلپاره په کار يووړل شي دغه ساختمان دتخم په نوم ياديږي. ياهم دتخم د استراحت په حال کې يو غيرانکشاف يافته نبات دي چې دودې او انکشاف له مخي يو محکوم حالت کې واقع وي.

(۲۹)شکل:دتخم يوه نمونه ښايي SEED COLLECTION غوښتل شوی مقدار دهرڅه دمخه غوښتل شوی مقداربايدپه احتياط سره استعمال شي. اويوڅه اضافه ګي تخمونه بايدپه نظرکې ونيول شي صرف دناکامه شو ې ساحې دبياکرنې لپاره نه بلکې په هغه حالاتوکې هم ددې څخه استفاده کېدلی شي چې دځينوانواعوپه تخمونوکې کموالی رامنځته شي. يوځل بياخپر ه شوې Data 245 تياروي دمحاسبه کولواساس ليکن داښايي سمون ته اړتياولري چې مطابقت ولري دساحې دشرايطو سره په هرځاې کې . پوخوالی دتخمونوراټولونکی بايدداسې روزل شوی وي چې پوخ اوښه تخم وپيژني په خاص ډول دانواعوپه اساس لکه Adina-Altingia اوTerminalia وړې مېوې سره لدې چې کومه اشتبااوغلطي په اسانۍ سره رامنځته کيږي ليکن تل په اسانۍ سره نه روښانه کيږي دتخم پوښوالی ډېرمهم دی يومحفوظ ميتوددروښانه دليل په نشتوالي کې هغه دی چې دتخمونودوخته راټولونه ترهغه وخته پورې پکارنده چې تخم په طبعي ډول غورځېدوله ته اماده نه وي دواړه مخکنی اووروستنی تخم چې پوښ شي اوراغورځيږي اکثره وخت دشک لاندې وي. دChirpine غوزې په هروخت کې ددسمبرڅخه مخکې په محفوظ ډول راټولې شي اګه که شنې وې. په ډېروولايتونوکې دماخذونويو لست موجوددی چې پکې دمختلفوانواعودپخېدلووخت معلوم وي. دکومي وني څخه بايد تخم راټول شي: بزغلي دخپلو والدينو په څير وده کوي نوځکه تخم بايد يواځي دهغه ونو څخه چې دونو دکرونکو دغوښتني مشخصات ولري راټول شي. ټولي دتخم ونې بايد صحتمنده او په قوي توګه وده کوونکي وي او هغه ونې چې دحيواناتو دخوراکي په توګه استعماليږي بايد زياته اندازه څانګو ، پاڼو او دببر يا ګڼ تاج لرونکي اوسي هغه ونې چې دسوخت دلرګي لپاره استعماليږي. بايد دډيرو ښاخونو لرونکي اوسي هغه ونې چي دتعميراتودپاره استعماليږي بايد سده او دډير شمير ډبلو څانګو څخه پاکه وي که چيري Timberچې ديوه نوعه ديو څخه زيات داستعمال موارد ولري نو دا ضروري ده چې ټول خواص په نظرکې ونيول شي بايد دڅو تخمي ونو دتخمونو يو مخلوط وي seedlot که چيرته امکان وي نو يودلسو او يازياتو ونو ونو څخه راټول شي او داسي بايد ونشي چې تخم دې له يوي او يا دوه ونو څخه راټول شي که څه هم دا د ډير مقدار تخم لرونکي هم وي او که چيري يوه نوعه په ګروپي شکل موجوده وي نو د ډيرو جدا او ليرو ونو څخه دي تخم نه راټوليږي ځکه حاصلخيزه نه وي. او همدارنکه ديوي ډيري ځواني وني څخه تخمونه هم مه راټولوي چې يواځي يو څو ميوي ولري دا هم ډيره حاصلخيزه نه وي دسوخت دلرګيو لپاره د ونو انتخاب چې تخم ترې واخلو. ۱: تيزه نمو ولري. ۲: زيات ښاخونه ولري . ۳:دقطعه کولوڅخه وروسته ژرنوي څانګي توليد کړي. Seed Collection Agencies :- تخمونه په عمومي ډول دځنګل دساتونکوايجنسيوپه واسطه راټوليږي. که چېرته تخم ديوې خاصې څېړنې لپاره استعاليږي تحقيق کوونکی بايدخپله ددې راټولونې نظارت وکړي که څه دابيخې ناممکنه ده. تخمونه بايدهيڅکله دټيټ ښاخ لرونکوونوڅخه دکرل شوې اوڅريدونکې ځمکې څخه راټول نشي. Methods of seed collection A – دځنګل دفرش څخه دغورځېدلومېوواوتخمونوراټولول. 1 – طبعي راغورځېدنه دځنګل دفرش څخه دهغه ميووراټولول کومې چې دطبعي پخېدنې څخه وروسته رالوېدلې وي . چې دادلويومېوولرونکوونويوشمېرجنسونوکې يوعام کاردی چې مېوې يې دپخېدنې څخه وروسته راولويږي. دځنګل دفرش څخه دتخمونواومېووراټولوارزانه دي. اوډېرمجرب کارګروته اړتيانه لري. حتی دمکتب ماشومان يې هم کولی شي دمېوې دسايزډېرمهم دی څومره چې مېوه غټه وي په همغه اندازه يې ليدل اودلاسونوپواسطه راټولول اسانه کيږي. چې پدې کې هغه معتدله جنراوې چې دمعمولاً له ځمکې څخه راټوليږي لکه Quercus,Fagas,Castanea اوداستوايي جنراووڅخه Tectona,Gmelina,Triplochiton اودDepterocarps يوشمېرجنراوې پکې شاملې دي. ددې ډول راټولونې ځېنې تاوانونه په لاندې ډول دي.خام، خالي ياناجوړه تخمونه دي اوهم دتخمونوتخريب اوله وخت څخه مخکې راشنه کېدل دي. اودتخمونومورنۍ ونوپېژندنه نامعلومه وي اونشوکولی چې دخپلې خوښې ونوڅخه تخمونه راټول کړو. 2 – ميخانيکي توګه دونوښورونکي:-که چېرته مېوې په اسانۍ سره له ونوراشوکيږي مګرپه طبعي توګه رالوېدل اوراغونډول يې کفايت نه کوي. نودمېووراشوکول بايدپه مصنوعي وسايلوسره لږڅه ګړندي شي. کوچنۍ ونې اوټيتې څانګې ممکن راساً دلاس پواسطه وښورول شي اولوړې ونې په ځينووسايلوسره لکه دانګونه ، چنګکونه اوياپړي پواسطه ښورول کيږي. نوموړی ميتود دCordia alliaodora اوCedrela spp لپاره ښه نتيجه ورکړې. دلاس پواسطه ښورول دتخمونوپه ژرراټولولوکې سهولت راوړي. اوددې تخمونودژوندي پاتې کېدوقوه لوړه اودمېوې پخوالی په سترګوليدل کيږي. ځېنې وخت ديوې ليندۍ اوغشي څخه چې ديونري نيلوني تارسره وصل وي دونې دشاخ په سرتيريږي اوبيادلاندې څخه ښورول کيږي ترڅوپه شاخ کې ميوې اوتخمونه ځمکې ته راولويږي اوبيا راټوليږي. ځينې وخت دتخم راټولونکي ونې ته خيژي اودونې څانګې ښوروي ترڅوتخمونه ترې لاسته راوړي. 3 – دخپرېدلوڅخه وروسته دتخم راټولونه که څه هم دځمکې دمخ څخه راټولول اکثره ميوولپار ه استعماليږي مګربياهم دځينوميووپه پخېدوسره هغه خلاصيږي اوتخمونه ترې شيندل کيږي. نوداسې تخمونه هم کولی شوچې دځنګل دفرش راټول کړولکه دغوزوپه خلاصيدورسره يې تخمونه ازاديږي اوشيندل کيږي. اودوۍ دپخېدواوشيندل کېدوترمنځ ډېرکم وخت لري. نودداسې تخمونودراټولولپاره يوڅوميتودونه رامنځته شوي دي. Polypropyleneجاليوبندول دونې دتاج شاوخوا،دقيف په شکل لرګين چوکاټ کې چې دپولې ايتلين تيکې پواسطه پوښل شوې وي.او په مرکزکې دونې دساقې سره راټول شوې وي تخمونه راټوليږي. هغه تخمونه چې په ځمکه لويدلې وي دجاروپواسطه اوياهم د(vacuum sweeper) پواسطه دځمکې څخه راټوليداي شي. ۴-Animal cachesځينې حيوانات غوزې او ميوې دخپلژ غذا دپاره راټولوي.چې مونږ کولاي شوددې حيواناتودسوړوڅخه داتخمونه راوباسولکه دنولي سوړې دغوزه لرونکوونودتخمونوښه منبع ګڼل کيږي اوهمدارنګه دميږيانو سوړې ډيرمقدار تخمونه لري. -Bدقطع شو ونو دتاجونو څخه دتخمونو راټولول په لويه پيمانه دتخمونو راټولو يو متيود دادي چې دتجارتې قطع کونې وخت دتخمونو دپخيدو دوخت سره په يو وخت کې جوړ کړای شي. دتخمونو راټولول بايد تر هغه وخته پوري وځنډول شي ترڅو په ساحه کې ټولې ونې قطع شي ځينې وخت په هکتار ۸-۱۳ پوري ونې په نښه کېږي اوبيا قطع کېږي اوبيادتخم راټولو دګروپ په واسطه تخمونه راټولېږي ځکه کيداي شي دقطع کولو پروسه اوږده شي مګر دميوو دپخيدواو تخمونو دشيندل کيدو موده محدوده وي.پدې طريقه کې ډېرومجهزووسايلو، دونومجربوختونکو، ښه ټريننګ شوې ډلې ته دولاړونوپه څېرضرورت نه ليدل کيږي ژراوپه اسانه ډېرمقدارتخم په لاس راځي . يواځې دتخم دلاسته راوړلوپه خاطردځانګړوونوقطعه کول نامناسبله بريښي ځکه همداونه ده چې دراتونکي لپاره دتخم منبع ده اودتخم منبع بايدوساتل شي. خوپه استوايي ځنګلونوکې چې ونې ډېرلوړوالی لري اوختل ورته ډېرمشکل وي اوهم دتخم دراټولووخت اوګړنديتوب ډېرکم وخت کې محدودشوی وي ځانګړې ونې هم قطعه کيږي دبادپواسطه دچپه شووونوڅخه بايدتخمونه راټول نشي ځکه دهغې تخمونو څخه رامنځته شوې ونې هم دبادپه مقابل کې ښه مقاومت نه لري. C - دځمکې څخه په لاس رسۍ دولاړوونوتخمونه راټول 1 – دلاس پواسطه په هغه حالت کې چې وړې ونې اوياڅانګې لرونکې ونې وي لکه دCrataegus, Reptonia, sorbus اوIlex spp په معتدله ساحوکې ټيټې Acacias اوMallee eucalyptus په استرالياکې اوډيرشمېردوچواونيمه وچوسيموواړه اودوچکالۍ په وړاندې مقاوم انواع دلاس پواسطه راټوليږي اوپه ستلونو، ټکريو، بيکونواويالوښوکې راټوليږي. ۲ – Cutting, Breaking and sawing هغه څانګې چې لاس ورته نه رسيږي ډېرشمېرداوږدولاستولرونکي وسايل موجوددي ترڅوميوواوتخم راټولونکي دځمکې څخه ورته پرې رسيږي. يولاستی اوچنګک ممکن دڅانګودراکشکولواوروته درسيدلولپاره استعماليږي . داوږده لاستې پنجي ، ارې، تيشه، چنګکونه، دشاخه برۍ قينچي ګانې، دميوواويادميووتوليدونکوکوچني ښاخونودراکشولواوقطعه کولولپاره استعماليږي. يوپړی هم کيدايشي چې دښاخ دپاسه واړول شي اوبيا راښکل شي. بياکوچنۍ دتخم توليدونکوڅانګوپه ماتولوسره ميوې راټوليږي. خودادټولوډولونولپاره عام ندی دکوچنيوڅانګوپه ماتولوسره امراضواوحشراتوته زمينه مساعديږي. D – دولاړونوڅخه دختلوپواسطه دتخمونوراټولول ونې تاج ته مستقيماً دتنې له لارې ختل

1 - دکوم ميخانيکي کومک اووسيلې پرته ونوته ختل په ځينوهيوادونوکې دتخم راټولونکي لوڅې پښې اوياديوپړي په مرسته چې دواړه پښې پرې يودبل سره تړي کوم چې ختل ورته اسانه کوي. 2 - Climbing irons or spurs:- دختلولپاره اوسپنې اوياسپرونه کوم چې دبوټانوسره وصل وي سپکې اوارزانه اوبې خطره اودموثرختلووسايل وي. که چېرته دامنيتي کمربند، رکاب، امنيتي خولۍ، اودستکشوسره استعماليږي. زينې: د8 -40متره پورې لوړوالي لرونکې زينه ونودختلويوه اسانه وسيله ده چې دلرګي، المونيم، مګنيزيم، الياژاوداسې نوروڅخه جوړه وي. په مستقيم ډول تاج ته ختل زينې : دونې تاج لاندينيوڅانګوته ممکن راساً اويادزينې پواسطه لاس رسی پيداکړو. E – دولاړوونوڅخه په نوروطريقودتخمونوراټولول يوشميروسايل دونودختلولپاره ډيزاين شوي دي چې دتخم راټولوکې په ميخانيکي توګه هغه ليول ته ورپورته کړي چېرته چې کولی شي تخم اوميوې راټولې کړي. دتخمونواستخراج(Extraction of seed) دايوه عمليه ده په کوم کې چې له ميووڅخه تخمونه راويستل کيږي. تخمونه بايددټولولوڅخه ور وسته وکرل شي اوياهم ذخيره شي مګرپه ځينوشرايطوکې تخم اړتيالري چې دميوې څخه جداکړل شي. دتخمونوداستخراج طريقې دميوجاتودانواعوسره فرق لري .

(۳۰)شکل :د دتخمونواستخراج يوه نمونه ښايي دتخم امتحان کونه Seed Testing ۱-Purity Test (د خالصوالی ازماِيښت ) ددې ترڅنګ چې د تخمونو سپيشزونه تعين کېږي دتخم لاټ زيات شمير اضافي مواد لري لکه دميوټوټې پانې اوکوچنۍ څانګې اوچټلۍ.خالص تخم په خاصه توګه يو تعين شوی سپيشز دی چې ژوندي اوغير ژوندي تخمونه پکې د همدې سپيشز شامل دي دتخم خالصوالی د نمونې په دوه برخو ويشلو څخه تعينېږی.۱-pure seed ۲-All other matter د نمونې اندازه بايد تقريبا يو ډک موټی وي چه خالصوالی يې په لاندې توګه محاسبه کېږي : Purity =(weight of pure seed /Total weight of sample )*100

(۳۱)شکل :دخالصوالي دامتحان يوه نمونه ښايي ۲-Moisture content Test دا ټيسټ په تخم کې د موجودرطوبت فيصدي تعينوي د تخم د ټيست لومړني نتايج ددې لپاره استعمالېږي چې تعين کړي ايا تخم د ذخيره کولو په مناسب حالت کې دی او که نه ؟د تخم رطوبت په داش کې د وچې شوې نمونې د وزن او په تنور يا داش کې د وچولو د مخه د وزن دمقايسې په واسطه محاسبه کېږي چې په لاندې ډول دي: Moisture content%= (pre –dried weight –oven- dried weight )*100

                                                                                                 Pre- dried weight  

په تنور يا داش کې وچ شوی وزن په ۱۰۳ درجی د سانتی ګراد حرارت کې د ۱۷ ساعتونو لپاره تعينېږي که چيرته د ټيسټ نتايج د تخم د رطوبت اندازه ډيره لوړه وښايې نو تخمونه بايد د ذخيره کولود مخه نور هم وچ کړل شي. Germination Test-3دټوکېدنې امتحان د ټوکېدنې د امتحان دا طريقه دهغو تخمونو لپاره مناسبه ده کوم چې په اسانۍ سره تېغ وهي .اوددې امتحان پروسيجر په لاندې ډول دی . • په اتفاقي توګه د تخم دنمونې څخه سل تخمونه انتخاب کړئ او(Pre-sowing treatment ) کوم چه ددې نوعې سره برابر وي ورته انتخاب کړئ. • دهغې څخه وروسته چې دکرلو دمخه محاسب پرې ترسره شي نوتخمونه دې په يو پتنوس کې د تېغ وهنې لپاره چې يو ښه ميديم ولري وکرئ . • ميديم بايد مرطوب وساتل شي تر څو ټوکېدنه تشويق شي. • د يوې هفتې وروسته ټوکېدلي تخمونه وشميرئ(ځيني تخمونه ممکن د بشپړې ټو کېدنې لپاره ۲-۴ هفتو ته ضرورت ولري د ټوکېدلو تخمونو شميرلو ته دې هر ه ورځ ادامه ورکړل شي ). • د ټوکېدنې فيصدي دې د لاندې فورمول په استعمالولو سره محاسبه شي • همدارنګه هغه تخمونه چې را ټوکېدلې نه دي مګر ژوندي دي (هغه تخمونه چه د Cutting Test لاندې يې امبريو ژوندی وي )هم وشميرل شي. PG =(NGS/NST)*100 PG= percentage of germination NGS= number of germination seeds NST=number of seeds Tested

(۳۲)شکل:دټوکېدلودامتحان يوه نمونه ښايي 4-Viability Test

   Viability  ټيسټ د هغه تخمونو لپاره مناسب دی دکومو تخمونو چې ټوکېدنه سخته وي ډير وخت ته اړه لري او يامو نتيجه ژر پکاروي دا مو نږ ته د ټوکېدنې فيصدي نه راښايې بلکې هغه تخمونه چه ژوندي نه وي اود هغه تخمونو فيصدي چې ژوندي دي او دشنه کېدو وړتيا لري راښايې هغه تخمونه چه ژوندي دي د (Viable)په نوم ياديږي نو ځکه دغه ټيسټ د Viability Test په نوم ياديږي . Viability Testد Germination Test په  نسبت ښه نتايج ښايې Viability Test زيات ميتودونه لري چې ځيني يې په لاندې ډو ل تشريح کېږي .

۱-دقطعه کولو امتحان (Cutting Test) • دنمونې څخه ۱۰۰ تخمونه په اتفاقي توګه انتخاب کړئ.د قطعه کولو څخه دې دمخه تخمونه په يخو اوبو کې د ۱۲-۲۴ ساعته پورې خيشته شي • تخم دې په تېرو وسايلو سره ددې لپاره چې جنين يې وکتل شي قطعه کړئ .ژوندي جنينونه به شنه اويا شين رنګه سپين ،مرطوب او تازه ښکاري غير ژوندي تخمونه به يې بې شکله اوبې رنګه جنينونه ولري اوذره بين کولای شي په دې ليدنه کې مرسته وکړي • هغه تخمونه چې ژوندۍ جنين ولري وشميرل شي • د تخمونو Viability د لاندې فورمول په استعمالولو سره محاسبه شي PV= (NVS/NTS)*100 PV=percentage of viable seeds NVS=number of viable seeds NST=number of seeds Tested

(۳۳)شکل :دتخم دژوندي والي دامتحان يوه نمونه ښايي 5-دخيشتولوامتحان Soaking Test)) • د نمونې څخه دې په اتفاقي توګه ۱۰۰ دانې تخمونه انتخاب شي • ۱۰۰ تخمونه دې په يخو اوبو کې ۱۲-۲۴ ساعتونو پورې خيشته شي • د ليدلو په واسطه تخمونه امتحان کړئ:اکثره ژوندي تخمونه په اوبو کې ډوب پاتې کېږي بعضې يې اوبه جذبوي اوپړسېدلي ښکاري.غير ژوندي تخمونه د اوبو په سر لابووهي اواوبه نه جذبوي • ژوندي تخمونه دې وشميرل شي. • د Viability د محاسبه کولولپاره دې Cutting Test فورمول څخه استفاده وشي .


(۳۴)شکل : دخيشتولودامتحان يوه نمونه ښايي 6-Shape, size and color observation test(د شکل ،اندازې اورنګ د ليدنې يا مشاهده کونې امتحان ) • د تخم دنمونې څخه دې ۱۰۰ تخمونه په اتفاقي توګه انتخاب شي • د ليدلو په واسطه دې تخمونه امتحان شي . • ژوندي تخمونه معمولا نورمال شکل اواندازه لري د ژونديوتخمونو پوښ يوشان،صحتمنده اوځلانده بڼه لري.غير ژوندي تخمونه واړه،بې رنګه بې شکله اواکثره وخت خا لی وي او په مقايسوي توګه په وزن کې سپک وي.د غير ژونديو تخمونود تخم پوښ تت،غړنده او په رنګ کې سره فرق لري او پوستکي کې سوري او چاودونه لري. • ژوندي تخمونه دې وشميرل شي • د تخم Viability دې د Cutting Test د فورمول په واسطه محاسبه شي.


(۳۵)شکل:د د شکل ،اندازې اورنګ د ليدنې يا مشاهده کونې امتحان يوه نمونه ښايي دتخمونووچول، پاکول اودرجه بندي کوول (Drying, Cleaning and Grading of Seed ) وچول (Drying ) که چېرې تخمونه دميووڅخه راويستلواوپاکولووروسته دستي کرل کيږي نونوروپروسوته پکې اړه نه ليدل کيږي . اوکه تخمونه ډېرکم وخت لپاره هم ذخيره کيږي نواکثره ميووتخمونه وچولوته اړه لري . دارنګه ځينې تخمونه لکه څېړۍ اوزيات شميرLauraceae دکورنۍ تخمونه دژوندي پاتې کيدوقوه خپله دلاسه ورکوي اوياهم دژوندي پاتې کيدوقوه ډېره کمزورې پاتې کيږي. ډېرتخمونه داستخراج څخه وروسته وچوالي ته اړتيالري ترڅودژوندي پاتې کيدوقوه ثابته پاتې شي. تخمونه ياهم په لمراويا په سيوري کې شايدوچ کړی شي . دزياتوونوتخمونه په ازاده هواکې په لمرکې خوريږي مګرنوموړې طريقه ځينې وخت زيانمنونکې ده دپوهې دنه موجوديت په وخت کې دتخم دوچولوطريقه ښه لاره په طبعي ډول دتخمونووچول دي. دارنګه دپاڼه ريژوځنګلونوتخمونه ممکن عموماً په لمرکې وچ کړی شي اودتل شنوپاڼولرونکوونوتخمونه په سيوري کې وچيږي .

(۳۶)شکل : دتخمونو دوچولويوه نمونه ښايي پاکول (Cleaning ) دوچولوڅخه وروسته تخمونه پاکوالي ته شايداړتياولري چې ټول بهرني يااضافه برخې ورڅخه لرې کړی شي لکه واړه ښاخونه، کوچنۍ ډبرې ، دتخم اضافه برخې دکپسول لرونکوميووياغوزه لرونکوميووياپک اوداسې نور. خالي، بې حاصله اودحشراتوپواسطه زيانمن شوي تخمونه بايد هم لرې کړی شي.

(۳۷)شکل :د دتخمونو دپاکولويوه نمونه ښايي درجه بندي (Grading) دپاکونې دپروسې څخه وروسته دتخمونودرجه بندي صورت نيسي . ددې لپاره چې ښه اوخراب تخمونه يودبل څخه بيل کړی شي دڅوتخمونواويوتخم لرونکې ميوې غټ تخم لرونکې ميوې هميشه ښې وي اوبايداماده کړی شي دمنځنۍ اندازه لرونکې ميوې هم ښه تخمونه لري . اودمنلووړوي مګرکوچنۍ اندازه لرونکې ميوې تخمونه بايدارزيابي کړی شي چې ايادتوليدوړتيال لري اوکه نه که چېرته دوۍ کمزوري نيالګي توليدولی شي دزيات تخم لرونکو ميوې اندزه ممکن ارزيابي کړی شي ترڅوښه کيفيت لرونکی دی اوکه نه دمثال په ډول يوتخم دTeak دونې په نيالګی ورکوي نسبت زيات تخم لرونکوميووته چې زيات تخمونه لري. ښه حاصل اوبوټی ورکوي. په ځينوحالتونوکې دتخمونورنګ له مخې انتخابيږي دتخم دکيفيت لپاره . دمثال په ډول لکه په Delbergia lootifolia دنصواري تخمونوپه اړه داتثبيت شوې چې دټوکېدنې دظرفيت دوه ګونی خاصيت لري نسبت توررنګ لرونکوتخمونوته .تخمونه په عمومي ډول په رنګ، اندازې، ژونديتوب اوپوخوالي کې فرق لري چې دادنيالګي په کيفيت، دتخم قيمت، دتخم لپاره مارکيټ اوپه تقاضااثرکوي. نوددې په اساس بايددرجه بندي شي .

(۳۸)شکل :دتخمونوددرجه بندي کولويوه نمونه ښايي Seeds certification دتخمونوتصديق هيڅ ډول تخمونه بايددراټولولودځاې څخه پرته ديوتصديق څخه ونه ليږدول شي اوياځانګړی تصديق ورکول کيږي اوپه دغه تصديق کې دتخم په اړه ضروري مشخصات ليکل شوي وي او ورته پروسيجربايدپه حتمي ډول په ګودام کې دهرايخودل شوي ډيري لپاره تعقيب شي. اوداسمه خبره ده چې دفورم دډکولويواځينې مسوليت دتخم دراټولونکي مديردی . چې داپه واقعيت کې دراټولونکي مامورلپاره دمسوليت داحساس معنی لري اولدې لارې ښايي دتحيه کيدونکي تخم کيفيت ښه کړي.


(۳۹)شکل:دتخم دتصديق يوه نمونه ښايي دتخم دخيره کول(Storage of seed) پرته دهغه تخمونوڅخه چې دکرلوپه وخت کې پخيږي نورټول تخمونه بايددکرلوتروخته پورې ذخيره شي . دذخيره کولودليلونه دتخمونودپخيدلواوراټولولووخت دکرلودوخت سره برابرنه وي، دتخم منبع دکرلوساحې څخه لرې وي، په هروخت کې ددهقان دلاس رسۍ لپاره تخم موجودوي. که څه هم چې زياتره انواع هر کال تخم نه کوي. نوددې له امله ضروري ده چې په ښه تخمي کال دلږاوکمزوري تخمي کال داستفادې لپاره تخمونه داسې ذخيره شي چې کيفيت ياکيميت يې خراب نه شي دعام اصل له مخې دتخمونودهدفي ذخيره کونې لپاره داسې حالت رامنځ ته کيدلوته اړتياده چې پکې دتنفس اوتبخيرکيدلومعيارپرته لدې چې دتخم جنين زاتي قوت اومظبوتياته کوم زيان ورسوي ټيټوي. په عادي ډول دذخيره کولوښه طريقه چې دانواعولپاره مناسبه ده يوه ده په کوم کې چې دذخيره کولوشرايط دطبعي دخيره کولودشرايطوپه شان وي .څرنګه چې دذخيره کولوطريقې ياميتودونه دانواعوپه اساس فرق کوي.

(۴۰)شکل :دتخم دذخيره کولويوه نمونه ښايي دتخم دکرلو دمځه معالجه (Seed pre – sowing treatment) دکرلو دمخه معالجه هغه ميتود ونه دي کوم چې دتخمونود (Dormancy )دختمولولپاره عملی کېږي ددې لپاره چې تېزې،يوشان او په وحت دتخم ټوکېدنې ته لارهمواره کړي چې دا د(Seedling) په توليدکې سهولت راوړي.دکرلودمخه معالجه د کرلو څخه لږڅه دمحه سرته رسېږي چې اکثره ميتودونه يي ديوڅو دقيقوڅخه نيولې تر(۲۴) ساعتوپورې وخت ته اړه لري.که څه هم ځيني ميتودونه يې يو څو ورځوته اړه لري دکرلودمحه دمعالجي ميتودونه دتخم د(Dormancy) مشخصاتو پوري اړه لري کوم چې معالجه کېږي. چې ځيني عمده او ډېر عام ميتودونه يې په لاندي ډول دي . ۱- Soaking in cool water په يخو اوبوکې خيشتول (لندول) دځينوسپيشزونو دميخانيکې، کېمياوي اوفزيکې ډارمينسۍ د لمنځه وړلولپاره تطبيقېږي . اکثره تخمونه ديوې ورځي اويوڅوسپيشزونو ممکن دوه ورځو ته اړه ولري چې داميتود دلاندي تخمونولپاره تطبيقېږي . Tamarindus indica(tamarind),Sesbania grandiflora,Gmelina arborea(gmelina),Gliricidia sepium(gliricidia) او Dalbergia spp(rosewoods) ۲ـ Soaking in hot water په ګرمو اوبو کې خيشتول دهغوتخمونو دفزيکې (Dormancy) ختمولولپاره چې کلک،ډبل او مومي دتخم پوښ ولري تطبيقېږي. اوبه ويشول (جوشول) کېږی اود ګرمولو دمنبع (اور) څخه ليري کېږي.تخمونه په ګرمو اوبوکې د(۵-۲) دقيقوپورې کېښودل کېږي او وروسته بيا په يخو اوبوکې ديوې ورځې لپاره خيشتېږي . تخمونه بايدپداسې حال کې چې اوبه جوشيږي ښکته نه شی ځکه تخمونه پخېږي او مري. داميتود دلاندې سپيشزونو دتخمونولپاره تطبيقېږي .Acacia mangium(mangium), Paraserianthes falcataria(falcate),Caliandra calothrysus(red calliandra), اوLeucaena spp (ipilpi). ۳- Mechanical (scarification) method

ميخانيکې يا(scarification)ميتودونه هغوتخمونو دميخانيکې اوفزيکې استراحت د ختمولولپاره چې کلک اوډبل (Seed coats) او دميوې پوستکې ولري تطبيقېږي. تخم په (Seed coats) اويا دميوې په پوستکی کې واړه  سوري کول يايې غوڅول دچاقو،فلزي سوان يا تراشوونکو اوسپنو په واسطه چې داوبوجذب اجازه ورکړي،ځيني ميخانيکې ماشينونه هم  ددې هدف لپاره موجوددي. د (scarification)څخه و روسته  تخمونه معمولاً ديوې ورځې لپاره په يخواوبوکې خيشتول کېږي. داميتودو دهغو سپيشزونو دتخمونو لپاره چې مخکې دګرمو اوبوپه واسطه معالجه کې ذکرشواستعمالېږي اوهمدارنګه د(Eusideroxylon zwageri)(Ulin or ironwoo) لپاره هم استعمالېږي دځينومېوو چې پوستکې يي کلک وي دڅټک په واسطه وهل کېږي او ياديوې ورځې لپاره په يخو اوبو کې اچول کيږي.

۴- Fire or heating

داوراوګرمولو ميتودونه دهغوتخمونواوميوود(Mechanical dormancy)د لمنځه وړلو لپاره چې ډبل پوستکی (thick shells)   و لري استعمالېږي .ميوي په ځمکه اويا په( 2cm) وچووښو اويا بوسودپاسه اچول کېږې اوبيا وروسته ورته اور اچول کېږي، همدارنګه کېداي شي ميووته په يوه ارکاره (pan) کې حرارت ورکړل شي داور دپاسه ترڅو مخيانيکې استراحت يې ختم شي . لاندې سپيشزونه په دي طريقه کېدای شي.

Tectona grandis (teak)، Aleurites moluccana (candle nut) ۵-Soaking seed in chemicals په(sulfuric acid)،(Hydrochloricacid) اويا( Hydrogen peroxide) کې د(۲۰-۱۰)دقيقو پورې دتخمونو خيشتول دتخمونوفزيکې استراحت لمنځه وړي.تخمونه له کېمياوی موادو راويستل کېږي اوپه اوبوسره د ( min۵-۲) دقيقو پورې وينځل کېږي او وروسته په يخو اوبو کې د(۲۴) ساعتونولپاره اچول کېږی.په کېمياوي موادو کې دخيشتولوميتود اکثره وخت نه سفارش کېږی ځکه چې دتخمونولپاره دکېمياوي موادواستعمال خطرناک اوقيمتي تمامېږي .هغه تخمونه کوم چې ديخو او يا ګرمواوبو پواسطه معالجه کېږی پدې طريقه کولای شو چې ددي تخمونو فزيکې اوميخانيکې استراحت رفع کړو.

دتخمونوسټراټيفيکېشن (Seeds Stratification) دهغه عمليې څخه عبارت دی چې دتخمونو داستراحت دمودي دمينځه وړلواو ودی ته دهڅولولپاره ضروري دي چې هغوي د اوږدي مودي لپاره دټيټومثبوتو درجو د حرارت او لوند چاپيريال سره چې کافي هواولري معامله کېږي په ساړه اولوند ځاي کې دتخمونو اچولومقصد دادي چې تخمونه ژر اويوشانته وټوکېږي . اوياهم داستراحت مرحلي څخه دوتلو اوتيغ وهني ته د اماده کولو لپاره تخمونوساتل په لوند اويخ چاپيريال کې دځينو موادو دخاوري څوطبقو ترمنځ دسټراټيفيکېشن څخه عبارت دی. په نوموړي عمليه کې دتخمونو پوستکې نرميږي اوکوچني جنين کولای شي چې تيغ وهني ته اماده شي. دتودوخي لوړه درجه دبي وحته ټوکېدوسبب ګرځي اود تودوخي ټيټه درجه دسانتي وحت اوږ دوي اودبي وحته ټوکېدو محه نيسي تقريباً هرهغه موادچې لنده بل اوهوا ساتي اود زهرناکو موادو څخه خالي وي تخمونو داچولو په مقصد مناسب بريښي مطلوب اومروج موادعبارت دي له ( پاکې شګي)،(Peat Mass ,Sphagnum Mass ,Vermiculite)داري بور څخه چې دحجم له مخي دري برخي موادو اويوه برحه تخم ګډه وي يابه تخمونه دحجم له مخي په لنده بل ساتونکو موادو کې اچوي چې يوه طبقه لنده بل ساتونکې موادو اوبله طبقه تخم چې دهري طبقي پنډوالي (cm۵,۷ـ۱) پوري وي نوموړي تخمونه به دځمکې په (cm۳۰) ژوروالي کې چې سوړ اولوند وي ساتل کېږي.خوپه يخومنطقوکې په مستقيم ډول (Direct Sowing) تخمونه هم کرل کېږي چې دقوس (ليندۍ) په مياشت کې کرل کېږي په دي توګه دلمدي سړي هوا اړتيا پوره کېږي.

(۴۱)شکل:دتخمونوداستراحت د له منځه وړلويوه نمونه ښايي دنباتاتودکرنې په هدف دساحې ارزښت(EVALUATION OF SITE FOR PLANTATION PURPOSES) مخکې له دې نه چې په يوه ساحه کې نباتات وکرونوبايدلاندې عوامل په نظرکې ونيسو.

:1(Geomorphology)دځمکې بڼه اوشکل :- دځمکې بڼه اوشکل په اقليم اوتوپوګرافۍ باندې مستقيمه اغېزه لري،ځکه چې اقليم يادنبات ژوندله منځه وړي اويانبات په ښه کاميابۍ سره ودې ته پريږدي همدارنګه(Geology)هم وچوالی،داوبوکمېدنه اوداسې نورعوامل له منځه وړي،ځکه چې په زياتوساحوکې دخاورې د تخريب په نتيجه کې دځمکې دسطحې برخه له منځه تللې اوخرابه شوي وي. د(Geology)په واسطه باندې کولاې شودغه برخه دوباره لاندې کړوداځکه چې دنباتاتودپاره ډېره مهمه ده چې دسطحي خاورې څخه استفاده وکړي توپوګرافي هم دنباتاتوپه کرنه باندې اغېزه لري دخاورې دپروفايل برابرول دنباتاتودپاره يومهم فکتوردی.
2(Soil features)دخاورې بڼه اوشکل:-دنبات دودې دپاره دخاورې ټکسچر،سټرکچراودخاورې کيمياوي اوفزيکي خواص مهم دي.ځکه چې دغه خواص په منرالونواودغذايې موادوپه موجوديت باندې اغېزه کوي،همدارنګه په رطوبت، داوبوپه حرکت اوديښوپه حرکت کې هم ستره ونډه لري.

اوکه چېرې په خاوره کې منرالونه کم اوخاوره مالګينه وي،نودنباتاتو دودې دپاره مناسبه نه ده ځکه نباتات زيات مقدار منرالونوته اړتيالري.

3(Hydrologic features)دنباتاتودکرنې دپاره اوبوبڼه اوشکل:-(Hydro)کلمه داوبومعنالري ځينې ساحې داوبو دويستنې دمشکل سره اخته دي چې دخاورې دتوپوګرافۍ له امله رامنځ ته شوي دي.خوبياځينې ساحې اوبوته دضرورت له کبله متوازن رطوبت ته ضرورت لري داځکه چې داوبوژوروالی (Water table)هم ضروري دی.
4(Vegetation features)دنباتاتوزرغونېدل:-يودډېرومهمو ميتودونوڅخه چې باېدتوجه ورته وشي دنباتاتوټوکېدنه ده دنباتاتودټوکېدنې دپاره بايد مونږدنباتاتومختلفې نوعې وپېژنوچې په دغه ساحه کې کرل شوي وي،داځکه چې په کومه ساحه کې کومه نوعه پکاروي باېدهماغه نوعه ورته انتخاب شي لکهPropspis Tamarix Salvaloraاوداسې نور.مونږباېددخاورې په مالګينتوب اوښه والي باندې پوهه شو

دنباتاتودکرنې دپاره دنوعوانتخاب (CHOICE OF SPECIES FOR PLANTING) دنباتاتودکرنې دپاره بايدمونږدغه لاندې عوامل په پام کې ونيسو.

1(Ecolosocial consideration)دخاورې درطوبت ساتلوحالت:-که چېرته خاورې ښه واړول شي اوهرقسم هرزه ګياوې ترې لرې شي نوهرقسم محلي انواع په کې کرلی شو،لېکن ځېنې عوامل شته دی چې دنباتاتودکرنې په کاميابۍ اوناکامۍ باندې اغېزه لري خوپه ساحه کې باېد هغه انواع وکرل شي چې دساحې دآب وهواسره مناسب وي.نوځکه مهمه ده چې هغه نوعې چې په ساحه کې داب وهواسره آشناوي باېدوکرل شي.

Influence of soil and moisture condition(a)داقليم اواب وهوااغېزه اونفوذدنباتاتوپه کرنه باندې :-داجباري اوضروري نه ده چې يوازې هغه نوعې چې په ساحه کې پېژندل شوي وکرل شي.مونږپه دې پوهېږوچې جنوبي طرف دشمالي طرف په مقايسه ګرم وي؛ديوې ساحې اقليم ټول يوشان وي لېکن دطرفونو(اړخونو)له امله يې آب وهوافرق کوي،په جنوبي اړخ کې دنباتاتووده اونمودشمالي اړخ په نسبت بطي وي اوپه تودوخه ،اورښت،باداوسرعت کې يوله بل سره فرق لري.نوځکه ويلی شوچې هرقسم بدلون يايوفکتوردبدلون کولاې شي دنوعوپه انتخاب کې بدلون راولي. (b) Succession (تسلسل):-کله چې يوه ساحه دنباتاتوڅخه خالي شي،نودطبېعي تسلسل له کبله پکې بدلون راځي.وروسته له دې څخه چې ساحه دنباتاتوڅخه خالي اولمريې ووهي،نودلمررڼا،ګرمۍاود باددموجوديت له کبله وچه آب وهواخوښوونکې انواع بايدپه دغه ساحه کې وکرل شي.ترڅودغه حالات په اسانۍ سره وزغمي داهم دامکان څخه لرې نه ده چې هغه طبېعي نوعې هم وکرولکه دشوې انواع اوياداسې نورې نوعې چې د Successionپه لومړي قدم کې کرل کيږي. 2:-دنبات دکرنې هدف (Purpose of plantation):-دنبات دکرنې مقصدچارتراش،دسوخت لرګي اوهمدارنګه دمارکيټ نورې غټې تقاضاوې دي.که دخاورې دتخريب دمخنيوي په منظورنباتات کرونوبايدهغه انواع انتخاب شي کوم چې دخاورې دتخريب مخه نيسي لکه دEucalyptusانواع اوداسې نورې. 3:-په ساحه باندې تاثير(Effect on site):-هغه نوعې چې مونږيې په يوه ساحه کې ټاکو،دساحې دبادپه سرعت،دخاورې حاصلخېزۍ،دخاورې تخريب په مخنيوي اونوروپورې اړه لري. 4:-نسبتي قيمت اونرخ(Relative costs):-نرخ ،دخاورې جوړول اودنبات کرنه دهرې نوعې لپاره يوشان دي هغه نباتات چې پراخه فاصلې ته ضرورت لري،نوداقتصادي نظره دخاورې جوړښت اوپالنه يې اسانه وي.هغه نباتات چې لږې پالنې ته ضرورت لري اقتصادي دي سختې نوعې ډيرې پاملرنې ته ضرورت لري نوله دې کبله قيمت لوړساتي.خوپه عام ډول داقتصادله نظره دامهمه نده بلکه دامهمه داده چې ښه ،عالي اوصحتمنده نباتي کرنه وکړو.

دځنګل داحداث دپاره دمزدورانواونورسټاف جوړول اوترتيبول(Organization of staff and labor for Afforestation)

دمزدورانوترتيب اوتنظيم(Labor arrangement):-داوبه خور دپاره دمزدورانوترتيب،تنظيم اواماده کول ضروري دي.ځکه چې دنباتاتوکرنه منظم اوبه خورته ضرورت لري ،ددايمي مزدورانولپاره دکورونواونورو سهولتونوجوړول ضروري دي.مزدورانوته ورځنی مزدپه وخت ورکول ترڅودکوم مشکل سره مخامخ نه شي.خوهغه مشکل چې په دايمي مزدورانوکې ليدل کيږي هغه دادی چې سخت کارنه کوي اودکارڅخه دکاردکولوپه وخت تښتي نوبايد دمزدورانوکارديومشرتابه اولارښوونکي ترنظرلاندې وي.

لنډيز سمول

دځنګلونوتنظيم دځنګلدارۍ په ادارې،سروې،څېړنې،ساتنې،بيارغونې،جوړونې،پرمختيا،ګټې اخيستنې اودعلمي،فني،تخنيکي اوداقتصادي اساساتوپه کارونې پورې داړونده چاروسمون دځنګلونو تنظيم بلل کيږي. عادي ځنګلونه هغه ځنګلونوته وايې چې نباتات يې په زړه پورې تنې،ريښې اوصحيح سايزولري په ځنګل پوهنه کې دغه ډول خصوصيات لرونکوځنګلونوته عادي ځنګلونه وايې.نوبايدديو ځنګل منېجرچې کله يوځنګل اداره کوي،نوبايددلومړي ځل لپاره دهغه ساحې په اړه معلومات ولري؛په کومه ساحه کې چې ځنګل موجودوي.دهغې نه وروسته بايددځنګل تنظيموونکی يوپلان جوړکړي،چې په دغه پلان کې دنيالګيودکرلوڅخه ترحاصل اخيستلوپورې ټولې مرحلې شاملې وي .چې په دغه ساحه کې څومره ځنګل وجوددی اوپه دغه ځنګل کې دونوکوم ډول انواع وجودلري.چې بايددغه دونوانواع په داسې ډول تنظيم کړي چې په کم وخت کې زيات حاصل ورکړي.ديوځنګل اداره کوونکی بايدپه دې وپوهېږي چې په ځنګل کې کومې ونې رسېدلي دي دهغوونودپريکولوذريعه برابره کړي چې دغه رسېدلې ونې په داسې نظم پرېکړل شي چې دپريکولوپه وخت کې نوروولاړوونوته ضررونه رسېږي.کوم توليدچې په ځنګل کې شوی وي،هغه بايدپه ځنګل کې په يومناسب ځاې کې راټول کړو،اوددغه توليددانتقال لپاره داسې تنظيم شي چې په اسانۍ سره مارکيټ ته ورسېږي.مارکيټ ته درسېدوڅخه مخکې بايدمونږسره دبازارموندنې په اړه معلومات وي چې څرنګه وکولاې شوخپل توليدپه منظم ډول خرڅ کړو.ددې نه وروسته بايددځنګل سازمان دځنګل هغه پرسونل چې په ځنګل کې کارکوي داسې اداره اوتنظيم کړي چې خپل کارپه منظم ډول سرته ورسوي.

سپارښتنې سمول

۱:ــ زماددولت څخه داغوښتنه ده چې دهېواددځنګلونودتنظيم لپاره په هره يوه ځنګلي ساحه کې دځنګلونودتنظيم لپاره کمېټې اومحلي شوراګانې جوړې کړي ترڅوهرهېوادوال په دې وپوهول شي چې دخپلوځنګلونوڅخه معقوله استفاده وکړي. ۲:ــ دکرنې اومالدارۍ وزارت بايددځنګلونومامورينوته دځنګلونودتنظيم په باره کې ټراېننګونه ورکړي اودځنګلونودتنظيم دپاره بايدځانله ادارې ولري. ۳:ــ زماددولت اونوروموسيساتوڅخه داغوښتنه ده،چې افغانستان يووروسته پاتې هېواددی بايد ددې هېوادځنګلونه داسې اداره اوتنظيم شي چې دهېوادپه اقتصادکې پوره رول ولوبوي. ۴:ــ دهېوادهغه ځنګلونه چې دطبېعي ياقصدي حوادثوپه وجه له منځه تللي وي،دوباره بايدپه نيالګېووپوښل شي اودنيالګي دنيالولوڅخه ترحاصل ورکولوپورې داسې تنظيم اواداره شي چې ديوې محدودې ساحې څخه لوړحاصل په لاس راشي. ۵:ــ دکرنې اومالدارۍ دوزارت څخه مې داغوښتنه ده چې هغه نوې اوعصري ټکنالوجي چې دځنګلونودتنظيم په باره کې وي په کارواچوي. ۶:ــ دولت بايددځنګلونودتنظيم ،ساتنې اوروزنې دپاره پلان اوقانون جوړاوپه ځنګلي ساحوکې يې عملي کړي. ۷:ــ داچې ځنګلونه ملي شتمني ده نوبايددځنګلونوپه تنظيم اواداره کولوکې بايدټول هېوادوال په ګډه برخه واخلي. ۸:ــ دځنګلونودچارودرياست څخه مې داهېله ده چې دځنګلونودتنظيم اوادارې دپاره عامه پوهاوی وکړي. ۹:ــ زماددولت اونورولوړپوړوچارواکوڅخه داغوښتنه ده چې دځنګلونودتنظيم اړونده اداروسره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي،اوددوۍ څخه هېڅ ډول مرستې منع نه کړي. ۱۰:ــ دکرنې اومالدارۍ وزارت بايددځنګلونودتنظيم لپاره فني اومسلکي کسان په کاروګماري ترڅوپه راتلونکي کې دکومې ستونزې سره مخ نه شي.